د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانګام او سنګین ! د مکار دښمن مکارې لوبې !

حشمت ناصري 05.01.2015 12:04

دانګام باندې د طالبانو برید او ورسره د پاکستان پوځ او استخباراتو کره او روښانه مرستو او ملاتړ زمونږ ولس، حکومت او امنیتي ځواکونو ته ځینې مثبتې پایلې درلودې لکه؛
۱- ولس چې د ټولټاکنو د لانجو په ترڅ کې د پاشیدو او سره د لیرې کیدو حالت کې وو، د خپل ګډ او تورمخي دښمن په وړاندې سره یوځای سول، هر افغان د دانګام پیښه یو یرغل وبوله، د افغانستان له هر ګوټ څخه خلکو د دانګام ولس او د خپلې خاورې د ساتلو هوډ وکړ
۲- د افغان د کلمې لانجې ته چې زمونږ دښمنانو، د خپلو مشخصو په مرسته ورته لمن وهله، ترڅو مونږ له پخوا لاډیر سره بیل کړي، د دانګام پیښې لکه په اور چې اوبه واچوې داسې سړه کړه، هر افغان نور د خاورې ساتلو او دښمن ته د غاښ ماتوونکې ځواب په فکر کې وه.
۳- ټول ولس په یو غږ د خپل امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریدل، امنیتي ځواکونو مو د ولس پوره ملاتړ تر خپل شا ولید، اردو او امنیتي ځواکونه مو په رښتیني معنی سره د ملي کیدو په درشل کې سوه، ولس مو هم په خپل امنیتي ځواکونو تکیا سه.
۴- دو لس ملاتړ، ډاډ او تکیا په امنیتي ځواکونو، دوی ته ویاړ او غرور وروباښه، او زمونږ امنیي ځواکونه ېې مليتوب خوا ته وهڅول او دوی ولس ته ژمن کیدل، د هیواد ساتل، یو موټي اوسیدل خپل مسؤلیت وګاڼه
نو تور مخي دښمن ته یادې سوې پایلې چې د ولس نږدې والئ، امنیتي ځواکونو ځواکمن کیدل، یو موټي افغانستان او غښتلئ حکومت به رامنځ ته سي، د منلو وړ نه وې.
ځکه ېې وغوښتل تر څو داسې یوه لوبه وکاروي، تر څو د فکري اړخه د کمزوري او احساساتي ولس پام په یو وار سره له دانګام څخه یو بل لوري ته واړوي، او داسې یو ګوزار دې ولس او خصوصاً امنیتي ځواکونو او مشخصاً ملي اردو باندې وکړي، تر څو دانګام کې خپله ماته ډیر زر په بریا او مونږ ته د تل په څیر ماتې راکړي.
څه فکر کوۍ؟
دا هیوادونه چې زمونږ په کابینه کې وزیران، ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر ترڅنګ سلاکاران او پارلمان کې کرايي او اخیستل سوي وکیلان لري، نو په امنیتي ځواکونو کې به یو څو سرتیري، کنډک مشر، ټولئ مشر، ډګروال او ډګرمن یا جنرال ونلري، چې په سنګین کې بې ګناه خلک ووژني؟
بې له شکه چې لري ېې !
او یا هم کیدای سي دا پیښه د ملي اردو له بې ظرفیتۍ، شخصي دښمنۍ، ناسم راپور، عقده مني او یا هرڅه په ترڅ کې رامنځ ته سوې وي.
خو غلیم مو ترې د ګټې پورته کولو چانس له لاسه نه ورکاوه.
.
د سنګین پیښه د ولس له نظره!
دا پیښه د منلو او بښلو وړ نده، هیڅوک هم د خپل ماشوم، میرمن، مور او پلار یا خور او ورور مرګ نسي زغملای، د دې ولس هر وګړئ زمونږ د کورنۍ غړئ ده، په درد ېې دردمن کیږو او په خوشحالۍ ېې غوښې اخلو.
د پیښې د عاملینو محاکمه غواړو، او باید چې خپله سزا وویني.
خو !
د سنګین پیښې نه زمونږ دښمنان غواړي د ځینو مشخصو کړیو او اشخاصو پرمټ مستقیماً او د ځینو حتی اکثرو ځوانو د احساساتو او بې فکري څخه په غیر مستقثیم ډول څو اړخه ګټې پورته کړي، لکه؛
۱- د دانګام پیښه له ذهنونو، ټولنیزو رسنیو او خبرونو لیرې او د سنګین پیښه مطرح او لویه کړي.
۲- د حکومت او ولس ترمنځ واټن لا زیات کړي او حکومت چې په لس هاوو او سل هاوو ستونزې لري، یوې بلې سترې ستونزې سره مخ کړي
۳- ولس ته خپل امنیتي ځواکونه بریدګر وروپیژني، نه پرې باور وکړي او نه هم ترې ملاتړ.
۴- ولس له ملي اردو څخه کرکه او طالب یا نورو مخالفو ډلو سره مینه پیدا کړي، او د هغوی پر خپل ملي اردو ترجیح کړي
۵- زمونږ د ولس د اتحاد، زغم، تدبیر، ظرفیت او احساساتو درجه هم مالومه کړي، او خپل او د خپلو ګوډاګیانو وس او توان هم په نمایش کیږدي، چې څنګه کولای سي یو لوی ولس لکه میچن په خپل ځان وڅرخوي.
بیا هم تکراروم، مونږ نه غواړو چې د سنګین په پیښه یا ورته پیښې چې زمونږ د امنیتي ځواکونو له لورې پیښیږي پرده واچوو، یا ېې د هیرولو او بخښلو غوښتنه ولرو.
خو !
تور څټئ دښمن خو مو پیژندلئ، د دښمن مکارې لوبې او بې غیرته لاسپوڅي هم وپیژنۍ
مه پریږدې تر څو په غیر مستقیم ډول او په ناپوهۍ کې د دښمن د لوبو وسیله وګرځۍ
پام مو وي چې؛
۱- هر هغه کسان یا ډلې چې د سنګین پیښه کې د ملامتو او ګناهکارو سرتیرو پرځای غواړي چې زمونږ امنیتي ځواکونو او ملي اردو ته په سپه وګوري او حکومت ته ګواښ وګرځي، هغه زمونږ خواخوږي نه زمونږ دښمنان دي
۲- هره رسنۍ (ټلویزیون، راډیو، ورځپاڼه، ویب پاڼه یا ....) چې غواړي د سنګین پیښه وپړسوي او د دانګام یا نورو ترهګریزې پیښې له سره تیروي، زموږ رسنۍ نه د دښمن رسنۍ ده
۳- هر د چارو کارپوه، حزب، ټولنه او ... چې قصداً د سنګین پیښې ته پکئ وهي تر څو مونږ په کې وسوزو، د دښمن چمچه ده.
۳- هر خیرن چې د ټولنیزو رسنیو لکه فیس بوک، ټویټر، ویب پاڼې او یا .... له لارې غواړي تر څو د شعرونو، ناولونو، کیسو، کیسه ګیو، انځورونو او .... له لارې د سنګین پیښه زمونږ په سترګو کې ژوندۍ وساتي، خو د دانګام پیښه او نورې هغه پیښې چې عام وګړي په کې وژل سوي یا کیږي له سترګو او قلم څخه غورځوی او که ېې ستایي، هغه د دې خاورې بچۍ نه د بهرنیو کړیو ناجایزه اولاد ده. (څوک چې د خپل ملي، اسلامي او انساني احساس له مخې دا پیښه غندي، دا ېې د انسانیت لوړه کچه بیانوي، زمونږ هدف د پردیو لاسپوڅي دي، چې غواړي دا پیښه وپړسوي، خو نورې پیښي ستايي یا سترګې پرې پټوي لکه د یحی خیلو او کابل بریدونه، او په دې ډول زمونږ ولس، وطن او حکومت کمزورئ کوي)
.
اصلي او د ټينګار وړ ټکي؛
تورمخي دښمن چې تر ټولو لوی ویاړ او لاسته راوړنه ېې د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل او د ولس تر منځ د نفاق او تعصب تخم پاشل دي، تل ېې همداسې لوبې په لار اچولي او اسو هم غواړي همداسې لوبې وکاروي، چې موخه ېې د خپلو ګټو ساتلو په خاطر یو کمزورئ حکومت، خوار او ټوټې ټوټې ولس، تنظیمي او قومي امنیتي ځواک چې نه هیواد ته ژمن وي او نه د ولس له ملاتړ څخه برخمن اوسي او پایله ېې د ولس، امنیتي ځواکونو او حکومت تر منځ د بې اعتمادۍ او واټن رامنځ ته کیدل او غزیدل دي.
.
هوښیاري پکار ده !
مونږ باید په حکومت هم فشار راولو ترڅو امنیتي ځواکونه بامسؤلیته وروزي او لا غښتلي ېې کړي تر څو هیواد ته ژمن او د ولس ساتونکي اوسي، او دښمن ته به هم اجازه نه ورکوو، تر څو زمونږ امنیتي ځواکونه زمونږ په مټ له ګواښ او چلنج سره مخامخ کړي، پرڅای ېې د خپل حکومت او امنیتي ځواکونو غښتلي کولو او ځواکمنولو کې هڅه او مرسته کوو.
.
نوټ : که مو داسې څه تر نظره راځي چې ناسم وي نو په اصلاح کې ېې په مرسته کولو به له تاسو منندوی اوسم، او که څه پاتې وي چې د بحث وړ وي نو هیله ده په خپلو نظرونو سره مو پاتې ټکي ورزیات کړۍ