د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهندوی آصف بهاند

13.09.2015 10:57    |   پوهندوی آصف بهاند د ایلۍ بد رنګه چورګوړی

اوړی و، په کلي کې هر څه ډیر ښکلي وو. غنمو رنګ اړولی و، وربشئ شنې وې، په چمنونو کې واښه له خیال نه دانګې وانګې پراته وو، ډینګان(لک لک) په خپلو اوږدو سرو لینګیو ولاړ او په مصري ژبه یې خبرې کولې، هغه ژبه چې له مور نه یې زده کړې وه. د چمنونو او شنو جلګو شاوخوا کې لوی ځنګلونه ولاړ وو او د ځنګلونو په منځ کې ژور سیندونه وو. هوکې، په کلي کې هر څه ښکلي وو! د لمر تر وړانګو لاندې دیوه شتمن(ارباب) کور و چې چار چاپیره یو ژور خندک ور نه را تاو و. د کور له دیوالونو نه د اوبو تر څنډې پورې د بابا آدم د بوټي(ډنمارکي کلمه) پاڼې شنې شوې وې او دومره جګې شوې وې چې واړه ماشومان یې تر پاڼو لاندې دریدلای شول. دا ځای داسې ګڼ و لکه وحشي ځنګل. هلته یوه بتکه په خپله ځاله کې ناسته وه او له هګۍ نه د خپل بچي را وتلو ته سترګې په لاره وه. ډیر انتظار ستړې کړې وه، خو د بچي د را وتلو پته نه لګیده. نورې بتکې د دې په غم کې نه وې چې راشې دې سترګې په لارې ایلۍ ته د بوټو تر پاڼو لاندې سندرې وبولي، هغوی کرار د اوبو پر سر روانې وې.

19.08.2015 11:28    |   پوهندوی آصف بهاند آزادي

څو ورځې کیږي چې د آزادۍ د ورځې په نامه هر څه یوې خوا ته ایښودل شوي او د ډیری هیواد والو خولې د آزادۍ په ویلو ستړې شوې. زموږ دا ډول هیواد وال د هغه څه په باب چغې وهي چې هیڅ نه شته. ښايي دا به زموږ د ځینو خلکو او یا ټولنې په یوه عادت بدله شوې وي چې د هغه څه په باب غږیږي او نارې سورې وهي چې هیڅ شتون نه لري. پرته له شکه چې د اسد اته ویشتمه له انګریزانو څخه د استقلال د بیرته تر لاسه کولو ورځ ده، باید یادونه یې وشي، لمانځنه یې وشي، د هغو فدا کاریو یاد بیا تازه کړای شي چې زموږ پلرونو د آزادۍ د تر لاسه کولو له پاره کړي دي، دا کار دې په هسکه غړه وشي، خو همدا اوس عملاً موږ له هیڅ پلوه آزاد نه یو.

18.08.2015 11:18    |   پوهندوی آصف بهاند «د الفت سل خبرې» او یوه خاطره

کله چې پر وطن باندې د تیارې د لښکرو خونړۍ او مرګونې څپې په وحشانه ډول را برابرې کړای شوې، نو د ټوپک شپیلۍ داسې سُر او په غږیدو شوه چې په میلیونونه غوږونه یې کاڼه کړل. دا شپیلۍ څه ساده شپیلۍ نه وه، له وحشتناک غږ سره یې اورونه هم بادول. له همدې غږ او اور نه ګڼ شمیر خلک په تیښته شول. هر لوري ته یې چې مخه شوه، ولاړل. نه یې اوبه لیدې نه وچه، نه غر نه ځنګل، نه آشنا وطن او نه هم نا آشنا دیار؛ یوازې په دې نیامت چې له وحشتناکې شپیلۍ او د هغې له اور نه ځان او کورنۍ خلاصه کړي.

15.08.2015 12:06    |   پوهندوی آصف بهاند د امپراتور نوې جامې

کلونه پخوا یو امپراتور ژوند کاوه چې نوې او ښکلې جامې یې ډیرې خوښیدې او خپلې ټولې پیسې به یې د ځان په سمبالولو او جوړولو لګولې. هغه خپلو سرتیرو ته هم پام نه کاوه، کومې نندارې ته نه ته، د آس په سورلۍ د ځنګله په سیل هم نه ووت؛ خو د خپلو نویو جامو د ښودلو له پاره یې ښه ډیر وخت او ښې ډیرې جامې درلودې، داسې چې د ورځې د هر ساعت له پاره یې یو جوړه کالي درلودل او پر له پسې به یې بدلول. دی دومره مصروفه و چې فکر کیده چې«امپراتور د مشاورې یا مصلحتونو په کوټه کې دی»، خو په اصل کې داسې و چې:«امپراتور د کالیو په المارۍ کې لګیا و»

07.08.2015 10:37    |   پوهندوی آصف بهاند د چا؟ کړې ګناه پیټی

د فیسبوک په ښیرازه بڼ کې، یوه نه ډیرو یارانو لافه کړې وه چې: دا دی زما د ملګرو شمیر له شلو زرو واوښت، دوستانو زما د ملګرو شمیر له پنځوسو زرو واوښت، او واوښت پسې واوښوت. ما ته به خندا راغله چې: «ته دا کسه!» ځا ن ته غم جوړوي. داسې وخت هم راغی چې د شل زرو او پنځوس زرو یارانو خاوندانو حکایتونه او شکایتونه پیل کړل چې نن مې دومره وتوږل او ځان مې ترې خلاص کړ او نن مې دومره خلک رخصت کړل او ...

26.07.2015 12:42    |   پوهندوی آصف بهاند هانس کریستیان اندرسن څوک و؟

مشهور ډنمارکی لیکوال هانس کریستین اندرسن د ۱۸۰۵ د اپریل په دویمه د ډنمارک د اودنسې(Odense) په ښار کې زیږیدلی دی او وروسته له اویاوو کلونو ژوند نه، د ۱۸۷۵ کال د اګست په څلورمه د ډنمارک په کوپنهاګن(københaven) کې مړ شوی دی.

21.07.2015 10:20    |   پوهندوی آصف بهاند مرهون او د کوچنیانو ادب

محمود مرهون په دې کم عمر کې د پاملرنې وړ فرهنګي کارونه تر سره کړي دي. له هغې ډلې نه یې څه چې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کړي دي، د ځانګړې پاملرنې وړ دي. د همدې له پاره ما د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په سلسله کې دا مقاله(شپاړسمه برخه) یوازې دې ته ځانګړې کړې ده چې د کوچنیانو د ادب په برخه کې د مرهون کړو کارونو ته یو ځغلند نظر وکړم.

17.07.2015 10:15    |   پوهندوی آصف بهاند اختر مبارکي

دا آزاد شعر مې له نن څخه څه د پاسه دیرش کاله مخکې لیکلی دی، خو له هغې نیټې او له هغه وخت نه اوسنیو حالاتو سره ښه اړخ لګوي. هماغه اختر ته چې ما دا شعر لیکلی بیا او بیا او بیا راغلی دی. ما بیا له ځان سره و ویل: دا هم اختر، بیا هم اختر، ته به غواړې که به یې نه غواړې، دی به را روان وي، ستا له زړه نه او ستا له ټپونو نه به وینې څاڅي، خو دی به ور در ته را وهي چې دغه یم راغلم. د یو یار دا خبره مې څو ځلې ورته په ټیټ آواز هم ویلې او په لوړ آواز هم:

14.07.2015 10:37    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۵

د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په ځینو برخو کې مې پر دې بحث کړی و چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره، د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه را ټول شوي، تخلیق شوي، چاپ او خپاره شوي مواد چیرې، څه ډول چاپ او خپاره شوي دي او په کومو آدرسونو آنلاین شوي دي. په دې باب څومره مواد چې ما ته په لاس راغلي یا مې له نظره تیر شوي دي، ما یو په یو د همدې سلسلې(د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت)

26.06.2015 11:26    |   پوهندوی آصف بهاند د اجمل تورمان لیک او د کوچنیانو ادبیات

د ۲۰۱۵ کال د جون په ۲۵ نیټه مې د ډاکتر بهیج عثماني له برکته د مخکتاب پر پاڼه دا جمله تر سترګو شوه: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ته سر خلاصی لیک:»

23.06.2015 10:37    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت۱۳

یو ځل بیا په فولکلور کې د کوچنیانو ادبیات او په دې باب د آرش ننګیال نوې خبرې: په فولکلور کې د کوچنیانو د ادبیاتو موضوع یو ځل بیا ما ځکه را تازه کړه چې د ښاغلي آرش ننګیال په یوه نوې خپره شوې مقاله کې دې موضوع ته ډیره نوې، ښه او جدي پاملرنه شوې ده.

19.06.2015 11:01    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۲

په کتابتون ټکی کام ویبپاڼه کې د پښتو ژبې ګڼ شمیر کتابونه پر لیکه شوي دي، خو د نورو کتابونو په پرتله د کوچنیانو برخه ډیره خواره ده. په دې ویبپاڼه کې سره له دې چې د کوچنیانو له پاره «د ماشومانو کتابونه» په نامه څانګه پرانستل شوې ده، خو تر اوسه پورې ظاهراً پنځه کتابونه پر لیکه شوي دي چې نومونه یې په دې ډول دي:

10.06.2015 09:58    |   پوهندوی آصف بهاند د پژواک شلم تلین او یوه تعزیتي غونډه

دا دی د پژواک ویر شل کلن شو. د «کلمه داره روپۍ» خاوند شاعر، نامتو دیپلومات، زړور ژورنالست او متعهد لیکوال استاد عبدالرحمن پژواک د ۱۹۹۵ کال د جون په اتمه د ۸۶ کلونو په عمر په پیښور کې وفات شو. ماته د ماسکو د سختو ورځو هغه ورځ ښه په یاد ده چې یوځل لطیف لالا(ډوکتور لطیف بهاند) او بیا ګران دوست زرین انځور احوال راکړ:

06.06.2015 12:57    |   پوهندوی آصف بهاند پنځه ډالۍ

په دې وروستیو کې د ښاغلي نوزادي د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په پایله کې د ده پنځه عنوانه کتابونه له چاپه را ووتل. که له یوې خوا یې په ناروغه وجود په لیکلو، ژباړلو او تخلیق باندې ډیرې ستړیاوې ګاللې دي، نو له بله پلوه یې په چاپ، خپرولو او د سپانسورانو په لټون پسې هم ښه پوره ځان ستړی کړی دی. دا پنځه عنوانه کتابونه دا دي: ۱ـ انسانان ولي یو بل مچوي؟

31.05.2015 21:39    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۱

د کوچنیانو له پاره دا ګټور کتاب د ښاغلي محب زغم په قلم لیکل شوی دی. ښاغلی ډاکتر زغم پرته له طبي مطالبو، د ښه هنري ذوق او عالي استعداد له مخې په هنري ادبیاتو کې هم تخلیقات کړي دي. د شعر او ادب په باب نظریات، شعر، ناول، لنډې کیسې او ... یې لیکلي دي. ډاکتر زغم هم په خپل مسلک(طب) کې او هم د ادبیاتو په ډګر کې د ماشوم او کوچني ژوند او روزلو ته په بنیادي ډول پاملرنه کړې ده، چې دا د نوې ټولنې د نوي نسل درکول، ورباندې پوهیدل او دهغوپیژندل دي. د هغوی د ستونزو پیژندل او ورته د حل لارې لټول دي، ډاکتر زغم دا کار کړی او د حل د لارې په توګه یې عملي کار ورته کړی، کیسې یې ورته لیکلي دي او د راتلونکو زیږیدونکو ماشومانو اروايي ستنونزو د مخنیوي له پاره یې ډیرې ګټورې ژباړې کړي چې ښه بیلګه یې همدا کتاب(یوه لمن کیسې) دی چې له اردو ژبې نه یې پښتو ته اړولی دی. د دې کتاب لوستل مشرانو او کورنیو ته لکه ډیوه لار ښود په لاس ور کوي چې د ماشوم د رواني سلامتیا له پاره له هغه سره باید څه ډول چلن وشي.

28.05.2015 13:22    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۰

دویم هغه کتابونه چې په ویبپاڼو کې ایښودل شوي دي: الف: کتابتون ټولنه(kitabtoon.com): د نورو ویبپاڼو تر څنګه، کتابتون ټولنه نومې ویبپاڼې هم په بیلابیلو برخو کې ګڼ شمیر کتابونه لوستونو ته پر لیکه کړي دي چې په هره برخه باندې یې کیدای شي جلا مقالې او کتابونه ولیکل شي، خو دلته یوازې د کوچنیانو له پاره جلا برخې او کتابونو باندې یو څه رڼا اچول کیږي.

24.05.2015 13:27    |   پوهندوی آصف بهاند د بهرنیو چارو له وزارت نه تر کر کیلې پورې

د خپل ورځني پروګرام له مخې مې د ۲۰۱۵ کال د می میاشتې په اتلسمه نیټه، د ډنمارکي ورځپاڼو د لیدو پر مهال د «ekstrabladet» ورځپاڼه تر سترګو شوه. د دې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د ډنمارک د پخوانۍ کابینې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وِلي سووندال(villy søvndal) عکس چاپ شوی و:

17.04.2015 11:58    |   پوهندوی آصف بهاند بیا هم د ښاغلي موسی زي د پام وړ

زه نه غواړم په یوه ساده موضوع خپل، ستا او د درنو لوستونکو قیمتي وخت وړیا ضایع کړم. خو څو خبرې د بیا یادولو وړ دي: یو دا چې تاسو تیروتي یاستئ، زما ځواب مو زما د درانه استاد، لارښود او ورور ډوکتور لطیف بهاند په آدرس لیکلی دی، نه زما په آدرس.

07.04.2015 21:17    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۹

په هیواد کې د ننه او د باندې له هیواده، په میډیا کې د کو چنیانو پر ادبیاتو او پروګرامونو باندې د خبرو کولو په دې برخه کې اړینه ګڼم ووایم چې په تلویزوني خپرونو کې د کو چنیانو له پار جلا کړای شوې برخې د ځانګړې پاملرنې وړ دی. یو خو دا برخې ډیرې له پامه لویدلې او سطحي ګڼل شوي دي او مسولین یا نه پوهیږي او یا ځانونونه تیر باسي چې همدا کوچنیان د سبا لویان دي، که سم وروزل شي، خو ښه، که په همدې ډول ناسم وي، نو راتلونکی نسل او د هغوی حالت به یا همداسې وي او یا به له دې هم بد تر وي.

03.04.2015 23:17    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۸

له ۲۰۰۱ نه بیا تر نن پورې به د میدیا په بیلابیلو برخو کې د کوچنیانو ادبیاتو د څیړنې او تخلیق په برخه کې څومره د چا له خوا کار شوی وي، مالومول یې یو څه ګران کار دی، خو هغومره چې په ویبپاڼو کې، یا په چاپي او انځوریزو رسنیو کې کار شوی دی او زما له نظره تیر شوي دي، زه یې په لنډ ډول دلته یادونه کوم:

26.03.2015 20:17    |   پوهندوی آصف بهاند د فرخندې د وینو سره خالونه د انسانیت پر لمن تور داغونه

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

20.03.2015 19:30    |   پوهندوی آصف بهاند هغه اور، هغه شمال آ وژل او دا هم کال

سبا د ۱۳۹۴ کال د حمل لومړۍ نیټه ده او د افغان ژورنالست سردار احمد او د هغه د کورنۍ د وژلو لومړی تلین دی. دا دی د دې ګلانو په رژولو او سو ځولو باندې یو کال واوښت. تیر کال مې د دوی د وژل کیدو د ویر په خاطر د اوښکو په څپو کې له یوه یاد داشت سره د ګران دوست او زما د خوښې وړ شاعر ښاغلي لطف الرحمن خاموش یو شعر«اور او شمال» خپور کړی و.

19.03.2015 11:25    |   پوهندوی آصف بهاند مآخذ، بیبلیوګرافي، ریفرینس

زموږ د اوسنیو قلموالو او څیړونکو د کارونو او څیړنو په ترڅ کې د نورو ستونزو او تیروتنو تر څنګ په څیړنه کې له منابعو، سرچینو،مآخذونو، ریفرنس یا بیبلیوګرافي څخه د استفادې او نه استفادې ستونزه ډیره عامه شوې ده. زما له ډیر پخوا نه دې ستونزې ته پام و او په میډیا کې مې چې کله د مآخذ د نه ښوولو او یا په نا سم ډول د یوه کتاب او مآخذ ښوول په مخه راتلل، نو به مې د کمپیوتر د مآخذونو په ځانګړې پاڼه کې دا تیر وتنې له آدرس سره په نښه کولې. پلان مې دا و چې په راتلونکې کې دا ستونزې او تیر وتنې په میډیا کې له نورو قلموالو سره مطرح کړم او د اصلاح له پاره یې په ګډه لار پیدا کړو. په دې موضوع څو پر له پسې کلونه واوښتل او د تیر وتنو لیست ما سره دومره اوږد شو چې خپله ور ته حیران شوم چې اوس یې چا ته په څه ډول ژر ور یادوي.

13.03.2015 23:19    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۷

دا و په تیرو وختونو کې( پخوا له ټوپکي حاکمیت نه) د کوچنیانو د ادبیاتو او د هغو د ژوند ته د پام کولو لنډ جاج. رابه شو اوسني وخت ته، هغه وخت ته چې رژیم په رښتینې بڼه واوښت، رښتیانی بدلون راغی، د خلکو او ټولنې د ژوند په ټولو برخو کې ژور بدلون رامنځ ته شو او له دې سره سم د افغانستان په ټوله خاوره باندې ټوپکي انارشي حاکمه شوه. کله چې د قلم په ځای د ټوپک شپیلۍ سُر شي، هلته به بیا نو د ژوند څه حال وي، د فرهنګ به څه حال وي، د ادبیاتو او بیا د کوچنیانو او د هغوی په باب فکر کول او د هغوی روزنه او ادبیات به څه حال ولري؟

07.03.2015 19:53    |   پوهندوی آصف بهاند چیغې وهو د مارچ اتمه ده نن څوک به یې واوري؟

بیا د مارچ اتمه ده، د ښځو تړیواله ورځ. قلموالو او فرهنګیانو به چا قلمونه تیره کړي وي او چا به ګوتې تکړه کړې وي، ، سپین کاغذونه به یې کوټه کړي وي، یا به یې په خپلو کمپیوترونو کې یوه ځانګړې صفحه پرانیستې وي چې د ښځو له پاره، د مارچ د اتمې له پاره یو څه ولیکي او په لوړه غاړه ځانته قناعت ورکړي چې دا دی ما خو د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ یو څه ولیکل ، خپل حق مې ادا کړ، نور نو دنیا ګل ګلزار ده، هر څه سم دي، ښځې هم په همدې مقالو له غم او رنځ نه خلاصې او آزادې شوې او ...