د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه خلک چې آزادي د امنیت له پاره له لاسه ورکوي، هغوی نه د آزادي وړتیا او نه د امنیت لیاقت لري

جاوید حیدرزی 27.01.2014 17:35

په انترنت کې مې د لویانو تر عنوان لاندې خبرې لوستې چې د هلن کلر تر نامه لاندې مې دا جمله ولیده
(هغه خلک چې آزادي د امنیت له پاره له لاسه ورکوي، هغوی نه د آزادي وړتیا او نه د امنیت لیاقت لري) که دې جملې ده پام وکړو افغانستان اوس په همدې حالت کې دی.
د کرزی صیب آدارې د افغانانو آزادي د امنیت له پاره واخستله او امنیت خو موږ په خپلو سترګو وینو چې څنګه دی؟ زه کرزی صیب نه ملامتوم او په افغان حکومت کې یوازی کرزی صیب ته باید د ملامتیا ګوته و نه نیول شي، په رښتیا هم کرزی صیب د افغانستان له پاره ډیر هڅې او کارونه وکړل، لکه مطبوعات، مخابرات، تحصیل او ...... هر حکومت نیمګړتیاوې لري او افغانان ډېرو نظامونه او حکومت څخه ښې خاطرې نه لري که هغه پخواني حکومتونه و که طالبان و او که اوسنی نظام دی.
خو زما په نظر له اوسني نظام څخه که خلک ښې خاطرې لري ډیرې بدې خاطرې هم شته، لومړی خبره خو دا ده چې اسلامی اصولو ته ولا که ټکی فکر شوی وی، تش په نامه مو لیکلي دي ( د افغانستان اسلامي جمهوریت) که څوک قتل کوي، که غلا کوی او که کوم بل جرم آزاد به ګرځي. په هر صورت د کرزی په اداره کې هر ورځ نادرې کیسې کیږی لکه د بګرام د طالب جوړولو فابریکه!!!
په تیرو څو ورځو کې د بګرام زندان او د کرزی صیب د مطبوعاتي کنفرانس په اړه چې ویلي یی دي (بګرام د طالب جوړولو فابریکه ده) په سر تاوده بحثونه روان دي، څه وخت مخکې موږ د دې شاهد یو چې د بګرام زندان چارې افغان چارواکو ته وسپارل شوي، که په رښتیا هم د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته سپارل شوي دي بیا ولي کرزی صیب وايي چې امریکا په بګرام کې د طالبانو فابریکه جوړه کړې ده؟
دلته دوه خبرو ته باید پام وشي:
1 – یا خو د بګرام زندان مهمې څانګې د امریکا په لاس کې دي او د صرف د افغان چارواکو او افغان ملت د خوشحاله کولو له پاره یي د زندان د هغه سیمو مسوولیت افغان چارواکو ته ورکړی چې هلته نه بندی شته، نه محکمه، او ........
2- دا هم امکان لري چې د بګرام زندان هیڅ افغانانو ته نه وي سپارل شوي صرف د کرزی صیب آدارې داسې یو پلان جوړ کړي وی چې د افغانانو افکارو ته زیان ورسوي.
په هر صورت او په دواړو خبرو کې د افغان حکومت پړ راځي، که د بګرام چارې له افغانانو سره دي نو ولي په بندیانو دومره ظلم کیږي؟ بیګناه خلک بندیان دي؟ ولي بندی ډیره موده، پرته له محکمې په زندان کې تیروي؟
او که چیرې د بګرام چارې تر اوسه هم د غرب په لاس کې دي بیا ولي افغان چارواکي وايي چې د بګرام چارې موږ ته وسپارل شوې؟
نور د خدای له پاره په دې مظلوم ولس ملنډې وهل بند کړی او خدای ته توبه وباسي تر کومه به دا ملت په تیارو کې ساتئ هغه ورځ در په یاد کړی چې د  الله په حضور کې به شرمیدلي ولاړ یاست او هیڅ به مو د وسه نه وي پوره.