د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خلقت ښکلا

ډاکټر محمدآجان مرزئ 31.05.2015 00:51

د ذهن په چوپتيا کې ناست يم اورم سرودونه
فضا د تصور کې ګورم ګڼ شمېر تصويرونه
نقاش ته د هستۍ وينم حېران يم دې هنر ته
ښکلا د خلقت ګورم په هر لور ښکلي رنګونه
هر ګل په هره پاڼه په هر بوټي هر خڅوکي
نښان د هستۍ وينم د ژوندون لوړ تفسيرونه
ډېوې د فردوس ګورمه ويالې د کوثر پراخې
د مينې ولولې دي په هر زړه خواږه نظمونه
نفرت نشته خواره دي د هستۍ په ګلستان کې
ګلاب د خوږې مينې د مطرب ښکلي سازونه
نادان جاهل ظالم که هر څه وکړي پرې وارونه
فنا به د ازل د استاد نشي بېنظيره شاهکارونه
له قهره د غليم د تفکر او د عرفان کله وېرېږم
په زړه کې مې پراته دې ډېر د مينې لښکرونه