د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی د سبب ګام په ګام لټون

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 29.03.2015 12:14

کله چی یوه ښځه او خاوند پرلپسی شپږ میاشتی ګډ ژوند وکړی، د امیندوارئ د مخنیوی لاری چاری و نه کاروی او اولاد یی ونشی نو وییل کیږی چی ښایی د بی اولادی ستونزه ولری او باید د علت پلټنه یی وشی. روغتیاپوهان وایی چی د بی اولادئ له دریو څخه یوه برخه علتونه په نارینه، له دریو څخه یوه برخه علتونه په ښځينه او له دریو څخه یوه برخه په ښځينه او نارینه دواړو کی په ګډه شتون لری. سربیره پردی څېړنی ښیی چی د میرمن او خاوند په هرو سلو کی له ۵ څخه تر ۱۰ یی د بی اولادی ستونزه لری. په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه په طبی اسطلاح کی Male Infertility بلل کیږی. په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی لټون ګام په ګام په لاندی ډؤل کیږی.
لمړئ – آیا هایپوتلموس سم کار کوی؟ -- د یادؤنې ده چی په ښځينه او نارینه دواړو کی د جنسی حجرو او جنسی خواصو پیل لدی جوړښت څخه کیږی، دا جوړښت د سر په کوپړئ کی واقع ده او یو هارمون جوړوی چی د ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون Gonadotropin Releasing Hormone یا په لنډ ډؤل د GnRH په نوم یادیږی. که په وینه کی د دی هارمون اندازه برابره وی نو دا پدی معنی ده چی نوموړی غړی سم کار کوی او د جنسی سیستم دوهمی غدی ته چی پیتویتری غده Pituitary Gland نومیږی د سم کار امر کیږی مګر که په وینه کی د دی هارمون اندازه لږ وی یا هیڅ شتون نلری نو ستونزه پدی غده کی ده چی درملنه یی باید وشی.
دوهم – آیا پیتویتری غده سم کار کوی؟ -- دا غده دوهم غړی ده چی د ښځینه او نارینه دواړو د جنسی عمل او جنسی حجرو په جوړولو کی لوی رول لری. دا غده د جنسی عمل لپاره دوه هارمونونونه جوړوی چی یو یی فولیکل تنبیه کوونکی هارمون Follicle Stimulating Hormone (FSH) او بل یی لیوتینایزینګ هارمون Luteinizing Hormone بلل کیږی. نوموړی دواړه هارمونونه په نارینه کی د هغه دواړو هګیو (خصیو) او په ښځينه کی دواړو تخمدانونو او رحم ته امر کوی چی سم کار وکړی لدی کبله په دوهم پړاؤ کی د بی اولادی د علت د بشپړ لټون په موخه د دی غدی د وظیفی په اړه پلټنه کیږی. د دی موخی لپاره د ناروغ په وینه کی د نوموړو دوه هارمونو (یعنی FSH او LH) اندازه کتل کیږی. که په وینه کی د دی دوه هارمونو اندازه برابره وی نو دا پدی معنی ده چی غده سم کار کوی او د جنسی سیستم پاتی نورو غړو ته سم امر کیږی مګر که د نوموړو هارمونو اندازه لږ یا هیڅ شتون نلری نو دا پدی معنی ده چی ستونزه پدی غده کی ده او درملنه یی باید وشی.
دریم – آیا د نارینه مورزادی (هګئ) سم کار کوی؟ -- د بی اولادئ د ستونزی د سبب د لټون په دریم پړاو کی باید په نارینه کی د هغه د مورزادیو (هګیو) پلټنه وشی. د نارینه هګئ دوه لویی دندی لری – یوه د نارینه هارمون جوړول او بله د نارینه جنسی مایع (منی) جوړؤل – لدی کبله د جنسی سیستم د دی برخی د لټون په موخه د نارینه په وینه کی یو د نارینه هارمون اندازه معلومیږی چی د ټسټوسټیران Testosterone په نوم یادیږی او بل د نارینه منی معاینه کیږی چی آیا نورمال دی که نه. که د نارینه په وینه کی د ټسټوسټیران هارمون اندازه برابره او منی هم نورمال وی نو دا پدی معنی ده چی د نارینه مورزادی (هګئ) روغ او سم کار کوی مګر که پکی کومه ستونزه وی نو پدی معنی ده چی د نارینه مورزادی ستونزه لری چی باید درملنه یی وشی.
څلورم – آیا د ښځي تناسلی لاری ته د نارینه جنسی مایع سمه رسیږی؟ -- د یادؤنی ده چی د نارینه په مورزادیو (خصیو) کی جوړ شوی منی له یو ډؤل کوچنیو ټیوبونو څخه تیر او د ښځينه تناسلی لاری ته رسیږی نو که پدی ټیوبونو کی داسی کومه ستونزه وی چی د نارینه د منی مایع په تیریدو کی ستونزه جوړه کړی ښایی د نارینه جنسی مایع ښځینه تناسلی لاری ته پوره او سمه لاړه نشی او په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه منځ ته راوړی. د دی ستونزی د معلومولو په موخه د نارینه د مورزادیو تلویزونی معاینه یا Testicular Ultrasound کیږی. د دی ډؤل ستونزی یوه بیلګه د نوموړو ټیوبو په یوه برخه کی د پړسوب شتون ده چی په طبی اسطلاح کی ورته Vericocele وایی. سربیره پردی کله کله په یو شمیر خلکو کی د جنسی مایع یوه برخه د جنسی نژیوالی په وخت د ښځينه تناسلی لاری په ځای پخپله د نارینه مثانی ته ځی او وروسته له تشو میتیازو سره راځی، دا پېښه په طبی اسطلاح کی د Retrograde Ejaculation په نوم یادیږی. د دی پښې د معلومولو په موخه باید د یوه وګړی د جنسی مایع د اخیستلو وروسته د هغه تشی میتیازی معاینه شی که په تشو میتیازو کی یی جنسی حجری یا سپرم ولیدل شو نو دا پدی معنی ده چی ناروغ ته نوموړی ستونزه شتون لری چی باید درملنه یی وشی. بیځایه به نه وی که دلته د نارینه د جنسی حجرو د یو شمیر ستونزو یادؤنه په لاندی ډؤل وکړو:
الف: د ښځينه تناسلی لاری ښکتنئ برخه تیزابی خاصیت لری، که دا تیزابیت له منځه لاړ نشی نو ښایی د نارینه د جنسی حجری د مړینی لامل شی. بل لور ته د نارینه جنسی مایع (منی) په ځانګړی ډؤل د پروستات مایع (مذی) قلوی خاصیت لری، کله چی د نارینه جنسی مایع د ښځينه تناسلی لاری ته داخل شی نو قلوی برخه یی د ښځینه د تناسلی لاری د تیزابو سره کیمیاوی تعامل کوی او تیزابی خاصیت یی له منځه وړی. وییل کیږی چی که د جنسی نژدیوالی په وخت د نارینه د جنسی مایع اندازه له یو نیم ملی لیتر څخه لږ وی نو ممکن ونشی کولی چی نوموړی تیزابی محیط خنثی کړی لدی کبله ښایی د نارینه جنسی حجرو مړینه او په پایله کی بی اولادئ منځ ته راوړی.
ب: د نارینه جنسی حجره ښځينه تناسلی سیستم ته له داخلیدو وروسته په اوبو کی د لامبو وهلو په څېر پورته حرکت کوی، له رحم څخه تیریږی او د هغه ټیوب منځنئ برخی ته ځان رسوی چی له تخمدان څخه له رابهر کیدو وروسته ښځينه تخمه پکی ځای په ځای شوی ده او په همدی برخه کی له نوموړی تخمی سره یوځای کیږی. پدی بنسټ وییل کیږی چی باید د نارینه د جنسی حجرو په سلو کی له شپیته ډېر فعال حرکت ولری. که لدی لږ یی فعال حرکت ولری نو ښایی ونشی کولئ چی اړونده ساحی ته ځان ورسوی او پدی ډول د بی اولادئ سبب شی.
ج: د وییلو ده چی نارینه د یو ځل جنسی نژدیوالی په وخت لږ تر لږه شپیته میلیونه جنسی حجری ښځینه تناسلی لاری ته داخلوی، دا ټولی حجری له یو بل سره سیالی کوی چی ځان ښځینه جنسی حجری ته ورسوی مګر یواځی یوه یی ښځینه جنسی حجری ته په رسیدو بریالی او له هغی سره یوخای کیږی نو که د جنسی حجرو شمیر لدی لږ وی ممکن د بی اولادئ سبب شی.
پنځم – آیا د تناسلی سیستم له ناروغیو پرته نوری ناروغئ په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیدای شی؟ -- هو کی د بدن د نورو برخو یو شمیر ناروغئ هم په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیږی. د دی ناروغیو بیلګی په لاندی ډؤل یادؤلی شو:
الف: د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت – د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت د بی اولادئ سبب کیدای شی لدی کبله که د جنسی سیستم نوری برخی روغی وی نو ناروغ ته د دی غدی د وظیفی د معلومولو معاینی کیږی. د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت په طبی اسطلاح کی د هایپوتایرایدیزم Hypothyroidism په نوم یادیږی.
ب: کله کله په یو شمیر خلکو کی د پیتویتری غدی په داخل کی یو غیرسرطانی کتله منځ ته راځی، دا کتله یوه ماده جوړوی چی پرولکتین نومیږی، کله چی د ناروغ په وینه کی د دی مادی اندازه له عادی حالت څخه ډېره شی نو د بی اولادی په ګډون ګڼ شمیر نوری جنسی ستونزی منځ ته راوړی – په طبی اسطلاح کی دا پېښه د Prolacteinoma په نوم یادیږی او د تشخیص په موخه یی د ناروغ په وینه کی د پرولکتین اندازه معاینه کیږی. که په وینه کی د دی مادی اندازه لوړه وی او د لوړوالی بل سبب یی په وګړی کی شتون نلری نو دا لوړوالی د پرولکتینوما د شتون څرګندؤنه کوی.
ج: د یو شمیر نورو ناروغیو په ګډون د شکر له کبله د عصبی ریښو ناروغی، ژور خپګان (ډیپریشن) او د تشویش ناروغی په نارینه کی د جنسی عمل د وړتیا د نشتوالی او د جنسی میل د کمښت تر ټولو عام علتونه دی. که یو وګړئ دا ناروغئ ولری نو ښایی جنسی نژدیوالئ ونشی کولئ او دا ستونزه په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیږی. د جنسی نژدیوالی د وړتیا نه شتون ته په طبی اسطلاح کی Impotence وییل کیږی.
شپږم – د بی اولادی په ستونزه اخته وګړی ته باید نارینه هارمون یا ټسټوسټیران کله ورکړل شی؟ -- ټسټوسټیران هارمون یواځی هغه وخت ناروغ ته ورکول کیږی د هغه په وینه کی د دی هارمون اندازه لږ یا یی په وینه کی نوموړی هارمون شتون ونلری. لکه چی مخکی یادؤنه وشوه د نارینه مورزادی (هګئ) هغه وخت دا هارمون جوړوی چی د هایپوتلموس څخه ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون پیتویتری غدی ته امر وکړی او دا غده پخپل وار د نارینه د مورزادیو (هګیو) اړونده حجرو ته امر وکړی. الهی قدرت ده چی کله په وینه کی د ټسټوسټیران هارمون اندازه لوړه وساتل شی نو پورتنیو دوه غړو ته خبر رسیږی چی نور خپل هارمونونه جوړول بند او هسی په هسی مورزادیو ته امر ونکړی. دا میخانیکیت ته په طبی اسطلاح کی Negative Feedback Mechanism وییل کیږی. هغه وخت چی یوه وګړی ته د ډېر وخت لپاره ټسټوسټیران هارمون ورکړل شی نو په وینه کی یی د دی هارمون اندازه لوړه ساتل کیږی او په حقیقت کی پورته دوه غدو ته خبر ورکول کیږی چی نور خپل هارمونونونه جوړول بند کړی. که دا حالت ډېر وخت دوام وکړی نو اړونده غړی سست او په تنبلئ اخته کیږی لدی کبله د اوږد وخت لپاره یوه وګړی ته ټسټوسټیران هارمون ورکول پخپله د بی اولادئ د ستونزی سبب کیږی.
په لنډو ټکو باید ووییل شی چی د بی اولادئ د سبب د پیدا کولو په موخه باید په ترتیب د هایپوتلموس، پیتویتری غدی، د نارینه د هګیو (مورزادیو)، ښځینه تناسلی سیستم ته د نارینه منی د سم رسیدو او هغه ناروغیو په اړه بشپړه پلټنه وشی چی لدی سیستم نه بهر د بدن په نورو برخو کی شتون لری مګر د یوه وګړی د اولاد په کیدو او نه کیدو کی رول لری او یواځی لدی پلټنی وروسته باید د درملنی یا نه درملنی په اړه پریکړه وشی نه دا چی په ړندو سترګو ورته سمدستی نارینه هارمون (ټسټوسټیران) پیل شی. د یادونی ده چی دا هارمون یوه نارینه ته هغه وخت ورکول کیږی چی د هغه په بدن کی لږ یا هیڅ جوړ نشی. د هارمون پوسیله د درملنی دا طریقه د Testosterone Replacement Therapy په نوم یادیږی مګر که د ټسټوسټیران نشتوالئ د هایپوتلموس یا پیتویتری غدی د ستونزی له کبله وی پدی صورت کی ورته د پیتویتری غدی هارمونونه (FSH او LH) ورکول کیږی ځکه کله چی دا دوه هارمونونه پوره شی د نارینه مورزادی (هګئ) پخپله نوموړئ ټسټوسټیران هارمون جوړوی.
په درنښت.