د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلوګر نوی والي او دخلکو غوښتني

حضرت سهاک 22.05.2015 11:08

د لوګر ولایت لپاره له شهید ارسلا جمال نه وروسته دا لومړی ځل دی چی د دولت له خوا یو پوه ، مدبر ، زړه سواندی او ملی شخصیت د لوګر د والی په توګه ټاکل کیږی. له دی امله د لوګر ولسونه او اوسیدونکی د ښاغلی حلیم فدایی ټاکل د خپل جګړه ځپلی او د دولت له پامه هیر شوی ولایت لپاره یو نیک اقدام بولی او له دوی سره د رښتینی همکاری او هر اړخیزی مرستی ژمنه کوی.
د لوګر اوسیدونکی له نوی والی نه د دوی د ستونزو د لری کولو لپاره نوی هیلی او امیدونه لری چی د ټولو نه مخکی هلته سوله او امنیت ټینګ او د کار زمینه ورته برابره شی.
د لوگر ولایت د کابل جنوب خواته په 65 کیلومتری کی واقع شوی دی چی د شمال له خوا د کابل ولایت ، په جنوب کی په پکتیا ، په ختیز کی په ننګر هار ، په لویدیز کی په میدان وردګ او په جنوب لویدیز کی د غزنی په ولایتونو پوری ګډه پوله لری. د دی ولایت اوسیدونکی پښتانه ، تاجیکان او هزاره قومونه دی چی تل یی په سوله او وروری کی ژوند کړی دی.
د لوګر ولایت مساحت 3880 کیلومتره مربع او نفوس یی 354900 ته رسیږی چی شاوخوا 60 سلنه یی په پښتو او 40 سلنه نوریی په دری ژبو خبری کوی.
د لوګر د ولایت مرکز د پل علم ښار دی او ولایت په لاندی ولسوالیو ویشل یوی دی: د محمد آغی ولسوالی
د برکی برک ولسوالی
د خوښی ولسوالی
د څرخ ولسوالی
د خروار ولسوالی
د ازری ولسوالی

د لوګر د والیانو لست له 2001 نه تر 2014 کال پوری:
اکتوبر 2002 دسمبر 2001 فضل الله مجددی 1
مارچ 2004 اکتوبر 2002 عبدالملک هموار 2
دسمبر 2005 10مارچ2004 محمد امان حمیمی 3
2007 دسمبر 2005 سید عبدالکریم هاشمی 4
13 سپتمبر 2008 2007 عبدالله وردګ 5
3 اپریل 2012 سپتمبر 2008 عتیق الله لودین 6
19 سپتمبر 2012 3 اپریل 2012 محمد طاهر صبری 7
16 اپریل 2013 20 سپتمبر 2012 محمد اقبال عزیزی 8
15 اپریل 2013 17 اپریل 2013 ارسلا جمال 9
20 می 2015 1 دسمبر 2013 الحاج نیاز محمد امیری 10
21 می 2015 محمد حلیم فدایی 11

د لوګر خلک دا ځل ښه بخت لری چی یو ځوان ، زړه سواندی او په کار پوه والی یی په نصیب شوی دی او د دی ولایت د خلکو په مرسته او مشوری سره به انشا الله د تیرو څوارلسو کلونو ناخوالی ، بی پروایی او هر هغه څه چی د خلکو د امنیت او سولی مانع ګرځیدل ، له منځه یوسی او د یو نوی اقتصادی پرمختګ دوره به پیل شی.