د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(دماغي روغتیا مو څنګه وساتو؟)

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 11.10.2015 13:00

دتورکي وب ثایټ زمان څخه ژباړن ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی/بلجيم/۱۰اکتوبر۲۰۱۵

دماغي روغتیا او بدني روغتیا که څه هم یو له بله بیلې انګیرل کیږي ،خوپه حقیقت کې ذهن او بدن د یوې ټینګې اړیکې سره یو پر بل موءثر دي.متخصصین وایي چې د روغتیاد ساتنې لپاره بدن او روح ته باید خاصه توجه واړول شي،او روح او بدن یو له بله جلا نه دي.
د یو.اِس. د روغتیايي انستیتیوت سایکیتریستې ډاکټرې الېف 'موتلو'، د ۱۰م د اکتوبر د دنیا د رواني صحت د ورځې په مناسبت د روحي روغتیا د ساتنې لپاره مو ځينې وړاندیزونه لري."تر ټولو مخکې خپل ځان وپېژنئ!" وېونکې ډاکټره الف موتلو،"دیوه روغ بدن لپاره خپلو خوړو ته دقت کوو،سپورټي صالونونو کې په ساعتونوساعتونو وخت تیروو او پیسې مصرفوو،کله چې ناروغه کیږو ډاکټرانو ته ورځو اود دې لپاره چې وجود ته مو مضرې تمامې نشي حتی د ځینو دواګانو له څښلو هم ډډه کوو؛مګر، ښه!د دماغي یا روحي روغتیا ساتلو لپاره مو څه کوو؟.""عیناََ لکه د بدن دپېژندلوسره د قوي اوضعیفه غړو په تفکیک،خپله رواني جوړښتنه هم باید ء دي چې وپېژنو."" انسان بې له دې چې خپل استعدادونه او حدود وپیژني ،په دوامداره توګه ځان د نورو سره مقایسه کول او هغوی سره په مسابقه کې ښکیلیدل، د رواني ستونزو د پیدا کیدو لامل ېې ګرځي."
نوموړې ډاکټرې د دماغي روغتیا ساتنې لپاره دا لاندنۍ لارې چارې وښودلې:
۱-بدلون ته پرانیستي اوسئ.
که خپلو شخصي قصو ته ځير شو په نيژدی اړیکو کې د فیصلو په وخت اصلاََ تل عین سناریو تکراروو.د نتيجې د بدلون لپاره هر وخت د نورو انسانانو، د چاپیریال یا د شرایطو بدلون ته منتظر پاتې کیدل یو ګټور میتود نه دی، او د بدلون لیدنه به سخته وي.هغه څوک چې بدلون ته تیار نه وي،د هر ډول میتود په کار وړلو ګټه نشي پورته کولای.
۲-خپل حدود وساتئ.
عیناَ لکه دبدن مو د دڼنۍ نړۍ مو هم ځان ته حدود شتون لري.یو بیروبار ځای کې که یو نابلده مونږ ته ډیر رانیژدې شي نارامه کیږو.همداسې اړیکې هم وګڼئ.ځینې اړيکې مو ډیرې نیزدې او ځينې لءرې دي او تر مینځ مسافې مونږ تعینوو.او حتی که نیژدې هم اوسو د یو روح او روان خاوندان نه یو.که موږ خپه یو دا د نورو د خفګان په مانا نه ده؛ ستونزې مو دې نورخلک له مینځه یوسي،او زموږ د ستونزو په باب د نورو په عین ډول فکرکولو او حتی زموږ پر ځای دهغوی د ګام اوچتولو ته منتظر اوسیدل، لږه موده وروسته په موږ کې د بېچاره ګۍ حس رامینځ ته کوي.په ورته ډول، د نورو د حدودو پیژندل او قبولول هم مهمه ده.په دې عمل سره اړيکې لا زیاتې ټینګې او پاېېدونکې کېږي.
۳-خپل احساسات او تنبهات کنترول کړئ.
د دې لپاره باید خپل دڼني احساساتو سره دفعتاََ حرکت ونکړو،لمړی باید ځان ته وخت ورکړو.وایو چې آزادي د هر هغه څه چې مو زړء غواړي کول دي؛حال داچې آزادي دهرې غوښتنې کول نه دي بلکې د ځینو شیانو د غوښتنې سره سره دې د نه کولو ېې غوره ګڼل دي.
۴-موانع قبولې کړئ.
په ژوند کې هره لحظه د موانعو سره مخامخ کیدای شو.کیدای شي یو چا ته مو چې ټیلفون کړی، غوږۍ جګه نکړي؛د ډیر کوښښ سره سره په آزموینه کې بریالی نشو؛که څه هم ډیر مستحق د ترفیع اوسو نه ېې شو کولای؛د خوښې موټر اخیستو ته مو پیسې کفایت نه کوي.که موانع او تاوانونه ومنو او ځان راغوڼډ او لیارې ته مو دوام ورکړو، لا زیات چانسونه به مو لاس ته راوړي وي.
۵- <نه!> ویلای وشئ!
زموږ د حدودو د ساتلو یوه لار، هغو شیانو ته چې نه ېې غواړو د <نه!> ویلو توان دی.ځینې انسانان د بعضې کسانو د مینې او توافق دله لاس نه ورکولو لپاره، هغو شیانو ته چې نه ېې غواړي هم هو وايي.حال دا چې داسې کړنه یو خو مینه نه زیاتوي ،بلکې په انسان کې د بیچارګۍ او کړکیچونودحس باعث هم ګرځي.
۶-تولیدوونکي واوسئ.
که هر انسان یوه موخه (هدف) ولري،د یو کار صاحب وي،زحمت وباسي ،دا د یوء مرفه ژوند لپاره ډیره مهمه ده.په یوه څیړنه کې دا په ډاګه شوې ده چې هغه څوک چې په ژوند کې یوه موخه لر ي تر هاغه بل اوږد عمر کوي.
۷-د تیر او راتلونکې تر منځ یو تعادل ټینګ کړئ
دتیر په باب فکر کول یو څه ګټور وي، ځکه زمونږ شخصي تاریخ، له هغو شیانو څخه یو دی چې له موږ نه موږ جوړوي.
د راتلونکې په باب پلان مو له دې نه وروسته د لارې نقشې ل پاره ضرور دی.
لاکن د تیر سره په افراطي ډول مشغولیدل، اویا دا چې پخوا مو څه بلاوې په سر راغلي،او یا څه مو کړي ، دوامداره د ګناهکارۍ احساس کول،زمونږ د غمجنیدو او حزن سبب ګرځي او که مونږ دې افکارو سره بوخت شو ؛نءن به مو له لاسه ووځي او تیر به شي.د آینده یا راتلونکې په اړه دوامداره کنترول او فکر کول هم د اندیښنې پیدا کیدو ته لاره پرانيځي.
په تیر کې ډوبیدلو او راتلونکې کې محراق کیدلوتر منځ یو تعادل جوړول په تمامه مانا د اوس <نءن> څخه د حیات خوند اخیستل دي.
۸-خپل فکرونه ووېشئ!
لکه پورته د نه! ویلو غوندې، ځينې کسان له دې ویرې چې د دء نظر به نورو ته ضړر ورسوي یا به څوک ترینه خفه شي ، په زغرده د خپل فکر ویلو څخه ډډه کوي حال دا چې خپل فکرمو افاده کوءل او خپل احساسات مو مینځ ته اچول او هغو سره تماس نیول موږ ته پخپله زموږ توپیرونه را په ګوته کوي. هغه کسان چې ځانونه نه شي مطرح کولای، په پای کې پسیف او یا متهاجم طور نیسي چې دواړه په شخړو ختمیږي.
۹-ذهني او بدني روغتیا ته مو پام وکړئ
که څه هم دماغي او بدني روغتیاوې جلا جلا شیان فکر کیږي، مګرپه حقیقت ک ې مو ذهن او بدن یو له بله سره ټینګ تاٙثر لري.ډ دڼڼۍ دنیاتشنجات مو که په بل رقم نه شي افاده کیدلای، د بدن اعراضو په شکل ځان ښيي.بدن مو هم پر هغه څه چې روان دي او کیږي څنګه حس کوي او څنګه پرې فکر کوي، تاءثیر لري.
د صحت د ساتلو لپاره،بدن او ذهن دواړو ته پاملرنه اړینه ده، او داسې فکر کول په کار دي چې دواړه یو له بله مستقل نه دي.