د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

النصر لدین الله او خلاطیه

الحاج مولوي زین الله منلی 10.08.2015 13:06

ابوالعباس احمد ناصر چې په النصر لدین الله هم یادېږي له ۱۱۸۰ ع څخه تر ۱۲۲۵ ع پورې په بغداد کې د عباسي کورنۍ څلوردېرشم خلیفه و.
ويل شوي چې په ټولوعباسي خلفاؤ کې الناصر لدين الله ښه خليفه و او له نورو ټولو عباسي خلفا وو څخه یې ډېره موده يعنې څلور دېرش کاله خلافت کړی دی . الناصر د چنګيز اوجلال الدين خوارزم شاه همعصری و. د ده په اړه د خط سوم مؤلف ډاکټرناصرالدين صاحب الزماني په خپل کتاب خط سوم کې ويلي دي چې الناصر په عباسي خلفا ووکې سياست پوه او يونمونه خليفه و چې د حديثو يوکتاب يې هم تاليف کړی و او اجازه يي کړې وه چې له ده څخه وګړي حديث نقل کړي.
وليدل شي چې الناصر څرنګه سړي تير شوي دی.
وايي چې الناصر ډيرې ودانۍ کړې دي، ډيرجوماتونه او کاروان سرايونه يې ودان کړي وو ، پر دجله سيند باندي يې نوی پلِ جوړکړی و او داسي نورې ډيرې ښې چارې يي کړې دي. دده په باره کې مؤرخ خواندمير وايي: الناصر په ودانيو او ميلمستياوو ډيره شتمني لګوله، خو د شتمنيو راټولولو او د شتمنو د شتو مصادره کول او ورڅخه په زور اخيستل د ده په زړه پورې چاره وه. د ده د خلافت په مهال به که کوم سوداګرمړشو، دده شتمني به ټوله ده اخيستله او د دې مړشوي سوداګر وارثانو ته به يې يوه پيسه هم نه ورکوله.
مؤرخ ابن طقطقي (۷۰۹- ۶۶۰ه) په «تاريخ فخري» کې وايي: الناصر يو ډنډ له زرو څخه ډک کړی و. يوه ورځ يې دې ډنډ ته کتل چې لا ښه ډک نه دی او ډکول غواړي. نو له ځان سره يې وويل چې آيا د دې ډنډ تر ډکیدو پورې به زه ژوندي يم؟ خو دی د دې ډنډ له ډکېدلو څخه د مخه ومړ. الناصر يو لوی د جاسوسۍ سازمان جوړکړی و چې د وګړو د وژلو له پاره يې د الموت دواکمنۍ فدایيان په کې په مزدورۍ نيولي وو او د وګړو پر زړونو يې ډار کښېنولي و.
هندوشاه نخجواني (۷۲۰- ۶۴۴ه) د دې سازمان په اړه ليکلي دي:
ده د خپل خلافت په مهال داسې چارې کړې دي چې نورو خلفاوو نه دي کړې. يو دا چې د ده جاسوسان به هرځاي ګرزيدل او د نورو حکامو او واکمنو حالات به يې ده ته راوړل. په ښکاره د الناصر د جاسوسۍ سازمان د وګړو د سمون له پاره و، خو مؤرخان مونږ د دې سازمان له ناوړو او وحشي چارو څخه خبروي.
د «تاريخ فخري» ليکوال په دې اړه ليکي:
« ټول لوي او واړه وګړي له ده څخه ډارېدل او داسې يې ګڼله چې الناصر په کور کې هم د دوي له حال څخه خبردی.»
الناصر ولې دا سازمان جوړکړی و؟ په دې اړه خواندمير مؤرخ داسې ليکي:
«الناصر د الموت له واکمن جلال الدين حسن څخه څو کسه اسماعيلي فدائيا ن بغداد ته وغوښتل او له ځان سره يې ساتل. چې له هر چا څخه به خوابدی شو هغه به يې د دې فدایيانوپه لاس له منځه وړل.»
د ده دعصر په باره کې شمس تبريز داسي وايې: «پر زړونو مهر او ټاپه لګيدلې، پرژبو مهر او ټاپه لګيدلې، او پر غوږو مهر او ټاپه لګيدلې ده.»
دې سازمان دا دنده هم درلوده چې د وګړو له مخ پټو نجونو او ښځو څخه هم الناصر خبر کړي او چې الناصر به وغوښتل له مړوخو ښځو څخه یې هم جنسي استفاده کوله ، هغه به يې له میړونو څخه اخيستلې او په خپل حرم سراي کې به يې ورننه ايستلې. نخجواني هندوشاه د سلجوقي سلطان ارسلان  سليمان د زوي د لور «خلاطيه» په باره کې داسې ليکي:
«خلاطيه، چې ډيره ښکلي وه، د حج په نيت بغداد ته راغله. الناصر ورڅخه خبر شو چې خلاطيه د حج په نيت بغداد ته راغلي ده ،نو يو څوک ېې ورواستاوه چې له ده سره واده وکړي. هغې ورته په ځواب کې وويل: چې زه پلار چاته ور واده کړې يم.تاسو اميرالمومنين صبر وکړﺉ چې زه له حج څخه بيرته راستنه شم او پلار ته ووايم چې ما له هغه ميړه څخه خلاصه او طلاقه کړي او تا ته مې در واده کړي.
هندو شاه وايي:
«کله چې خلاطيه د حج په نيت بغداد ته ورسيدله او خليفه يې له ښکلا څخه خبرشو نو يو ميلمستون يې د دې له پاره وټاکه او خلاطيه يې هغه ميلمستون کې استوګنه کړه. د شپې له خوا په نا اشنا او بدله جامه کې د خلاطيه ميلمستون ته داسې پټ ورغي چې هيڅوک پرې پوه نه شول. خليفه ګوري چې خلاطيه په لمانځه ولاړه ده. ځنډ شوچې هغه له لمانځه وزګاره شوه، ګوري چې خليفه ورپسې راغلي دی. سلام ېې ورته وکړ اوورته يې وويل:
اي اميرالمؤمنينه! ولي په دې توره شپه کې دلته داسې پټ راغلی يې؟ الناصر چې پوه شو چې زه خو خلاطيې وپيژندلم نو ورته يې وويل: ته څه پوه شوې چې زه اميرالمومنين يم؟ خلاطيه ورته په ځواب کې وايې: په دې توره شپه داسې پټ پرته له خليفه څخه بل ‎څوک داسي کار نه شي کولای او دا راز سپين سترګي د چا دلاسه نشي کیدلاي. خليفه خلاطيې ته وايي: زه د امام شافعي په مذهب يم او امام شافعي رح ويلي چې واده کوې نو له واده څخه د مخه خپله راتلونکې ميرمن وګوره! نوځکه زه راغلم چې تا وګورم چې خوښيږي مې او که نه؟ خلاطيه ورته وايې چې اوس خو دې وليدلم،خوښه دې شوم او که نه! الناصر ورته وايي: هوخوښه مې شوې. خلاطيه ورته وايي: کله چې ته شافعي مذهبه يې نو د شافعي په مذهب کې نجلۍ د ولي په واسطه واده کولای شي او په خپله خو ښه په خپل سرواده نه شي کولای. نو زه پرته د خپل پلار له خوښې له تاسره واده نه شم کولای او چې له حج څخه را ستنه شوم ته به مې له پلار څخه وغواړې هغه به مې له هغه بل ميړه څخه طلاقه کړي او تا ته به مې درواده کړي.
الناصر د خلاطيه خبره مني او اجازه ورکوي چې حج ته لاړه شي خو ټولې لارې سنجوي چې خلاطيه ورڅخه له لاسه ونه وځي .چې هندو شاه پدي اړه ليکې:
الناصر د عراق دلښکرو پهلوان مجيرالدين تا شتکین ته دنده ورکوي چې د حج د امير په توګه حج ته لاړشي او پرې نه ږدې چې خلاطيه د شام له لارې خپل کورته ستنه شي او که د شام په لاره تله نو په زور يې بغداد ته راولي. خلاطيه چې د شام له لارې کورته روانه شوه. نو پهلوان مجيرالدين تا شتکین ور دمخه شو او نه يي پريښودله چې خلاطيه د شام له لارې لاړه شي. او ورته يي وويل چې زه دي نه پريږدم چې د شام له لارې لاړه شي. زه ما موريم او «المامور معذور»! زه معذور يم نه دې پريږدم چې په دې لاره لاړه شي.
خلاطيه د جنګ کالي اغوندي اوله پهلوان مجيرالدين سره نښلي. مجير الدين څملوي او پرسينه ورباندي کښيني: خو بيا يي خو شي کوي او ورته وايي: ځه بغداد ته روان شه: په پاي کې په زور خلاطيه طلاقول کېږي او د خليفه الناصر ميرمن کېږي. خو ډيرژرمري.
الناصر په خلاطيه پسي ډيرخوابدی کېږي. او د دې په ځاي چې په کوم ځاي کې يي په در ناوي خاورو ته وسپاري او ښخه يي کړي ددې نعش موميايي کوي اوله ځان سره يي ساتي. او دومره ورپسي ژړا کوي چې مثال یې نه دی ليدل شوی. شل ورځي يي موميايي شوی نعش له ځان سره وساته او بيا يي د لويانو په سپارښت ښخه کړه.