د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوي حکومت سل شپې

ډاکتر ځلاند 03.01.2015 13:27

د فرانکلین روزویلت ( د امریکا ۳۲ ولسمشر ) له وخته د ولسواکو حکومتونو د پاره لومړې سل ورځې د کار او تعهد له مخې ډیرې مهمې ګڼل کیږي. ولسواک حکومتونه د ټاکنیزو مبارزو په اوږدو کې د کړو ژمنو په عملي کولو کې لومړنۍ سل کاري ورځې د د ژمنتوب د ښندلو او د باور د راټوکولو په توګه ملت ته وړاندې کوي؛ پدې توګه د ولسواکۍ بنسټونه غښتلي کوي او د خلکو باور پر ځان زیاتوي.
کله چې ملتونه بیداره وي او چارواکې د ملت له منځه را ټوکیدلي ژمن کسان وي، هلته دقیقه، ساعت، ورځ او اونۍ د کار، زیار او تعهد له مخې ډیرې ارزښتناکه ګڼل کیږي. خو برعکس کله چې ملت په حکومت د څار، نظارت او پوښتنې توان ونلري، چارواکې په غلا، درغلي او د پردیو کړیو په ملاتړ څوکیو ته رسیدلي وي، هلته نو بیا کلونه او لسیزه بې ارزښته ګڼل کیږي. په افغانستان کې له بده مرغه، همدا دود روان دی، وخت ته په کمه سترګه کتلی کیږي، ملت ته شا کیږي او چور ته کار ویل کیږي.
کله چې ډاکتر صیب اشرف غني او ډاکتر صیب عبدالله لوړې ترسره کولي، نو د سلو ورځو ذکر یې په خوله راغی، له مظلوم ولس سره یې ژمنې وکړي چې د ټاکنیزو مبارزو په اوږدو کې کړي ژمنې به یو په بل پسې عملي کړي. تر ټولو ارزښتناک کار سوله او ثبات ته به لاره هواروي، په ۴۵ ورځو کې به کابینه ( مسلکي او د وړتیا له مخې) رامنځته کوي، په ۶۰ ورځو کې به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو د پاره یوه ټولیزه تګلاره یا پالیسي رامنځته کوي. د فساد د لمنځه وړلو د پاره به عملي میکانیزمونه جوړوي، د زور واکو او چور واکو ملا به ور ماتوي، د قانون حاکمیت به لازمي کوي او بلاخره د ملت غوښتنو ته به احترام کیږي. له بده مرغه، اکثره وخت د خوبونو تعبیر سرچپه  را وځي، د افغان ملت د لسیزو خوبونه  دا ځل بیا غلت وختل. د  نوی حکومت په دوهمه ورځ، د ګران افغانستان سوله او ثبات د امریکا سره په لاسلیک شوي امنیتې تړون خرڅه شوه، د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت تر سوال لاندې راغی. په  اوله ورځ  د ډاکتر عبدالله د اجرایوي ریس په توګه په دنده ګمارل خپله د اساسي قانون تر پښو لاندې کول و، په همدې ورځ د قانون حاکمیت تر سوال لاندې راغی، خو دسولي او ټیکاو تږي ولس په خیټه پورې تیږه وتړله، وای انګیرله کیدی شي نور کارونه په سم لورې روان شي.
د کابل بانک دوسیه تش په نامه د قضایې او څارنوالي تر څار لاندې راغله، د کابل بانک دوسیه وروسته له یو میاشت ( پرته له څیړنو او ګرویږونو) بنده شوه، پدې دوسیه کې ښکیل ټول کسان سرې سترګې، خلاصي تڼې په هیواد او نړۍ کې ګرځي او هیڅوک پوه نشو چې اخر  ددې قضیې سره څه ډول چلند وشو.
په لومړیو دوه اونیو کې ښکلی کابل په  وینو ولمبیده، هره ورځ داسې خونړۍ چاودنې په کابل کې رامنځته  شوي چې څاری یې نه لیدل کیږي. په  لومړیو دوه اونیو کې ډاکتر اشرف غنی په هاني مون ( د واده د شاتو د میاشت) د دود له مخې له هیواده بهر په سعودي، چین، پاکستان او نیپال کې چکرې ووهلي. په هر سفر کې ورسره په لسګونه بې مسوله چارواکې ول، د کام ایر له شخصي الوتکې څخه یې ګټه پورته کړه، د اریانا الوتکي ( چې زمونږ تاریخې ملي شتمنې ده ) هیڅ ګټه پورته نشوه. د کابل د امنیې قومندان جنرال ظاهر د یوې ډرامې په ترڅ کې له قومندانۍ ریاست ته تبدیل شو.
افغان حکومت پرته له کوم پلان او پالیسۍ په پټو سترګو سرپرست شو، فاسدو وزیرانو ته دوه میاشتې ( ۶۰ ورځې) وخت ورکړل شو چې خپلې دوسې پټې ، خپلې غلې غلي او خپلي چارې منظمې کړي. پدې شپیتو ورځو کې ګڼو وزیرانو مخکې له وخته ( تیر تاریخ وهلي) پروژې لاسلیک کړي، ګڼې نوي تقررې یې وکړي او خپلې ټولې تدارکاتي او استخدامي دوسیې یې له وزارته بهر کړي. د حکومت چارې په ټپه ودریدې، افغانۍ په نړیوال بازار کې خپل نرخ را ټیټ کړ، خلک د چارو د نه پرمختګ له امله په حکومت لا بې باوره شول، د خلکو چیغې او نارې دې حد ته ورسیدې چې ډاکتر صیب اشرف غني مجبوره شو ټول وزیران په کور کینوي. د وزیرانو برطرف کول یې پر ځای کار و، خو داچې مجازات او مکافات نه شول، د حکومتدارۍ او مدیریت له مخې یوه ستره تشه او ناکامي ګڼل کیږي. چیرته چې په حکومتدارۍ کې د مجازاتو او مکافاتو کلتور نه وي، هلته د اغیزمنې یا ښې حکومتدارۍ رامنځته کیدل خوب دی، هیڅ امکان نلري چې تاسو اغیزمنه حکومتدارۍ پرته له مجازاتو او مکافاتو را منځته کړي. د یو نوی فرمان له مخې یې مرستیال وزیران د سرپرستو وزیرانو په توګه تش په نامه په دندو وګمارل. اساسي قانون حکم کوي چې سرپرست وزیران له شپیتو ورځو ډیر نشي پاتې کیدلی، یو ځل بیا اساسي قانون تر پښو لاندې شو، سرپرست وزیرانو په نویو سرپرستانو بدل شول، هغه خرک، هغه درک.
دا ځل د والیانو تر څنګ ولسوالان هم سرپرست اعلان شول، د خلکو باور نور نو د صفر کچې ته را ټیټ شوی، کله چې دولس باور په حکومت را ټیټیزي په ولسواکو حکومتونو کې مشروعیت تر سوال لاندې راځي. ولسمشر د اصلاحاتو تر نامه لاندې  ډرامه جوړه کړه، د کندوز او پکتیکا ولایتونو ته نوي والیصاحبان په دندو وګمارل، پدې ګمارنو عبدالله ګوت څنډنه وکړه چې نوي ګمارنې باید له ده سره په سلا مشوره ترسره شي، کنه دی به هم له خپل لورې ولایتونو ته والیصاحبان په دندو وګماري.
ولسمشر د لندن له کانفرانس څخه د مخه د خپلو کړو وعدو په خلاف د افغان ملت له افغانیته منکر شو، د نفوسو د احوال قانون یې پداسې توګه لاسلیک یا توشیح کړ چې د افغان ذکر په پیژند پاڼه کې مستردوي. افغان ملت چې د حکومت له ناقانونه کړنو او بیځایه غورو ټرو په تنګ راغلی و، په یوه خوله د ولسمشر په وړاندې جبهه ونیوله، ولسمشر یې وننګاوه چې که دا قانون عملي کیږي نو دوی به په ملکي نافرماني لاس پورې کړي، ولسمشر د مدني ټولنو له استازو سره وکتل ( زه هم د پلاوي برخه وم)، مونږ سره یې ژمنه وکړه چې تذکرې به نه ویشلی کیږي ، تر څو د افغان ملت د ذکر ستونزه نه وي حل شوي. موږ یې د ژمنې منندوی یو.
له تیرو دوه میاشتو را هیسي د دانګام، کنړ ستراتیژیکه سیمه د افغان حکومت د مخالفینو له لورې تر محاصرې لاندې وه، بلاخره د سلو ورځو په اویایمو شپو کې د دانګام ولس د دښمن له تیغه تیر شو، په لس ګونه کورونه یې وسوځل شول، میرمنې او ماشومانو په سیمه کې بند پاتې شول، ځوانان یې په شهادت ورسیدل، حکومت یې په وړاندې چوپه خوله پاتې شو، لا هم د دانګام ولس له خپلو سیمو را کوچیدلی، د یخ شپې ورځې په بیدیا کې تر شین اسمان لاندې تیروي خو د پوښتنې یې څوک نشته.
د اساسي قانون خلاف یو ځل بیا د یو فرمان له مخې ولسمشر اشرف غني د اجرایوي ریس ډاکتر عبدالله دندې روښانه کړي چې لا هم د ډاکتر عبدالله له لورې ندې منل شوي او داسې اوازې شته چې د دواړو ډاکترانو ترمنځ پدې اړه سخت اختلاف موجود دی. لدې ټولو، ور ها خوا د دواړو مشرانو دفترې چارې له ارګ څخه ترسره کیږي، چې دا د قدرت د ویش ښکارندوی دی، ځکه ارګ د افغانستان د دقدرت د ثقل مرکز ګڼل کیږي، هره ورځ په ارګ د جلا جلا ولسونو لیده کاته، د جلا جلا سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ډلو لیدنې کولی شي هیواد یو لوی بحران ته سوق کړي، چې ددې نیمګړي حکومت له واک او اختیاره به یې کنترول وتی وي.
په لنډه توګه، موږ د نوي حکومت سل ورځې ونه لیدلي، سل شپې ځکه ورته وایو چې قانون په کې تر پښو لاندې شو، د امنیتې تړون تر نامه لاندې د جګړې غځیدو ته زمینه برابره شوه، په لومړې ځل د واک سرچینه د اساسي قانون خلاف وویشلي شوه او پدې توګه په ولسواکۍ او ټاکنو ملنډې ووهلي شوي، لنډه دا چې د یو نوي دود بنسټ رامنځته شو، د ټاکنو بایلونکی به د واک د ویش یا موازي حکومت د رامنځته کیدو ډنډورې وهي او بلاخره د فدرالي یا ویشلي افغانستان شومه دسیسه به پر مخ ځي.
یا ربه توفیق