د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

«د الفت سل خبرې» او یوه خاطره

پوهندوی آصف بهاند 18.08.2015 12:18

«کوچنیان باید په علم پسې ولاړ شي او د علم رڼا له ځان سره راوړي»
(ګل پاچا الفت)
کله چې پر وطن باندې د تیارې د لښکرو خونړۍ او مرګونې څپې په وحشانه ډول را برابرې کړای شوې، نو د ټوپک شپیلۍ داسې سُر او په غږیدو شوه چې په میلیونونه غوږونه یې کاڼه کړل. دا شپیلۍ څه ساده شپیلۍ نه وه، له وحشتناک غږ سره یې اورونه هم بادول. له همدې غږ او اور نه ګڼ شمیر خلک په تیښته شول. هر لوري ته یې چې مخه شوه، ولاړل. نه یې اوبه لیدې نه وچه، نه غر نه ځنګل، نه آشنا وطن او نه هم نا آشنا دیار؛ یوازې په دې نیامت چې له وحشتناکې شپیلۍ او د هغې له اور نه ځان او کورنۍ خلاصه کړي.
په دې قیامتي شیبو کې د نورو وطنوالو په ډله کې، ګڼ شمیر فرهنګیان هم د مجبوریت له مخې ماسکو ته ورسیدل. اکثره هیوادوال تش لاس و، د ځان او کورنیو د سبا بیګاه له پاره یې فزیکي کارونه پیل کړل. زما لاس هم تش و، د تش لاس کار پنډي ګري وه. زما سرمایه، زما مټې او اوږې وې، ځکه مې بار چلول پیل کړل او د یو تجار ډوله افغان په ګدام کې مې د بوټو کارتونونه چلول.
د دې فزیکي کارونو په څنګ کې کله کله فرهنګیانو د وطن د یاد او خپل مسلک د ور یادیدو په وخت کې د فرهنګي کارونو هوس هم کاوه او په دې ډول ورو، ورو فرهنګي کارونه هم پیل شول. کله یوه نیمه شخصي مشاعره، کله د نوي کال په پلمه، کله د اختر او استقلال ورځې په یاد او کله هم د وطن یاد تر سر لیک لاندې کومه فرهنګي ناسته، چې وروسته یې خبره د فرهنګي ټولنو جوړولو او منظمو خپرونو ته هم ورسیده.
ډیری هیواد وال د ورځې په ورستیو کې د افغانانو د ټولیدو ځای (سیواستوپول) ته د تجارتي مالونو د تر لاسه کولو په نامه ورتلل او هلته به له کوم شاعر، لیکوال، ژورنالست او یار دوست سره لیده کاته کیدل.
یوه ورځ فاروق فردا په مخه راغی او را ته وې ویل:
« استاد ګله! د الفت صاحب یو څو خبرې مې را ټولې کړي دي، دا به درکړم چې یوه مقدمه پرې ولیکې چې چاپ ته یې لیږم، دومره اوږده نه ده، سل خبرې مې یې را اخیستي دي او نوم مې ور ته ایښی دی:«د الفت سل خبرې»
ما نه چې بې سر نوشتۍ، بې اسنادۍ او فزیکي کارونو لاره ورکه کړې وه او سم ګنګس الله یې را نه جوړ کړی و، ورته ومې ویل: فردا ګله ! زه به یې څه وخت وګورم، په کوم فکر به ور ته مقدمه ولیکم او ...
ده مې خبرې را غوڅې کړې، څو پاڼې یې را کړې او را ته وې ویل:
«چې ډیر وي لس پنځه لس مخه به وي، لنډ شی دی یوه لنډه سریزه به ور ته ولیکې، بل چا ته مې مخ نا وړي او ...»
پاڼې مې ور نه واخیستې د کرتۍ په بغلي جیب کې مې کیښودې. کور ته د تګ پر مهال په مترو کې نورو خلکو مطالعه کوله ما ته هم فردا راکړې پاڼې را په زړه شوې. په رښتیا لنډې وې یو وار نه دوه ځلې مې ولوستلې، په کور کې مې بیا ولوستلې داسې خوږې خبرې وې چې الفت صاحب یې بې پاسپورته او بې ویزې را ته مخامخ په کور کې کیناوه. ما چې د الفت له سلو خبرو هره یوه لوستله، فکر مې کاوه چې ګل پاچا مې لکه لویه هستي په څنګ کې ناست دی او خپله را سره غږیږي. بیا مې دغه څو ډیرې لنډې کرښې ور ته ولیکلې:«
یو الفت یوه مینه
موږ که په الفت باندې خبرې کوو، نو په حقیقت کې د اوسنیو پښتو ادبیاتو په نوي باب او توومنې باندې خبرې کوو.
که موږ د الفت آثارو ته معجزه و وایو، په ځای به وي. که د ځینو له نظره د الفت آثار ساده خبرې او سره پييلي کلمات و ګڼو، هم په ځای به وي؛ خو حقیقت دا دی چې په دغو سره پييل شوو کلماتو کې یو په نیغه یا په ځنډ احساسیدونکی خوځنده احساس داسې په استادانه ډول سره نغښتل شوی دی چې هر لوستونکی ځانته را کاږي.
ما څو ځایه ویلي او لیکلي دي چې الفت خو هسې هم الفت دی، مینه ده، احساس دی، عاطفه ده؛ خو د الفت آثار او خبرې دا دی زموږ په نسل او را وروسته نسلونو کې په یو خوځیدونکي حرکت باندې بدلیږي.
الفت خو هسې هم شعر او نثر دی، خو دی ساده شعر او نثر نه دی.
دی «غوره اشعار» دي،
دی «غوره نثرونه» دي،
دی هر کله «د زړه وینا» کوي.
او دا دی ګران فاروق فردا د خپلو دایمي نوښتونو په لړ کې د استاد الفت د ښکلي زړه یو څو ویناوې د درنو لوستونکو له پاره برابرې کړې دي چې هم غوره کار دی او هم د ادب او پوهې مینه والو له پاره یوه ښه ډالۍ.
د الفت ډیوه دې بله وي،
د فردا نوښتونه دې تاند وي،
د الفت یو زده کونکی، د الفت یو لاروی
آصف بهاند
فردا د الفت سل خبرې او دا لنډکۍ مقدمه په ډیر وړوکي جیبي سایز چاپ او خپره کړه. ما ته یې هم یوه نسخه را ډالۍ کړې وه.
د مهاجرت بادونو پسې واخستو، څوک چیرې او څوک چیرې لکه وچې پاڼې ولویدل، خو د نوې تکنالوژۍ له برکته هغه د چا دُعا خدای قبوله کړه:
«خدایه ته لنډ کړې دا د مځکې تناونه»
او پاک خدای هم د مځکې تناونه دومره را لنډ کړل چې اوس هر څوک هره شیبه د هر چا خبر اخیستلای شي. د همدغو لنډو تناونو د نعمت په دایره کې مې کومه ورځ له فردا سره د تیلیفون پر مټ خبرې کولې چې را ته وې ویل:
«یاره داسې مې هوډ کړی چې د الفت په یاد یوه غونډه جوړه کړم، څه را ته کولای شې؟»  
ما ور ته و ویل چې زه خو په ډیره بیړه څه نه شم کولای، پخوا مې په ماسکو کې د الفت صاحب د سیمینار له پاره «دالفت نثر عاطفه ده» تر سر لیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په «لیمه» مجله کې خپره شوې وه او یو مې ستا له خوا «د الفت سل خبرې» له پاره هغه لنډکۍ مقدمه لیکلې وه، د اوس له پاره که هغه در سره لرې کولای شې له هغو نه زما وار در واخلې او ...
له ده نه نوره مقاله هیره شوه را ته کړل یې چې «د الفت سل خبرې» رساله هم ما سره نه شته که یې را ته را ولیږې. ما ورته و ویل چې زه به یې و ګورم ، که مې پیدا کړه سکن به یې کړم او در وبه یې لیږم. هغه مهال چې ما هر څومره ولټوله پیدا مې نه شوه کړای ، دا دی اوس مې د خپلو یاد داشتونو د یوې برخې د تصفیې په لړ کې پیدا کړه، سکن مې کړه او ور ومې لیږله.
زما وړاندیز فردا ته پخوا هم دا و او اوس هم داسې دی چې د الفت له دې سلو خبرو سره د الفت سل نورې خبرې یو ځای کړه او بیا ځلي یې چاپ او خپرې کړه چې د نوي نسل د ذهن په کرونده کې د کرکې زړي او د جګړې لوګي پاک کړي او ور سره د بې باورۍ پر ځای، د کار، مینې، انساني احساس، عاطفې غوټۍ و غوړیږي او په راتلونکې او نوي نسل باندې د باور زړی وکرل شي.
دا هم د الفت له سلو خبرو نه څو خبرې:
ــ لوږه او تنده په توقف او سکون کې ده، په حرکت کې نه شته،
ــ زه د فکر آزادي له هر څه پورته ګڼم، هر څوک له ځانه خوا بدی کوم، خو خپل وجدان خوشاله ساتم،
ــ قصابي پریږدئ، له میږو او پسونو نه بل شان ګټه واخلئ،
ــ ښه کار او ښه عمل د خدای په در بار کې ډیر قدر لري او په مثقالونو خرڅیږي،
ــ تر څو چې یو ځای ډیر ژور نه شي، د چا برجونه نه جګیږي،
ــ سیند د هر چا کار ته ګوري او هغسې ور سره کوي. یعنې خام بندونه ورانوي او پاخه بند ته ځان  تسلیموي،
ــ ما اوښان نه دي بار کړي، زما قافله د مچیو ده،
ــ څوک چې په ثواب پسې ګرځیدل، ټولو د زیارت ډیوې ولګولې، خوارانو او غریبانو له حاله نا خبره وو،
ــ هغه کسان چې د نورو په تیارو درمندونو داړې غورځوي او د ګټې له پاره یې لنډه لار غوره کړې ده، لاسونه او پښې یې د تړلو دي،
ــ کوچنیان باید په علم پسې ولاړ شي او د علم رڼا له ځان سره راوړي.
پای