د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زړه کتاب

ډاکټر محمدآجان مرزئ 28.04.2015 12:00

زړه كتاب پکې پراته خواږه نظمونه
د خوږې مينې پر سوزه سرودونه
هره پاڼه ئې د ژوند تېره كيسه ده
تېر وختونه او شېبې هېر داستانونه
په هر ټكي هره كرښه كې پراته دي
د خوږې ځوانۍ خواږه ډېر ساعتونه
د تعبير او د معنى په سېلابو كې
ډير پیدا شي د هستیو تفسيرونه
د يادونو او خوبونو په هر كوټ كې
د مين زړه د ارمان خوندي رازونه
په هر باب كې پټ اسرار د محبت
د مجنون د غم د اوښكو سيلابونه
د ژوندون تودې سړې دي پکې واړه
هم خندا او هم د زړه سوي داغونه