د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختر مبارکي

پوهندوی آصف بهاند 17.07.2015 12:15

دا آزاد شعر مې له نن څخه څه د پاسه دیرش کاله مخکې لیکلی دی، خو له هغې نیټې او له هغه وخت نه اوسنیو حالاتو سره  ښه اړخ لګوي. هماغه اختر ته چې ما دا شعر لیکلی بیا او بیا او بیا راغلی دی. ما بیا له ځان سره و ویل:
دا هم اختر، بیا هم اختر، ته به غواړې که به یې نه غواړې، دی به را روان وي، ستا له زړه نه او ستا له ټپونو نه به وینې څاڅي، خو دی به ور در ته را وهي چې دغه یم راغلم. د یو یار دا خبره مې څو ځلې ورته په ټیټ آواز هم  ویلې او په لوړ آواز هم:  
«زه کور کې نه یمه،
ور مه راوهئ!»
خو دی بیا هم را روان وي.
ته او اولاد به دې،
ته او کلیوال به دې،
ته او وطنوال به دې،
په نس وږي په تن لوڅ په زړه غمجن، د ټوپک د شپیلۍ د ماتیدو په هیله شیبې په ګوتو شمیرې، خو دی دا پنځه دیرش کاله کیږي چې په وینو لړلی را روان وي او وايي:
دا یمه،
راغلمه،
اختر یمه،
که مې څوک غواړئ،
 که نه غواړئ،
زه راغلی یمه!!!
څو دیرش کاله مخکې هم زما ځواب ورته همدا و او اوس هم همدا دی:

اختر مبارکي

چې ته نه ېې
خوښي نه شته
خلک وږي رنځوران دي
او د جنګ لمبو کې سوځي
زه به څنګه
او په کوم مخ
څه له پاره
په کوم ویاړ به
چا ته ورشم
ور ته وایم چې:
اختر دې مبارک شه!؟

د ۱۳۶۳ کال د د سنبلې پنځه لسمه
کابــــل، افغانستان
(مروره مځکه،۵۵ مخ)