د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر فیض الله (ثاقب)

14.12.2015 10:17    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) سم او ناسم تشخیص یعنی څه؟

کوم تشخیص سم او کوم ناسم ده؟

14.04.2015 09:02    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د چاغښت په اړه څو معلوماتی ټکی

چاغښت څه ته وایی؟ -- د انسان په بدن کی له عادی حالت څخه د وازدی (شحمو) ډېروالئ ته چاغښت وییل کیږی او په طبی اسطلاح کی ورته Obesity وایی.

29.03.2015 12:14    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی د سبب ګام په ګام لټون

کله چی یوه ښځه او خاوند پرلپسی شپږ میاشتی ګډ ژوند وکړی، د امیندوارئ د مخنیوی لاری چاری و نه کاروی او اولاد یی ونشی نو وییل کیږی چی ښایی د بی اولادی ستونزه ولری او باید د علت پلټنه یی وشی. روغتیاپوهان وایی چی د بی اولادئ له دریو څخه یوه برخه علتونه په نارینه، له دریو څخه یوه برخه علتونه په ښځينه او له دریو څخه یوه برخه په ښځينه او نارینه دواړو کی په ګډه شتون لری. سربیره پردی څېړنی ښیی چی د میرمن او خاوند په هرو سلو کی له ۵ څخه تر ۱۰ یی د بی اولادی ستونزه لری. په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه په طبی اسطلاح کی Male Infertility بلل کیږی. په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی لټون ګام په ګام په لاندی ډؤل کیږی.

10.03.2015 09:50    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د انسان بدن ته د سګرټو زیانونه

سګرټ څکؤل بدن ته څنګه زیان رسوی؟ -- درنو لوستونکو ډېر خلک پدی اند دی چی سګرټ څکؤل د انسان سینی یا په ځانګړی ډؤل تنفسی لاری ته زیان لری مګر دا باور په بشپړ ډؤل پدی صحیح نده چی دا عادت له سینی سربیره د بدن ټولو برخو ته زیان رسوی. په لنډ ډؤل د سګرټ څکولو زیانونو ته پدی ډؤل ګوته نیسو:

03.02.2015 10:04    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د وینی د کمښت په اړه معلومات

ولی یو انسان د وینی په کمښت اخته کیږی؟ ---- لمړئ - درنه لوستونکیه وینه د هډوکی په مغز کی جوړیږی نو د هډوکی د مغز هره ناروغی چی د دی لامل شی چی وینه جوړه نشی، وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. پدی ناروغیو کی یوه هغه ده چی د هډوکی مغز پکی وچ او وینه نه جوړوی او ورته په طبی اسطلاح کی Aplastic Anemia وایی. بله د هډوکی د مغز سرطانی پېښه ده چی په طبی اسطلاح کی یی Leukemia بولی. دوهم – د وینی حجری ټاکلئ عمر لری، کله چی ځړی شی نو د انسان په توری کی تخریب کیږی لدی کبله توری ته د وینی د حجرو هدیره هم وییل کیږی. کله کله د هډوکی په مغز کی وینه غلطه جوړیږی، دا ډؤل غلطه وینه لږ عمر لری او ژر په توری کی تخریب کیږی لدی کبله وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. د وینی د دی ډؤل کمښت بیلګه د تالاسیمیا Thalassemia په ناروغئ کی د وینی کمښت ده. دریم – د انسان په پښتورګی کی یو ډؤل ماده جوړیږی چی د ایریتروپویتین Erythropoietin هارمون په نوم یادیږی. دا ماده د هډوکی مغز ت

07.12.2014 11:06    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) په انسان ولی تبه راځی؟

د دی لیکنی پیل د انسانیت د ستر لارښود او د الله پاک د سپېڅلی استاذی پدی مبارک حدیث چی فرمایی: تبه او د تبی شدت د جهنم له اور نه دی دا دواړه په یخو اوبو ساړه کړئ.

06.12.2014 11:31    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ځنډنۍ نس ناسته

ځنډنئ نس ناسته کوم حالت ته وایی؟ - هغه وخت چی یو وګړئ میاشتی، کلونه او ان کله کله ټول عمر د عادی حالت خلاف ژر ژر اوبلنی ډکی میتیازی کوی نو ويیل کیږی چی هغه ځنډڼئ نس ناسته لری. په طبی اسطلاح کی دا حالت ته مزمنه نس ناسته یا Chronic Diarrhea وایی.

01.12.2014 10:11    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د ایډز د نړیوالی ورځې په پلمه

د الله پاک پدی سپېڅلی ایت چی وایی زنا ته مه نژدی کیږئ.

29.11.2014 10:45    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د نس ناستی په اړه لنډ معلومات

نس ناسته هغه حالت ده چی یو وګړئ پکی د عادی حالت په خلاف ژر ژر او بلنی ډکی میتیازی کوی. او د روغتیا پوهانو په اند دوه ډؤله ده چی یو یی د لڼد وخت لپاره نس ناسته (حاده نس ناسته) او بل یی ځنډنئ (یا اوږد مهاله) نس ناسته بلل کیږی..--------- لنډ مهاله نس ناسته هغه ده چی لږ وخت د بیلګی په ډؤل یوه ورځ یا څو ورځې دوام کوی او لدی وروسته پخپله یا د درملنی پوسیله په بشپړ ډؤل له منځه ځی مګر ځنډنئ نس ناسته بیا هغه ده چی میاشتی، کلونه او په ځنې وختونو کی ان ټول عمر په ناروغ کی شتون لری. یادؤنه کیږی چی دلته مونږ یواځی د لنډ مهالی نس ناستی په ستونزه خبری کوو او په ځنډنئ نس ناسته به وروسته رڼا واچوو.

08.11.2014 12:09    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د بدلو درملو د ډېروالی لاملونه

د یادؤنې ده چی بدل درمل هغه دی چی داسی کمپنئ جوړ کړی وی چی د هغی معیار د ډاډ وړ نه وی، په جوړولو کی یی له سټنډرډ لارو چارو څخه کار نه وی اخیستل شوئ. دا درمل په عمومی ډؤل یا په ناروغئ هیڅ اغیز نلری یا یی اغېز ډېر لږ وی یا که اغیز کوی نو ناوړه اغیزی یی دومره ډېری وی چی ناروغ یی د کارؤلو په وخت زغم نلری او ډېر ځل یی د درملنی د وخت له بشپړیدو مخکی بندوی.

05.11.2014 10:16    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) هومیوپیتیک طبابت څه ډؤل طبابت ده؟

دا چی زه د هومیوپیتیک طبابت مسلکی نه یم نو که کومه تېروتنه کوم له هر څه ړومبئ له ښاغلو هومیوپیتیک ډاکټر صاحبانو څخه بخښنه غواړم. دا چی هومیوپیتیک کتابونه می لږ لږ لوستی دی د همدی کتابونو په بنسټ پدی طبابت دا لیکنه کوم. د هومیوپیتیک ډاکټرانو په اند طبابت په دوه ډؤله ده. لمړئ هغه طبابت ده چی د یوی ناروغئ د علت په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. دا ډؤل طبابت ته الوپیتیک طبابت وایی. بېلګی یی روان معاصر طبابت ده چی زه یی هم ځان مسلکی او زده کوونکی بولم. بله بیلګه یی یونانی طبابت ده چی دلته هم د ناروغئ د سبب په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. ولی هومیوپیتیک طبابت بیا په بشپړه توګه بل ډؤل طبابت ده. پدی طبابت کی ناروغ ته د درملنی په موخه داسی مواد ورکول

04.11.2014 09:43    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ولی د انسان زړه سوځی

په اکثره حالتونو کی زړه نه بلکه مرئ سوځی.

04.11.2014 09:43    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د اندیښنی (تشویش) د ناروغئ په اړه لنډ معلومات

د تشویش ناروغی د ټولو نورو روانی ناروغیو په پرتله ډېره لیدل کیږی

19.09.2014 18:28    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د تور زیړی د مخنیوی لاری چاری

تور زیړئ یوه ډېره عامه روغتیایی ستونزه ده چی په ټوله کی په وروسته پاتی هیوادونو او په ځانګړی ډؤل زمونږ په هېواد کی په پراخه کچه وګړی پری اخته او یو شمیر یی د دی ناروغئ د اړونده پیچلتیاو له کبله له مړینی سره مخامخ کیږی. د یادؤنی ده چی تور زیړی د ګڼ شمیر ویروسونو له کبله منځ ته راځی چی بی او سی ډؤل یی دلته د یادؤنی ده. مونږ پدی لیکنه کی یواځی دهغه تور زیړی په اړه خبری کوو چی د بی ډؤل ویروس له کبله منځ ته راځی او په طبی اسطلاح کی ورته (Hepatitis B) وایی.

18.09.2014 15:10    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د کوما ناروغ ته مناسب وضعیت ورکؤل

- کوما کوم حالت ته وییل کیږی؟ که په ساده ټکو ووایو کله چی یو وګړی بی سده شی نو دا حالت د بی هوښئ یا کوما په نوم یادیږی پدی صورت کی ناروغ د غږ او ښورولو سره ځان یا سترګی نه ښوروی. ۲ - کوما څنګه منځ ته راځی؟

23.02.2014 19:39    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) آزادی یعنی څه؟

د آزادئ ټکئ هغه کلمه ده چی نن سبا د هرچا په خوله ښکته پورته کیږی، هرڅوک یی غواړی او هر څوک یی هیله مند ده ولی معنی یی ښایی د بیلابیلو وګړو په اند بیله وی او همدا د معنی بیلتون ده چی انسانی ټولنه په بیلابیلو ډلو ټپلو ویشی. د آزادئ معنی ښایی د ځنې وګړو په اند دا وی چی د انسان زړه هرڅه غواړی نو له کوم خنډ او بندیز پرته یی د کولو واک ولری. هیڅ کوم قانون یا مقام یی مخه ونه نیسی او پدی اړه د هیڅ ډؤل قانون یا مقام د لارښودنی منلو ته اړ نه وی. پدی معنی آزادی د نړئ په مخ ښایی هیڅ شتون ونلری او که فرض کړو چی انسان دی همداسی آزاد وی نو پدی صورت کی د انسان او یو وحشی ځناور تر منځ توپیر له منځه ځی او انسان نه داسی یو څاروئ جوړیږی چی بل د هیچا حق او عزت ته درناوئ نه کوی او څه یی چی زړه غواړی هغه کوی. خپله ګېده له هری ممکنی لاری څخه ډکوی، خپله جنسی اړتیا له هر ډؤل قانونی او اخلاقی مسولیت او خنډ پرته پوره کوی او دی ته ورته نوری ټولی چاری څنګه یی چی زړه غواړی سر ته رسوی.

06.01.2014 20:51    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د غلا او رشوت ترمنځ توپیرونه

غلا په توره شپه او رشوت په رڼا ورځ اخیستل کیږی.

05.09.2013 19:38    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) سزا که ترحم؟

مجرم ته سزا ورکول پخپله په مجرم ترحم ده.

01.05.2013 11:15    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د ښوونیز نظام موخې

د ښوونیز نظام موخی د زده کوونکی په رویه کی مثبت بدلون او داسی وګړی روزل دی چی د ټولنی خدمت وکړی.

01.10.2012 10:25    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ولی په دین کی څلور ښځې روا دی؟

ګرانه لوستونکيه: دا د يوه غير مسلمان پوښتنه ده چې د يوه مسلمان څخه چې محمود نومېږي شوې ده او نوموړي دا پوښتنه د اسلامي چارو يو کارپوه ته چې Fedal Soliman نومېږي وړاندې کړې ده.

10.08.2010 06:50    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د روژې په میاشت کې د الهی رحمتونو بېلګې

د انسانیت د ستر لارښود د سپېڅلې وینا سره سم د روژې لمړۍ لس ورځې د رحمت، دوهمې لس ورځې د ګناهونو د بخښنې (مغفرت) او درېمې لس یا نهه ورځې د دوزخ د اور څخه د خلاصون ورځې دی.

05.07.2010 07:59    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ښکلا څه شی ده؟

هر هغه څه چې د انسان پام ځان ته راواړوی، ورته زړه راښکونکی وی، په لیدلو ېې خوشحاله شی، مینه ېې راوپاروی او د هغې لاس ته راوړلو ته ېې وهڅوی ښاېې چې ښکلا ېې وبللی شو. بېځایه به نه وی که ښکلا په دوه ډولو ووېشو. ۱ - باطنی ښکلا ۲ - ظاهری ښکلا

15.05.2010 09:58    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) آیا مونږ بېګناه یو؟

که اوسنیو حالاتو ته ښه وګورو نو څرګنده ده چې نن مونږ په کور دننه او بهر له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان یو. په پاکستان کې مونږ نیول کېږو، بندی کېږو، وهل ډبول کېږو، او وژل کېږو. په ایران کې په همدې ډول.

11.02.2010 11:14    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) مسلمانی د انسانیت معراج

مسلمانی د انسانیت معراج