د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لایکونو او کمنټونو جنون !

حشمت ناصري 08.11.2014 14:09

څو موده کیږي چې په فیس بوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې د داسې مسایلو، الفاظو، ټوکو، متلونو او طنزونو د خپریدو شاهدان یو چې لږ څه زمونږ د ټولنې اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
دوه ژوندئ بیلګې چې زما ورته پام سوئ
۱- د هغې ویډیو خپریدل چې یو بوډا په مساپرۍ کې چې فکر کوم دوبۍ به وي خپله خونه کې ناڅي او هر څه ېې ښکاري، د داسې ویډیو خپرول ډیر جالبه نده؟
۲- اوس اوس دا د غوا کیسه چې بدخشان کې پیښه سوې
د دې کیسې تر دې حده بې پردې کول او پسې تر هغې بې شرمه او ناسمو کیسو، متلو او ټوکو جوړول، لیکل او خپرول

ویل کیږي چې په اصصلاح د دې کمپاین موخه د دې سپک عمل د عاملیونو اصلي څیرې ښودل او د دو په وړاندې مبارزه بلل سوي.
خو! دلته یو څو ټکې دي چې باید ورته پام ونیسو:

۱- دا کسان ټولنې ته نه پیژاندل سوي خلک نه دي
ولس دا خلک ډیر ښه پیژني
دوی تر دې هم سپک خلک دي چې تاسو ېې خلکو ته ورپیژنۍ
د غوا کیسه خو د دو په اړه یوه وړه خبره ده.
په دې کمپاین کې مو چې د غوا د پیښې په وړاندې پیل کړۍ
فکر نه کوم چې یو له هغو خلکو چې دا کار کوي هم اصلاح سي
خو په بدل کې په سل هاوو او کیدای سي زرهاوو ځوانانو کې د سپکو ټوکو، متلونو او الفاظو کارول رواج کیږي.
هغه شرم او حیا ېې چې د دې الفاظو په کارولو کې درلوده له منځه ځي
او دو ته ددې الفاظو کارولو جرأت ورکوي
په تیره چې ګوري دا الفاظ د پیژاندل سویو لیکوالانو له خوا کارول کیږي.
۲- مونږ ډیرې نورې ستونزې لرو چې باید ورته لومړیتوت ورکړو
زمونږ او هغه چا تر منځ باید توپیر واوسې چې د ناپوهۍ له لاسه د دښمنانو له خوا کارول کیږي
د قلم پرځای ېې ټوپک په لاس او مبارزه کوي، د ټولنې او وطن له غمه مو پوهان او د پوهې لارویان وژني، ودانۍ او ښارونه مو ورانوي او تولنیز بنسټونه مه له منځه وړ
دلته نور مسایل دي چې هم دین او هم نورې نړۍ ورته لومړیتوب ورکړئ
لکه
»په ۹ کلنې ماشومې د ملا له خوا د جومات دننه زبرزنا
»د ځناورو له خوا د یو پولیس په کورنۍ باندې تیرئ چې هغه د ولس د ناموس په ساتلو بوخت وه
»د بیوزلۍ له لاسه د اولادنو او د زړه د ټوټو پلورل
د زده کړې حق زمونږ د خویندو او ورونو څخه اخیستل
او داسې په سل هاوو نورې پیښې، چې زمونږ په ګاونډ، کور کلي او کوڅه کې پیښیږي
ښه به دا وي چې د دې په وړاندې لکه د غوا د کیسې په څیر یو ستر کمپاین پیل کړو
که مو لویو ښارونو کې ښه بدلون راووست، چې د بدلون راوستلو ظرفیت په کې ډیر لیدل کیږي، نو دا به په خپله نورو ښارونو کې د ورته بدلون خوځښت رامنځ ته کړي.
۳- د ګل مرجان کیسه خو آن تر سي ان ان او نورو نړیوالو رسنیو ورسیده
که مونږ خوشحاله اوسو چې د ګل مرجان کیسې به د ټولټاکنو په بهیر اغیز ایښئ وي، دا به هیڅ هوښیار هم ونه مني
یا نورو مشرانو او سیاسي اشخاصو ته ورته د ځینو الفاظو کارول
لکه د پیشو، میووو، کل مرغ جان چې د ګل مرجان په غبرګون کارول کیږي، مانډس او داسې نور الفاظ
ځکه ځینې دا اشخاص تر هغې ډیر بدنامه او شرمیدلي دي چې دا الفاظ به ېې وشرموي
د دې الفاظو کارول هیڅه هم نه بدلوي، یواځې کرکه، عقده او دښمني زیاتوي د مختلفو ژبو، قومونو، سیمو او خلکو تر منځ.
د یوه مشر په ستایلو ضرور نده چې د نورو مشرانو ته سپکاوئ وکړو
ښه او بد به ېې په ګوتو کوو، خو سپک نومونه او الفاظ لازم ندي
۴- تاسو به یاد وي، چې پاکستان په انټرنت کې د بربنډو فلمونو، تصویرونو او ورته مسایلو په لټون کې نړۍ کې لومړئ مقام خپل کړ فکر کوم تیر کال وه
نو مه پریږدۍ چې افغانستان هم له فیسبوک څخه د مسخرو او ډنډورو جوړولو او بکواسو الفاظو کارولو کې لومړئ مقام خپل کړي
لکه د ګل مرجان، د غوا کیسه او ورته مسایلو کې بیا د نړۍ په خوله کې واچول سي
دا به ویاړ نه، شرم وي زمونږ لپاره
دا په دې مانا چې مونږ خپل ټول وخت، پیسې او فکر په بکواسو او مسخرو تیروو
هغه چې کرکه او عقدې نه بغیر هیڅ څه هم نه پیدا کوي.
۵- دا چې مقابل لوري تر دې بد او ناکاره الفاظ کاروي
دې ته عذر نه سي کیدای چې هغه ېې کاروي نو زه ېې هم کاروم
زمونږ او د هغو توپیر په همدې کې ده
که ځان تر هغو ښه ګڼو نو باید ثبوت ېې هم کړو
تاریخ مو ښودلې چې مونږ د لوېې سینې، لوړو اخلاقو او هسکو فکرونو خاوندان یو
نو د هغو تر کچې نباید ټیت سو.

زمونږ دا لیکنه خدای مه کړه چاته د سپکاوي په نیت نده
بلکې د خپلې ټولنې او ځوانانو د راتلونکې په اړه د اندیښنې له وجې ده چې زه او زما ملګري ېې لرو.

هغه څه چې ټولو ته لکه لمر روښان دي دا دي چې؛

همدا ښاغلي چې مونږ ېې په لیکنو اوس نیوکه وکړه
تر هرچا دې ولس او وطن ته ډیر خواخوږي دي
د دو همدغه لیکنې چې زمونږ ندي خوښې هم
د همغې نه ستړی کیدونکو هلو ځلو، مبارزې او خدمت کولو د هوډ څخه سرچینه اخلي
چې دوی ېې خپل ولس سره د مینې او ولس کې د یو مثبت تغیر راوستلو په موخه ېې مخ ته وړي.
دا ېې په خپلو زرهاوو لیکنو او هلو ځلو کې په ډاګه کړي.

خو! زمونږ په آند
لکه چې د مجلس ماحول په سړي تاثیر اچوي
نو د فیس بوک لایکونو او کمنټونو هم د دو په لیکنو تاثیر اچولئ
دوې ېې د لایکونو او کمنټونو د جنون په مرض اخته کړي.
ځوانان همدا مسایل خوښوي
لایکونه او کمنټونه پرې وروي
نو دوي هم تشویقیږي او د خپلو ملګرو او مینوالو د خوشحاله ساتلو لپاره همدې بهیر کې ښکیل سوي

اصل کې زمونږ د لیکوالانو رسالت د ټولنې په وړاندې دا ده چې
د ټولنې ادبي نیمګرتیاوې په ګوته او د هغو اصلاح لپاره قلم په لاس او یا هم کیبورد ته ګوتې ونښلوي

مونږ د ژبو پوهنځیوته هغه چې لیکوالان او ادیبان روزي
د پښتو، انګلیسي، عربي، پاړسي او ............ژبې د ادبیاتو پوهنځي وایو
ځکه دوی د ژبې په کارولو، ویلو، لیکلو او ... کې د ژبې ادب زده کوي او ټولنې ته ېې انتقالوي
په خپریدونکو رسنیو کې هم اکثره هغه څوک مدیر مسول وي چې د ژبو ادبیات ېې لوستي وي
دلیل ېې دا دئ چې ژبه خو د هرچا یاده ده
خو ادب ېې دوی لوستئ.

نو لیکنو کې د ادب ساتل خورا مهم مسولیت او رسالت ده چې باید لیکنو کې ورته پام وسي
ځکه همدا لیکوالان، دې چې کیسې او لیکنې ېې لوستل کیږي
فلمونه او ډرامې ترې جوړیږي
خلک د دو هره خبره، هر تورئ او هر لفظ خپلو ورځنیو خبرو اترو کې کاروي.

اندیښنه: زمونږ ټولنیزې رسنۍ، فیسبوک او ټویټر، ټلویزیونونه او رادیوګانې، مجلې او ورځپاڼې
اکثره نیمه بربڼډې نڅاګانې، بکواس سندرې، غیر اخلاقي فلمونه او سریالونه، تعصب نه ډک بحثونه، مقالې او خپرونې، د سیمې، ژبې، قوم، مذهب او فکر سپکاوي او ورته مسایل خپروي
ځکه چې
۱- ځينې ېې د بهرنیو سفارتونو له خوا تمویل کیږي او د هغو په خوښه دلته د ستونزو د زیږولو په موخه فعالیت لري
۲- تیرو څو لسیزو جګړو مو ټولنه د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو له پلوه ځپلې، همدا مسایل خلک خوښوي، ګوري، لایک او کمنټونه پرې ورکوي او همدا مسایل په اصطلاح مارکیټ لري
زمونږ ځینې رسنۍ هم د ټولنې د اصلاح پر ځای د ټولنې ګمراه کولو په لور روان دي.

هیله ده چې حکومت، چارواکي، رسنۍ، لکوالان او ادیبان، علما، او نور ښکیل خلک او هغوي چې دې برخه کې څه کولای سي، دې ټکي ته پام وکړي
ټولنه او رسنۍ مو له دې ناورین څخه وژغوري.