د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۸

پوهندوی آصف بهاند 04.04.2015 01:17

له ۲۰۰۱ نه بیا تر نن پورې به د میدیا په بیلابیلو برخو کې د کوچنیانو ادبیاتو د څیړنې او تخلیق په برخه کې څومره د چا له خوا کار شوی وي، مالومول یې یو څه ګران کار دی، خو هغومره چې په ویبپاڼو کې، یا په چاپي او انځوریزو رسنیو کې کار شوی دی او زما له نظره تیر شوي دي، زه یې په لنډ ډول دلته یادونه کوم:
 
   په چاپي خپرونو کې د کوچنیانو له پاره ځانګړې پاڼې:

په هیواد کې دننه او له هیواد نه د باندې به په دې موده کې ډیرې داسې چاپي خپرونې وي چې د کوچنیانو د ادبیاتو په باب به یې څیړنزې مقالې چاپ کړې وي او یا به یې خپلې څو پاڼې کوچنیانو او د دوی ادب ته بیلې کړې وي، چې د ټولو لاس ته راوړل او بحث ورباندې کول ستونزمن کار دی. زه په دې بحث کې د نمونې په ډول هغه خپرونو باندې بحث کوم چې یا ماته په لاس راغلي او یامې د کوم بل آدرس یا مآخذ په وسیله پیژندلي وي.
کله چې زه له خپلې کورنۍ سره د وطن پریښودلو ته اړ شوم، په پردي وطن او پردي چاپیریال کې پر ما حالات داسې راغلل چې ما ډیره موده و نه شو کړای چې د وطن او وطنوالو دیدن وکړم. وروسته له اوه لس کلونو مې د ۲۰۰۷ م کال په اوړي کې وکړای شول چې وطن ته ولاړ شم. کیسه اوږده، خو دلته لنډه. ما ۲۴ ورځې کابل کې تیرې کړي له هغې خوا مې یو څه کتابونه او داسې مجلې د نمونې په ډول راوړې چې زما له پاره بیخي نوې وې. ما وکولای شول چې له کابل څخه دا مجلې راوړم:
پسرلی،درې میاشتنۍ،(بغلان)، ښکلا، (کندهار)، ګوربت، مینه، (ننګرهار)، ژوند (ننګرهار)، لونګ،(غزني دوه میاشتنۍ)، ګودر، (د پښتنو خویندو کولتوري ټولنې خپرونه)، ډانډس، (جلال آباد، طنزي خپرونه)، د میدان ځوانان، تور غر(ننګرهار)، پرخه (مزار شریف)، نړۍ(جلال کوټ)، وړانګه(میدان ښار)، آریوب(پکتیا)، ورښت(لغمان)، تلوسه(ننګرهار)
په ځینو دغو مجلو کې یا د کوچنیانو د ادب په نامه پاڼې جلا شوې دي، او یا د کوچنیانو د ادبیاتو په باب څیړنیز بحث شوی دی چې دلته به لنډې خبرې ورباندې وکړم.
د تحقیق د هغو اصولو له مخې چې زه څیړنه کوم او ورسره بلدتیا لرم، ټولې هغه مجلې او خپرونې چې د کوچنیانو د ادبیاتو څه په کې خوندی شوي دي او یا د کو چنیانو پاڼې یې پرانیستې دي، باید هغه لومړی معرفي شي، خو زه دلته دا کار د معلوماتو او موادو د نشتوالي په دلیل نه شم کولای. له یوې خوا اوس مهال په افغانستان کې دننه او له افغانستان نه د باندې د خپرونو شمیر بیخي ډیر شوی دی، آن تر دې چې د ډیری نومونه یې هم موږ ته مالوم نه دی، له بلې خوا هغه خپرونې چې موږ ته مالومې هم دي تر موږ پورې نه را رسیږي. یا یې د نورو خپرونو او بحثونو له لارې پیژنو او یا هسې په تصادفي ډول که لاس ته راشي او چیرې په کوم شخصي یا رسمي کتابتون کې ورباندې سړی پیښه ور وکړي. هغه خپرونې چې د اوس له پاره زه ورته لاس رسی لرم، په هغو باندې به د نمونې په ډول وغږیږم:

ــ ګوربت:

د قحت الکتاب په دې چاپیریال کې، د ګوربت کومه ګڼه چې تر ما پورې رارسیدلې ده (دویم کال، پنځمه ګڼه، ۲۰۰۱ م کال، جون ــ جولای، پرله پسې یولسمه ګڼه) په هغې کې ښایسته ډیرې پاڼې «د کو چنیانو ګوربت» برخې ته بیلې شوې دي. یعنې د کوچنیانو له پاره مطالب نه(۹) مخونه دي(له ۴۶ مخ نه تر ۵۴ مخ پوې.
په دې نهو مخونو کې د پام وړ مطالب راوړل شوي دي. ځینې یې لکه د ډیرو پخوانو زمانو په شان وچ نصیحتونه او دیني زدکړې دي. لکه: په ۴۷ مخ کې د سهوې سجده. او ځینې یې بیا داسې مطالب دي چې په رښتیا د ماشومانو له پاره په کار دي. لکه: ماشومان دې ته هڅول چې د دې پاڼې د مطالبو په لیکولو اوبرابرولو کې برخه واخلي . دا ماشوم د یو کار د کولو له پاره هڅول دي  چې له یوې خوا ماشوم د شخصیت احساس کوي او له بلې خوا د همدې کار د تر سره کولو په لړ کې ډیر څه زده کوي. د کمکیانو قاموس، دا بله برخه ده چې د کوچنیانو په ژبه دوی ته مالومات برابریږي.
 د دې پاڼو له موادو نه داسې ښکاري چې د ماشومانو له پاره د ګوربت کار په ماشوانو ښه اثر کړی دی چې مخامخ د دې پاڼو په لیکنو کې برخه اخلي. د ګوربت د کمکیانو د پاڼو په یوه مخ کې داسې راغلي دي:«
د کمکیانو له لیکنو څخه،
... زه او زما ملګري د ګربت له ادارې څخه غوښتنه کوو چې د کمکیانو له پاره یوه ځانګړې مجله چاپ کړي، زموږ په وطن کې د کمکیانو له پاره مجله نه شته، موږ تلویزیون نه لرو، چې کارتونونه په کې وګورو، د مطالعې له پاره کتابونه نه لرو، زموږ همزولي له ډیرو شیانو بې برخې دي؛ نو ځکه موږ کمکیانو ته د یوې بیلې او ځانګړې مجلې ضرورت دی. لیمه، ګلالۍ اولیلما، کابل، نوی ښار» (ګوربت، دویم کال، پنځمه ګڼه، ۲۰۰۱ م کال، جون ــ جولای، پرله پسې یولسمه ګڼه)    
که دا مطلب او غوښتنه په رښتیا کوچنیانو د لویانو په مرسته ورلیږلی وي، نودا د لويې خوشالۍ ځای دی چې زموږ د کوچنیانو د فکر دایره دومره ده چې ځانته د تلویزیون او مجلې غوښتنه کوي.
له نیکه مرغه د ګوربت په همدې ګڼې کې چې زما په واک کې ده، د ګوربت د کوچنیانو د پاڼې او د کوچنیانو د ادبیاتو په باب د ښاغلي عبدالنافع همت په قلم لیکلې مقاله(له سراج اطفاله د کمکیانو تر ګوربته) هم راغلې ده، چې د کوچنیانو د ادب په باب له معلوماتو نه علاوه، په  ګوربت کې د کوچنیانو د صفحې په باب یې هم ښه بحث کړی دی. د ښاغلي نافع په مقاله کې داسې راغلي دي:
«دویمه خپرونه د ګوربت دوه میاشتنی مجله ده چې له یوه کال راهیسې د کمکیانو ګوربت تر سر لیک لاندې د کوچنیانو صفحه خپروي ... دکمکیانو ګوربت په تیر کال کې افغاني ماشومانو ته ډیر ارزښتناک  او علمي مطالب وړاندې کړې دي. ګوربت هڅه کړې ده چې د کمکیانو په ګوربت کې د ملي اوعلمي ارزښتونو په پام کې نیولو سره مطالب خپاره کړي...» (تیر یاد ګوربت، ص ۶۵)
ښاغلی نافع ډیر په ځای د ګوربت د کمکیانو په پاڼه باندې نیوکې هم کړې دي. نافع په خپله مقاله کې اشاره کړې ده چې ماشومان لکچر او نصیحت نه خوښوي، باید لویان خپلې خبرې د تورو په داسې لفافه کې ورته ونغاړي چې د هغوی له پاره جالبې او د منلو وړ وي. په بل خای کې نافع وايي:
«د کمکیانو ګوربت اکثره مطالب اداره برابروي او کوچنیان خپله ډیره لږه ونډه په کې لري، له همدې امله د مطالبو ژبه د کوچنیانو ژبه نه، بلکې رسمي او ادبي ده ...» (تیر اثر، ص، ۶۵ مخ)    
که د ګوربت ټولې یا څه ډیرې ګڼې مې په واک کې وای، نو مابه د ګوربت د کوچنیانو د پاڼې په باب خپل بحث غځولای وای.

ــ ورښت:

ورښت له لغمان نه خپریدونکې مجله ده. د امتیاز خاوند یې د استاد ګل پاچا الفت تعلیمي او کولتوري ټولنه ده. کومه یوازینۍ ګڼه یې چې اوس زه په واک کې لرم د لومړي نشراتي کال دریمه ګڼه ده(۱۳۸۵، منی)
په دې مجله کې د ګڼو علمي، ادبي او ټولنیزو مضامینو تر څنګ د کوچنیانو له پاره هم څو مخونه ځانګړي شوي دي او نوم یې ورته ټاکلی دی:«د کوچنیانو برخه، د بڼ ګلونه په ورښت کې». ( ورښت، له لغمان نه د استاد الفت تعلیمي او کولتوري ټولنې خپرونه، لومړی کال، دریمه ګڼه، ۱۳۸۵ کال منی، ۵۰ مخ)
دوی په خپله دې ګڼه کې د هغو قلموالو مضامین را اخیستي دي چې پخوا د کوچنیانو له پاره لیکل شوي او خپاره شوي دي. لکه د حبیب الله زړه سواند شینواري «زه چې ماشوم وم ...» ور پسې عمومي معلومات راوړل شوي دي، بیا له یو تنکي ځوان سره د ورښت مرکه چاپ شوې ده، ټوکې ټکالې، د کوچنیانو شعرونه، ذهني پوښتنې او ځینې نور مضامین چاپ شوي دي.
د کوچنیانو له پاره په «ورښت» کې راغلي مواد چې په دقت سره ولوستل شي، لیدل کیږي چې په دودیز ډول د پخوانیو نشراتو پیروي ده او کوم نوښت نه شته په کې. د چلوونکو او مسولینودې کور ودان وي چې کوچنیان خو یې نه دي هیر کړي.

ــ نړۍ:

نړۍ د ننګرهار له جلا کوټ نه خپریدونکې مجله ده چې څو ځایه د مجلې تر نامه لاندې داسې لیکلي دي:«نړۍ، جلال کوټ، خپلواکه، نا پیلې،هر اړخیزه مهالنۍ خپرونه». پر کومې ګڼې یې چې زه بحث کوم د دویم نشراتي کال، لومړۍ او دویمه ګڼه ده (غبرګولی،۱۳۸۶). نړۍ، جلال کوټ، خپلواکه، نا پیلې،هر اړخیزه مهالنۍ خپرونه دویم نشراتي کال، لومړۍ او دویمه ګڼه ده (غبرګولی،۱۳۸۶)، ۸۴ مخ
«نړۍ» هم په دودیز ډول د نورو موضوعاتو تر څنک څو پاڼې د کوچنیانو له پاره بیلې کړې دي او نوم یې ورکړی دی: «د کوچنیانو نړۍ» کټ مټ لکه د نورو خپرونو په څیر یوه کیسه، د کوچنیانو عکسونه، عمومي معلومات، کیسۍ او په وروستۍ برخه کې د «انځوریزې پوښتنې» تر سر لیک لاندې د ذهني آزموینې په ډول څو انځورونه ایښودل شوي دي او له ماشومانو نه غوښتنه شوې ده چې ځوابونه ورولیږي او جایزه تر لاسه کړي.
په ټول کې که د کوچنیانو له پاره د «نړۍ» مطالب وارزول شي، د کوچنیانو د ذهني روزنې او په دوی کې د ادبي ذوق د روزلو یوه هڅه لیدل کیږي. که یې مسولین لږ ځان وښوروي او د خپلو مطالبو علمي تله درنه کړي، دا به د کوچنیانو له پاره ډیره ښه وي.

ــ پرخه:

پرخه دوه میاشتنۍ ټولنیزه ــ ادبي خپرونه ده چې له مزار شریف نه خپریږي او د امتیاز خاوند یې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه ده. دا ګڼه یې چې زه په واک لرم د دویمې دورې، پنځمه او شپږمه ګڼه ده (غویی ــ زمری، ۱۳۸۵ لمریز، پرله پسې اولسمه او اتلسمه ګڼه.  
په دې مجله کې هم د نورو ګڼو مضامینو په څنګ کې د کو چنیانو برخې ته ځای ورکړل شوی دی. دوی د کوچنینو برخې ته داسې سر لیک ټاکلی دی:«پریږده موسکي دا ماشومان ګلونه»( پرخه(مجله)، دویمه دوره، پنځمه او شپږمه ګڼه (غویی ــ زمری، ۱۳۸۵ لمریز، پرله پسې اولسمه او اتلسمه ګڼه)، ۲۳ مخ.)
یوه سر مقاله ډوله یادونه، د کوچنیانو له پاره کیسه، د کوچنیانو انځورونه او دمور تر سر لیک لاندې یو مطلب، د کوچنیانو له پاره د پرخې د دې ګڼې شتمني ده چې ورته ډالۍ کړې یې ده.  
د دغې ګڼې د کوچنیانو د پاڼې په پیل کې کوچنیانو ته داسې لیکل شوي دي:
«خوږو کمکیانو!
د پرخې دا پاڼې ستاسو له پاره دي، وې لولئ او په پاملرنه یې عمل وکړئ. ګرانو ماشومانو! که غواړئ چې ستاسو پاڼې نورې هم ښکلې شي، نو له موږ سره ملګرتیا وکړئ. د پرخې راتلونکې ګڼې ته له خپل یو تصویر سره، په خپلو ګوتو یو لیکل شوی لنډ مطلب او یا یو داسې انځور چې تاسو خپله جوړ کړی وي، له خپلې پیژندنې او تصویر سره یو ځای راولیږئ. د هر چا لیکل چې ښکلي و او یا یې ښایسته انځور جوړ کړی و، ژمنه ورسره کوو چې هغه به یې له پیژندنې او تصویر سره یو ځای په همدې پاڼو کې چاپوو او هو! په سوغات کې به درته یوه ګڼه پرخه سره د یو ښکلي کتاب چې له لوستلو یې خوند واخلئ، در لیږو.»( پرخه(مجله)، دویمه دوره، پنځمه او شپږمه ګڼه (غویی ــ زمری، ۱۳۸۵ لمریز، پرله پسې اولسمه او اتلسمه ګڼه پرخه(مجله)، دویمه دوره، پنځمه او شپږمه ګڼه (غویی ــ زمری، ۱۳۸۵ لمریز، پرله پسې اولسمه او اتلسمه ګڼه، ۲۳ مخ)
دلته لیدل کیږي چې دوی د کوچنیانو په ژبه په ډیر ساده او پوهیدونکې ژبه کوچنیانو سره خبرې کوې او د کوچنیانو له پاره یې ژباړلې کیسه هم  د وړوو له پاره ډیره په زړه پورې ده. نسبت نورو مجلو ته دا د دوی د مطالبو ښیګڼه ښیي. که پرخه اوس هم خپریږي، له مسولینو نه یې هیله کوم چې همدې پالیسۍ ته دوام ورکړي او خپلې خپریدونکې ګڼې تر ما شومانو پورې ورسوي.

ــ پسرلی:

پسرلی له بغلان څخه خپریدونکې درې میاښتنۍ مجله ده. د مجلې د نامه په شا او خوا کې لیکلي دي: « پسرلی، بغلان، نا پیلې، ټولنیزه، او ادبي خپرونه.»
د ګڼو ټولنیزو ادبی مطالبو په څنګ کې یې ماشومان هم نه دي هیر کړي، پاڼه یې ورته ټاکلې او نوم یې ورکړی دی:«د  ماشومانو پسرلی»
په پیل کې یې د کوچنیانو انځورونه ایښي دي او له دوی نه یې، د دوی په ژبه داسې هیله کړې ده:
«خوږو کمکیانو!
دا ستاسو پاڼې دي، یو څه ترې زده کړئ، خوند ترې واخلئ او په لا ښکلیتوب کې یې له موږ سره ملګرتیا وکړئ.
تاسو یو څه ولیکئ او موږ ته یې راولیږئ چې درته خپاره یې کړو.
که مو ټوکې زده وي، نو را وې لیږئ چې ستاسو پاڼې پرې ښکلې کړو.
موږ ستاسو وړاندیزونو ته اړ یو چې ستاسو پاڼې، ستاسو په خوښه خپرې کړو.(پسرلی(مجله)، بغلان، نا پیلې، ټولنیزه، او ادبي خپرونه، لومړی کال، پنځمه ګڼه، ۱۳۸۵ لمریز، ۳۵ مخ)
د دې مجلې(پسرلی) نوښت او ښیګڼه په دې کې ده چې د کوچنیانو برخه ډیره سلنه په خپله د کوچنیانو په قلم لیکل شوې ده. د کوچنیانو له خوا ورلیږل شوي مطالب ډیر په زړه پورې دي. یوه یولس کلن کوچني له کابل نه ورته لیکلي دي:
«زما نوم عبدالمعز دی، د استاد مزمل اسلامي زوی یم. زه یولس کلن یم او مصباح ښوونځي کې د پنځم ټولګي زده کوونکی یم. موږ د لغمان یو، خو اوس په کابل کې اوسیږو.
د پسرلي چلونکوو ته سلامونه وایم. زما په ټولو مجلو کې هغه خوښې دي چې په کې د ماشومانو له پاره لارښوونې، په بیلابیلو بڼو لکه: ټوکې ټکالې، خونده ورې کیسې، پوښتنې ځوابونه او په داسې نورو بڼو خپرې شوي.
د پسرلي مجله مې ډیره خوښه ده، ځکه چې په زړه پورې مطالب او خوږې کیسې لري. هیله لرم چې په راتلونکو ګڼو کې د ماشومانو له پاره لا په زړه پورې لیکنې خپرې کړئ. د الله په امان»(تیر اثر، پنځه دیرشم مخ)
بیا د ماشومانو له پاره د دوی په ژبه ټوکې او بیا د آزموینې په برخه کې پوښتنې ځوابونه.
د کوچنیانو له پاره د پسرلي مجلې ځانګړې پاڼه که اوس هم روانه وي او په همدې پالیسۍ خپرونې ولري، په رښتیا ورته د کوچنیانو پاڼه او د کوچنیانو ادب ویلای شو.
په افغانستان کې دننه او له هیواد نه دباندې به د کوچنیانو له پاره نورې خپرونې هم وي چې له بده مرغه د اوس له پاره زما لاس رسی نه شته ورته، که په راتلونکو کې زما له نظره تیرې شوې او په لاس راغلې، نو خامخا به یې لوستونکو ته ور وپیژنم او په چاپ موادو باندې به یې تبصره او خبرې وکړم.   
د میډیا په هره برخه کې چې د کوچنیانو له پاره خپرونې او پروګرامونه وي، ډیره ښه ده. د کوچنیانو ادبیات چې د میډیا په هره برخه یا هره پاڼه کې را ښکاره شي ښه به وي، خو اصلي خبره دا ده چې دغو خبرو ته څنګه عملي جامه ور اغوستی شو. موږ څنګه کولای شو چې د همدې خبرو د تطبیق له پاره عملي زمینه برابره کړو. که ښه غور وکړو دا په هغه صورت کې کیدای شي چې، د ماشوم او کوچني په ژوند کې، د هغه د کورنۍ په ژوند کې او په پای کې د هغه د ټولنې په ژوند کې ژور بدلون راوستل شي، څو د دغو خیالي خبرو د عملي کیدو له پاره عملي زمینه برابره شي.

د خپرونو د معرفي په پای کې د دې خبرې یادول اړین ګڼم چې د دغو خپرونو او مجلو د کوچنیانو له پاره بیلې کړای شوې برخې که ښې وارزول شي او یا یې نیګړتیاوې وګڼو ، دا د خبرو یو اړخ دی. اصلي خبره دا ده چې د کوچنیانو له پاره دغه نشرات د افغانستان تر ټولو کوچنیانو پورې رسول کیږي که هسې مشران یې په خپرولو سره خپل شهرت ډیروي او خپل خیال پلو ونه تر سره کوي. آیا د نشراتو د امتیاز خاوندانو، مسولو مدیرانو او په ځانګړي ډول د کوچنیانو له پاره مسولو قلموالو دا فکر کړی چې د دوی لیکنې او نشر شوې یا نشر کیدونکي موادو د لو ستلو له پاره، څو سلنه کوچنیان سواد لري؟ او د دوی په نشر کیدونکو موادو او خبرو کې څومره سلنه عملي بڼه لري او څومره یې هسې د کاغذ تورول دي؟
دا هغه پوښتنې دي، چې دې ته په پام سره باید د کوچنیانو په باب فکر وشي، کیسې او شعرونه ورته تخلیق شي، رسمونه او ځانګړي کتابونه ورته په نظر کې ونیول شي.

د اتمې برخې پای