د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرګونو ته مه ژاړئ د کمزورۍ نښه ده ځان او وولس مو ځواکمن کړئ

حشمت ناصري 08.11.2014 14:08

د پتیال په مرګ او یا د هر افغان چې د پوهې خاوند/پوهې لاروئ وي
د افغانانو تر دې کچې غمجن کیدلو کې دوه حقیقته نغښتي دي:
۱- ځوان وو، ټول ارمانونه ېې خاورو لاندې سوه،
زما په آند مونږ انسانان د هر ځوان په مرګ که تور وي یا سپین، شرقئ یا غربئ، زمونږ وي که پردئ که هر څوک وي خپه کیږو.
لږ توپیر به ېې همدا وي چې دا مو خپل افغان وو.
۲- د فکر خاوند او د پوهې لاروئ وو
فکر کوم اصلي لامل د دومره غمجن کیدو همدا ده
خو ولې؟
زمونږ ولس د داسې ځوانانو چې د فکر، پوهې، درایت او لوړ شخصیت خاوندان وي تل کمئ احساس کړئ
مونږ داسې مرګونو کې
-د داسې ځوانانو کمئ او بیا نه پیدا کیدل او
-تیاره او ورکه راتلونکې احساسوو
-د فکري استعمار څخه د خلاصون ناهیلي په کې ګورو
-د دښمن په وړاندې خپله کمزورتیا وینو
او ...
خو !
د غم په ټغر کښیناستل
ښیرې کول
په پیغامونو غندل
لاریونونه
او....
د کمزوري او ناهیلي ولس کار ده
نو راځې چې خپله کمزورتیا لیرې او ولس مو په ناهیلۍ برلاسئ کړو
د نن ورځې څخه دا هوډ وکړو چې؛
هر ناسم کلتور، دود او رسم ته نه وایو
خپل ځان، ورور، خور، بچئ، وراره/وریره او خوریئ/خورېۍ، تربور او ګاونډئ، خپل او پردئ او ...
په پوهې سمبال کړو
فکري آزادي او سالمه تربیه ورکړو
چې هر ځوان مو پتیال، ننګیال، توریال، وړیال، بریال، وسیال او ولسیال اوسي
دښمن به کوم یو رانه ژر وژني؟
څنګه به مو ورک کړي؟
زور، واک او برلاسي په علم کې نغښتې ده
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ
آیا هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي (عالمان او بې علمه خلک) سره برابر دي؟
مونږ خواوشا دیرس ملیونه وګړي لرو
خو څوګ مو په دوه توتو کې نه حسابوي
سته داسې هیوادونه چې تر یو ملیون لږ وګړي لري
خو ولاکه نړۍ ورته کاږه کتلای سي
مونږ په مټه زورو خو له فکره کمزوري یاستو
ځکه مو هر یو په هر بڼه او هره موخه کاروي
کمیت پریږدۍ
کیفیت ته ملا وتړۍ
په وژلو نه ورکیږو، خو په ناپوهۍ ډیر ژر ورکیږو !