د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولی د انسان زړه سوځی

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 04.11.2014 11:43

آیا کله مو دی ټکی ته پام شوی چی ولی د یوه وګړی زړه سوزی؟
آیا دا چی مونږ وایو زړه می سوزی نو په حقیقت کی کوم ځای سوزی؟
دوستانو د انسان په معده کی تیزابی مواد شتون لری، د معدی پورتنئ خوله یو والو ته ورته جوړښت لری چی د معدی پورتنئ معصره یا په طبی اسطلاح Cardiac Sphincter یی بولی. دا جوړښت په نورمال حالت کی خوړو او اوبو ته اجازه ورکوی چی له خولی څخه د مرئ له لاری معدی ته د ننه شی مګر له معدی څخه بیرته مرئ ته د تګ اجازه نه ورکوی. کله چی دا جوړښت کمزورئ شی نو وخت په وخت له معدی څخه مرئ ته تیزابی مواد بیرته راځی. دا چی د معدی په پرتله مرئ له تیزابی موادو نه ډېره اغیزمنه کیږی نو له معدی څخه بیرته راغلی تیزابی مواد مرئ سوزوی. نو دا چی مونږ وایو چی زړه می سوزی یا معده می سوزی په ډېرئ حالاتو کی دا زړه یا معده نه بلکه مرئ وی چی سوزی.
که کله مو پام شوئ وی چی سړئ خپلی لاړی تېری کړی یا اوبه وڅښی نو دا سوزش آرامیږی. پوهیږئ چی دا پېښه ولی کیږی؟ حقیقت دا ده چی کله مونږ خپلی لاړی تیری کړو یا اوبه وڅښو نو دا تیزابی مواد ورسره بیرته معدی ته ننوځی یا په نورو ټکو مرئ له تیزابی موادو څخه مینځل کیږی لدی کبله دا سوزش آرامیږی.
هغه ناروغی چی په هغی کی تیزابی مواد له معدی څخه بیرته مرئ ته راځی او مرئ سوزوی په طبی اسطلاح کی ورته Gastro – Esophageal Reflux Disease یا په لنډ ډؤل GERD وایی.
کله چی څوک نسوار له خولی څخه بهر ته غورځوی نو له هغی سره ډېره اندازه د خولی لاړی هم بهر غورځیږی. دا چی د خولی دا لاړی مرئ له تیزابو څخه مینځی او معدی ته یی د ننه کوی نو کله چی د خولی لاړی له نسوارو سره بهر ته غورځیږی په حقیقت کی د مرئ د مینځلو دا پروسه ټکنئ او تیزاب په مرئ کی ډېر وخت پاتی کیږی چی په پایله کی یی د انسان زړه سوزی.
په درنښت.