د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا افغانستان او جاپان رښتا هم په يوه خت کي خپله حپلواکي ترلاسه کړيده

حضرت سهاک 03.09.2015 10:57

زمونږ ځینی هیوادوال فکر کوی چی افغانستان او جاپان دواړو په یو وخت کی آزادی ترلاسه کړیده. مګر حقیقت بل ډول دی. د افغانستان خپلواکی د 1919 کال د آګست په 18 نیټه د لویی بریتانیی له خوا په رسمیت وپیژندل شوه چی دادی سږکال مو 94 کالیزه ونمانځله.
اما د جاپان هیواد څه وخت او د چا له خوا مستعمره شو؟
دجاپان خلک هرکال د فبروری 11 ورځ د خپل هیواد د ملی ورځی په نوم لمانځی . جاپان د خپل تاریخ په اوږدو کی تر نن پوری مستقل پاته شویدی او د کوم بل هیواد مستعمره نه وه نو ځکه د آزادی ورځی په نوم کومه ورځ نه لری. د جاپان خلک عقیده لری چی 600 کاله له میلاد نه مخکی امپراطور جیمو پدی ورځ د خپل امپراتوری تاج په سر ایښی وو.
زمونږ ګران هیواد افغانستان د 1892 - 1919 کلونو ترمنځ د لویی د ډیورند موافقتنامی له امله د بریتانیی د امپراتوری نیمه مستعمره حیثیت درلود او خارجی سیاست یی د هغوی له خوا محدود شوی و مګر په کورنیوچارو کی مطلقه آزادی درلوده چی دا وخت د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان له واکمنی سره برابره ده .

اما جاپان له (۱۸۶۸ـ۱۹۱۲)پوری د خپل مقتدر امپراتور له خوا چی « میجی » نومیده په یوه مدرن او صنعتی هیواد بدل شو . جاپان پدی وخت کی د خپلی سیمی یوه لویه امپرتوری درلوده ، جاپانیانو په 1905 میلادی کال کی د روسی لویی امپراتورۍ ته په لری ختیز کی ماته ورکړه او د لومړی نړیوال جنګ له مهمو ګډون کوونکو نه شمیرل کیږی. جاپانیانو تقریبا ټول چین ، تایوان ، منګولیا او د جنوب ختیزی آسیا هیوادونه اشغال کړی وو . په لومړۍ نړیواله جګړه کی جاپان په آرام سمندر کی د آلمان مستعمری ونیولی او د آلمان پر ضد په جنګ کی داخل شو ، جاپان په 1931 کال کی منچوریا ، په 1939 کال کی هندوچین اشغال کړ. د جاپان نظامی حکومت د د دوهم نړیوال جنګ په جریان کی یعنی په 1941 کال کی د آلمان او ایتالیا سره متحد شو خو د جنګ په پای کی د امریکا له خوا د دو اتمی بمونو د استعمال او دوه میلیونو خلکو د تلفاتو په نتیجه کی ماته وخوړه او له 1945 تر 1952 پوری د جاپان حکومت پدی شرط متفقینو ته تسلیم شو چی امپراتور « هیرو هیتو » به په خپل ځای پاته وی .
پدی وخت کی د جاپان رژیم له نظامی حالت نه ملکی او سیاسی خواته توجه وکړه ، د جګړی پرځای یی تعلیم او زده کړی ته مخه کړه او اوس د نړۍ له پرمختللیوهیوادونو په قطار کی حسابیږی. په 1947 کال کی نوی اساسی قانون تصویب کړ . په 1956 کال کی یی د ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب لاس ته راوړ.
د جاپان د هیواد دولت په راس کی امپراتور دی او حکومت د لومړی وزیر له خوا د دموکراتیکو او آزادو انتخاباتو په نتیجه کی انتخاب او جوړیږی . د جاپان حکومت له 12 وزارتونو نه جوړ شوی دی چی عبارت دی له : د عدلیی وزارت، مالیی یا اقتصاد وزارت، روغتیا او رفاه وزارت ، صنعت او سوداګری وزارت ، پست - ارتباطاتو وزارت ، ساختمان وزارت ، د باندینیوچارووزارت ، ښوونی او روزنی وزارت - علومو او فرهنګ وزارت ، کرنی –ځنګلونو او ماهیګری وزارت ، حمل ونقل او کار وزارت او د کورنیو چارو وزارتو نو نه دی .
جاپانیان خپل هیواد ته « نیهون » وایی چی مساحت یی 377944 کیلومتره مربع دی او له 6800 لویو او کوچنیو جزیرو نه جوړ شوی دی. د مساحت په حساب د لویی بریتانیا له نیمایی سره برابر دی ، د امریکا یو په شلم او دهندوستان یو په نهم واری کوچنی دی. نفوس یی 127288000 یوسلو اوویست میلیونه ، دوه سوه اته اتیازره په 2015 کال کی تخمین شوی دی.
په 2015 کال کی د ټول هیواد ناخالص ملی عاد 5007 میلیارده دالر تخمین شوی چی د هر سړی عاید یی په کال کی 38216 دالره کیږی او د نړۍ څلورم اقتصادی ځواک شمیرل کیږی.
د جاپان اوسنی امپراتور اکیهیتو د 1989 کال د جنوری له 7 را پدیخوا د هیواد امپراتور او ولیعهد یی نوریهیتو نومیږی.
د جاپان پارلمان له 722 غړو تشکیل شوی دی چی 242 غړی یی د پورتنی مجلس یا د سناتورانو د شورا او 480 غړیی یی د ولسی جرګی یا د خلکو استازی دی. د جاپان د پارلمان غړی د دوموازی انتخاباتو له لاری ټاکل کیږی. هر اتلس کلن جاپانی حق لری چی یوه رایه انفرادی استازی ته او یوه رایه یوه ګوند ته ورکړی. چی پدی ترتیب له 480 غړو نه 300 غړی په انفرادی شکل سره او 180 نور د احزابو له خوا معرفی کیږی.