د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه اور، هغه شمال آ وژل او دا هم کال

پوهندوی آصف بهاند 20.03.2015 19:30

(د افغان ژورنالست سردار احمد او د هغه د کورنۍ ویر یو کلن شو)

سبا د ۱۳۹۴ کال د حمل لومړۍ نیټه ده او د افغان ژورنالست سردار احمد او د هغه د کورنۍ د وژلو لومړی تلین دی. دا دی د دې ګلانو په رژولو او سو ځولو باندې یو کال واوښت. تیر کال مې د دوی د وژل کیدو د ویر په خاطر د اوښکو په څپو کې له یوه یاد داشت سره د ګران دوست او زما د خوښې وړ شاعر ښاغلي لطف الرحمن خاموش یو شعر«اور او شمال» خپور کړی و.
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_dasi_zuknashta_chy_da_our_melka.pdf  
په هماغه اور کې چې دا ګلان او د افغان بڼ په زرګونو او لکونو نور ګلان وسوځول شول، اوس هم بل دی او اور یې لا نوې مرګونې څپې پیدا کړې دی. تیر کال په همدې وخت دسردار احمد او دهغه د وړې کورنۍ په وینو د سرینا هوټل غولی او دهلیزونه رنګ شول او دا دی یو کال وروسته زموږ خپلو هیوادوالو د هغو تويې شوو وینو د کال لمانځلو په درشل کې د کابل واټونه او دکابل سیند د فرخندې په وینو رنګین کړل او د کباب شوي بدن بویونه یې پاس آسمان ته ولاړل.
د سر دار احمد او د هغه د کورنۍ وژل هم په دې نامه شوي و چې د قاتل له نظره هغه کفر او مباح الدم و، او د فرخندې د قاتلینو له نظره، فرخنده  هم کافره او مباح الدم وګڼل شوه، و وژل شوه او بیا کباب کړای شوه. زما په وطن کې هر وژل شوی یا شهید دی یا مردار کافر. نو ښه به نه وي چې دې وطن ته افغانستان نه، شهیدستانِ کافرستان و ویل شي؟
اوس یا همداسې شوې ده او یا مو په خپله کړي دي چې هیڅ ورځ مو بې ژړا او بې ویره نه وي.
په اخترکې مو ویر دی،
په جشنونو کې مو ویر دی،
په واده او جنازو کې مو چادونې، بمبارۍ  او ویر دي،
په کور غم،
په سارا غم،
په ... غم،
او په پای کې په نوي کال کې هم غم او د ویر ورا.
او له بده مرغه دا اور تر اوسه هم بل دی و بلیږي بسې، او «داسې څوک نه شته چې دا اور مړ کا؟». تیر کال په همدې ورځ زموږ له انساني بڼ نه یو څو تنکي ګلان وریبل شول او د ټولو هیواد والو او ټولو دنیا والو تر سترګو وړاندې په سره  ناروا اور کې وسوځول شول. د نازکو بدنونو د اور لوګي یې د هوا پر څپو پاس روان شول چې د خدای په دربار کې د دوي په حق کې د شوي ظلم عرضونه وکړي، خو تر نن پورې یې د عریضې ځواب او درک نه دی مالوم شوی او او دا دی د فرخندې د کباب شوي بدن لوګي او بویونه هم ور پسې ورغلل.
د مځکې پر مخ د عادلو؟ او نا عادلو حاکمانو حالت هم هره ورځ په بدلیدو دی چې د دوی د وژلو، رژولو او زرګونو نورو هیواد والو د وژل کیدو او د هیوادنيو ستونزو پر مسآله باندې یې خاور ې ور اچولې دي.
هغه اور چې هر چا بل کړی، تر اوسه هم بل دی او د دې اور د سوخت مواد او خوراک د افغانانو غوښې، هډوکي، وینې او د فرخندې نازک بدن دی. دلته په دې پردي هیواد او پردي قانون کې زموږ له لاسه څه راځي؟ هیڅ.
زه د ښاغلي خاموش هماغه شعر«اور او شمال» له دغې یادونې سره د افغان ژورنالست سردار احمد او د هغه د کورنۍ د ویر په یو کلنۍ کې، د فرخندې د نازک بدن د غوښو د الیل کیدو د اورپه ګرما ګرم کې او دزر ګونو نورو بیګناه هیواد والو په حق کې د شوو ظلمونو په خاطر یو ځل بیا خپروم:

اور او شمال
اورونه بل دي، کـورونه سیځي
سـکروټـې دل، دودونه خــیژي
داسې څوک نه شته چې دا اورمړکا؟
ککرۍ وسوې، سـرونـه وسول
د بریتـورو، بــریتــونه وسـول
د ښکلوپیغلومـینې پرې وسوې
د ږیرورو ږیرې پرې وسـوې
داسې څوک نه شته چې دا اور مړ کا؟
مماڼې وسـوې،کـرکڼې وسـوې
د ونو څانــګې، اوڅڼې وسوې
کوترې وسوې،چـڼ چڼې وسـوې
توتکۍ وسوې، اوغڼې وسوې
داسې څوک نه شته چې دا اور مړ کا؟
تیږې پخې شوې،ګټې پخې شوې
د خــامــومینو،خټې پــخـې شوې
دا مـټې خاورې، مټې پخې شوې
اورونه بل دي،کورونــه سیــځي
سکروټې دل ډي،دودونه خـیژي
داسې څوک نه شته چې دا اورمړکا؟
دا خو شمال و،چـې اوریې راوړ
آرام یې یــووړ، اوشوریـې راوړ
څوچې دا اور وې،داسې شمـال وي
کوربه موخور وي،دا به موحال وې
خــدایه تبــاه کــړې دشمال مینــه
چې پرې سړه شــي زمـوږه یینـه
پای