د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سده

الحاج مولوي زین الله منلی 14.07.2014 13:08

امام فخرالدین رازي رحمةالله علیه وایي چې په قرآن کریم کې، په کهف سورت کې، د کوم ستر واکمن نوم «ذوالقرنین» یاد شوی دی هماغه مقدوني واکمن لوی سکندر دی چې د هغه مهال ټوله ودانه سیمه یې، له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې او د شمال له ودانو سیمو څخه د سهېل تر ودانو سیمو سیمو پورې، په واکمنۍ کې وه.
د یاجوج او ماجوج په نوم ترکانو، چې په شمال کې استوګن ول، د جنوب د سیمو وګړو ته ډېر زیانونه او تاوانونه رسول نو سکندر د دوی په منځ کې د دوو غرونو تر منځ دره بنده کړه چې دې بند ته د سکندر بند یا د سکندر سد وایي (سد یوه عربي کلمه ده).
په بلخ او بخدي کې لومړي اوسېدونکي اریایان ول. د دوی تاریخ له «پېشدادیانو» واکمنو څخه پیل کېږي چې لومړی واکمن یې «کیومرث» و. وایي چې زردشتیان کیومرث لومړی «آدم» بولي چې د ده پر مهال ږګړو په غرونو او غارونو کې ژوند کاوه او د ژویو پوستکي یې د اغوستن په توګه کارول.
کیومرث له دېوانو سره وجنګېد. په دې جنګ کې دده زوی «سیامک» ووژل شو. د سیامک ځای بیا د هغه زوی «هوشنګ» ونیوه او د خپل نیکه، کیومرث، یو پیاوړی مرستیال شو.
له کیومرث وروسته هوشنګ پاچا شو چې دویم پېشدادي واکمن دی. ده اور کشف کړ او د اور د کشف په ویاړ یې د «سده» اختر جوړ کړ:
وایي چې یوه ورځ هوشنګ له خپلو مشرانو سره د یو غره لور ته روان شو او چې غره ته ورسېدل نو یوه ډېره لویه اژدها (مار) یې ولیده چې له خولې یې لوګي خټل او د دوی پر لور راروانه وه. هوشنګ یو کاڼی راواخیست او پر دغه مار یې ګوزار وکړ. مار خو لاړ، خو د هوشنګ ګوزارشوی کاڼی په یوه لویه ډبره و لګېد. د دواړو ګټو د لګېدو په اغیز د اور څرک ولګېد. هوشنګ پوه شو چې که دوه کاڼي سره و جنګول شي اور ترې پیدا کېږي. دا کیسه حکیم ابوالقاسم فردوسي داسې بیانوي:
    کی روز شاه جهان سوی کوه    گذر کرد با چند کس همگروه
    پدید آمد از دور چیزی دراز    سیه رنگ و تیره‌تن و تیزتاز
    دوچشم از بر سر چو دو چشمه خون    ز دود دهانش جهان تیره‌گون
    نگه کرد هوشنگ باهوش و سنگ    گرفتش یکی سنگ و شد تیزچنگ
    به زور کیانی رهانید دست    جهانسوز مار از جهانجوی جست
    برآمد به سنگ گران سنگ خرد    همان و همین سنگ بشکست گرد
    فروغی پدید آمد از هر دو سنگ    دل سنگ گشت از فروغ آذرنگ
    نشد مار کشته ولیکن ز راز    ازین طبع سنگ آتش آمد فراز
    جهانادر پیش جهان آفرین    نیایش همی کرد و خواند آفرین
    که اورا فروغې چنین هدیه داد    همین آتش آنگه قبله نهاد
    بگفتا فروغیست ایزدی    پرستید باید اگر بخردی
    شب آمد بر افروخت آتش چو کوه    همان شاه در گرد او با گروه
    یکی جشن کرد آن شب و باده خورد    سده نام آن جشن فرخنده کرد
    ز هوشنگ ماند این سده یادگار    بسی باد چون او دگر شهریار
    کز آباد کردن جهان شاد کرد    جهانی به نیکی ازو یاد کرد
هوشنګ دا اور د ستر نور یعنې الله یو ستر نعمت او نور و ګاڼه (په قرآن کریم وایي چې «اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ» : الله د اسمانونو او ځمکې نور دی؛ النور، ۳۵ آیت). هوشنګ د اور د کشف په ویاړ لوی اختر او جشن جوړ کړ. دې اختر ته «سده اختر» وایي.
دا څرګنده نه ده چې د سده لغوي مانا به څه وي ځکه چې د هغه مهال د پېشدادیانو ژبه هم مالومه نه ده.
پوهاند مرحوم حبیبي په خپل لنډ تاریخ کې لیکلي چې اوستایي، پښتو او سانسکرېټ درېواړه خویندې دي. اوستا د هغه مهال د الله د استازي زردشت کتاب دی او په اوستایي ژبه لیکل شوی و خو بیا هم دا ښکاره نه ده چې اوستایي ژبه تر اوستا د مخه وه او که له اوستا سره یوځای پیدا شوې ده. که د، مرحوم پوهاند له وینا سره سم، دا ومنل شي چې دا درې واړه ژبې سره خویندې دي نو بیا هم جوته نه ده چې په دې دریو خوینو کې کومه خور مشره ده او څومره مشره ده.
زردشت د «لهراسپ» د زوی «ګشتاسپ» پر مهال استازی و، چې د ګشتاسپ سلاکار «جاماسپ» د زردشت زوم و. ګشتاسپ به خپلې ټولې چارې د جاماسپ په سلا کولې.  ګشتاسپ د «کیانیانو» پینځم واکمن دی چې زوی یې «اسپندیار» نومېده. د زردشت دین د همدغو دوو، پلار او زوی، او د ګشتاسپ د سلاکار په واسطه خپور شوی دی. د دې تفصیلاتو پر بنسټ دا ویل کېدای شي چې د ګشتاسپ تر مهاله د هوشنګ مهال ډېر وړاندې دی ځکه چې د دوی ترمنځ دیارلس واکمنان تېر شوي دي (پېشدادي واکمنان تهمورث د هوشنګ زوی، جمشید، ضحاک، فریدون، منوجهر، نوذر، «زاب» یا «زو»، تهماسپ، ګرشاسپ او ورپسې کیانی واکمنان کیقباد، کیکاووس، کیخسرو، لهراسپ او ګشتاسپ).
دا ښکاره نه ده چې د هوشنګ، د اور د کاشف، او د ګشتاسپ تر منځ به څومره مهال تېر شوی وي او د هوشنګ د مهال ژبه څه وه، خو «سده» د هوشنګ د مهال او د ده د واکمنۍ پر مهال کارول شوی ویی دی چې د اختر او جشن مانا ورکوي خو چې د هغه پر مهال «سده» دقیقاْ څه مانا درلوده جوته نه ده.
ځینو پوهانو د سده په اړه ویلي دي چې پر هغه مهال یانې د هوشنګ د واکمنۍ پر مهال ژمی د عقرب په لومړۍ ورځ پیل کېده او د دلوې پر لسمه به پای ته رسېده چې دا ټوله موده سل ورځې کېږي او دا اختر چې د ژمي په پای کې لمانځل کېده نو ځکه ورته سده ویل کېږي. سده له دري «سد» (پښتو سل) څخه اخیستل شوی بولي خو دا جوته ده چې د هغه وخت ژبه دري نه وه او څرګنده نه ده چې کومه ژبه به وه. دې راز قیاس ته منطقیان «قیاس مع الفارق» او غلط قیاس وایي. نو ویلای شو چې «سده» چې د هغه مهال په ژبه کې هر څه مانا درلوده، درلوده به یې، خو ښکاره د اور د کشف د اختر د ورځې نوم دی.
دا اختر داسې لمانځل کېده چې یو ستر اور به یې بل کړ ، وګړي به ور څخه  د خوښۍ او خوشالۍ له پاره چاپېره تاوېدل او خپلې سندرې به یې ویلې چې دا دود اوس هم په پښتنو کې شته چې د اتڼ په نوم نڅا ده. پښتانه په ودونو، سنتیو او اخترونو کې اتڼونه کوي، همدومره توپیر شته چې هغوی (پیشدادیان) له اور څخه تاوېدل او دا پښتانه اتڼچیان له کوم څیز څخه نه تاوېږي، په مینځ کې ډولونه وهل کېږي او د ډولونو په قومانده اتڼیان خپل حرکات بدلوي، رابدلوي او اتڼ تود ساتي.
پېشدادي واکمن هوشنګ بیا د اور په واسطه اوسپنه له ډبرو را وایستله چې بیا له اوسپنې بې شمېره ګټې اخیستنې پیل شوې. د همدې اوسپنې اغیز دی چې اوسني وګړي او پوهان په ځمکه، هوا، سمندر او اسمان کې راز راز کشفیات او را لوڅونې کوي. د هوشنګ کشف لا اوس هم ترقي کوي، ګوره چې نور به لا څه کېږي.
کله چې فریدون خپله واکمني پر خپلو دریو زامنو ووېشله، ایران یې ایرج ته ورکړ، توران یې تورج ته ورکړ او روم او شام یې سلم ته ورکړل. توران د ماوراءالنهر سیمو ته وایي چې د آمو سین ختیځ لور ته پرتې دي.روم او شام خو اوس هم مالوم دی چي تر دې ورستیو وختونو پورې اوسنۍ ترکیې ته روم ویل کېده او د فلسطین شاوخوا سیمې او سوریه اوس هم په شام یادېږي. په دې اساس ایران هغې سیمې ته ویل کېږي چې له اوسنۍ ترکیې او د فارس د خلیج نه نیولې تر پامیره او له آمو سین څخه نیولې تر هندوستانه ټوله ځمکه (اوسنی عراق، ایران، افغانستان، پاکستان، قنوج چې د هند یوه برخه ده) په کې شامله ده لوی تاریخي افغانستان د دې سیمې زړه او تر ټولو پراخه برخه جوړوي.
فریدون توران تورج ته ورکړ، شام او روم یې سلم ته ورکړل، ایران د ایرج په برخه شو. تورج او سلم د پلار پر وېش راضي نه ول ځکه چې د ایرج برخه یې غوره ګڼله او داسې یې انګېرله چې ایرج پر پلار ګران دی نو ځکه یې ښې سیمې هم هغه ته ورکړې او په خپله یې هم له ځان سره په اصلي پلازمېنه کې وساته. دواړو وروڼو له ایرج سره دښمني راواخیسته چې په پای کې یې ایرج و وژل شو. ایران بېرته د فریدون تر مستقیمې ولکې لاندې راغی.
د ایرج اولاد نه و، یوازې یوه وینځه یې چې «ماه آفرید» نومېده له ده څخه حامله وه. ماه آفرید یوه لور وزېږوله چې فریدون په ډېره ښه توګه وروزله. کله چې د ایرج لور پېغله شوه نو فریدون خپل یو پهلوان ته چې پوشنګ نومېده ورواده کړه. د پوشنګ یو زوی وزېږېد چې منوجهر نوم یې پرې کښېښود. منوچهر ستر سړی شو او فریدون ورته د ایران واکمني وروسپارله. منوچهر د لوی ایران واکمن شو چې له شام، روم او توران پرته ټوله ایاده سیمه په کې راتله.
منوچهر د خپل نیکه کسات او ټس د هغه له وروڼو واخیست، تورج او سلم یې دواړه ووژل.
هغه واکمن چې موږ یې اوس د مقدوني سکندر، یا ستر سکندر په نامه پېژنو چې په پېغمبرۍ کې یې کڼه ده، او د یاجوج او ماجوج پر وړاندې یې بند (سد) جوړ کړی، د ایراني روایاتو له مخې د کیاني پاچاهانو په سلسله کې د فریدون لمسی دی: بهمن له خپلې لور هما سره واده وکړ او داراب ترې وزېږېد. داراب د رومي فیلیپوس له لور «ناهید» سره واده وکړ چې سکندر ترې وزېږېد. وروسته سکندر د خپل مورني نیکه تر سیوري لاندې ستر شو، د خپل ناسکه ورور دارا سره یې جګړه وکړه، دنیکه پلازمېنه د «ستخر» ښکلی ښار یې ړنگ کړ او له لویدیځه تر ختیځه ټوله اباده ځمکه یې لاندې کړه.  د سکندر ذوالقرنین «سد» (جې عربي کلمه ته) او هغه «سده» (چې اریاني ویی دی) سره په هېڅ ډول لغوي او تاریخي تړاو نه لري.