د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تفسیرالکبیر - امام فخرالدین رازي - د الفاتحې سورت‏

الحاج مولوي زین الله منلی 08.12.2014 12:31

تفسیرالکبیر د امام فخرالدین رازي په قلم لیکل شوی ستر تفسیر دی. لومړۍ برخه یې د الفاتحې مبارک سورت ته څانګړې شوې ده. څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلي پښتو ته را اړولې ده.
د امام رازي لیکنه او زموږ د بابا نثر دواړه هر یو پر خپل ځای ارزښتناک دي.
دا متن ښاغلي ابراهیم ګران ټایپ کړی دی، ما یې یو وار پروف لوستي دي. لا هم اېډېټ ته اړتیا شته خو تر ډېره د لوستو وړ دی.
نجیب منلی

//////////////////////////////////////////////////////

د فاتحې سورت څو څپرکي دي.
لومړی څپرکی
د الحمدلله تفسیر
د الحمدلله په تفسیر کې څو وجهې دي:
لومړۍ وجهه: دلته درې الفاظ دي ، حمد، مدح او شکر. د دې الفاظو ترمینځ توپیر په څو رازه دی.
د توپیر لومړۍ وجه: په مدح کله ژوندی ستایل کېږي او کله نا ژوندی. نه ګورې، څوک چې د مرغلري یا د یاقوت ډېره ښکلا ستایي نو د دې مرغلرې او یاقو ت مدح کوي، نه حمد. نو دا جوته ده چې مدح له حمد څخه اعم ده.
د توپیر دوهمه وجهه: مدحه کله له احسان څخه د مخه وي او کله له احسان څخه وروسته، خو حمد تر احسان وروسته وي.
د توپیر درېیمه وجهه: مدح کله منهي منه وي، لکه رسول الله علیه الصلاة وسلام، ویلي: {احثوالتراب فی وجوه المداحین} خو حمد مطلقآ مأمور به دی، رسول الله علیه السلام ویلي: {من لم یحمد الناس لم یحمد الله}.
د توپیر څلورمه وجهه: مدح هغه ستاینه ده چې په فضایلو کې په یو ځانګړي فضیلت پوري ځانګړې نه وي، خو حمد په یو ځانګړي فضیلت پوري مختص وي، چې دا فضیلت د انعام او احسان دی، نو جوته ده چې مدح له حمد څخه اعمه ده او د حمد او شکر تر مینځ توپیر دا دی چې حمد د هغه چا کولای شي چې انعام یې کړی وي. له تا سره وي که له بل کوم سره وي، خو شکر په هغه انعام کېږي چې له تا سره شوی وي، نو مختص دی په انعام پوري چې له تا سره شوی دی. چې په دې پوه شوې نو موږ وایو:
مدح، د ژوندي او نا ژوندي دواړو کېږې او هم د فاعل مختار او د غیر فاعل مختار کېږي، نو که څوک ووایي: {المدح الله} نو له دې مدحې څخه دا نه معلومېږي چې الله مختار فاعل دی. خو که یې وویل: {الحمدلله} دا دلالت پر دې دی چې دا حمد ویونکی په دې اقرار کوي چې الله موجب بالذات نه دی، لکه چې فلاسفه وایي: بلکه الله مختار فاعل دی او دا هم وایو چې {الحمد لله} اولنی دی {الشکرلله} څخه ځکه چې {الحمدالله} ستاینه د الله ده په هر انعام سره چې له ده څخه دا انعام صادر شوی دی او بل چاته رسېدلی دی خو {الشکرلله} د هغه ستاینه ده چې په سبب د انعام وي چې دا انعام شکر ویونکي ته رسېدلی وي او په دې شک نه شته چې لومړی افضل دی ځکه چې دا داسې کېږي لکه بنده ووایي: چې ما ته برابره ده که دا انعام دې راکړ او که دې رانه کړ، خو ستا انعام ټولو عالمونو ته رسېږي او ته د عظیم حمد مستحق یې.
ویل شوي دي: حمد په دې کېږي چې الله کومه بلا دفع کړې ده او شکر په دې کېږي چې الله کوم انعام کړی. که وویل شي چې نعمت په ورکړه کې ډېر دی له نعمت څخه د بلا په دفع کې. نو ولي یې دا ډېر پرېښود او دا لږ یې یاد کړ؟ موږ وایو په دې کې څو وجهې دي:
لومړۍ وجه دا ده لکه چې بنده ووایي چې زه په نعمتونو کې په لږ نعمت شکر کوم نو په ډېر به یې څرنګه نه کوم.
دوهمه وجه دا ده چې منع غیر متناهي ده او اعطاء متناهي ده. نو پر دفع کېدولو د هغې بلا چې پای نه لري شکر کول اولی دی.
درېیمه وجهه دا ده چې دفع د ضرر اهم دی د نفعې له جلب څخه نو ځکه یې مخکې کړ.
{الحمدلله} ابلغ دی له {احمدالله } څخه
په دې باره کې چې {الحمدلله} ابلغ دی.له {احمدالله} څخه څو فواید دي:
لومړۍ فایده: الله نه دي ویلي چې {احمدلله} خو ویلي یې دي چې {الحمدلله} او دا دوهم عبارت په څو وجهو له لومړي عبادت څخه اولی او ښه دی.
- لومړۍ وجهه: که یې ویلي وای: {احمدلله} دا ور څخه ښکارېده چې دا ویونکی په خپل حمد قادر دی، نو ولي یې وویل: {الحمدلله} دا {الحمدلله} دا ښکاره کوي چې الله د حامدانو له حمد څخه او د شاکرانو له شکر څخه د مخه محمود او مشکور دی. که څوک حمد او شکر ووایي او که یې ونه وایي، خو الله له ازل څخه تر ابده پوري محمود اومشکور دی، په خپل قدیم حمد او شکر باندې.
- دوهمه وجهه: دا ده چې د {الحمدلله} معنی دا ده چې حمد اوثناء د ده حق او ملک دی، ځکه همدا د ډېرو ورکړو او ډېرو نعمتونو خاوند دی چې خپلو بنده ګانو ته یې ورکوي. که ویلي یې وای چې: {احمدالله} دا عبادت د حمد په دې دلالت نه کوي چې الله په خپله د حمد مستحق دی.
دا ښکاره ده چې هغه لفظ ښه دی د حمد په دوام او استمرار دلالت کوي، له هغه لفظ څخه چې یو شخص د ده حمد وایي.
درېیمه وجهه: که یې ویلي وای {احمدالله} نو حمد یې ویلی دی. خو په هغه توګه چې دی یې وړی دی او چې ویلي یې دي: {الحمدلله} نو دا داسې کېږي چې ویلي یې دي، زه څوک یم چې د ده حمد وویلای شم؟ ځکه دی د حامدانو د حمد محمود دی. مثال یې دا دی:
که له تا څخه پوښتنه وشي آیا فلانی پر تا باندې نعمت کړی؟ ته په ځواب کې ووایې: هو! نو تا یې حمد ویلی دی خو ضعیف حمد دې ویلی دی او که ووایې چې د ده نعمتونه د ټولو وګړو له پاره وي. نو په دې عبارت تا د ده ډېر کامل حمدونه وویل.
څلورمه وجهه: حمد عبارت دی له هغه صفت څخه چې له زړه څخه وي او دا په دې باندې اعتقاد دی چې دا محمود د فضیلت خاوند، منعم او د تعظیم او اجلال خاوند دی. چې کوم وګړی ووايي: {الحمدلله} له دې سره چې په زړه کې  یې حمد وي، او که نه وي نو دی ریښتونی دی، ځکه چې معنا یې دا ده چې حمد د الله حق او ملک دی، دا حمد ویونکی غافل وي او پوه وي. نو دا ثابته ده چې {الحمدلله} ویل اولی دي له دې څخه چې ووایي: {احمدالله} او مثال یې زموږ دا قول دی {لااله الا الله} ځکه په دې قول کې دروغ نه راځي. په خلاف د دې قول چې وایي: {اشهد ان لااله الا الله} ځکه ممکنه ده چې دا ویونکی په خپل دې قول کې کاذب او دروغجن وي. نو له همدې امله الله  د منافقانو د تکذیب په باره کې ویلي دي چې {والله یشهد ان المنافقین لکاذبون} او د همدې سِر اوراز له کبله یې په اذان کې په دې قول امر کړی چې {اشهد} او بیا یې خبره په دې پای ته رسولي ده چې {ان لااله الا الله}.
په {الحمدلله} کې د لام معنی:
دوهمه فایده: په {الحمدلله} کې {لام} ډېرې وجهې لري:
لومړۍ وجهه: وړ اختصاص دی. لکه چې ته ووایې: {الجل للفرس} ځل خاص داس له پاره دی. نو د الحمدلله معنا دا ده چې حمد خاص د الله دی.
دوهمه وجهه: ملک یعني څښتنتوب دی، لکه چې ته ووایې: {الدار لزید} دا کور خاص د زید دی نه د بل چا.
درېیمه وجهه: د الله قدرت او استیئلا ده، لکه چې ته ووایې: {البلد للسلطان} دا ښار د سلطان دی نه د بل چا. لام، په دې عبارت کې چې {الحمدلله} یادي شوی، درېواړه وجهې راځي. که دا معنی واخیستل شي چې یوازي الله، د حمد وړتیا لري. دا خو یوه ښکاره خبره ده چې د حمد وړ یوازي الله دی او بل څوک دا وړتیا نه لري. دا هم ښکاره ده چې الله د هر څه مالک دی، نو واجب ده چې الله د حمد ویونکو د حمد خاوند او مالک دی. که د حمد معنی استیلاء او قدرت واخیستل شي نو الله د استیلاء او قدرت خاوند دی، ځکه چې الله واجب لذاته دی او پرته له الله څخه نور ټول شیان ممکن لذاته دي. د ده له پاره {الحمدلله} دا معنا لري چې د حمد وړتیا یوازي هم دی لري نه بل څوک. د {الحمدلله} معنا دا ده چې هم دی د قدرت او برلاسۍ خاوند دی نه بل څوک.
درېیمه فایده: درېیمه فایده دا ده چې {الحمدلله} اته توري لري او د جنت هم اته دروازې دي، نو څوک چې په پاک زړه دا اته توري ووایي، دا ویونکی د اتو واړو دروازو مستحق دی.
څلورمه فایده: دا ده چې {حمد} مفرد لفظ دی چې د تعریف توري ور سره مله شوي دي او {الحمد} ترې جوړ شوی دی او په دې باره کې دوه قوله دي.
لومړی قول دا دی چې الله معلوم او معهود دی، نو حمد یوازي د همده حق دی چې معهود دی. که دا {لام} د معهود له پاره نه دی نو بیا همدا {لام} د استغراق له پاره دی، ځکه که د استغراق له پاره هم نه شي نو کلام به مجمل پاتي شي.
دوهم قول دا دی چې دا {لام} عموم نه افاده کوي او یوازي ماهیت او حقیقت افاده کوي. نو په دې صورت کې چې {لام} د ماهیت او حقیقت د افادې له پاره شي نو وایو چې که د {الحمدلله} په باره کې لومړی قول واخلو نو داسې معنا ورکوي چې، چېرته چې حمد او ثنا ده دا ټول د الله حق او ملک دی. نو په دي مهال دا په کار ده چې وویل شي چې له الله څخه پرته هرڅه د حمد او ثناء مستحق نه دی. که دوهم قول واخلو، نو معنا یې داسې کېږي چې د حمد ماهیت د الله تعالی حق او ملک دی. دا عبارت بیا داسې معنا ورکوي چې د دغه ماهیت او حقیقت افراد یعني ټول حمدونه یوازي د الله دي او بل مستحق نه لري.
نو په دواړو قولونو دا ثابته شوه، چې {الحمدلله} یوازي الله له پاره دی نه د بل چال له پاره. که څوک ووایي چې منعم دهغه د حمد مستحق دی چې نعمت ورکول شوی دی، استاد د هغه د شاګرد د حمد مستحق دی او عادل سلطان د رعیت د حمد مستحق دی. رسول الله ویلي دي: {من لم یحمدالناس لم یحمدلله}.
موږ په ځواب کې وایو چې که هر څوک پر کوم چا باندی انعام وکړي په حقیقت کې منعم یوازي همدا الله دی، ځکه که الله تعالی د دغه بنده په زړه کې دا د انعام کولو داعیه نه وای پیدا کړې نو بیا دې بنده دا انعام نه شو کولای. نو دا ثابته ده چې اصلي او حقیقي منعم او ورکوونکي الله تعالی دی.
پنمځه فایده: الله وایي {الحمدلله}، له دې عبارت څخه دا ښکاري چې محمود یوازي همدغه خدای تعالی دی چې عقل هم همدا وایي. دا خبره په څو وجوهو بیانېدلای شي.
لومړۍ وجهه دا ده چې الله تعالی د بنده په زړه کې دا دانعام داعیه نه وای پیدا کړې نو ده دا انعام نه شو کولای او که الله تعالی دا نعمت چې دې منعم ورکړی دی نه وای پیدا کړی نو دې منعِم بنده پر بل منعَم بنده باندې د انعام نه شو کولای او دې منعَم له دې انعام څخه ګټه نه شوای اخیستلای. نو له دې څخه دا ښکاره ده اصلي منعم یوازي الله تعالی دی.
شپږمه فایده: د الله دا قول {الحمدلله} پر دې چې دلالت کوی پرته له الله څخه بل داسې محمود نه شته او عقل هم دا وایي. دا خبره په څو وجهو بیان شوي ده.
لومړۍ وجهه: که الله تعالی د دې منعم په زړه دا د انعام داعیه نه وای پیدا کړې نو ده دا انعام نه شو کولای نو اصلي منعم یوازي الله دی.
دوهمه وجهه: هر څوک چې بل چاته انعام ورکوي نو دا انعام ورکوونکی له هغه بل څخه – چې انعام یې ورکړی دی - بدل غواړي چې دا بدل یا ثواب دی ، یا ثناء ده ، یا د حق حاصلول دي او یا ځان د بخل نه خلاصول دی. د بدل غوښتونکی انعام ورکوونکی نه دی نو د حمد مستحق هم نه دی. خو الله تعالی په خپل ذات کې کامل دی او داسې کامل نور کمال نه غواړي، ځکه چې داسې کمال غوښتل تحصیل د حاصل دی، او تحصیل د حاصل باطل، عبث او محال دی. نو د الله ورکړه او انعام پاک سپېڅلی  جود او احسان دی نو ځکه الله تعالی د حمد مستحق دی. نو دا جوته ده چې دا حمد یوازي د الله له پاره دی نه د بل چا.
درېیمه وجهه: نعمت له موجودو نعمتونو څخه دی او هر موجود نعمت ممکن الوجود دی او هر ممکن الوجود الله تعالی موجود کړی دی، لکه چې په خپله الله تعالی وایي: {ومابک من نعمة فمن الله} او د حمد معنا ثناء ده پر انعام باندې. نو هر کله چې په انعام یوازي الله تعالی کولای شي نو یوازي همدا د {الحمدلله} مستحق دی.
څلورمه وجهه: نعمت په درې څیزونو بشپړېږي، لومړی دا چې نعمت هغه څیز دی چې ګټه ولري او له نعمت څخه کوم پوه ژوندی ګټه اخیستلای شي. او دا چې کوم څوک پوه او ژوندی دی، دا پوهه او ژوند هم د الله تعالی ورکړه ده. دوهمه دا چې منفعت کامل نعمت نه شي کېدلای مګر پر دې نعمت کېدلای شي چې کوم ضرر او غم په کې نه وي او له ضرر او غم څخه د منافعو خلاصون هم د الله تعالی کار دی. درېیم دا چې نعمت هغه مهال کامل نعمت ګڼل کېدلای چې د بندېدلو له ډاره په امن او خوندي وي او له ډار څخه د نعمت خوندي ساتل هم د الله کار دی. کله چې داسې ده نو ښکاره ده چې بشپړ نعمت الله ورکولای شي ځکه خو همدا الله تعالی د کامل حمد مستحق دی، نو دا سمه ده چې وویل شي {الحمدلله}.
اوومه فایده: څرګنده ده چې حمد د هغه چا مدح ده چې هغه منعم او لورېدونکی دی. څوک چې په نعمت پوه نه وي نو داسې وګړي په حمد او شکر ویلو مکلف نه دي. انسان د الله له حمد او شکر کولو څخه عاجز دی چې د ده د عاجزۍ وجهي دا دي.
لومړۍ وجهه: الله انسان ته ډېر نعمتونه ورکړي دي چې عقل ور باندې نه شي پوهېدلای ځکه چې ډېر دی. لکه چې الله تعالی وایي: {ان تعدوا نعمة الله لاتحصوها} او کله چې انسان د الله نعمتونه نه شي شمېرلی نو همدارنګه حمدونه او شکرونه هم ډېر دي.
دوهمه وجهه: انسان هومره حمد او شکر ویلی شي چې الله یې د ویلو قدرت ور کړی وي. کله چې الله تعالی د ده په زړه کې د دې حمد او شکر داعیه پیدا کړي، د حمد او شکر عوایق او حوایل یې له مخې لیري کړي چې دا ټول د الله له لوري انعامونه دي. انسان د دومره حمدونو او شکرونو د ویلو طاقت نه لري مګر که الله ورباندې خپل عظیم نعمت نازل کړی او طاقت یې ورکړي، چې پر دې نعمت هم شکر واجب دی. په دې توګه دا دومره ډېر حمدونه او شکرونه نه شي اداء کولای ځکه چې بې نهایته دي او دا محال کار دی چې بې نهایته حمدونه او شکرونه ووایي او پر محال پوري موقوف محال دی نو انسان هغه شکر او حمد نه شي کولای چې الله یې وړتیا لري. د ده د ناسېکۍ او عجز وجوه دا دي:
لومړۍ وجهه: پر انسان باندې د الله نعمتونه ډېر دي چې د ده عقل دا سېک نه لري چې دا نعمتونه وشمېرلای شي. لکه چې په خپله الله تعالی وایي: {ان تعدو نعمة الله لاتحصوها} او کله چې وګړي د الله تعالی نعمتونه نه شي شمېرلال نو د دغو نعمتو په مقابل کې له شکر او حمد څخه هم بې سېکه او عاجز دی او هغه حمد او شکر نه شي ادا کولای، چې الله یې وړتیالري.
دوهمه وجهه: وګړي هغه مهال د الله تعالی حمد او شکر ادا کولای شي چې الله د حمد او شکر سېک او قوت ور کړي او په زړه کې یې دا مینه واچوي چې د الله تعالی حمد او شکر وکړي او هغه مهال د الله تعالی حمد او شکر کولای شي، چې الله یې له مخې څخه د حمد او شکر موانع لیري کړي.
نو دا ټول امکانات د الله تعالی انعام دی چې شکر ورباندې دي واجب دی.نو وګړي دا شکر او حمد هغه مهال پوره کولای شي چې بې نهایته شکر اوحمد وکړي او دا راز شکر اوحمد کول محال دی او په محال پوري موقوف هم محال دی. نو وګړو هغه راز شکر او حمد نه شي کولای چې د الله تعالی له شان سره وړتیا لري.
درېیمه وجهه: شکر او حمد دا نه دی چې وګړي په خوله ووایي چې {الحمدلله} بلکه دا حامد دا علم او پوهه ولري چې الله تعالی د دې راز حمد او شکر مستحق دی. خو وګړي د الله تعالی د کمال او جلال د عظمت څخه بې سیکه او عاجز دی. څوک چې بې سېکه او عاجز وي نو هغه په سمه توګه د الله حمد او شکر نه شي کولای.
څلورمه وجهه: حامد او شاکر دا کمال کوي چې ده ګوندي د الله پوره حمد او شکر ادا کړی دی، دا راز حمد او شکر چې له الله تعالی سره وړ وي ناممکن دی په څو وجوهو باندې چې یوه وجهه یې دا ده چې د الله نعمتونه ډېر دي چې ادا کول یې په یو لفظ ناممکن دی. بله وجهه یې دا ده چې که څوک دا با ور ولري چې د ده حمد او شکر د الله له نعمتونو سره برابر دي نو په دې باور باندې دا شاکر او حامد مشرک شو.  ځکه یوه پوه ویلي دي چې دا پوه واسطې نومېږي چې { شکر کفر دی}.
درېیمه وجهه: دا ده چې وګړي په هرڅه کې الله تعالی ته اړتیا لري او خپلواک نه دی او الله د حامدانو او شاکرانو حمد او شکر ته کومه اړتیا نه لري. نو څرنګه به وګړي د الله تعالی حمد اوشکر وکړای شي؟
د دغو وجوهو له مخې دا ثابته ده چې بنده د الله تعالی حمد او شکر نه شي کولای. ځکه الله تعالی بندګانو ته نه دي ویلي چې {احمدو الله} (د الله تعالی حمد ووایئ) ځکه چې دا چاره د دوی له لاسه پوره نه ده او الله ویلي : {لایکلف الله نفساً الاوسعها} . چې بنده ووایي {الحمدلله} نو ده دا وویل چې د  ټولو حمدونو اوشکرونو وړ او مستحق یوازي الله تعالی دی -. وګړي دا حمد او شکر وویلای شي او که ویې نه شي ویلای. الله په خپله د خپل ځان حامد او شاکر دی. د بل چا حمد او شکر ته اړتیا نه لري، داود علیه سلام الله تعالی ته وویل چې ستا حمد او شکر خو پر ما باندې فرض دی او دا راز حمد او شکر خو زما په وس او سېک کې نه دی. الله تعالی ورته وویل چې تا په خپله بې سیکې او عجز اعتراف وکړ همدومره کفایت کوي.
اتمه فایده: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: {اذا انعم الله علی عبیده نعمة فیقول العبد الحمدلله  فیقول الله تعالی انظرو ا الی عبدی اعتیته مالا قدر له فاعطایی مالا قیمة له} د دې حدیث تفسیر دا دی چې کله چې الله تعالی خپل بنده ته نعمت ورکړی او دا نعمت یو معتاد څیز وي لکه چې دا بنده وږی وي نو الله خواړه ورکړي او یا تږی وي او دی اوبه ورکړي چې تنده یې ماته شي، یا لوڅ لپړ وي کالي ورکړي چې پټ شي، نو چې بنده ووایي {الحمدلله} نو د دې الحمد معنی دا ده چې ټولو حامدانو حمدونه ټول د الله دي او هغه حمدونه هم د ده دي چې حامدانو لا تر اوسه پوري نه دي ویلي خو کېدای شي چې ویې وایي. نو ټول حمدونه د الله دي هغه د عرش او کرسي د ملایکو حمدونه وي او که نور او هغه ټول حمدونه د ده دي چې د آدم علیه السلام څخه نیولي تر رسول الله پوري ټولو استازو ویلي دي. هغه ټول حمدونه هم د ده دي  چې حامدانو لا تر اوسه پوري نه دی ویلي، خو کېدای شي چې ویې وایي. هغه ټول حمدونه د ده دي چې  د الله د دې قول پورې یې د ده بنده ګان ده ته وایي: {دعوا هم فیها سبحانک اللهم وتحییتهم فیها سلام و اخر دعوا هم ان الحمدلله رب العالمین}.   بیا هم دغه محامد متناهي دي او ټول هغه محامد چې تر ابده ویل کېږي، دا ټول د ده دي. دا ټول محامد د الله په دې  قول کې دا خل دي چې وایي: {الحمدلله رب العالمین}. نو ځکه الله تعالی ویلي دي: {انظروا الی عبدی قد اعطیته نعمة واحداة لاقدر لها فاعطانی من الشکر مالا حد له ولا نهایة له}. ما بې نهایته نعمت ورکړ او ده راته بې نهایته شکر راکړ.
نهمه فایده: په دې کې کڼه او شک نه شته چې وجود له عدم څخه خیر او ښه دی، نو ویلای شو چې د الله له وجود څخه پرته نور ټول وجودونه د الله ورکړه ده او دا ورکړه د ده فضل او احسان دی اود الله فضل او احسان د شکر او حمد واجبوونکی دی، نو په ټولو موجوداتو د الله حمد واجب دی. چې بنده ووایي {الحمدلله} ، معنایې دا ده چې ټول حمد چې د هر حامد له خوا څخه وي دا راز حمد یوازي د الله دی او یوازي الله یې مستحق دی. بنده وایي چې په دې حمد کې ته هیڅ شریک نه لرې دا حمد ټول یوازي ستا دی اوبس.
لسمه فایده: که څوک ووایي چې تسبیح پر تمحید مقدم دی لکه چې ویل کېږي: {سبحان الله والحمدلله}. نو ولي حمد یوازي یاد کړی شو؟ ځواب دا دی چې تمحید پر تسبیح باندې بالتضمن دلالت کوي ځکه چې د تسبیح معنا دا ده چې الله تعالی په خپل ذات او صفاتو کې له نقصانونو، نیمګړتیاوو او افاتو څخه مبراء او پاک دی. حمد په دې معنی هم دلالت کوي چې الله پر بندګانو او خلکو باندې منعم، رحیم دی، تسبیح دې ته اشاره ده چې الله تام او پوره دی او تمحید دې ته اشاره ده چې الله لا ډېر تام او پوره دی. نو له همدې کبله پر حمد پیل اولی او ډېر ښه دی.
یوولسمه فایده: په {الحمدلله}  کې ماضي او مستقبل دواړه راځي. په ماضي کې یې خپلو بندګانو او مخلوقاتو ته نعمتونه ورکړي دي او په مستقبل او وروستمهال کې یې هم ورکوي، لکه چې وایي: {لئن شکرتم لأزیدنکم}. په حمد باندې پر حامد د دوزخ دروازې بندېږي. د جنت دروازې ورته پرانیستل کېږي چې همدا د حمد ستر برکت او کمال دی او له همدې امله چې د جنت دروازې د {الحمدلله} له برکته پرانیستل کېږي دې سورت ته فاتحه وایي.
دوولسمه فایده:
الحمدلله ډېره لویه او مبارکه کلمه ده، خو په خپل ځای کې او که بې ځایه وي نو بیا مقصود په لاس نه راځي «سری سقطی» ته - چې یو روحاني تېر شوی دی - چا وویل چې طاعت او عبادت باید څرنګه وشي؟
هغه وویل: چې ما یو ځل بې ځایه الحمدلله وویله، د دې بې ځایه الحمدلله ویلو له کبله دا دېرش کاله کېږي استغفار کوم او له الله څخه بخښنه غواړم. ورته وویل شول چې څرنګه دي الحمدالله بې ځایه ویلې ده چې له دې بې ځایه الحمدلله ویلو څخه بخښنه غواړې؟
سقطي ورته وویل په بغداد ښار کې اور ولګېده او د ټولو وګړو دکانونه وسول خو زما دکان نه وسو. چا را ته وویل چې د ټولو وګړو دکانونه وسول خو یوازي ستا د کان ونه سو. نو ما وویل الحمدلله چې زما دکان نه دی سوی. زما دا حمد بې ځایه و ځکه چې ما باید د نورو وګړو د دکانونو په سوزېدلو خوا بدي کړي وای. ما وویل الحمدلله چې زما دکان ونه سو. کله چې زه پوه شوم چې غلط شوم - یوازي د خپل دکان په نه سوځېدو مې خوښي وکړه - نو خوابدی شوم او د دغه بې ځایه الحمدلله ویلو له کبله دا دی دېرش کاله کېږي چې له الله څخه استغفار او بخښنه غواړم. الحمدلله خو لویه او ستره د جلال او کمال کلمه ده خو باید چې په ځای وویل شي.
دیارلسمه فایده: هغه لومړۍ کلمه چې زموږ پلار آدم علیه السلام، یاده کړي ده هغه الحمدلله ده او هغه وروستۍ کلمه چې جنتیان یې وایي هغه هم همدا الحمدلله کلمه ده. لومړۍ کلمه آدم علیه السلام په دې توګه ویلي ده چې کله روح د ده نو (سره) ته ورسېده نو ده وویل: الحمدلله رب العالمین. او دا چې جنتیان یې بیا د وروستي ځل له پاره وایي هغه داسې ده: {و اخر دعواهم ان الحمدلله رب العالمین} نو د عالم پېل او فاتحه هم په الحمدلله شوي ده او همدارنګه یې پای او اخر هم په الحمدلله شوي ده.
نو ته هم هڅه کوه چې لومړی او پای دې د الحمدلله په همدې مبارکه کلمه وي، ځکه چې د انسان عالم ووړ دی نو چاره یې په کار ده چې  د ستر عالم په شان په الحمدلله وي.
څوارلسمه فایده: جبریه او قدریه دواړو ډلو عالمانو په الحمدلله تمسک کړی او همدا الحمدلله یې د ځان له پاره سند ګرزولی دی. جبریه و په څو وجهو په الحمدلله تمسک کړی دی.
لومړۍ وجهه: هر کله چې د چا فعل اشرف او اکمل وي او د ده نعمت ډېر ښه او اعلی وي نو همدی د ډېر حمد او ثنا مستحق دی.  په دې کې شک نه شته چې په مخلوقاتو کې ډېر اشرف څیز ایمان دی. که ایمان د بنده فعل وای نو بنده به له الله څخه د حمد ډېر مستحق وای. څرنګه چې داسې نه ده نو موږ پوه یو چې ایمان د الله مخلوق دی نه د بنده.
دوهمه وجهه: امت په دې اجماع کړي ده چې الحمدلله د ایمان په نعمت دی. که دا ایمان د بنده فعل وای او د الله فعل نه وای نو د وګړو دا وینا {الحمدلله علی نعمة الایمان} به باطله وه ځکه چې حمد د فاعل پر هغه څه باندې چې هغه د ده فعل نه دی، باطل دی، ځکه چې الله تعالی ویلي دي: {ویحبون ان یحمدو بما لم یفعلو}.
درېیمه وجهه: موږ دا خبره ثابته کړي ده چې الحمدلله څخه بل هیڅوک د حمد مستحق نه دي، نو ټول حمد به هغه مهال د الله و چې ټول نعمتونه د ده له لوري وای. ایمان ډېر افضل نعمت دی نو واجب ده چې ایمان د الله له لوري وي.
څلورمه وجهه: الحمدلله په خپله د خپل ځان مدح کوي او د ځان ستایل په وګړو کې بد او قبیح ګڼل کېږي. نو کله چې الله خپل کتاب قرآن کریم په الحمدلله پیل کړ چې دا الحمدلله په خپله د ده مدح ده نو له دې څخه دا جوته شوه چې د الله حال د بندګانو له حال څخه بېل دی. هغه دا چې بندګان په خپله مدح بد ښکاري او قبیح کار دی خو الله تعالی په خپله ستاینه او حمد ښه ښکاري نو داسې کېږي چې په کوم څیز بنده بد ښکاري په هغه څیز الله ښه ښکاري او دا خبره په دې دلالت کوي چې الله مقدس دی او د ده افعال د بندګانو په افعالو نه قیاسېږي.
د بندګانو ځینې چارې قبیحي دي خو د الله ټولې چارې ښې او حسنې دي چې په دې باندې د اعتزال ټول اصول ړنګېږي.
پنځمه وجهه: د معتزله و په نزد د الله ټول افعال حسن دي او په کار ده چې د ده افعال په حسن سربېره یو بل صفت هم ولري او که نه نو د ده افعال به عبث شي. عبثکاري د الله په باره کې محاله ده - الله عبث کار نه کوي. هغه څیز چې پر حسن باندې زاید دی هغه به یا واجب وي او یا به د ده تفضل او مهرباني وي. د واجب مثال نېکچارو ته د دوی د اعمالو ثواب ورکوي او د تفضل مثال دا دی چې څه د چا حق وي هغه خو ور کولی شي او لا نور هم ور کولی شي.
دا خبره په دې کې چې الله تعالی د حمد مستحق دی عیب پیدا کوي او زموږ د دې وینا چې وایو الحمدلله صحت باطلوي. د دې خبرې بیان او بفصیل دا دی: اداء د واجب د حمد استحقاق نه لري، لکه د یو چا چې پر یو بل چا باندې پور وي او هغه پور وړی پور حقدار ته ورکوي نو دا پوروړی د حمد او ستاینې مستحق نه دی. که پر الله باندې کوم فعل واجب وي نو د دغه په مقابل کې د حمد استحقاق نه لري او که الله تعالی له چا سره تفضیلآ ښه وکړي نو په دې راز ښو کولو د مدح حقدار شو او چې دا حق ور ورسېده نو کامل شو چې د دې حق تر رسېدو د مخه ناقص و او د دې دا معنا ده چې الله تعالی د حمد مستحق نه دی.
شپږمه وجهه: الحمدلله په دې دلالت کوي چې الله تعالی محمود دی. نو ویل کېدا شي چې دا حمد او مدح الله تعالی لره لذاته ثابته ده او که ثابته نه ده. لومړی ممتنع دی چې حمد ور لره لذاته ثابت دی نو دا د بل چا د مدحې له پاره ممتنع دی. دا هم ممتنع ده چې کوم څیز د ده له پاره موجب د حمد وي او هغه د ذم او بد ویلو استحاق ولري ځکه هغه چې د ده د ذات له پاره ثابت دی د دې څیز ثبوت د بل له پاره ممتنع دی.
چې داسې وي نو پر الله باندې هیڅ څیز واجب نه دی نو بندګان پر الله باندې کوم حق نه لري چې الله یې عوض ور کړي او یا ثواب ورکړي. په دې خبره د معتزله اصول ړنګېږي او دوهم قول چې الله لذاته د حمد مستحق نه دی نو په دې صورت الله ناقص لذاته دی او پر بل څیز ورته کمال حاصلېږي او دا خبره د الله په حق کې محاله ده ځکه چې الله په خپله کامل دی او د بل کوم کمال په انتظار کې نه دی چې ور باندې کامل شئ.
خو معتزله وایي: چې د الله تعالی دا قول الحمدلله هغه وخت ذات دی چې د ده په فعل کې قبیح نه شته او د ده په قضاءګانو کې ځور او تېری نه شته او د ده په حکمونو کې ظلم نه شته، موږ وایو چې الله تعالی همدغسي دی، نو الله تعالی د سترو حمدونو او مدحو مستحق دی.
جبریه وایي چې هر قبیح د الله تعالی فعل دی او هم جور د ده حکم دی. هر عبث د ده کار دی، ځکه چې همدا الله تعالی په کافر کې کفر پیدا کوي بیا یې په همدغه کفر عذابوي. حیوانات ځوروي خو عوض او بدل نه ورکوي نو په دې تقدیر به څرنګه د حمد مستحق شي؟ بله دا ده چې الله تعالی د الهیت په سبب همدغه حمد مستحق دی.
 چې دا حمد به یا پر عبد او بنده باندې وي او یا به په خپله پر همده باندې وي، که دا حمد پر بنده باند وي نو پر بنده واجب ده چې به په حمد ویلو قادر وي چې په دې توګه د بنده په خبر باندې قول باطل دی.
که حمد پر الله تعالی وي نو دا واجبېږي چې الله تعالی به په خپله د خپل ځان حمد وایي او دا قول باطل دی چې الله تعالی په خپله د خپل ځان حمد ووایي. نو ځکه قدریه وایي چې د الله حمد پر بنده لازم دی نو بنده فاعل دی او پر حمد ویلو قادر دی، ځکه چې زموږ دا وینا سمه ده.
پنځلسمه فایده: پوهان په دې کې اختلاف لري چې د الله تعالی شکر په عقل واجب دی او که په سمع یعنی چې عقلي واجب دی او که سمعي. ځیني وایي چې د شکر وجوب په سمع واجب دی، ځکه چې الله تعالی وایي: و ما كنا معذبين حتي نبعث رسولا} او دا هم وایي: {رسلآ مبشرین و منذرین لئلا یکون لنابین علی الله حجة بعد الرسول} او ځینې پوهان وایي: چې شکر پر بنده باندې د شرع له راتللو څخه د مخه هم ثابت او لازم دی او د شرع تر راتللو څخه وروسته هم لازم دی. بالاطلاق. د دې دلیل د الله تعالی دا قول دی چې وایي: {الحمدلله} او د دې خبرې بیان او توضیح څو وجهې لري.
لومړۍ وجهه: دا ده چې الله وایي الحمدلله نو دا به پر دې دلالت کوي چې دا حمد د الله تعالی حق او ملک دی. علی الاطلاق. او دا د دې دلیل دی چې حمد د شرع له راتللو له مخي لازم او واجب دی او الله یې مستحق دی.
دوهمه وجهه: دا ده چې الله تعالی وایي: {الحمدلله رب العالمین} او د فقهې په اصولو کې دا ثابته شوي ده چې د حکم ترتیب پر مناسب وصف باندې پر دې دلالت کوي چې دا حکم معلل دی په همدغه وصف باندې یعني د دې حکم علت همدا وصف دی. نو دلته الله تعالی حمد خپل ځان ته ثابت کړی دی، ویلي یې دي چې الله رب العالمین  دی او پر دوی باندې رحمان او رحیم دی. چې دا سي ده نو دا ثابته ده چې پر ټولو حالاتو کې الله تعالی د حمد مستحق دی، د نبي له راتللو له مخه وي او که د ده له راتللو وروسته وي خو دی مطلق د حمد مستحق دی.
شپاړسمه فایده: پر موږ واجب ده چې د حمد حقیقت او ماهییت وپېژنو، نو وایو چې د الله تعالی تمحید له الحمدلله څخه عبارت  نه دی، ځکه چې زموږ دا قول {الحمدلله} له حمد څخه اخبار او خبر ورکول دي او اخبار له مخبرعنه څخه مغایر وي. نو دا واجب ده چې د الله تمحید له الحمدلله څخه مغایر وي نو اوس وایو چې د منعم حمد عبارت دی له هر هغه څخه چې د منعم پر تعظیم او سترتیا باندې د ده د انعام له امله دلالت کوي، دا فعل به یا د زړه فعل وي ، یا به د ژبي فعل وي، یا به د حوارحو او اندامونو فعل وي.
د زړه فعل دا دی چې زړه دا باور ولري چې الله تعالی د کمال او جلال په صفتونو موصوف دی او د ژبي فعل دا دی چې داسې الفاظ پر ژبه باندې راوړل شي چې د الله تعالی پر کمال او جلال دلالت وکړي او د اندامونو فعل دا دی چې په اندامونو داسې چارې وکړي چې دا چارې د الله تعالی پر جمال او کمال باندې دلالت وکړي چې د حمد همدا معنا ده.
په دې مقام کې پوهان په دوو ډلو وېشل شوي دي:
لومړۍ ډله هغه پوهان دي چې وایي: دا جایز نه ده چې د الله تعالی پر خپلو بندګانو باندې امر وکړي چې د ده عبادت وکړي او په دې قول باندې یې په څو وجهو باندې استدلال کړی دی.
لومړۍ وجهه: دا ده چې پر بندګانو به یې دا تمحید او حمد ویل پر هغه نعمت واجب کړي وي چې د مخه یې ورکړی دی او یا دا چې تر دې حمد ویلو به یې وروسته ورکوي. لومړی صورت باطل دی چې په ورکړي نعمت له بندګانو څخه تمحید وغواړي، ځکه چې د دې دا معنی کېږي چې الله تعالی له خپلو بندګانو څخه په خپل نعمت ورکړه مکافات او بدل غواړي او دا د کرم او مهربانۍ له پاره عیب دی، ځکه چې کرم انعام پر چا باندې وکړي له هغه څخه بیا نه غواړي چې مکافات ورکړي.
دوهم دا ده چې له انعام څخه د مخه ور څخه حمد ویل غواړي چې دا د بل چا ستړي کول او ځور دی. دا ظلم دی. بله دا ده چې دا راز حمد ویل پر حامد باندې خوشي بې ګټې بار دی او منعم ته کومه فایده نه لري، ځکه چې منعم او محمود په خپله په خپل ذات کې کامل او پوره دی، کوم بل څیز ته اړتیا نه لري او کامل ته دا مستحیل دی چې پر بل چا باندې خپل کمال حاصل کړي او تحصیل د حاصل کېږي. نو دا حمد ویل عبث او ضرر دی، نو واجب ده چې دا راز حمد مشروع او روا نه وي.
درېیمه وجهه: دا ده چې د ایجاب معنا دا ده چې که بنده دا کار ونه کړي چې ور باندې واجب دی نو د عذاب مستحق دی نو معنا دا ده چې الله تعالی بنده ته وایي، که دي دا واجب ونه کړ زه به عذاب در کړم او دا حمد الله ته کومه ګټه نه لري نو معنا دا شوه چې په دې فعل کې د هیچا ګټه نه شته نه د خالق او نه د مخلوق. «که دا بې ګټې کار دي ونه کړ نو زه به دي تر ابده په عذاب کړم!»  دا ډول پرېکړه له حکیم او کریم لایقه نه ده.
دوهمه ډله وایي حمد ویل په څو وجهو بې ادبي ده:
لومړۍ وجهه: د الله ډېر احسان د بنده د لږ شکر په مقابل کې راځي او دا بې ادبي ده.
دوهمه وجهه: شکر هغه مهال کېږي چې نعمت په زړه کې یاد وي او زړه په دغه نعمت مشغول وي او د الله معرفت ته یې پام نه وي.
درېیمه وجهه: بنده د نعمت په مقابل کې د الله شکر کوي او دا په دې دلالت کوي چې دا بنده دا شکر او حمد د دې له پاره کوي چې ده بنده ته دا نعمت ورکړی دی او د دې سړي مطلب او معبود همدا نعمت دی او خپله خوښي یې مطلب ده، دا ډېر ټیټ مقام دی والله اعلم.

دوهم څپرکی
د {رب العالمین} تفسیر
 په دې کې څو فایدې دي.
د عالم اقسام او د هر قسم انواع:
لومړۍ فایده: موجود به یا واجب لذاته وي او یا به ممکن لذاته وي. واجب لذاته یوازي الله دی او ممکن لذاته له ده څخه پرته دا نور ټول موجودات دي، چې ورته عالم وایي. متکلمینو ویلي دي چې له الله پرته هر موجود عالم دی او عالم ته ځکه عالم ویل کېږي چې د ده وجود د الله پر وجود باندې دلیل دی.
له الله څخه پرته هر موجود به یا متحیز وي او یا به د متحیز صفت وي او یا به نه متحیز وي او نه به د متحیز صفت وي چې په دې توګه عالم په درې قسمه دی.
    •    متحیز: دا متحیز به یا وېشل کېږي او یا به نه وېشل کېږي، که وېشل کېده نو دا جسم دی او که نه وېشل کېده دا جوهر فرد دی، جسم به یا له علوي اجسامو څخه وي او یا به له سفلی اجسامو څخه وي. علوي اجسام افلاک او کواکب دي او شرح پرته له دې دواړو څخه نور شیان هم ثابت کړي دي لکه عرش، کرسي، سدرة المنتهی، لوح او قلم او جنت. سفلی اجسام به یا بسیط وي او یا به مرکب وي. بسیط اجسام دا څلور عناصر دي :
    •    لومړۍ د ځمکې کره ده او څه چې په ځمکه کې دي، لکه بیدیاوې، غرونه او ښارونه.
    •    دوهمه د اوبو کره ده چې بحرونه اولوی، واړه سمندرګې دي او هغه څه چې په دې کره کې دي.
    •    درېیمه د هوا کره ده او
    •    څلورمه د اور کره ده.
مرکب اجسام حیوانات، نباتات او جمادات دي.
    •    د متحیز صفت عبارت دی له اعراضو څخه چې متکلمانو اعراض تقریبآ څلویښت ښودلي دي.
    •    درېیم قسم چې نه متحیز دی او نه د متحیز صفت دی، نو دا درېیم ارواح ده. دا ارواح به یا سفلی وي او یا به علوي وي، ارواح به یا له اجسامو سره تعلق لري چې ورته فلکي ارواح وایي او یا به له اجسامو سره تعلق نه لري چې دا ارواح پاک او مقدس ارواح دی.
د عالم دا درېواړه اقسام د رب العالمین پیدا ده او عالَم واجب الوجود لذاته عالِم ته په هرڅه کې اړتیا لري ځکه چې دا واجب رب العالمین دی.
دوهمه فایده:
مربي دوه قسمه دی، یو هغه مربي دی چې یو څیز د دې له پاره روزي او تربیه کوي چې ګټه ترې واخلي. دوهم هغه مربي دی چې مربی ٰد دې له پاره تربیه کوي چې په خپله مربی ته ګټه ورسېږي. دا ټولو خلکو تربیه په دوهم قسم کې راځي ځکه چې دا نور شیان روزي د دې له پاره یې روزي چې په کې ګټه وکړي، چې دا ګټه به یا ثواب وي او یا به ثنا او صفت وي. دوهم قسم مربي الله تعالی دی چې شیطان روزي خو د ګټې په تمه نه دی ځکه چې هغه بې نیازه او صمد دی. لکه چې په خپله وایي، ما تاسو د دې له پاره پیدا کړئ چې له ما څخه ګټه واخلئ. نه د دې له پاره چې زه له تاسو څخه ګټه واخلم. نو الله تعالی شیان روزي او ورسره ښېګڼه کوي، دی ډېر ښه روزونکی او ښېګڼه کوونکی دی.
د الله تعالی تربیه او روزنه د غیرالله په شان نه ده، ځکه چې غیر الله شیان د ځان د ګټې له پآره روزي او د دی خبرې بیان څو وجهي لري.
لومړۍ وجهه: الله تعالی شیان روزي او خپل بندګان روزي نه د دې له پاره چې د ځان له پاره یې روزي بلکه شیان په خپله د همدغو شیانو له پاره روزي.
دوهمه وجهه: غیر الله چې کوم څیز روزي نو ورباندې لګښت کوي چې په دې لګښت سره د ده په شتمنۍ کې کمي راځي او  الله داسې نه دی، لکه چې په خپله وایي: {ان من شیء الا عندنا خزائنه وما ننزله الا قدر معلوم}.(حجر، ۲۱)
درېیمه وجهه: پرته له الله تعالی څخه نور ښېګڼه کوونکی په ډېره غوښتنه خوابدي کېږي او بې وزله فقیر دګی او بیا څه نه ورکوي او شړي یې، خو الله په کلکه غوښتنه او په ټینګار سره غوښتنه باندې خوښېږي، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي: {ان الله تعالی یحب الملحین فی الدعاء} (الله په ټینګار سره له ده څخه غوښتونکی خوښوي).
څلورمه وجهه: له الله څخه پر ته ورکوونکی چې څوک ور څخه څه ونه غواړي نه یې ورکوي خو الله تعالی خپلو بندګانو ته د دوی له غوښتنې پر ته هم  د دوی د اړتیا هر څه ورکوي. ته نه ګورې چې وړوکی یې وروزلې. ته په رحم کې وې، ته نا پوهه او جاهل وې، په دې نه پوهېدلې چې له الله څخه دې څه غوښتي وای خو ته یې روغ رمټ وساتلې او ښېګڼه یې در سره وکړه چې تا دا ښېګڼه نه وه غوښتې او تا عقل نه درلود، لاره دي نه پېژندله.
پنځمه وجهه: چې له الله پرته ښېګڼه کوونکی یا په سبب د فقر، یا غیبت او یا په مرګ سره خپله ښیګڼه بندوي خو الله تعالی خپله ښېګڼه نه بندوي.
شپږمه وجهه: له الله څخه پرته نور ښېګڼه کوونکي یو چا ته یو څه ورکوي او بل ته یې بیا نه ورکوي او د ده ورکړه عامه نه وي، خو د الله ورکړه، علم وي او که نور څه، بنده ته ورکوي او ټولو ته یې ورکوي، لکه چې په خپل وایي: {ورحمتی وسعت کل شیء} (زما رحمت هرڅه ته رسېږي) ځکه چې ډېر دی. نو ځکه یې د خپل ځان په باره کې ویلي دي: {الحمدلله رب العالمین}.
درېیمه فایده: څوک چې په نړۍ د چا حمد، مدح او تعظیم کوي دا له څلورو وجهو څخه کوي، الله ځکه بې غوښتنې ورکړه کوي چې په خپله له ټولو نیمګړتیاوو او کمښتونو څخه کامل دی، په ذات او صفاتو کې او هیڅ نیمګړتیا نه لري او ښېګڼه کوي، ځکه چې ښېګڼه کوونکی، نعمت ورکوونکی دی. ته ورڅخه ښېګڼه په راتلونکي کې غواړي او یا ورڅخه ډارېږي او ښېګڼه یې غواړې، نو وایي چې ای بندګانو ما وستایي، ځکه چې رب العالمین یم. چې همدا د {الحمدلله} مراد دی. که تاسو ما عظیم ګڼۍ نو زه رب العالمین یم ځکه مې عظیم بولئ، نو زما حمد ووایاست، ځکه چې زه اله العالمین یم. او که تاسو زما تعظیم کوئ چې وروسته در سره ښېګڼه وکړم نو رحمان رحیم یم، او که تاسو زما تعظیم د دې له پاره کوئ چې له ما څخه ډارېږئ نو زه مالک یوم الدین یم.
څلورمه فایده: الله چې خپل بنده ګان روزي دا ډېر وجوه لري چې پای نه لري او دلته یې یو څو مثالونه او بېلګې یادول کېږي:
لومړۍ بېلګه، د پلار اومور څخه په رحم کې نطفه ده چې لومړی پرنډ وینه شوه، بیا د غوښې یوه بوټۍ شوه بیا ور څخه مختلف اعضاء پیدا شول لکه هډوکي، غضروفونه یعنيی تیندوړي، بیا ور څخه نور رباطات ، تار او رنګونه پیدا شول بیا دا ټول یو په بل پوري سره ونښتل بیا په دې ټولو کې  خاص خاص قوتونه پیدا شول. باصره قوه، په سترګو کې پیدا شوه. ناطقه قوه، په ژبه کې پیدا شوه او دا د الله په تربیه باندې دلالت کوي چې خپل بنده یې په دې توګه روزلی دی.
دوهمه بېلګه، دا ده چې له ډېرو بې شمېرو غړو روغ وګړي، څاروي او نباتات یې پیدا کړي او حیوانات وګړي او نور ژوندي شیان یې ورڅخه جوړ کړي. په دې دومره ډېرو شیانو پیدا کولو یې د ژوند ګټه ده. الله تعالی وایي: {انا صبب الماء صباً ثم شققنا الارض شقا} (عبس، ۲۵ – ۲۶)
درېیمه بېلګه، دا ده چې الله تعالی افلاک او کوائب جوړ کړي دي چې د بندګانو په کې ګټه ده، شپه یې د راحت له پاره او ورځ یې د کارو بار له پاره جوړه کړي ده. لکه چې وایي: {هوالذی جعل الشمس ضیاء والقمر نوراً او قدره منازل لتعلموا عددالسنین اوالحساب، ما خلق الله ذالک الا بالحق} (یونس، ۵) {وهوالذی جعل لکم النجوم لتهتدوا بها فی ظلمت البرو النحر} (الانعام، ۹۷) او ویلي یې دي: {الم نجعل الارض مهاداً والجبال او تاداً} (النباء، ۶ – ۷) نو کله چې ای بنده ته په معادنو کې، نباتاتو، حیواناتو او د الله د حکمت په آثارو کې چې په وګړو کې یې پیدا کړي دي فکر وکړې نو تاته خپل عقل په ښکاره وایي چې الله د تر بیې او روزنې ډېر اسباب پیدا کړي دي چې په دې راز فکر سره ته د الحمدلله رب العالمین پر یو څه اسرارو پوهېږې.
پنځمه فایده: الله تعالی د حمد نسبت خپل ځان ته کړی دی، نو ویلی یې دي: {الحمدلله} او بیا یې د ځان اضافت عالمونو ته کړی دی، نو معنایې دا ده چې الله وایي د بنده نسبت مې خپل ځان ته وکړ، ځکه چې زما ملک دی او زه یې مالک یم. بیا مې خپل ځان معرفي کړ ځکه چې همدا زه رب العالمین یم. دا د دې دلیل دی چې الله د کاملو صفتونو خاوند دی. نو کله چې موږ ووایو، الله دا وینا زموږ په دې دلالت کوي چې الله واجب الوجود لذاته دی.
دا چې وایي، رب العالمین معنا یې دا ده چې د ټول عالم وجود د ده تربیه، احسان او وجود دی ډېر کامل او پوره دی.
شپږمه فایده:
الله بنده ته وایي چې زه له تا څخه پرته نور بندګان هم لرم لکه چې وایي: {ومایعلم جنود ربک الاهو} (ستا د پالونکي د لښکرو شمېر همهغه ته مالوم). ته پر ته له ده څخه بل رب نه لرې او بیا تا داسې روزي لکه چې پرته له تا څخه بل بنده نه لري او ته د ده داسې عبادت کوې لکه چې ته له ده څخه پرته بل رب هم لرې. دا څومره ښه روزنه ده. دی دې په دې ورځ له افاتو او بلیاتو څخه ساتي او د دې ساتنې عوض در څخه نه غواړي او د شپې دي هم بې عوضه ساتي، نو ساتونکي نوکران واکمن هره شپه ساتي نو دا ساتونکي دا خپل واکمن د چیچونکو له چیچلو څخه ساتلای شي؟ او الله بندګان له هرې بدې ورځې او افاتو او بلیاتو څخه ساتي د الله څومره ستره تربیه ده او څه ښه تربیه او ساتنه ده.
اوومه فایده: قدریه پوهانو ویلي دي چې الله ځکه چې د عالمونو رب دی او د دوی روزونکی دی ورسره ښېګڼه کوي او له ضررونو یې ساتي. خو دا چې په کافر کې یې کفر پیدا کړی دی او بیا یې په دغه کفر باندې عذابوي او پر ایمان امر کوي بیا یې منع کوي او نه یې پرېږدي چې مومن شي. نو بیا نه دا رب دی او نه مربي دی، بلکه ضرر رسوونکی او اذیت کوونکی دی.
جبریه وایي:  الله به هغه مهال رب او مربي شي چې نعمت د ده له لوري وي او الطاف د ده له لوري او د ده په رحمت سره بندګانو ته رسېږي. نو کله چې ایمان په نعمتونو کې یو ستر اولوی نعمت دی نو دا واجب ده چې دا ایمان د الله له لوري بنده ته ور کول شوی وي چې دی رب العالمین شي او په بندګانو کې د ایمان خالق او محسن شي.
اتمه فایده: موږ چې د الله هر څومره ستاینې وکړو دی له دې ټولو ستاینو څخه اشرف او لوړ دی.

درېیم څپرکی
د رحمن، رحیم  تفسیر
د فوایدو په باره کې یې:
رحمن یعني داسې نعمت ور کوونکی چې بندګان د داسې نعمت د ورکړې سېک او توان نه لري. له ابراهیم بن ادهم څخه حکایت دی چې وایي: زه د یو چا مېلمه وم، نو دسترخوان وغوړېده، یو کارغه راغی او یوه ډوډۍ یې وتښتوله، نو ما ورته تعجب وکړ اوهکپک شوو. بیا دا کارغه پر یوه غونډۍ باندې کښېناست چې هلته یو سړی له لاسونو او پښو څخه کلک پلک تړلی پروت و، نو کارغه دا ډوډۍ هغه ته ور وغورځوله چې د بندي په مخکې ولوېدله.
ذوالنون ویلي دي: چې زه په کور کې وم چې ناڅاپه مې په زړه یوه ولوله پیدا شوه او په دې ولوله له ځان څخه بې ځانه شوم. نو له کور څخه ووتلم او د نیل غاړې ته ورسېدلم. هلته مې یو غټ لړم ولید، چې منډه یې اخیستي وه. دا لړم د سین غاړې ته ورسېد.بیا دې لړم ټوپ کړ او د یوې چونګښې پر شا باندې ودرېد او چونګښه روانه وه او لامبو یې وهله، نو بیا دا چونګښه په یوه بېړۍ کې ور وختله چې چونګښه د نیل پوري غاړې ته ورسېدله او لړم یې له شا څخه کوز شو. نو په منډو روان شو، زه هم ور پسې وم، نو هلته مې له یوې ونې لاندې یو زلمی ویده ولید.
لیده مې چې یو مار ورته راغی او کله چې مار دې زلمي ته ورسېده، دا لړم هغه مار ته ورسېد، نو لړم ټوپ کړ پر مار باندې او هغه ته یې نېش ورکړ، ویې چیچه. مار هم لړم وچیچه. دواړه مړه شول. دا له ونې لاندې پروت زلمی له دواړو مار او لړم څخه روغ رمټ پاتي شو.
حکایت دی چې د کارغه بچی له هکۍ څخه ووځي، بڼکې نه لرې او داسې ښکاري لکه د غوښې یوه سره بوټۍ او کارغه ورڅخه وتښتي او نه یې ساتي. بیا په دغه سره بوټۍ باندې میاشي راټول شي ځکه چې دا د کارغه بچی یوه سره د غوښې بوټۍ ښکارې. دی په همدې حال وي چې بڼکې ور باندې پیدا شي او په بڼکو کې پټ شي. نو په دغه مهال یې مور راشي. ځکه خو د عربو په دعاء ګانو کې ویل کېږي: «ای، په ځالو کې د بچیو ساتونکیه!» نو له دغو مثالونو څخه ښکاري چې د الله فضل عام دی او احسان یې شامل دی، هر چاته رسېږي او رحمت یې پراخه دی.
حوادث او پېښې دوه ډوله دي: ځینې پېښې داسې دي چې سړی ګمان کوي چې دا ښې پېښې دي خو هغه ښې نه وي، بلکې په حقیقت کې عذاب او کړاو وي. ځینې داسې پېښې دي چې په ښکاره کړاو ښکاري خو په حقیقت کې د الله فضل، احسان او رحمت وي.
لومړی قسم دا دی:  که پلار خپل زوی پرېږدي چې هر څه یې زړه وي هغه کوي او پلار یې ادب نه ورکوي او ورته نه وايي چې علم زده کړي، نو په ښکاره خو دا پلار پر زوی لور مهرباني کوي خو په واقعیت کې ور سره دښمني کوي.
دوهم قسم دا دی: لکه پلار چې زوی په ښوونځي کې را ایسار کړي او  علم ورباندې زده کوي نو دا خو په ښکاره یو لوی کړاو دی خو په حقیقت کې یو ښه په زړه پوري لور او نعمت دی. په همدې راز  که د کوم وګړي په لاس کې وژونکی ټپ پیدا شي او دا وګړی دا خپل لاس د نور سرایت له کبله پرې کړي، نو دا خو په ښکاره یو ستر کړاو دی، چې په باطن کې راحت او رحمت دی، نو احمق په ظاهر غولېږي او هوښیار عاقبت او اسرارو ته ګوري.
نو هر کړاو که په دنیا کې کړاو او درد او خوږ ښکاري، خو په حقیقت کې رحمت او حکمت دی. حکمت یې په دې توګه دی چې که ډېره ګټه او ښېګڼه د لږې ګټې او ښېګڼې له پاره پرېښودل شي، نو دا ډېر بد کار دی. نو په هغه تکالیفو کې چې الله پر بنده ایښي دي له بدني اړیکو څخه د ارواحو پاکي او سپېڅلتیا ده، لکه چې الله تعالی فرمایلي: {ان احسنتم احسنتم لانفسکم}. او د دوزخ د پیدا کولو مقصود دا دی چې وګړي له بدیو څخه لیرې شي، ښېګڼو او نېکیو ته مخه کړي. کله چې الله تعالی وایي: {ففروا الی الله} په دې باره کې ښه مثال د موسی او خضر علیهما السلام کیسه ده. د موسی حکم د امورو پر ظاهر بناء و، نو د بېړۍ ورانول ورته ښه ښکاره نه شول او د هلک وژل او د دېوال جوړول ورته بد معلوم شول او خضر علیه السلام ملامت وګاڼه. خو د حضر علیه السلام چارې په پټو اسرارو بنا وې نو حضر علیه سلام، ورته اسرار بیان کړل او ویې ویل: {اما السفینه فکانت لمساکین یعملون فى البحر فاردت ان اعیبها و کان وراءهم ملک یاخذ کل سفینه غصبا، و اما الغلام فکان ابواه مو منین فخشینا ان یرهقهما طغیانا و کفرا، فاردنا ان یبدلهما ربهما خیرا منه زکوه و اقرب رحما، و اما الجدار فکان لغلامین یتیمین فى المدینه و کان تحته کنز لهما، و کان ابوهما صالحا فاراد ربک ان یبلغا اشدهما و یستخرجا کنزهما رحمة من ربک }.
نوله دې قصې څخه دا ښکاره ده حکیم محقق هغه ذات دی چې خپل کار پر حقایقو بنا کړو، نه پر ظاهر باندې، نو کله چې ستا کوم څیز نه خوښېږي او عقل دي ور څخه کرکه کوي نو پوه شه چې په دې کې پټ اسرار د کامل حکم شته او د ده حکمت او رحمت دا غوښتنه. په دې مهال تا ته د {الرحمن الرحیم}، د اسرارو سمندر ښکاره کېږي.
دوهمه فایده: { الرحمن } د الله خاص نوم دی او رحیم هم الله ته ویل کېږي او هم نورو ته. نو که وویل شي چې پر دې توګه الرحمن اعظم دی،نو ولې الله تعالی دانی یعني الرحیم له اعلی پسي یعني الرحمن پسي یاد کړی دی؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی چې له ستر لوی څخه لږ او سپک څیزونه غوښتل کېږي. ویل کېږي چې څوک کوم ستر شخص ته ورغی ورته یې وویل د یو اسان او لږ کار له پاره تا ته راغلی یم. نو هغه ورته وویل چې د دې لږ کار له پاره یو ووړ سړی چېرته وګوره. نو {الرحمن الرحیم} باندې الله ورته وایي چې له ما څخه ستر کار غواړې او د واړه کار غوښتل درته ستونزمن ښکاري، خو لکه څرنګه چې ته ما رحمان ګڼې او سترې چارې را څخه غواړې نو له ما څخه دې د څپلۍ پیاړمه وغواړه او هم را څخه د کټوۍ له پاره مالګه وغواړه. لکه چې الله تعالی موسی علیه السلام ته وویل: یا موسی د خپلې کټوۍ مالګه او د خپل پسه او مږ واښه له ما څخه غواړه.
درېیمه فایده: الله خپل ځان په { الرحمان الرحیم } ستایلی دی. بیا ده مریم علیها اسلام، ته یو رحمت ورکړ، لکه چې وایي: {ورحمة منا وکان امراً مقضیا}. نو دغه رحمت د دې د نجات سبب شو چې د کفارو او فجارو له توبیخ او ګواښ څخه وژغول شوه. بیا زه چې الله هره ورځ کې څلور دیرش واره یادوم او وایم چې دی رحمان دی، دی رحیم دی، او لفظ د { الرحمن الرحیم } په هر رکعت کې دوه ځله ویل کېږي، یو وار په {بسم الله الرحمن الرحیم } کې او یو وار په { الحمدلله رب العالمین الرحمن الرحیم } کې. نو کله چې یو وار د رحمت ذکر له ستونزو څخه د مریمې له پاره د نجات سبب شو نو ایا د مسلمانانو له پاره د { الرحمن الرحیم } دا ډېر تکرار به له دوزخ څخه د نجات سبب نه شي؟  ارو مرو به شي.
په برکت به یې له اور او عار او همدارنګه  له هلاکت څخه خلاص شي.
څلورمه فایده: الله تعالی رحمن، دی ځکه چې دی هغه څه پیدا کولای شي چې بنده یې د پیدا کولو سېک نه لري، او رحیم دی ځکه چې هغه څه پیدا کولای شي چې بنده د هغه شي دجنس د پیدا کولو قدرت نه لري. نو دا داسې شوه لکه چې الله وایي: زه رحمن یم ځکه یوه نا څیزه نطفه وې او ما تا ته ښکلی صورت او څېره در کړه، لکه چې الله وایي: {وصورکم فاحسن صورکم} او رحیم یم ځکه چې ته ما ته ناقص عبادت کوې او زه تا ته سپېڅلی جنت درکوم.
پنځمه فایده: وايي چې د یو زلمي مرګ را نژدې شوی و او د شهادت د کلمې له ویلو څخه چې {اشهدان الاله الا الله} ده، ژبه ناتوانه پاتي وه او دا کلمه یې نه شوه ویلای. نو وګړي رسول لله ته راغلل چې فلانی د شهادت کلمه نه شي ویلای. نو رسول الله، هغه سړي ته ورغی او د شهادت کلمه یې ورته ور وړاندي کړه، چې ویې وایي. دی خوزېده او نا ارامه و، ژبې یې کار نه کاوه نو رسول الله وویل: دې سړي لمونځ کاوه او روژه یې نیوله؟ هغوی ورته وویل، هو! رسول الله وویل: پلار او مور یې ورڅخه خوابدي ول؟ هغوی وویل هو مور او پلار ورڅخه خوابدي ول. نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: مور یې راولئ. نو مور یې راغله چې یوه زړه بوډۍ وه، نو رسول الله دې ته وویل: ایا دې زوی ته دي عفوه  کوې؟ هغې ورته وویل، زه ورته عفوه نه کوم، ځکه چې زه ده په څپېړه ووهلم او زما سترګه یې ړنده کړه. نو رسول الله علیه سلام، ورته وویل: لرګي او اور راوړئ. نو د هغه ناروغه مور وویل، چې لرګی او اور څه  کوې؟ رسول الله، ورته وویل چې ستا په مخکې یې په اور کې  سوزم، ځکه ده ته خوابدي کړې یې. نو هغې ورته وویل: زما ورته عفوه ده ما بخښلی دی.
نو د دې ناروغه ژبه په شهادت کلمه وچلېده. اصلي خبره دا ده چې د ده مور مهربانه وه، یعني چې رحیمه وه او رحمانه نه وه، د دغه لږ رحمت له کبله یې مور راضي نه شوه چې زوی یې په اور وسوزي. رحمن رحیم، هغه ذات دی چې د خپلو بنده ګانو ګناهونو ته نه ګوري او عفوه ورته کوي. له دې څخه دا ښکاري چې هغه چا سره به څومره ښه کوي چې همېشه د ده عبادت کوي او د شهادت کلمه وایي.
شپږمه فایده: کله چې د احد په جګړه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، رباعي غاښ، مات شو نو ویې ویل: {اللهم اهدقومی فانهم لایعلمون} (ای الله زما قوم ته لارښوونه وکړه ځکه چې دوی نه پوهېږي.)  نو ښکاره خبره ده چې رسول الله، به د قیامت په ورځ وایي: {امتی امتی} او دا د ده له طرفه په دنیا او آخرت کې ډېر ستر کرم داو مهرباني ده. رسول الله، ځکه داسې مهربانه دی چې رحمت دی، لکه چې الله تعالی وایي {وماارسلناک الارحمة للعالمین} کله چې په یو رحمت کې د امت دومره ګټه او ښېګڼه ده نو هغه به څومره مهربانه وي چې رحمن او رحیم دی؟ او دا هم یو روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي: {اللهم اجعل حساب امتی علی یدی} (ای الله زما د امت حساب واک زما په لاس کړې). رسول الله له دومره  رحمت او مهربانۍ سره بیا هم د یو سړي د جنازې لمونځ نه کاوه، ځکه چې هغه سړي دوه درهمه پوروړی و او رسول الله صلی الله علیه وسلم، عایشه د افک په سبب له کوره ویستله. نو الله تعالی ورته وویل: چې ته د یو رحمت خاوند یې: {وماارسلناک الا رحمة للعالمین} او یو رحمت دعالم د مخلوقاتو د اصلاح له پاره کفایت نه کوي، نو ته ما او زما بنده ګان سره پرېږده او ما او ستا امت سره پرېږده چې زه به ور سره څه کوم، ځکه چې زه الرحمن الرحیم یم.
اوومه فایده: قدریه پوهان وایي څرنګه به الله، الرحمن او رحیم شي، چې خلق یې د اور له پاره پیدا کړی دی او ابدي کړاو به ورکوي. هغه څوک به څرنګه رحمن او رحیم شي چې په کافر کې کفر پیدا کوي او بیا دا کافر عذابوي. او څرنګه به هغه څوک رحمن او رحیم، شي چې وګړو ته پر ایمان امر کوي او بیا یې مخه نیسي چې مومن شي؟ جبریه پوهان وايي: ډېر نعمت او رحمت هغه ایمان دی. نو که ایمان د رب له لوري نه وي، بلکه د بنده له خوا څخه وي نو د رحمن او رحیم، له بنده سره ښه لګېږي نه له الله سره. والله اعلم.


څلورم څپرکی
د مالک یوم الدین، تفسیر
په دې کې څو فایدې راغلي دي:
لومړۍ فایده: د الله دا قول چې وایي الله مالک یوم الدین دی، معنا یې دا ده چې الله تعالی د بیا را ژوندي کېدو او د جزاء دورځې څښتن دی.
د نېکچارۍ او بد چارۍ تر مینځ توپیر شته او منونکی او نا منونکی فرق لري، موافق او مخالف سره توپیر لري. دا توپیر او فرق د جزاء په ورځ معلومېږي. لکه چې الله تعالی وایي: {لیجزی الذین اساو ا بما عملوا و یجزی الذین احسنوا بالحسنی} او دا هم الله تعالی ویلي دي: { مْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ } او دا یې هم ویلي دي: { إِنَّ السَّاعَةَ آتِیَةٌ أَکادُ أُخْفِیها لِتُجْزَى‏ کلُ‏ُّ نَفْسِ  بِمَا تَسْعَى }. وګوره چې که یو څوک ظالم پر مظلوم  باندې مسلط کړي او بیا ور څخه د مظلوم انتقام او کسات نه اخلي، نو دا انتقام نه اخیستل به یا د عجز او بې سېکۍ له کبله وي او یا به په دغه ظلم خوښ او راضي وي. یا به نه پوهېږي چې له ظالم سره څه وکړي، او دا درېواړه صفتونه د الله په باره کې محال دي. نو واجب ده چې الله تعالی د مظلومانو انتقام له ظالمانو څخه واخلي.
کله چې دا انتقام په دې نړۍ کې وانه خیستل شي نو لازمه ده چې په اخر کې له ظالم څخه د مظلوم انتقام واخیستل شي چې همدا د الله د دې قول: {مالک یوم الدین} مراد دی او د دې قول چې وایي: {فمن یعمل مثقال درة خیراً یره} مراد همدا دی. روایت دی چې د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي نو دا سړی به خپلو ټولو چارو ته وګوري نو په خپلو چارو کې به کومه ښه او د ګټې چاره ونه ګوري. نو غږ به ورته وشي چې ای فلانیه د خپل عمل په برکت جنت ته ننوځه، نو دا سړی به ووایي ای الهی! ما څه کړي دي چې جنت ته ورباندې ننوځم؟ نو الله تعالی به ورته ووایي: ایا ته خبر نه یې چې یوه شپه ته ویده وې او په اړخ اووښتې رااوښتې چې په دې مهال کې دي وویل: {الله} بیا درباندې فی الحال خوب غلبه وکړه نو دا له تا څخه هېر شول چې تا الله ویلي دي او ما ته خو نه خوب راځي او نه سر دروندوالی نو له ما څخه ستا الله ویل نه دي هېر شوي.
همدا رنګه سړی راوستل شي او عمل یې تلل کېږي. دا عمل حسن وي او که بد عملي وي نو د ده حسنات کم شي بیا  یو پاکټ راوړل شي، نو دا پاکټ د ده دحسناتو تله درنه کړي، ځکه چې په دې پاکټ کې لیکل شوي وي چې {اشهدان لااله الا الله} نو د الله له ذکر سره هیڅ څیز نه برابرېږي.
دا یوه ښکاره خبره ده چې واجبات په دوه ډوله دي:
اول ډول د الله حقوق دي او دوهم ډول د بنده ګانو حقوق دي. د الله په حقوقو کې مسامحه کېدلای شي، ځکه الله د عالمونو څخه غني او بې پروا دی. خو د بندګانو حقوق باید وساتل شي او له ورانولو څخه یې ځان ساتل په کار دي. روایت دی چې ابو حنیفه {رح} یو مجوسي ته پور ورکړی و نو دی ور پسي ورغی چې خپل پور ورڅخه وغواړي کله چې د پوروړي د کور دروازې ته ورسېده نو د ده کوښو ته نجاست ورسېده نو ده خپله کوښه وڅنډله نوهغه نجاست د ده له کوښې څخه لیري شو او د مجوسي د کور پر دېوال باندې ور ولوېده، نو ابوحنیفه {رح} حیران شو او ویې ویل: که دا نجاست همداسې پرېږدم نو د مجوسي دېوال به بد ښکاره شي او که دا نجاست د مجوسي له دېوال څخه وتوږم، نو دمجوسي دېوال به خراب شي. نو دروازه یې ور وټکوله، یوه نجلۍ را ووتله، ده ورته وویل: خپل مولا ته دي ووایه چې ابوحنیفه په دروازه کې دی. نو مجوسي ورته راووت او ګمان یې وکړ چې خپل پور به ور څخه وغواړي، نو په عذر یې ورته پیل وکړ. ابوحنیفه {رح} د دېوال د نجس کېدو ورته وویل او ورته یې وویل چې دا دېوال څرنګه پاک کړي؟ نو مجوسي ورته وویل، چې زه غواړم چې خپل ځان پاک کړم. نو مسلمان شو. خبره دا ده چې ابوحنیفه له بد ظلم څخه ځان ساته چې دا د مجوسي د مسلمانېدو سبب شو، نو که څوک له ډېر ظلم څخه ځان وساتي څومره ګټه به وکړي او له الله سره به یې څومره قدر وي.
دوهمه فایده: په {مالک یوم الدین} کلمه کې قدریانو اختلاف کړی دی، چا {مالک یوم الدین }  لوستلی دی او چا { ملک یوم الدین } لوستلی، د هغو حجت چې مالک وایي څو وجهې لري:
لومړۍ وجهه: په مالک، کې یو توری زائید دی نو په داسې لوستلو کې ثواب ډېر دی.
دوهمه وجهه: دا ده چې په قیامت کې ډېر ملوک وي خو مالک به یو وي چې هغه الله دی.
درېیمه وجهه: مالک کله ملک وي او کله ملک نه وي بلکه چې ملک کله مالک وي او کله مالک نه وي. ملکیة او مالکیة کله کله یو له بل څخه توپیر لري، مالیکیه د تصرف د ازادۍ سبب دی او ملکیة داسې نه دی، نو مالک له ملک څخه اولی دی.
څلورمه وجهه: ملک، رعیت لري او مالک مریه ګان لري او د مریه حال د یو رعیت له حال څخه ټیټ دی. نو قهر اوزور په مالکیت کې له ملکیة څخه ډېر دی. ښکاره ده چې مالک له ملک څخه په لوړ حال کې وي.
پنځمه وجهه: رعیت د ملک له ملک څخه ځان ایستلای شي خو مال او مریه د مالک له مالکیت څخه ځان نه شي ایستلای. نو ښکاره ده چې مالکیت له ملکیت څخه پیاوړی او زور ور دی.
شپږمه وجهه: پر ملک باندې د رعیت د حال رعایت واجب دی او پر رعیت باندې د ملک خدمت او چوپړ لازم نه دی، خو پر مریه باندې د څښتن چوپړ لازم دی او مریه د څښتن له امر څخه په خپل واک کې نه دی. همدا وجهه ده چې د مریه قضاء او امارت او شهادت صحیح نه دی او کله چې څښتن سفر ته ځي او مریه ور سره وي دا مریه هم بالتبع مسافر ګڼل کېږي. چې څښتن د اقامت نیت وکړي، مریه هم مقیم کېږي.
د هغه چا حجت چې ملک له مالک څخه اولی بولي څو وجهې لري:
لومړۍ وجهه: دا ده چې هر څوک په خپل هیواد کې مالک دی خو ملک په هیواد کې  یو دی. نو ملک له مالک څخه اشرف دی.
دوهمه وجهه: دا ده چې په {قل اعوذبر الناس، ملک الناس} کې یوازي ملک راغلی دی، نو ملک له مالک څخه ډېر ښه دی او که داسې نه و نو ولي به په دې سورت کې یوازي ملک راته؟
درېیمه وجهه: دا ده چې ملک له مالک څخه اولی دی، ځکه چې لنډ دی. د ملک تلفظ لږ مهال غواړي او د مالک تلفظ اوږد مهال غواړي،چې دا خبره ابوعمرو، ژبپوه کړي ده. خو بل ژبپوه کسایي داسې ځواب ویلی دی چې زه په دغه کلمه {مالک} پیل کوم چې ډېر ثواب مې په برخه شي ځکه چې د مالک توری د ملک له تورو څخه ډېر دي او په ډېرو ښو چارو کې ډېر ثواب دی.
د دې مثال په شرعیاتو کې دا دی چې څوک د رمضان په میاشت کې د لمر له پرېوتلو څخه د مخه د سبا ورځې د روژې نیت وکړي نو دا کار روانه دی. ځکه چې ده لا د همدا نن ورځې روژه پای ته نه ده رسولې او دې باندې لا لګیا دی، نو چې د سبا ورځې روژې نیت وکړي دا جایز نه دي او دا سړی خوشي او بې ځایه د ثواب په تمه دی یوه روژه، یې لا پای ته نه ده رسولی او بلې روژې نیت یې وکړ. خو که دا سړی د لمر لوېدو څخه وروسته د سبا ورځې د روژې نیت وکړي نو بیا یې ډېر ثواب کېږي، ځکه چې په دې صورت کې دواړه روژې صحیح دي او دې سړي اږد عبادت وکړ، چې د اوږده عبادت ثواب ډېر دی او کېدای شي چې دا سړی په همدې شپه مړ شي چې بیا یې هم ثواب په برخه کېږي ځکه چې ده د اوږده عبادت نیت کړی و. که همدارنګه دلته هم په { مالک } پیل وکړي که دا ذکر یې پای ته ورساوه خوښه ده او چې سرته یې ونه رساوه نو ده خو د ثواب نیت کړی او د نیت په برکت د {مالک} د کلمې ثواب ګټې چې د عبادت مراد هم همدا ثواب دی.
اوس د دې خبرې یادونه په کار ده چې {ملک} ځان ته احکام لري او {مالک} ځان ته احکام لري.
د {ملک} احکام په څو وجهو دي:
لومړۍ وجهه: سیاسات څلور قسمه دي: د ملاک سیاست، د ملوک سیاست، د ملائکه وو سیاست او د مالک الملوک سیاست. د ملوکو سیاست د ملاکانو له سیاست څخه قوي  دي، ځکه چې که ډېر مالکان سره راټول شي نو دوی ټول د یو ملک زور نه لري او مقابله سره نه شي کولای. وګوره چې څښتن پر خپلو مریه ګانو د حدودو د جارې کولو حق نه لري. او د ملایکو سیاست د ملوکو پر سیاست له پاسه دی، ځکه چې که ډېر ملوک سره راټول شي د یو {مَلَک} د سیاست زور نه لري او د ملک الملوک سیاست پر ملایکو له پاسه دی،ځکه چې الله تعالی وایي: {یوم یقوم الروح والملائکه صفاً لایتکلمون الا من اذن له الرحمن و قال صواباً} او دا قول د الله تعالی دی چې وایي: {من ذا الذی یشفع عنده الا باذنه} او الله د ملایکه و په باره کې وایي: {ولا یشفعون الا لمن ارتضی} نو ای ملوکو او واکمنو پر خپلو مالونو او واکمنیو مه غولېږئ ځکه چې تاسو د مالک یوم الدین په لاس کې اسیران یاست او ای د ملوکو رعیته کله چې تاسو د ملوکو او واکمنو له سیاست او زور څخه ډارېږئ نو ایا د مالک الملوک له زور او سیاست څخه نه ډارېږئ؟ چې د یوم الدین مالک دی.
د الله تعالی د ملِک په توګه دوهم حکم دا دی چې الله تعالی داسې ملِک او واکمن دی چې نور ټول ملوک او واکمنان ورته نه شي رسېدلای، ځکه که دوی له خپلو شتو څخه یو څه صدقه کړي نو د دوی شته کمېږي او د دوی په خزانو کې نقصان راځي. خو د الله تعالی شتمني په ورکړه نه کمېږي بلکه ډېرېږي
د الله تعالی دوېم حکم، دا دی چې دی د کامل رحمت خاوند دی او پر دې چې الله تعالی د کامل رحمت خاوند دی ډېر آیتونه دلیل دي، چې یو آیت په همدې فاتحه سورت کې راغلی دی: {الرحمن الرحیم}. دوهم آیت دا دی چې الله تعالی وایي: {هوالله الذی لاله الاهو عالم الغیب والشهادة هوالرحمن الرحیم}. بیا یې تر دې وروسته ویلي دي: {هوالذی لااله الاهو الملک}. بیا یې تر دې وروسته ویلي دي چې دی له ظلم او ځور څخه پاک دی او بیا یې ویلي دي چې دی {سلام} دی او دی هغه ذات دی چې د ده بندګان د ده له ظلم او ځور څخه سالم دي.
بیا یې ویلي دي، چې {مومن} دی. دی هغه ذات دی چې ده له خپل ظلم او ځور څخه خپل بندګان په امن کړي او ژغورلي دي، نو ښکاره ده چې دی ډېر د رحمت خاوند دی.
درېیم حکم یې دا دی چې په خپله وایي: { الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَنِ } (واک د رحمان حق دی). کله چې الله تعالی ملک خپل ګڼلی دی نو وایي چې دی رحمان دی، یعني چې په دې ورځ ټول حکم د ده دی او ډار نه شته، ځکه دی د رحمت خاوند دی.  
څلورم حکم دا دی چې الله تعالی وایي: {قل اعوذ برب الناس، ملک الناس}. نو الله لومړی وویل، چې زه رب یم او بیا یي ورپسې وویل چې زه د وګړو ملک او واکمن یم. دا آیتونه په دې دلالت کوي چې ملک په احسان او ښېګڼه او رحمت باندې کاملېږي. نو ای ملوکو، واکمنو! دا آیتونه وا ورئ او پر خپلو بې وزلو رعیتونو باندې ورحمېږئ.
په رعیت باندې لازمه ده چې د خپل واکمن او ملک اطاعت وکړي او که رعیت د واکمن اطاعت ونه کړي ګډوډي واقع کېږي او ټول عالم ته ستونزې پیداکېږي اوملک ورانېږي، وګړي تباه او بربادېږي. کله چې تاسو وګورئ چې د مجاز ملک او واکمن اطاعت نه کول د ملک اوهیواد ورانی او ویجاړتیا راولي او ډېرې ورانۍ پېښېږي نو که څوک د حقیقي واکمن اطاعت ونه کړي حال به یې څه وي؟ ښکاره ده چې ډېر وران ویجاړ به وي.
ټوله خبره دا ده چې الله تعالی دا ښکاره کړي ده چې کفر د عالم بربادۍ اوویجاړتیا سبب دی. الله تعالی ویلي دي: { تكاد السموات يتفطرن منه وتنشق الأرض وتخر الجبال هدا أن دعوا للرحمن ولدا } (نزدې ده چې اسمانونه ړنګ شي ورڅخه، ځمکه څیري شي او غرونه ړنګ شي. په دې چې دوی وایي چې الله تعالی ولد لري). دا هم الله ښکاره کړي ده چې د ده اطاعت د ډېرو ښېګڼو سبب دی. الله وایي: { وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى } (خپلې کورنۍ ته په لمانځه امر وکړه او په لمانځه ټینګ شه! موږ له تا څخه روزي نه غواړو او پای د تقوی دی). نو ای رعیتونو د خپلو واکمنو امر ته غاړه کېږدئ او ای واکمنو تاسو هم د ملک الملوک او ستر واکمن حکم ته غاړه کېږدئ چې جهان ودان شي.
پنځم حکم دا دی چې الله ځان مالک یوم الدین، بولي نو عالمونو او ټولو خلکو ته خپل عدل ور ښکاره کوي او وایي: {وماربک بظلام للعبید} (الله پر خپلو بندګانو ظالم نه دی)، نو چې ښکاره ده چې الله د یوم الدین مالک دی بیا یې دا وګړو ته ښکاره کړه چې دی څرنګه عدل کوي نو وایي: {ونضع الموازین القسط الیوم القیامة فلا تظلم نفس شیآ}. (الله تعالی به د قیامت په ورځ د ټولو له پاره د عمل تله ږدي) نو مجازي ملوکو او واکمنو باندې هم لازمه ده چې پر خپلو رعیتونو عدل وکړي،  ظلم او تېری ترې ونه کړي. که مجازي واکمن حق او عادل واکمن وي، نو د ده واکمنې هم حقه ده. که نه و، باطله او ناروا ده. که واکمن عادل وي د ده له عدل څخه خیر او ښېګڼه زېږي او که ظالم وي شر او ویجاړتیا ورڅخه زېږي او عالم خرابوي.
وایي چې نو شیروان له خپل پوځ سره ښکار ته لاړ او په یوه بیدیا کې له خپل پوځ څخه بېل شو او په دې بیدیا کې ډېر تږی شو. هلته د انارو یو باغ و چې یو کوچنی باغ یې ولید. باغوان ته یې وویل ډېر تږي یو انار راکړه چې تنده پرې ماته کړو. باغوان یو انار ورکړ او نوشیروان انار مات کړ او ویې زبېښه، ډېرې خوندورې اوبه له انار څخه ووتلې چې ده ته یې ډېر خوند ورکړ او په زړه کې وویل چې دا باغ به زه له دې باغوان څخه اخلم. بیا پرې تنده زور شوه او له واړه باغوان څخه یې بل انار وغوښت. باغوان بل انار ورکړ او چې نوشیروان دا انار مات او ویې زبېښه ډېرې لږې بې خونده اوبه ترې ووتلې چې د ده د خولې خوند یې ډېر خراب کړ. نوشیروان واړه باغوان ته وویل: چې دا څه چل دی چې دا انار د هماغه ونې څخه دی چې هغه بل انار و خو دا انار ډېر بې خونده او بد مزه و؟ هلک ورته وویل چې د هیواد واکمن د کوم ظلم او تېرې اراده لري، دا د هغه د ارادې د بدۍ او شومیت اغېز دی چې انار بې خونده شوی دی. نوشیروان پوه شو چې دا د ظلم او تېري اراده خو ما کړي ده. نو فوراً یې توبه وکړه او بیا یې واړه باغوان ته وویل چې تږی یم یو بل انار راکړه، باغوان بل انار ورکړ. دې آنار هم ډېرې اوبه ورکړې چې ډېري خوندورې او مزه ناکې وې. نو نوشیروان له باغوان څخه وپوښتل چې دې انار خو ښه مزه وکړه، دا څه چل دی؟ باغوان ورته وویل چې البته د هیواد واکمن به له ظلم څخه توبه ایستلي وي چې انار خوندور شوی دی. نوشیروان له ظلم څخه پخه توبه و ایستله او په عادل نوشیروان اوڅار او مشهور شو. تر دې چې ځیني وګړو روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي چې زه د یو عادل واکمن په مهال زېږېدلی یم.
دا چې الله تعالی په {مالک یوم الدین} کې مالک ګڼل شوی دی نو له دې مالکیت څخه څلور حکمونه را وځي:
لومړی حکم دا دی چې د مالک قرآئت ته ډېره هیله کېږي د ملک د قرائت په نسبت. ځکه له ملک څخه یوازي عدل او انصاف غوښتل کېږي چې انسان ور څخه سر په سر خلاصون ومومي، خو له مالک او څښتن څخه یې مریه، کالي، خواړه، رحمت، مهرباني او تربیه غواړي، نو داسې معنی ور کوي لکه چې الله تعالی وایي: «زه ستاسو مالک یم نو ستاسو خواړه، کالي، ثواب او جنت پر ما باندې دي».
دوهم حکم دا دی چې ملک اګر که مالک څخه غني دی خو ملک تا ته تمه کوي او له مالک څخه ته تمه کوي چې در سره ښېګڼه وکړي. موږ کوم ښه کارونه نه دي کړي، چې په تمه شو، چې الله دي را سره ښه وکړي. نو الله له موږ څخه د قیامت په ورځ ښېګڼې او طاعات نه غواړي، بلکه موږ ور څخه غفو، مغفرت او جنت غواړو، هغه هم خوشې په خوشې ځکه چې موږ هیڅ کوم ښه کار نه دی کړی.
نو له همدې وجهې څخه ژبپوه کسان وایي {مالک یوم الدین} قرائت ولوله ځکه همدغه قرائت په ډېر فضل او پراخه رحمت دلالت کوي.
درېیم حکم دا دی چې  ملک او واکمن ته عسکر په مخ تېرول کېږي نو دا وکمن هغه عسکران او پوځیان خوښوي چې پیاوړي او غښتلي او روغ رمټ وي، خو هغه پوځیان چې بې سېکه او ناروغان وي نو دا واکمن د ناروغانو شړۍ، تنخوا او  معاش نه ورکوي، خو مالک او څښتن چې مریه ګان ولري، که ناروغه شي درملنه یې کوي او که بې سېکه شي ور سره مرسته کوي او که چېرته په کومه بلا وا وړي له هغې بلا څخه یې ژغوري د ګناهګارو له پاره دا {مالک} قرائت په ګټه دی د {ملک} له قرائت څخه.
څلورم حکم دا دی چې ملک او واکمن هیبت او زور لري او {مالک} نرمي او لور لري . موږ نرمۍ او لور ته ډېره اړتیا لرو او هیبت او زور ته کومه اړتیا نه لیدل کېږي.
درېیمه فایده: دا ده چې {ملک} قدرت دی، که نو څوک ملک اومالک وي هغه قدرت لري. په دې کې خبره شته او هغه دا ده چې الله تعالی به یا د موجوداتو {ملک } وي او یا به د معدوماتو {ملک} وي. لومړی باطل دی ځکه چې د موجوداتو ایجاد محال دی، نو الله د موجوداتو پر ایجاد قدرت نه لري بلکه د موجوداتو پر اعدام باندې قدرت لري. له دې خبرې څخه دا پایله راوزي چې باید وویل شي چې الله پر موجوداتو د مالکیت خاوند نه دی او نه یې واکمن دی، نو له دې څخه دا راوزي چې قدرت او ملک نه لري، چې دا خبره د کولو نه ده.
ځواب یې دا دی چې الله تعالی د موجوداتو مالک دی او هم یې ملک دی، په دې معنا چې الله تعالی د دوی په نقل له وجود څخه عدم ته او یا په دې معنا چې دی قادر په نقل له یو صفت څخه بل صفت ته دی او دا سي قدرت یوازي الله لري، نو حق ملک همدا الله تعالی دی. کله چې پوه شوئ حق، ملک او واکمن الله تعالی دی، نو ویلی شئ {مالک یوم الدین} الله دی او دا ځکه چې له مرګ څخه د ژوندي کولو قدرت له الله سره دی. د وګړو په بدنونو باندې په دې توګه علم یوازي الله تعالی لري.
کله  چې حشر او نشر او بیا ژوندي کول قیامت په خپل قدرت راولي نو دا جوته ده چې د دې چارو واکمن او د یو قیامت واکمن یوازي همدا الله دی او په دې څپرکې کې ټوله خبره د حشر او نشر پر مسئلې پوري اړه لري.
که وویل شي چې مالک یوازي د موجود څیز مالک کېدلای شي او لازمه ده چې مملوک موجود وي. فی الحال او قیامت فی الحال موجود نه دی، نو الله د یوم الدین مالک نه شي کېدای، بلکې واجب دی چې وویل شي چې الله د یوم الدین مالک دی. په دې دلیل که ووایي: زه د زید قاتل یم. نو دا اقرار دی  او که ووایي، زه قاتل یم زید لره (قاتل په تنوین باندې)، نو له دې څخه مراد ګواښ او وعید دی. نو موږ په ځواب کې وایو چې حقه خو دا ده چې تاسو وایاست، خو کله چې د قیامت راتګ یو حق امر دی او د الله په حکمت کې خلل اچول حق کار نه دی، نو قیامت داسې ګڼل کېږي چې قیامت همدا اوس قایم دی او دا هم ده چې که څوک مړ شي همدا یې قیامت دی. نو سوال نه پیدا کېږي چې قیامت موجود دی فی الحال.
څلورمه فایده:  دا ده چې الله تعالی په دې سورت کې خپل پنځه نومونه یاد کړي دي:
الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک، او سبب یې دا دی چې لکه چې وایي: لومړی مې پیدا کړې نو زه  دي الله یم، بیا مې په راز راز نعمتونو وروزلې نو زه رب یم، بیا دي زما ونه منل او ګناه دي وکړه او ما ستا ګناه پټه کړه نو زه رحمن یم. بیا دي توبه وکړه نو ما درته مغفرت او بخښنه وکړه، نو زه رحیم. بیا نو تا ته جزا در کول په کار ول نو زه مالک یوم یم.
که وویل شي چې الله تعالی په تسمیه کې یو ځل رحمان او رحیم، ذکر کړي دي او فاتحه صورت کې دانومونه بیا ذکر کړي دي نو په دې دواړو ځایونو کې تکرار راځي اودرې نومونه تکرار نه راځي، نو د دې حکمت څه دی؟
ځواب دا دی چې په یاد ولره چې زه یو ځل الله او رب یم او دوه ځله رحمان او رحیم یم، چې ته پوه شې چې زه ډېر رحیم یم. نو کله یې چې رحمت دوه ځله ذکر کړ نو داسې کېږي، لکه چې ویلي وي: تاسو په دې مه غولېږئ زه {د یوم الدین} مالک هم یم. د ده مثال د الله تعالی دا قول دی چې وایي: {غافرالذنب وقابل التوب شدیدالعقاب ذی الطول}.
پنځمه فایده: قدریه ویلي دي که د بنده ګانو د افعالو خالق الله وي، نو دا ویل ممنوع دي چې الله ثواب او عذاب او جزاء ور کوي. چا ته په هغه څه ثواب ورکول چې هغه یې نه وي کړي عبث کار دی او عذاب ورکول په هغه کار چې ده نه دی کړی ظلم دی. نو پر دې بنا د الله دا قول چې وایي {مالک یوم الدین} باطل دی.
قدریه وایي که د بنده ګانو اعمال د الله په تقدیر او ترجیح نه وای، نو بیا به د دې نومونو او افعالو مالک نه وای. خو چې مسلمانانو په دې اجماع کړي ده چې الله د بنده ګانو او د دوی د اعمالو خاوند اومالک دی، نو موږ پوهېږو چې الله د مقدراتو خالق دی او مقدر یې هم دی. والله اعلم.

پنځم څپرکی
ایاک نعبد وایاک نستعین تفسیر
په دې څپرکي کې څو فایدې دي-
د ایاک نعبد وایاک نستعین معنی:
لومړۍ فایده: عبادت هغه فعل دی چې د بل چا د تعظیم او لوی ګڼلو له پاره کېږي. کله چې څوک وایي {ایاک نعبد} معنا دا ده چې پرته له تا څخه زه د بل هیچا عبادت نه کوم.
چې د دې حصر دلیل څو وجهي لري:
لومړۍ وجهه: عبادت ډېر تعظیم ته وایي او د دې ډېر تعظیم مستحق او وړ هغه څوک دی چې ډېر انعام یې کړی دی او ډېر لوی نعمت ژوند دی چې په ده باندې له نورو ورکړل شویو نعمتونو څخه ګټه اخیستل کېږي. ژوند هغه دی چې د ده په واسطه د الله له ورکړو نعمتونو څخه ګټه اخیستل کېږي.
همدغه ژوند ته الله په دې آیت کې اشاره کړي ده: {وقد خلقنک من قبل ولم تک شیاً} او په دې آیت کې یې هم ویلي دي: {کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فاحیاکم}. بل نعمت دا دی چې الله هغه ټول شیان پیدا کړي دي چې کار ور څخه اخیستل او ګټه لري او دې ته هم الله په دې آیت کې اشاره کړي ده، چې وایي: {هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعاً}. په دې عالم کې چې سفلی عالم دی ټول مصالح او ښېګڼې وجود لري. دا ټول مصالح په طبیعي فلکي حرکاتو تنظیمېږي. نو الله ور پسي دا یادونه کوي چې فلکي حرکات هم د الله په حکم او اراده کېږي. وایي: {ثم استوی السما‌ء فسواهن سبع السموات وهو بکل شیء علیم}. نو دا ښکاره ده چې ټول نعمتونه د الله په ایجاد پیدا شوي دي دا ټول د الله احسان دی، چې دا هرڅه یې پیدا کړي دي نوځکه باید وویل شي چې: {ایاک نعبد}. دا جمله حصر افاده کوي یعني چې د عبادت وړ یوازي همدا یو الله دی، ځکه همدا ټول نعمتونه ده پیدا کړي دي .
 دوهمه وجهه: د دې حصر او تعیین په دلیلونو کې ده او دا ځکه چې الله تعالی خپل ځان دلته په پنځو نومونو یاد کړی دی. چې هغه پنځه نومونه یې دا دی:
الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک یوم الدین. بنده درې احواله لري چې ماضي، حال او استقبال دی. ماضي خو تېره او معدوم ده. لکه چې په دې باره کې الله تعالی ويلي دي{ وقد خلقنک من قبل ولم تکن شیاً}. دا مړ و الله ژوندی کړ. لکه چې الله وایي: {کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فاحیاکم}. بیا دا بنده ناپوه و او الله تعالی پوهه ورکړه. الله وایي: {والله اخرجکم من بطون امهاتکم لاتعلمون شیاً وجعل لکم سمع والابصار والافئدة}. بنده مړ و ژوندی شو، نه و پیدا شو، بې سېکه و سېکمن شو او نا پوه و، پوه شو. دا ځکه چې الله قدیم، ازلي و نو په خپل ازلي قدرت او ازلي علم یې دا بنده پیدا کړ او له عدم څخه یې وجود ته را واسته.
نو الله په دې الله دی. کوم چې حاضر حال دی نو بنده په دې اوسمهال حال ډېره اړتیا لري ځکه چې معدوم و نو رب، الرحمن الرحیم، ته محتاج و خو کله چې پیدا شو نو د اړتیاوو او ستونزو ډېرې دروازې ورته پرانیستل شوي او د ضرورتونو اسباب پیدا شول نو الله وویل چې زه الله یم. ځکه چې ته مې له عدم څخه وجود ته را وایستلې او کله چې ته پیدا شوې نو ما ته دي ډېرې اړتیا وې پیدا شوې، نو زه رب، الرحمن او الرحیم، یم او په مستقبل  او وروستمهال کې چې دا له مرګ څخه وروسته حال دی او په دې حال کې چې هرڅه کېږي هغه مالک یوم الدین کوي. چې دا سي ده نو بنده مکلف دی چې یوازي د یوه الله عبادت وکړي نو ځکه د حصر په طریقه وايي: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.
د دې حصر درېمه وجهه دا ده چې داسې دلیل وجود لري چې الله قادر عالم، محسن، جواد، کریم او حلیم دی. خو پرته له ده څخه په نورو کې شک دی چې دا صفات لري او که نه ځکه د کوم اثر او اغېز سبب پرته له الله بل چاته نه کېږي.
نه دا نسبت طبیعت ته کېږي او نه فلک او نه ستورو ته او نه عقل او نفس ته، یوازي داسې نسبت د الله قدرت ته کېږي. چې داسې ده نو د اعتبار وړ علم یوازي یو الله لري او په باور سره الله د وګړو معبود دی او بل څوک معبود کېدای نه شي او د بل چا په معبودیت کې شک او یقین پر شک باندې اولی او ډېر ښه دی. په کار ده چې د دغه یقیني معبود عبادت وکړای شي نو له همدې کبله یې وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.
څلورمه وجهه: عبودیت ذلت اوسپکاوی دی. دا یوازي د الله عبودیت دی چې اشرف او د قدر وړ دی ځکه چې الله د قدر وړ او اشرف دی. نو کله چې الله د موجوداتو اشرف او اعلی دی د ده عبودیت هم اشرف او اعلی دی او همدا رنګه د الله قدرت د بل چا له قدرت څخه اعلی دی او د ده علم د نورو له علم څخه ډېر کامل دی. د ده وجود د نورو موجوداتو له وجود څخه افضل دی، نو دا قطعي او باوري ده چې د ده عبودیت د بل چا له عبودیت څخه اولی  او ډېر ښه دی. له همدې کبله یې وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.
پنځمه وجهه: پرته له الله څخه چې له لذاته واجب الوجود دی نور شیان ممکن الوجود لذاته دي او هر ممکن محتاج او فقیر دی. محتاج د خپل حاجت په پوره کولو پسي ګرځي او هڅه کوي چې خپلې اړتیاوي پوره کړي. دی پرته د بل چا له مرستې څخه خپلې اړتیاوي نه شي پوره کولای. کوم څیز چې بل ته اړ وي. هغه بل چې په ښه توګه د دې محتاج او فقیر اړتیاوې پوره کولای شي هغه یوازي الله تعالی دی نه بل څوک. نو له همدې کبله یې وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.
شپږمه وجهه: الله په خپل قدرت اسمان او ځمکه ټینګ کړي دي، لمر او سپوږمۍ ځي راځي او د ځمکې دواړه قطبونه ځای پرځای ولاړ دي او له وریځو څخه کله کله اور راو کاږي چې دا اور برېښنا ده؛ کله کله ورڅخه هوا را وباسي چې سېلۍ ده او کله کله ورڅخه اوبه راوباسي چې اورښت دی. له ځمکې څخه کله کله اوبه راوکاږي او کله کله ورڅخه کاڼي را وباسي چې ږلۍ ده بیا یې په ځمکه کې داسې اجسام پیدا کړي چې ځای پرځای ولاړ دي اوله ځایه نه خوځېږي چې دا غرونه دي او داسې اجسام یې له ځمکې څخه پیدا کړي چې روان دي او خوځېږي چې اوبه او سیندونه دي. قارون یې په ځمکه کې  ننه ایسته او ځمکه یې ور باندې له پاسه کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم، یې پورته کړ او معراج ته ولاړ. له اوبو څخه یې اور پیدا کړ او د فرعون قوم یې په کې واچاوه. هغه دا چې په اوبو یې غرق کړل او بیا یې په اور کې ور واچول چې دوزخ دی. اور یې د ابراهیم علیه سلام له پاره سوړ کړ او موسی علیه سلام یې پر طور غره باندې ور وخېژاوه او ورته یې وویل: {فاخلع نعلیک} (کوښې وکاږه) او طور یې پر موسی علیه سلام او د ده پر قوم باندې له پاسه پر سرونو ونیو لکه چې وایي: {ورفعنا بکم الطور}. ځمکه یې په وچ تنور کې ډوبه کړه لکه چې وایي: { وفار التنور} او سمندر یې د موسی علیه سلام او د ده د قوم له پاره وچ کړ. څوک چې داسې قدرت لري نو څرنګه به د ده او د نورو عبادت سره برابر شي؟ که دا نور جمادات، حیوانات، نباتات او انسان دی او یا فلک، یا ملک دی. ځکه چې ناقص او کامل او خسیس او نفیس سره برابر ګڼل د جاهل او ناپوه کار دی.
دوهمه فایده: د الله تعالی دا قول دی چې وایي: {ایاک نعبد} چې دا قول پر دې باندې دلالت کوي چې پرته له الله بل معبود نه شته دی او چې خبره داسې ده نو دا جوته او ثابته ده چې {لااله الا الله} نو د الله دا قول: {ایاک نعبد وایاک نستعین} پر نګه توحید دلالت کوي.
په دې خبره باید هرڅوک پوه وي چې مشرکان څو طایفې دي. هرڅوک چې له الله سره شریک پیدا کوي نو دا شریک به یا جسم وي او یابه جسم نه وي. نو هغه وګړي چې له الله سره جسماني شریک پیدا کوي نو دا شریک به یا سفلی وي او یا به علوي جسم وي. هغه وګړي چې سفلي اجسام له الله سره شریکوي نو دغه اجسام به یا مرکب وي او یا به بسیط وي. که مرکب و نو دا مرکب جسم به له معادنو څخه وي یا به له نباتاتو څخه وي او یا به له حیواناتو څخه اویا به انسان وي.
هغه وګړي چې شریک له معدني اجسامو څخه پیدا کوي نو دوی اصنام جوړوي، یا له ډبرو څخه یا له سروزرو څخه او یا هم له سپینو زور څخه او بیا یې عبادت کوي. هغه وګړي چې له نباتي اجسامو څخه شریکان جوړوي نو دوی یوه خاصه ونه خپل معبود ګرځوي او هغه وګړي چې شریک له حیوان څخه جوړوي نو دا هغه وګړي ول چې خوسی یې شرک ګاڼه او د هغه عبادت یې کاوه او هغه وګړي د الله شریک انسان بولي ، نو دا هغه وګړي ول چې ویل یې عزیر د الله زوی دی او مسیح هم د الله زوی دی. هغه وګړي چې بسیط اجسام  د الله شریکان ګڼي نو هغه وګړي چې د اور عبادت کوونکي مجوس دي او هغه وګړي چې علوي اجسام د الله شریکان ګڼې نو دا وګړي هغه دي چې د لمر، سپوږمۍ او نورو ستورو عبادت  کوي او د سعادت نحوست نسبت دي ستورو ته کوي چې دې وګړو ته صابئه ویل کېږي. اکثره منجمان هم د ستورو عبادت کوي او هغه وګړي چې له الله سره له اجسامو څخه پرته نور شیان شریک ګڼي دا راز مشرکان هم څو طایفې دي.
لومړۍ طایفه هغه مشرکان دي چې وایي د عالم مدبر نور او یا ظلمت دی چې دې راز مشرکانو ته مانویان او یا ثنویان ویل کېږي.
دوهمه طایفه: هغه مشرکان دي چې وایي ملایک فلکي ارواح دي او هر اقلیم یو فلکی روح لري چې دا فلک اداره کوي او د دې عالم هر نوع فلکي روح لري چې دا فلک اداره کوي. د دغو ارواحو له پاره صورتونه او انځورونه جوړي چې بتان دي او بیا د دغو بتانو عبادت کوي، چې دا مشرکان د ملایکو عبادت کوونکي دي.
درېیمه طایفه: هغه وګړي دي چې وایي عالم دوه الله لري چې یو الله خیر دی اوبل الله شریر دی او وایي چې د دې عالم مدبر یو الله  او بل شیطان دی او دا دواړه وروڼه دي، نو هرڅه چې په دې عالم ښه دي دا ټول ښه د الله له لوري دي اوکوم شیان چې شر او بد دي دا شیان د ابلیس له لوري دي.
کله چې په دې تفاصلو پوه شولو نو وایو چې هرڅه چې د الله شریک ګڼل شوي دي، مشرک به له دغو شریکانو څخه یا ګټه غواړي او یا به یې له ضرر څخه ځان ژغوري. هغه وګړي چې الله یو او واحد ګڼې او له الله سره شریک نه مني او پرته له الله څخه د بل چا عبادت نه کوي او ورته تمه نه کوي د دوی هیله یوازي الله ته وي او یوازي له الله څخه ډار کوي، پرته له ده څخه د بل چا اوڅیز عبادت نه کوي او مرسته ورڅخه نه غواړي. نو ځکه دا موحدین وګړي وایي: {ایاک نعبد وایاک نستعین} نو د دوی دا قول چې وایي: {ایاک نعبد وایاک نستعین} د دې قول پرځای درېږي چې وایي: {لااله الاالله}.
یو ستر او مشهور ذکر دا دی چې سړی یې ووایي: {سبحان الله والحمدلله لا اله الا اله والله اکبر و لا حول ولاقوة الا باالله العلی العظیم} او دا جو ته ده چې الحمدلله د سبحان الله په معنی کې دا خل دی ځکه د سبحان الله معنی دا ده چې الله په خپل ذات کې کامل دی او الحمدلله معنی دا ده چې الله مکمل او متمم لغیره دی.
خو یو څیز هغه مهال مکمل او متمم کېدلای شي چې دا څیز په خپل ذات کې کامل او تمام وي نو دا ثابته ده چې الحمدلله د سبحان الله په معنی کې دا خله ده، نو کله چې الله وویل شي الحمدلله معنی داسې کېږي، چې د حمد ټول انواع الله ته ثابت دي، نو د الله هغه پنځه نومونه، لکه الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک یوم الدین. هم په الله پوري اختصاص لري.
نو لومړی سبحان الله او الحمدلله او ورپسې {لااله الاالله } د {ایاک نعبد وایاک نستعین} معنی ده. د ایاک نستعین معنی دا ده چې الله تعالی اعلی، اجل او اکبر دی او هیڅوک د ده له مرستې پرته خپل مقصود ته نه رسېږي. د {لاحول ولاقوة الابالله العلی العظیم} معنا هم دا ده چې مرستندوی یوازي الله دی. نو دا جوته ده چې فاتحه صورت له اول څخه تر پایه پوري له همدغه ذکر څخه عبارت.
درېیمه فایده:  چې الله ویلي دي: {ایاک نعبد} نو په دې جمله کې {ایاک} په {نعبد} باندې د مخه دی او داسې یې و نه ویل {نعبدوک} په دې باره کې څو وجهي دي:
یوه وجهه یې دا ده چې خپل ځان یې د مخه کړ د دې له پاره چې عابد پوه شي چې معبود یوازي الله الحق دی، نو دا سړی په تعظیم کې سستي نه کوي او نه ښي لوري ته او نه کیڼ لوري ته ګوري.
وایي چې یو پهلوان استاد له یو کلیوال سره پهلواني وکړه. کلیوال څو واري له دې استاد سره پهلواني وکړه. یو چا کلیوال ته وویل چې دا ستا مقابل طرف خو هغه فلانی استاد دی، نو کلیوال پهلوان له استاد څخه لاس واخیست او دا کار یې د استاد د احترام له پاره وکړ.
دلته هم همداسې خبره ده چې لومړی الله خپل ځان معرفي کړی دی، د دې له پاره چې د ده عبادت په درناوي سره وکړای شي او بې پروایي په کې ونه شي.
دوهمه وجه دا ده چې که پر چا باندې د الله عبادت دروند شي او ور باندې ستړی شي اوقیام، رکوع او سجده نه شي کولای، نو الله بنده ته وایي چې، لومړی ایاک نعبد ووایه د دې له پاره چې ته زما ذکر وکړې او زما معرفت حاصل کړې. کله دې چې جلال، عظمت او عزت حاصل کړ او په دې پوه شوې چې زه دي مولا یم، ته زما بنده، نو بیا زما عبادتونه تاته اسانېږي. د دې مثال دا دی: څوک چې غواړي یو بار جګ کړي نو لومړی ځان پوهوي چې دا بار وړای شي او که نه ؟
نو کله چې بنده کوم دروند عبادت ته زړه وکړي، نو لومړی کوم قوي درمل خوري چې په دې ځای کې دا قوي کوونکي درمل دا {ایاک} دي. او بل مثال دا دی چې کله کوم عاشق د معشوق له کبله وهل کېږي، د خپلې معشوقې په مخ کې نو پر دې عاشق دا وهل اسان شي. د عبادت خبره هم همداسې ده چې عبادت هر څومره سخت وي خو چې عابد یې د الله له پاره کوي، نو دا عبادت ډېر اسانه او خوندور شي.
درېیمه وجهه دا ده چې الله تعلی وایي: { ان الذین اتقوا اذا مسهم طائف من الشیطان تذکروا فاذاهم مبصرون }. نو کله چې چا ته د شیطان له خوا کومه ستونزه پیدا شي لکه په عبادت کې سستي، غفلت او بطالت، نو الله ور په زړه شي، نو د ایاک نعبد په ویلو سره یې ټولې ستونزې اسانه شي او عبادت په ښه توګه سره سر ته رسولای شي.
څلورمه وجهه دا ده چې کله چې ته ووایې {نعبدک} نو تا لومړی دا یاد نه کړه چې ته دا عبادت چا ته کوې؟ نو احتمال لري چې ابلیس ووایي دا عبادت د اصنامو،اجسامو او یا د لمر، یا د سپوږمۍ له پاره دی. کله چې ته دا ترکیب یعنی {نعبدک} بدل کړي او ووایي: {ایاک نعبد} او بیا ووایي: {نعبدک} نو ستا دا قول {ایاک} ښکاره دا معنا ورکوي چې ستا مقصود معبود همدا الله دی، نو دا ډېر ښه دی په توحید کې او د شرک له احتمال څخه لیري دی.
پنځمه وجهه دا ده چې قدیم واجب الوجد لذاته په وجود کې له محدث او ممکن لذاته څخه مقدم دی نو لازمه ده چې ذکر او یادونه یې هم په نورو ټولو اذکارو باندې مقدمه وي. نو له همدې کبله الله خپل قول {ایاک} پر خپل قول {نعبد}، مقدم کړی. د دې له پاره چې د حق تعالی ذکر د خلقو پر ذکر باندې مقدم شي.
شپږمه وجهه دا ده چې ځینو محققانو ویلي دي، کله چې څوک د انعام په مهال منعم ته ګوري نه نعمت ته، نو د بلا او کړاو او په مهال کړېدلی او پر بلا ککړ ته ګوري، نه بلا ته ، نو په دې صورت کې دا وګړي د الله په معرفت کې ډوب وي. هرڅوک چې دا سي وي نو دا سي وګړي ډېر نېکمرغه دي. څوک چې د نعمت پر مهال نعمت ته ګوري نه منعم ته، نو دی د بلا پرمهال بلا ته ګوري، په بلا ککړ ته نه ګوري نو داسې وګړي په غیر الله کې فکر کوي. داسې وګړي تل له بد مرغۍ سره مخامخ وي، ځکه د نعمت موندلو په مهال د نعمت د زوال غم ورسره وي ، په کړاو کې وي او د نعمت د فوت په مهال په غم او شرم کې وي، د غم په زنځیرونو کې تړلی وي. له همدې کبله یې د موسی امت ته وویل: {اذکرو نعمتی} او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: {اذکرونی اذکرکم} کله چې خبره په دې راز ده نو موږ وایو چې الله دا قول چې وایي {ایاک} په دې قول باندې مقدم کړ چې وایي {نعبد}. څوک چې د الله د جلال په نور کې ډوب شي، ټولې خوښۍ د ده شي او کله چې داسې وي، نو دی د عبادت کولو په مهال په خپله فردوس کې وي. لکه چې الله تعالی ویلي: {لایزال العبد بتقرب الی بالنوافل حتی احبه فاذا احببته کنت له سمعاً وبصراً} .
اوومه وجهه: دا ده چې که ووایي: {نعبدک} دا عبادت په دې دلالت نه کوي چې د بل چا عبادت نه کوي ځکه په دې کې کوم ممانعت نه شته چې هم د الله عبادت وکړي او هم د غیر الله عبادت وکړي. لکه مشرکان چې هم د الله عبادت کوي او هم د غیر الله عبادت کوي. خو که ووایي {ایاک نعبد} نو د دې  معنا دا ده چې خاص ستا عبادت کوم او د بل چا عبادت نه کوم.
اتمه وجهه: دا ده چې دا د {نعبد} نون د عظمت نون دی. نو دا داسې کېږي چې کله ده ته چې وویل شي کله چې له لمانځه څخه بهر یې نو مه وایه چې {نحن} اګر که په زرګونو بندګانو کې وې چې لمونځ دې پیل کړ او زموږ بنده ګي دي ښکاره کړه ، نو بیا ووایه {نعبد}. د دې له پاره چې هر چاته ښکاره شي چې هر څوک زموږ بنده وي هغه د دنیا او اخرت واکمن دی.
نهمه وجهه:  دا ده چې که ووایي {ایاک اعبد} نو دا به تکبر او ځان غټ ښکاره کول شي او معنا به یې داسې شي چې {اناالعبد} خو که ووایي {ایاک نعبد} نو معنا به یې داسې شي چې زه ستا په بنده ګانو کې یو بنده یم. نو لومړی عبادت یعنی{ایاک اعبد} تکبر دی. په داسې حال کې چې دوهم عبارت یعنی {ایاک نعبد} تواضع ده. څوک چې الله ته تواضع وکړي الله هغه لوړوي او څوک چې کبر وکړي الله یې ذلیل او خواروي.
که یو څوک ووایي دا څه چې تاسو وایاست دا په الحمدلله کې راځي، سره له دې چې په دې عبارت کې د حمد ذکر د الله په ذکر مقدم دی. نو د دې پوښتنې ځواب دا دی چې دا عبارت {الحمد} د دې احتمال لري چې دا حمد د الله له پاره شي او د غیر الله له پاره هم شي، خو چې ورپسي وویل: الله یعني چې ووایي الحمدلله نو دې حمد ویونکي حمد په دې پوري مقید کړ چې دا حمد د الله له پاره دی، نه د بل چا له پاره. څوک که خپل دا قول {نعبد} مقدم کړي او {نعبدک} ووایي، دا احتمال لري، چې دا هم د الله له پاره شي او یا د غیر الله له پاره شي دا کفر دی.
خبره دا ده چې کله د غیر الله حمد جایز شو - په ښکاره توګه لکه چې الله ته چې جایز دی - نو د حمد تقدم لازم دی. د دې له پاره چې یوازي د الله له پاره شي او کله چې دلته د غیر الله له پاره حمد جایز نه دی، نو ځکه یې {ایاک} په {نعبد} مقدم کړ. نو دا احتمال پاتي نه شو چې په الحمدلله کې هم د غیر الله له پاره شی.
څلورمه فایده: کېدای شي چې څوک ووایي چې {نون} په نعبد کې به یا د جمع له پاره وي او یا به د تعظیم له پاره وي. لومړی خو باطل دی ځکه چې الله یو دی او جمع نه دی او دوهم هم باطل دی ځکه چې د عبادت مهال باید یو څوک ځان عاجز او بې وسه وښیي نه زورور اولوړ، د دې پوښتنې ځواب په څو وجهو کېدلای شی چې دا هره وجهه د الله پر بالغه حکمت باندې دلالت کوي.
لومړۍ وجهه دا ده چې له دې نون څخه مراد جمع نون دی او دا په دې باندې خبرول دي چې د انسان له پاره ښه دا دي چې لمونځ په جماعت کې وکړي او په جماعت لمونځ کول ډېره ګټه لري.
دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم، دا قول دی چې وايي: {الکتبیرة الاولی فی صلوة الجماعة خیر من الدنیا وما فیها} (د جمعې په لمانځه کې تکبیرة الاولی له دنیا او څه چې په دنیا کې دي له دې ټولو څخه ښه دی). بیا دا خبره کوو چې که کوم وګړی پیاز او یا هوږه وخوري نو دا وګړی دې جماعت ته نه حاضرېږي، د دې له پاره چې څوک ور څخه متضرر نه شي. نو دا داسې کېږي چې لکه چې الله تعالی ووایي: {د اطاعت دا شر ثواب لري او دا ثواب په دې نه خرابېږي چې دی هوږه او یا پیازخولی دی او د ده د خولې بوی کوم بل څوک ځورولی دی. نو کله چې دا ثواب په دې هوږه او پیاز نه خرابېږي، نو څرنګه دا د جماعت ثواب به د چا په ځورولو خراب شي او یا به په چغلۍ او یا غیبت او یا سعایت او شیطاني خراب شي.
دوهمه وجهه دا ده چې که کوم وګړی په جماعت لمونځ کوي نو ووایي {نعبد} او مراد یې دا د جماعت لمونځ وي اګر که دا لمونځ یوازي کوي او مراد یې دا وي چې زه عبادت کوم. {انا اعبدک} او ملائکه له ما سره په دې عبادت کې ملګري دي نو مراد په {نعبد} کې دی  اوټول ملایکه د الله عبادت کوي.
درېمه وجهه: دا ده چې مومنان وروڼه دي، نو که ووایي: {ایاک اعبد} نو ده خو د خپل ځان عبادت یاد کړی او بل چا عبادت یې یاد نه کړ. خو که ویې ویل: {ایاک نعبد} نو ده خپل د ټولو مومنانو د عبادت یادونه وکړه.
چې هرچېرته وي، شرقاً وي او که غرباً وي. نو دا داسې شو لکه چې د ټولو مومنانو غم یې له خان سره خوړلی وي. چې داسې وکړي الله تعالی د ده ټولې ستونزې حل کوي او هواروي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم،ویلي دي: {من قضی لمسلم حاجة قضی الله له جمیع حاجاته}.
څلورمه وجهه دا ده چې الله خپل بنده ته ویلي دي، کله دي چې په {الحمدلله رب العالمین الرحمن الرحیم مالک یوم الدین} زما ستاینه کوله او د دونیا او اخرت ټولې ستاینې دي ماته را وسپارلې نو تا په دې چاره خپل ځان زموږ په نزد ډېر دروند کړ او له موږ سره د لوړ مقام او ځای خاوند شوې، یوازي د خپلو اړتیاوو په باره کې فکر مه کوه بلکې د ټولو مسلمانانو د اړتیاو پوره کول هم در سره غواړه.
نو بیا ووایه: {ایاک نبعد و ایاک نستعین}.
پنځمه وجهه: لکه چې بنده وایي یا الله! ما هغه عبادت یوازي نه دی کړی، چې ته یې وړتیا لرې، ځکه چې زما په عبادت کې ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري، خو زه دا خپل عبادت د نورو عبادتونو له عبادت سره شریکوم او بیا دا ټول په یوه عبادت باندې ادا کوم او وایم {ایاک نعبد}. په دې مقام کې یوه شرعي مسئله هم شته، هغه مسئله دا ده چې کوم سړی خپل لس مریه ګان پر چا باندې وپلوري نو پېرودونکی به یا ټول قبلوي او یا به یو هم نه قبلوي او په دې عقد کې دی نه شي کولای چې ځینې قبول کړي او ځینې نور قبول نه کړي. همداسې دا د الله د ستاینې مسئله هم ده. کله چې بنده ووایي {ایاک نعبد} نو ده د الله د ټولو بندګانو عبادت د الله حضور ته تقدیم کړ. د الله له کرم سره دا نه ښایي چې ځینې عبادات قبول کړي او ځینې نور یې قبول نه کړي. که ټول عبادات رد کړي نو دا جایز کار نه دی، ځکه دا چې وایي: {ایاک نعبد} په دې کې د ټولو عابدانو عبادت لکه د ملایکو عبادت، د الله د استازو عبادت او د الله د اولیاوو عبادت داخلېږي. که د ټولو عبادات قبول کړي نو په دې صورت د نورو عابدانو له عبادت سره د همدغه عابد عبادت هم قبلوي. د دې مطلب دا کېږي لکه چې بنده ووایي: الهی! که زما عبادت د قبول وړ نه وي ته د نورو عابدانو د عبادت په ترڅ زما دا نیمګړی عبادت هم قبول کړه، نو زه تا ته د نورو عابدانو عبادت شفیع ګرزوم. د هغوی د عبادت له برکته زما عبادت هم قبول کړه.
پنځمه فایده: څوک چې د عبادت په ګټو او فایدو پوه شي نو عبادت کول ورته خوند ورکوي،چې بې له دې څخه ورته عبادت کول ګران ښکاري. د دې خبرې بیان او تفصیل ډېر وجوه لري.
لومړۍ وجهه: دا ده چې کمال په خپله یو محبوب او ګران څیز دی او ډېر ستر کمال د الله په عبادت باندې لګیا کېدل دي. چې دا عبادت د عابد په زړه کې رڼا پیدا کوي او د عابد ژبه د الله په ذکر او قرآئت شرف حاصلوي او اعضایي د الله په خدمت او عبادت ښکلي کېږي او دا احوال د انسانیت اشرف احوال دي، او لومړۍ درجه دی. نو کله چې فی الحال دا ډېر لوړ او ستر احوال دي اوپه راتلونکي مهال کې هم ډېره ستره نېکمرغي ده، نو څوک چې په دې احوال خبر شي، نو دا دروند عبادت او اطاعت ورته اسان شي او د عبادت خواږه یې په زړه کې ډېر شي.
دوهمه وجهه: دا ده چې عبادت یو امانت دی، ځکه چې الله ویلي دي: {انا عرضنا الامانة علی السموات} او د امانت بېرته ورکړه عقلاً او شرعاً واجب ده. ځکه الله تعالی ویلي دي: {ان الله یأمرکم ان تودو الامانات الی اهلها}. د امانت ورکړه یو لوی کامل صفت دی او بالذات محبوب دی.
بله دا چې یو لوری امانت ادا‌ء کړي هغه بل لوری هم امانت ادا‌ء کوي، لکه چې ځینو صحابه و ویلي دي. یو اعرابي مې ولید چې د جومات دروازې ته راغی او هلته له خپلې اوښې څخه کوز شو، اوښه یې هلته پرېښودله او جومات ته ورننوت، لمونځ یې په کې وکړ او دعا یې وکړه. نو موږ ورته حیران شولو، کله چې له جومات څخه وواته اوښه یې ونه موندله نو ویې ویل: الهی ما خو ستا امانت اداء کړ، نو زما امانت څه شو؟
راوي وایي چې موږ نو هم هکپک شولو، څه مهال لا تېر نه و چې یو سړي - چې لاس یې پرې شوی و - د ده اوښه راوستله او اوښه یې ور وسپارله. خبره دا ده چې دې سړي د الله امانت ادا‌ء کړ، الله د ده امانت هم وساته او د رسول الله د قول مراد همدا دی چې ابن عباس ته وایي: {ای هلکه په خلواتو کې د الله ستاینه کوه، هغه به په بیدیاوو کې ستا ستاینه وکړي}.
درېیمه وجهه: دا ده چې په عبادت باندې اشتغال د غرور له عالم څخه د سرور عالم ته انتقال دی او د ډېري خوښۍ سبب دی. د امام ابو حنیفه {رح} په باره کې ویل کېږي چې دی پر لمانځه کې و چې له چت څخه مار راولوېده. ټول وګړي وتښتېدل خو ابو حنیفه خپل لمونځ کاوه او له مار څخه خبر نه و، د عزوه بن زبیر په کوم اندام باندې، بده دانه ختلي وه چې باید د ده لاس پرې کړ شوی وای دی په لمانځه ودرېده او لاس یې پرې کړی شو خو دی یې په درد باندې پوه نه شو. او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې کله به یې په لمانځه پيل وکړ نو وګړو به د ده د سینې اواز اورېده او داسې اواز به یې کاوه، لکه کټوۍ چې خوټېږي او چاته چې دا خبره لېرې ښکاري او باور یې ورباندې نه کېږي د الله تعالی دا قول دې ولولي: {فلما راینه اکبرنه وقطعنی ایدیهن} (کله چې دې ښځو یوسف علیه سلام، ولید ډېر ستر سړی یې ولید او ټولو خپل لاسونه پرې کړل او دوی په درد پوهې نه شولې)، کله چې د بشر په حق کې داسې کېدای شي نو که څوک د الله عظمت ته وګوري، له داسې سترچارو څخه د سترو چارو د کېدو امکان شتون لري.
همدا رنګه که څوک کوم ستر هیبتناک واکمن ته ورشي، نو که د ده پلار او مور یا اولادونه ور باندې تېرشي دی یې نه ګوري او نه یې پېژني، ځکه چې دی د واکمن ډار اخیستی دی او په ځان باندې له ډاره خبر نه دي، نو کله چې د یوه واکمن ډار داسې پېښه را مینځ ته کوي، نو د خالق العالم، ډار خو ډېر زیات دی. بیا محققانو ویلي دي، چې عبادت درې درجې لري:
    •    لومړۍ درجه دا ده چې عبادت د ثواب په تمه او یا د عذاب له ډاره اوسي، چې دا عبادت دی او دا د عبادت ډېره ټیټه درجه ده، ځکه په حقیقت کې د ده معبود دا ثواب یا عذاب دی او دې عابد د مطلوب د لاس ته راوړلو له پاره د الله عبادت وسیله ګرزولې ده، او څوک چې خپل معبود له الله څخه پرته بل څیز وګرزوي او حق تعالی وسیله ګرزوي، نو داسې وګړی ډېر بې ارزښته سړی دی.
    •    دوهمه درجه دا ده چې یو څوک د دې له پاره عبادت کوي چې د عبادت په وسیله شرف حاصل کړي او یا  یې چارې قبولې شي. دا درجه له لومړۍ درجې څخه لوړه ده او
    •    درېمه درجه دا ده چې یو څوک د الله عبادت کوي نو د دې له پاره یې کوي، چې الله د ده الله او خالق دی او خپله دی د دې الله بنده دی. باید الله ته زارۍ او عاجزي وکړي چې دا د عبادت لوړه درجه ده. همدا ده چې څوک لمونځ کوي نو وایي، چې الله ته دا لمونځ کوم او که ووایي چې زه دا لمونځ د ثواب له پاره او له الله څخه د ډار له کبله کوم، نو دا لمونځ فاسد دی.
عبادت او عبودیت یو ډېر لوړ مقام دی او پردې خبره ډېر ایاتونه دلالت کوي.
لومړی آیت دحجر صورت په اخر کې یو آیت دی چې الله تعالی وایي: {ولقد نعلم انک یضعق صدرک بما یقولون فسبح بحمد ربک وکن من الساجدین واعبد ربک حتی یأتینک الیقین}.
نو الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم، ته په عبادت کولو امر کړی دی او په دې چې تر مرګ پوري په عبادت پوري لګیا اوسه او د دې معنی دا ده چې په هیڅ مهال په عبادت کې اخلال راوستل روا کار نه دی او له دې څخه دا ښکاره ده چې عبادت ډېر ستر امر دی اوبله دا چې الله تعالی وایي:{ولقد نعلم انک یضعق صدرک بما یقولون} بیا الله تعالی پر څلور څیزونو امر کړی دی.
۱- تسبح، چې وایي {فسبح}. ۲ – تحمید، چې وایي {بحمد ربک}. ۳- سجود ، چې وایي {وکن من الساجدین}. ۴- عبادت دی چې الله د عبادت په باره کې وایي: {واعبد ربک حتی یأتینک الیقین}. دا په دې دلالت کوي چې عبادت له خلق څخه حق ته رجوع او ورتګ دی او په دې باندې د زړه تنګ والی له مینځه ځي.
دوهم آیت د عبادت د شرف په باره کې دی. الله وایي: {سُبْحانَ الَّذي أَسْرى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً}. که عبادت لوړ مقام نه درلودای نو الله به په لوړ مقام کې چې معراج دی د عبادت ستاینه نه کوله او ځینو ویلي دي، چې عبودیت له رسالت څخه اشرف دی، ځکه چې له عبودیت سره خلق څخه حق ته مخ کوي او په رسالت سره له حق څخه خلق ته مخ کوي او همدارنګه په عبادت باندې له دنیاوي تصرفاتو څخه لیري کېږي او په رسالت سره دی تصرفاتو ته مخه کوي او له بنده سره له دنیاوي تصرفاتو څخه لیرې والی وړتیا لري. او هم په عبادت بنده د الله د مهماتو اصلاح په غاړه اخلي او رسول د امت د مهماتو اصلاح په غاړه اخلي او په دې دواړو کې ډېر فرق شتون لري.
درېیم آیت د عبودیت د شرف په باره کې دی. عیسی علیه سلام، د لومړي ځل له پاره وویل: {انی عبدالله} یعني د عیسی لومړۍ وینا دا ده چې زه عبدالله یم او د ده دا کلمه د ده د مور د پاک لمنۍ او طهارت سبب شوه، د ده وجود له طعن څخه برآئت وموند او دی د ټولو ښېګڼو له پاره کیلي وګرزېده او د ټولو افتونو دفع کوونکی شو. کله چې د عیسی لومړۍ کلمه، د عبودیت ذکر و، نو د ده عاقبت پورته ختل شول، لکه چې الله تعالی وایي: { ورافعک الی} اصلي خبره دا ده چې هغه په خوله یې د عبودیت ادعا وکړه جنت ته بوتلای شو او هغه څوک چې عملآ د الله عبودیت اویا کاله وکړي هغه به څرنګه له جنت څخه محروم او بې برخې پاتي شي.
څلورم آیت دا دی چې الله تعالی موسی علیه سلام، ته وايي: {اننی انا الله لا اله الا انا فاعبدونی} نو الله ورته وروسته له توحید څخه د عبادت امر وکړ، ځکه چې توحید اصل دی او عبودیت فرع دی، توحید ونه ده او عبودیت یې مېوه ده. ونه او مېوه یو له بل پرته نه شي پاتي کېدلیا، نو دا ایتونه د عبودیت په شرف دلالت کوونکي دي او معقول خوښکاره دی اوهغه دا چې بنده محدث ممکن الوجود لذاته دی، که د حق د قدرت اغېز په ده کې نه وای نو د عدم په تیاره کې به پاتي و او وجود اوشتون به یې نه وای موندلی. چې وجود یې نه وای موندلی نو نور کمالات به چېرته ول؟ کله چې د حق قدرت په دې پوري تعلق وموند او د وجود اوایجاد اثار په کې پیدا شول نو د وجود او د وجود کمالات یې وموندل. بنده چې څه کمالات حاصل کړي دي، دا ټول د عبودیت په سبب دي نو دا ثابته شوه چې عبودیت د ښېګڼو کیلې ده او د عبودیت په سبب بنده د نېکمرغیو د لوړو درجو او کراماتو خاوند شوی دی. بنده وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}. علی کرم الله وجهه، ویل زما دا فخر بس دی چې زه ستا بنده یم او زما شرف بس دی چې ته زما رب شې. { اللهم انی وجدتک الهاکما أردت فاجعلنی عبدا کما أردت } (ای الله ما خو ته خپل الله وموندلې، لکه چې غوښتل مې نو ته ما هغسي بنده کړه لکه چې ته یې غواړې).
شپږمه فایده: دلته دوه مقامونه شته. یو د ربوبیت معرفت دی او بل د عبودیت معرفت دی، چې دا دواړه سره یو ځای شي نو هغه ځای ته سړی ورباندې رسېږي، چې په دې آیت کې ذکر شوي دي : {اوفوا بعهدی اوف بعهدکم} (تاسو زما عهد پوره کړئ زه به ستاسو عهد پوره کړم). د ربوبیت کمال په دې ایت کې راغلي دي چې الله وایي: {الحمدلله رب العالمعین الرحمن الرحیم مالک یوم الدین}.
نو دا چې بنده له عدم څخه وجود ته راغلی دی دا په دې دلالت کوي چې الله اله دی او دا چې د وجود په حال کې د ټولو ښېګنو خاوند دی دا په دې دلالت کوي چې الله رب، الرحمن یا الرحیم دی او د بنده د معاد احوال په دې دلالت کوي چې الله تعالی مالک یوم الدین دی.
دا جملې ټولې د غایب په لفظ راغلي دي اود الله دا قول چې وایي: {ایاک نعبد وایاک نستعین} له غایب څخه خطاب ته انتقال دی. په دې کې څه فایده ده؟ موږ په ځواب کې وایو چې په دې کې څو وجهې دي:
لومړۍ وجهه: لمونځ کوونکی د لمانځه په پیل کې اجنبي دی نو ځکه یې د الله ثنا د غایب په الفاظو وویله، تر مالک یوم الدین پورې، بیا داسې شو لکه چې الله تعالی ورته وایي: تا زما حمد ووایه او دا اقرار دي وکړ چې زه الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک یوم الدین یم نو ته ډېر ښه بنده یې زموږ تر مینځ حجاب مو لیري کړ او بعد مو په قرب بدل کړ. نو د مخاطب په توګه خبرې کوو او ووایه {ایاک نعبد}.
دوهمه وجهه: ښه غوښتنه هغه ده چې مخامخ وي. نه ګورئ چې انبیاء علیهم السلام، کله له خپل رب څخه غوښتنه کوله، مخامخ غوښتنه یې کوله او ویل یې {ربنا ظلمنا انفسنا} و {ربنا اغفرلنا} او {رب هب لی} او{رب أرنی}. سبب په دې کې دا دی چې دغوښتنو رد له کریم څخه مخامخ لیري او نه کېدونکی دی او دا هم ده چې عبادت خدمت دی او خدمت په حضور کې ښه او اولی دی.
درېیمه وجهه: د سورت له لومړي سر څخه تر ایاک نعبد، پوري ثنا ده اوثنا په غیبت کې اولی ده او د الله له دې قول څخه{ ایاک نعبد و ایاک نستعین} د سورت تر پایه پوري دعاده او دعا په حضور کې اولی ده.
څلورمه وجهه: دا ده چې کله چې بنده پر لمونځ پیل وکړ او ویې ویل: «نیت مې وکړ چې لمونځ کوم له پاره د تقرب الی الله» نو لمونځ کوونکی د ثواب او قربت نیت کوي بیا دا لمونځ کوونکی له دې نیت څخه وروسته پر الله باندې انواعو ثنا وایي. نو د الله د کرم تقاضا دا ده چې د ده د قربت دعا قبوله کړي.
چې خبره د غیبت له مقام څخه واوښتله او د حضور په مقام بدله شوه نو ویې ویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.

شپږم څپرکی
د ایاک نستعین په باره کې
د الله د دې قول {وایاک نستعین } معنا:
دا په عقلي دلایلو ثابته شوې ده، چې له ګناه څخه مخ اړول د الله عصمت سره کېږي او په اطاعت باندي لاس بري هم د الله په توفیق کېږي او په دې باندي عقلي او نقلي وجوه دلیل دی. عقلي دلیل څو وجهي لري:
لومړۍ وجهه دا ده چې الله پر فعل او د فعل پر ترک علی السویه قادر دی. نو تر څو چې مرجح نه وي پیدا شوي نور جهان هم نه شته. دا مرجح د بنده له لوري څخه نه دی، که داسي وای نو بیا بیا به یې غوښتنه کوله، نو دا مرجح د الله له لوري دی. نو دا ثابته ده چې بنده کوم کار ته اقدام نه شي کولای مګر که الله وغواړي او د ده مرسته وي.
دوهمه وجهه دا ده چې حق دین او سم اعتماد او باور غواړي، خو ځینو وګړي د یو مرستندوی په مرسته حق موندلای شي چې دا مرستندوی یوازي الله دی، ځکه که دا مرستندوی بشر واي او یا کوم ملک او فرښته وای، بیا به هم له الله څخه غوښتنې ته اړتیا وه.
درېمه وجهه: دا ده چې وګړي یو څه غواړي خو په لاس نه. یوازي د الله په مرسته هغه څیز موندلای شي چې غواړي یې.
دا چې څوک له ګناه څخه ساتل کېږي او نېکچاري یې په برخه کېږي د دې دلایل هم دا آیتونه دي:
لومړی آیت دا دی: {وایاک نستعین}، دوهم دا دی: {استعینو بالله} په دې آیت کې جبریه اوقدریه دواړه په اضطراب او تشویش کې دي.
 جبریه ډلې ویلي دي که بنده مستقل او خپلواک وای، بالفعل، نو دې صورت کې استعانت ته اړتیا نه وه او په استعانت غوښتلو کې کومه فایده نه وه، چې څه یې غوښتل هغه یې په خپله کولای شول. قدریه ډلې ویلي دي: که د بنده په واک کې چارې وای بیا هم مرسته غوښتل یو ښه کار ؤ. نو د بل چا مرسته غوښتل باطل دی او چې کوم کار یې نه شو کولای نو بیا په استعانت کې هم کومه ګټه نه وه.
زه وایم چې د کوم کار له پاره داعي نه وي، نو قدر د کوم کار په کولو کې کوم اغېز نه لري،مطلوبه اعانت په بنده کې د لازمې داعیې د پیدا کولو څخه عبارت دی. موږ به د هغو لطایفو او فوایدو یادونه وکړو چې په دې کلمه کې شته.
لومړۍ فایده: کېدای شي چې یو څوک ووایي چې په یو کار باندي مرسته غوښتل هغه مهال ښه کار دی چې دغه کار باندي پیل نه وي شوی او دلته لومړی دا یادونه وشوه چې، ایاک نعبد او بیا وایي، وایاک نستعین، نو په دې کې څه حکمت دی؟
ځواب څووجهې لري:
لومړۍ وجهه: لمونځ کوونکی وایي «ما په عبادت شروع وکړه نو زه د دې شروع کړي عبادت په سرته رسولو کې له تا څخه مرسته غواړم. له دې عبادت څخه مې په مرګ سره یا په ناروغۍ سره او د داعیو په بدلولو مه منع کوه.»
دوهمه وجهه: وګړي وایي «ای الله! زه په خپله دا کار کوم خو زه یو زړه لرم چې له ما څخه تښتي، نو زه له تا څخه مرسته غواړم چې دا زړه مې را ایسار کړم چې را څخه لاړ نه شي او زه دا شروع کړی کار وکړم.» رسول الله علیه الصلوة والسلام ویلي دي: {قلب المؤمن بین اصبعین من اصابع الرحمن} نو دا په دې دلالت کوي چې انسان د الله له مرستې څخه پرته خپل زړه نه شي په خپل واک کې کولای.
درېمه وجهه: زه په اعانت کې پرته له تا څخه بل څوک نه غواړم - دا بل څوک جبرائیل وي او که مېکایل وي - بلکه یوازي تا غواړم او په مذهب کې د ابراهیم خلیل الله علیه سلام پر مذهب عمل کوم. ځکه، کله چې نمرود د ده لاس او پښې وتړلې او اور ته یې ور غوزار کړ، نو جبرائیل علیه سلام ورته راغی او ورته یې وویل: ما ته دي کومه اړتیا شته؟ نو هغه ورته وویل: {اما الیک فلا} (تا ته خو اړتیا نه لرم)، نو جبرائیل ورته وویل: له الله څخه سوال وکړه. ابراهیم علیه سلام ورته وویل: {حسبی من سوالی علمه بحالی} (زما له پاره همدا بس دی چې هغه مې ښه په حال پوه دی، سوال ته اړتیا نه شته). خو زه په دې باره کې پر خلیل الله علیه سلام یو څه زیاتوم او هغه دا چې نمرود د ده لاس اوپښې وتړلې نه نور ځایونه او زما پښې تړلې شوې دي تلای نه شم، لاسونه مې تړل شوي دي زه یې نه شم خوزولای، سترګې یې زما تړلي دي زه پرې څه نه ګورم، غوږونه یې زما بند کړي دي څه پرې نه اورم او ژبه یې زما تړلي ده خبره نه شم کولای. نمرود اورته نږدې و او زه د دوزخ اور ته نږدې یم. نو لکه څرنګه چې خلیل الله علیه سلام، له چا څخه مرسته ونه غوښتله پرته له تا څخه، زه هم پرته له تا څخه د بل چا مرسته نه غواړم. خاص تا ته عبادت کوم او خاص له تا څخه مرسته غواړم. داسي شوه لکه چې الله تعالی ورته وایي: { قیا نارُ کونی بَرداً و سَلاماً عَلی ابراهیم } (ای اوره پر ابراهیم علیه سلام، سوړ او سلام شه!) ته مې له اور څخه وژغورلې، جنت ته مې ننباسلې، خپل قدیم کلام مې درواوراوه او د قدیم موجود لیدل مې در په برخه کړل.
څلورمه وجهه: {ایاک نستعین} پرته له تا څخه د بل چا مرسته نه غواړم، ځکه چې پرته له تا څخه بل څوک له ما سره مرسته نه شي کولای مګر که ته ورته له ما سره د مرستې کولو مرسته وکړې، نو موږ هم پرته له تا څخه د بل چا مرسته نه غواړو.
پنځمه وجهه: دا ده چې بنده وایي: {ایاک نعبد} په دې عبارت کې د بنده په زړه داسي یو څه ګرزي چې زه هم ګوندي یو څه یم، چې دې ته عجب وایي اوعجب له بنده سره نه ښایي نو ځکه ورپسي وايي زه چې ستا عبادت کوم دا هم ستا مرسته ده. بنده وایي: {وایاک نستعین} یعنې که زه ستا عبادت هم کوم دا هم – که ستا مرسته نه وي - زما په خپل وس کې نه ده. په {وایاک نستعین} باندي د بنده له زړه څخه نعبد د عجب د احتمال وجهه هم له مینځه ځي.

اووم فصل
د اهدنا الصراط المستقیم، په باره کې
په دې څو فایدې دي:
د {اهدنا الصراط المستقیم}.، معنی
لومړۍ فایده: کېدای شي چې وویل شي چې لمونځ کوونکی به ارومرو مؤمن وي او هر مؤمن لاره موندلې ده او مهتدي دی، نو لمونځ کوونکی مهتدي دی. کله چې مؤمن ووایي: {اهدنا} نو دا تحصیل د حاصل دی، ځکه لا د مخه یې هدایت موندلی دی نو نور څه غواړي او تحصیل د حاصل محال دی. پوهانو ددې پوښتنې ځواب په څو وجهو ویلی دی:
لومړۍ وجهه: چې دا هدایت غوښتونکی د لومړنیو په شان هدایت غواړي وایي چې نوح علیه سلام، به ډېر ځله ویل: {اللهم اهد قومی فا نهم لایعلمون} که څوک ووایي چې رسول لله صلی الله علیه وسلم. دا هدایت یو ځل غوښتی دی او نوح علیه سلام، په وار وار غوښتی دی، نو کېدای شي چې وویل شي چې نوح علیه سلام، رسول الله څخه افضل دی.
ځواب داسي دی چې رسول الله په هر لمانځه کې څو ځله {اهدنا الصراط المستقیم } وویل. چې د لمانځه په هر رکعت کې فاتحه سورت ویل کېږي نو پردې کلمه باندي د رسول الله تعلم د نوح علیه سلام څخه ډېر دی.
بل ځواب دا دی چې پوهانو ویلي دي، د اخلاقو په هر خلق کې افراط او تفریط شته او دا دواړه مذموم دي اوحق په کې د افراط او تفریط مینځ او وسط دی. ددې ادعا تاکید د الله په دې قول کوي چې وایي: {و کذلک جعلناکم امة وسطاً} (ما تاسو یو وسط امت پیدا کړي یاست). وسط عدل او انصاف دی، نو مؤمن چې په دلیل باندي الله وپېژانده نو دی مهتدي مؤمن شو.
د دې حالت له حصول څخه وروسته د هغه عدل پېژندل په کار دی چې د افراط او تفریط په مینځ کې په شهواني اعمالو کې، په غضبیه اعمالو کې او د مال د انفاق په کیفیت کې متوسط حال ته اړتیا ده. نو مؤمن له الله غواړي هغه صراط مستقیم ور وښیي چې په ټولو اخلاقو او اعمالو کې وسط وي نو په دې تفسیر سوال دفع کېږي.
درېمه وجهه: چې مؤمن په یوه دلیل الله تعالی وپېژانده خو په ممکناتو کې په هر موجود کې د الله تعالی پروجود، قدرت، رحمت او حکمت باندي دلیل وجود لري، او د انسان دین خو په یو دلیل هم صحیح دی او له نورو دلایلو څخه بې خبره دی. نو د ده دا قول چې وایي: {اهدنا الصراط المستقیم} دا معنی لري چې موږ ته په خبر او صفاتو ټول دلایل راوښیه نو بیا سوال نه واردېږي.
څلورمه وجهه: چې الله تعالی ویلي دي { وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ } او دا یې هم محمد علیه سلام ته ویلي دي: { وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ } او دا مستقیم صراط دا دی چې پرته له الله څخه نور هرڅه ته مخ ور وانه ړوي او تمه ورته ونه کړي. په ذکر او فکر الله ته متوجه اوسي. نو د الله دا قول چې وایي: {اهدنا الصراط المستقیم} مراد دا دی چې الله تعالی دا بنده همدغي موصوفي لارې ته ور برابر کړی او داسي شي چې که ورته امر وکړي چې زوی دي ذبح کړه دی یې دا امرمني او خپل زوی ذبح کوي. لکه چې دا کار ابراهیم علیه سلام وکړ. که ورته امر وکړي چې که څوک دې ذبح کوي نو ته ورته غاړه کېږده، لکه اسماعیل علیه سلام، چې ورته غاړه کېښودله او که ورت امر وکړي چې سمندر ته ځان ور وغورځوه نو دا امر مني، لکه چې یونس علیه سلام، داسي ومانه او ځان یې سمندر ته ور واچاوه. که ورته امر وکړي چې د چا شاګردي او تلمذ وکړه، نو د الله له امر څخه سر نه غړوي او دا شاګردي مني کله موسی علیه سلام، چې د حضر علیه سلام شاګرد شو، او که ورته امر وکړي چې که وژل کېږې هم ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده اجراء کوه، دې کارته غاړه ږدې او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده سرته رسوې، لکه یحیی او ذکریا علیهما السلام، چې په همدې سبب ووژل شول، نو مراد په اهدنا الصراط المستقیم باندي د پیغمبرانو انقیاد او غاړه اېښودل، لکه چې د الله امر ته یې غاړې اېښې وي، په ستونزو کې صبر کوي او ورڅخه تېښته نه کوي. په دې کې شک نه شته چې دا ډېر لوړ مقام دی. ځکه ډېر له دې ستونزو سره مقاومت نه شي کولای، خو موږ دوی ته وایو چې وګړو مه خوابدي کېږئ، ځکه چې د دین کار که ستونزمن هم وي بیا اسانېږي. نو په کار ده چې سړی صابر وي او صبر ډېر اجر لري. نو د {اهدنا الصراط المستقیم} معنا دا ده چې ای الله! ما په هغه لار روان کړه چې ته پرې خوښېږې او ستا د استازو لاره وي او که کومه ګناه او خطا را څخه شوې وي نو ته په خپل فضل او مهربانۍ د سمې قبولې توبې توفیق راکړه.
پنځمه وجهه: چې سړی ووایي چې الله ته مې وساته، ډېر وګړي دي چې ستا له لارې پرته نورو ناوړو لارو ته مې بولي لکه انسي او جني شیاطین نو د دوی له دې شر او بدکارۍ څخه مې ته وژغورې، عقل مې بې سېکه دی، عمر لنډ دی او په په مخ کې ستونزې ډېرې دي، ته مې په هغه لاره روان کړې چې ته یې غواړې او ورباندي خوښېږې، مستقیمه لار، هغه ده چې کږوالی په کې نه شته او روغه د جنت او د الله د رضا لاره ده.
د ابراهیم بن ادهم داستان دی چې یو مهال دی بیت الله ته روان و، یو اعرابي په خپله اوښه باندي سپور و، ورته ویې ویل چې شېخه چېرته ځې؟ ابراهیم ورته وویل: بیت الله ته ځم، هغه اوښې والا ورته وویل ته خو لکه چې لېونی یې! مرکب نه لرې، د حج توښه نه لرې او سفر اوږد دی. نو ابراهیم ورته وویل زه مرکبونه لرم، خو زما مرکبونه تا ته نه ښکاري. هغه ورته وویل، هغه څه دي؟ هغه ورته وویل: که له کومې ستونزې سره مخامخ شې نو صبر کوه او که په کوم نعمت واوښتې نو بیا شکر کوه، کله چې د الله له قضا سره مخامخ شوې نو بیا د الله رضا غواړه دا ټول مرکبونه دي چې ته پرې مقصود منزل ته رسېږې. نو په دې اوښ والا ابراهیم ادهم ته وویل چې ځه خپل سفر ته دوام ورکړه، ته سپور یې او زه پلی یم.
شپږمه وجهه: ځینو ویلي دي چې مستقیم صراط اسلام دی. ځینو ویلي دي چې مستقیم صراط قرآن دی او دا خبره سمه ده ځکه د الله دا قول چې وایي: {صراط الذین انعمت علیم} دا د صراط المستقیم بدل دی. چې داسي شي نو معنا به داشي چې د پخوانیو نېکانو په لاره مې روان کړه چې تا ورسره ښه کړي دي او په ښه لاره دې روان کړي دي. څوک چې پخوا تېر شوي دي هغوی قرآن او اسلام نه درلود نو دا خبره سمه نه شوه. نو دا خبره صحیح ده چې «الله د هغو لاره را وښیه چې هغوی ته تا د جنت لاره ورښودلي ده». الله {صراط} وویل او سبېل یې یې ونه ویل او نه یې طریق وویل اګر که دا ټول یوه خبره ده. د دې له پاره چې د جهنم صراط مذکر شي او جهنم ور یاد شي، نو د جهنم په اړه به د انسان په زړه کې ډېره وېره او ډار پیدا شي او هغه چارې به کوي چې پرې له جهنم څخه ژغورل کېږي.
د اهدنا په تفسیر کې دوهم قول دا دی چې ای الله په هغه لاره موږ کلک کړه چې تا را ښودلې ده. د دې نظیر او مثال د الله دا قول دی چې وایي: {ربنا لاتزع قلوبنا بعد اذ هدیتنا} معنا یې داسي چې ای الله موږ په هدایت باندي ټینګ کړه، ځکه ډېر پوهان بې لارې شوي دي او دین یې پرې ایښی دی.
دوهمه فایده: کېدای شی چې څوک پوښتنه وکړي ولي یې اهدنا وویل، اهدنی یې ولي ونه ویل؟ د دې ځواب په دوو وجهو دی.
لومړۍ وجهه: دا ده چې اعم وي د قبول امکان یې ډېر دی، ځینو پوهانو به خپلو شاګردانو ته ویل، که تاسو په دعا کې ووایاست چې {رضی الله عنک وعن جماعة المسلمین} که په دې قول چې رضی الله عنک، زه مراد یم نو دا ښه خبره ده او که نه نو بیا هم پروا نه شته خو پام چې دې قول کې مې هېرنه کړې چې ووایې: {رضی الله عن جماعة المسلمین} . رضی الله عنک، په دعا کې تخصص دی، نو کېدای شي چې الله دا دعا قبوله نه کړي. په دې قول چې عن جماعة المسلمین، نو په دې هر هغه راتلای شي چې د دعا د اجابت مستحق وي او چې په دې ډله کې الله د یو وګړي په باره کې دعا قبوله کړي، نو الله لوی ذات کېدای شي، د ټولو په باره کې دا دعا قبوله کړي. له همدې کبله سنت دا دی چې که څوک دعا کوي چې نبي علیه سلام په کې یاد کړي چې دعا یې قبوله شي، نو لومړی به نبي علیه سلام یادوي بیا به دعاکوي او په پای کې به بیا نبي علیه سلام یادوي چې داسي دعا ارومرو الله قبلوي. په دې راز دعا نبي علیه سلام، د ده ور یادېږي او دا دعا د نبي علیه سلام، په برکت قبلېږي، نو لازمه ده چې د ده په برکت د ټولو دعا قبوله شي. چې د دعا طرفین قبول شول منځ یې هم ور سره قبلېږي.
دوهمه وجهه: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي په هغو ژبو دعا وکړئ په کومو ژبو مو چې ګناه کړي ده. ورته وویل شول چې یا رسول الله په هغو ژبو زموږ له پاره څه دي؟ هغه ورته وویل ځینې په تاسو کې ځینو نورو ته دعا کوي، ځکه چې د هغه په ژبه تا ګناه نه ده کړي او هغه ستا په ژبه ګناه نه ده کړي.
درېیمه وجهه: الله وایي: ای بنده آیا د دې سورت په اول کې ونه ویل چې الحمدلله او دي نه ویل احمدلله نو تا لومړی د ټولو حامدانو حمد یاد کړ، همداسي یې په دعا کې هم یاد کړه او له ځان سره یې شریک کړه، نو وایه اهدنا.
څلورمه وجهه: بنده ویل چې ما ستا له رسول څخه اورېدلي چې ویل به یې: {الجماعة رحمة والفرقة عذاب} نو کله چې ما ستا د تحمید اراده وکړه نو د ټولو حمد مې یاد کړو ومې ویل چې الحمدلله، د ټولو عبادت مې یاد کړ، نو ومې ویل چې ایاک نعبد، او کله مې چې استعانت ذکر کاوه نو د ټولو استعانت مې یاد کړو ومې ویل{ وایاک نستعین} نو کله مې چې هدایت وغوښت د ټولو له پاره مې وغوښت ، و مې ویل: {اهدنا الصراط المستقیم}، کله مې چې د صالحانو اقتداء وغوښتله نو د ټولو له پاره مې اقتداء وغوښتله او ومې ویل: {صراط الذین انعمت علیهم} کله مې چې مردودانو څخه تېښته وغوښتله نو له ټولو څخه وتښتېدلم، نو ومي ویل {غیرالمغضوب علیهم و لا الضالین} نو کله چې زه له انبیاء او صالحانو څخه په دنیا بېل نه شولم، هیله لرم چې په قیامت کې به هم ورڅخه بېل نه شم.
الله تعالی ویلي دي: {فاؤلئک مع الذین انعم الله علیهم من النبین}.
درېمه فایده: مهندسانو ویلي دي، مستقیم خط او لیک هغه ده چې په ټولو هغو کږو  لیکو کې لنډ وي چې دوه ټکې سره نښلوي، مستقیم خط او لیکه لنډه ده. نو بنده ویل: {اهدنا الصراط المستقیم} په څو وجهو سره.
لومړۍ وجهه: دا مستقیم خط له نورو ټولو خطونو څخه لنډ دی او زه بې وزله یم، زما له بې وزلۍ سره دا نه ښایي چې اوږده لاره ونیسم، زما له پاره لنډه لاره ښه ده.
دوهمه وجهه: مستقیم خط یو دی او نور خطونه کاږه دي او یو بل ته په کږوالي کې ورته دي. که پر ته له مستقیم خط او لارې څخه په کومه لاره ور برابر شم کړاو به مې زیات شي. نو ته په خپل فضل مطالب ته د رسېدلو همدا لنډه او مستقیمه لاره را وښیه.
درېمه وجهه: سمه لاره سړی ژرمطلوب ته رسوي او کږه لاره ستونزي لري او اوږده ده.
څلورمه وجهه: مستقیمه لاره تغیر نه مومي او په کږه لاره کې به لږ تغیر راځي، نو د همدغو اسبابو له کبله چې یادونه یې وشوه د سمې لارې غوښتنه بنده ته په کار ده. والله اعلم.

اتم څپرکی
د صراط الذین انعمت علیهم، تفسیر دی.
د الله د دې قول معنا چې وایي: {صراط الذین انعمت علیهم}.
لومړۍ فایده: د نعمت په حد او تعریف کې ده. د نعمت په باره کې پوهانو اختلاف کړی دی. ځینو ویلي دي چې نعمت هغه معقوله ګټه ده چې بل چا ته د احسان او ښېګڼې په توګه ور کول شي. ځینې وایي چې نعمت هغه ګټوره ښه معقوله  ګټه ده چې څوک یې بل چاته د احسان په توګه ورکړي. دوی وایي چې دا قید {احسان} ځکه زیات شو چې نعمت شکر غواړی چې باید هغه څوک چې نعمت ور کول شوی، د منعم شکر ادا کړي او که نعمت قبیح وي نو د داسې نعمت ورکوونکی د شکر مستحق نه دی.
حقه خبره دا ده چې دا قید اعتبار نه لري، ځکه چې دا جایزه ده چې یو څوک په احسان کولو سره د شکر مستحق شي، اګر که دا کار ناجایز هم وي، ځکه چې د شکر د استحقاق لوری د ګناه او کړاو له استحقاق څخه بېل دی. نو د دې دواړو کې په اجتماع څه مانع وجود لري؟ نه ګوري چې یو فاسق او بد کار وګړی، چا ته د کوم انعام په ورکړه هم مستحق دی او دی په دې بد سړی دی چې د الله ګناهکار دی. خو دا چې له چا سره یې ښه وکړل نو په دې باندې د شکر مستحق دی چې په دې ځای خبره هم همداسې ده.
اوس موږ د حد او تعریف بیا ن ته مخه کوو او وایو: موږ د منفعت او ګټې یادونه وکړه، ځکه مضرت او بد کاري نعمت نه دی. دا چې موږ وایو چې دا نېکچاري د احسان په توګه شوې وي، ځکه که دا ښه کار حقه ګټه وي، خو دې نېکچاري چې دا نېکچارۍ کړي دي د ځان د ګټې له پاره یې کړي دي، نه د هغه چا له پاره چې ده ورسره نېکچاري او ښېګڼې کړي دي.
لکه څوک چې خپلې وینځې سره نېکي او نېکې چارې کوي او ښه یې ساتي، خو مطلوب یې دا وي چې که ویې پلوري چې ښه ګټه په کې وکړي، نو داسې وګړي دا ښه له ځان سره کړي دي نه له وینځې سره او اعتبار نیت لري.
کله چې د نعمت تعریف او حد ښکاره شو نو دا حد بیا ډېر فروع او څانګې لري.
لومړۍ څانګه دا ده چې هره ګټه چې وګړو ته رسېږي او له ضرر نه ساتل کېږي نو دا د الله له لوري ده، لکه چې الله تعالی وایي: {وما بکم من نعمة فمن الله} اوس وایو چې نعمت درې ډوله دی.
لومړی هغه نعمت دی چې یوازي الله کولای شي چې چاته يې ورکړي، لکه چې الله وګړي اوخلق پیدا کوي او بیا روزي ور کوي. دوهم نعمت دا دی چې په ښکاره له غیر الله څخه وي، خو په حقیقت کې دا نعمت د الله له لوري څخه وي او دا ځکه چې الله تعالی، یوازي همدی خالق دی، او دا نعمت چې غیر الله چاته ورکړی دی، دا نعمت هم الله پیدا کړی دی او دا غیر الله منعم هم الله پیدا کړی دی. د دغه ظاهري منعم په زړه کې د انعام د ورکړی داعیه او مینه هم الله تعالی اچولې ده. کله چې الله تعالی دا نعمت د خپل بنده په لاس ورکوي، نو ده ورکوونکی بنده مشکور بنده ګرزولی. خو په حیقیقت کې اصلي مشکور یوازي همدا الله تعالی دی. نو ځکه یې ویلي دي: { ان اشکرلی و لوالدیک و الی المصیر } (زما شکر او د خپل مور او پلار شکر کوه، او ماته  مو راتګ دی.) الله ځکه د شکر په باره له ځان څخه پیل وکړ چې وګړو ته انعام نه رسېږي،مګر د الله له لوري څخه هرچا ته انعام ورکول کېږي. درېیم نعمت دا دی چې دا نعمتونه چې موږ ته د الله له لوري را رسېدلي سبب یې زموږ اطاعت دی، خو دا اطاعت هم د الله په ورکړه شوی توفیق کېدای شي که الله موږ ته دا اطاعتونو د کولو توفیق نه وای راکړی، نو موږ بیا دا اطاعت نه شو کولای. دا هم د الله له لوري دی چې موږ ته یې د اطاعت توفیق راکړی او له موږ سره په دې اطاعت کې مرسته کوي او دا لار ښوونه یې را ته کړې، چې څرنګه د ده اطاعت او عبادت وکړو او په دې چاره کې یې زموږ له مخې څخه خنډونه لېرې کړي دي او که د ده لور نه وای نو موږ نه شوای کولای. نو دا ښکاره ده چې ټول نعمتونه د الله له لوري دي.
دوهمه څانګه دا ده چې د الله په نعمتونو کې لومړی نعمت دا دی چې خلک یې ژوندي پیدا کړي دي، چې په دې باندې عقل او نقل دواړه دلالت کوي.
عقل وایي چې تر هغې پوري یو څیز نعمت کېدلای نه شي، تر څو چې ګټه ترې نه وي اخیستل شوې او له هر نعمت څخه ګټه اخیستل په ژوند سره کېږي. جماد او مړی له هیڅ څیز څخه ګټه نه شي اخیستلای، نو دا جوته ده چې د ټولو نعمتونو  اصل همدا ژوند دی.
نقلي دلیل، دا دی چې الله تعال ویلي {کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فا احیاکم} (تاسو څرنګه کافران کېږﺉ حال دا دی چې تاسو مړه وئ او بیا یې ژوندي کړئ)، بیا یې ورپسې ویلي دي: {هوالذی خلق لکم مافی الارض جمیعاً} الله هغه ذات دی چې د ځمکې ټول شیان یې ستاسو له پاره پیدا کړي دي، نو الله لومړی د ژوند یادونه وکړه او بیا یې هغه څیزونه یاد کړل چې ګټه ورڅخه اخیستل کېدای شي. دا بیان د دې دلیل دی چې ژوند ډېر ستر نعمت دی.
درېیمه څانګه: ایا الله کافرو ته نعمت ورکوي او که نه؟ زموږ ځینو اصحابو ویلي دي چې الله کافر ته نعمت نه دی ورکړی او معتزله وایي: الله کافر ته دیني نعمت هم ورکړی دی او دنیا وي نعمت یې هم ورکړی دی. زموږ اصحابو په قران او معقول باندې استدلال کړی دی. په قران کې خو څو آیاتونه شته چې یو یې دا دی الله وایي: {اهدنا الصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم} دا ځکه چې که الله کافر ته نعمت ورکړی وای نو دوی بیا په دې ایت کې داخلېدل. {انعمت علیهم} او که داسې وای نو دا قول چې وایي {اهدنا الصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم} د کفارو د لارې غوښتنه وه او دا خبره خو باطله ده، نو په دې آیت باندې دا ثابته ده چې الله تعالی کفارو ته نعمت نه دی ورکړی. اعتراض کوونکي وایي، چې د الله دا قول چې وایي {صراط} دا اعتراض دفع کوي. موږ وایو چې د الله دا قول: {صراط الذین انعمت علیهم} د {صراط المستقیم} بدل دی. نو تقدیر یې داسې شو چې موږ ته د هغو لار را وښیه چې تا ورباندې نعمت کړی دی، چې په دې توګه هغه ذکر شوی. محذور بېرته عود کوي. دوهم آیت دا دی چې{ وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ }. معقول دلیل دا دی چې د دنیا نعمتونه د اخرت د عذاب په مقابله کې - چې د عذاب دوام لري - ډېر لږ دي او داسې دی له یو څاڅکی په سمندر کې. داسې نعمت په نعمت حساب نه دی. ځکه هغه څوک چې په حلوا او خوږه کې زهر ګډ کړي، نو هغه ګټه چې له دې حلوا څخه راپیدا کېږي د هغه ډېر ضرر په مقابل کې هغه نعمت نه دی. نو دلته هم همدا عقلي مثال کېدلای شي.
او هغه وګړو چې ویلي دي، الله کافرانو ته ډېر نعمتونه ورکړي دي، نو دوی پر څو ایاتونو استدلال کوي. چې یو یې دا دی چې الله تعالی وایي: { يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء }. نو دا د دي خبرې پوهول شول چې پر ټولو وګړو د الله اطاعت واجب دی، ځکه چې داسې لوی لوی نعمتونه یې ورکړي دي. بل آیت دا دی { کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فااحیاکم} چې ایاتونه یې د امتنان په معرض او نعمتونه یې د شرحې په توګه یاد کړي دي. درېیم آیت دا دی چې { يا بني إسرائيل اذكروا نعمتي التي أنعمت عليكم }. څلورم ایت دا دی: {وقلیل من عبادی الشکور}. بل آیت کې د ابلیس دا قول دی :{ولاتجد اکثروهم شاکرین} نو که کافرو ته نعمت نه وای ورکړای شوی، نو پر دوی باندې به شکر لازم نه و، په نه شکر کولو به نه ملزم کېدل او دا به کومه بده خبره نه وه، ځکه چې شکر یوازي پر نعمت لازمېږي.
دوهمه فایده: الله تعالی وایي: {اهدنا الصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم} دا آیت په دې دلالت کوي چې امام ابوبکر رض، دی لکه چې موږ د ایت په باره کې وایو چې د دې آیت مطلب دا دی چې الله موږ ته د هغو لاره راوښیه چې ور باندې دې انعام کړی دی او الله تعالی په یوه بل آیت کې ویلي دي، هغه وګړي چې الله ورباندې انعام کړی، دا څوک دي؟ نو ویې ویل: { فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ }. په دې کې شک نه شته چې د صدیقینو په سر کې ابوبکر صدیق دی نو که ابوبکر ظالم وای اقتداء به ورپسي سمه نه وای. نو ثابته شوه چې داایت ابوبکر صدیق د امامت په صحت دلیل دی.
درېیمه فایده: د الله دا قول چې وایي {انعمت علیهم} پر هر هغه چا باندې صادق دی چې الله ورباندې نعمت کړی دی. دا نعمت به یا د دنیا نعمت وی او یا به د دین نعمت وي. کله چې لومړی باطل دی نو ښکاره ده چې مراد د دین  نعمت دی، نو موږ وایو چې هر دینې نعمت د ایمان پر صحت پوري اړه  لري او د ایمان نعمت او د دې نعمت حاصلول د نورو دیني نعمتونو په شان دی نو دا پر دې دلالت کوي چې مراد له :{انعمت علیهم} څخه دایمان نعمت دی . د دې قول حاصل په {اهدناالصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم} دایمان طلب دی اوکله چې دا اصل ثابت شو نومونږ وایو چې پردې باندې څو احکامه بنا دی:
لومړی حکم دادی چې کله مراد له دې نعمت څخه د ایمان نعمت دی او د دې ایت لفظ صریح دی چې الله په خپله دا نعمت ورکوي نو ثابته شوه چې د ایمان خالق او ورکونکی همدا الله تعالی دی اودا د معتزله د قول په فساد دلالت کوي. او دا چې ایمان ډېر لوی نعمت دی که د دې فاعل او وروکونکی بنده وای نو د بنده انعام به د الله له انعام څخه اشرف او اعلی وای. او که داسې وای نو بیا الله سره دا ښه نه ښکارېده چې دا راز ایمان عظیم نعمت وبولي.
دوهم حکم: دا واجب ده چې مومن په اور کې تل پاتي نه اوسي، ځکه چې د الله دا قول وایي: {انعمت علیهم} دا د تعظیم په ډګر کې د همدې انعام په باره کې راغلی دی. که ایمان د عذاب په دفع کې اغېز نه درلودای فایده به یې لږه وه. نو د تعظیم په ځای کې به الله تعالی نه ذکر کاوه.
درېیم حکم: دا آیت دلیل دی چې په دین کې پر الله باندې د صلاح او اصلح رعایت واجب نه دی، ځکه که لارښوونه پر الله باندې واجب وای، نو بیا دا لارښوونه انعام نه کېده، ځکه چې واجب اداکول انعام نه دی او حال دا دی چې الله تعالی ایمان ته انعام ویلی دی. نو ښکاره ده چې پر الله باندې د بنده ایمان واجب نه دی.
څلورم حکم: دا جایزه نه ده چې مراد له ایمان څخه دا وی چې الله تعالی پر ایمان مکلف  ته دا قدرت ورکړی دی چې ایمان راوړي، د ایمان راوړلو لاره یې ور ښوودلې ده او د ایمان په راوړلو کې یې د بنده له مخې څخه خنډونه او موانع لیري کړي دي. ځکه چې دا ټول د کفارو په حق کې هم حاصل دي. کله چې د الله تعالی خپل ځینې بنده ګان د ایمان په درلودلو شرف کړي دي، سره له دې چې د ایمان راوړلو موانع او خنډونه یې د هر چا له مخې لېرې کړي دي، نو موږ پوهېږو چې له ایمان څخه مراد پر ایمان راوړلو قدرت او د ایمان د راوړلو پر مخ کې خنډونه لیري کول دي.

نهم څپرکی
د الله د دې قول په باره کې دی چې وایي: {غیر المغضوب علیهم ولا الضالین}.
معنا:
لومړۍ فایده: مشهوره خبره دا ده چې {مغضوب علیهم} همدا یهودان دي، ځکه چې الله تعالی ويلي دي: {من لعنه الله وغضب علیه} او ضالین نصاری دي، لکه چې الله تعالی ویلي دي: { قد ضلوا من قبل و اضلو کثیرا و ضلوا عن سواء السبیل }. په دې باره کې ویل شويدي، چې دا خبره ضعیفه ده، ځکه چې د صانع منکران او مشرکان له دوی څخه ډېر ککړ او ناولې دي، نو د دوی له دین څخه ځان ژغورنه د یهودو او نصارای د دین له ژغورنې څخه ډېره ښه ده. ښه دا ده چې له یو غیر المغضوب څخه هغه څوک واخیستل شي چې په ظاهرې اعمالو کې خطا وي چې فاسقان دي او له ضآلون څخه هغه وګړي واخیستل شي، چې په اعتقاد کې خطا کاران دي، ځکه چې لفظ عام دی او د دې لفظ مقید کول یو خلاف الاصل عمل دی.
دا احتمال هم شته چې وویل شی چې مغضوب علیهم همدا کفار دي او ضآلون منافقان دي. دا ځکه چې الله تعالی د مومنانو په یادونه پیل کړی دی (په پنځو ایاتو کې د بقری د سورت په اول کې) او بیایې د کفارو یادونه کړي ده، لکه چې وایي: {ان الذین کفرو} بیا ورپسي منافقان ذکر کړي دي. لکه چې وایي: {ومن الناس من یقول امنا} نو همداسې یې په دې ځای کې لومړی مومنان یاد کړي دي، لکه چې وایي: {انعمت علیهم} او بیا یې ورپسي د کفارو یادونه کړي ده، لکه چې وایي: {غیرالمغضوب علیهم} او بیا یې وروسته منافقان یاد کړي دي، لکه چې وایي: {ولاالضالین}.
دوهمه فایده: کله یې چې پر دوی حکم وکړ چې دوی ضالین دي نو نه شي کولای چې مومنان ور څخه واخیستل شي او که داسې نه وي نو د الله صادق خبر به کذب شي او دا محال دی. هغه چې محال ته مقضی  وي هغه محال دی.
درېیمه فایده: د الله دا قول {غیر المغضوب علیهم ولا الضآلین} په دې دلالت کوي چې په ملایکو او انبیاو کې هیچا داسې عمل نه دی کړی - د هغو له قول څخه مخالف - چې الله ورباندې الله انعام کړی دی. او نه د هغه چا د اعتقاد مخالف دي چې پر هغوی باندې الله انعام کړی دی. ځکه که ور څخه داسې کار شوی وای نو د حق له لارې څخه به بې لارې شوي وای. الله تعالی ویلي { فماذا بعد الحق إلا الضلال } نو که دوی ضآلین ول نو په دوی پسي اقتداء کول به جایز نه ول او نه به د دوی لار لارښوونه وه او دوی به د الله له دې قول څخه وتلي وای چې وایي: {انعمت علیهم}. کله چې دا خبره باطله شوه نو موږ په دې ایت د انبیاو ملایکو علیم السلام باندې پوه شولو.
څلورمه فایده: غضب: د انتقام د شهوت له پاره د زړه د وینې د جوش په مهال تغیر پیدا کېدو ته وایي. خو دلته یوه کلیه قاعده شته او هغه دا ده چې نفساني اعراض، لکه رحمت، فرح، سرور، عضب، حیاء غرت، مکر، غولول، تکبیر او استهزاء ابتداء او انتها لري، چې یو مثال یې غضب دی، ځکه د غضب اول د زړه د وینو جوش دی. انتها او غایه مغضوب علیه ته ضرر رسول دي، نو د الله په حق کې د غضب لفظ لومړي حال ته نه ویل کېږي، چې د زړه د وینو جوش ته وایي، بکله هغه وروستنۍ معنی یې مراد ده چې هغه د ضرر رسولو اراده ده همدارنګه حیاء هم اول او هم پای لري، د حیاء معنی په زړه کې د انکسار پیدا کېدو ته وایي او حیا غرض لري چې هغه کار پرېښودل دي، چې د کولو له پاره یې شوي وی، نو د الله تعالی په حق کې حیاء د لفظ څخه د الله په باره کې د فعل ترک ته وایي نه د نفس انکسار او دا په دې باب او باره کې یوه ښه شریفه قاعده ده.
پنځمه فایده: معتزله وایی له غضب الله علیهیم څخه مراد دا دی چی دامغضوب علیهیم په خپله خوښه بدچاري کوي اوکه داسې نه شي نو پردوي باندی غضب دالله له لوري ظلم دی او زموږ صحابه وايي کله چې په مغضوب علیهم باندې پر دوی د الله د غضب ذکر راغلی دی او بیا ورپسي دا وویل شول چې دوی ضآلین دي، نو دې خبرې پردې دلالت وکړ چې پر دوی د الله غضب د دوی د ضآلین کېدلو علت دی په دې صورت کې د الله صفت د بنده پر صفت باندې اغېز کوي، خو که ووایو چې د دوی ضآلین کېدل د دې سبب کېږي چې الله ور باندې په غضب شي، نو له دې څخه پایله اخیستل کېږي چې د بنده صفت  د الله پر صفت اغېز لری او دا محال دی.
شپږمه فایده: د دې سورت اول په الحمدلله او پر ده باندې او د ده له پاره په مدح شامل دی او د دې سورت اخر پر الله باندې پر مخ اړوونکو او د ده په طاعت باندې د اقرار نه کوونکو پر ذم باندې شامل دی او دا په دې دلالت کوي چې الله تعالی ته مخ کول او د ده اطاعت ته غاړه ايښودل د سعادت او نېکمرغیو سرچینه ده او د بدیو او افتونو سرچینه د الله له عبادت څخه سرغړونه ده او د الله له طاعت څخه لیري کېدل او د ده خدمت نه کول د بدبختیو منبع ده.
اوومه فایده: دا آیت پر دې باندې دلالت کوي چې مسلمانان درې ډوله دي: یو اهل اطاعت دی او دوی ته الله تعالی په خپل دې قول اشاره کړې {انعمت علیهیم} ، بله ډله اهل المعصیت دی او دوی ته یې په خپل دې قول ااشاره کړې {غیر المغضوب علیهیم}. بله ډله په دین او کفر کې اهل الجهل دي او دوی ته یې په دې قول اشاره کړي ده: {والاالضالین} که وویل شی چې ولي یې د عاصیانو ذکر د کافرانو پر ذکر مقدم کړ نو په ځواب کې وایو چې هر څوک له کفر څخه ځان ژغوري خو کله کله له بدکارۍ څخه ډډه نه کوي، نو دا بد کاران له کافرانو څخه ښه دي، ځکه له کفارو څخه تر مخه ذکر کړای شول.
اتمه فایده: په دې آیت کې یوه پوښتنه ده او هغه دا ده چې د الله غضب د بنده په ناکارۍ او بدکارۍ او جنایت باندې له علم څخه راپیدا شوی، نو د الله دا علم به یا قدیم وي اویا محدث وي، که د الله دا علم قدیم وي، نو ولي یې دا بنده پیدا کاوه او له عدم څخه یې وجود ته راواسته په داسې حال کې چې الله پوهېده چې که یې پیدا کړي نو په دایمي عذاب او کړاو کې به وي. بله دا ده چې څوک چې پر چا باندې په غضب وي نو ولي یې پیدا کوي؟ که دا علم حادث وي او الله اوس پوه شوي وئ چې دا بنده ښه نه دی. نو الله تعالی په دې نوي علم د حوادثو محل ګرزي او دا چې الله دې راز علم ته اړ دی چې دا علم پیدا کړي او دا حادث علم له ده څخه یو بل علم ته اړتیا لري چې په دې توګه خبره تسلسل ته وځي او تسلسل محال دی.
د دې سوال جواب دا دی چې الله هغه کوي چې غواړي یې او هغه حکم کوي چې اراده یې وکړي.
نهمه فایده: په دې آیت کې یو بل سوال هم شته او هغه دا دی چې پر چا باندې چې الله انعام کړی وي نه شي کېدلای چې همهغه دی مغضوب علیه وي او د ضآلینو له ډلې څخه دې وګڼل شي. نو کله چې الله وویل {انعمت علیهم} نو په دې کې څه فایده ده چې ورپسي وایي: {غیرالمغضوب علیهم ولا الضالین}.
 د دې سوال جواب دا دی چې ایمان په رجاء اوخوف کامل کېږي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ویلي دي: {لو وزن خوف المومن ورجاءه} نو دواړه به برابر  ختلي وای، نو  د الله دا قول چې وایي: {صراط الذین انعمت علیهم} یو جب الرجاء الکامل او د الله دا قول چې وایي: {غیر المغضوب علیهیم ولا الضآلین} کامل ډار پر بنده باندې واجبوي او په دې مهال ایمان په دواړو رکنونو او طرفونو قوي کېږي او د کمال حد ته رسېږي.
لسمه فایده: دا ده چې په دې ایت کې یو بل سوال هم شته. څه دلیل دی چې الله تعالی مقبولین یوه ډله ګرزولې ده چې دا هغه وګړي دي چې الله ورباندې انعام کړی دی او مردودان یې دوه ډلې کړي دي.چې یوه ډله المغضوب علیهم دي او بله ډله ضالین دي؟
د دې سوال جواب دا دی چې هغه وګړي چې ور ته د الله پوره نعمت رسېدلی دا هغه وګړي دي چې دوی د الله د ذات له معرفت سره د عمل خیر هم یو ځای کړی دی. نو همدغه کسان د الله د دې قول چې وایي: {انعمت علیهیم} مراد دي. که په دوی کې چا عمل مختل کړی، چې فاسقان شوي دي، نو دوی مغضوب علیهیم دي، لکه چې الله تعالی ویلي دي: {ومن یقتل مومناً متعمداً فجزاءه جهنم خالداً فیها وغضب الله علیه و لعنه} اګر د علم قید یې مختل کړی دی، نو دوی ضالون دي ځکه چې الله تعالی ویلي دي: {فما ذا بعدالحق الا الضلال}. دا زموږ اخر کلام دی د دې سورت د ټولو ایتونو په تفسیر کې چې په تفصیل سره بیان کړ شو. والله اعلم.

د فاتحې د ټول سورت په اړه خبره
په دې اړه څو څپرکي دي
لومړی څپرکی
له دې سورت څخه د لاس ته راغلو عقلي اسرارو په اړه
نړۍوال عالم تیاره او خړ پړ عالم دی او د اخرت عالم روښانه او د خوشحالیو عالم دی. آخرت لکه ډډ او اصل او نړۍ لکه څانګه داسې ده. نړۍوال عالم سیوری او اخرت لکه جسم داسې. په نړۍ کې چې هرڅه شتون ولري دا ټول د اخروي نړۍ مثالونه دي.
که داسې نه شي، نو داسې به شي لکه بې مېوې ونه او بې دلیله مدلول ، نو د روحانیاتو جهان روڼ، ځلانده او د خوښیو او خوشحالیو جهان دی او په دې کې شک نه شته چې  د روحانیاتو جهان په کمال او نقصان اغېزمن کېږي.
دا ښکاره خبره ده چې په دې کمالاتو کې چې کوم یو کمال ستر او د پام وړ وي نور به د دې کمال په چوپړ کې وي. د ده امر او نهي به مني، لکه چې الله تعالی ویلي دي: {ذی قوة عند ذی العرش مطاع آمین} د عرش د خاوند په نزد د قوت او پیاوړتیا خاوند دی. د ده خبره او امر منل کېږي او امانتګر دی او همدارنګه په دې نړۍ کې هم یو داسې چاته اړتیا ده چې په دې جهان او عالم ډېر اشرف شخص وي او د ښه کمال خاوند او پوره لوړتیا او ښېګڼه ولري. په دې جهان نور ټول د ده منونکي وي او د ده امر مني، نو هغه لومړی منلی د روحانیاتو په عالم کې منلی دی او دا دوهم منلی د جسمانیاتو په عالم کې منلی دی. هغه د لوړ عالم منلی دی او دا بل د ټیټ عالم منلی دی. کله چې موږ وویل چې د جسمانیاتو عالم د روحانیاتو د عالم د سیوري په څېر دی او دا عالم د هغه یو اثر دی، نو دا لازمه ده چې د دې دواړو منلو تر مینځ یو تر بله کتنه او مجانست، وي. د ارواحو د عالم منلی مصدر دی، د اجسامو د عالم منلی د هغه یو ښکارندویه ده چې هغه مصدر ملکي رسول دی او دا بل منلی چې د لومړي منلي مظهر او ښکارندوی دی، دا بشري رسول دی او په همدغو دواړو منلو سره د دې دنیا او د هغه آخرت نېکمرغي او ښېګڼې په لاس راځي.
کله چې په دې پوه شو نو وایو چې د بشري رسول کمال په دې کې دی چې وګړي الله ته ور وبولي او دا بلنه په اوو څیزونو پوره کېدای شي، لکه الله چې د بقرې د سورت په پای کې یاد کړي دي چې دا مبارک آیت دی: { والمؤمنون کل امن باالله} تر پایه پوري. د رسولانو او استازو په احکامو کې د الله تعالی دا آیت راځی. {لا نفرق بین احدمن رسوله} - بقره ۱۲۵ آیت – نو دا څلور واړه د مبدا په معرفت پوري اړه لري چې د ربوبیت معرفت دی او بیا یې ورپسې هغه څه یاد کړي دي چې د عبودیت په معرفت پوري اړه لري، چې د دې بنا پر دوو چارو ده، چې لومړی مبداء دی او دوهم کمال دی.
مبداء د الله دا قول دی چې وایي: {وقالو اسمعنا واطعنا} - بقره ۲۸۵ آیت - ځکه چې معنا ته هغه څوک اړ دی چې  الله تعالی ته ورتګ غواړي او کمال پر الله باندي توکل دی او همده ته پوره تمه ده، لکه چې الله وایي: {غفرانک ربنا} چې دا د بشري اعمالو او طاعاتو څخه بې تمې کېدل  دي. پر الله باندي تکیه کول دي او ورڅخه د رحمت او لور او همدارنګه د بخښنې غوښتل دي. کله چې د دغو څلورو اصولو په واسطه معرفت حاصل شو او بیا په دې نورو دواړو اصلونو عبودیت حاصل شو نو نور یوازي د الله حضور ته ورتګ پاتې دی او دا چې څوک په ځان کې الله ته د ورتګ استعداد پیدا کړي، لکه چې دا مطلب الله داسې بیان کړی دی، {والیک المصیر} (او تا ته در تګ دی). له دې څخه دا را څرګندېږي چې دا درې پړاوونه مبداء، وسط او معاد دي. د مبداء پېژندنه د څلورو چارو په پېژندنه کېږي، چې هغه څلور دا دي: د الله، ملائیکو، کتابونو او استازو معرفت او پېژندنه.
وسط په دوو چارو پېژندل کېږي چې }سمعنا{ او }اطعنا{ دي چې دا د اجسادو د عالم برخه ده او دا چې وایي: {غفرانک ربنا} دا د ارواحو د عالم برخه ده، خو پای او پایله بیا په یو څیز په لاس راځي چې هغه د الله دا قول دی: {والیک المصیر} (او تا ته در تګ دی) - بقره ایت ۲۸۵.
نو ابتداء د امر څلور دي او وسط دوه شیان دي او پای یو دی. کله چې په معرفت سره دا اوه مراتب او پړاوونه حاصل شول نو له دې معرفت څخه بیا په دوعا او تضرع کې اوه نور پړاوونه حاصلېږي.
- لومړی: د الله تعالی دا قول دی: {رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا } - بقره آیت۲۸۶. او د نسیان ضد ذکر دی لکه چې الله وایي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا} – احزاب آیت ۴۱. او د الله دا قول: {واذکر ربک اذا نسیت} - کهف آیت ۲۴ (خپل رب را یاد کړه چې هېر دي کړ) او د الله دا قول چې وایي: {تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ} – الاعراف آیت ۲۰۱ – او د الله دا قول: {وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ} - الانسان آیت ۲۵ . دا ذکر په دې حاصلېږي چې څوک ووایي: {بسم الله الرحمن الرحیم}.
- دوهم چې وسط دی په دې اړه الله وایي: {رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا} - بقره ۲۸۶ آیت (ای پروردګاره پر موږ داسې بار مه ږده لکه چې له موږ څخه په وړاندينیو دي ایښی ؤ) چې دا د الله پوره رحمت ته اشاره ده، او د الله دا قول چې وایي: {الرحمن الرحیم}.
- دریم
- څلورم د الله دا قول: {واعف عنا} (موږ پرېږده) ځکه چې د قیامت د ورځې مالک یې او په دې ورځ حکومت ستا په لاس کې دی چې هغه دا قول دی: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ} – ۴ آیت .
- پنځم د الله دا قول: {واغفرلنا} (موږ ته بخښنه وکړه) چې په دنیا کې موږ ستا عبادت او بنده ګي کړي ده او په ټولو چارو کې مو له تا څخه مرسته غوښتي ده او ویل به مو {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ} – ۵ آیت – (خاص ستا بنده ګي کوو او خاص له تا څخه مرسته غواړو).
- شپږم د الله دا قول: {وارحمنا} (په موږ باندي رحم وکړه) ځکه چې موږ له تا څخه لار ښوونه غوښتي ده او ویل به مو{اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ} - ۶ آیت -  (سمه لاره را وښیه!)
- اووم د الله دا قول دی: {أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ} -  بقره آیت ۲۸۶ – (ته زموږ واکمن یې له موږ سره پر کافرانو باندي مرسته او کومک وکړه) چې د دې غوښتنې مراد دی چې {غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ} – ۷ آیت – (هغه لار را وښیه چې سمه ده او چې د مغضوب علیهم او ضالینو -بې لارو - لار نه وي).
دا اوه مراتب رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد کړي دي چې د بقره سورت په پای کې راغلي دي. دا یادونه یې د روحانیاتو په عالم کې معراج ته د ختلو په مهال کړي ده. کله چې له معراج  څخه بېرته راغی نو د مصدر اثر مظهر ته ورسېد، چې په فاتحه سورت ورڅخه تعبیر وشو. څوک چې فاتحه په لمانځه کې ولولي نو له دغه مظهر څخه مصدر ته انوار ور وخېژي لکه چې دا  انوار د رسول الله صلی الله علیه وسلم، په مهال را کوزېدل. نو ځکه رسول الله ویلي دي: {اصلوة معراج المؤمن} (لمونځ د مؤمن معراج دی).

دویم څپرکی
د شیطان د شیطانۍ او ګوتوهنې په اړه دی.
د شیطان ګوتوهنې:
هغه ګوتوهنې چې شیطان یې کوي په اصل کې درې دي او هغه دا دي: شهوت، غضب او هواء.
شهوت د بهایمو او څارویو خاصیت دی، غضب د څیرونکو ژویو خاصیت دی او هواء یو شیطاني صفت دی. شهوت یو آفت دی خو غضب لوی افت او بدبختي ده. هواء له دواړو څخه ناکاره شیطاني صفت دی ځکه چې د دوی په اړه الله تعالی ویلي دي: {إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ} – عنکبوت، ۴۵ آیت.
فحشاء د شهوت اثار دي، منکرې چارې د غضب اثار دي او بغي د هواء اثار دي.
په شهوت وګړي پر خپل ځان تېری او ظلم کوي او په غضب پر نورو ظلم کوي، پر هواء د الله پر احکامو ظلم کوي (مأمور به نه کوي او منهي منه ته به شین ناست وي) نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: {الظلم ثلاثة} یو ظلم هغه دی چې نه بخښل کېږي او دا بل ظلم نه پرېښودل کېږي، حتمی جزاء لري، ځکه چې د بنده حق دی او درېیم بیا د الله په خوښې پورې تړلی دی چې بخښي یې که نه؟
هغه ظلم چې الله یې نه بخښي هغه له الله سره شرک دی او هغه ظلم چې الله یې نه بخښي هغه پر بنده ګانو باندي ظلم دی چې یو بنده یې پر بل باندي کوي. هغه چې کېدای شي چې الله یې وبخښي هغه د وګړو هغه ظلم دی چې پر خپلو ځانونو باندي یې کوي.
د هغه ظلم بنسټ چې الله یې نه بخښي هواء ده او د هغه ظلم بنسټ چې نه پرېښودل کېږي، او جزاء یې حتمي ده، هغه غضب دی او د هغه ظلم بنسټ چې کېدای شي چې الله یې وبخښي هغه د وګړو ظلم دی پر خپلو ځانو باندي.
د هغه ظلم بنسټ چې نه بخښل کېږي هواء ده، د هغه ظلم منشاء او بنسټ چې نه پرېښودل کېږي، غضب دی او د هغه ظلم بنسټ چې کېدای شي چې الله یې وبخښي شهوت دی. بیا دا درېواړه پایلې لري. نو حرص یعني ګیډورتوب او بخل د شهوت پایله ده، عجب او کبر د غضب پایله ده، کفر او بدعت د هواء پایله ده. چې په چا کې دا شپږ واړه خصلتونه را ټول او جمع شي نو اوم خصلت ور څخه پیدا کېږي چې هغه حسد او رخه ده. دا حسد ډېر بد صفت وي، په انسان کې د شیطان په شان دی. همدا وجهه ده چې الله به د شرونو په ټولنه کې حسد پیدا کوي لکه چې وایي: {ومن شر حاسد اذا حسد} – الفلق، آیت ۵.
د شیطاني خبائثو مجامع یې پر وسوسه پای ته رسولې دي، لکه چې وایي: {يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ من الجنة والناس} – الناس، ۵ او ۶ آیتونه . نو په وګړو کې له حسد تر ډېر بد څیز بل نه شته دی، لکه چې په شیطانانو کې له وسواس څخه بل بد څیز نه شته. دا هم ویل شوي دي چې حسد له ابلیس څخه هم ډېر بد دی، ځکه داسې روایت شوی دی چې شیطان د فرعون دروازه و ټکوله نو فرعون ورته وویل څوک یې؟ ابلیس ورته وویل که ته الله او خدای وای نو زه به دي پېژندلی وای. نو کله چې ور ننوت فرعون ورته وویل: آیا ته په ځمکه کې ډېر شر او بد څیز پېژنې؟ چې زه یم او که ته یې؟ چې له ما او تا څخه ډېر بد وي؟ شیطان ورته وویل هو؛ تر ما اوتا حسد ډېر بد دی. د حسد له کبله په دې کړاو ککړ یې. اوس وایو چې د بدو اخلاقو اصول او بنسټونه دا درې څيزونه دي او هغه نور اوه بد اخلاق له همدغو درېواړو څخه زېږېدلي دي.
الله تعالی فاتحه سورت نازل کړل چې اوه آیتونه دي چې دا اوه بدخصلتونه ور باندي ورک کړي نو ځکه دې سورت ته فاتحه وایي، چې د دې سورت په برکت پر بدیو بریالیتوب او فتح حاصلېږي.
په دې سورت کې درې نومونه دي: الله، الرحمن او الرحیم. چې په دې درېواړو بد اخلاق له منځه ځي او دا اوه ایتونه همدا فاتحه سورت دی. نو داسې ویل کېدای شي چې فاتحه سورت د ټول قرآن حاصل دی او په قرآن باندي ټولې بدي له مینځه ځي، د ټولو بدیو ورکولو علاج قرآن کریم دی چې فاتحه سورت یې لنډیز دی.
دا درې ستر شیان چې د درې سترو شیانو په مقابل کې دي، په دې باره کې مونږ وایو: چاچې الله و پېژاند او پوه  شو چې همدی هغه الله دی چې له ده پرته بل الله او معبود نه شته نو له دې وګړي څخه شیطان او هوا لیري کېږي، ځکه چې هواء د کوم بل الله عبادت کوي چې هغه نه شته.
الله ویلي دي: {افرآیت من الخذ الله هواء} – جاثیه، آیت ۲۲ -  (ته هغه پېژنې چې پرته له الله څخه خپله هواء الله او معبود ګڼې) او الله تعالی موسی علیه سلام ته وویل: ای موسی د خپلې هوا‌ء مخالفت کوه، ځکه چې زما داسې پیدا نه ده چې له ما سره زما په واکمنۍ کې جګړه کوي، مګر هغه جګړالو همدغه هواء ده.
څوک چې پوه شي چې الله رحمن دی هغه نه په غضب کېږي، ځکه چې د غضب بنسټ د ولایت او واک غوښتل دی او واک یوازي د رحمان دی ځکه چې ده ویلي دي: {الملک یومئذ الحق الرحمن} (واک نن د رحمان دی) نو دا درې صفتونه حاصل شول چې {رب، ملک او الله} دي. له همدې امله الله د قرآن کریم وروستی سورت په همدې درې صفتونو پای ته رسولي دی. نو لنډه دا ده چې الله وایي: که شیطان درته د شهوت له لوري درغی نو ته ووایه {اعوذبرب الناس} او که د غضب له لوري راغی نو ووایه {ملک الناس} او که د هواء له لوري راغی نو ووایه {اله الناس} – الناس، آیه ۱-۳.
اوس د هغو اوو معارضی ته راځو نو وایو:
څوک چې ووایي الحمدالله نو ده د الله شکر ووایه او د شکر په ګټه بسیا شو نو شهوت ورڅخه لیري لاړ او څوک چې پوه شو چې دی {رب العلمین} دی نو له ده څخه ګیډوتوب لاړ او نور په ناموندل کېدونکي پسي هڅه نه کوي او څه چې لري په هغه کې بخل نه کوي نو له ده څخه د شهوت آفت او بلا لاړه شي. څوک چې پوه شي چې الله }مالک یوم الدین{ دی وروسته تر دې چې پوه دی چې الله رحمن او رحیم دی نو له ده څخه غضب لاړ شي. څوک چې ووایي }ایاک نعبد و ایاک نستعین{، په لومړي یې عجیب لاړ شي او په دوهم یې کبر لاړ شي. نو غضب ورڅخه له خپلو دواړو بچیو سره لاړ شي. چې ووایي: }اهدنا الصراط المستقیم{، نو د هواء شیطان ورڅخه ولاړ شي او چې ووایي }غیرالمغضوب علیهم ولا الضالین{ نو بدعت ورڅخه لاړ شي او بیانه بدعتي کېږي. نو دا ښکاره شوه چې دا اوه ایاتونه د دغو بدو اخلاقو توږونکي او له منځه وړونکي دي او دا اوه واړه اخلاق ورڅخه تښتي.

درېیم څپرکی
دا څپرکی په دې باره کې دی چې فاتحه سورت د مبداء او وسط او معاد په پیژندلو هغه ټولې لارې چارې ور په ګوته کوي چې دی ورته اړتیا لري.
فاتحه سورت ټول هغه څه راټولوي چې وګړي ورته اړتیا لري.
په دې پوه شه چې په الحمدلله کې د صانع ثبات ته اشاره ده. کوم څيز چې د صانع په اثبات کې اغېزمن دی او په قرآن کې یې یادونه شوي ده هغه د انسان پر پیدایښت استدلال دی.
نه ګوري چې ابراهیم علیه السلام ویلي دي: {رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ } – بقره، آیت ۲۵۸. په بل ځای کې یې ویلي دي:{الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ} – شعراء، آیت ۸۷. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: {ربنا الذی اعطی کل شی خلقه ثم هدی} (زما رب هغه دی چې هرڅه یې پیدا کړي دي او بیا یې لاره ورښودلي ده (طه آیت ۵۰) .
په بل ځای کې یې ویلي دي: {ربکم ورب ابآئکم الاولین} (ستاسو او ستاسو د پخوانیو پلرونو پرودګار دی) – شعراء، ۲۹ ایت. الله تعالی د بقرې سورت په لومړي سرکې ویل دي: {یاایهاالناس اعبدو ربکم الذی خلقکم والذین من قبلکم لعلک تتقون} - بقره ۲۱ ایت - (ای وګړو د خپل پرودګار عبادت چې تاسو او له تاسو څو لومړني وګړي یې پیداکړي دي. د دې له پاره چې یې عبادت وکړي چې خپل ځانونه وساتي.).
الله تعالی په هغو لومړنیو آیتونو کې، چې په خپل رسول محمد باند یې یې نازل کړل، ویلي دي. {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ} – العلق، آیات ۱ او ۲ - (ولوله د هغه پروردګار په نوم چې پیدا یې کړې ده، او انسان یېله پرنډې وینې څخه پیدا کړی).
دا شپږ آیتونه پر دې دلالت کوي چې الله د صانع پر وجود باندي استدلال کړی دی او چې په قران کې فکر وکړې داسې ډېر به د الله صانع پر وجود و موندلای شي.
پوه شه چې دا دلیل که په خپله دلیل دی یو ستر انعام هم دی. دا حالت له دې کبله چې د الله پر وجود دلیل دی، پر بندګانو باندي یو ستر نعمت هم دی. نو دا دلیل که یوې خوا دالیل دی له بلې خو یو ستر نعمت هم دی او بنده ته یې ډېره ګټه اړولې ده.
الله په دې انعام د شکر او حمد مستحق دی. د انسان د بدن پیدا کول هم یو لوی نعمت دی. نو د انسان په دې ښکلي صورت پیدا کول د ستر صانع لوی نعمت دی. دا صانع د ډېر علم او قدرت او حکمت خاوند دی او د حمد، شکر مستحق دی.
د الله دا قول چې وایي {رب العالمین} د دې دلیل دی چې الله یو دی او دا ټول عالمونه د ده ملک دي او دی یې مالک دی، له ده پرته بل الله نه شته او نه بل معبود شته. د الله دا قول: {الرحمن الرحیم} د ده پر سترو کمالاتو دلیل دی. الله د رحمت، کرم، فضل او احسان خاوند دی، د بنده له مرګ څخه د مخه اوله مرګ څخه وروسته هم. د الله دا قول: {مالک یوم الدین} د ښه او بد د معلومولو، د ظالم او مظلوم د معلومولو د ورځې خاوند دی. چې په دې پوه شوې نو د الله دا قول }الحمد لله{ د صانع مختار د وجود دلیل دی او دا قول یې {رب العالمین} د ده د یو والي دلیل دی. دا قول {الرحمن الرحیم} یې په دنیا او اخرت کې د رحمت او لور دلیل دی. دا قول یې چې وایي {مالک یوم الدین} پر وګړو  باندي د ده د رحمت دلیل دی .
دا قول چې وایي {ایاک نعبد} د دې سورت تر پایه پوري په دې کې هغو چارو ته اشاره ده چې د عبودیت د معرفت په باره کې ورته ډېره اړتیا ده چې دا چارې دوه رازه دي.
یو راز هغه چارې دي چې بنده یې کوي او هغه آثار چې له دې چارو څخه پیدا شوي دي اوبل راز هغه چارې دي چې بنده یې کوي او د بنده دا چارې د ده رکنونه لري چې یو یې د ده عبادت کول دي او دی الله په خپل دې قول {ایاک نعبدو} اشاره کړي ده. بل یې دا دی چې دا بنده پوهېږي چې زه دا د الله عبادت د الله له مرستې پرته نه شم کولی چې په {ایاک نستعین} سره همدې راز ته اشاره شوي ده.
اوس نو د جبر او قدر ترمینځ لوی سمندر پیدا کېږي او هغه اثار چې له دې راز چارو څخه پیدا کېږي هغه د هدایت او انکشاف او تجلي حاصلول دي. دې ته په دې قول اشاره شوي ده چې الله وایي {اهدنا الصراط المستقیم}.
اوس وایو چې عالمیان  درې طایفې دي.
    •    لومړۍ طایفه کاملآ محققان او مخلصان دي. دا هغه وګړي دي چې حق تعالی او ښې چارې یې درک کړي دي او دوی ته الله په خپل دې قول اشاره کړي ده {انعمت علیهم}
    •    دویمه طایفه هغه وګړي دي چې ښې چارې یې ورانې کړې دي چې دا بدکاران او فاسقان وګړي دي او الله ورته داسې اشاره کړي ده: {غیرالمغضوب علیهم}
    •    درېیمه طایفه هغه وګړي دي چې بدعتیان او کافران دي او الله په {ولاالضالین} اشاره ورته کړې ده.
اوس نو د دې خبرې یادونه ضروري ده چې ووایو چې د انساني نفس کمال په دوه رازه معارفو او علومو حاصلېږي. یو ډول دا دی چې د فکر او نظر په هڅولو حاصلېږي او استدلال کوي. دوهم ډول دا دي چې پخوانیو وګړو څه کړي دي د هغوی تقلید وکړي او ځان په دې تقلید کمال ته ورسوي. او د الله دې قول {اهداناالصراط المستقیم} لومړي ډول ته اشاره کړې ده او دا قول { صراط الذین انعمت علیهم} دوهم قسم ته اشاره ده. په دې دوهم ډول کې د نېکچارو، رسېدلو وګړو تقلید کوي او په دې وسیله خپل ځان رسوي او کمال حاصلوي. د بد چارو له چارو څخه په کلکه ځان ژغوري چې دا بد چاري مغضوب عیلهم دي. بل ډول د هغو بدو عقیده والاوو له عقیدو څخه ځان ژغوري. دا، بدو عقیده والا، ضآلون دی.
دا د فاتحې سورت پای دی او څه چې موږ په لنډ ډول وویل پر هغوی ځان پوهول دا را څرګندوي چې دا سورت د ربوبیت د معرفت او عبادت د معتبرو مقاماتو ګڼل دي.

څلورم څپرکی
په دې باره کې دی چې الله لمونځ د خپل ځان او بنده تر مینځ وېشلي دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، له الله څخه حکایت کوي چې الله وایي: {لمونځ زما او زما د بنده ترمینځ وېشل شوی دی، کله چې بنده وایي: بسم الله الرحمن الرحیم. نو الله تعالی ووایي: چې زه خپل بنده یاد کړم او چې ووایي، الحمدالله رب العالمین، نو الله ووایي، چې زه خپل بنده په حمد وستایلم. کله چې ووایي، الرحمن الرحیم، نو ووایي چې خپل بنده ستر وګڼلم او چې ووایي مالک یوم الدین، نو الله ووایي چې زما بنده زما تمجید وکړ. کله چې ووایي، ایاک نعبد، نو الله ووایي، چې زما بنده زما عبادت وکړ، چې ووایي ایاک نستعین، نو الله ووایي، چې زما بنده پر ما باندي توکل وکړ.
په بل روایت کې راغلي چې بنده ووایي: ایاک نعبد وایاک نستعین، نو الله تعالی ووایي، دا زما او زما د بنده تر مینځ دی. چې ووایي، اهداناالصراط المستقیم، نو الله وایي، دا زما د بنده برخه ده او زما بنده د هغه څه خاوند کېږي چې غواړي یې.
د دې حدیث ګټې:
    •    لومړۍ ګټه دا ده چې الله تعالی ویلي دي «لمونځ زما او د بنده تر مینځ به دوو برخو وېشل شوی دی». د الله دا خبره پر دې دلالت کوي چې د وګړو ګټې په نظر کې نیسي. لکه چې وایي: {إنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا} - اسرا، آیت ۷ - (که ښه مو وکړل دا ښه مو د ځان له پاره دي او که بدي مو وکړه  نو دا بدۍ هم تاسو ته در اوړي) دا ځکه چې د بنده له پاره ډېره ښه چاره هغه ده چې د ده زړه د الله په معرفت روڼ شي او په دې پوه شي چې عبادت څه څیز دی. ځکه چې بنده د همدغه عبادت له پاره پیدا شوی دی، لکه چې الله وایي: {وما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون} – ذاریات، آیت ۵۶ – (ما پیریان او انسانان د عبادت له پاره پیدا کړي دي) او دایې هم ویلي دي: {إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا{ - الانسان، ایت ۲ – (موږ انسان له ګډي شوي نطفې څخه پیدا کړی دی چې ازموو یې. نو ځکه مو اورېدونکی او کتونکی کړ). دا هم الله ویلي دي {يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُواْ بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ} – بقره، ایت ۴ – (ای بني اسرائیلو زما نعمت در په زړه کړئ چې در کړی مې دی تاسو زما عهد او تړون پوه کړئ زه به ستاسو تړون پوره کړم). د دې تړون د پوره کولو له پاره الله دا سورت نازل کړ. چې نیم یې د رب د معرفت په باره کې دی او نیم نور د عبودیت د معرفت په باره کې دی چې د انسان د اړتیاؤ د پوره کولو هر څه په کې راشي.
    •    دویمه ګټه یې دا ده چې الله تعالی د دې سورت نوم فاتحه کړ او ورته صلوة او لمونځ وایي. دا په څو احکامو دلالت کوي:
لومړی حکم دا دی چې که په لمانځه کې فاتحه ونه لوستل شي لمونځ یا نه کېږي او یا نیمګړی کېږي. دا داسې ښکاري چې د دې دلیل تاکید په نورو دلایلو کېږي چې یو دلیل دا دی چې نبي علیه السلام، په لمانځه کې د فاتحې په لوستلو مواظبت کړی، نو واجب ده چې دا پر موږ هم واجب شي. ځکه چې الله تعالی ویلي دي {فاتبعوه} (د ده متابعت وکړئ) او بله دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي: { صلواکما رآیتمونی اصلی} (داسې لمونځ وکړﺉ لکه چې ما ګورئ چې څرنګه لمونځ کوم).
دوهم حکم یې دا دی چې راشدینو خلفا‌ؤ ور باندي مواظبت کړی دی، نو پر موږ واجب ده چې ور باندي مواظبت وکړو ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي {علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین من بعدی}  (زما او تر ما وروسته خلفاوو سنت پر تاسو لازم دي).
درېیم حکم دا دی چې ټول مسلمانان شرفا دي او که غربا دا ټول په لمانځه کې فاتحه لولي. نو واجب دی په دې  د دوی متابعت ځکه الله تعالی ویلي دي: {وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا} – نساء، ایت ۱۱۵ – (کافران د مؤمنانو په لاره نه ځي نو موږ یې په هماغه لاره روانوو چې دوی یې غواړي او په پای کې یې په دوزخ کې ورننباسو).
څلورم حکم دا دی چې رسول الله علیه سلام، ویلي دي { لاصلوة الابفاتحة الکتاب} (چې فاتحه په کې ونه لوستل شي هغه لمونځ لمونځ نه دی).
پنځم حکم دا دی چې الله تعالی ویلي دي: {فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ} – مزمل، ایت ۲۰ - د الله دا قول چې وایي {فاقرؤ} امر دی او ښکاره دا ده چې امر د وجوب له پاره وي، نو د قرآن هغه ځای لوستل چې اسان وي واجب دی. له فاتحې پرته د کوم بل ځای لوستل واجب نه دي نو واجب ده چې د فاتحې لوستل واجب دي. د دې له پاره چې د الله د امر په ظاهر باندي عمل وشي.  
شپږم حکم دا دی چې د فاتحې قرا‌ئت احوط او ښه دی نو باید چې ولوستل شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي {دع مایریبک الی ما لا یریبک}  (پرېږده هغه چې تا په کڼه کې اچوي هغه ته چې تا په کڼه کې نه اچوي).
اووم حکم دا دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ور باندي مواظبت کړی دی، نو واجب ده چې عدول ورڅخه حرام وي، ځکه چې الله تعالی ویلي دي: {فَلْیَحْذَرِ الَّذِینَ یُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ} – نور، آیت ۶۳.
اتم حکم،دا دی چې د مسلمانانو په مینځ کې په دې کې اختلاف نه شته چې په لمانځه کې د فاتحې لوستل افضل دي او دا لمونځ له هغه لمانځه څخه ښه دي چې فاتحه په کې نه وي لوستل شوې. نو کله چې ثابته شوه نو موږ وایو چې د لوستلو تکلیف بنده ته متوجه دی چې لمونځ وکړي او اصل په ثابت کې بقاء ده نو موږ حکم وکړ چې د ورکړي پر مهال دې هرڅوک ځان له عهدې څخه وکاږي یعني چې لمونځ دي وکړي او فاتحه دي په کې ولولي. موږ خووویل چې فاتحه والا لمونځ له بې فاتحې لمانځه څخه څومره ښه دی. کامل خروج له عهدې څخه په ناقص خروج باندي نه راځي، نو څوک چې بې فاتحې لمونځ وکړي عهده یې په غاړه پاتې ده.
نهم حکم، دا دی چې د لمانځه څخه مقصود د زړه ذکر حصول دی، لکه چې الله ویلي دي: {و اقیم الصلوة لذکر} - طه، ایت ۱۴ – (لمونځ زما د ذکر له پاره وکړئ).
دا سورت سره له دې چې ډېر لنډ دی د ربوبیت او عبودیت د مقاماتو جامع دی او دواړه په کې شته، مقصود له ټولو عباداتو څخه د همدغو معارفو حاصلول دي او له همدې کبله الله تعالی دا سورت الفاتحه له ټول قرآن سره برابر بللی دی. لکه چې وایي: {وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ} – الحجر، ایت ۸۷ – (موږ تا ته د سبع مثاني چې فاتحه ده او عظیم قرآن در کړی دی). نو واجب ده چې د ده پر ځای بل ځای ونه درول شي.
لسم حکم دا دی چې د دغه خبر له مخې چې ولوستل شو په دې دلالت کوي چې بې فاتحې لوستلو لمونځ نه کېږي.
    •    درېیمه ګټه دا ده چې رسول الله، ویلي دي چې کله بنده ووایي: {بسم الله الرحمن الرحیم} نو الله تعالی وایي، زه خپل بنده یاد کړم. په دې باره کې یعني د {بسم الله الرحمن الرحیم} په ویلو کې څو احکام دي:
لومړی حکم دا دی چې الله تعالی ویلي دي {فاذکرونی اذکرکم} – بقره، آیت ۱۵۲ – (ما یاد کړئ چې زه هم تاسو یاد کړم). کله چې بنده د الله په ذکر پیل وکړي نو الله تعالی یې د ملایکو په ډله کې یاد وي.
دوهم حکم دا دی چې په عبودیت کې ذکر ډېر لوړ مقام لري، ځکه چې ابتداء د الله په ذکر شوې ده او د ذکر کمال دادی چې الله پرې امر کړی دی. ویلي یې دي {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا} – احزاب، ایت ۴۱ – (ای مؤمنانو ما ډېر یادوئ!) بیا یې ویلي دي {الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ} - العمران، آیت ۱۹۱ – (هغه وګړي چې الله په ولاړه او په ناسته او په اړخونو یادوي)، نو الله تعالی ویلي دي: {إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ} – اعراف، آیت ۲۰۱ – (هغه وګړي چې ځانونه ژغوري، چې  شیطان د شر له پاره لاس ور وړي دوی ما یاد کړي، نو دوی ډېر روښانه وګړي دي).
الله دومره بل عبادت نه دی یاد کړی لکه ذکر چې یې یاد کړی.
درېیم حکم دا دی چې وایي: {ذکرنی عبدی} (زه خپل بنده یاد کړم). دا په دې دلالت کوي چې زموږ دا قول {الله} د مخصوص ذات علم او نوم دی، ځکه که دا مشتق نوم وای نو یو کلي مفهوم به یې درلود. که داسې وای نو د ده مخصوص ذات به په دې نوم نه نومول کېده. نو دا ښکاره ده چې د رحمن او رحیم لفظونه کلي لفظونه دي، نو دا ثابته شوه چې د ده دا قول: {ذکرنی عبدی} په دې دلالت کوي چې الله د علم نوم دی.
خو د ده دا قول چې وایي: {واذا قال الحمدلله بقول الله تعالی حمدنی عبدی} نو دا په دې دلالت کوي چې د حمد مقام د ذکر له مقام څخه لوړ دی او په دې خبره دا دلالت کوي چې لومړۍ خبره چې د عالم د پیدا کېدو په مهال ویل شوي ده، هغه د {الحمد} ده. ځکه چې دلیل یې د آدم له پیدا کېدو د ملائیکو دا قول دی: {وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَك} – بقره، ۳۰ ایت –
وروستۍ خبره چې د عالم  له فن څخه وروسته ویل کېږي هم {حمد} دی او دلیل یې د الله دا قول دی چې د جنتیانو د صفت په باره کې یې ویلي دي او هغه دا دی چې وایي: {وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} – یونس، آیت ۱۰. عقل هم په همدې دلالت کوي، ځکه چې د الله د ذات په باره کې فکر کول ناممکن دی، ځکه چې رسول الله علیه سلام، ویلي دي: {تفکروا فی الخلق ولا تفکروا فی الخالق} دا ځکه چې په کوم څیز کې فکر کول لومړی د هغه څیز تصور ته اړه لري او د الله د حقیقت د کنه تصور غیر ممکن دی، نو په دې کې فکر کول غیر ممکن دي نو بناءً فکر یوازي د الله په افعالو کې کېدلای شي او هم یې په مخلوقاتو کې فکر کېدلای شي. بیا دا دلیل ثابت ده چې خیر مطلوب بالذات او شر بالعرض مطلوب دی، نو هرڅو ک چې د الله په مخلوقاتو او مصنوعاتو کې فکر کوي نو په دې فکر کولو بریالیتوب  د الله په رحمت فضل او احسان پوري ډېره اړه لري. نو ارومرو د بنده لګیا کېدل په حمد او شکر ډېر دي، نو ځکه یې وویل چې {الحمدلله رب العالمین} نو په دغه مهال الله وایي: {حمدنی عبدی} نو الله دخپل بنده کېدو پوهه باندي شاهدي وویله چې د ده د بنده له خپل عقل او فکر څخه کار واخلي او دده د فضل او احسان په وجود باندي یې د لوړ او ټیټ عالم د ترتیب په باره کې کار واخیست.
بله داچې د ده ژبه د ده له عقل سره موافقه ده او که پر ده باندي د ایمان په سمندر کې غرق او ډوب شي او د ده په کرم باندي په زړه او ژبه او عقل او بیان اقرار وکړي نو دا به څومره لوړ مقام وي او دا بنده یې خاوند شوی دی.
دا چې څوک ووایي: {مالک یوم الدین} نو الله وایي چې زما بنده زما تمجید وکړ یعنی چې زه یې پاک او مقدس وګڼلم له هغه څه څخه چې له ما سره وړ نه دي. نو د دې خبرې مطلب دا دی چې په دنیا کې ظالمان په مظلومانو سلطان دي او زورور په کمزوري زورور دي او دا هم ګورو چې یو زاهد عالم او کامل ډېر تنګ ژوند لري او وګورو چې بد کاره کافر او فاسق ډېر ښه او په زړه پوري ژوند لري، نو داسې حالات او کار د الرحمن الرحیم، او احکم الحاکمین له رحمت سره نه جوړېږي. نو که معاد او حشر اونشر واي چې الله په کې له ظالمانو او زورورو څخه د مظلومانو او د کمزورو انتقام واخلي او چا چې اطاعت کړی دی هغه ثواب ورکړي او کافرانو ته عذاب ورکړي، نو دا راز بې پروایي  به پر بنده ګانو باندي د الله له لوري ظلم او تېری ؤ.
نو کله چې د جزاء ورځ راتلونکي ده نو د ظلم وهم له منځه لاړ، له همدې کبله الله تعالی ویلي دي: {لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى } – نجم، آیت۳۱ - الله د دې قول مراد همدا دی چې وایي «زما بنده زما تمجید وکړ او له ظلم او د ظلم اغېزو څخه یې زه پاک او مقدس وګڼلم».
کله چې بنده ووایي {ایاک نعبد و ایاک نستعین} نو الله تعالی وایي چې دا زما او زما د بنده په مینځ کې ده. نو په دې اشاره ده د یوې مسئلې سِر او راز ته چې هغه جبر او قدر دی. ځکه چې د ده دا قول {ایاک نعبد} دا معنا ور کوي چې بنده د دې اخبار ور کوي چې عبادت ته یې ملا تړلي ده. بیا د جبر او قدر بحث پیل شو هغه دا دی چې بنده وایي زه ستا عبادت کوم. دا بنده په دې عبادت کولو کې د خپل واک دی او که واک نه لري او بل څوک یې ور باندې کوي.
حقه خبره  خو دا ده چې بنده په دې طاعت او عبادت خپلواک نه دی او د اځکه چې د بنده قدرت به یا دا واک لري چې دا عبادت وکړي او یا یې پرېږدي او یا به یې نه لري. که لومړی قسم وي نو دا نه شي کېدای، چې دا قدرت دې د کوم کار د کولو مصدر شي، نو دا به داسې شي چې بنده دا عبادت کولای شي خوترک کولای یې نه شي، نو دا بلامرجح ترجیح ده او دا ترجیح که د بنده له لوري وي نو بحث په کې بېرته عود کوي او که دا ترجیح د بنده له لوري نه وي نو دا ترجیح به د الله لوري څخه وي، چې د {ایاک نستعین} همدا معنی ده، د دې ایت چې وایو: { ربنا لاتزع قلوبنا بعد اذهدیتنا} معنی دا ده چې ای الله زموږ په زړونو کې داسې داعیه مه پیدا کوه چې باطل عقاید په کې پیدا شي او نا کاره اعمال وکړو. له خپلې خوا رحمت راکړه چې دا رحمت د هغې داعیې پیدا کول دي چې موږ عبادت اونېکچارۍ ته اړباسي، چې همدغه رحمت اعانت او استعانت دی او هرڅوک چې داسې ونه وایي نو هغه د دې قول په معنی نه پوهېږي چې وایو {ایاک نعبد و ایاک نستعین} او چې دا خبره ثابته شوه نو د الله د دې قول صحت ښکاره شي چې وایي: {هذا بینی وبین عبدی} نو هغه چې د ده له لوري دي هغه د دې داعیې خلق او پیدا یښت دی چې د عبادت داعیه ده او هغه څه چې د بنده له لوري دي هغه دا دي چې کله داعیه او د بنده قدرت سره یو ځای شي نو یو اثر ورڅخه پیدا کېږي چې دا اثر همدا عبادت دی، دا دقیق کلام دی او تأمل په کې په کار دی.
د بنده دا قول چې وایي: {اهدنا الصراط المستقیم} نو الله تعالی وایي دا د بنده برخه ده او چې بنده هرڅه وغواړي هغه به ور کول شي. د دې خبرې بیان داسې دی چې موږ د الله په ټولو مسئلو کې په اثبات اونفي کې پوهان سره اختلاف لري او د نبوتونو په ټول مسئلو کې او د معاد په ټولو مئسلو کې کڼې  غالبه دي او تیارې په کې په زور کې دي او لږ وګړي په کې حق ته رسېدلي دي. په دې اړه ډېرو بحثونو او مشاجرو ته ځای شته دی نو که د الله عنایت او اعانت نه وي چې حق ځینو ته ښه ښکاره کوي او ځینې په حق پېژندنه کې ورک دي او له مخې یې تیاره وي. لکه چې الله تعالی وایي {وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ} – الحجرات، آیت ۷ – (الله تاسو ته ایمان ګران کړی دی او ستاسو په زړونو کې یې ښایسته ښکاره کړی، کفر او فسوق او عصیان یې درته بد ښکاره کړي دي)، که دا د الله لور نه وای نو حق ته رسېدل ډېر سخت او ستونزمن کار دی.
نو د ده دا قول چې وایي: {اهدنا الصراط المستقیم} همدې حال ته اشاره ده چې د وارخطایۍ حال دی او په دې دا دلالت کوي چې مبطل او بدچاري په باطل باندي نه خوښېږي او حق اعتقاد او متین دین او سمه خبره غواړي. نو که کار د ده په واک کې وای هیڅکله به بې لارې شوی نه وای او څوک به بې لاریو او ضلالتونو په سمندر کې نه ډوبېدای. نو حق ته رسېدل د الله په مرسته کېږي او د بنده واک په کې نه شته. ټول ملایکه او انبیاء په دې خبره موافقه لري نو ځکه وایي: {سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ} – بقره، ایت ۳۲ – (پاک یې ته، موږ علم نه لرو پرته له هغه علمه چې تا راښوولی دی همدا ته علیم او حکیم یې).
آدم علیه سلام ویلي دي: {وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ} – اعراف، آیت ۲۳ – (که ته موږ ونه بخښې او رحم را باندي ونه کړې نو موږ به ارومرو له زیان کارو څخه شو). ابراهیم علیه سلام ویلي دي {لَئِن لَّمْ يَهْدِنِي رَبِّي لأكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ}  - انعام، آیت ۷۷ – (که زما رب ماته لاره نه وای ښوودلي نو زه به ارومرو له بې لارې قوم څخه وم).
یوسف علیه سلام وایي: {تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ} – یوسف، آیت ۱۰۱ – (ما مسلمان وفات کړه او له نېکچارو سره مې ملګری کړه).
موسی علیه سلام ویلي دي {قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي} - طه ، آیت ۲۵ – (پرودګاره سینه مې پراخه کړه).
محمد علیه سلام ویلي دي: {رَبَّنَا لاَ تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ} - العمران، آیت۸. دا هغه لطایف دي چې په دې خبر یعنی حدیث کې راغلي دي کوم لطایف چې له موږ څخه پاتې شوي دي هغه له دې یادوشوو لطایفو څخه ډېر دي.
    •    څلورمه ګټه: د دې خبرپه لطایفو یو دا هم دی چې سورت فاتحه اوه ایتونه دي او په لمانځه کې محسوس اعمال هم اووه دي. لکه قیام، رکوع، قومه، سجده، جلسه، بیا سجده او قعده. د فاتحې د سورت دا اووه ایتونه د لمانځه د دې اوو اعمالو له پاره داسې دي لکه روح.

پنځم څپرکی
لمونځ د عارفانو معراج دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، دوه معراجه درلودل، یو معراج له بیت الله مسجدالحرام څخه تر مسجدالاقصی پوري. دوهم معراج له مسجد الاقصی څخه بیا د الله د ملکوت تر لوړو سیمو پوري. دا خو په ښکاره دوه معراجونه ول په  عالم الارواحو کې هم رسول علیه سلام، دوه معراجونه درلودل.
یو یې له عالم الشهادت څخه تر عالم الغیبه پوري او بل له عالم الغیب څخه تر عالم غیب الغیب پوري ؤ.
له عالم الشهادت څخه عالم الغیب ته ورتګ په دې توګه دی : هرڅه په جسم او جسمانیاتو پوري اړه لري، دې ته عالم الشهادت وایي ځکه چې د څېزونه مشاهده او لیدل کېږي. د اجسادو له عالم څخه د ارواحو عالم ته د روح انتقال او ورتګ ته د عالم الشهادت څخه عالم الغیب ته سفر وایي. خو عالم الارواح پای نه لري، ځکه چې د ارواحو د مراتبو وروستۍ مرحله بشري ارواح ده بیا له دې مرحلې څخه د کمالاتو او سعاداتو مرحلې ته ورتګ دی ترڅو د دنیا اسمان ته یو څوک ورسېږي بیا د دوهم اسمان عالم دی. بیا همداسې پور ته ختل دي چې ترڅو هغو ارواحو ته ورسېږي، چې د کرسۍ په درجو کې استوګن دي.
دوی هم په لوړوالي کې سره توپیر لري، څوک لږ لوړ او څوک ډېر لوړ دي. بیا دهغو ملایکو ځای راځي چې الله ورته په دې آیت کې. اشاره کړي ده. {وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ} – الرمز، آیت ۷۵. بیا پورته ختل دي چې د هغو ملایکو ځای رارسېږي چې الله ورته داسې اشاره کوي: {وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ} – الحاقه، ایت ۱۷. بیا پورته ختل دي او هغه ځای ته رسېدل دي چې له هغه ځای سره اجسام تعلق نه لري او د دې سیمي د اوسېدونکو روزي د الله تعالی ذکر دی او څښاک یې د الله محبت دی او د الله ثنا وايي او دوی د الله له خدمت او عبادت څخه خوند اخلي. الله دوی ته په خپل دې قول اشاره کړي ده: {وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ} - الانبیاء، ایت ۱۹. په دې قول کې یې یاد کړي دي، وایي: {يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ} – الانبیاء، آیت ۲۰.  بیا دوی هم بېلې بېلې درجې لري او بشري عقلونه یې له درک څخه عاجز دي اوبیا هم پسې نور پورته ختل دي لکه چې الله تعالی وایي: {وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ } – یوسف، آیت ۷۶ ؛ ترڅو چې نورالانوار ته ور پورته شي او مسبب الاسباب او مبداء الکل ته ورسېږي. چې دا ځای د رحمت ستره چینه ده او د خیر مبداء ده، چې دا خیر مبداء الله تعالی دی. نو دا ثابته شوه چې عالم الارواح عالم الغیب دی او الله غیب الغیب دی. له همدې کبله رسول علیه سلام، ویلي دي: {ان الله سبعین حجابآ من النور لوکشفها الاحرقت سبحات وجهه کل ما ادرک البصر} (د نور اویا حجابونه لري، که یې را ښکاره کړي نو د الله د مخ شغلې به هرڅه وسوځوي چې په سترګو ښکاري).
څه چې وویل شول ورڅخه ښکاري چې معراج په دوه ډوله دی. لومړی معراج له عالم الشهادت څخه دی تر عالم الارواح پوري او دوهم معراج له عالم الغیب څخه تر عالم الغیب الغیب پوري.
 په دې ستر جهان کې اصل مقصود څه دی؟
اصل مقصود دا دی چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم، معراج ته ورسېد او اراده یې وکړه چې بېرته را ستون شي ویې ویل: «ای رب العزته، کله چې مسافر وغواړي چې بېرته خپل هیواد ته واستول شي ، نو د سوغات په توګه له دې سفر څخه یو څه خپلو خپلوانو او دوستانو ته له ځان سره وړي» نو ده ته وویل شول: «ستا د امت سوغات لمونځ دی او دا ځکه چې لمونځ د جسماني او روحاني معراج مجموعه ده، په جسماني لحاظ ستا دامت دنده افعال دي او په روحاني لحاظ یې دنده ذکرونه دي».
نو ای بنده کله چې ته په دې معراج پیل کول وغواړې لومړی ځان پاک کړه ځکه چې دامقام د قدس مقام دی، نو په کار ده چې کالي دي پاک وي او بدن دي پاک وي. ځکه چې د طوی په مقدسه وادي کې یې. او دا هم ده چې له تاسره یو ملک او یو شیطان هم شته نو ته وګوره چې ته کوم یوه سره ملګری کېږې او بل ستا په مخ کې دین او دنیا دواړه دی، نو فکر وکړه چې ته له کوم سره ملګري کوې؟ او بل تا سره عقل او هواء ملګري دي نو وګوره چې ته کوم یو ملګری غواړې، بل تاسره خیر او شر ملګري دي، له تا سره ریښتیا او دروغ ملګري دي، له تاسره حق او باطل ملګري دي او بل در سره حلم او بد قهري ملګرې ده ، بل ستا سره قناعت او حرص ملګري دي او همداسې نور متضاد اخلاق اوصفات وګڼه، وګوره چې په کوم لوري کې درېږي  او له کوم اړخ سره ملګر تیا کوې؟ کله چې له کوم طرف سره دې کلکه موافقه وکړه بیا ورڅخه بېرته بېلتون ستونزمن دی.
وګوره چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه له محمد علیه السلام سره ملګرتیا غوره کړه نو په دنیا کې ور سره ملګري پاتې شو، او په کوړ کې، په قیامت کې او په جنت کې ور سره ملګري پاتې شو.
یوه سپي له اصحاب کهف سره ملګرتیا وکړه نو په دنیا او اخرت کې ور سره پاتې شو، نو د همدې سِر او راز له امله الله تعالی ویلي دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ} – التوبه، آیت ۱۱۹ – (ای مؤمنانو ځانونه وژغورئ اوله صادقانو سره ملګري شئ).
بیا دې چې ځان پاک کړو نو لاسونه پورته کړه او د لاس پورته کول د دنیا  له عالم سره تودېع او بېلتون ته اشاره ده او همدارنګه د آخرت  له عالم سره تودیع ته اشاره ده، نو له دواړو څخه مخ واړوه او نور په هرڅه کې یوازې الله ته مخ واوړه. بیا ووایه چې {الله اکبر} یعني چې الله له ټولو موجوداتو څخه لوی دی او له ټولو معلوماتو څخه اعلی اعظم او اعزز دی. بیا ووایه { سبحانک اللهم و بحمدک } په دې مهال به درته د ده جلال ځلانده وځلېږي. بیا له تسبیح څخه تحمید ته لاړ شه او بیا ووایه: {تبارک اسمک} په دې مقام کې به درته د ازل او ابد نور ښکاره شي، ځکه په تبارک کې اشاره ده هغه دوام ته چې له فنا څخه پاک دی. بیا ووایه {و تعالی جدک} چې دا هم د ده سترتیا ته اشاره ده، بیا ووایه { لااله غیرک} دا اشارهه ده، دې ته چې د جلال او کمال ټول صفتونه د ده دي او له ده پرته بل داسې جلیل او کامل نه شته. په حقیقت کې بل څه نه شته، مګر هم دی دی، او نه له ده غیر الله شته .
په دې مهال عقل بې کاره شي او ژبه ګونګه شي، پوهه نا پوهي، خیال حیران شي چې څه وکړي او عقل شل شي، بیا نو په ځان پام وکړه او ووایه: {وجهت وجهی للذی فطر السموات والارض}.
ستا دا قول چې وایې {سبحانک اللهم وبحمدک} د مقربینو ملایکو معراج دی، چې د دې یادونه الله داسې کړي ده {ونحن نسبح بحمدک ونقدس لک} - بقره، آیت ۳۰.
دا هم د محمد علیه سلام، معراج دی، ځکه چې د ده معراج په دې قول افتتاح شوی دی: {سبحانک اللهم وبحمدک} اودا چې ته وایې {وجهت وجهی} دا د ابراهیم خلیل علیه سلام معراج دی او داچې ته وایې {ان صلواة ونسکی ومحیای و مماتی لله} نو دا د محمد علیه سلام معراج دی.
کله چې دې دا دواړه ذکرونه ولوستل نو نو تا د سترو نژدې مقربو ملایکو او د سترو انبیاؤ معراجونه یو ځای او جمع کړل.
کله چې له دې حال څخه وزګار شوې نو ووایه {اعوذبالله من الشیطان الرجیم} چې په دې د عجب او ځانته د خپل عمل ښه ښکاره کېدلو او ور باندي د غره کېدلو مخنیوی کېږي.
په دې پوه شه چې جنت اته دروازې لري نو په دغه مهال چې لمونځ کوې د جنت یوه دروازه تا ته پرانستل کېږي چې دې دروازې ته باب المعرفت وایي. دویمه دروازه د ذکر دروازه ده او هغه ذکر دا دی چې ته ووایې: {بسم الله الرحمن الرحیم}. درېیمه دروازه د شکر دروازه ده او هغه دا ده چې ته ووایي {الحمدلله رب العالمین}. څلورمه دروازه د رجاء او هیلې دروازه ده. هغه دا ده چې ته ووایې {مالک یوم الدین}. شپږمه دروازه د هغه اخلاص دروازه ده چې دا اخلاص د ربوبیت او عبودیت له معرفت څخه پیدا شوی وي او هغه ستا دا قول دی چې وایې { ایاک نعبد وایاک نستعین}. اوومه در وازه د دعاء ، تضریع او زاریو دروازه ده او هغه دا ده چې ته ووایې {ادعونی استجب لکم} – غافر، آیت ۶۰. دا دلته په لمانځه کې دا دي چې ته ووایې: {اهدنا الصراط المستقیم} او اتمه دروازه په پاکو ارواحو پسي اقتداء ده او دوی په انوارو کې لاره موندل دي . دا ستا دا قول دی چې ته ووایې: {صراط الذین انعت علیهم غیرالمغضوب علیهیم ولاالضالین}.
چې په طریقه ته دا سورت ولولې او د دې سورت له اسرارو او رازونو څخه خبر شې نو تاته به د جنت اته واړه در وازې پرانیستې وي چې دا د الله د دې قول څخه مراد دي چې وایي: {جنات عدن مفتحة لهم الابواب} – ص، آیت ۵۰.
د الله د معارفو د جنتونو دروازې په دې روحاني کونجې ګانو او کیلې ګانو پرانیستل کېږي چې همدا د لمانځه ګټه ده.
د جسماني معراج لومړی مرتبه دا ده چې د اصحاب کهف په شان د الله په مخکې و درېږي چې هغه د الله دا قول دی: {إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ} - سورت کهف، آیت ۱۴. بلکه داسې ودرېږي لکه د قیامت په ورځ وګړي درېږي او هغه د الله تعالی دا قول دی: {یوم یقوم الناس لرب العالمین} – مطففین، آیت ۶. بیا ولوله {سبحانک اللهم} او بیا ورپسې ولوله }وجهت وجهی{ او ور پسې فاتحه ولوله او له فاتحې پسې هغه ځای له قرآن څخه ولوله چې تا ته اسان وي.
هڅه وکړه چې دا لمونځ دې د الله له پاره وي نه د ریا له پاره، ځکه که ستا لمونځ د ریا له پاره وي نو ته هلاک شوې او همدا د الله د دې قول { ایاک نعبد و ایاک نستعین} سِر او راز دی.
پوه شه چې نفس د یو کلک لرګي داسې دی چې ته یې اورته ور اچوې او دی د الله د جلال له ډاره پوست شوی .اوس چې پوست شوی نو ته یې د رکوع په واسطه کوږ کړه. نو ووایه }سمع الله لمن حمده} بیا یې پرېږده چې بېرته سم شې، ځکه چې دا متین او کلک دی. نو په نرمۍ سره په کې ور ننوزه او خپل نفس مه خوابدی کوه، د الله د عبادت له پاره کله چې له سمون سره عادت شي او بیا یې کږېدو ته زړه نه کېږي نو په ډېره تواضع سره یې ځمکې ته ورکوږ کړه او خپل رب ډېر یادوه، او ووایه }سبحان ربی الاعلی} او کله دې چې دوهمه سجده کوله نو تاته به درې ثوابونه در کول شي چې هغه به د یوې رکوع او دوه سجدو ثوابونه وي او ته به په دې واسطه له درې مهلکو عذابونو څخه خلاص شې، نو د رکوع په برکت به له شهوتونو څخه وژغول شې او په لومړۍ سجده به د غضب له شره څخه وژغول شې  - چې ډېر ضرر رسوونکی دی - په دوهمه سجده به له هغې هواء څخه خلاص شې چې ټولو هلاک کوونکو او بې لارې کوونکو چارو ته بلنه ورکوي، او کله چې له دې کړا وو او د کړاوونو له غونډلو څخه وژغول شې او د بد چارۍ کندې ته ور ونه لوېدلې نو ډېرو لوړو درجو ته ورسېدلې ، د ډېرو نېکو چارو خاوند شوې ، د اسمانونو او ځمکې د مدبر درشل ته ورسېدلې. نو په دې مهال ووایه {التحیات المبارکات والصلوة الطیبات لله}. {التحیات المبارکات} په ژبه باندي ، }وصلوة{ په اندامونو باندي او { و الطیبت} په زړه باندي او د ایمان په زور باندي. نو بیا په همدغه مقام ستا د روح نور  پورته خېژي او د محمد علیه سلام، روح را کوزېږي. نو دا دواړه روحونه سره مخامخ کېږي . په همدې مهال بیا یو راحت او خوښي پیدا شي نو همدلته باید چې د محمد علیه سلام، روح ته هرکلی وویل شي نو ووایه { لسلام علیک ایها النبی ورحمة الله وبرکاته} نو رسول الله محمد علیه سلام، درته وایې { السلام علینا و علی عباد الله الصالحین} نو داسې ده لکه چې درته وویل شي چې دا ثوابونه او ښېګڼې دي پر څه باندي وګټلې او ته په کومو لارو ورته ورسېدلې؟ نو ته په ځواب کې ورته ووایه چې د دې قول په برکت ورسېدلم چې ومې ویل: {اشهد ان لااله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله}. بیا به درته وویل شي «محمد خو هغه دی چې تا ته یې لاره ښوولي ده، نو هغه ته څه سوغات؟» نو ته ورته ووایه : { اللهم صلی علی محمد وعلی ال محمد} نو بیا به درته وویل شي چې دا خو ابراهیم و چې د هغه له برکته تاته دا امکان پیدا شو چې محمد علیه سلام ته ورسېدلې، ځکه چې هغه ویلي ول {ربنا وابعث فیهم رسولآ منهم} - بقره ، آیت ۱۲۹ - تا ده ته څه بدل ورکړ؟ نو ته ورته ووایه چې ما دا بدل ورکړ چې ومې ویل: {کما صلیت علی ابراهیم وعلی ال ابراهیم} نو درته به وویل شي چې «دا ښېګڼې محمد علیه سلام درکړي او که ابراهیم او که الله تعالی؟» نو سلام له الله څخه حکایت دی چې وایي {اذا اذکرنی عبدی فی ملاء} زه به یې په هغه ملا کې ذکر کړم چې ملا به له هغه ملا څخه ډېر ښه وي چې ده په کې زه یاد کړم، نو کله چې ملایکه دا حکایت واوري نو دغه بنده ته یې ډېر اشیاق پیدا شي، نو الله ورته ووایي چې د اسمانونو ملایکې ستا لیدل غواړي او غواړي چې تا ته در نږدې شي او دا دی راغلې دي.  نو لومړی ته ورباندي سلام واچوه چې په دې سلام د پخوانیو مرتبه وګټې نو دا بنده به ښې لور او کیڼ لورې ته ووایې: {السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته} نو ارومرو کله چې دی جنت ته ورشي هغه ملایک بیا ورته له هر لوري او دروازې څخه ورته راشي نو ده ته {السلام علیکم بما صبرتم فنعم عقبی الدار} (سلام دي پر تاسو وي چې صبر مو کړی دی دا د اخرت کور ډېر ښه دی).




شپږم څپرکی
د کبریا او عظمت په باره کې:
کبریا او عظمت:
ډېر لوی او ستر څیز په نړۍ کې ځای او مهال دی، ځای {مکان} هغه فضاء ده چې پای نه لري او لایتناهی ده چې دې فضاء ته خلا هم وایي او مهال {زمان} هغه متوهم امتداد دی چې له ازل څخه پیل دی او تر ابد پوري دوام لري.
نو لومړی اووروستی د مهال صفتونه دي ښکاره، او پټ د ځای صفتونه دي او د دې څلورو واړو کمال رحمن او رحیم دی. نو الله ځای ښکاره او پټ ټاکلی. مهال چلوونکی (مدبر) یوازي الله تعالی دی نو دی په خپله له ځایه او مهال څخه پاک او منزه دی، یعنی الله ځایي (مکاني) او مهالي (زماني) نه دی.
اوس موږ وایو چې الله تعالی د عرش اوکرسۍ خاوند دی نو ده ځای کرسۍ سره تړلی دی. نو ویلي یې دي: {وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ} - بقره ، آیت ۲۵۵.
مهال یې له عرش سره تړلی دی نو ویلي یې دي: {وکان عرشه علی الماء} – هود، آیت ۷. دا ځکه چې د مهال بهېدل د اوبو د بهېدلو غوندی دي نو د کرسۍ شاته  ځای (مکان) نه شته او د عرش شاته مهال نه شته. نو علو او لوړتیا د کرسۍ چې الله تعالی وایي {وسع الکرسیه السموات والارض} او عظمت او سترتیا د عرش صفت دی لکه چې الله وایي: {فضل حسبی الله لااله الاهو علیه توکلت وهو رب العرش الاعظیم} - توبه، آیت ۱۲۹.
د علو او عظمت کمال د الله تعالی دی لکه چې وایي: {ولایؤدوه حفظهما وهوالعلی العظیم} – بقره، آیت ۲۵۵.
باید پوه شو چې د الله علو او عظمت د کمال درجې دي خو دعظمت درجه د علو له درجې څخه ډېره کامله ده او له دې دواړو درجو څخه له پاسه د کبریا درجه ده. کله چې الله تعالی ویلي دي: {الکبریاء ردائی والعظمة ازاری} په دې کې ګټه نه شته رداء {څادر} له ازار {لنګ} څخه لوی او ستر وي او له دغو ټولو صفاتو څخه له پاسه په رتبه او شرف کې د جلال صفت له پاسه دی، چې دا د ده حقیقي تقدس دی.
دا چې د ده غوندي بل ستر نه شته او له همدې کبله الهیه صفت خاص د همده صفت دی، نو له دې کبله چې الهیه، د الله خاص صفت دی، رسول محمد علیه سلام ویلي دي: { انظوا بیا ذالجلال والاکرام} (الله ته په یا ذجلال والاکرام) غږ وکړﺉ. الله ویلي دي: { فنبقی وجه ربک ذالجلال والاکرام} – الرحمن، ایت ۲۷. او دا یې ویلي دي {تبارک اسمک ربک ذالجلال والاکرام} – الرحمن، آیت ۷۸. نو کله چې په دې اصل پوه شولو نو وایو چې لمونځ کوونکی لمونځ کول وغواړي نو دی په هغه ډله کې شمېرل کېږي، چې د هغوی په صفت کې الله ویلي دي: { یریدون وجهه} - انعام ، آیت ۵۲ او کهف آیت ۲۸ .
څوک چې وغواړي یو ستر واکمن ته ورشي نو د ده له پاره په کار ده چې ځان ښه پاک کړي چې دا پاکوالی درجې او مرتبې لري. لومړۍ درجې یې دا دي:
    •     له ذنوبو څخه: د اتطهیر په توبه باندي کېدای شي لکه چې الله ویلي دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا} – تحریم،آیت ۸.- ( ای مومنانو الله ته توبه وباسئ چې کلکه توبه وي). څوک چې زاهد وي، د ذاهد توبه دا ده چې له دنیا څخه تېر شي حلاله وي او که حرامه او څوک چې د اخلاص په مقام کې وي نو توبه یې دا ده چې په خپلو اعمالو غره نه شي او څوک چې د محسنانو په مقام کې وي، توبه یې دا ده چې خپلو حساناتو ته به نه ګوري  او څوک چې د صادقانو په مقام کې وي توبه یې دا ده چې له ماسوا الله څخه مخ واړوي، لنډه دا چې مقامات ډېر دي او په درجو کې توپیرونه شته لکه چې الله ویلي دي }فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ حَنِیفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ۚ لَا تَبْدِیلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِکَ الدِّینُ الْقَیِّمُ وَلَکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُونَ{ - روم، آیت ۳۰: کله چې څوک وغواړي چې د هغو وګړو له جملې څخه شي چې د دوی په اړه الله ویلي دي { یریدون وجهه} نو نېغ دي ودرېږي اود الله ټول مخلوقات دې په نظر کې ونیسي او هم خپل ټول عمر دې په نظر کې ونیسي او څه چې په نړۍ کې شتون لري - په وچه کې دي او که په سمندر کې یا په هوا کې دي-  ټوله ځمکه او اسمانونه دې - چې په کې شتون لري - په نظر کې ونیسي؛ محمد علیه سلام ویلي دي «ټول عالم دې په نظر کې ونیسي» ، الله وایي: {وما یعلم جنود ربک الاهو} – مدثر، آیت ۲۱. چې دا ټول یې په نظر کې ونیول نو بیا دي ووایي { الله اکبر} معنی یې دا ده چې الله له هرڅه څخه لوی وګڼي او لوی دی.
بله وجه دا ده چې د الله به داسې عبادت کوي لکه چې الله ګوري ځکه که دي، عابد، الله نه ګوري نو الله خو دی ګوري، نو الله دي په نظر کې ونیسی او عبادت دي وکړي. په کار ده چې د هغه چا عبادت وشي چې دا معبود ستر وي، او ستر معبود یوازي یو الله دی او بل داسې نه شته نو د عبادت وړ یوازي همدی دی، ځکه چې اکبر دی. بنده دي پوه شي چې که دd هرڅومره پوه او د کمالونو خاوند شي بیا هم همدغه الله ته اړتیا لري چې اکبر دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم، له دعاوو څخه یوه دا ده چې هغه ویلي دي «ای الله، تا ته د چا ژور فکر نه رسېږي. ته ډېر لوړ اولوی یې. ستا بنده ګان ډېر واړه دي او له هرڅه څخه ستا د کبریا عظمت لوړ دی.» . چې څوک }الله اکبر{ ووایي نو بیا دی د الله په باره کې خپل د عقل نیلی وځغلوي چې کوم ځای ته رسېدلای شي او ودې وایي {سبحانک اللهم وبحمدک}. بیا دي ووایي: {وجهت وجهی} بیا دي فاتحه سورت ته متوجه شې چې د دنیا او اخرت عجایب په کې وګوري او د الله په لوړو صفتونو او نومونو کې دې مطالعه وکړي، په تېرو دینونو کې دي فکر وکړي او تېر مذهبونه دي وڅېړي او د الهی کتابونو اسرار دي ځان ته معلوم کړي اوپه پخوانیو شرایعو دې ځان پوه کړي چې شریعت ته ورسې او له شریعت څخه بیا طریقت ته انتقال وکړي. وروسته دې په حقیقت پسي هڅه وکړي،و د انبیا‌ؤ او مرسلانو درجې دې مطالعه کړي او د بې لارو په عواقبو کې دې فکر وکړي. نو کله چې ووایي: {بسم الله الرحمن الرحیم}. نو د الله د عالم جمال ته دي ځیر شي چې رحمت فضل او احسان دی او چې ووایي: {مالک یوم الدین} نو د الله د جلال عالم ته دي وګوري او چې څه په دې عالم کې کېږي ورته دي پام وکړي او چې ووایي: {ایاک نعبد} نو شریعت ته دي متوجه شي چې د عبادت لارې چارې په کې زده کړي او چې ووایي: {وایاک نستعین} نو طریقت ته دي متوجه شي چې په کومو لارو چارو دا استعانت حاصلولای شي. چې ووایي: {اهدنا الصراط المستقیم} نو حقیقت ته دي ځیر شي. چې ووایي: {صراط الذین انعمت علیهم} نو د نېکمرغیو د خاوندانو درجو ته دي وګوري و د اصحابو کراماتو، د نبیانو صدیقینو، شهیدانو او صالحانو درجو ته دي پام وا ړوي.و چې ووایي: {غیر المغضوب علیهم} نو د بد کارانو د بدکاریو په عواقبو کې دي غور او فکر وکړي. چې ووایي: {والضالین} د کافرو او منافقانو حالتونه  او دوی ته په مخ کې راتلونکو کندو او ژورو ته دي متوجه شي، چې څه به ورته پېښېږي او له څه کړاونو سره به مخامخ کېږي. کله چې دا لوړ حالات او لوړ مراتب ښکاره شي نو ګمان دي نه کوي چې  دوی ګوندي مطلب او هدف ته رسېدلي دي، بلکه د الله پر کبریا  دي اقرار ته ځان چمتو کړي او د خپل ځان بې وسۍ اوخوارۍ ته دي پام وکړي او و دي وایي { الله اکبر}. بیا دي د کبریا له صفت څخه د عظمت صفت ته راکوز شي چې عظمت د عرش صفت دی او مخلوق د خپل فکر په واسطه د عرش د عظمت کنه ته نه شي رسېدلای اګر که  تر قیامت پوري په فکر لګیاوي او غواړي چې د عرش  د عظمت کنه ځان ته معلومه کړي. بیا دي پوه شي چې د عرش عظمت د الله د عظمت په مقابل کې د سمندر په مقابل کې د یوه څاڅکي څخه هم لږ دی نو څرنګه به وکړای شي چې د الله د عظمت کنه ته ځان ور رسولای شي؟ بیا نو په دې ځای کې یو عظیم سِر او راز شته. هغه دا دی چې نه دی ویل شوی: {سبحان ربی العظم} بلکې ویل شوي دي {سبحان ربی العظیم} او نه دي ویل شوي {سبحان ربی العلی} بلکې ویل شوي دي {سبحان ربی الاعلی} او دا تفاوت ډېر عجیب اسرار او رازونه لري. چې کله رکوع کوي او وایي {سبحان ربی العظیم} نو بیا دي بیا قیام ته چمتو شي او هغه چاته  دې دعا وکړی چې د ده پرځای درېږي او هم دي ووایي {سمع الله لمن حمده} نو کله چې ته د بل چا ښېګڼه غواړې دا ښېګڼه تا ته رسېږي چې د نبی علیه سلام قول، همدا مراد دی چې وایي: {ولایزال الله فی عون العبد ما دام العبد فی عون الاخیه المسلم} ویل شوي دي چې په دې مقام کې ولي تکبیر ونه ویل شو؟ ځواب یې دا دی چې تکبیر له کبریا څخه اخیستل شوی، او دا د هیبت مقام دی، دا د شفاعت مقام دی او دا دواړه سره توپیر لري. بیا چې له دې شفاعت غوښتنې څخه وزګار شي، نو تکبیر ته دي ځان چمتو کړي او د علو صفت ته دي مخ کړي او ودي وایي: {سبحان ربی الاعلی} او دا ځکه چې سجده د رکوع په نسبت د تواضع له پاره ډېر ښه او مناسب ځای دی، ځکه چې په سجده کې د ذکر مبالغې ته اړتیا ده، ځکه چې سجده الله ته پر ځمکه سر اېښودل دي، دلته باید چې په ذکر کې مبالغه وشي او په {سبحان ربی الاعلی } کې له {سبحان ربی العظیم} څخه مبالغه ډېره ده.
روایت دی چې د الله تعالی یو ملک دی چې له عرش لاندي دی او نوم یې «حزقیل» دی. الله ده ته وحی وکړي: «ای! ملکه والوزه» نو دا ملک د دې دېرش زره کالو په اوږدو والوزي، بیا دېرش زره کاله، اوبیا دېرش زره کاله. خو دا ملک د عرش له یوه لوري څخه بل لوري ته نه رسېږي. نو بیا ورته الله وحی وکړي، که د شپېلۍ د پوه کولو تر مهاله پوري هم والوزې د عرش هغه بل اړخ ته نشې رسېدلای.نو بیا دا  ملک ووایي: {سبحان ربی الاعلی}.
که وویل شي په دې کې څه حکمت دی چې سجدې دوه دي؟ ځواب یې دا دی چې په دې کې څو وجهي دي:
    •    لومړۍ وجهه دا ده چې لومړۍ سجده د ازل له پاره ده او دوهمه سجده د ابد له پاره ده، د دواړو سجدو تر مینځ په جلسه کې دي ته اشاره ده چې د ازل او ابد تر مینځ دنیا وجود او شتون لري. ته خو د ده په ازلیت پوه یې چې دی لومړی او تر ده بل لومړی شتون نه لري، نو ته ده ته یوه سجده کوې او په دې هم پوه یې چې دی ابدي هم دی، یعني دی وروستنی دی او تر ده بل وروستنی شتون نه لري نو ته بیا ورته دوهمه سجده کوې.
    •    دوهمه وجهه دا ده چې ویل کېږي دنیا په اخرت کې فناه کېږي او په دوهمه سجده کې د الله د نورد جلال په سبب عالم الاخرت پای ته رسېږي.
    •    درېیمه وجهه دا ده چې لومړی سجده د پای ته رسېدو په معنی ده او دوهمه سجده د ټول عالم د ابقا دلیل دی، لکه چې الله وایي: {کل شی هالک الی وجهه} - القصص، آیت ۸۸.
    •    څلورمه وجهه  دا ده چې لومړۍ سجده د الله قدرت ته د عالم الشهادت پر غاړه اېښودلو دلالت کوي او دوهمه سجده الله تعالی ته د عالم الارواح د غاړې په اېښودلو دلالت کوي لکه چې الله وایي: {أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ} – الاعراف، آیت ۵۴. (خبر شه خلق او امر د الله دی).
    •    پنځمه وجهه: دا ده چې لومړۍ سجده د دې له پاره شکر  دی چې الله موږ په خپل ذات او صفاتو پوه کړي یو چې شتون لري او دوهمه سجده د هغه عجز او بې سېکۍ ، اظهار دی چې موږ د الله د جلال او کبریا حقوق نه دي ادا کړي. پوه شه چې وګړي د بدن جسمي غټوالي ته لېواله وي او د کوم لوري لوړوالي ته علو او لوړوالی وایي او کبر د مهال اوږدوالی ګڼې. او الله له داسې اوهامو څخه لوړ او لوی دی نو دی عظیم دی خو جثه او بدن نه لري، دی لوړ دی  نه چې په کوم لورې کې ګوندي لوړ دی او په مهال کبیر نه دی، بلکه بالذات کبیر دی. کبیر باالجثه یعنی مشر او صغیر بالجثه یعنی کشر. الله داسې کبیر نه دی بلکه بالذت الکبیر دی.
ده ته کم او کیف نه راځي او دی له جهت او لوري څخه منزه دی، څرنګه به دی کبر بالمدة شي حال دا دی چې دی یو فرد او احد دی؟ څرنګه به کبیر بالجثه شي چې دی له جهت څخه منزه دی؟ څرنګه به دی عالی بالجهت شي په داسې حال کې چې  دی له جهت څخه منزه دی او څرنګه به کبیر بالمدة شي، په داسې حال کې چې مدة ساعت په ساعت تغیر کوي او محدثه ده. چې محدث یې لا له ده څخه د مخه شتون درلود نو څرنګه به دی کبیر البالمدت وبلل شی او مشر به ورته وویل شي، ځکه چې مشر او کشر نسبي دي، نو الله تعالی عالی دی پرمکان باندي، نه د مکان په واسطه او سابق دی له زمان څخه نه د زمان په واسطه، نو د ده کبیریا د عظمت کبیریا ده او عظمت یې د لوړتیا عظمت دی او د ده علو د جلال علو دی. دی له دې څخه ډېر لوی دی چې له محسوساتو سره مشابه وګڼل شی د ده په مثل هیڅ نه شته دی ډېر بالذات لوی دی.
دی مطلق لوړ او لیري دی، نه په نسبي توګه نو که ته خپل حس وغولولې او کوم مثال ستا په تصور کې پیدا کړ ته ووایه: {الله اکبر} او که ستا خیال کوم صورت در وښود نو ووایه: {سبحانک اللهم وبحمدک} او که چا د تعطیل په کنده کې وغورځولې نو ووایه: {وجهت وجهی للذی فطر السموات والارض} او که خپل روح د عزت او جلال میدان ته ورټېل وهلې او ځان دي لوی وګاڼه نو فوراً ووایه {سبحان ربک رب العزت عما یصفون وسلام علی الامرسلین والحمد لله رب العالمین} - صافات ، آیتونه ۱۸۰- ۱۸۲.

اووم څپرکی
د الحمدالله د لطایفو او د پنځو هغو نومونو چې په دې سورت کې ديد  فوایدو په باره کې.
د الحمدالله لطایف:
د الحمدالله لطایف څلور نکتې لري:
    •    لومړۍ نکته: له نبي علیه سلام څخه روایت دی چې ابراهیم خلیل علیه سلام، له خپل رب څخه وپوښتل او ویې ویل: {ای پروردګاره د هغه چا بدله څه ده چې ستا حمد ووایي او ووایي الحمدلله؟} الله تعالی ورته وویل: {الحمدلله د شکر فاتحه او خاتمه ده} محقیقو ویلي دي له دې امله چې دا کلمه د شکر فاتحه ده نو د الله تعالی د خپل کلام قرآن کریم فاتحه کړه او چې د شکر خاتمه ده، الله د جنتیانو د کلام خاتمه کړه نو ویې ویل: {وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} – یونس، آیت ۱۰.
    •    له علي علیه سلام څخه روایت دی، چې ده ویلي دي چې الله تعالی له خپل پخواني پټ او خزانه کړای شوي علم څخه له نور څخه عقل پیدا کړی نو علم یې په خپله عقل کړ او فهم د عمل روح شو او زهد یې شر کړ او روند یې د ده سترګې کړلې او حکمت یې د ده ژبه کړه اوخیر یې د ده غوږونه کړل او د آفت او نرم زړي یې د ده زړه کړ او رحم یې  د ده کار کړ او صبر یې د ده ګېډه کړه.
بیا ورته وویل شول چې خبرې وکړه. عقل وویل { الحمدلله الذی لیس له ند ولا ضد و لا مثل ولا عدل الذی دل کل شی لعزته} نو پروردګار وویل: چې زما  دې په خپل عزت او جلال سوګند وي چې ما داسې بل څیز نه دی پیدا کړی چې له تا څخه ماته ګران وي. همدارنګه نقل شوی دی چې آدم علیه سلام، وپرنچل او ویې ویل: {الحمدالله} نو دا د آدم علیه سلام، لومړۍ خبره شوه چې په دې پوه شو نو اوس وایو چې د مخلوقاتو د مراتبو لومړۍ مرتبه همدا عقل دی او وروستۍ مرتبه یې آدم دی. موږ د عقل لومړی کلام را نقل کړی دی چې هغه {الحمدلله} ده او لومړی کلام د آدم علیه سلام هم {الحمدلله } ده، نو دا ثابته شوه چې د محدثاتو د فاتحې له پاره لومړی کلام همدا کلمه ده او د محدثاتو د خاتمې له پاره لومړی کلام هم همدا کلمه ده، نو له همدې امله یې دا کلمه د خپل کتاب فاتحه کړله نو ویې ویل: {الحمدلله رب العالمین} . دا هم ثابته شوې ده چې د الله تعالی د کلماتو لومړۍ کلمه د ده دا قول دی چې وایي: {الحمدلله}. د الله د انبیاؤ اخر محمد رسول الله دی او د اول او اخر په مینځ یو مناسبت شتون لري، چې هغه د الله تعالی دا قول دی: {الحمدلله} چې پر محمد رسول الله باندي د نازل شوي کتاب لومړی آیت دی.
هرکله چې داسې شول نو د محمد علیه سلام، له پاره یې له همدې سورت څخه دوه نومونه کېښودل چې یو یې احمد او بل محمد، دي. دا دواړه له همدې څخه جوړ دي نو ځکه محمد علیه سلام وویل چې زه په اسمان کې هم محمد یم او په ځمکه کې هم محمد یم. نو اهل السماء د الله تمحید وایي او رسول الله یې احمد دی او الله د ځمکې د اهل له پاره تحمید وایي، لکه چې الله ویلي: {فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا} – الاسراء، آیت ۱۹.  د دوی رسول الله د دوی محمد دی.
    •    دویمه نکته: حمد هغه مهال ویل کېږي چې چاته نعمت او رحمت ورسېږي کله چې حمد په کلماتو کې لومړۍ کلمه ده، نو نعمت او رحمت به هم لومړني افعال او احکام وي، نو ځکه الله ویلي دي، چې زما رحمت او غضب سره په مسابقه کې رحمت تر غضب دمخه شو.
    •    درېیمه نکته: د رسول الله نوم احمد دی او معنا یې دا ده چې دی «احمد الحامدین» دی. یعنی چې ډېر حمد وایي: نو له دې امله د الله نعمتونه پر ده باندي ډېر دی، ځکه چې د حمد ډېروالی د نعمت او د رحمت ډېروالي سبب دی.
چې داسې ده نو پر رسول الله باندي نعمت او رحمت له نورو حمد ویونکو څخه ډېر دی، ځکه چې دی ډېر حمد وایي، نور دومره حمد نه شي ویلای نو ځکه الله ویلي دي: {وما ارسلناک الا رحمة للعالیمن} – نساء، آیت ۱۰۷.
    •    څلورمه نکته: مرسل یعنی الله تعالی له رحمت څخه دوه جوړ شوی نومونه لري چې رحمن او رحیم دي او په دې دواړو نومونو کې مبالغه ده ځکه چې دا دواړه د مبالغې صیغې دي او رسول هم دوه نومونه لري چې له حمد څخه مشتق شوي دي. دا دواړه نومونه {احمد او محمد} دي. موږ وویل چې حمد د رحمت بدل دی یعنی لومړی الله پر رسول الله رحمت کړی او بیا ده حمد ویلی دی او په ځینو روایاتو کې راغلي دي چې د رسول الله پنځه نومونه له حمد څخه جوړ دي: محمد، احمد، حمد، حامد او محمود. نو د رسول الله دا پنځه نومونه پر رحمت باندي دلالت کوي. کله چې دا ثابته شوه نو موږ وایو چې الله تعالی ویلي دي: {نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ} – حجر، سورت.
نو د الله تعالی په دې قول کې چې وایي: {نَبِّئْ}  اشاره ده رسول الله، محمد علیه سلام ته چې دی له عبادو څخه د مخه یاد کړی شوی دی او «یا» په «عبادي» کې ضمیر دی چې الله ته راجع دی او په {انی} کې ضمیر هم الله ته راجع دی. {انا} ضمیر هم الله ته راجع دی او {الغفور الرحیم} د الله صفتونه دي نو دا پنځه الفاظ ټول په الله الکریم الرحیم، باندي دلالت کوي او بنده د قیامت په ورځ ځي او رسول علیه سلام یې په مخکې روان وي. چې هغه نومونه ور سره وي چې پر رحمت دلالت کوي او ورپسې هغه پنځه الفاظ وي چې د الله اسماء دي او پر رحمت باندي دلالت کوي.
د رسول رحمت ډېر دی لکه چې الله تعالی ویلي دي: {وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ} – اعراف، آیت ۱۵۶. نو څرنګه به عقل دا ومنې چې د رحمت له دغو لسو زورورو سمندرونو سره به بیا هم دا بنده چې په ګناهونو ککړ دی ضایع شي او اخروي ژوند به یې ویجاړ شي؟

د دغو پنځو نومونو چې په دې سورت کې ذکر شوی دی فواید ډېر شیان دي:
    •    لومړۍ نکته دا ده چې په فاتحه سورت کې لس شیان ذکر دي چې پنځه د رب العالمین صفتونه دي او هغه دا دي: {الله، رب، رحمن، رحیم او مالک} پنځ د بنده صفتونه دي او هغه دا دي: {عبودیت، استعانت، د هدایت غوښتنه، د استقامت غوښتنه او نعمت غوښتنه}. لکه چې الله ویلي دي: {صراط الذین انعمت علیهم} نو دغه پنځه نومونه پر همدغو پنځو حالاتو باندي تطبیق کېږي. لکه چې ویل شوي دي موږ خاص ستا عبادت کوو ځکه چې همدا ته الله یې او خاص له تا څخه مرسته غواړو ځکه چې همدا ته پروردګار یې او موږ ته سمه لاره راوښیه، ځکه چې همدا ته رحمن یې او استقامت را په برخه کړه، ځکه چې همدا ته رحیم یې او ډېر نعمتونه او کرمونه راکړه ځکه چې همدا ته مالک یوم الدین یې.
    •    دوهمه نکته دا ده چې انسان له پنځو څیزونو څخه جوړ دی: بدن،شیطاني نفس، شهواني نفس، غضبي نفس او ملکي عقلي جوهر. نو د الله تعالی تجلی هم د دغو پنځو څیزونو مطابق په پنځه ډوله ده:
    •    ملکي عقلي فلکي قدسي روح ته د الله په نوم ځان ور ښکاره کوي. نو دا بنده هم دې الله ته غاړه ږدي او چې څه ورته وایي هغه مني، لکه چې الله ویلي دي: {الابذکرالله تطمئین القلوب} - رعد ، آیت ۲۸.
    •    شیطاني نفس سره د نېکۍ په بڼه ځان ور ښکاره کوي او احسان ور سره کوې چې دا د رب اسم دی، نو دا بنده عصیان پرېږدي او الله دیان ته غاړه ږدي.
    •    د رحمن په نوم غضبي نفس ته ځان ور ښکاره کوي او دا اسم له قهر او لطف څخه مرکب دی، لکه چې الله تعالی وایي: {الملک یومئذ لحق الرحمن} - فرقان ، ۲۶. نو وګړي د دې نوم په اغېز کې خصومت او دښمنې کول پرېږدي.
    •    شهواني بهیمي نفس ته د رحیم په نوم ځان ور ښکاره کوي او د دې نوم په برکت یې ور ته مباحات او طیبات ور پل کړي دي، لکه چې په خپله الله تعالی ویلي دي: {أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ} – مائده، ۵. نو دې نفس غاړه کېښودله همدغه رحیم ته او عصیان یې ترک کړ.
    •    بدنونو او جسدونو ته یې ځان په قهر وښود. لکه چې وایي: {مالک یوم الدین} ځکه چې بدن غلیظ او کثیف دی نو ورته شدید قهر او زور ښودل په کار دي چې دا قهر د قیامت د ورځې له حساب څخه ډار دی.
نو کله چې الله تعالی په خپلو پنځو نومونو بنده ګانو ته ځان ور ښکاره کړ نو ددوزخ دروازې بندې شولې او د جنتونو دروازې پرانیستل شولې او بدنونو الله ته غاړه کېښودله او ویې ویل: {ایاک نعبد} او شهواني نفوسو هم غاړه کېښودله او ویې ویل: {ایاک نستعین} له تا څخه د بدیو په پرېښودلو کې مرسته غواړو او غضبي نفوسو الله ته غاړه کېښودله او ویې ویل: {اهدنا} لاره را وښیه او په خپل دین مو ټینګ کړه. شیطاني نفس الله ته غاړه کېښودله او له بې لارۍ او انحراف څخه یې ور څخه ژغورنه او خلاصون وغوښت او ویې ویل: {اهدنا الصراط المستقیم} او قدسي ارواحو ورته غاړه کېښودله او له الله څخه یې وغوښتل چې له قدسي لوړو سترو ارواحو سره یې ملګري کړي نو ویې ویل: {صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ} (د هغو لاره را وښیه چې تا ور سره کړي دي او انعام دې ور کړی او د بدانو له لارو چارو مو وساته).
    •    درېیمه نکته: دا ده چې نبي علیه سلام، ویلي دي: {بنی الاسلام علی خمس شهاده ان لااله الاالله و ان محمد رسول الله و اقام الصلوة وایتاء الزکوة وصوم رمضان، وحج البیت} نو شهادت د دې چې پر ته له الله څخه بل معبود نه شته دا د الله د نوم د نور تجلی ده.
لمونځ کول د رب د اسم تجلی ده، ځکه چې رب له تربیب څخه مشتق دی او بنده خپل ایمان په لمانځه باندي تربیه کوي او د زکات ورکړه د رحمن د نوم تجلی د، ځکه چې رحمن په رحمت کې مبالغه ده او زکات ورکول بې وزلانو ته د رحمت له امله کېږي.
روژه نیول د رحیم د نوم تجلی ده، ځکه روژه نیوونکی چې وږی شي نو د بې وزلانو لوږه ور په زړه شي. نو د هغو د اړتیا وړ څیزونه ورکوي او دا هم ده چې وږی شي نو له محسوساتو څخه لذت او خوند اخیستل پرېږدي. کله چې مري له دغو خوندورو څیزونو څخه ورته بېلتون اسان ښکاري او زړه یې ور پسې نه خوږېږي.
د حج وجوب د مالک یوم الدین د اسم له کبله دی، ځکه چې په حج کې له هیواد څخه بېلتون راځي او خپل او خپلوان ور څخه په بېرته پاتې کېږي. دا د حج سفر داسې دی لکه د قیامت د ورځې سفر او همدارنګه حاجي لوڅ سر، پلی او بې ګنډلو جامو وي چې د قیامت په ورځ د وګړو حال همداسې وي چې لوڅ لپړ وي.
    •    څلورمه نکته دا ده چې قبلې پنځه دي. بیت المقدس، کعبه، بیت المعمور، عرش او د الله د جلال قبله. نو دا پنځه نومونه په همدغو پنځو قبلو باندي ووېشل شول.
    •    پنځمه نکته دا ده چې حواس هم پنځه دي: الله بصر ته په دې قول تادیب ورکړ: {فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ} - الحشر، آیت ۲ (ای د بصیرت خاوندانو ځانونه پوه کړئ) او سمع یې داسې تادیب کړه چې ورته یې وویل: {الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ} - زمر، آیت ۱۸. ذوق یې داسې تادیب کړ: {یاایها الرسل کلوا من الاطیبات و اعملوا صالحآ} – موءمنون، ۵۲ (ای استازو پاک څیزونه خورئ او ښې چارې کوئ). شم، یعنی د بویولو حس یې داسې تادیب کړی چې وایي {رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ} - یوسف ، آیت ۹۴ (زه د یوسف بوی حس کوم، که تاسو په ما پوري ملنډې نه وهئ) او د لمس اوګوتي تپولو حس یې داسې تادیب کړی دی چې وایي: {وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ} – معارج، آیت ۹.  نو تاسو هم له دغو پنځو ضررونو څخه دې په دې پنځو لارو چارو ځانونه وساتي.
    •    شپږمه نکته دا ده چې د فاتحې لومړۍ نیمایي شامله ده پر پنځو نومونو په دې واسطه پر اسرارو باندي انوار راتویېږي او دویمه نیمایي یې مشتمله ده د بنده پر پنځو صفاتو باندي نوپه دې واسطه اسرار د انوارو ځایونو ته ور ورسېږي او په دغو دوه حالتونو کې بنده ته په لمانځه کې معراج حاصلېږي. لومړی نزول دی، دوهم صعود دی، درېیم د دواړو تر مینځ فاصل حد الله داسی ښوودلی دی {مالک یوم الدین} او په دې قول باندي چې وایي {ایاک نعبد} د دې خبرې مطلب دا دی چې دا بنده به دنیا ته اړتیا لري او دا دنیا به غواړي. د دنیا اړتیا دوه رازه ده، یا به د ضرورت رفع وي او یا به د منفعت جلب وي. یا به د اخرت اړتیاوې لري. د اخرت اړتیاوي هم دوه رازه دي، د ضرر دفع چې له دوزخ څخه تېښته ده او یا خیر غوښتل دي چې هغه خیر هم جنت دی. نو د بنده ټولې اړتیا وي څلور دي او پنځمه اړتیا یې ، چې ډېره ښه اړتیا ده، د الله حرمت او اطاعت او عبودیت دی. دا هم د دې له پاره چې الله، الله دی نه د طمعې له پاره دا حرمت کوي او نه د ډار له کبله دا اطاعت کوي. که بنده د الله نور وګوري نو بیا نور هیڅ نه غواړي او یوازي همدا نور غواړي او که چېرته د الله نور وګوري نو بیا ورڅخه د جنت خوندونه غواړي او که د رحمن نور وګوري نو بیا ور څخه د دې نړۍ ګټې غواړي او که د رحیم نور وګوري نو بیا ورڅخه غواړي چې د اخرت له اضرارو څخه یې وساتي او که {مالک یوم الدین} نور وګوري. نو بیا ور څخه غواړي چې د دې دنیا له ستونزو او ککړتیا ؤ څخه یې وساتي چې د اخرت په عذابونو وا نه وړي.
    •    اوومه نکته دا ده چې د الله پنځه واړه نومونه په دې ذکر کې راغلي دي چې وایي: {سبحان الله و الحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر ولا حول ولاقوة الا بالله العلی العظیم.}.
د الله دا قول: {سبحان الله} دا د یو سورت فاتحه - یعنی لومړی سر دی - او هغه دا ده چې {سبحان الذی اسری بعبده لیلآ} – اسراء، آیت ۱. {الحمدلله} د پنځو سورتونو فاتحه ده.  او دا قول {لا اله الا الله} دا هم د یو سورت فاتحه ده او هغه سورت دا دی: {الم ۝ الله لا اله الاهو} - ال عمران، آیت ۱ - ۲.
    •    دا قول: {الله اکبر} نو دا قول په قرآن کې په دوو ځایونو کې راغلی دی چې یو ځل ذکر ته مضاف دی او بل ځل بیا رضوان ته مضاف دی. {ورضوان من الله اکبر} – توبه، آیت ۷۲. او بیا یې ویلي دي: { ورضوان من الله اکبر} – عنکبوت، آیت ۴۵. او دا قول {لاحول ولاقوه الا بالله العلی العظیم} نو دا قول په قران کې صریحاً نه دی راغلی ځکه چې دا د جنت له خزانو څخه دی او خزانه پټه وي اوپټه ساتل کېږي.
هغه پنځه نومونه چې په فاتحه سورت کې راغلي دي، د دغو پنځو ذکرونو په سر کې راغلي دي. نو الله د سبحان الله مبداء ده، او رب د الحمد الله مبدا ده، رحمن د لا اله الا الله مبداء ده، ځکه لااله الا الله له هغه چا سره وړتیا لري چې کامل قدرت او کامل رحمت لري چې هغه الرحمن دی. د الرحمن مبداء الله اکبر ده اومعنا یې دا ده چې الله اکبر دی له دې څخه چې پر خپلو ضعیفو بندګانو باندي رحم ونه کړي یعنی چې ارومرو ورباندي رحم کوي.
او دا چې وایي: {مالک یوم الدین} دا د دې قول مبدا ده چې وایي: {لاحول ولا قوة الا بالله العلی العظیم}، ځکه چې ملک او مالک هغه دي چې د ده بندګان هغه څه نه شي کولای چې د ده اراده په کې نه وي الله اعلم دی.


اتم څپرکی
په دې باره کې دی چې ولي د الله درې نومونه- په بسم الله الرحمن الرحیم کې راغلي دي-
په بسم الله الرحمن الرحیم کې د الله درې نومونه راغلي دي:
دا څو وجهې لري چې دا درې نومونه په بسم الله الرحمن الرحیم کې راغلي دي.
    •    لومړۍ وجهه: دا ده چې الله تعالی د خلقو عقلونو ته ځان ور ښکاره کوي او په دې خبره کې کڼه نه شته. خو دا ځان ښکاره کول درې مرتبې لري ځکه چې الله خپلو بنده ګانو ته په لومړي ځل په خپلو کړنو او د قدر په نخښو نښانونو ځان ور ښیي او بیا ورته په خپلو صفاتو ځان ورښکاره کوي او په درېم ځل ورته په خپله په خپل ذات ځان ور ښکاره کوي. ویل کېږي چې الله تعالی خپلو عامو بندګانو ته په خپلو کړنو او قدرتونو ځان ور ښکاره کوي لکه چې وایي: {ومن ایاته الجوار فی البحر کالاعلام} - شوری، آیت ۳۲. او دا یې هم ویلي دي: {ان فی خلق السموات والارض و اختلاف الیل و النهار لایات} - ال عمران ، ۱۹۰.  بیا خپلو اولیاوو ته په خپلو صفاتو ځان ور ښکاره کوي لکه چې وایي {ویتفکرون فی خلق السموات والارض ربنا ما خلقت هذا باطلآ} - ال عمران، آیت ۱۹۱. سترو انبیاؤ ته او د ملایکو مشرانو ته خپل ذات ور ښکاره کوي واي: {قل الله ثم ذرهم فی خوضهم یلعبون} - انعام ، آیت ۹۱.
اوس نو وایو چې د الله اسم {الله} په ټولو نومونو کې د ځان د ذات په ښکاره کولو کې ډېر د عزت جلال او قوت خاوند نوم دی، ځکه چې دا نوم په لفظ کې په ټولو نومونو کې ډېر ښکاره نوم دی. د معنا له مخې له عقلونو څخه ډېر لېري دی، نو دا نوم ظاهر او باطن دی او انکار ور څخه سخت دی. د دې نوم په اسرارو هر څوک نه پوهېږي. حسین بن المنصور الحلاج ویلي دي: «ای هغه ذاته چې ته ډېر دقیق سِر یې او هیڅ ژوندی تا نه شي درک کولای په ښکاره او پټه په هرڅه کې هر چاته ځان ښکاره کوې».
خو د الله او رحمن نوم وګړو ته په صفاتو کې ځان ښکاره کوي، نو ځکه وایي: {قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى} – اسراء، آیت ۱۱۰ (دوی ته ووایه چې الله، الله بولئ او که رحمن یې بولئ په هر نوم یې چې بولئ ویې بولئ، دی ډېر ښکلي نومونه لري). دده رحیم نوم داسې دی چې الله وګړو ته په خپلو کړنو او قدرتونو ځان ور ښکاره کوي نو ځکه یې ویلي دي: {ربنا وسعت کل شیء رحمة وعلمآ} - غافر ، آیت۷. ای ربه پروردګاره ستا رحمت او علم له هرڅه څخه پراخ او ستر دی.

نهم څپرکی
په دې باره کې دی چې په فاتحه سورت کې د الله پنځه نومونه راغلي دي
ددې سبب دا دی چې خلق پنځه حالات لري:
    •    لومړی حال یې دا دی چې دی خلق دی
    •    دوهم حال یې دا دی چې د دنیا په ښېګڼو کې تربیې او روزنې ته اړ دی.
    •    درېیم حال یې دا دی چې تربیه د مبداء تعریف دی.
    •    څلورم حال دا دی چې دارالمعاد په تعریف کې ده.
    •    پنځم حال دا دی چې ارواح له عالم الاجسادو څخه دارالمعاد ته ځي.
نو د الله نوم چې {الله} دی دا د خلق (پیدایښت) د ایجاد، تکوین او ابداع سرچینه ده. د ده {رب} نوم د فضل او احسان په توګه د ده پر تربیه کولو دلالت کوي او د ده {رحمن} نوم وګړو ته د دوی مبداء ښیي چې دوی څرنګه او د څه له پاره پیدا شوي دي. د ده {رحیم} نوم د معاد په باره کې دی چې په معاد کې له بنده سره څه کېږي چې هغه ځای ته ځان چمتو کړي او هغه څه وکړي چې هلته په کارېږي. د ده {ملک، مالک} نوم دا ښیي چې دی څرنګه له دارالفناء څخه دار البقاء ته ځي.
اوس بنده الله ته خطاب کوي وایي: {ایاک نعبد} «زه خاص ستا عبادت کوم او بل څوک د عبادت وړ نه بولم». الله دې بنده ته وایي چې ته یوازي زما عبادت کوې نو کله چې له دارالفناء څخه دارالبقاء ته لاړې نو به هم هلته ما په خپلو سترګو وګورې او مخامخ به در سره خبرې کوم.
بیا الله بنده ته وایي چې ووایه {ایاک نعبد وایاک نستعین} نو کله چې بنده وایي «زه خاص ستا عبادت کوم ځکه یوازي همدا ته زما خالق یې» او {وایاک نستعین} «خاص له تا څخه مرسته غواړم»، خکه چې همدا ته رب او رازق یې. زه ستا عبادت کوم ځک چې ته رحمن یې. زه له تا څخه مرسته غواړم ځکه چې ته رحیم یې. زه خاص ستا عبادت کوم ځکه چې ته زما واکمن یې او زه له هم تا څخه مرسته غواړم ځک چې ته زما مالک یې.
د الله دا قول {مالک یوم الدین} په دې دلالت کوي چې بنده له دارالدنیا څخه دارالاخرة ته او له دارالشرور څخه دارالسرور ته تلونکی دی. نو وایي چې په هغه ځای کې توښې ته اړتیا ده او په ورځ باید هر څوک له ځان سره له دې ځای څخه څوری او توښه یوسي، چې دا څوری همدلته همدا عبادت دی.
نو ځکه بنده الله ته وایي چې زه خاص ستا عبادت کوم بیا ورته وایي کومه ګټه چې ستا په عبادت سره ماکړي ده، هغه ډېره لږه ده او کفایت نه کوي نو ته را سره مرسته وکړه او ورته وایي: {و ایاک نسعتین} له تا څخه مرسته غواړم چې هلته مې په کار شي.
نو بیا یې چې کله د معاد له پاره څوری او توښه تیاره کړه نو وایي چې ای الله دا سفر اوږد او ستونزمن دی او لارې ډېرې. ماته په دې لارو کې اسانه او سمه لاره وښیه چې زه پر هوسا توګه مطلب ته ورسېږم نو الله ته وایي {اهدناالصراط المستقیم} بیا مسافر یو ملګري ته اړتیا لري چې لاره ور وښیي نو وایي: {صراط الذین انعمت علیهم} د هغو لاره را وښیه چې تا ور سره ښه کړي دي چې زه ور سره ملګری شم او مطلب ته ورسېږم او د هغو په لاره لاړ نه شم چې له هغوی څخه په خپله لاره ورکه ده نو ته ما د هغوی لارې څخه سمې لارې ته برابر کړه نو وایي: { غیرالمغضوب علیم ولاالضالین}.
دا بنده ځکه له الله څخه لاره سمه او ښه غواړي ځکه چې له ده – بنده - څخه په حجب او پټه کې دی دا حجب دوه رازه دی، یو ناری حجب دی هغه دا دنیا ده او بل نوري حجب دی چې دا عالم الارواح دی او ای الله له دې دواړو څخه مې وژغوره او له حجب ناری او نوري دواړو څخه مې وساته او په پاکه رڼا لاره مې دروبوله.
لسم څپرکی
په دې فاتحه سورت کې دوه کلمې دي چې الله ته یې اضافت شوی دی او دوه نوري کلمې دي چې غیر الله ته یې اضافت شوی دی، خو هغه دواړه کلمې چې الله ته یې اضافت شوی دی هغه دواړه دا دي:
بسم الله او الحمدلله، نو د الله دا قول چې وایي {بسم الله} دا د کار د پیل کېدلو په مهال ویل کېږي او دا قول {الحمدلله} د چارو د پای ته رسېدو په مهال ویل کېږي، نو بسم الله ذکر دی او الحمدلله شکر دی.
کله چې بنده ووایي: بسم الله، نو د رحمت مستحق شي او چې ووایي الحمدلله نو د یو بل رحمت مستحق شي، نو په بسم الله باندي د رحمن د اسم، د رحمت مستحق شي او په الحمدلله د رحیم د اسم د رحمت مستحق شي.
له همدې کبله ویل شوي دي {یا رحمن الدنیا ورحیم الاخرة}، او د الله رب العالمین الرحمن الرحیم، مالک یوم الدین، نو ربوبیت د بندګانو د حال د پیل له پاره دی، ځکه چې الله ویلي دي: {الست بربکم قالوا بلی} (ایا زه ستاسو پروردګار نه یم؟ بنده ګانو ورته وویل: هو زموږ پروردګار یې) - اعراف ، آیت۱۷۲.
د رحمت صفت د بندګانو د منځني حال له پاره دی او د ملک او مالک صفت د حالاتو د وروستي حال له پاره دی، لکه چې وایي: {لمن الملک الیوم الله الواحد القهار} – غافر، آیت ۱۶ (نن واک د واکمنۍ د چا په لاس کې دی، جواب یې دا دی چې د قهار واحد الله په لاس کې دی) او بل هیڅوک هیڅ قسم واک او واکمني نه لري.

{والله اعلم بالصورب وهوالهادی الی الرشاد}
{تم تفسیر سورة الفاتحه بحمدالله وعونه}