د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حمید بابا د مسدس د اقتفاء په بهانې

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 14.12.2014 15:33

اوس به بیا په خبرونوکې اعلان وي ++++ ټاپ خبر به د افغان،افغانستان وي
په شل ګونو به یا مړه اویازخمیان وي++++ د لس ګونو به کورونه چیرته وران وي
بمبارۍ او راکټونو به باران وي++++ په مینونوالوتلي یا ځانمرګیان وي
خدایه! داڅه حال راغلی په وطن کې
آرام نشته دی د مړو، په مدفن کې
بورې،ورارې،کوڼډې تریندې په فغان دي - - - - چې په وینو لمبیدلي مو ځوانان دي
په سرو سترګو مو ژړلي یتیمان دي ----------- سروهلي بر وهلي یسیران دي
بې تعلیمه بې دوا مو ماشومان دي ------------ لراوبر کې په کمپونو سرګردان دي
ډک سیندونه مو روان مونږ بې اوبو یو
غرونه ډک مو له جوهر مونږ بې پیسو یو
مونږ له زرکاله مسلم یو او افغان یو+++++ خپل کلتورپښتونولئ سره انسان یو
څوک دې مونږته نه ښیي پوه په خپل ځان یو+++ دوی زمونږه غلامان مونږ استادان یو
دې شپیته کلن پنجاب ته مونږ حیران یو++++ پیر،رهبر،طالب نه یی رویګردان یو
خیرنه مو تیر،شرمه رارسوئ نور
بس کړئ نفاق،اسلام به مو مخونه کړي تور
خوزمونږهم که دوه سري ريءسان وي--------په ډالرو پړسیدلي جنرالان وي
پیر،ملا،سید،میان مرتجعان وي---------- ډیرو مړو ته که تږي قاچاقچیان وي
که د ارګ اود شهرک چاپلوسان وي--------- لعنتونه دې پر دوی د شهیدان وي
بس دی مه ژاړه حمیده!، زړه ورشه
دالله په زور قوي او مټور شه!!