د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځنډنۍ نس ناسته

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 06.12.2014 13:31

ځنډنئ نس ناسته کوم حالت ته وایی؟ - هغه وخت چی یو وګړئ میاشتی، کلونه او ان کله کله ټول عمر د عادی حالت خلاف ژر ژر اوبلنی ډکی میتیازی کوی نو ويیل کیږی چی هغه ځنډڼئ نس ناسته لری. په طبی اسطلاح کی دا حالت ته مزمنه نس ناسته یا Chronic Diarrhea وایی.
نس ناسته د معدی ناروغی ده که د کولمو؟ -- د یادونی ده چی ګڼ خوراکی توکی په وړو او غټو کولمو کی وینی ته جذبیږی. هره هغه پېښه چی د جذب دا عمل خراب کړی نو د نس ناستی لامل کیږی، پدی ډؤل وییلئ شو چی نس ناسته د عامو وګړو د نظر په خلاف د معدی ناروغی نه بلکه د کولمو ناروغی ده.
د خنډنئ نس ناستی لاملونه څه شئ دی؟ -- ځنډنئ نس ناسته ګڼ لاملونه لری مګر دلته یی یواځې دهغه لاملونو یادؤنه کوو چی په ټولنه کی ډېر لیدل کیږی.
لمړئ: یو شمیر پرازیتونه د بیلګی په ډؤل چینیجیان، آمیب، جیاردیا او دی ته ورته نور پرازیتونه د کولمو څخه وینی ته د خوراکی توکو جذب خراب او پدی ډؤل د ځنډنئ نس ناستی لامل کیږی.
دوهم: د معدی تر شا یو جوړښت شتون لری چی شکل یی د سپې ژبی ته ورته ده او د پانقراص غده بلل کیږی. دا غده یو شمیر مواد جوړ او کولمو ته یی خوشی کوی. دا مواد د غوړو خوراکی توکو په هضم کی مرسته کوی، نوموړی مواد له هضم وروسته د کولمو څخه وینی ته جذبیږی. د هضم سره دا مرسته کوونکی مواد د انزایمونو په نوم یادیږی. که د پانقراص په غده کی داسی کومه ناروغی شتون ولری چی دا مواد یا جوړ نشی او یا د جوړیدو وروسته کولمو ته رانشی نو یو شمیر خوراکی توکی ناهضمه پاتی کیږی، دا چی ناهضمه خوراکی توکی وینی ته نه جذبیږی نو د نس ناستی لامل کیږی. دا ستونزه په طبی اسطلاح کی د Pancreatic Exocrine Insufficiency په نوم یادیږی.
دریم: د صفراوی سیستم ناروغئ – صفرا په ینه کی جوړه او په صفراوی کڅوړه کی زیرمه کیږی، کله چی یو وګړئ غوړ خواړه وخوری نو دا وخت صفراوی کڅوړه را غونجیږی او پدی ډؤل صفرا د یوه ټیوب له لاری وړو کولمو ته لیږدوی. دا صفرا هم د غوړو خوړو په هضم کی مرسته کوی، که په صفراوی کڅوړه، اړونده ټیوب یا د دی سیستم په نورو برخو کی داسی کومه ستونزه شتون ولری چی کولمو ته د صفرا د راتګ مخه نیسی نو غوړ خواړه نه هضمیږی، د هضم دا ګډوډی د کولمو څخه وینی ته د غوړو خوړو د جذب مخه نیسی او پدی ډؤل ځنډنئ نس ناسته منځ ته راوړی. د صفراوی سیستم ناروغیو ته په ټولیز ډؤل په طبی اسطلاح کی Biliary Tract Diseases وایی.
څلورم: د انسان د کولمو د ننه یو ډول انزایم شتون لری چی دوه قیمته قندونه د بیلګی په ډؤل بوره په یو قیمته قندی موادو تجزیه او هضموی. دا هم یو ډؤل انزایم ده چی په طبی اسطلاح کی ورته دای سکرایدیز Disaccharidase وایی. په یو شمیر وګړو کی ددی انزایم کمښت شتون لری چی یا له لمړی سر څخه یا کله کله د کولمو او معدی د ویروسی ناروغئ Acute Viral Gastro-Enteritis وروسته په ناروغ کی منځ ته راځی. دا وګړی یو شمیر خواږه خواړه د بیلګی په ډؤل بوره نشی هضمولئ او د هغو د خوړلو وروسته ورته په کولمو کی د باد د زیاتوالی سره یوځای نس ناسته پیدا کیږی. په طبی اسطلاح کی دی حالت ته Lactase Deficiency وییل کیږی. دا وګړی که خواږه خواړه لکه بوره بنده کړی یا ورسره یوځای نوموړئ انزایم وکاروی نو ښایی نس ناسته او د کولمو د ننه د ډېر باد د پیدا کیدو ستونزه یی له منځه لاړه شی.
پنځم: سربیره پردی الله پاک د انسان د کولمو د ننه یو بل انزایم هم پیدا کړی چی د شیدو قند هضموی، د شیدو دا قند لکتوز او هغه انزایم چی دا قند هضموی د لکتیز Lactase په نوم یادیږی. په یو شمیر وګړو کی دا انزایم یا ډېر لږ یا هیڅ شتون نلری. په طبی اسطلاح کی دا ستونزه د Lactase Deficiency په نوم یادیږی. دا وګړی شیدی او له شیدو څخه جوړ نور خواړه نشی هضمولئ او د هغو د خوړلو وروسته ورته په کولمو کی د باد د زیاتوالی سره یوځای نس ناسته پیدا کیږی. دا وګړی که شیدی او له شیدو جوړ یو شمیر نور خوراکی توکی بند کړی یا له خوړو سره یوځای نوموړی انزایم وکاروی نو ښایی نس ناسته او د کولمو د ننه د ډېر باد د پیدا کیدو ستونزه یی له منځه لاړه شی. په طبی اسطلاح کی دا ستونزه د Lactase Deficiency په نوم یادیږی چی کټ مټ پښتو ژباړه یی د لکتیز انزایم کمښت ده.
شپږم: د غنمو په اوړو کی یوه ماده شتون لری چی د ګلوتین Gluten په نوم یادیږی. یو شمیر وګړی لدی مادی سره حساسیت لری او له خوړلو وروسته ورته نس ناسته پیدا کیږی. دا ډؤل ستونزه په طبی اسطلاح کی د Gluten Sensitive Enteropathy په نوم یادیږی. د دی ډؤل ځنډنئ نس ناستی د تشخیص په موخه یو شمیر ټسټونه په کتابونو کی ښودل کیږی مګر له بده مرغه څومره چی ما ته معلومات دی زمونږ په هېواد کی یا هیڅ نه کیږی او که کیږی نو ښایی نتیجه یی د ډاډ وړ نه وی. درملنه یی داسی صورت مومی چی دی ناروغانو ته د خوړو یو لیست ورکول کیږی او ورته وییل کیږی چی له ټولو هغه خوړو څخه ځان وساتی چی دا ماده پکی شتون لری د دی ډؤل خوړو څو بیلګی له غنمو او وربشو څخه جوړ شوی خواړه دی.
اووم: د کولمو التهابی سنډروم – د ځنډنئ نس ناستی دا ډؤل ډېر زیات لیدل کیږی. که ښه فکر ورته وکړو نو په حقیقت کی دا نس ناسته نده ځکه پدی ناروغئ کی اصلا د غایطه موادو اندازه ډېره نه وی بلکه ناروغ برابره اندازه میتیازی کوی مګر یوځل یی په بشپړ ډؤل کولمی نه خالی کیږی، د کولمو د خالی کولو په موخه ناروغ د یوځل په ځای دری یا څلور ځل تشناب ته ځی. په نورو ټکو پدی حالت کی د ناروغ کولمی ډېرې حساسی وی او د ډکو میتیازو د ټاکل شوی اندازی په ځای په لږ اندازه تنبیه او حاجت رفع کولو ته یی اړتیا پېښېږی، د عادی وګړو په خلاف د کولمو د ننه د لږ باد له کبله ورته د ګیډی درد پیدا کیږی، د حاجت رفع کولو وروسته ناروغ داسی فکر کوی چی حاجت یی پوره نده شوی، کولمو کی یی تاو او درد پاتی ده او باید نور هم په تشناب کی کښېنی. روغتیا پوهان پدی اند دی چی د دی ناروغئ اصلی لامل د اندېښنې Anxiety او ژور خپګان Depression ناروغی ده. که د عمل په ډګر کی وګورو نو د نورو ناروغیو د درملنی په پرتله دا ناروغان د خپګان او اندیښنی ضد درملنی سره ډېر ښه ځواب وایی لدی کبله دا نظریه ډېره غوره ښکاری. د کولمو التهابی سنډروم ته په طبی اسطلاح کی Irritable Bowel Syndrome یا په لنډ ډؤل IBS وایی.
اتم: د ځنډنئ نس ناستی یو شمیر نور لاملونه هم شتون لری چی خوراکی توکی پکی له کولمو څخه وینی ته نه جذبیږی یا په ساده ټکو د ناروغ کولمی پکی وچېږی او په ټوله کی ورته په طبی اسطلاح Malabsorption Syndrome وییل کیږی.
یادښت: ډېر ځل داسی کیږی چی د یوه لامل په ځای په ناروغ کی د ځنډنئ نس ناستی ډېر لاملونه شتون ولری او که یواځی د یوه لامل درملنه یی وشی نو ناروغ په بشپړ ډؤل نه رغیږی.
په درنښت.