د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په (افغان هویت) سیاست کوونکو ته!

ډاکتر ځلاند 24.02.2015 12:01

یویشتمه پیړۍ د جګړې پیړۍ نه ده، په دې پیړه کې د یرغلونو، جګړې او زور له لارې د هیوادونو د اشغال او ایل کولو وړاندوینه د تاًمل وړ ده. د استعمار ګرو هیوادونو دپاره په یویشتمه پیړۍ کې د استعمار یواځینې لار هغه د دیپلماسۍ، اقتصادې برلاسۍ، رسنیزو هلو ځلو، معلوماتې تکنالوجۍ او د عامه افکارو د اغیز له لارې ممکن ده. په دې پیړۍ کې د هیوادونو د جوړښت کلاسیک تعریفونه نور بدلیدونکي دي. په دې پیړۍ کې د هیوادونو تر منځ د سرحدونو د لمنځه تګ له لارې د سیمیزو جوړښتونو د رامنځته کیدا دپاره له هر بل وخته ډیره خوشبینې موجوده ده. المان، فرانسې او ایټالیا وار دمخه خپلې تربګنې شاته پریښي او دیو لوی سیمیز جوړښت ( اروپايې اتحادیې) د رامنځته کیدا دپاره لاس په کار شوي دي، تر څو وکولی شي د چین، هندوستان، روسیې، برازیل او ختیځې اسیا د چټک پرمختګ په وړاندې خپل اقتصادې توازون ځواکمن او پیاوړی کړي. خو د پورته ذکر شویو ټولو پرمختګونو سره، سره دا پرمختللي هیوادونه ویره لري چې دوی د ټولنیز هویت یا ملي هویت له بحران سره مخامخ کیدونکي دي، ځکه یو المانی په هیڅ صورت دیته نه دی تیار چې دی دې د اروپايې په توګه خپل هویت په نړۍ کې تثبیت کړي، او نه هم یو فرانسوي دیته زړه ښه کوي چې د اروپا د اوسیدونکي په توګه دې پیژند پاڼه ولري او د فرانسوي هویت څخه دې تیر شي.
 اخر دا ملي هویت ولي دومره مهم دی؟
 په حقیقت کې، ملي هویت د انسانانو د ګډو تاریخې، کلتورې، ټولنیزو، مذهبې او سیاسي لوړو ژورو پيژندګلو ده چې په یوه پیژندل شوي، ځانګړي جغرافیه کې د کلونو دپاره په ګډه اوسیدلي دي، د ژوند ترخې او خوږې شپې ورځې یې په ګډه تیرې کړي، ځانته یې دولت او نظام رامنځته کړی او بلاخره له نړۍ سره یې د یو ملت ( د یو ستر ګډ کور) په توګه معامله کړي ده. کله چې ملت هویت له لاسه ورکوي، هغه په اصل کې خپل تاریخې ویاړونه، کلتورې او فرهنګې ارزښتونه، مذهبې محدودیتونه او بلاخره سیاسي میعارونه له لاسه ورکوي. د نړۍ د هرې کچې هیواد ( پرمختللي هیوادونه، مخ پر وده هیوادونه او وروسته پاتې هیوادونه ) ټول د ملي هویت لرونکي دي. ددې هویت د ښکاره کولو دپاره پیژند پاڼې ( تذکرې) لري، چې د هر ملت د پیژندپاڼې لرونکی کس په حقوقي لحاظ د خپل ملي جوړښت، نظام، دولت له امتیازاتو( زده کړي، په حکومت کې دندې، ټاکنو کې ګډون، رایه اچول، پاسپورت لرل، ملکیت او داسې نورو) څخه په مساوي توګه ګټه پورته کوي.
 کله چې په کوم ملت کې د هویت بحران رامنځته شي، نو پوه شه چې د ملت د ویش او دنړیوالو استعمار ګرو جالونو تر اغیز لاندې راغلی دی.
د هویت بحران د هیوادونو د جغرافیو د بدلون سبب ګرخي.  په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دیش هیواد د جلا کیدو تر ټولو ستر لامل هغه د بنګالي هویت د بحران مسله وه. د بلوچ سرمچارو د خپلواکۍ د جګړې تر شا چې شاوخوا شپیته کاله ددې جګړې سترې قربانې ته یې ملا تړلي ده، د خپل ملي هویت د تر لاسه کولو دپاره جګړه ده. د پخوانې شوروي اتحاد له ماتیدا سره د پنځلسو هیوادونو رامنځته کیدا د ملي هویت د ویش پر بنسټ و -  ازبکستان د ازبکو، تاجکستان د تاجکو، ترکمنستان د ترکمنو او دارنګه دا پاتې نورو دولسو هیوادونو د خپلو ملي هویتونو له مخې خپلواکې تر لاسه کړه.
د ملي هویت د ښکاره کولو یا پیژندلو دپاره نړیوال منل شوی میعار هغه پيژند پاڼه ده. د نړۍ هیڅ داسي پیژندپاڼه نشته چې د ګڼو ملتونو سره دې شریکه وي، بلکې ټول ځانګړي ملتونه چې په ځانګړې جغرافیه کې، د خپلواک نظام تر چتر لاندې ژوند کوي نر خپل هویت محدوده ( منحصره) پيژندپاڼه لري. د پيژندپاڼې دپاره میعارې جوړښت هغه د ملي هویت څرګندول یا ذکر دی. په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد نشته چې د خپل ملي هویت پر ځای دې د کوم بل ملت هویت لیکلي وي د مثال په توګه تاجکستان د ملي هویت د څرګندولو دپاره (تاجک) کلمه استعمالوي، هغوی کله هم (افغان) نه لیکي، دارنګه ازبک، بنګله دیشی یا پاکستانی.
هو، د ځینو ملکونو ملي هویت د هغه هیواد د نوم سره یو شی وي لکه د پاکستان تابیعت لرونکی پاکستانی بلل کیږي خو د قزاقستان یا ترکمنستان تابیعت لرونکی ترکمنستانی یا قزاقستانی نه دی، هغه ترکمن او قزاق دی. نو په پیژندپاڼو کې بیا د ملي هویت ذکر په ورته توګه ذکر کیږي، امریکایان پخپل ملي هویت امریکن او د انګلستان تابیعت لرونکي د بریتش هویت په لرلو ویاړي. له بده مرغه، په افغانستان کې په دا وروستیو کې په پيژندپاڼو کې د ملي هویت ( افغان) په ذکر لويې ناندرې را پورته شوي، چې په هیڅ صورت، د نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو د استخباراتې او استعمارګرو ادارو له اغیزو څخه بې برخې نه دي. د افغانستان د ماتیدا، ایلولو او مستعمره کولو تر ټولو اسانه لاره هغه د افغانانو ویشل دي په ځانګړي توګه په ملیتونو یا قومونو. ځکه تاجک افغان له تاجکستان، ازبک افغان له ازبکستان، ترکمن افغان له ترکمنستان سره په پوله پراته دي چې په اسانه کیدای شي د سیمیزو استخباراتو د اغیز پر بنسټ د افغانستان د کمزوري کولو او ددې هیواد دویشلو سبب کیدلای شي.
 د افغانستان اساسي قانون په څلورمه ماده کې په ښکاره د ملي هویت ستونزه حل کړي ـ ” د افغانستان ملت (افغان) له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یې، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي، او نورو قومونو څخه جوړ دی. د افغان کلمه د افغانستان په هر فرد اطلاق کېږي، د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومیږي، په تابعیت او پنا ورکولو پورې مربوطي چارې د قانون له لارې تنظمیږي. “
په تیره څه دپاسه یوه لسیزه کې د افغانانو ترمنځ د قومې، مذهبې او کلتورې تعصباتو دپاره د سیمې او نړۍ د استخباراتې ادارو لخوا ډير ژور کار ترسره شوی، چې افغان روڼ اندې، مدنې ټولنې، رسنې او بلاخره دولت باید ورته جدې پام وکړي. د افغانستان په تاریخ کې په لومړې ځل د ملي ترمینالوژۍ د بدلون هلې ځلي پیل شوي، د افغانستان د فدرالې کیدو شومه مبارزه پیل شوه او بلاخره د افغان ملي هویت د محوې په وړاندې په قانونې اسنادو( د تابیعت پاڼو ) په جوړښت کې یوه لویه ظالمانه پریکړه ترسره شوه، که افغانان دا هر څه په پټو سترګو او ټیټو سرونو په ځان مني، نو دا په لوی لاس د افغانستان د ماتیدا، کمزوري کیدا او بلاخره ویش ته لاره هوارول دي چې دا به د افغانانو ټول تاریخې ویاړونه او د افغانستان د روښانه راتلونکې خوبونه له خاورو سره خاورې کړي.
په ملي هویت سیاست کوونکي په هیڅ رنګ د افغانستان ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن نه دي. دا هغه کسان دي چې د واک د ساتلو، د شخصي مزو، چړچو د تر لاسه کولو او د پردیو استخباراتي لوبو په لومه کې غواړي د افغان ملت په ارزښتونو او ګټو معامله وکړي. افغان ملتپال به دداسې کسانو په وړاندې خپله روانه مبارزه لا توده کړي او ددوی مخه به په هر ډګر او لار کې ونیسي.
یا ربه توفیق