د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ملی ورځ

حضرت سهاک 20.08.2015 13:02

هر هیواد په خپل تاریخ کی یوه مهمه ورځ دملی ورځی په نوم لمانځی مثلا د افغانستان لپاره د زمری د میاشیتی 28 ورځ ملی ورځ ده او دا هغه ورځ ده چی د انګلستان امپراتوری د دریم افغان – انګلیس جنګ په پای کی مجبوره شوه چی د غازی امان الله خان په مشری د افغانستان استقلال په رسمیت وپیژنی او هر کال دا ورځ د افغانستان د خلکو او دولت له خوا په شانداره مراسمو سره لمانځل کیږی اوپدی توګه افغانان خپل ملی غرور او ملی احساس د خپل ګران هیواد د خپلواکی په باب تازه ساتی.
نژدی د نړۍ هرهیواد په خپل تاریخ کی داسی یوه ورځ لری چی دوی ته خورا زیات ارزښت لری . د عمومی رخصتی ترڅنګ د عسکری رسم ګذشت په ضمن کی خپل نظامی او اقتصادی قوت خپلو هیواد والو او نړيوالو ته ښکاره کوی. د نړۍ له ګوټ ګوټ نه او خصوصا له دوستو هیوادونو نه د دولتونو ، حکومتونو او سیاسی ګوندونو مشران را دعوت کوی . همدا راز د نړۍ مشران هغوی ته دملی ورځی په مناسبت د مبارکی پیغامونه لیږی او هغوی ته په راتلونکی کی د خپلی دوستی په دوام باندی تاکید کوی . دلته به د یوڅو هیوادونو د ملی ورځو نه د نمونی په توګه یادونه وکړو:
د ترکیی جمهوریت د اکتوبر 29 له 1923 کال راپدیخوا په هغه هیواد کی د جمهوریت د اعلانیدوله امله د خپلی ملی ورځی په نوم لمانځی.
د جرمنی هیواد د 1990 کال د اکتوبر 3 ورځی راپدی خوا دغه ورځ د دواړو ختیز او لویدیزو جرمنی هیوادونو د یوځای کیدو له امله لمانځی.
هندوستان له 1947 کال راپدی خوا د اګست 15 له انګلستان نه د خپلی خپلواکی ورځی په نوم لمانځی.
جاپان هرکال د فبروری 11 ورځ لمانځی . پاته د نه وی چی جاپان د خپل تاریخ په اوږدو کی تر نن پوری مستقل پاته شویدی او د کوم بل هیواد مستعمره نه وه نو ځکه د آزادی ورځی په نوم کومه ورځ نه لری. د جاپان خلک عقیده لری چی 600 کاله له میلاد نه مخکی امپراطور جیمو پدی ورځ د خپل امپراتوری تاج په سر ایښی وو.
د امریکا متحده ایالات هرکال د جولای 4 له 1776 کال را پدی خوا له انګلستان نه د خپلی آزادی ورځی په نوم لمانځی.
فرانسه له 1790 کال را پدی خوا هرکال د جولای 14 د فدراسیون د ورځی په نوم لمانځی.
د روسی فدراسیون هم د جون 12 له 1990 کال را پدی خوا دملی ورځی په نوم لمانځی او تر هغه مخکی هرکال د اکتوبر 7 له 1917 راپدیخوا د اکتوبر د انقلاب د بریالی کیدو له امله تجلیلوله.
پاته دی نه وی چی په افغانستان کی زمونږ ملی ورځی دبیلا بیلو واکدارانو له خوا په مختلفو ورځو کی تجلیل شویدی. د غازی امان الله خان په وخت کی د زمری 28 ورځ هر کال تجلیل شویده .
د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کی د سنبلی 1 تر 3 پوری د افغانستان د استقلال د ورځی په مناسبت لمانځل کیدلی . د شهید سردارمحمد داود خان په وخت کی د سرطان 26 د جمهوریت د اعلان د ورځی په مناسبت تجلیل کیدله . د ثور انقلاب له بریالی کیدو سره د ثور اومه د انقلابیونو له خوا لمانځل کیدله . په کابل ښار باندی د احمدشاه مسعود او د مجاهدینو د تسلط له امله د ثور اتمه د خپلی بریا لپاره لمانځله . طالیبانو بیا د اسد 28 د افغانستان د آزادی او د میزان اوومه د « اسلامی امارت » د ورځی په نوم لمانځله .د طالبانو د اسلامی امارت له سقوط نه وروسته د اسد یا زمری د میاشیتی 28 تر نن پوری لمانځل کیږی.