د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ملی مسایلوکی د احتمالی مشکلاتو د حل لپاره د نورو هیوادنو تجربه

حضرت سهاک 13.09.2015 12:49

په پیل کی له ټولو افغانانو نه یوه پوښتنه لرم :
د افغانستان ټول اوسیدونکی چی تقریبا دودیرش قومونو او ایتنکی ګروپونو پوری تعلق لری که مونږ هریو په جدا جدا قومونو پوری یاد شو ښه به وی او که په یو واحد او ویاړلی ملت چی هغه افغان دی؟
د افغان کلمه چی له سانسکریت اپګان نه راغلی ده او اوس یی معرب شکل افغان دی د صادق ، رښتینی ،سپیڅلی او زړور معنی ورکوی. نه هغه شکل چی د افغانیت دښمنان یی تبلیغ کوی. البته په عربی کی د پ او ګ غږونه اوتوری نشته. د افغان نوم یواځی پښتنو پوری منحصر نه دی بلکی له اساسی قانون سره سم د افغانستان هر تبعه ته افغان ویل کیږی.
البته د قومونو لیکل او یادول په تذکرو کی کوم نقص او عیب نه لری خو کله چی نوی یمو کلونو په جریان کی دوحدت اسلامی ، شورای نظار او اتحاد اسلامی د جګړو تاریخ را یادوم ، بیګناه او مظلوم پښتانه او پنجشیریان به دهزاره ګانو له خوا او بیګناه او معصوم هزاره ګان به بیا ددواړو له خواد پورته ذکرشویو قومونو پوری په تعلق درلودلو له امله اسیر ، زندانی ،شکنجه اویا وژل کیدل.
آیا نشی کیدای د داسی پيښو د مخنیوی لپاره خپل دولتی اسناد داسی عیار کړو ترڅو د تاریخ د تکراریدو په وخت کی بیا پورته له شرمه ډک دوران مخنیوی شوی وی؟
له بلی خوا د افغانستان اسلامی دولت زمونږ د دولت رسمی نوم دی خو دلته په افغانستان نور خلک چی افغانان نه دی هم ژوند کوی. په بله معنی هرڅوک چی په افغانستان کی ژوند کوی هغه افغان نه دی ، يواځی هغه کسان افغانان دی چی د افغانستان تابعیت ولری. خارجی میلمانه ، د نورو دوستو هیوادونو دیپلوماتان ، په انجو ګانو کی مصروف خارجیان ، خارجی کارګران او متخصصین ، بهرنی نظامی پوځیان ، له نورو هیوادونو را تښتیدلی مهاجر او خارجی اتباع چی زمونږ په هیواد کی د اقامت رسمی اجازه او اسناد لری ، بی هویته کسان ، هغه خارجیان چی د کورنۍ یا میړه او ښځه چی یو غړی یی افغان او بل طرف یی خارجی وی( خو اولادونه یی افغانان شمیرل کیږی او یا دوه ګونی تابعیت درلودونکی وی) او .... د افغانستان اتباع نه دی او هغوی ته نه افغان ویلی شو او نه د افغانستان د تابعیت تذکره ورکولی شو، مګر هغوی ته هم موقتی اسناد چی په هغوکی د دوی هویت معلوم وی او د افغانستان د دولت رسمی اسناد لکه موقتی پاسپورت چی پری بل هیواد ته سفر وکړای شی توزیع کیدلی شی.
د افغانستان د دولت نوم په تیرو څلویښتو کلونو کی څو واری تغییر او تبدیل شوی دی مثلا دافغانستان شاهی دولت، د افغانستان جمهوریت، د افغانستان دموکراتیک جمهوریت ، د افغانستان جمهوری دولت ، د افغانستان اسلامی دولت ، د افغانستان اسلامی امارت او د افغانستان د اسلامی دولت موقته اداره ، د افغانستان اسلامی جمهوری . که څه هم نومونه تغییر کړی خو ولس او خلک بیاهم افغانان پاته شویدی.
بنا د دولت او ملت ترمنځ واضیح فرق دی . یو دبل مترادف نه دی . یو بل سره مشترکات لری خو فرق هم لری له دی امله په رسمی تذکرو کی د افغان ملت ذکر کول حتمی دی. له بلی خوا اوس ځینو اروپایی او امریکایی او نورو هیوادونو ته د سفر په وخت کی باید رسمی تذکره ، پاسپورت او ویزه باید موجوده وی ، دخپل هیواد دملی تذکری درلودل د دی لپاره ضرور دی چی ثابته کړی د مسافر پاسپورت جعلی نه وی.
په همدی ترتیب سره د دین ذکر هم ضرور دی . ټول افغانان مسلمانان نه دی . دلته افغان هندوان او افغان سکان او ممکن د نورو ادیانو پیروان موجود وی چی هر یو یی د اساسی قانون له مفاداتو سره سم خپله آزادی لری نو د دین ذکر کول چاته مشکل نه جوړوی.
هیله ده چی زمونږ د دولت واکمنان او قانون جوړونکی یا دملت نمایندګان د داسی مهمو او ملی قوانینو او اسنادو د تصویب په وخت کی په سړه سینه اوهر اړخیز فکر وکړی، له تعصب نه کار وانخلی . قانون د ولس د مشکلاتو د حل رښتینی نظم لپاره تصویب کړی نه دا چی د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ بی باوری، بی اعتمادی ، نفاق او بیلوالی او نورو مشکلات راولی.
بیاهم که زمونږ قانون جوړونکی په دی نه قانع کیږی نو ښه به داوی چی د څو پرمختللیو او متمدنو اروپایی او آسیایی او اسلامی هیوادنو د ملیت د مسلی او د هویت ملی کارتونو او تذکرو په باب هراړخیز معلومات راټول شی چی دوی خپل مشکلات څنګه حل کړی دی؟