د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غني غریبه کابینه

ډاکتر ځلاند 20.01.2015 18:28

د حکومتونو جوړښت د کابینې د نه شتون له امله نیمګړی بلل کیږي. حکومت چې د دولت اجراییويي څانګه دی، ټولې چارې په کې د ټولیزعمل (Collective Action)، ځانګړو مشورو(Counseling)، د ولس په مشارکت (Participation) او خوښه (Consensus National) ترسره کیږي. ولسمشر چې د حکومت مشري کوي، کابینه د وړتیا، مسلکیتوب, سیاسي ارادې او تعهد له مخې رامنځته کوي. دې اصل ته په کتو، د حکومت مشر کوښښ کوي چې داسې کسان د کابینې په میز را ټول کړي چې د حکومت چارې په اغیزمنه او ګټوره توګه ترسره کړي.
وزیران دوه ډیرې مهمې دندې ترسره کوي: اول دا چې وزیر د حکومت د ځانګړي اداري- بودیجوي واحد ( وزارت) مدیرت پر مخ بیایې او دویم دا چې وزیران ولسمشر ته په مهمو ملي مسایلو کې د مشورې ورکوي، تر څو حکومت پر ځای پریکړې وکړي. له دې امله په ګڼو هیوادونو کې د کابینې د پاره د سیاسي تعهد یا ګوندي سیاست تر څنګ مسلک، علم، تجربه او ځانګړي تعلیمې سویه د وزیر د ګمارنې میعار منل کیږي.
نو د افغان وزیرانو ګمارنه د کوم میعار له مخې؟
کیدی شي د پردې تر شا په دې برخه کې ډاکتر صیب غني له ډاکتر صیب عبدالله سره ګڼې چنې وهلي وي، تر څو دواړه مشران مسلکي او کار پوهه وړ کسان د وزیرانو په توګه ولسي جرګي ته معرفي کړي. عبدالله د همدې فشارونو له مخې کورنیو چارو وزارت ته پخوانی جنرال نور الحق علومي معرفي کړ، صلاح الدین رباني يې د بهرنیو چارو وزارت ته ور وپیژاند. عبدالله د استاذ سیاف او تورن اسماعیل خان غوښتنو ته غوږ کینښود، محقق او محمد خان يې هم مجبوره کړل چې نوې څېرې او مسلکي کسان ور معرفي کړي. پدې برخه کې ټولو نمیګړی عمل وکړ، هیچا د کړو ژمنو او ټاکلو میعارونو پر بنسټ وړ کسان ندې معرفي کړي.
خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د اشرف غني لخوا کابینې ته معرفي شوي کسان د شیرمحمد کریمي او دواد صبا پرته نور داسې ښکاري لکه په کابینه چې پسخند وهل کیږي. د نوي حکومت کابینه تر ډیره د نړیوالتوب ( ګلوبلایزیشن ) تر اغیز لاندې راغلي ده، د افغانستان نه زیاته د نړیوالو غوښتنو او استازو ته په کې پام شوی، داسې ښکاري لکه د ایساف د قواو استازي چې په کابینه کې معرفي شوي وي: درې له برتیانیا، دوه له امریکا، یو له کاناډا، یو له استرلیا، یو له فرانسي، یو له هالنډ، بل له ایران، یوه له ترکې او بیا بل له المان څخه را غوښتل شوي دي. زه غواړم د ډاکتر صیب اشرف غني د کابینې په ګمارنه کې حکمت او د بصیرت یو مثال وړاندې کړم. د لوړو زده کړو په سکتور کې موږ شا وخوا اته زره کدر لرونکي استاذان لرو، چې څه دپاسه زر تنه یې پوهاندان دي، خو نه پوهیږم په ډاکتر صیب غني ولي سترګې تورې شوي چې یوه کشره خورکې ( ۳۳ کلنه چې د وزیر قانوني عمر ۳۵ میعار هم نه پوره کوي) څوک چې د مدیریت، هیواد پیژندني او کاري تجربې یې هیڅ څرک نه ښکاري، د امریکا تابیعت هم لري،  د لوړو زده کړو وزارت ته معرفي کړي؟
د کرني سکتور چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو کنجې ( کلید) بلل کیږي، دې وزارت ته یې یو کس ( یعقوب حیدري) یې معرفي کړی و چې د ایسټونیا هیواد ته مقروض او مجرم پیژندل شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت ته یې صلاح الدین رباني سره هوکړه وکړه، حال دا چې هغه د انګلستان تابیعت لري، د علومي سره یې موافقه وکړه هغه د هالنډ تابیعت لري؟ په سیاسي پوسټونو کې کیدی شي مسلکي زده کړې له نظره وغورځي، خو سیاسي تعهد او اراده په کې شرط ده، کله چې یو تن  دوګونی تابیعیت ولري، هغه به د کوم هیواد ملي ګټو ته ژمن پاتې کیږي؟ یو ډیره د تامل او سوچ خبره ده.
خدای دې وکړې چې دا اندیښنه پر ځای نه وي، هغه دا چې د معرفي شوي کابینې موخه داسې ښکارئ چې حکومت په لوی لاس غواړي کابینه او حکومتي جوړښت د بحران سره مخ کړي، ولس او پارلمان د کابینې په سر په لانجو کې بوخت وساتي او روان سیاسي او امنیتې کړکیچ وغځوي. که داسې فکر په ارګ کې نه وي، نو شاه زمان میوندي ( المان تابیعت لرونکی ۳۶کلن) چې په حکومت کې کومه کاري تجربه نلري، د ایسټینا د ګروپ ( چې ډاکتر صیب اشرف غني ته یې په ټاکنیزو مبارزو کې چاپي او تصویر مبارزه کوله، انځورونه، ویډیوګانې، بیل بورډونه او اعلانات یې ورته وړیا چاپول او ډیزاینول) ولي د ښار جوړوني وزیر په توګه معرفي شوی؟
ډاکتر صیب اشرف غني چې په علم او پوهه کې غني ښکاري، دداسې یوې غریبې ( کمزوري) کابینې د جوړښت تمه ترې نه کیده، دا لکه چې ریښتیا دي:
اسمان چې څومره غوریږي، هومره وریږي نه.
یا ربه توفیق