د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لمر نيونه يا کسوف

حضرت سهاک 19.03.2015 12:22

لمرنیونه یا کسوف
کله چی سپوږمۍ د لمر او مځکی ترمنځ په یوه مستقیم خط کی واقع شی ، د لمرد رڼا مخه سپوږمۍ نیسی اود سپومۍ سیوری په مځکه لویږی، دی حالت ته لمر نیول وایی، خو که مځکه د لمر مخه ونیسی او سپوږمۍ باندی د مځکی سیوری راشی ، دی حالت ته سپوږمۍ نیونه یا خسوف وایی.
ساینس پوهانو وړاندوینه کړی ده چی د روان میلادی کال د مارچ په 20 د جمعی په ورځ به سپوږمۍ د یو څو ساعتو لپاره د مځکی او لمر په منځ کی واقع شی. د مځکی په ډیرو برخو کی به تقریبا بشپړ کسوف یا لمرنیول ولیدل شی. د خدای تعالی د قدرت داسی یوه نادره حادثه به بل ځل 24 کاله وروسته یعنی 2039 کی ولیدل شی.
تیرځل د 1378 هجری لمریز کال د اسد په20 چی د 1999 کال د آګست له 11 سره برابره وه بشپړ کسوف واقع شوی وو. البته جزیی کسوف او خسوف په هرکال کی دوه دری ځله واقع کیدای شی.
کوم شی چی ډیر ضرور دی په دی حالت کی بی له مخصوصو عینکو باید لمر ته ونه کتل شی ، ځکه کیدای شی چی ستاسو په سترګو بد تاثیر وکړی او د سترګولیدل مو کمزوری او یا د سترګو دید مو له لاسه ورکړی. توری او رنګه عادی عینکی پداسی حالت کی هیڅه ګټه نه لری.


د 1999 کال بشپړ لمرنیونه
په پخوا وختونو کی انسانان له لمرنیولو نه ډیر بیریدل ، دوی فکرکاوو چی لمر د تل لپاره زمونږ له نړۍ نه لاړ نه شی. اما اوس ساینس پوهان او ستورپیژندونکی له دی موقع نه ډیره ګټه اخلی . دوی د لمر او نورو ستورو په باب تحقیقات کوی .