د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله به کله او څنګه راځي؟

عبدالباري جهاني 31.10.2014 19:43

د پاکستان د ډان ورځپاني د اکټوبر د یودیرشمي په ګڼه کي لیکلي دي چي د افغانستان جمهوریس ډاکټر اشرف غني په پیکینګ کي د افغانستان د سولي او بیا رغولو په باب کنفرانس ته په ینا کي وویل چي سوله زموږ تر ټولو لومړنی هدف دی. موږ سیاسي مخالفینوو په تیره بیا طالبانو ته بلنه ورکوو چي د افغانستان په خبرو اترو کي برخه واخلي او له خپلو ټولو بین المللی انډیوالانو څخه غوښتنه کوو چي د سولي د هغه تلاښونو ملاتړوکړي چي په افغانانو به اړه لري او رهبري به یې افغانان کوي.
د ډان ورځپاڼه لیکي چي ښاغلي اشرف غني زیاته کړه چي موږ به هیڅ ډلي ته دا اجازه ورنه کړو چي د افغانستان څخه د جنګ میدان جوړ کړي او له دې ځایه پر بین المللي سسټم باندي د حملو دپاره کار واخلي.
د ډان ورځپاڼي وروسته لیکلي دي چي د جمهوریس اشرف غني وروستی وینا د پخواني جمهوریس حامد کرزي له هغه دریځ سره یو څرګند توپیر لري چي طالبان به یې خپل وروڼه بلل او په افغانستان کي یې د متحده ایالاتو پر پوځي خضور باندي سخت انتقادونه کول.
ورځپاڼه لیکي چي طالبانو خپلو ځان مرګو حملو، د سړک د غاړي بمونو او پر پایتخت باندي د راکټونو حملو ته زور ورکړی دی، څو دا وښيي چي د غني احمدزي حکومت پایتخت نه سي ساتلای.
ورځپاڼه زیاتوي چي د چین صدراعظم لي چیانګ په خپله وینا کي وویل چي هغه هیواد په دې باور لري چي افغانستان خپلي ستونزي پخپله حلولای سي، مګر ګاونډي هیوادونه یې باید د سولي د هلو ځلو ملاتړ وکړي څو په هغه هیواد کي سوله او ثبات ټینګ سي. هغه وویل چي بین المللي ټولنه باید د افغانستان آزادي، استقلال او بین المللي حیثیت وپیژني، د هغه هیواد په داخلي چارو کي مداخله ونه کړي او د امنیت او ثبات په ټينګولو کي د هغه هیواد دهلو ځلو ملاتړ وکړي.
ورځپاڼي وروسته لیکلي دي چي چین له افغانستان سره د ښووني او روزني په برخه کي د ۳۳۰ میلیونو ډالرو مرسته ژمنه کړې ده او دغه راز یې د هغه هیواد د دریو زرو میلیارډو ډالرو په اندازه قیمتي ډبرو د راایستلو او انکشاف په پروژه کي خپله ژوره دلچسپي ښکاره کړې ده.
د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د چین د صدراعظم اشاره پرته له پاکستان او ایران څخه بل هیواد کیدلای نه سي. دواړه هیوادونه د افغنستان په داخلي چارو پر مداخلې او بې امنیتیو په ایجادولو کي پر خپل هر ډول رول باندي منکر دي. له ایران سره په دې باره کي ځکه چنداني ټینګ تماسونه نه دي نیول سوي او ځکه د افغانستان له خوا چنداني د انتقاد ګوته نه ده ورته نیوله سوې چي پخواني جمهوریس حامد کرزي د هغه هیواد له استخباراتو څخه په کال کي پر میلیونو ډالرو پټو او غیر قانوني ډکو بوجیو باندي، چي په هغه وخت کي په تهران کي د افغانستان د سفیر او اوسني سرپرست داخله وزیر عمر داوود زي په معرفي او منځګړتوب یې ترلاسه کولې، ښکاره اعتراف وکړ. موږ افغانان د نمک احترام لرو او باید همدا سي د نسبتا پټي خولې سلوک غوره سوی وای.
پاکستان هم په افغانستان کي پر خپلو څرګندو مداخلو باندي منکر دی. زه یقین لرم چي د افغانستان د امنیتي مقاماتو سره به په دې اړه په سل ګونو کره شواهد موجود وي، خو دا یې قواله په چايې منې. په اصطلاح د پاکستان چرګان ټول یوه پښه لري. پاکستان، لکه څرنګه چي د افغانستان له حکومت او خلکو سره په پته او ښکاره جګړه لګیا دی په هغه اندازه د طالبانو سره هم ښکاره ناځواني کوي. هغه طالبان چي د دوی له پالیسی او په پتو سترګو د هغه هیواد د پوځي استخباراتو اوامرو او هدایتونو منلو ته تیار نه وي په خپلو زندانونو کي شکنجه کوي او وژني یې او څوک چي له دوی سره سم سر ښوروي هغوی ته په سرحد او لویو ښارونو کي ځایونه ورکوي، او چي له چا سره یې لږ جنجال راسي او یا یې په وژلو یو څه امتیاز تر لاسه کولای سي نو د حقاني د زوی په څیر یې په سپینه ورځ په لویه لاره کي په ماشین ګنو غلبیل کړې او قاتل ځکه پیدا نه سي چي پخپله حکومت یې قاتل دی.
د افغانستان پخواني جمهوریس په خپله اوږده دیارلس کلنه دوره کي، چي افغانستان ته یې په اداري فساد کي په نړۍ کي کله د لومړي او کله د دوهم مقام افتخار ورګټلی وو، شل ځله پاکستان ته بې نتیجې سفرونه وکړل؛ په دې توګه یې هم خپل ځان، هم حکومت او هم افغانستان بې حیثیته او د پاکستان د سپکو ټلویزیوني ډرامو ریشخند کړ. کله به یې پاکستان ته د جنګ اعلان ورکړ او په سبا به یې بخښنه ورڅخه وغوښتله. کله به یې په افغانستان کي د پاکستان څرګندي مداخلې وغندلې او کله به یې ویل چي که امریکا پر پاکستان باندي حمله وکړي دی به د یوه ورور په حییث د پاکستان ملاتړ وکړي.
دا تر پایه معلومه نه سوه چي پاکستان زموږ څخه څه غواړي او موږ په خپل هیواد کي د هغه د څرګندو مداخلو د بندولو لپاره څه په لاس کي لرو او هغه هیواد ته، د غوښتني  په صورت کي، څه ورکولای سو. پاکستان ته د ښاغلي حامد کرزي د شلو سفرونو د ناکامیدلو یو عمده علت دغه خبره ده. نو یا خو حامد کرزي، پاکستان ته د خپلو سفرونو د نتایجو په باب، له خپل ملت څخه هر څه پټ ساتلي وه او یا د پاکستان حکومت هغه ته د خپلو نیتونو په باب څرګنده خبره نه وه کړې. په دواړو صورتونو کي له خبرو څخه هیڅ نه جوړیږي.
د طالبانو غوښتني معلومي دي. هغوی په افغانستان کي، پر خپل ماډل، د اسلامي نظام تینګول او له افغانستان څخه د ټولو خارجي قواوو د وتلو غوښتنه لري. چي په دې صورت کي به یو بل داخلي اور بلیږي او د ختمیدلو درک به یې یوازي خدای ج ته معلوم وي. خو لږ ترلږه غوښتني یې څرګندي دي او بیا هم خبري ورسره کیدلای سي. دلته یو څرګند دریځ لازم دی؛ او زما په عقیده د جمهوریس اشرف غني دغه وروستی دریځ روښانه او د تایید وړ دی. نه دا چي طالبانو ته د وروڼو خطاب وسي او په هغه ورځ، په هغه شپه او هغه شیبه هوايي او ځمکنی جنګ هم ورسره شروع وي.
که د وسله والو داړه مارانو، د مخدره موادو له قاچاقبرانو، مسلکي جنایتګارانو او سړي تښتونکو او نورو ډلو څخه را تیر سو نو د افغانستان سوله او امنیت په عمومي توګه د طالبانو حملو خراب کړی دی. جمهوریس حامد کرزي د سولي او ثبات د بیرته ټینګولو لپاره د افغانستان د سولي شورا جوړه کړه او ریاست یې، د طالبانو سوګند خوړلي دښمن، فقید رباني ته وسپاره؛ چي نه ده په طالبانو باور درلود او نه هغوی په ده اعتماد کولای سو. مرحوم رباني خپله ټوله شورا د داسي عناصرو څخه ډکه کړه چي شپږ کاله یې د طالبانو سره یا جګړې او یا مخالفتونه کړي وه او له هغوی سره یې له جنګ کولو پرته بله لاره نه سوای پيشنهادولای. جمهوریس کرزي، د رباني له وژل کیدلو څخه وروسته، د خپل عادت سره سم، دا مقام میراثي کړ او د سولي د شورا ریاست یې د هغه زوی صلاح الدین رباني ته، چي له طالبانو څخه په نفرت او دښمني کي تر خپل پلار کم نه دی، وسپاری. د سولي شورا، د تاسیس له ورځي څخه تر اوسه پوري، تقریبا هیڅ پرمختګ نه دی کړی، او ښايي په میلونو ډالره یې په لوړو تنخواګانو او لوکسو سفرونو لګولي وي.
دا څرګنده خبره ده چي د طالبانو، مطلق اکثریت، مشران پښتانه دي. په کار دا ده چي له هغوی سره د خبرو لپاره پښتانه مشران، د مجاهدینو پخواني پښتانه قوماندانان او مشران او له طالبانو څخه بیل سوي مشران وټاکل سي؛ دا کسان که د طالبانو له پالیسیو سره مخالفت لري نو لږ ترلږه یوه بل ته څرګند خصومت نه ښکاره کوي؛ او لومړنی ناستي به یې په نسبتا ښه نیت بشپړي سي.
ویل کیږي چي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هغه ولایت، او د ولایت په شاوخوا سیمو کي، د افغانستان تر ټولو ولایاتو نسبتا ښه امنیت ټینګ کړی دی. له دې ځوان قوماندان څخه، چي سواد هم نه لري، باید پوښتنه وسي چي د امنیت د ټینګولو لپاره یې څه جادو کړی دی. موږ یې اورو چي هغه د طالبانو او نورو جنایتکارو سړي تښتونکو، قاتلانو او د غلو له ډلو سره ډیر سخت سلوک کوي، او ځکه یې نو په خلکو کي ویره خپره کړې او څوک د امنیت خرابولو ته په یوه اسانه زړه نه ښه کوي. که خبره داسي ساده وي نو د هیلمند، کندوز، اوروزګان او نورو ناکرارو ولایاتو د مقاماتو لاسونه چا تړلي دي؟ هغوی ولي د جنرال عبدالرازق لاره نه تعقیبوي. په دې توګه به حکومت او د سولي موظف مقامات له طالبانو سره د قوت له موقف څخه د سولي خبري کوي او د هغوی د یوه شرط له منلو سره به خپل پنځه شرطونه ورباندي تحمیل کړای سي.
د افغانستان بې ساري اداري فساد، چي د مخکني حکومت تقریبا ټولو عالي رتبه او د ټيټي رتبې مامورینو لاس پکښي درلود، د امنیت او ثبات د ټیګیندلو په مخ کي تر تولو لوی خنډ دی؛ او دغه علت دی چي جمهوریس اشرف غني خپله لومړنی مبارزه دې خواته متوجه کړه. مګر د افغانستان په څیر یوه هیواد کي، د دې مزمني ناروغی پر ضد مبارزه هم څه اسانه کار نه دی. اسو شييټيډ پریس خبري آژانس د اکټوبر پر دوه ویشتمه رپوټ ورکړ چي په افغانستان کي په ۲۰۱۳ کال کي تر بل هر وخت زیات کوکنار کرل سوي دي، په داسي حال کي چي متحده ایالاتو د مخدره موادو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو لپاره د ۲۰۱۴ کال د جون تر میاشتي پوري تقریبا اوه عشاریه شپږ میلیارډه ډالره لګولي دي.
اسوشييټيډ پریس د بین المللي څارونکو له قوله رپوټ ورکړ چي په ۲۰۱۳ کال کي په ۲۰۹ زره هیکټاره مځکه کي کوکنار کرل سوي وه، په داسي حال کي چي په ۲۰۰۷ کال کي د کوکنارو د کښت او کروندې مځکه ۱۹۳ زره هیکټاره ته رسیدله. د امریکا څخه راغلي په میلیارډو ډالرونه او د کوکنارو له تولید او د هغه څخه د لاسته راغلو مخدره موادو د قاچاق څخه لاسته راغلي پیسې نه یوازي طالبان او د کوکنارو کروند ګر مصرفولای سي او نه هغوی دا توان لري چي دا مواد تر بین المللي بازارونو پوري ورسوي. په دې پراخه شبکه کي  د افغانستان له داخلي عالي رتبه مقاماتو څخه نیولې، د ګاونډیو هیوادونو تر مقاماتو  او ښايي د بین المللي هیوادونو تر جنرالانو پوري هر څوک جلا جلا ونډه ولري. البته د فساد مرکز بیا هم افغانستان دی او تر څو چي په افغانستان کي د فساد چینه وچه نه سي د خارجي فساد مخه نه سي نیول کیدلای.
نیویارک ټایمز ورځپاڼي د اکټوبر دوه ویشتمه  په خپل یوه بوګنونکي رپوټ کي د افغانستان په یوه شمالي ولایت کندوز کي د امنیتي وضع د سختو خرابیدلو او طالبانو د بې ساري نفوذ خبر ورکړ. ورځپاڼي رپوټ ورکړ چي طالبان لږترلږه په دوو اولسوالیو کي بشپړ کنټرول لري، او که سړی د افغانستان د پوځي تلفاتو ډیر سخت زیاتوالي ته وګوري نو په دې کي شک ورپيدا کیږي چي د افغانستان پوځ به د غربي هیوادونو له مرستي پرته خپل امنیت وساتلای سي. ورځپاڼه رپوټ ورکوي چي د کندوز د ولایت په دریو اولسوالیو، چهاردره، دشت آرچي او امام صاحب کي محلي او سیدونکي او پولیس د طالبانو د سختو ستونزو سره مخامخ دي  او پوځ او پولیس د طالبانو په مقابل کي موثر عملیات نه سي کولای. د کندوز د ښار یوه سوداګر حاجي امان خو وویل طالبان چي هر وخت وغواړي د کندوز مرکز نیولای سي. د نیویارک ټایمز ورځپاني رپوټ ورکړی دی چي ننګرهار، هیلمند او کاپیسا کي هم  وضع تر دې بهتره نه ده؛ او اوس چي د ایتلاف قواوو خپلي هوايي حملې ډیري کمي کړي دي نو طالبان غواړي چي د حکومت سره د لویو لویو ډلو په وسیله خپلي مټي وآزميي. د دفاع وزارت رپوټ ورکړی دی چي د روان کال د مارچ د میاشتي څخه د اګسټ ترمیاشتي پوري یې ۹۵۰ تنه تلفات ورکړي دي او داخله وزارت وايی چي په دغه موده( شپږو میاشتو) کي یې ۲۹۰۰ تنه پولیس وژل سوي دي.
دا چي ولي په کندوز کي طالبانو دونه زیات نفوذ کړی دی یو علت یې بیا هم په هغه ولایت کي ژور اداري فساد دی چي خلک یې، د نورو ولایاتو او مرکز په څير، تر سږمو رسولي دي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د کندوز ولایت د یوه اوسیدونکي له قوله لیکي چي د طالبانو قضايي سسټم تر حکومت بهتر دی او خلک ځکه هغوی خوښوي. محمد نظر وویل د طالبانو قضا چټکه ده او چه وايي هغه کوي. محلي اوسیدونکي وايي چي طالبانو د اوړي راهیسي د پولیسو تقریبا شل پوستې نیولي دي. طالبانو دا پرمختګ په ډیره اساني وکړ ځکه چي د هغو محلي خلکو همکاري ورسره وه چي د حکومتي مامورینو فساد تر پزي رسولي ول.
 د ډاکټر اشرف غني حکومت په خپلو لومړنیو شپو ورځو کي د ډیرو سختو ستونزو سره مخامخ دی. په داسي حال کي چي د لویدیځو هیوادونو پوځي او اقتصادي مرستي مخ پر کمیدلو دي هغه په دوو لویو جبهو کي د مقابلې سره مخامخ دی. که امنیت بهتر نه سي اداري فساد له منځه تللای نه سي او که اداري فساد له منځه ولاړ یا کم نه سي امنیت ټینګیدلای نه سي. کوم کاربه لومړی کوي. دا لوی سوال دی.