د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قیسي پښتانه،‌ طالوت – د قیسي پښتنو نېکه

الحاج مولوي زین الله منلی 05.11.2014 11:18

بسم الله الرحمن الرحیم

د قران کریم په اسراء سورت کې راغلي دي، چې بني اسراييل به د موسی علیه السام له کتاب تورات څخه دوه ځله سرغړونه او فساد کوي او الله تعالی به دوی ته یوځل د بابل د پاچا بخت نصر اودویم ځل به د ایران د آخشورش پاچا د وزیر هامان په لاس د دغو سرغړونو جزا او سزا ورکوي.
بیا د استر او مردخای په برکت د هامان له کړاو څخه وژغورل شول اوهامان په خپله هلاک شو.
د بقره د سورت په ۲۴۶ - ۲۵۲ ایتونوکې راغلي دي، چې بني اسراییل د خپلو ګاونډیو عملاقانوله لاسه ډېر په کړاو اوځور کې ول.
عملاقانو ډېر پیاوړی او قوي مشردرلود، چې جالوت نومېده. د جالوت په مشرۍ به عملاقانو بني اسراییل وهل ټکول اولوټ کول. خود عملاقانوپه وړاندي د بني اسراییلو له لاسه هیڅ نه کېدل اوهمېشه به عملاقانو لوټول.
بني اسراییل پوه شول چې عملاقان ځکه پرموږ برلاسي دي، چې د جالوت غوندې یو ښه مشر لري او که موږ هم کوم ښه مشر ولرو نو کېدای شي، چې عملاقان وځپو اوله شر څخه یې ځانونه وژغورو.
بني اسراییلو د خپل مهال بني شموئیل علیه السلام ته وویل: چې موږ ته هم یوپاچا او مشر وټاکه  چې د دغه مشر په مرسته د عملاقانو له شرارت اولوټ چپاول څخه ځانونه وژغورو. عملاقان پاچا لري، موږ یې نه لرو نو موږ ته هم پاچا وټاکه.
شمویئل علیه السلام بني اسراییلو ته یوپیاوړی قوي مټی ښکلی سړی چې طالوت نومېده، مشروټاکه، طالوت په عملې اوجسمې لحاظ ډېرمناسب اوغښتلی سړی ؤ، خو په مادي لحاظ ډېر نشتمن ؤ.
بني اسراییل د ده په مشرۍ خوښ نه ول، بني اسراییلو شموئیل علیه السلام ته وویل: چې د دغه خوارپکړ مشري نه شو منلای، په موږ کې ډېرښه پیاوړي اوشتمن وګړي شته ، موږ ته یو بل مشر او پاچا وټاکه! موږ د دې بې وزله، خوارکي پاچایي نه منو.
شموئیل علیه السلام ورته وویل: چې دا پاچا پرتاسو باندي مانه دی ټاکلی، دا واکمن پرتاسو باندي هغه لوی واکمن ټاکلی دی چې د ټول جهان واکن دی نو تاسې مجبور یاست چې د ده پاچایي و منئ.
د بني اسراییلو اوشموئیل اوطالوت پوره حکایت د قران کریم د بقره سورت په ۲۴۶ - ۲۵۲ ایتونوکې راغلی دی.
روت
یوسړی چې الیملک نومېده له خپلې مېرمنې نعومې او د دوو زامنو سره د وچکالۍ له امله له بیت اللحم څخه مواب ته ولاړ. په موآب کې یې خپلو زامنو محلون اوکیلیون ته ودونه وکړل، چې د ده د یوې نږور نوم عرفه اود بلې روت ؤ.
په مواب کې الیملک لس کاله تېرکړل. الیملک اوزامن یې په موآب کې مړه شول اوله دوی څخه درې بې وزله کونډې پاتې شوې، نعومې وغوښتل چې خپلې سیمې بیت اللحم ته ولاړه شي، نوخپلو نږیندو - عرفې اوروت - ته یې وویل: چې خپلو میندو کره ولاړي شئ، ودونه وکړئ اوخپل کورونه ودان کړئ.
عرفه د مورکره ولاړه او روت له خپلې خواښي نعومې سره بیت اللحم ته ولاړه. روت د خواښي په سلا په بیت اللحم کې له یو ځمکوال سره چې بوعز نومېده واده وکړ.
بوعز او روت د عوبید په نوم یو زوی وزېږاوه، بیاچې عوبید زلمی شو، واده یې وکړ اود یسا په نوم زوی یې وشو، چې همدغه یسا د داؤد علیه السلام پلار دی.
طالوت د بني اسرائیلو مشر د بني اسرائیلو د لښکر په مشرتابه له عملاقانو سره جګړې وکړې، خوبریالی نه شو او لږ اسراییلي لښکریان ورسره پاته شول، شموئیل علیه السلام ورته وویل چې د یسا زامن درسره ملګري کړه، چې په جنګ کې پرعملاقانو بری ومومې. طالوت پاچا یسا ته وویل: چې زامن دي راکړه، چې له جالوتیانو سره جګړه وکړم اوبریالی شم.
یسا خپل لویان زامن طالوت ته ورکړل خوبیاهم طالوت پرجالوت او د جالوت پر لښکرو بری ونه موند. طالوت شموئیل علیه السلام ته وویل: چې یسا خپل زامن راکړل اود هغوی په ملګرتیا مې له جالوت اوجالوتیانو سره جګړه وکړه خو بیا هم بریالی نه شوم.
شموئیل طالوت ته وویل: چې د یسا هغه زوی چې د جالوت مرګ اوستا بریالیتوب ورسره تړلی دی، هغه داؤد نومېږي. طالوت له یسا څخه وغوښت، یسا ورته وویل: لویان زامن خومې درکړل ، داؤد خو ووړ دی، د جګړې نه دی، پرهغه به څه وکړې؟
طالوت یساته وویل: چې زما ستا همدغه زوی په کار دی چې داؤد نومېږي.
د یسا زوی داؤد له طالوت سره جنګ ته ولاړ، داؤد یو ګاټی په مچنوغزه کې کېښود اوچې ګوزار یې وکړ، جالوت پرټنډه ولګېده ، مړ شو. بني اسراییلو ډېر عملاقان او جالوتیان ووژل اوخپل هیواد یې وژغوره.
طالوت له داؤد څخه خوښ شو، خپله لوریې ورکړه اوپه پاچایۍ کې یې له ځان سره شریک کړ. تر څه مهاله وروسته طالوت پاچا یې داؤد ته ورپرېښودله اوپه خپله یې له پاتو جالوتیانو سره جګړې ته دوام ورکړ.
طالوت خپلې دوه مېرمنې چې دواړه حاملې وې داؤد ته وسپارلې او ورته یې وویل: چې زما پرمېرمنو اوبچیانو ښه پام کوه اوښه یې وروزه. د عملاقانو جنګ پای ته ورسېد طالوت بریالی شو خو په همدغو جګړو کې په خپله هم مړشو.
داؤد علیه السلام، د طالوت مېرمنې ښې وساتلې او د دواړو مېرمنو زامن وشول چې داؤد علیه السلام پر یوه (برخیا) نوم کېښود اوپر بل یې (ارمیا) نوم کېښود. برخیا او ارمیا چې لوی شول نو پوه او د کار سړي ترې وختل، داؤد علیه السلام برخیا خپل وزیر او ارمیا یې د لښکرو اوپوځیانو مشر وټاکه.
برخیا او ارمیا دواړه په خپلو چارو کې بریالي ول. کله چې داؤد علیه السلام وفات شو اود ده پرځای سلېمان علیه السلام پاچا شو، نو سلېمان علیه السلام د برخیا زوی اصف خپل وزیر وټاکه اود ارمیا زوی افغنه یې د خپلو پوځیانو مشروټاکه، دا دواړه د تره زامن هم په خپلو چارو کې بریالي ول اوسلېمان علیه السلام ور څخه پوره خوښ ؤ.
قیسي پښتانه افغان بلل کېږي. داځګه چې قیسي پښتانه د همدغه افغنه لمسي دي اوپاتي پښتانه د قیسي پښتنو د خپلوۍ له امله افغانان بلل کېږي.
د قیس عبدالرشید د نسب سلسله اولړۍ په دې ډول افغنه ، طالوت او آدم علیه السلام ته رسېږي:
قیس عبدالرشید د عیص زوی، عیص د سلون زوی، سلول د عتبه زوی، عتبه د نعیم زوی، نعیم د مره زوی، مره د جندر زوی، جندر د سکندر زوی، سکندر د رمان زوی، رمان د عتین زوی، عتین د بهلول زوی، بهلول د سلم زوی، سلم د صلاح زوی، صلاح د قاروح زوی، قاروح د عثیم زوی، عثیم د فهلول زوی، فهلول د کرم زوی، کرم د عمیال زوی، عمیال د حذیفه زوی، حذیفه د منهال زوی، منهال د قیس زوی، قیس د علیم زوی، علیم د شموئیل زوی، شموئیل د هارون زوی، هارون د قمرود زوی، قمرود د ابی زوی، ابی د صلبب زوی صلبب د طلل زوی، طلل د لوی زوی، لوی د عامیل زوی، عامیل د تارج زوی، تارج د ارزند زوی، ارزند د مندول زوی، مندول د سلم زوی، سلم د افغنه زوی، افغنه د ارمیا زوی، ارمیا د طالوت زوی، طالوت د قیس زوی، قیس د عتبه زوی، عتبه د عیص زوی، عیص د روئیل زوی، روئیل د یهودا زوی، یهودا د یعقوب علیه السلام زوی، یعقوب (اسرائیل) د اسحق علیه السلام زوی، اسحاق علیه السلام د ابراهیم علیه السلام زوی، ابراهیم خلیل الله د تارح زوی، تارح د ناخور زوی، ناخور د سروغ زوی، سروغ د ساروغ زوی، ساروغ د هود علیه السلام زوی، هود علیه السلام د غابر زوی، غابر د شالخ زوی، شالخ د ارفخشد زوی، ارفخشد د سام زوی، سام د نوح علیه السلام زوی، نوح علیه السلام د لمک زوی، لمک د متوشلخ زوی، متوشلخ د ادریس علیه السلام زوی، ادریس علیه السلام د یزد زوی، یزد د مهلائیل زوی، مهلائیل د انوش زوی، انوش د شیث علیه السلام زوی اوبالاخره شیث علیه السلام د آدم علیه السلام زوی دی.
بني اسرائیل څرنګه د غور غرونوته راغلل؟
لکه چې د مخه وویل شول چې بني اسرائیل به د موسی علیه السلام له شریعت څخه به مخالفت اوبغاوت د الله په غضب ککړ شي، همداوه چې د بخت نصر په مهال - چې دی د بابل پاچا وه - بني اسرائیلو ته الله په قهرشو او د بابل پاچا بخت نصر یې ورباندي مسلط کړ.
بخت نصر ډېر بني اسرائیل ووژل، ډېر یې اسیران بابل ته بوتلل اوډېر وتښتېدل، د دغو تښتېدلو یوې برخې د غور غرونو ته پناه راوړه اوبله برخه یې د مکې شریفي په شاوخوا سیمو کې مېشت شول. د غور په غرونو کې د بني اسرائیلو تر راتللو د مخه هم پښتانه اوسېدل چې دې راتښتېدلیو بني اسرائیلو دې د غور اوسېدونکو پښتنو ته پناه راوړه . بني اسرائیل له پښتنو سره ګډ او یو شول او د غور په ځایي پښتنو کې پښتانه شول، سپېڅلې پښتو ژبه یې ژبه شوه او خپله اسراییلي ژبه ورڅخه پاتې شوه.
لکه څرنګه چې مرحوم پوهاند عبد الحی حبیبي په خپلو څېړنو کې ویلي دي، چې پښتو ژبه د سنسکرټ او اویستا ژبو خور ده او څومره لرغونتیا چې سنسکریټ او اویستا لري همدومره لرغونتیا پښتو ژبه هم لري، په دې درېواړو ژبو کې دومره توپیر شته چې د پښتو خویندي ژبي سنسکریټ او اویستان اوس مهال ویونکي نه لري یوازي په لرغونو اثاروکې موند کېږي خو پښتو په خپل لرغوني ټاټوبي کې فعاله اوژوندۍ ژبه ده، چې بله هیڅ سیمه ییزه ژه ورسره سیاله نه ده. داژبه ځکه د خپلو خویندو په څېر ورکه نه شوه، چې د دې ټاټوبی غرنی دی. له یو پلوه د دې ټاټوبي اوسېدونکي پښتانه خپلو سیموته بدسترګي او وږسترګي پردي نه پرېږدي اوله بله پلوه هغه پټې شتمنۍ چې په دې سیموکې خوندي دي داشتمنۍ د نوي علم یعني ساینس په زور راخپلول کېږي، چې له بده مرغه پښتانه له دې پلوه نیمګړي دي اوله پردیو سره هم دومره پوهه اوعلم نه ؤ چې هڅه یې کړې وای، چې د ځان په ګټه یې داشتمنۍ را لوڅې کړې وای اوخپلې کړې یې وای. که یې کله کومه هڅه هم کړې ده، خو له کاڼو کلکو پښتو له ککرو سره یې چې سرونه لګېدلي دي په خپل تصمیم پښېمانه شوي او نا کامه تښتېدلي دي. اوس چې د سیمې اوسېدونکي پښتانه لا دا وړتیا نه لري چې خپله شتمني خپله کړي، نوپردې چې اوس یې د علم وسله په لاس کې ده اوکولای شي چې  د دې وسلې په مرسته داشتمنۍ خپلي کړي لګیا دي په بېلو بېلو بهانو ځانونه رانژدې کوي، خولا پوره باوري نه دي، چې ګوندي څه به وکړای شي اوخوشي او بې ګټي به په دې ډغرو کې خپل سرونه مات کړي، نوځکه اوس نوي ځانونه ازمویي چې څه به وکړای شي اوکه نه؟
همدا پورته اسباب او علتونه دي چې پښتو ژبه لا تراوسه پورې سوچه او نګه پاتي شوې ده او پټه شتمني یې هم لا تر اوسه خوندي ده. پښتانه یې په خپله د بې علمۍ او بې وسۍ له امله نه شي را برسېره کولای او نور ورته نه پرېږدي.
پشتو ژبه دومره پاکه او نګه پاتي شوي ده، چې که چېرته یولیکوال وغواړي چې په سوچه پښتو ژبه کوم مضمون ولیکي نوپه لوړه سلنه دا کار کولای شی خو د پښتو په ګاونډیو ژبو کې دا صلاحیت کم دی. البته ځینو لیکوالو داهڅه کړي ده چې په نګه فارسي هم کوم مطلب ولیکي.
د مکې مکرمې مشرکانو پر ضد د غور د بني اسرايیلو پښتنو ته بلنه
سیف الله خالد بن ولید رضی الله عنه چې یو قریشي عرب دی او هغو بني اسرائیلو خپل مشر منلی ؤ چې له بخت نصر څخه راتښتېدلي وو اود مکې شریفي په شاوخوا کې استوګن شوي وو، د غور بني اسراییلو پښتنو ته بلنه ورکړه، چې د اسلام له پیغمر صلی الله علیه وسلم سره د مکې په فتح کې اوپه نورو فتوحاتو کې برخه واخلي. د غور پښتنو د قیس په مشرۍ یوه ډله مجاهدین ور واستول چې د مکې په فتحه کې یې ډېره برخه واخیستله چې د دوی په مرسته رسول الله خوښ شو اوقیس عبدالرشید یې بطان (پټان) وباله.
بطان د بېړۍ هغې تختې ته وایي چې پر اوبو باندي لګېږي اود بېړۍ ټول زور اوفشار په همدغه تخته باندي وي.
سیف الله خالد بن ولید له قیس عبدالرشید څخه دومره خوښ شو چې، خپله لور (ساره) یې قیس عبدالرشید ته ور واده کړه او کېدای شي چې د قیس عبدالرشید زامن سړبن، غورغښت اوبېټ نېکه به د همدې ساره زامن وي او دا قیسي پښتانه به د مور له خوا قریشي عرب اود عربو خوریونه وي.
د پوهنوال تورن جنرال محمد عمر روند میاخېل د لیکنوپه استناد د شنسبي پښتنو د نسب لړۍ کیومرث بابا ته رسېږي چې زردشتیان همدغه کیومرث بابا لومړی ادم بولي. دې بابا اوهمعصرانو یې د حیواناتو پوستکي اغوستل اود غرونو په غارونوکې یې استوګنه کوله. وایي چې د کیومرث لمسي، هوشنګ، له ډبرو څخه اور کشف کړی دی. هوشنګ د سیامک زوی، د پېشدادیانو دویم پاچا دی.
پیر زکوړی
محترم پوهنوال تورن جنرال محمد عمر روند میاخېل، د پیر زکوړي د نسب لړۍ داسې ښودلې ده:
زکوړی بن سین خېل بن میاخېل، بن نوحان، بن اسماعیل، بن شساڼی، بن ابراهیم لودي بن شاه حسین غوري، بن شاه معرالدین، بن معزالدین محمود بن جمال الدین، بن سلطان جلال الدین حسین، بن سلطان معزالدین، بن سلطان بهرام، بن شنسب، بن سلطان فریدون، بن بهمن، بن سلطان اقبال، بن طغرل بزرګ، بن جمشید، بن نګین، بن دراب، بن منهال، بن طور، بن سکندر، بن شاسپ، بن خسرو، بن منذر بن اسام بن کاووس، بن زهراب بی کودر،  فرامان، بن سلامان، بن جمشید ثاني، بن هرمز، بن قباد، بن بهرام ثالث، بن شاسپ، بن تورخ، بن فریبرز، بن اذروست، بن ارسلان، بن ضحاک ماران، بن اسین ، بن ادم، بن سام، بن ادم ثاني نوح علیه السلام، بن لمک، بن متوشلخ، بن ادریس علیه السلام، بن بردین مهلائیل، بن قینان، بن انوش، بن شیث علیه السلام، بن ادم علیه السلام.
ویل کېږي،چې ضحاک د جمشید خوریی و، نوکله چې ضحاک د جمشید خوریه شي د تهمورس به لمسی وي. چې تهمورس د هوشنګ زوی به د کیومرث بابا د لمسي، لمسی وي، نوبیاً پیر زکوړی د ضحاک ماران د مور له خوا د کیومرث په لمسیو کې راځي.
د پښتنو دا دومره لوی قوم او د دوی د استوګنې دا دومره لویه سیمه په دې دلالت کوي، چې دا قوم د همدغي سیمې زېږنده دي اوله کوم بل ځای څخه راغلي وګړي نه دي.
د امیر کروړ جهان پهلوان شعر چې په هغه زمانه کې ویل شوی دی،هم د ترکیب له پلوه هم د معنا له پلوه اود شعري نازکیو له پلوه پوخ شعر دی. د دې شعر پخوالی پردې دلالت کوي، چې پښتو په همدغه سیمه کې پیداشوې وده یې کړې او پخه شوې ده، هم دا ژبه د دې ځای لرغونی توکی اودا پښتون قوم د دې ځای لرغونی قوم دی او دا هم کېدای شي چې پښتو ژبه د سنسکرېت او اوېستا مشره خور وي.
 په پښتو اوهندي ژبوکې د متعدي ماضي فعل ورته والی د دې دلیل دی چې د سنسکریټ ژبي ویونکي په پښتو ویونکو تېر شوي اوهند ته تللي دي، ځکه چې هندي ژبه د سنسکریټ ژبي زېږنده ده اودا د متعدي ماضي شباهت به له پښتونخوا څخه سنسکریټ ژبي وړی وي او بیا به یې خپلې لور هندي ژبي ته په میراث کې ورکړی وي.
په پښتو کې په متعدي ماضي کې فعل د مفعول مطابق اووښتون کوي، که مفعول مفرد وي فعل ورسره مفرد راځي اوکه جمع وي فعل ورسره جمع راځي. که نارینه وي فعل نارینه راځي اوکه مفعول  ښځینه وي فعل ورسره ښځینه راوړل کېږي، لکه:
ما انار وخوړ، ما مڼه وخوړه یا وخوړله.
زه محمود ولیدلم، موږ محمود ولیدلو.
په هندي کې هم فعل د مفعول مطابق ګردانېږي او اوړي را اوړي.
قومونه
پښتانه قیسي قومونه اوقبیلې د محترم تورن جنران محمد عمر روند میاخېل په روایت دا دي:
د قیس عبدالرشید د زامنو(سړبن، بېټ غورغښت) اولاده دغه څانګي دي:
ترین، ابدال، زیرک، سپین، تور، شیراني، میانه، بهریچ، کمال زي، امان زي، اتمان زي، کنازي، ملي زي، شیخ ملي خېل، سدوزي، بارکزي، عمرخېل، مهمند، موسی زي، داؤدزي، خلیل، څمکني، زمند، کاسي.
شنسبي پښتانه دادي:
غلجي، لودي، نوحاني، سرواڼي، هوتک، توخي، ابراهیم، موسی کاکړ، تره کي، نورزي، ناصر، اسمعیل، نیازي، کرلاړي، ککي، اپریدي، خټک، ابوخېل، بولاق، ځدراڼ، اتمانخېل، خوګیاڼي، وزیري، ابراهیم خېل، ولي خېل، احمدزي، کالوخېل، مسعود، بهلول زي، شیتک او دلازاک.
ټول پښتانه پنځه لویي طبقې دي، خوشحال خان وایي:
پښتون په اصل کې سړبنی دی
یا غورغښتی دی یا بیټنی دی
لودي، غلجی دی د بېټ له لوره
په سړبن پورې بیا کرلاړی دی
د پورتني روایت تفصیل دادی، چې سړبني ، غورغښتي اوبېټني قبایل د قیس عبدالرشید د درې زامنو، سړبن، غورغښت اوبېټن، اولاده ده، چې دریواړه طبقې د اصلي افاغنه په نوم سره شهرت لري، ځکه دوی د قیس عبدالرشید صلبي اولاد دی اود افغنه بن ارمیا په اولاده کې شامل دي. پاتي نورې طبقې - متوزي، غلجي، اولودي، قبایل اوکرلاڼي - په وصلي افغنه کې راځي، ځکه چې دوی د قیس عبدالرشید په صلبي اولاد کې شامل نه دي، بلکې د افغنه بن ارمیا په اولاده کې ورګډ دي او وصلي افغنه دي، همدارنګه د کاغ دوړ بابا د لور مهۍ انۍ څخه زېږېدلی او اولاد یې وصلي افغنه دي،چې مهۍ انۍ د شاه حسین هغه مېرمن ده، چې له دوړ بابا سره یې وعده کړي وه، چې لاړ شه له غورڅخه زما د نسب احوال بېټ  نېکه ته راوړه، لومړی به زه ستاله لور مهۍ (ماهو) سره واده وکړم، چې کاغ دوړ بابا بېټ نېکه ته د شاه حسین په باره کې معلومات راوړل، چې شاه حسین لوی شاه زاده دی او چې بېټ نېکه شاه حسین وپېژانده نوخپله لوریې ور واده کړه. نو د شاه حسین دوه مېرمنې شوي: یوه د بېټ نېکه لور متو انۍ او بله د دوړ بابا لور مهۍ چې د مهۍ اولاده سرواڼي هم وصلي افغنه (افغانان) دي.
د متو انۍ مشر زوی غلجی (غرزی) نومېږي اوبل زوی یې ابراهیم لودي دی، ابراهیم ته ځکه لودي وایي، چې دی ډېر پیاوړی کارپوه او په کار کې راستمن سړی ؤ، چې بېټ نېکه به کله د یو کار ورته وویل نو ابراهیم به ډېر ژر هغه وکړ. نو بېټ نېکه به ویل چې ابرهیم لو  سړی دی (لو دی)، ابراهیم لو دی، نوپه دې توګه ابراهیم په ابرهیم لودي نامتو اومشهور شو.
د ابراهیم لودي درې زامن دي: سیاڼي، نیازي او دوتاڼي.
د ابراهیم لودي په اولاده کې یو سړی چې ملک  بهرام نومېده ملتان ته ولاړ اوهلته په ملتان کې د ملتان له حاکم مروان سره مامورشو، بیا د مروان پرځای یوبل څوک چې خضرخان نومېده، د ملتان حاکم شو. د بهرام زوی اود بهلول تره ملک سلطانشاه ورسره مامور شو، چې داملک سلطان شاه په هغه سیمه کې د ټولو پښتنو افغانانو مشر وټاکل شو. په دې مهال د خضرخان اوملو اقبال خان ترمینځ سخته جګړه پېښه شوه، چې ملو اقبال خان په دې جګړه کې د ملک سلطانشاه له لاسه ووژل شو، خضرخان له ملک سلطانشاه څخه خوښ شو او د اسلام خان لقب یې ورکړ اود سرهند حکومت یې ورته وسپاره.
په دغه مهال د بهلول پلار ملک کالاخان د ملتان له صوبه دار نصیرخان سره ملازم و اوپه دې ځای کې د کمانګرانوپه کوڅه کې اوسېده، ډېر بارانونه وورېدل اود ملک کالاخان کورپه کې ونړېده، چې د ده مېرمن په کې مړه شوه، خوپه ګېډه کې ماشوم یې ژوندی پاته شو،چې دغه ماشوم بهلول ونومول شو.
همدغه بهلول لوی شو اوبیاد ټول هندوستان پاچا شو، د بهلول پلار ملک کالاخان د نیازیو په جنګ کې مړشو، نوبهلول له خپل تره ملک سلطانشاه سره  چې اسلام شاه یې لقب ؤ اوسېده، د بهلول تره پوه شو چې بهلول پیاوړی پوه اود کارسړی دی، نوخپله لوریې ور واده کړ اودا وصیت یې وکړ چې ترده وروسته به د ده وراره اوزوم مشر وي.
سلطانشاه خپل وراره د لیاقت اوپوهي له امله خپل زوی وباله اوله سرهند څخه نیولي ترملتانه پورې یې د ټول هیواد واک لرونکی وټاکه او بیا یې د جسرت ګهګړ د ځپلو دنده ورکړه، کله چې جسرت ګهګړ پوه شو چې بهلول د ډهلي د نیولو اراده لري، نوپه خپله خوښه د بهلول ملاتړی شو.
د بهلول ځواک ورځ په ورځ په زیاتېدو و. چې مړشو اود ده پرځای د ده زوی علاؤالدین واکمن شو، ملک بهلول د حسام خان اوحمید خان بغاوتونه وځپل اوپه ۸۵۵ کال د ربیع الاول په اوه لسمه د ډهلي پرتخت کېناست. علاؤالدین ورته وویل: پلارمې خپل زوی بللی وې، زه دي هم خپل مشر ورورګڼم نوره خپلواکي چلوه.
له دې مهاله وروسته بهلول ځان ته د سلطان لقب ورکړ اوپه خپل لوړهمت یې د هندوستان باغیان بېل کړل، سلطان بهلول له افغانستان څخه ډېر پښتانه ور وبلل اوپه خپل پوځ کې یې ورګډ کړل اوبیا یې داسي فرمان صادر کړ: هغه پښتانه افغانان چې په هند کې اوسېږي او یا تر دې مهاله وروسته هند ته راځي، پوځي خدمت به کوي اوبل کارنه شي کولای اوکه څوک په کوم بل کارلګیا ولیدل شو اوبیاونیول شو، نوشتمني یې لوټ ده اوده ته به سخته سزا ورکول شي. سلطان بهلول په ۸۹۴ هجري قمري کال ومړ اوپرځای ې د ده مشرزوی نظام خان واکمن شو.
نظام خان (سلطان سکندر)
د سلطان بهلول لودي ترمړیني وروسته د ده مشرزوی نظام خان سلطان سکندر لودي واکمن شو، د هند دا واکمن ډېرحلیم اوپوه سړی ؤ تر اته ویشت کاله واکمنۍ وروسته ومړ.
د سلطان سکندر لودي د واکمنۍ پرمهال دوه کسه هندوان له کوره کوم ځای ته په مزدورۍ پسي لاړل، ډېره موده نه ول اوشاته یې مېرمنې په کورونوکې بې وزله اوخواري پاتي وې. دې دواړو ملګرو چې څه مهال مزدوري وکړه نو یو ملګري هغه بل ته وویل: چې زه یوځل کورته ځم اود خپلې مېرمنې خبر اخلم.
هغه بل ملګري ورته وویل: چې زه خونه شم تللای اوڅه نه لرم چې دریې کړم او زما مېرمنې ته یې یوسې، یوازي یوه دانه لعل لرم هغه درسره یوسه ، زما مېرمنې ته یې ورکړه، چې ویې پلوري اوخپله تنګسه ورباندي وچلوي.
دا مسافر پردېس هندو چې کورته راغی نوهغه لعل یې پټ کړ اود خپل ملګري مېرمنې ته یې ورنه کړ، دا هندو بېرته د خپل کار ځای ته ولاړ اوخپل ملګري ته یې وویل: چې ستا لعل مې ستا مېرمنې ته ورکړ.
څه موده وروسته بیا دواړه ملګري هندوان خپلو کورونو ته راستانه شول، هغه هندو ته - چې خپلې مېرمنې ته یې لعل را استولی و - مېرمنې وویل: چې هغه بل ملګری دې لاښه و، چې د خپلې مېرمنې پوښتنې ته خو یوځل راغی، تاخو زه تش په توره پرېښودلم او چې لاړې نو ورک شوې او بیا دي پوښتنه هم ونه کړه،چې زه به څه کوم.
هندو خپلې مېرمنې ته وویل: چې ما خو تا ته یو لعل رالېږلی و چې هغه وپلورې اوخپله تنګسه ورباندي وچلوې...
مېرمنې یې ورته وویل: چې ماته خو چا لعل نه دی راکړی، دې هندو خپل ملګري ته وویل: چې ما تا ته لعل درکړ، چې زما مېرمنې ته یې ورکړه چې ویې پلوري اوخپل کارپرې وکړي، تا ولي هغه زما مېرمنې ته نه دی ورکړی؟
هغه هندو خپل ملګري ته وویل چې لعل مې ستا مېرمنې ته ورکړی، هغې به پرې خپله چاره کړې وي.
خود ملګري مېرمنې یې ویل: چې ماته یې لعل نه دی راکړی، د دواړو هندوانو دعوه شوه اوخبره محکمې ته ورسېده.
په محکمه کې لعل راوړونکی هندو د خپل ملګري هندو پر مېرمن پاک سپېڅلي شاهدان تېر کړل، چې ما د دې شاهدانو په مخکې دې ښځې ته هغه لعل ورکړی دی، په دې مهال د سلطان سکندر وزیر اوقاضي د میا بهوا په نوم یو عالم د قضاوت په چارو پوه یو سړی و. میا بهوا قاضي د هغه هندو شاهدان ومنل چې لعل یې راوړی و او ښځه یې ګرمه وبلله.
د لعل خاوند هندو خپله مېرمن ترفشار او وهلو ټکولو لاندي ونیوله چې ما تا ته لعل راولېږه، چې ته یې وپلورې اوخپله ګوزاره ورباندي وکړې ، تا لعل پټ کړ او زه دي په بې پروايۍ بدنام کړم. لاړه شه او هغه لعل راوړه چې زه یې وپلورم اوخپله تنګسه ورباندي اواره کړم.
مېرمنې خپل مېړه ته وویل: ړنده دي شم که به مې ستال لعل په سترګو هم لیدلی وي، ستا ملګري ماته لعل نه دی راکړی او دروغ وايي.
ښځه چې د خپل مېړه د وهلو ټکولو له لاسه په تنګ شوه، لاړه سلطان سکندر لودي ته یې خپل عرض بیان کړ. سلطان خپل قاضي ور وغوښت او ورته یې وویل: چې داڅرنګه حکم تا کړی دی؟ بې وزله ښځه په غم ککړه ده.
قاضي سلطان سکندر ته وویل: چې سم شرعي حکم مې کړی، ښه پاک سپېڅلي شاهدان تېر شول او ما حکم وکړ نورله حقیقت څخه یو الله خبر دی.
سلطان سکندر بیا په خپله لاس په کار شو او دواړه هندوان ملګري او دواړه شاهدان اوښځه یې وغوښتل اوپنځه واړه یې بېل بېل کښېنول او موم یې په لاس کې ورکړل او ورته یې وویل: چې هرڅوک د هغه لعل په اندازه له دغو مومو څخه غونډاری جوړ کړئ!
دواړو ملګرو هندوانو له موموڅخه غونډاري جوړ کړل اودواړو شاهدانو هم غونډاري جوړ کړل، خو ښځې وویل: چې ما له سره لعل لیدلی نه دی، نو څرنګه د لعل په اندازه غونډاری جوړ کړم؟
کله چې سلطان دا پنځه واړه ځان ته ور وغوښتل د دواړو هندوانو جوړ کړی غونډاری سره ورته ول اود شاهدانو غونډارو توپیر درلود او ښځي خو هیڅ غونډاری نه و جوړکړی، ځکه چې هغې ویل چې ما خو بېخي لعل لیدلی نه دی.
سلطان سکندر شاهدان ور وغوښتل چې که تاسو لعل لیدلی وای نوستاسو جوړ کړی د موم غونډاري به هم سره یوشان ول، لکه چې د دې دواړو ملګرو هندوانو غونډاري سره ورته دي، تاسو په دروغو شاهدي ویلي ده، شاهدانو سلطان ته وویل: چې موږ په دروغو شاهدي ویلې ده، موږ ته یې پیسې راکړې دي، پیسو ړانده کاڼه کړو اوپه دروغو شاهدي مو وویله، موږ ریښتیا لعل نه و لیدلی.
په دې تدبیرسره سلطان ښځه له مصیبته وژغوله اوپردروغجن هندویې لعل حاضر کړ او دروغجنوته له حال سره مناسبي جزا ګانې ورکړې.
د سلطان سکندر ترمړینې وروسته د ده زوی سلطان ابراهیم پاچا شو.
د سلطان ابراهیم برخلاف د ده خپل ورور جلال الدین اود تره زوی علاوالدین پاڅېدل اوپاچاهي یې خپل حق وباله. خو کله چې یې د سلطان ابراهیم مقابله ونه شوه کړای نوکابل ته ولاړل اوله ظهیرالدین محمد بابرشاه سره ملګري شول اوبابر د هند واکمن شو اود لودیانو ټغر ټول شو.
ایستر
د مخه وویل شول چې بني اسرائیل به د تورات له احکامو څخه د بغاوت له امله په دوه ځله په کړاو اومصیبت اخته شي. یوځل به د بابل د پاچا د بخت نصر له لاسه بیت المقدس وران شي، شتمنۍ به یې چور شي اوبني اسرائیل به مړه او اسیران شي، اوبابل ته به بوتلل شي اونور به وتښتي اوپه نړۍ کې به خپاره شي، تردې چې د غور غرونو ته به هم را ورسېږي اوله ځایي پښتنو غوریانو سره به مېشت شي.
د بخت نصر له سقوط څخه به له هند څخه نیولي تر حبش پورې سیمې د ایران د اخشوروش پاچا په واکمنۍ کې راشي.
د ایران د اخشوروش پاچا پلازمېنه شوشان ښار ؤ چې په پارس کې واقع دی. د ایران پاچا له دې کبله چې ډېره لویه واکمنۍ لري یو جشن او مېله جوړوي. دا باچا د وشتي په نوم ډېره ښکلي مېرمن لري اوپه دغه مېله کې د ده د واکمنۍ ټول مشران راغلي او برخه په کې اخلي.
اخشوروش غواړي چې په مېله اوجشن کې ګډون کوونکو مشرانوته خپله ښکلي مېرمن وشتي وښیي، نو وشتي ته بلنه ورکوي چې د مشرانو په مخ کې ښکاره شي، وشتي دابلنه نه منې اومشرانوته ځان نه ښکاره کوي، نو اخشوروش له وشتي څخه خوابدی کېږي او غواړي چې د دې پرځای یوه بله ښکلي مېرمن ولري، نو امرکوي، چې دده د واکمنۍ ټولې ښکلې پېغلي دي راوستل شي چې پاچا په کې د ځان له پاره ملکه او واکمنه وټاکې.
د اخشوروش باچا په واکمنۍ کې له بخت نصر څخه پاتي اسیران او نور تښتېدلي بني اسرائیل خواره دي، چې د دوی پېغلې هم په نورو پېغلو کې ګډون کوي. یوه پېغله چې ډېره ښکلي ده، پلار اومور یې مړه دي اود خپل پلار له تربره مردیخای سره اوسېږي، چې مردیخای په موسوی شریعت یوکلک ولاړ روحانی دی. مردیخای خپله دغه ترله یا ورېره هم لېږي چې په ښکلیو پېغلو کې ګډون وکړي، ګوندي د پاچا خوښه شي اوملکه او واکمنه ترې جوړه شي.
د ملکې واکمنې د انتخاب په ورځ پاچا هم همدغه د مردیخای ورېره ایستر خوښوي اود ایران د پاچا اخشوروش ملکه کېږي.
څرنګه چې د پاچا وزیرهامان د پېغلو په راټولولو کې لاس درلود، پاچا له خپل وزیر هامان څخه خوښ شو ډېر واک او اختیار یې ورکړ.
پاچاد دې نوي واده په ویاړ د سرو زرو یوه غټه مجسمه جوړه کړه او وګړو ته امر وشو چې دې مجسمې اوهامان وزیرته دې هر وګړی احترام اوسجده کوي. د احترام اوسجدې فرمان د هامان له خواخپور شو اوټول وګړي مکلف شول چې مجسمې اوهامان ته سجده او احترام وکړي.
څرنګه چې بني اسرائیل موحدان ول اوپرته له لوی خدای څخه یې بل چاته سجده نه کوله نو دغه د سرو زرو جوړشوي بوت اوهامان وزیرته یې هم سجده او احترام نه کاوه.
مردیخای به د پاچا د ماڼۍ په دروازه کې کښېناسته اوهامان به چې ورباندي تېرېده مردیخای به ورته احترام اوسجده نه کوله. هامان له مردیخای څخه خوابدی شو او د هغه د وژلو هڅې یې پیل کړې.
یو څو کسو ورانکارو غوښتل چې پاچا ترور کړي، کله چې مردیخای په دې خبره خبرشو نو پاچا ته یې پیغام ور واستاوه اوله توطئې څخه یې خبر کړ، کله چې پاچا پلټنه وکړه نود مردیخای خبره پرځای او سمه وه او پاچا ور څخه ډېر خوښ شو اوتر پام لاندي به یې ساته.
کله چې هامان خبرشو چې یهودان نه ده ته احترام لري اونه د سرو زرو مجسمې ته سجده کوي، نوپه پاچا یې هغه فرمان لاسلیک کړ، چې په کې لیکل شوي ول، چې په یومعلوم مهال دي د یهودانو په عامه وژنه پیل وشي اوپه یوه ورځ دي ټول یهودان ووژل شي.
کله چې مردیخای له دې ماجرا څخه خبرشو، نوخپلې ترلې یا ورېرې ته یې پیغام ور واستاوه چې ستا ټول عزیزان اسرائیل په یو ټاکلي نېټه عام وژل کېږي، نوکه څه دې له لاسه کېږي، همداوخت دی چې د خپلو عزیزانو غم وخورې او یوازي په دې بسنه ونه کړې چې ته ملکه او واکمنه شوې اونور ولس له یاده وباسې.
هامان وزیر پنځوس ګزه دار ودراوه چې مردیخای په کې په دارکړي، خو ایستر یوه مېلمستیا وکړه اوخپلې مېلمستیا ته یې پاچا اوهامان وزیر وبلل. پاچا په دې مېلمستیا ډېر خوښ شو اوایستر ته یې وویل چې هرڅه وغواړې زه ستا د غوښتنې منلوته تیار یم، اګر که نیمه پاچاهي هم وي. ایستر پاچا ته وویل: چې زه به ستا دا لور او مهربانې څه کړم، چې تا فرمان صادر کړی چې یهودان دې قتل عام شي اوچې یهودان قتل عام شي، نوبیازه څه یم چې یوازي زه پاتي شم، آن چې زما د تره د اعدام له پاره هم دار تیار درول شوی دی.
پاچا وویل: دا امر چا کړی دی؟ ایستر وویل چې دا امر همدغه ستا وزیر هامان کړی دی، پاچا امر وکړ چې هامان دي له خپلو زامنو اوخپلوانو سره اعدام او په دار شي اویهودان دي پرېښودل شي، چې که خپل هیواد ته ځي لاړدي شي اوکه همدلته پاتې کېږي، پاتي دي شي.
د پاچا امر عملې شو اوملکه ایستر خوشحاله شوه اوس هرکال د ایستر په نوم د آذر د میاشتي – ۱۴ – او ۱۵ ورځ لمانځل کېږي آذر د شمسي کال نهمه میاشت ده.
ترقیس عبدالرشید پورې زما د نسب لړۍ
د ننګرهار ولایت د روداتو د ولسوالۍ په کان کلي کې استوګن یم، چې زما نېکه بلوڅ بابا دې کلي ته د مومندو له لښکر کلی څخه راغلی دی.
ز ما نیکونو په دې کلي کې ځمکه پېرلي وه، چې اوس نه زه په دې کلې کې ځمکه لرم اونه کور یوڅه ځمکه زما نېکه او څه زما پلار وپلورله اودوه نیم جریبه ځمکه او په اتو شپو ورځو کې یونیم ساعت د کارېز اوبه ما له مجبوریت څخه په خپله پلورلې دي.
زه اوس په کان کې کور اوځمکه نه لرم، زما د نسب لړۍ ترقیس عبدالرشید نېکه پورې داسي ده:
زین الله د عمر زوی، عمر د طاهر زوی، طاهر دطیب زوی، طیب د قسیم زوی، قسیم د شهاب الدین زوی، شهاب الدین د بلوڅ زوی، بلوڅ د لښکر زوی، لښکر د ابړ زوی، ابړ د اتمر زوی، اتمر د موسی زوی، موسی د بای زوی، بای د مسی یا مسیح زوی، مسی د مومند زوی، مومند د دولت یار زوی، دولت یار د غوریا زوی، غوریا د کند زوی، کند د خرښبون (خیرالدین) زوی، خرښبون د سړبن زوی، سړبن د قیس عبدالرشید زوی.
دا د نسب لړۍ ماله خپل نیکه طاهر څخه او د مرحوم میراجان سیال له پښتنو قبایل کتاب اوله خپلو کورنیو اسنادو څخه لکه قبالې، د مالیې پارچې او داسي نورو اسنادو څخه لکه تذکرې، چې ماته د غازي امیرامان الله خان د پاچاهۍ په مهال د سنبلې په میاشت کې په ۱۳۰۳ شمسي کال کې د پنځلسو ورځو تذکره اخسیتل شوي ده، یعنی زه د پنځلسو ورځو وم.
دالیکنه ما د خپلو اولادونوله پاره د یوې یادونې په توګه وکړه، هیله ده، چې زما اولادونه به د دې لیکنې په ډالۍ کولو سره خوښ شي. زه د نړۍ هیواد اوخپلو اولادونو ښېګڼه غواړم اوهیله کوم چې داهیله مې پوره شي.
۱۳۹۱/۵/۸ ش
د دې لیکنې ماخذونه
۱ – قران کریم بقره سورت ۲۴۲- ۲۵۲ آیت.
۲ – قران کریم اسراء سورت               آیت.
۳ – تاریخ مرصع د افضل خان خټک تالیف.
۴ – عهد عتیق: روت او ایستر کتابونه.
۵ – تورن جنرال محمد عمر روند میاخېل، تالیف: د پښتو قبیلو شجرې اومېني.
۶ – زماکورني شخصي یاداښتونه.
۷ – د مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي د افغانستان تاریخ.
۸ – د مرحوم میراجان سیال پښتو قبایل.