د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمرحوم بولنت ایجویت، ترکي شاعر او سیاستمدارد دوه شعرونوپښتو ژباړه

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 24.04.2015 00:12

انسان
البته له تا نه به ښکلی وء
هغه انځور چې تا کښلی وء
هغه مجسمه چې تا جوړه کړې وه
له تا نه به لویه وه
له تا نه به شیکه وه

البته چې له ستا نه به یې ډیره رښتیا ویيله
هغه شعر چې تا لیکلی وء
البته چې ستا نه به ېې ډیرې اوریدلې
هغه سندرې چې تا وېېلې وې

ته له هغه څه څخه چې ېې، لوی ېې
ته له هغه څه څخه چې ېې،ښه ېې
ته له هغه څه څخه چې ېې،شاېسته ېې

انطباق یا مطابقت
له فضاء سره ورېځو
له ورېځو سره باران
له باران سره خاورې
څونه ښه تطابق کړی دی

له ورځې سره لمر
له لمر سره ځمکې
له ځمکې (کروندې)سره وَږي
څونه ښه تطابق کړی دی
له وږي سره غنم
له غنم سره انسان
له انسان سره زحمت
څونه ښه تطابق کړی دی
له زحمت سره عمل
له عمل سره زړء
له زړء سره مينې
څونه ښه تطابق کړی دی.