د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیال/سیالي (د ولسونو سیالي کول) !

حشمت ناصري 25.11.2014 12:03

سیالي کول د
»ځان پورته او بل ټیټ ګڼل
»نورو ته سپکې سپورې او کم ویل
»د بل چا ښو باندې سترګې پټول، ردول او یا ښه ېې هم په بدو تعبیرول
»د هغو لاسته راړنې او ویاړونه یو څه پورې تړل او نه منل
»په مشرانو او اتلانو ېې ټاپې لګول
او ........په مانا نه ده
داسې سیالي د ټیټو، بې وسو او ناهیلو ولسونو کار ده
.
سیالي
»په خپل ځان کې د مثبتو ټکو، خبرو، عاداتو، کړنو، دودونو، دستورونو، لاس ته راوړنو او ویاړونو پیدا کول، زیږول،زیاتول، غښتلي کول، او دودول
»خپل ځان په زده کړې او تربېې سمبالول
»په اقتصادي او نورو ټولنیزو برخو کې خپل ځان د بل تر کچې رسول لا تر هغه هم اوچتول
»د بل چا د لاسته راوړنو، ښو کړنو یادول، منل او ستایلو
او.......ته ویل کیږي
.
که غواړو چې د نورو او د نړۍ سیالان سو، نو باید
»په ماشومانو، ښځو او نارینه وو باید تعلیم وکړو
»د نورو بې ځایه او بې ضرورته حساب کتاب ونه نیسو
»خپل، پردو او دولت څخه په ګیلو ځان له مسولیت څخه خلاص نه کړو
د دې پر ځای
خپله لاس په کار سو
خپل بچیانو، خویندو ورونو باندې تعلیم وکړو
خپل امنیت وساتو
د خپل ښار او سیمې پاکولو او پاک ساتلو کې ونډه واخلو
خپل مشران او اتلان وستایو
په خپله
خپل ځان
خپل ولس او
خپل وطن
د نورو سیال کړو او
د مثبت بدلون خوځښت رامنځته کړو
او ټول په ګډه دا ثابته کړي چې مونږ
پیاوړي
ښاغلي
توریالي
ویاړلي او
ننګالي یاستو
.
.
ټولټاکنو کې پراخ ګډون، په خویندو او ورونو تعلیم او ښار پاکولو کې د ‫#‏خوست‬، ‫#‏ننګرهار‬ او ‫#‏قنداهار‬ دروند ولس وښوده چې د مثبتې سیالئ پاڅون ېې پیل کړئ
خو !
چې دغه دوه وو ناکارو شیانو
۱- کلدارې
۲- وسلې
ته هم نه ووایي
.
تاسو څخه مننه !

یادونه او سپارښتنه
دښمن مو لکه د تل په څیر همدا کوښښ کوي چې مونږ په تیاره او جهل کې وساتي
په دې کې د دو ګټه ده که هغه زمونږ خپل د لسټونې مار ده او که پردئ دښمن مو ده
دوی مو په وژلو، بې تعلیمه ساتلو او بې وزلي او فقر په واسطه
عقده من، بې وسي، جاهل، بې تعلیمه له کرکې او تعصبه ډک او ناهیلي ساتي
تر څو په هره موخه چې غواړي وموکاروي
او تر هغو چې
په ښځو او نارینه وو، وړو او لویانو د تعلیم ونه کړو
ورورولئ او یووالئ مو لا غښتلئ نه کړو
ځان، ولس او وطن ځواکمن نکړو
په تعلیم، ټکنالوژۍ او اقتصاد ځان سمبال او ځواکمن نه کړو
خدای که خو له دې بدمرغیو خلاص سو