د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال خان خټک او د هغه عصر

عبدالباري جهاني 15.01.2015 22:40

خټک څوک دي؟

خټک د پښتنو د نورو لویو قبایلو په څېر یوه لویه قبیله ده او په زغرده ویلای سو چی له نورو ټولو قبایلو څخه یی لوی امتیاز په دې کی دی چی خوشحال خټک پکښی زېږېدلی دی. د خوشحال خان ژوند پخپله د پښتنو د فرهنګي، پوځي او سیاسی ژوند یو لوی او ځانګړی فصل دی. خټک له ډیری زمانې راهیسی په همدغه اوسنی سیمه کی، چی د یوسفزیو له مځکو څحخه نیولې د سیند د دریاب تر څنډو پوري غځېدلې ده اباد دي. د خټکو د قبیلې د سرچینې په باره کی، د پښتنو د نورو ډیرو پښتني قبایلو په څير، یوازي فوکلوري روایتونه موجود دي. انګریز محقق والټر بیلیو، چی د پښتني قبایلو په باره کی یی ښه زیات تحقیقات کړي دي، او کوښښ کوي چی د تقریبا ټولو پښتني قبایلو سرچینه راجپوت هندوانو ته ورسوي، په دې عقیده دی چی خټک هم د راجپوت قبیلو یو ښاخ دی. بیلیو وایی چی خټک په اصل کی د سلیمان د غرونو په ختیځو لمنو کی د شامل او برمل په علاقو کی اوسیدل. او په هغه سیمه کی ساتک، شاتک او شیتک بلل کیدل. خو کله چی د وزیرو قبیلي دوی له خپلی سیمي څخه مهاجرت کولو ته مجبور کړل نو دوی د شمال پر لور وخوځېدل او په هغه علاقه کی خپلو ګاونډیانو خټک وبلل.  بیلیو اتنوګرافي ص  ۱۰ البته د بیلیو دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده چی یو خو شیتک او ساتک په ښ نه لیکل کیږی چی د یوسفزیو او پیښور د سیمي په لهجه کي په خټک تبدیل سي او بل دا چي شیتک پخپله د کرلاڼي یوه لویه قبیله ده چی پر لس هاوو ښاخونو ویشل سوې ده او په لس هاوو لویی او وړې قبیلي ورته منسوبي دي. او له خټکو سره، پرته له دې چی دواړه د کرلاڼي قبیلي ته منسوب دي، نور نیژدیکت نه لري.
د خټکو په باره کي، د پښتنو د نورو قبایلو په څیر، لیکلي معلومات نه لرو، خو د قبایلو په باب تقریبا ټول لیکل سوي متنونه موږ ته وایی چی خټک له خپل لومړني ټاټوبي څخه په زور ایستل سوي او دغی اوسنی سیمي ته په مهاجرت کولو مجبور سوي دي. طبیعی خبره ده چي په خپل وروستي ټاټوبي کی هم نورو شاوخوا پښتني قبایلو پر ارامه نه دي پرې ایښي. دغه علت دی چی د خوشحال خان د کورنی مشران، په عمومي صورت، د نورو قبایلو او د خټکو د لویی قبیلې په دننه کي د خپلو تربرونو سره په جنګونو کي وژل سوي او یا یی ټول عمر په جنګونو کی تیر کړی او پر نورو یی وار د مخه کړی دی.

په ابا او په اجداد خان او سردار یم
کارنامې لرم د جنګ او د جدال
که بری که هزیمت واړه لیدلي
خوی خصلت لرم د قتل د قتال
پلار نیکه مي شهیدان و ګورته تللي
پښت پر پښت مي هنر دادی آل په آل
که د جنګ د پرهارونو درته وایم
چي له درده مي په تن وو لکه نال
یو پرهار به مي لاروغ په وجود نه وو
 بل پرهار به مي په تن شو یا په ډال
چي قضا د سړي نه وي سړی نه مري
که یی درست صورت په غشیو شي غربال
قدر دان زما د کار شاه جهان وو
د اورنګ بادشاه ښکاره دی خود احوال
په پښتو ژبه کی موږ ته بل هیڅ شاعر داسي دیوان او اشعار نه دي پرې ایښي چی د خپلي ټولي زمانې او شاوخوا چاپیریال د پیښو او اجتماعي شرایطو د بشپړ تاریخ حیثیت دي ولري. هغه حتی خپل شخصی ښه او بد دونه سپین ویلي دي چي په بیخي لږو انسانانو کی یی په دونه څرګند ډول د اظهارولو جرأت لیده کیږی.
د خوشحال خان خټک د لمسي افضل خان خټک له کتاب، تاریخ مرصع، څرګندیږی چی ، د ملک اکوړي له زمانې څخه نیولې بیا د اورنګزیب په بندیخانه کی د خوشحال خان تر زنداني کیدلو پوري، د خټکو تقریبا ټول قام، د خپلو سردارانو او خانانو تر رهبری لاندي، د یوسفزیو او اپریدیو په مقابل کی د مغولو په ګټه جنګیدلي دي. د بند څخه د خوشحال خټک د خوشي کیدلو نه وروسته د خټکو په قام کي ډیر لوی اختلافات منځته راغلي دي. څوک د مغولو سره دریدلي، څوک هسي په خپله مخه تللي او بیطرف پاته سوي او چا د مغولو په مقابل کي توري ته لاس اچولی دی. د خوشحال خان لمسی افضل خان، چي خوشحال خان پخپله د خټکو خاني ور تسلیم کړې وه، تر مرګه د مغولو سره وفادار پاته سو او د خوشحال خان خټک زوی بهرام، چی د خپل پلاراو مشر ورور اشرف خان په مقابل کی یی د مغولو نوکري غوره کړې وه، کله کله له مغولو سره جنګیدلی دی. یو ځای خو موږ ګورو چی د اورنګزیب زوی بهادر شاه په کال ۱۷۱۰ کي د بنو څخه حرکت کوي او د سین په تنګي کي د وزیرو، دوړو او د خوست اولسونه حملې ورباندي کوي او لښکر یی دړي وړي کیږی. په ډیر زحمت ځان تر کابله رسوي او په لاره کی بهرام د خیانت په تور بندي کوي، خو بهرام په کابل کی تښتي، د غلجیو او بنګښو پر لار څوترې ته رسیږی او هلته د مغولو په مقابل کی په ښورښونو او حملو کی برخه اخلي. ( ۲ تاریخ مرصع ص ۳۵۷ )
البته په کال ۱۷۰۷ کی د مغولو د وروستي مقتدر پاچا اورنګزیب تر وفات وروسته بیا په کال ۱۸۵۷ کی د انګریزانو په لاس د مغولو د سلطنت تر وروستي سقوط پوري د مغولو په دولت کی دونه زور پاته نه سو چی یا د پښتنو په سیمو کی پوځونه تیر کړي او یا له هغوي څخه منظمه مالیه واخلي. پښتنو قبایلو او اولسونو، ټولو په هر ځای کی، د خپلو سردارانو او خانانو تر بیرغونو لاندي،  په مستقله توګه ژوند کاوه او د خپلو سردارانو په مشري یی په وړو او لویو جنګونو کي برخه اخیستله. په کال ۱۷۱۰ کی پر مغولي پوځونو باندي د اشنغر اولسونو حمله وکړه او یوسفزي یی هم مرستي ته را وبلل. په هغه جنګ کی د مغولو د پوځ له زرو سپرو او پیاده عسکرو څخه ایله څلویښت تنه ژوندي او روغ پاته سول او باقي پاته یی ټول تلف سول. پښتنو ډیري اولجې وکړې. خو کله چی یی له افضل خان څخه د مرستي او ملګرتوب غوښتنه وکړه نو افضل خان ورته وویل چی زما له مغولو سره دښمني نسته. زما په سیمه تاسي غرض مه لری او زه به ستاسي سره غرض نه کوم. ګواکي افضل خان، سره له هغه چی د مغولو سره یی دوستي درلوده، په دغه جنګ کي بیطرفي اختیاره کړه. ( ۳ هغه کتاب ص ص ۳۹۰-۳۹۱ )
افضل خان لا ډیر ځوان وو چی خوشحال خان هغه ته خپله خاني ورتسلیم کړه، او طبیعی خبره ده چی دا د خټکو د قبیلې د نورو مشرانو، د هغه د تربرونو او د اکاګانو لپاره، چی هر یوه، که خاني د ځان حق نه باله نو، لږ ترلږه افضل خان یی هم د مشر په حیث نه سو منلای، د منلو وړخبره نه وه. راورټی وایی چی د خوشحال خان زوی عبدالقادر خان خټک غوښتل چی د خټکو خاني هغه ته ورکړه سي. له هغه سره خپلو نورو وروڼو ملګرتوب وکړ خو ګټه یی ونه کړه. افضل خان د هغه وخت د رواج سره سم بله چاره ونه لیده او عبدالقار خان او د هغه لس وروڼه او د هغوی ځینی زامن یی په زمان ګهړي کی میلمانه کړل او ټول یی ووژل او په یوه قبر کی یی ښخ کړل. په دې توګه یی ځان بیغمه کړ او خاني یی ترلاسه کړه.  ( ۴ راورټي سیلیکشن ص ۲۶۹). البته راورټی موږ ته نه وایی چی دا معلومات یی له کومه کړي دي خو افضل خان لیکلي دي چی آخر کار په هسی حد ورسید چی له صلاح په فساد راغی او مصلحت می تر وهلو، شړلو وژلو په قید کی ولیدی. په کال ۱۷۱۲ کی عبدالقادر خان او شهباز خان د فرزندانو سره او عبدالله او محمد مي واړه قید کړل. مفسدان دوی وو. فساد له دوی نه وو. چی دوی دلې په قید شول فساد هم ختم شو. ( ۵ تاریخ مرصع ص ۴۰۸)   که څه هم چي افضل خان د هغوی پر وژلو باندي اقرار نه کوي خو له وینا څخه یی داسي ښکاري چی د راورټي خبره به سمه وي. ځکه چی افضل خان هغوی ته مفسدان وایی او وایی چی د هغوی له نیول کیدلو سره فساد ختم سو. ځکه چي د ادبیاتو په هیڅ تاریخ کی د عبدالقادر خان خټک د مړیني نیټې ته کومه اشاره نه ده سوې.
د افضل خان خټک د وفات څخه وروسته د هغه د کورنۍ او د خټکو د قبیلې په منځ کی بیا اختلافات پیدا سول. د افضل خان درې، د یادوني وړ، زامن پاته سول. سعدالله خان، محمد علي خان او مشهور شاعر کاظم خان شیدا. داسي ښکاري چی کاظم خان شیدا د کورنیو اختلافاتو له امله خپله سیمه پرې ایښې او هند ته په مهاجرت کولو مجبور سوی وي. ځکه چي په خپلو ډیرو زیاتو شعرونو کی د روه او د خپل پلرني ټاټوبي سرای یادونه او د لیدلو ارمانونه کوي. او ښایی دا ارمان یی تر مرګه پوره سوی نه وي. سعدالله خان په اکوړه کي خاني اعلان کړه او محمد علي خان تیرې ته ولاړ.د احمد شاه دراني په پاچهي کی د سعدالله خان زوی سعادت خان له شاهي پوځونو سر ه هند ته ولاړ او هلته یی ډیره مړانه وښودله. په دغه وخت کی د محمد علي خان زوی لښکرخان پر اکوړه باندي حمله وکړه او سعدالله خان یی وواژه. سعادت خان ډیر ژر خپل کسات واخیست او لښکر خان یی وواژه. تیمور شاه دراني هغه ته د سرفراز خان لقب ورکړ او دا د خټکو وروستنی مشر دی چی پر خپله ټوله قبیله یی حکومت کړی دی. (۶ مغول امپایر ص ۲۳۴)
د خوشحال خان خټک زمانه او چاپیریال:

د خټکو تحریک نه د بېگانه گانو او استبداد په مقابل کی د پښتنو لومړنی، نه وروستنی او نه تر ټولو پراخ تحریک دی. بلکه د پښتنو د مقاومتونو د اوږده تاریخ په ځنځیر کی د یوې مهمی کړۍ حيثيت لری.
هغه وخت چی په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلې نوم اخیستل کېږی، یو سفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلا ل الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو. او د خټکو قبیلې ، په تېره بیا د تري څانگه، چی د خوشحال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، د مغولو په خدمت کی ودرېده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو د ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله. مغول پاچا په بدل کی د اټک څخه تر نوښاره پوری ټولی ځمکي د تري قبیلې مشر، ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړې او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یې هم دغی قبیلې ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو ترلاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه لگیا وه، بلکه د خټکو د قبیلې د تري او بولاق لویی او مهمي څانگی هم په خپلو کی په داخلي جنگونو لگیا وې. په دغو جنگونو کی په لس گونو او کله په سل گونو جنگی مېړونه پرېوتل او پښتنو قبایلو د یوه بل کلي سوځول او چورول.
په هغو شرایطو کی د مغولو د شاهنشاهانو او نورو لویو پاچاهانو او فاتحینو په خدمت کی درېدل ، د هغوی دپاره توري وهل، د هغوی دپاره د اولسونو اېلول او د ښارونو فتح کول د هر سپه سالار او جا گیردار او په مجموع کی د هري قبیلې او قوم بېل افتخار وو، او لویو پاچاهانو او فاتحینو ته د نن په مفهوم د بېگانه په سترگه نه کتل کېدل. که پښتنو خانانو او قومي مشرانو د هندوستان د مغولي پاچاهانو خدمتونه کول او منصوبه یی تر لاسه کول نو د مغولو د پاچاهی څخه مخکی د سوري پاچاهانو او لودي پښتنو پاچاهانو په دربارونو کی هم د نورو قومونو، او حتی راجپوتانو او جاټانو، چي په هندي قومونو کی یی د اشرافو حیثیت درلود، مشرانو خدمتونه کول او لوی لوی منصبونه یې ترلاسه کول. په هند کی د نورو مسلمانو پاچاهانو او واکدارانو په پوځ او اداره کی ، په تېره بیا د مغولو په پوځی خدمت او ملکي چارو کی په سل هاوو زره هندوان په خدمت لگیا وه، په داسی حال کی چی مسلمانو واکدارانو د هغوی خاوره ورڅخه لاندی کړې وه، او ډېرو مسلمانو پاچاهانو او د هغوی جنرالانو د سرونو د وهلو او مالونو د لوټلو ترڅنگ د هغوی لوی لوی معبدونه وران کړي وه. مغول شاهنشاه محی الدین اورنگزېب نه یوازي په لومړي سر کی د نویو معبدونو جوړېدل منع کړل، ور پسې یې د زړو معبدونو ترمیمول بند کړل، بلکه د خپل فرمان په دریمه مرحله کی یې د معبدونو د خرابولو حکم صادر کړ. ( ۷  مغول امپایر ص ۲۳۴-۲۳۵)
خو هم هندو راجاگانو او مبارزینو او هم پښتنو مشرانو او لویانو په خپل وار د مستبدینو په مقابل کی قیامونه کړي دي او کله کله خو یې د سرونو په کاسو کی اوبه ورکړي دي او د دې تر څنگ یې بیا د هغوی سلطنتونو ته داسی زړه ور جنرالان ورکړي دي چی د هغوی د فتوحاتو د تاریخ سره یې نومونه د تل لپاره ژوندي پاته سوي دي.
لنډه داچي د خوشال خان خټک او له هغه څخه مخکي او وروسته کلونو کی ډهلي او آګره د مسلمانانو د قدرت مرکزونه ول چی د پیړیو راهیسی د مسلمانانو په لاس کی ول، او پښتنو هغو ته د بیګانه په سترګه نه بلکه د مسلمانانو په سترګه کتل. د لودي او سوري پښتنو پاچاهانو څخه مخکي د هند د ډیري زیاتي برخي قدرت د ترکانو پاچاهانو په لاس کی وو. او پښتانه د هغوی منصبداران او ساتونکي ول او کله چی د ډهلي او آګرې او تر دکن او بنګال پوري قدرت د پښتنو پاچاهانو لاسته ورغی نو هماغه ترک جنرالان د پښتنو په خدمت کی ودریدل.

 مغول او پښتانه
د پښتنو او مغولو ، په تیره بیا د ډهلي د مغولو پاچاهانو، ترمنځ تضاد او دښمني، لکه څرنګه چي فکر یې کیږي هغسي ذاتي او خوني دښمني نه وه. په اصل کي پښتنو د هر هغه قدرت او سلطنت سره مخالفت کاوه چي د دوی څخه یې مالیې او عسکري خدمتونه غوښتل. دغه راز د خیبر پښتنو، او د خیبر د شاوخوا اوسیدونکو قومونو بنګښو، اورکزیو او توریو د ټولو سوداګرو او دغه راز د پاچاهانو د کاروانونو او خزانو لاري نیولې او په خپلو سیمو کي د تیریدلو باج یې ورڅخه اخیستی.
یو سفزي د ډهلي، آګرې او کابل د پاچاهیو د خزانو او کاروانونو په لاره کي پراته نه وه بلکه د هغوی دښمني د پاچاهانو له خوا د دوی د شنو اورشوګانو او مځکو د لاندي کولو او د هغوی خاص قبیلوي سسټم او د قدرت او مځکو د ویش سسټم ته د تغیر ورکولو له امله وه.
خان جهان لودي ، چی وروسته د شاه جهان په مقابل کی یاغي سو او د خپلو ټولو زامنو او نیژدې ملگرو سره یو ځای د مغولو په مقابل کی په جنگونو کی ووژل سو، د مغول جهانگیر په پوځ کی پنځه زری منصب او د فرزند خان لقب درلود. خان جهان لودي د شاه جهان د پاچهی په لومړیو شپو ورځو کی په پوځ کی اوه زری منصب، چی په هغه وخت کی تر ټولو لوړ مقام وو، ترلاسه کړ. کمال الدین روهیله، چی د خان جهان لودي د ښورښ په ملاتړ له شاه جهان څخه یاغي او د روښانیانو سره یو ځای سو، د شاه جهان په زمانه کي يې په پوځ کی څلور زري منصب او د شېرخان لقب درلود. ( ۸  شاه جهان نامه  لومړی توک ص ص   ۳۱۴-۳۱۵)
نظربهادر خویشکی یو بل پښتون منصبدار وو چي د شهزاده پرویز په پوځ کي د شهزاده خرم په مقابل کي، چي وروسته شاه جهان سو، وجنګیدی. شهزاده خرم سوګند کړی وو چي که زه پاچا سوم هغه به حتما وژڼم. خو وروسته یې وکتل چي له هغه څخه کار اخیستلای سي نو دوه زري منصب یې ورکړ، څلور زري یې کړ او پنځه زري منصب یې ورکړ. دغه راز د جهانګیر په زمانه کي شمس الدین خان او د اورنګ زیب په زمانه کي قطب الدین خان څلور زري منصب درلود. ویل کیږي چي قطب الدین خان ته یې پنځه نیوي زره آسونه وربخښلي ول.  ۹    تاریخ مرصع ص ۲۲۹
اورنګزیب د بهلول په نوم یوه پښتانه جنرال ته اوه زري منصب ورکړی وو. میا خان، چي د بهلول د قبیلي څخه وو، پنځه زري منصب یې درلود. د خضر خان پڼي زوی ته یې پنځه زري منصب ورکړی وو، یوه بل پښتون داوود خان هم پنځه زري منصب درلود. او د اورنګزیب زوی بهادر شاه یې ځکه منصب اوه زري کړ چي له هغه سره یې د هغه د ورور اعظم شاه په وهلو کي مرسته کړې وه.دغه راز یې د بیجاپور صوبه داري هم ورکړه. د پیښور غوریه خیل مومند حسن خان پنځه زري منصب درلود. د هغه ورور عبدالنبي خان مومند څلور زري منصب درلود.  ۱۰   تاریخ مرصع   ص ۲۰۳
د جلال الدین روښاني زوی اود پیر روښان لمسي اله داد د جهانگیر په پوځ کی څلور زري منصب او د رشید خان لقب درلود.  ۱۱ شاه جهان نامه لومړی ټوک ص ص ۳۱۴-۳۱۵  رشید خان د شاه جهان مغول د پاچهی په څلورم کال ١٦٢٥ کی د دکن په هغه جنگ کی برخه درلوده چی شهباز خان روهیله پښتون، چی څلور زري منصب یې درلود، د خپل زوی سره یو ځای ووژل سو. بهادرخان روهیله پښتون، چی پنځه زري منصب یې درلود، په هغه جنگ کی ډېر سخت ټپی سو او په میدان کی ولوېدی. د رشید خان ورور او نیژدې خپلوان په هغه جنگ کی ووژل سول او خپله رشید خان ډېر سخت ټپی سو.۱۲  ماثرالامرا دوهم توک ص ۶۰۰   د هغه زوی الهام الله خان د خپل پلار رشید خان د وفات څخه وروسته د مغول شاهنشاه اورنگزیب په دربار کی درې زري منصب او د رشید خان لقب درلود. دغه راز د جلا الدین روښاني بل زوی هادي داد خان تر مرگه پوری د مغول شاه جهان منصبدار وو  ۱۳  هغه کتاب هغه مخ    د جلال الدین روښاني دریم زوی میاداد تر مرگه پوری د مغولو په دربار کی منصب درلود.۱۴ هغه کتاب ص  ۲۰۶
  ګواکي د خوشحال خان په زمانه کي او د خوشحال څخه مخکي او وروسته کلونو کي پښتانه، د دې پرځای چي د ډهلي او کابل له دربارونو او پوځونو سره وجنګیږي، زیاتره په خپلو منځونو کي په جګړو لګیا ول، او یا که یې د شاهي پوځیانو سره جګړې کولې نو زیاتره یې د هغوی خزانو او کاروانونو ته لاري نیولې، یا یې د خپلو مځکو او امتیازاتو د ساتلو لپاره جګړې کولې او یا یې د یوې قبیلې سره د بلي قبیلې د دښمنی له امله، چي هغه به د حکومت طرفداره او یا دربار ته ایل وه، د ډهلي له سلطنتونو سره نښتي منځته راتلې. اصلي خبره دا ده چي د مغولو له پاچهی څخه مخکي، د پښتنو، سیدانو او ترکانو د سلطنتونو په وخت کي د پښتنو سیمو ته چا چنداني خطر نه وو متوجه کړی. له هرات څخه تر کابل، بدخشان او ماورالنهر پوري پراخي سیمي د هرات د تیموریانو په لاس کي وې. سوات، باجوړ، خیبر، کوهاټ او نورو پښتني سیمو زیاتره خپله بشپړه خپلواکي درلوده او د خپلو لویو او وړو خانانو تر لاس لاندي یې، د خپلو خاصو قبیلوي قوانیو سره سم ژوند کاوه. د مغولو له دولت څخه مخکي چي هر لوی فاتح د پښتنو سیمو ته راغلی دی نو د یوه توپان په څیر تیر سوی دی. خو د ډهلي د مغولو سلطنت له ډهلي او کښته په جنوب کي تر دکن، بیا په شمال کي تر کشمیر، تر کابل، بدخشان او غزني پوري سیمي په دایمي ډول کنترولولې او په دې ټولو سیمو او لویو او وړو سیمو کي یې صوبه داران او حاکمان کښینولي ول. په دې پراخ قلمرو کي د کابل د شاوخوا، د پیښور او سوات د شاوخوا او د خیبر او کوهاټ د سیمي ټول پښتانه راتلل. په دې توګه پښتانه، پر خپلو داخلي دښمنیو او جګړو برسیره د یوه منظم دولت سره، چي له دوی څخه یې مالیې، راهداری او عسکر غوښتل مخامخ سول. دوی مجبور ول چي کله د خپلو قبیلوي دښمنانو د وهلو او کله د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د دې لوی او منظم قوت سره ملګري سي او یا مخامخ ورسره وجنګیږي. په دې منځ کي به زیاتره وختونه سرحد ورک سو. د خټکو یوه برخه به مغولو او بله برخه به یې د مخالفینو سره ودریده. اپریدي، بنګښ او اورکزي به کله کله ټول له مغولو سره ودریدل او کله کله به یې لاري ورته ونیولې او داسي تلفات به یې ور واړول چي د مغولو دولت به یې د حیثیت او قدرت له مخي زخمي کړ. د روښانیانو د کورنۍ، چي د مغولو تر ټولو سرسخت دښمنان ول، دیر مهم کسان تر مرګه له مغولو سره ودریدل او د مغولو د ګټو د خوندي کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې.
رشیدخان، میاداد، هادی داد او د نورالدین روښاني زوی میرزاخان انصاری په داسی وخت کی د مغولو د پوځ منصبداران وه چی د شیخ عمر زوی اود پیر روښان لمسي احداد او د جلال الدین روښاني بل زوی او د پیر روښان لمسي کریم داد د مغولو د شاهنشاه د پوځیانو او صوبه دارانو دپاره د پښتونخوا سیمه سره تبۍ کړې وه ، او خان جهان لودي، چی د شاه جهان په مقابل کی یې بیرغ پورته کړی وو، غوښتل چی پېښور ته ځان ورسوي او دهغو پښتنو سره یو ځای سی چی د مغولو په مقابل کی یې وسلې را اخیستي وې.۱۵   شاه جهان نامه دریم ټوک  ص ۳۸۱
دا وخت د پېښور د ښار ، سوات، باجوړ او د خیبر د درې د شاوخوا اوسېدونکو قبایلو خپل اختلافات شاته پرې ایښي وه او بنگښ، توري، د اشنغر محمدزي، گگیاڼي، خلیل، مهمند، یوسفزي او ترکلاني پښتانه ټول په یوه آواز د روښانیانو د مشر، احداد د زوی عبدالقادر او د جلال الدین د زوی کریمداد تر مشرۍ لاندی راټول سوي وه او د مغولو څلور زري جنرال رشیدخان روهیله هم ځان ور رسولی وو او داسی پښتني سیمه پاته نه وه چی مغولو ستونزي نه پکښی درلودلې.۱۶  ماثر جهانګیري ایلیوټ شپږم توک ص ۴۴۰
په زړه پوری خبره داده چی روښاني ادبیات هم د جلال الدین زوی رشید خان او د هغه وروڼو او میرزاخان ته، چی د مغول جهانگیر او شاه جهان په خدمت کی ولاړ وه، د مخالف او غلیم په سترگه نه گوري او په حالنامه کی، چی د روښانیانو مفصل، او تر ډېره ځایه پوری د اعتبار وړ تاریخ دی، رشید خان تر پایه پوری خان عالی شان بولی. او هغه او میرزا خان انصاری، د روښانيانو د نورو مشرانو په څېر، په ډېر درانده نامه یادوی.
د بلی خوا که څه هم چی د پښتنو تقریبا ټول قبایل د مغولو سره مخالف وه او هر وخت به چی موقع ورته برابره سوه په لویو او کوچنیو ښورښونو به یې لاس پوری کاوه ، خو دهغوی په خپلو منځونو کی نظم او یووالی موجود نه وو. د مغولو له دښمنی او لښکرکښی څخه به لا بېغمه سوي نه وه چی د یوه بل په وینو به یې لاسونه سره کړل. مگر په دغه حال کی یې هم د مغولو یو واکمن پر کراره نه دی پرې ایښی. او هغوی په خپل ټول قوت نه سو کولای چی یوازي د پوځ او توپونو په زور د هغوی قوت مات کړی. نو د زور تر څنگ به یې تل د زرو څخه کار اخیستی. په یوه وخت کی خو مغول اورنگزیب مجبور سو چی د خپلو تجارتي کاروانونو ، خزانو او پوځونو د سالمو تېرولو په بدل کی د پښتنو قبایلو له مشرانو سره هر یوه ته په کال کی شپږ لکه روپۍ ومني. مگر مغولو نه په زور او نه په زرو دا سیمه کراره کړه، او وخت په وخت به نوي مشران پیدا کېدل او ناکرارۍ او ستونزي به یې پیدا کولې. ۱۷ شاه جهان نامه لومړی ټوک ص ۳۱۵
په دغه وخت کی چی پښتنو مشرانو د مغولو ډېر قوي واکمنان ، صوبه داران او جنرالان کراری ته نه وه پرې ایښي، په خپلو کی یې نه یوازي دایمی یووالی نه درلود، بلکه د یوه بل پر قواوو او پوځونو به یې داسی زوروري حملې کولې او دونه تلفات به یې یوه بل ته واړول چی د مغولو دولت اوپوځ نه سوای ورته رسولای. د کال ١٦١٦ په شاوخوا کی د مغول جهانگیر د پاچاهۍ په یوولسم کال قدم اپرېدی، چی د مغول دربار یو ملگری او طرفدار قومی مشر وو، او د خیبر د لاري ساتنه یې پر غاړه درلوده، اود خیبر د درې ټوله راهداري په ده اړه درلوده، یاغی سو او د اپرېدیو ټوله سیمه یې ناکراره کړه. ١۸ مغول امپایر  ص ۲۳۱  قدم او د هغه ملگري اسحق اپرېدي د دې ترڅنگ نه یوازي د احداد روښاني متابعت ونه مانه ، بلکه د هغه قدرت ته یې خطر متوجه کړ. جهانگیر د قدم او اسحق د ښورښ د ځبلو دپاره د رشید خان څخه مرسته وغوښتله او هغه میرزا خان انصاري ته ولیکل چی د روښانیانو په مرسته د قدم او اسحق چاره وکړي. میرزا خان انصاري د یوسف اپرېدي، چی د قدم او اسحق سره یې تربور گلوي درلوده، او د روښانیانو په مرسته، قدم او اسحق له منځه یوړل. کله چی د قدم او اسحق د وژل کېدلو خبر جهانگیر مغول ته ورسېدی نو هغه میرزاخان انصاري، د جلال الدین زوی میاداد او د حالنامې د مولف پلار ابوبکر منصبونه زیات کړل او ټولو ته یې یوه یوه توره ورکړه.             ۱۹    توزوک جهانګیري لومړی ټوک ص ۳۲۱

د خټکو قبیله او مغول:

د جلال الدین اکبر د زمانې څخه مخکی د خټکو د قبیلې په باره کی چنداني معلومات نسته، خو د یوه ځایه څخه بل ځای ته د کوچېدلو او کوچول کېدلو څخه یې ښکاري چی د هغه وخت د زورورو پښتني قبیلو، یوسفزیو ، وزیرو، بنگښو او اورکزیو په مقابل کی ډېر کمزوري دي او د خپلو سرحداتو او مځکو څخه چنداني د دفاع کولو توان نه لری. ۲۰   حیات افغاني  ص ۲۰۱
کله چی د جلال الدین اکبر ناسکه ورور میرزاحکیم، چی د کابل صوبه دار وو، د ډهلي د تخت د نیولو په غرض له کابل څخه را وخوځېدی او لاهور یې ونیوی، نو اکبر د هغه سره د مقابلې او هغه ته د سزا ورکولو دپاره روان سو. میرزاحکیم سمدستی لاهور خوشی کړ او بیرته کابل ته پر شا سو. اکبرپاچا په دغه کال ١٥٨١ د اباسین پر غاړه د اټک قلا جوړه کړه. اکبر په دغه سیمه کی د څه مودې دپاره پاته سو او په دغه وخت کی د خوشحال خان ور نیکه ملک اکوړی، چی د خوشحال خان په قول یې د خپلو زړه ورو سپرو په مرسته د مغولو د تجارتی کاروانونو امنیت خراب کړی وو، په ورین تندي ومانه او هغه ته یې له اټک څخه تر نوښاره پوری د لارو امنیت وسپاره. ۲۱ هغه کتاب  ص ۲۱۰  جلال الدین اکبر ملک اکوړي ته د لویی لاری د ساتلو د خدمت په بدل کی د خیراباد څخه تر نوښار پوری مځکی په جاگیر کی ورکړې. اکبر دغه راز د بټني، موسی دره، جلوزي او سپین خاک د ټولو سیمو مالیات هغه ته ورکړل او د دې ترڅنگ یې د هغو کښتیو څخه د پیسو اخیستلو، یا په اصطلاح راهداري اخیستلو امتیاز هم ورکړ چی د اټک له قلا سره د سیند له اوبو څخه پوری وتلې. ۲۲   تاریخ مرصع ص ۲۶۷
ملک اکوړی د خټکو د بولاق د قبیلې سره په جنگ کی ووژل سو. د هغه زوی یحیی خان او د یحیی خان زوی عالم خان د خټکو د حسن خېلو د څانگی د څینیو د ټبر سره، چی د یحیی خان تربرونه وه، په جنگ کی ووژل سول. د یحیی خان بل زوی شهباز خان، چی د خوشحال خان خټک پلاروو، د خپل پلار او ورور د وینو د بدل اخیستلو په منظور د څینیو پر کلیو باندی حمله وکړه. ډېر کسان یې قتل کړل او د څینیو ډېر کلي یې وسوځول. ۲۳  هغه کتاب ص  ص  ۲۶۹-۲۷۱
مغولي پاچاهانو د یوسفزیو مځکی هم خټکو ته په جاگیر کی ورکړي وې. د دوی مطلب دا وو چی هم یوسفزي، چی د مغولو دولت تل ستونزي ورسره درلودلې، کمزوري کړي او د مځکو او مال اختیار یې د خټکو قبیلې ته وسپاري او هم د خټکو او یوسفزیو ترمنځ جنگونه او دښمني دایمي کړي. په دې صورت کی به خټک، چی د نفوس او مالي قوت له مخی تر یوسفزیو ډېر کمزوري وه، دخپلو جاگیرونو او خپل قوم څخه د دفاع دپاره تل د مغولو پر دولت باندی د تکیې کولو ته مجبور وی. په دې سلسله کی د خوشحال خان پلار شهباز خان په کال ١٦۴٠ کی ، چی د شاه جهان د پاچاهۍ دیارلسم کال وو، د یوسفزیو د اکازیو پر قبیلې باندی یرغل وکړ. د دې حملې علت دا وو چی د اکازیو قبیلې شهباز خان ته مالیات ورنه کړل او شهباز خان هغوی ته د سرکښۍ د سزا ورکولو دپاره حمله ورباندی وکړه. د اکازیو مالونه یې لوټ کړل او تر زرو زیات څاروي یې ورڅخه غنمیت کړل. یو سفزیو په هغه شپه پر شهباز خان باندی متقابله حمله وکړه . شهباز خان په هغه جنگ کی سخت ټپی سو او د هغو ټپونو د لاسه مړ سو. د خټکو ډېر نامتوځوانان ووژل سول او خوشحال خان د خپل پلار پر ځای باندی د خټکو د خان په حيث وټاکل سو.۲۴  د پتانز ص ۲۳۳
د وخت او زمان شرایطو او قبیلوي قوانینو او ارزښتونو خوشحال خان ته حکم کاوه چی تر هر څه دمخه د پلار انتقام واخلی. هغه لومړی خپل شیخ رحمکار ته ورغی، دعا یې وغوښتله او بیا یې نو د ښکار په پلمه لښکر جمع کړ. هغه د اکاخېلو پر کلیو باندی حمله وکړه، او خپلو سړیو ته یې امر وکړ چی سړي، سپي او هر څه چی په مخه ورځی قتل یې کړی. چارپای، نر، ښځي، هلکان او هر څه چی یې مخی ته ورتلل هغه یې قتل کړل او د هغوی په انگړونو کی یې د وینو رود روان کړ. د سپیو د سړیو ویني گډی بهېدلې. د اکا خېلو سره نیژدې درې نور کلي یې هم وسوځول. کمال زیو او امازیو لوگي ولیدل، شپږ زره سړي ورپسی راووتل. جنگ پیل سو. مگر تر ماښام پوری هغوی ټول مات سول او د خوشال خټک له پوځ څخه یوازي یو تن وویشتل سو او ووژل سو. ۲۵  تاریخ مرصع ص ۲۷۱

دیرش کلونه وشول چی مي پلار دی شهید شوی
مړ کړ یوسفزیو ما هم اور کړه باندي سمه
نور پښتانه ډیر دي خو یو زه پکښی توره یم
واخلم، ورکړم، بند کړم، پریږدم، ووژنم تر دمه
ډیرو ولسونو غلیمي راسره وکړه
سر یې راته کوز کړ هله خلاص شول له ماتمه

د خټکو او یوسفزیو قبیلوی اختلافاتو هغه وخت ډېر زور واخیستی چی خوشحال خان شاه جهان ته وویل چی د یوسفزیو سیمه دي هغه ته په جاگیر کی ورکړي. هغه به د تل لپاره د یوسفزیو له خوا د مغولو د سلطان زړه پر کراره کړی. هغه شاه جهان ته قناعت ورکړ چی د یوسفزیو ډېر زیات شمېر کلي خوشحال خان ته په جاگیر کی ورکړي. ۲۶ پټانز  ص ص ۲۳۲-۲۳۳
د دغه ځایه څخه د خټکو او یوسفزیو دښمنیو زور واخیستی. ډېري کمی شپې ورځي به وې چی د خټکو او یوسفزیو ترمنځ واړه او لوی جنگونه نه پېښېدل. په یوه جنگ کی د یوسفزیو د لوی خان باکو خان زامن قتل سول او د یوسفزیو څه کم دوه سوه مېړونه ووژل سول. په بل جنگ کی د یوسفزیو درې سوه مېړونه قتل سول. ملک جانم امازی په جنگ کی ووژل سو. ملک پیرو کمال زی خټکو ته ژوندی په لاس ورغی او حتی د اټک سره نیژدې یې د یوسفزیو دوژل سویو کسانو کله منار جوړ کړ.۲۷ تاریخ مرصع ص ص ۲۸۸-۲۸۹
دغه وخت د یوسفزیو مشر باکو خان د شاه جهان دربار ته ورغی او له هغه څخه یې وغوښتل چی د یوسفزیو مځکي د خټکو له جاگیر څخه خلاصي کړي. د شاه جهان زوی داراشکوه د باکوخان ننگه وکړه او خپل پلار یې په د ې قانع کړ چی د یوسفزیو سره د جنگ پر ځای د روغی جوړي لاره ونیسی. کله چی د شاه جهان د سختی ناروغی په وخت کی د ډهلي د تخت د نیولو د پاره د هغه د زامنو تر منځ مبارزه پیل سوه او داراشکوه د اورنگزیب د لښکرو په مقابل کی ماته وکړه نو باکو خان داراشکوه ته بلنه ورکړه چی یوسفزیو ته ورسی . مگر خوشحال خان اټک ورته نیولی وواو داراشکوه یې د یوسفزیو د زوروری قبیلې سره د یوځای کېدلو او دهغوی له ملاتړ څخه بې برخی کړ. کله چی اورنگزیب قدرت ته ورسېدی نو د خوشحال خان جاگیر او منصب یې د پخوا په شان پر خپل حال پرېښودل.۲۸  هغه کتاب ص ۲۷۶
د اورنگزیب د قدرت په لومړیو کلونو کی د عبدالرحیم په نوم یوه سړي ، چی د افضل خان په قول یې د خوشال خان سره سخت مخالفت درلود  د بهاکو خان یوسفزي ملاتړ وکړ او د اباسین څخه د تېرېدلو د مالیاتو د فسخ کولو فرمان یې له اورنگزیب څخه واخیست. دې فرمان د خټکو قدرت ته ، چی د ملک اکوړي له وخته یې د اټک د قلا سره د اباسین نه د تېرېدلو راهداري اخیستله، سخته صدمه ورسوله.۲۹    هغه کتاب هغه مخ
په دغه وخت کی اورنگزېب د کابل صوبه دار مهابت خان دکن ته واستاوه او د هغه پر ځای یې امیر خان مقرر کړ. امیرخان، د خوشحال خان د اکاگانو بهادرخان او فیروزخان په ټونگ، اورنگزېب ته یو رپوټ ورکړ او ورته ویې ویل چی تر څو پوری یې خوشحال خان بندي کړی نه وي، نه د اټک راهداري لغو کېدلای سی او نه به په سیمه کی امنیت ټینگ سی. ۳۱  پتانز  ص ۲۳۳ اورنگزېب هم خوشحال خان لومړی د ډهلي او بیا د ګوالیار د ستري قلا په بندیخانه کی واچاوه. خوشحال خان د خپلو خټکو تربرونو څخه، چي د پښتنو په منځ کی یې له یوه بل سره بدي او دښمني ډیره طبیعی ده، سخت ګیله من دی او په یوه لویه قصیده کی یی اشاره ورته کړې ده.

په بل غشي په توپک ویشتلی نه یم
 که ویشتلی یم خو بیا په خپل توپک یم
چی شهپر مي بټي خیل وو کنډ کپر شول
 پروادار په لنډو پرونو د بارک یم
د خټکو حقیقت راته ښکاره شو
 زړه مي بد له خپل ځانه چی خټک یم
سکه وروڼه مي تري دي حال یی دادی
له بولاقو نه لا لیري یو څپک یم
تف په ږیره د همه واړو بارکو
 لا زما په ږیره هم که زه بارک یم
نن خو قام راسره ډیره جفا وکړه
ګانده بیا د خدای و حکم وته څک یم
که خټکو راته شا کړه مخ یی تور شه
زه یوازي په تکیه د خدای شیرک یم

اورنګزیب غوښتل چی د خوشحال خان پر خیلخانه باندي حمله وکړي او ښځي اوماشومان یی بندیان کړي خو په دغه وخت کی د یوسفزیو مهم خانان د خوشحال خان د کورنۍ مرستي ته ورغلل او هغوی یې د سرای څخه خپلی سیمی ته بوتلل. ۳۲ تاریخ مرصع ص ۲۷۶
د اورنگزېب له خوا د خوشحال خان بې موجبه بندي کېدلو هغه ته دا وښودله چی د بېگانه په دوستي اعتماد په کار نه دی. او د یوسفزیو خانانو مړاني هغه په دې پوه کړ چی خپل که دي مړ کړي لمر ته دي نه غورځوی. تر دغه وخته پوری موږ خوشحال خان د پښتنو د یوه داسی با کلتوره او عالم قبیلوي خان په حيث پېژنو چی پښتانه به یې تر قیامته ادبی خدمتونه هېر نه کړی. او د بند څخه وروسته موږ هغه د مغولو پر ضد د یوه داسی باتور مېړه په حيث پېژنو چی د نامه د یادولو سره یې د پښتنو سترگو ته د قلم ژبه او رنگ دونه نه درېږی لکه د توري شرنگ چی یې غوږونو ته رسېږی.
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار
همیشه فتح و نصرت دی لا تر اوسه
پس له دا ده بیا تکیه پر کردګار
اورنګزیب راته یو کال وشو چی پروت دی
په صورت حیران پریشان په زړه افګار
کال په کال امرایان دي چی پریوځي
چي توپان شولې لښکري کوم یی شمار
خزانې د هندوستان دي را خورې شوې
سره مهران دي ننوزي په کهسار
دا د هیچا په اتلس فکره نه وه
چي به دا کارونه شي په دا دیار
پښتانه که نور څه فکر کا نا پوه دي
بیله توري خلاصی نشته په بل کار
تر مغولو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار
اولسونه چی سند وبله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
اپریدي، مومند شینواري ګوره څه کا
د مغولو لښکر پروت په ننګرهار
زه تنها پکي په غم د نام و ننګ یم
یوسفزیه فراغت په کښت و کار
مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
د عزت سره چي نه وي زیست روزګار
همیشه به په جهان کي ژوندون نه وي
د خوشحال خټک به پاته شي یادګار

نه د خوشحال خان د اکاگانو او تربرونو سره ، چی مغولو د خټکو سیمه ور وسپارله، دونه قومي او سیاسی هوښیاري وه چی د خټکو سیمه دي سمبال کړي، او نه دونه پوځی لیاقت او زور ورسره وو چی پر لویو لارو باندی د یوسفزیو او نورو پښتني قبایلو د حملو مخه ونیولای سي. خوشحال خان د اټک قلا سره دغره په شان ټینگ ولاړ وو او اورنگزېب دا غر په لوی لاس نړلی وو. اورنگزېب د خوشحال خان په بندي کولو کی خپلی اشتباه ته متوجه سو. د پښتنی سیمو د امنیت ورځ په ورځ خرابېدلو سخت وارخطا کړ، او د کابل د صوبه دار پر ځای یې پخوانی صوبه دار مهابت خان بیرته مقررکړ. مهابت خان د اورنگزېب له بند څخه د خوشحال خان د خلاصولو تکل وکړ او اورنگزېب هم هغه نه یوازي بیرته خوشی کړ بلکه منصب او جاگیر یې هم بیرته ورکړ. خو خوشحال خان د اورنگزېب څخه وغوښتل چی د ده خاني او جاگیر دده مشر زوی اشرف خان ته ورکړی او هغه هم دا غوښتنه ومنله. ۳۳  پتانز ص ص ۲۳۲-۲۳۳ خوشحال خان د رنتبور په بندیخانه کی د ځان سره فیصله کړې وه چی نور نو د مغولو سره د روغی جوړي او د هغوی د خدمت وخت تېر سوی دی او باید چی هغوی ته د دوست په سترگه نه بلکه د دښمن په سترگه وگوری
پسله بنده دی دا عزم د خوشحال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکې ته یا مغولو سره رزم

که څه هم چی اورنگزېب پنځه کاله خوشحال خان په ډهلی او ګوالیار کی بندی وساته ۳۴  تاریخ مرصع ص  ۲۷۴ مگر د خوشحال خان د خوشي کولو په وخت کی یې د هغه دونه قدر وکړ چی پر خپل خاص آس باندی سپور یې وطن ته واستاوه.۳۴  حیات افغاني ۲۱۱ مخ  مگر خوشحال خان د مغولو له خدمته لاس پر سر سوی وو . خپلی سیمی ته د رسېدلو سره سم یې خپله خاني خپل مشر زوی اشرف خان ته وسپارله. داسی ښکاری چی د مغولو په بند کی د شپږ کاله تېرولو د خوشحال خان قبیلوی قدرت ته سخته صدمه رسولې وي، ځکه چی د هغه خپل زوی بهرام د ده فیصله ونه منله او د خپل پلار او ورور په مقابل کی یې توره را واخیستله. ۳۷ هغه کتاب ۲۱۲
    مهابت خان ته په دغه وخت کي د اورنګزیب له خوا فرمان راغی چي د یوسفزیو په سیمه کي د لنګرکوټ په نوم یوه داسي غښتلې پوځي قلا جوړه کړي چي د تل لپاره د یوسفزیو د بغاوتونو او پوځونو ملا ماته کړي. مهابت خان له خوشحال څخه وغوښتل چي د یوسفزیو په مهم کي برخه ورسره واخلي خو خوشحال خان ورته وویل چي زه پنځوس کاله دولتخواه وم او یوسفزي یاغي وه. په جنګونو کي مي ووهل یو سفزي مي د بادشاه رعیت کړل او د هغوی له سرونو مي منارې جوړي کړې. زه بې ګناه بندي سوم، قبیله مي بې اتفاقه سوه. یوسفزیو له دې ټولو دښمنیو سره زما د اهل و عیال ساتنه وکړه. اوس به زه په کومو سره بیا د یوسفزیو سره دښمني کومه. او بادشاه ته هم  د دې قلا جوړول مناسب کار نه دی. ځکه چي یوسفزي یو زبردست قام دی او دا قلا به د دوی په مابین کي ټینګه نه سي، او دا به د مغولو لپاره یو د ناسور زخم سي.    ۳۸  تاریخ مرصع ۲۹۵
 
که مخکی له خوشحال خان سره خپل اکا بهادر خان او نورو تربرونو مخالفت کاوه او د ده قومی زور یې کمزوری کړی وو، اوس یې خپلو زامنو هم له ده سره او هم په خپلو منځونو کی بدي را واخیستله او د خوشحال د بازو او توری زور یې د تل لپاره کمزوری کړ. البته خوشحال خان ته د خپلو نورو پښتنو قبیلو سره بدي او دښمني یوازي د خپل پلار او کورنی څخه نه بلکه د خپلو نیکونو او نسلونو څخه په میراث پاته وه. هغه باید یا د خپلي خانی او حتی سر څخه تیر سوی او تسلیم سوی وای، چی د هغه د خانی غرور منلای نه سوای، او یا باید په یوازي ځان او ډیر لږ قدرت جنګیدلی وای. د اورنګزیب له بند څخه د خوشي کیدلو نه څه باندي لس کاله وروسته په کال ۱۶۷۵ کي د بنګښو د قبیلي سره جنګ ور ترغاړي سو او په هغه جنګ کی، چی د ګنبت په نوم سیمه کی وسو، او د خان له اوږدې قصیدې څخه ښکاري چی د هغه زوی عابد خان ډیره توره پکښی کړې ده، خوشحال خان ماته وخوړه.

د بنګښ په توره مات نه یم باور کړه
د ګنبت په جنګ مي ماته اسماني وه
نه بنګښ وو نه یی توره نه یی زور وو
د موشکو د سینیو شیطاني وه
چی وغره و ته یی تیښت وکه بې جنګه
د ځینې تنبه له ځایه نقصاني وه
چي مي ښه سواره د ځان د وړاندي نه کړل
هم په دا سبب را پيښه پښیماني وه
چي په توره یی شیرخان پرې ایست له آسه
په میدان د عابد خان پهلواني وه
چي سردار د بنګښ پریووت خټک مات شو
په داهسي رنګي چاري حیراني وه
عابد خان چي په مردی راغی له جنګه
و خپل پلار ته وته یې ښه ارمغاني وه
پړوکي پړوکي یې د سر شالونه لاړل
په سرو وینو یې چهره ارغواني وه
لاس په لاس یې انتقام د بابا واخیست
په دا کار باندي سزا ثنا خواني وه
د خټکو په سورو باندي لعنت شه
په یوه جلو یې تیښته ځان ځاني وه
چي اول ماتې یې کړه په سورو ګډه
په سورو کي چار د جټ د عثماني وه
ښه ځوانان چي د ګنبت په میدان ومړل
د هر ځوان په زړه کي ننګه افغاني وه
ما دا هسي جنګ هر ګز لیدلی نه وو
څو مي عمر څو خټک څو مي ځواني وه
سل څلویښت ځوانان مي قتل په میدان شول
د اختر په عرفه کي قرباني وه
د هجرت د کال غفو وو په حساب کي ( ۱۰۸۶)
په غره واوره اوریدله نیساني وه
چي بې زخمه له میدانه ځي نا مرد دی
زه زخمي لاړم د ځان نګهباني وه
یوه تیښته نامردي بله مردي وي
و دانا و ته دا دواړه عیاني وه
انتقام و ته مي تیښت وو له میدانه
نه مي یاده د دنیا زندګاني وه
تل خوني زمری هم جنګ کا هم ځان ژغوري
د مزري د تیښتي څه بد ګماني وه
که ظفر که هزیمت بیا مي میدان دی
چي د پلار نیکه مي بخره میداني وه
که ژوندی په دنیا پایم خود به ګورې
چي په تیغ مي څه ورانی څه وداني وه
د خوشحال اختیار تر واړه بنګښ تیر دی
که څه ننګه د خټک د کرلاني وه

د بنګښو سره د دغه جنګ څخه لږ وروسته، امیر خان د دوهم ځل لپاره د کابل صوبه دار سو. دا وخت اورنګزیب خپل زوی بهادر شاه د پښتنو سره د سولي د ټینګولو لپاره هغي سیمي ته لیږلی وو. امیر خان له خوشحال څخه وغوښتل چي د پښتنو سره د سولي د ټینګولو په کار کي مرسته ورسره وکړي. خوشحال خان زړه نا زړه پیښور ته ورغی او هلته یې د شهزاده بهادر شاه سره وکتل. اورنګزیب خپل زوی بهادر شاه ته لیکلي وه چي خوشحال خان په هرڅه راضي کیږي له لاسه یې مه ورکوی. بهادرشاه خوشحال ته وویل چي پادشاه تا ته د هزاري دوه هزاري منصب پوري مرحمت کړی. خوشحال خان ورته وویل چي ستا پلار پر ما ناحقه ظلم کړی دی، زه د هغه خدمت نه سم کولای او که چیري یو وخت ته پاچا سوې که هر څونه بوډا وم ستا خدمت به کوم. بهادر شاه د رخصتولو په وخت کي یو آس، یوه زردوزي جامه، یو مرصع خنجر او دوه زره رو پۍ د لاري خرڅ ورکړ او د ده زوی سکندر خان یې د سولي د کوښښونو د بریالي کیدلو لپاره کابل ته ورسره بوت. خوشحال خان د مغولو سره دا لیدنه کتنه یو جبري کار او د خپلو پښتنو د نه ملاتړ څخه بولي.      ۳۹  تاریخ مرصع  ص  ۳۴۶-۳۴۷
هغه د مغولو سره پر دې لیدني کتني باندي ډیر پښیمانه دی او وايي چي له دې غمه یې سترګي په ژړا سرې کړې. خو بیا هم وايی چي ګوندي په دې کار سره هم له هغه چا څخه چي له ده سره یې بد کړي او ورباندي ملامت دي انتقام واخلي.

د بې ننګه پښتنو له غمه ما
لويي پریښوه بیا په لاس کړه کمه ما
دا هم ښه که په دا کار کښي هومره کار وي
چي که واخیست انتقام له ګرمه ما
چي د ننګ ګوهر مي مات شه دواړه سترګي
په ژړا نه کړې یو دم بې نمه ما
هغه دُر مي په لاس نه راځي بیړیه
ایستاده کړه په ساحل له یمه ما
هغه ملا مي چي په هوډ سره لوی غر وو
په ناکام کړه و مغول ته خمه ما
هم د بخت و ماته شا شوه هم د خلقو
په مغول کړ ځکه مخ له همه ما
که مي لاس وای په رضا به مي کښې نه ښول
د مغول په لوري دوه قدمه ما
د هغو د خولو کږې خبري اورم
چي خبره ورته نه کړه سمه ما
ذم د خپلو د پردیو را ښکاره شو
که هر څو ساته خپل ځان له ذمه ما
په هغه لویو خبرو شرمسار یم
چي هر چا وته ایستې له فمه ما
سل غندني پیغورونه را دوڅار شول
که به ځان ساته هر څو له ذمه ما
دغه غم مي له هیڅ غم سره سم نه دی
که لیدلي دي هزار المه ما
مګر بخت را سره بیا مدد آغاز کا
چي فارغ کا د اندوه له سمه ما
هاتي ځکه په سر لوني توري خاوري
چي خبر کړه د خوشحال له غمه ما

د ګنبت په جنګ کي د ماتي له خوړلو څخه څه باندي څلور کاله وروسته د ډوډې په سیمه کی خوشحال خټک، چی دا وخت یی عمر تر پنځه شپیته تیر وو، یو ځل بیا د بنګښو سره مخامخ سو. دا ځل بری د خوشحال خان په برخه سو او هغه هم د خپل دغه بري ډیره ستاینه کړې ده. سړي ته داسي ښکاري چی دا زمری اصلا د زړیدلو لپاره پیدا سوی نه وو، چی په دومره پر مخ تللي عمر کی یی لا د جنګونو قومانداني کوله او لا یی بری په برخه کیدی. که څه هم چی د اورنګزیب له بند څخه تر خوشي کیدلو وروسته، د خوشحال خان په افکارو، نیت او عمل کي ډیر تغیر راغلی وو، هغه د ټولو پښتنو د یوموټی کیدلو چیغی وهلې او د پښتنو د یو موټی کولو لپاره کلي يه کلي ګرځیدی خو له پښتني ننګ او بدل اخیستلو څخه تیریدل د هغه په وس کي نه وه او د کورنی او قام اصولو هغه ته د کسات اخیستلو حکم کاوه. خوشحال خان په دې ښه پوهیږی چی د پښتنو ترمنځ د خپل منځي جنګونو ګټه بالاخره مغول اورنګزیب ته، چي د ټولو پښتنو مشترک دښمن دی، رسیږی مګر د وخت او زمان شرایطو بل ډول حکم کاوه او فیصله یوازي د ده په واک کي نه وه. خوشحال خان د ډوډې په جنګ کي د خپل بري په باب یوه اوږده قصیده ولیکله.
 
څو وانه خلي له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه آرام
چي د ننګ او د ناموس اندوه یی نه وي
د هغه سړي به نه وي احترام
د ګنبت غصه مي ووته له دله
خدای چي راکړ په ډوډه د فتحي کام
چي په مخ یی فتحه درومي عابد خان دی
په هر ځای د خپل بابا کا تازه نام
خدای یی عمر د خپل پلار کړه کام و نام هم
په غلیم دي یی لاس بر اوسي مدام
د ډوډې حصار یی درست په وینو سورکړ
په ډوډه باندي چی وشو قتل عام
د ټوپکو د ویشتلو په لوګیو
بل اسمان اتم پیدا شو کبود فام
د خټکو نیزې هسي تلې په زغرو
لکه ستن په خیمه درومي د خیام
د بنګښو شامت خپل سزا یی داده
چي په غوښو یی مړیږي دد و دام
هسي غم الم ماتم ورباندي راغی
رڼا ورځ شوه د کوهاټ په عالم شام
د کوهاټ په عالم واړه عالم ډک شو
د بنګښو کډه ولاړه تر بګرام
د ډوډې په جنګ کی بیا له میو ډک شو
په ګنبت کی چی خالي وو هغه جام
ښه چی مخ د هغي سوبي را ښکاره شو
چي لیدله مي په خوب او په الهام
د ګنبت جنګ مي په ننګ د پښتانه وو
بل غرض مي په منځ نه وو نه مرام
یو په لس ورباندي وشوه یو په شل وه
که لښکر په ډوډه کړی وي مقام
د دې جنګ نارې به درومي په ملکونو
پرې خوښیږي به همه پښتون په نام
چي د دې سوبي اواز وشي په هند کي
بیا به ږغ شي د بادشاه په خاص و عام
چي په نام پښتون غوڅیږي پرې خوښیږي
اورنګ زیب هسي بادشاه دی د اسلام

د خټکو قبیله پخوا هم د یوسفزیو، اپرېدیو او اورکزیو په مقابل کی یوه کمزورې قبیله وه  مگر د خپلو مشرانو ، په تېره بیا خوشحال خان د توري او عقل په زور او د مغولو په ملاتړ یې ځان د نورو قبایلو له تاړاک او یرغل څخه ساتلی وو. خو د خوشحال خان د بندي کېدلو او د هغه په کورنۍ او تربرونو کی د مخالفتونو د پیدا کېدلو سره وروسته نور د خټکو په قبیله کی هغه پخوانی زور پاته نه سو او نور یې د دوست سره د دوستی او دښمن سره د دښمنی توان نه درلود.

اقربا راته عقرب شول
رضامند مي په تعب شول
دواړه ترونه مي نا اهله
ابو جهل بو لهب شول
زه یې بند کړم په مغولو
په خانۍ او په منصب شول
رشوتونه یې قبول کړل
په تلاښ کي روزو شب شول
دا لوی زویه مي لوی مه شه
د هزار بلا سبب شول
زه یې هند لره روان کړم
په نشاط او په طرب شول
خیلخانه مي شوه په غرونو
پرې کارونه پیښ عجب شول
ناز پرور زویه مي واړه
په فریاد و په شعب شول
چي یې نمر لیدلی نه وو
په خنګلونو تشنه لب شول
درست اولس قبیله واړه
ګرفتار په ډیر غضب شول
په آه آه د فراق جنو
زړونه تږي د عنب شول
خوشحال نه مونده خټکو
که یې هر څو په طلب شول
اورنګزیب، خوشحال خان خټک ، په ۱۶۶۵ کال کي له بنده خوشي کړ.

په وسط د څلورمي خور په بند شم
په رجب د بل کال وختم په ګړي
په پینځم د ذوالقعدې له ګړي کوز شوم
دوه کالونه پنځه میاشتي شي د تړي

اورنګزیب هغه په ۱۶۶۶ کال کي دربار ته وروباله؛ د یوسفزیو د ناکراریو د علتونو په باره کي یې پوښتني ورڅخه وکړې او په دغه باب یې د خوشحال خان مشورو ته نه یوازي غوږ ونیوی بلکه د هغه په سلا یې د کابل صوبه دار، امیر خان، تبدیل کړ او پر ځای باندي یې، د خوشحال خان خټک په پیشنهاد، مهابت خان مقرر کړ. خوشحال خان ته یې خلعت ورکړ او په عزت یې رخصت کړ.        (۴۰  تاریخ مرصع ۲۹۴)                             خو سره له دې هم، په قوم کي هغه ته بیرته هغه زور چي له بند څخه مخکی یې درلود نه وو پاته.
 د هغه خپلو زامنو د خټکو د سرداری او د مغولو د لویو منصبونو د اخیستلو پر سر یو پر بل توري را ایستلي وې. د هغه مشر زوی اشرف خان، چي خوشحال غوښتل د ده ځای ونیسي د بل زوی بهرام سره، چي خوشحال یې ډیره غندنه کوي، په جنګونو لګیاسو. خوشحال خان نه غوښتل چي په دې جنګونو کي د خټکو ویني توی سي، او غوښتل یې چي د بهرام، چي د مغولو د پوځونو په ملاتړ یې پر اشرف خان باندي حملې کولې او دغه راز د خټکو د قبیلې ډیر کسان او ملکان یې ملګري وه او اشرف خان ترمنځ چي، تقریبا یوازي خټک او ځیني نور پښتانه ورسره وه، دایمي هډونه مات سي، خو هیڅ یې د وسه نه کیدله.     ۴۱     تاریخ مرصع ۳۰۲

خو هغه څه چی خوشحال خان غوښتل هغه تر مرگه ممکن نه سول، او هغه آرزو چی ده درلوده هغه تر مرگه پوره نه سوه. هغه نه یوازي د پښتنو د یو کیدلو ارمان ګورته یووړ بلکه په خپله کورنی کي يې خپل وروڼه او تربرونه ورته دښمنان سول او حتی د خپلو زامنو ترمنځ یی هم اتحاد ونه لید. د خوشحال خان دوهم زوی بهرام ، چی خوشال خان یې هر وخت نوم په بدو یادوی، د خوشال خان او د هغه د مشر زوی اشرف خان په مقابل کی د خټکو یوه لویه ډله جوړه کړه او څو ځله د جنگ میدان ته ورسره ووت.
البته خوشحال خان د اشرف خان څخه هم ښه زړه نه درلود، خو تر بهرام یې بیا هم بهتر باله.
په دا هومره قباحت اشرف عاق نه شو
چي بهرام دا هسي عاق شو څه حکمت دی
چي و عقل ته د دواړو نظر وکړې
پروت د دواړو په وجود کي حماقت دی
د بهرام تیری په دا دی په بدی کښي
چي لړلی د دنیا په محبت دی
خدای دي دا علت نصیب د هیچا نه کا
د دنیا محبت سر د هر علت دی
په دا هسي وخت چي دور د فساد دی
پلار ناحقه د فرزند په تربیت دی
چي خپل پلار شړي په تورو په لښکرو
په دا هسي زویو سل ځله لعنت دی

په یوه جنگ کی بهرام د اشرف خان لاسته ژوندی ورغی مگر هغه په غوړه ژبه ځان ورڅخه خلاص کړ، او اشرف خان یې وغولاوه. بالاخره یې اشرف خان د مغولو په بند کی واچاوه ، او هغوی د بېجاپور قلا ته واستاوه. اشرف خان هلته لس کاله تېر کړل ، او په پردېسۍ کی وفات سو. ۴۲ سیلیکشن راورټي ص ۱۴۴  البته خوشحال خان د اشرف خان څخه هم ښه زړه نه درلود، او د اشرف خان څخه دونه خپه وو چی یو ځل خو یې سلام ته د ورتللو اجازه ورنه کړه او د خانۍ بگړۍ یې په خپل لاس د اشرف خان د زوی افضل خان پر سر کړه. ۴۳ تاریخ مرصع  ص ۳۵۰
 
که څه هم چي د اشرف خان له بندي کیدلو څخه وروسته، چي هغه هم د بهرام د شیطانت له امله وو، په اشرف خان پسي ډیر ارمان کوي، خو یو وخت له هغه څخه هم دونه مرور وو چي په خپلو زامنو کي یې نامرد باله. اشرف خان هم یو ځل په خپل پلار پسي توره را وایستله، البته د دواړو لښکرو ترمنځ جګړه ونه سوه او خبره په سوله پای ته ورسیده. خوشحال خان له خپلو ډیرو زامنو څخه خپه دی؛ او په هغوی کي یې له اشرف خان څخه زیاته ګیله کیږي.

زه غلیم د اورنګ زیب یم
سر په غره په بیابان
زه په ننګ د پښتانه یم
دوی نیولي مغولان
لکه سپي هسي جار وزي
د مغول په آش و نان
د منصب په اضافو دي
تل په ما پسي روان
چي په واړو کي ارشد دی
نن یادیږي اشرف خان
د مور پلار نیکه ته نه دی
دا ناکس دی لا بل شان
په ژوندون مي خپل ځای ورکړ
باندي زه شوم مهربان
زر یې ټول کړل په لکونو
طبیلې یې عراقیان
لوی زما په نوم په توره
خواروي مي فرزندان
د خپل ځان په شیرازی دی
تار په تار برادران
نور لایق زویه مي نور دي
ولي خدای کړل کشران
زین د زرو په خره پروت دی
په ښه آس باندي پالان

خوشحال خان د پښتنو او په خاصه توگه د خټکو د قبیلې د یوموټی کولو دپاره ډېري هلی ځلی وکړې، مگر لږترلږه د خپلی کورنۍ او حتی د خپلو زامنو په یو موټی کولو بریالی نه سو. خوشحال خان د مغولو خدمت پرې ایښی وو، مگرد پښتنو تر غوږونو یا د ده ږغ نه رسېدی او یا یې غوږونه کاڼه ورباندی اچولي وه.

د مغول منصب می پرېښو هسی خوښ یم
لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پیدا هسی افغان شی
که می چېری ننگیالي په لاسو کښېوزي
پرې به لیری دا زما د زړه ارمان شی
ومغول و ته به هسی کار ښکاره کړم
چی راضی راڅخه روح د فرید خان شی
 
په دې کی شک نسته چی فرید خان، یا سوری شېرشاه، د پښتنو په تاریخ کی یو هوښار پاچا او زړه ور جنرال وو او حتی بېگانه هم پر دې خبری اقرار دي چی د هند په ټول تاریخ کی، د انگرېزانو په شمول، هیڅ حکومت د دغه پټان هوښیاري نه درلوده. ٣۷ ډونسډ هیستوري آف انډیا  ص ۴۳۳ خو خوشحال خان ته د فرید خان شرایط برابر نه وه. هغه په داسی سیمه او د زمان په داسی شرایطو کی ژوند کاوه چی ټول تاریخ یې د قبیلوي جنگونو غم لړلی داستان وو. هلته قبایلو د یوه بل کلي سوځولي وه او د یوه بل بندیان یې په بازارونو کی د غلامانو په څېر خرڅ کړي ول. هغه د خټکو په قبیله پوري اړه درلوده او پلار او نیکونو یې یا د تاریخی ضرورتونو او د خپلی قبیلې او خلکو د گټو څخه د دفاع په منظور او یا د خانۍ او منصبونو د امتیازاتو د ترلاسه کولو د پاره څلورنسله د مغولو خدمتونه کړي وه. خو کله چی خوشحال خان د مغولو په مقابل کی د مقاومت بیرغ پورته کړ نو د هغه خپلی قبیلې او حتی خپلو زامنو یې مخالفت وکړ او د مغولو په خدمت کی ودرېدل. حتی د خوشجال خان لمسي افضل خان، چی پلار یې د اورنگزېب په زندان کی وفات سو، تر مرگه پوری د مغولو دپاره توري ووهلې. د خوشحال خان زوی بهرام ، چی خوشحال خان یې بهرام بدفرجام بولي، مغولو ته دونه وفادار وو چی د مغولو دپاره یې د خپل پلارد وژلو او ژوندي نیولو په منظور لښکري ورباندی وروستلې. خو د دې زاړه زمري نیول یا وژل د بهرام تر وس تېره خبره وه. هغه په پنځه اویاکلنۍ کی د بهرام د پوځ مخی ته را ووت. پر لوړه غونډۍ ورته ودرېدی او په زوره یې ږغ کړه چی څوک مېړه سته چی مخي ته راسی. درې ورځی پرله پسې د بهرام په پوځ کی دونه مېړه پیدا نه سو چی پر هغه باندي د لاس پورته کولو زړه وکړی، او په پای کی ټول پوځ بیرته پر شا سو.۴۴ سیلیکشن راورټي  ص ۱۴۶

تا هنر د سرداری نه زده بهرامه
سرداري دي په خپل دور کړه بد نامه
هم تمامي خیلخانې لره بلا شوې
هم خپل ځان لره بلا شوې بد فرجامه
تا طاهر د کم عقلۍ په جرګو مړ کړ
او فارغ شوې د طاهر له انتقامه
تا خپل ځان لره د مرګ رخنه پیدا کړه
خیلخانه دي په بد خوی کړه نا آرامه
په دا هسي بد خويي بې بخته نه یې
چي لا نه یې د خوني هاتي تر ژامه
مشر ورور دي په زندان کړ ته خاني کړې
دا خاني دي شه په ځان پوري حرامه
چي خانی ته دي هوس د زړه په زور کړ
لا ځاني وه ستا د زړه اندیښنه خامه
نور دي نوم زما د زویو په شمار مه شه
د خوشحال خټک وینا په دا تمامه

خوشحال خان د بهرام او مغولو د لاسه د خپل کلي او قلا پرېښودلو ته مجبور سو او بالاخره د اپرېدیو سیمی ته ولاړ او د اته اویا کالو په عمر د خپل کور او ټاټوبي څخه لیری په پردېسی کی وفات سو. هغه د ژوند ټول ارمانونه گورته ورسره یوړل، او په ژوند کی یې تقریبا هیچا نه پر چیغو غوږ ونیو او نه یې د توري تر سیوري لاندي پښتانه را غونډ سول.
زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
په اور وسوځه دا توري قلمونه
څه یوازي په ما ننگ راغلی نه دی
پښتانه ډېر دي په غرونه په رغونه
یا به واړه د مغولو درم پرېږدي
یا به زه هم په لاس واخلم درمونه

لکه څرنگه چی یوسفزیو ته د بابر د وخت څخه نیولې تر اورنگزېب او د هغه تر اولاد پوري د مغولو د ښمني په میراث پاته وه، او د ټولو هغو پښتنو او خانانو سره یې دښمني کوله چی د مغولو منصبونه یې خوړل؛ دغه راز خوشحال خان ته هم له یوسفزیو سره دښمني په میراث پاته وه او هم د مغولو منصب او د مغولو سره دوستي د څلورو نسلونو څخه په میراث ورته رسېدلې وه. د یوسفزیو سره د دښمنۍ پرېښودل د خوشحال خټک په وس پوره نه وه ، ځکه چی د هغوی سره په جنگ کی یې پلار مړ سوی وو او وجود یې پرهار پرهار سوی وو. هغه ته د پښتونوالي ننگ او خپلو تربرونو حکم کاوه چی ویني په وینو پرې مینځی. دغه راز د مغولو د منصب اودوستي پرېښودل هم د ده په اختیار کی نه وه. کله چی خوشحال خان د مغولو منصب پرېښود، نو نه د خټکو قبیلې او نه حتی د ده خپلو زامنو د هغه پیروي وکړه. او د ده زامنو او لمسیانو مغولو ته د خدمت کولو پرسر پر یوه بل تور ی را وایستلې. د ده زامن بهرام خان، اشرف خان، عبدالقادر خان، عابد خان، سعادت خان او د ده لمسیان افضل خان، نامدار خان، مکرم خان او د ده بې شمېره تربرونه د مغولو خدمت ته حاضر سول او د یوه بل ویني یې تویی کړې.

زما زویه د ننگ نه دي نمړی تار دي
پرې پوهېږم چی همه واړه مردار دي
نه یې لویه اندېښنه نه یې لوی کار شته
د مغلو و طباخ وته تیار دي
د منصب د اضافو خبری کاندي
په عزت په حرمت کله خبردار دي
اتفاق یگانگي یې سره نشته
همگي روان په بېله بېله لار دي
یو څرگند قابل هر گز په دوی کی نشته
که و دېرشو ته نزدې ځما په شمار دي
شکایت له نورو مه کوه خوشحاله
چی خپل زویه هم په ننگ له تا وېزار دي

خو کله چی یو سفزیو د خوشحال خان سره په دوستي کی وار دمخه کړ او له خپلو ټولو هغو وینو څخه چی خوشحال توی کړي وې تېر سول او د تنګسې په وخت کی یی د خوشحال خان کهول او ماشومان له سرایه څخه د یوسفزیو سیمو ته بوتلل او د مغولو له حملې څخه یې وساتل نو خوشحال خان هم تر مرگه پوری د یوسفزیو پر ضد توري ته لاس نه کړ. که څه هم چی د یوسفزیو څخه په عمومی صورت ښه زړه نه لری او په سوات نامه کی یې د یوسفزیو هر څه ته بد ویلي دي.
یا د سوات خاوري ګنده په کار د کشت دي
یا له ځایه یوسفزیه بد سرشت دي
ویش قسمت چي د وفا د مروت وو
یو سفزیه په دا کار کی بد قسمت وو
پول پیسه پکښی د واړو دین مذهب ده
اندیشه یی خود د سیم او د ذهب ده

خوشحال خان، لکه څرنګه چی په خپل یوه شعر کی یی ویلي دي چی ځینی څه لویی دعوې لرم په زړه کښي، ښایی لوی کارونه په خیال کی درلودل، او په دې لاره کی یی ښایی پر یوسفزیو باندي، چي هم په شمیرکي زیات او هم په توره تر ډیرو پښتنو بهتروه، ډیر حساب کړی وو مګر د هغه تلاښونو نتیجه ورنه کړه. که څه هم چي خوشحال خټک په دغه حال کي چي پښتنو په عمومي صورت او د غرونو اوسیدونکو پښتنو په خاصه توګه د مغولو په مقابل کي توري ته لاس کړی او هر ځای یې اور بل کړی دی، بیا هم د سولي د کوښښونو طرفدار دی او په فساد یا ښورښونو او جنګونو کي د پښتنو خیر نه ویني.

لویه چار د پښتانه د لاسه نه شي
مګر چار یی اسماني ده کمه کوزه
په فساد کښي هیڅ فایده نشته خوشحاله
د فساد سر کښي سر ښخ دي واښه دروزه
هغه چار چه عاقبت لره ښه نه وي
د هوښیارو په مذهب ده لا یجوزه
یوسفزیه ننګیالي پښتانه نه دي
د بې ننګو پښتنو له مینځه ووزه
یا د بنو په لور درومه ټوله وکړه
تر خوشابه پوري ملک کړه شنه ډډوزه
یا په کنج ګوښه عزلت کښېنه طاعت کړه
یا مکې لره ځه بس دا دري رموزه

خوشحال خان تر مرګه له یوسفزیو سره مخالف پاته سو خو تر مرګه یی بیا د هغوی په مقابل کي توري ته لاس نه کړ. د کابل صوبه دار مهابت خان، چی خوشحال خان یې د اورنگزېب له زندانه خلاص کړی وو، هغه ته وویل چی هزاری منصب او د یوسفزیو اربابي قبوله کړي او په یوسفزیو کی د لنگرکوټ د قلا په ساتلو کی مرسته ورسره وکړی. خوشحال خان ورته وویل چی ما د یوسفزیو د سرونو منارې جوړي کړې، مگر هغوی په بده ورځ کی زما د ناموس ساتنه وکړه او تر څنگ می ودرېدل. او د مغولو چی مي پنځوس کاله خدمت کړی وو بېگناه یې بندي کړم. زه څرنگه نن د مغولو د خدمت لپاره د یوسفزیو پر ضد توري ته لاس کړم او زه به په کومو سترگو د یوسفزیو دښمني کوم. ٣۹   تاریخ مرصع  ص ۲۹۵
البته خوشحال خان د مهابت خان د یوه شخصی دوست په صفت هغه ته سلا ورکړه چی د لنگرکوټ د قلا له جوړولو څخه تېر سي. دا به د مغولو د پاره د ناسور زخم سي، نه به یې ساتلای سی او نه به یې خوشی کولای سی.۴۰  هغه کتاب هغه مخ

لنگرکوټ مغولو ساز کړ
 زه په ننگه د افغان شوم
که یوسف وو که مندړ وو
 د همه وو نگهبان شوم
د ایمل فتور آغاز شو
د مهمندو هم عنان شوم
د مغولو مي بلا شوه
غر په غر په کوهستان شوم
خپل اولس مي مغولي شو
نا امید له خاندان شوم
شوم بهرام مي د ځان غم شو
زه هم غم د ده د ځان شوم
په څو کاله دا شورش وو
په ملکونو سر ګردان شوم
دی لښکر راپسي بیايي
زه له ده نه ګریزان شوم
ناخلف را پسي سر دی
زه په کوه په بیابان شوم
چي مي بد زوول له ځانه
خود په خود بلا د ځان شوم
که مي اړوي له هوډه
نه یم مرد که ترې ترسان شم
واړه وشول شپاړس کاله
چي په دا طور بریشان شوم
په اته شپیته کښي زه یم
پسرلی تیر شو خزان شوم
دا هم هیڅ که په دا عمر
د آسمان په سود و زیان شوم

خوشحال خان ته د مغولو د خدمت پرېښودلو یوه لویه شخصي صدمه دا ورسوله چی خاني او قدرت یې له لاسه ولاړ. د هغه خپله قبیله د هغه پر زامنو او لمسیانو را ټوله سوه، او له خټکو پرته، نورو قبایلو او قومونو ځکه دی د مشر په حيث منلای نه سو چی هغوی ټولو خپل مشران درلودل او ده ته یې ایله د یوه محترم سپین ږیری او قدرمن مېلمه په سترگه وکتل.
د مشرتوب حساب پر خانۍ او د خانۍ حساب پر ډوډۍ او سړیو کېدی. او له خوشحال خان سره دا دواړه نه وه. سړي په خپله مخه تللي وه او خپل قوم یې شا وراړولې وه، او ډوډۍ د خانۍ او جاگیر د تللو سره د لاسه وتلې وه.

زه له خپله بخته چا وته فریاد کړم
چی پرون یې را ته مخ وو نن یې شا کړه
خوشحال خان غوښتل چی ټول پښتون قام یې پر خبره غوږ ونیسی، او په وینا یې عمل وکړي. له هغه سره ډېری لویی طرحی او نقشې ورسره وې.
لا په خوب کی په لړزه پرېوزي له کټه
چی د چا تر غوږو زما د توري شرنگ دی
ځینی څه لویی دعوې لرم په زړه کي
ولي څه کړم چی پښتون واړه بې ننگ دی

مگر له بده مرغه چی پښتون اولس ته د ده ږغ رسېدلای نه سو او قوم په داسی حالت کی وو چی حتی قومی مشرانو خپل قوم او قبایل د توري، مېړونو او مال په زور د ځانونو تابع کول او خپلی خانۍ یې په منلې.
اتفاق په پښتانه کی پیدا نه شو
گنی ما به د مغول گرېوان پاره کړ
هغه کلي په کلي وگرځېدی ، د هر چا دراوزې یې وټکولې، هر چاته یې گرېوان څیری کړ مگر فایده یې ونه کړه.

تیراه می ولیده راغلم تر سواته
پښتون می ولید دا لوی لوی ذاته
عقل همت می د چا ونه لیده
په بیرته راغلم ناست یم ملا ماته

دا منصبونه دا انعامونه
واړه زیندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغول به سره یو نه شی
خوشحال یې مه وینه دا اکرامونه

البته دا یوازي خوشحال خان وو چی د ټولو پښتنو د یوکیدلو په ضرورت پوهیدی او دا ورته معلومه وه چي تر څو پوري پښتانه په خپله سیمه او کهاله کي د یوه بل له دښمنی څخه لاس وانه خلي او پر یوه مرکز باندي را غونډ نه سي نو همدا د یوه او بل د کورونو ورانول، د خیبر د لويي لاري بندول، د مغولو پر عسکرو او چوڼیو باندي دلته هلته حملې کول او په نتیجه کي د مغولو د منظمو او لویو پوځونو د لاسه د درنو تلفاتو لیدل به تر قیامته پوري دوام لري.غم لړلي پیښي به تکراریږي او نتیجه به یې معلومه نه وي. پښتنو، له ډیره وخته، په خپله پراخه سیمه کي یوه مشترک او مرکزي دو لت ته ضرورت درلود، او مغولو، د زمان په خاصه مقطع کي، د پښتنو د یوه مشترک هیواد او یوه مرکزي حکومت د جوړیدلو مخه نیوله؛ خکه چي دغه راز یو هیواد د مغولو د ، دهغه زمان، په قلمرو کي جوړیدی، او د هغوی د امپراطوری حدود او ګټي یې په خطر کي اچولې. دا خبره به په هغه وخت کي ښايي  ټولو هوښیارو پښتنو ته معلومه وه مگر له بده مرغه چی پښتانه په داسی تاریخی او اجتماعی شرایطو کی وه چی د یوه خاص مشر تر بیرغ لاندی د را ټولېدلو امکان یې موجود نه وو. د پښتنو چاري د لویو او وړو خانانو او قومی مشرانو په لاس کی وې او تر یوه لوی او عمومی بیرغ لاندی راغونډېدلو د قومی خانانو گټو ته صدمه رسوله. پښتنو یوازي هغه وخت اتحاد کاوه چی د ټولو ناموس او مال ته به گډ خطر پېښ سو. او کله چی به هغه خطر لیری سو نو ټول قبایل به بیرته پر خپلو لارو تلل؛ او هري یوې قبیلې د خپلو ګټو ساتنه کوله.
په ۱۶۷۲ کال کي د کابل د صوبه دار محمد امین خان، چي د اورنګ زیب د مشهور جنرال او باوري سپه سالار میرجمله زوی وو، د یوه حکمران حسین بیګ خان عسکرو د ساپیو ښځو ته سپکي سپوري ویلي وې. پښتنو په عوض کي د حسین بیګ خان څو تنه عسکر ووژل. حسین بیګ خان د ساپیو څخه د دغو قاتلانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه. ساپیو ونه منله. حسین بیګ خان، ساپیو ته د سزا ورکولو لپاره، د هغي سیمي د شاوخوا پښتنو لښکر جوړ کړ. پښتانه چي په اصلي کیسه خبر سول او په دې پوه سول چي خبره د ناموس ده، نو یې ساپیو ته احوال واستاوه چي زموږ ستاسي سره غرض نسته. موږ به د جنګ په پیل کي شکست وکړو؛ نور نو تاسي پوه سه او د مغولو لښکري. په هغه جنګ کي د حسین بیګ لښکرو ته ډیر درانه تلفات ورسیدل او د کابل صوبه دار محمد امین خان، چي دا وخت په پیښور کي وو، او کابل ته د تللو وخت یې را رسیدلی وو، د ساپیو څخه د کسات اخیستلو په فکر کي سو. د سیمي ټولو خانانو او مشرا، چي ده د سلا مشورې لپاره ور بللي وه، له ده سره پر ساپیو باندي د حملې کولو او هغوی ته د سزا ورکولو خبره ورسره خوښه کړه. خو کله چي یې له خوشحال خان څخه پوښتنه وکړه هغه ورته وویل چي دا حمله دي نه کوي ځکه چي په دې جنګ کي د مغولو د صوبه دار بې آبه کیدل ممکن دي. څرنګه چي محمد امین خان د اورنګ زیب له بنده څخه د خوشحال خټګ په خوشي کولو کي هلي ځلي کړي وې نو خوشحال خان ته یې د پیغور په ډول وویل چي یوه سړي یخ وهلی مار په توبره کي واچاوه؛ کله چي مار تود سو لومړی یې هغه سړی وچیچی چي نیکي یې ورسره کړې وه. پر خوشحال خان باندي دا خبره بده ولګیده او ورته وې ویل چي خبره داسي وي نو زه به مخکي سم او ته را پسي راځه. که څه هم چي خوشحال پخوا ویلي وه:
پسله بنده دی دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکې ته
یا مغولو سره رزم

خو لکه مخکي چي مو وویل د مغولو سره د رزم لپاره له هغه سره قوم، سړي او قدرت پاته نه وو، او د محمد امین خان پوځ پخپله زیاتره د شاوخوا پښتنو څخه جوړ وو. که څه هم چي د محمد امین خان فیصله د خوشحال خان د ارادې او سلا مشورې په خلاف وه، خو هغه د مجبوریتونو له مخي له دغه پوځ سره ملګری سو.  کله چي د محمد امین خان پوځونه د پښتنو غرنیو مورچو ته ورسیدل پښتنو قبایلو د خیبر په دره کی د لنډي کوتل او لنډي خانې تر منځ داسی حمله ورباندی وکړه چی د محمد امین خان ټول پوځ په یوه ورځ تباه سو . لس زره تنه یې ووژل سول او شل زره تنه عسکر او د هغوی ماشومان پښتنو ته بندیان په لاس ورغلل. د محمد امین خان خپل ماشومان څوک په جنګ کي ووژل سول او څوک د پښتنو په لاس بندیان سول؛ او ټولی خزانې او وسلې یې د پښتنو لاسته ورغلې. د افضل خان خټک په قول مفلس پښتانه هر یو محمد امین خان سو او محمد امین خان مفلس سو. ۴۱ تاریخ مرصع  ص ص ۲۹۶-۲۹۸

مکافات د کوم ګناه د کوم شامت دی
چی ټبر د میر جمله شو درست ډبر
نه په ډیر ده نه په لږ د خدای په کړه ده
لږ لښکر په ډیر لښکر مومي ظفر
څه شینواري څه مومند څه اپریدي وو
چی یی مات کړ د صوبې واړه لښکر
دا توپان چي په مغولو باندی ساز شو
په کشتن په ولجو هیڅ مه کړه نظر
که آسونه که فیلان که اسبابونه
په انبار انبار سپین زر وو یا سره زر
هغه ښې پري پیکري د پالکیو
همګي پرې پوري لال وو در ګوهر
په زرګونو پښتنو کړې تر ځان لاندي
دا به څوک کا د مغول له زړه بدر
دا کینه به یو په سله ترې وباسي
که یی لاس شي په جمله پښتانه بر

له دې جنګ څخه وروسته، اورنګزیب مهابت خان له دکن څخه را وباله او د کابل صوبه داري یې هغه ته وسپارله. محمد امین خان یې د ګجرات صوبه دار کړ.
مهابت خان کابل ته په لاره کي خوشحال خان ته، چي په دغه وخت کي ډیر سپین .یری وو، بلنه ورکړه چي له ده سره ملګری سي او په راتلونکو اقداماتو او عملیاتو کي برخه ورسره واخلي؛ خوشخال خان د هغه بلنه ونه منله او دا شعر یې ووایه:

را معلوم شو د اورنګ عدل و انصاف
د ده ښه مسلماني ښه اعتکاف
سکه وروڼه وار په وار واړه وژلي
پلار په بند کي اچولی په مصاف
که هزار ځله څوک سر وهي په مځکه
یا په صوم تر شمزیه ورولي ناف
څو دي نیت د ښه عمل سره جوړ نه شي
عبادت طاعت دي واړه دی خلاف
چي د ژبي لار یوه د زړه یې بله
په چاړه یې شه ځیګر شګاف شګاف
مار به تن د پاسه ښه ښایسته روغ وي
ولي ننه اندرون لري ناصاف
میړني په کرده ډیر ویل يې لږ وي
د نامردو لږ عمل وي ډیر یې لاف
که دلې د خوشحال لاس په ظالم نشته
د قیامت په ورځ یې خدای مه کړه معاف

مهابت خان د خیبر له لاري کابل ته تیر سو او پر افغانانو باندي یې حمله ونه کړه. اورنګزیب ته د مهابت خان دې عمل خوند ورنه کړ خو څه یې ورته ونه ویل. مهابت خان د ۱۶۷۳ کال د فبروري په میاشت کي  خپل پرکټي( بچه اندر) شجاعت خان او راجا جسونت سینګه، له ډیرو زیاتو لښکرو سره، د پښتنو د ځپلو لپاره ولیږل. ۴۲  نوټس  ص ۸۹۹
په همدغه کال د ګنداب په سیمه کي د شجاعت خان او د ایمل خان اپریدي د اولسي لښکرو ترمنځ  په یوه سخت جنګ کي شجاعت خان ووژل سو او جسونت سینګهـ وتښتیدی.    ۴۳ نوټس ۴۰۲

البته د مغولو په مقابل کي د پښتنو قومونو دغه راز اتحادونو او له هغوی څخه د جنګونو د میدانونو ګټلو ډېر زیات پایښت نه کاوه او کله چی به فتح د پښتنو په نصیب سوه نو پښتنو به ټولو خپلو سیمو او کلیو ته مخه کړه. او کله چی به بیرته د مغولو انتقامي او منظمو پوځونو حمله ورباندی وکړه نو کله منارونه به یې ور جوړ کړل. د دې خبری یو علت دا هم وو چی پښتانه د یوه حکومت او منظم دایمی پلان د لاندی نه جنگېدل او منظم او دایمی پوځ یې نه درلود. هغوی زیاتره هغه وخت جنگونه کول او جنگونو ته تیارېدل چی د کښت او کروندې څخه به بېغمه وه؛ او هغه هم هغه وخت چی یوه لویه پېښه به وسوه او ټول قومونه به د یوه لوی ماتم او ستونزي سره مخامخ سول. پښتانه ډېر لږ د کښت او کروندې پر وخت جنگونو ته حاضرېدل. ۴۲  اکبر سید  ص ۹۲ د خټکو قبیله د خوشحال خان او افضل خان غوندي مشرانو تر بیرغ لاندی را ټول نه سول. نور قومونه هم تر خټکو بهتر نه وه. دریاخان اپرېدی، چی خوشحال خان یې په ډېر افتخار نوم یادوی، د خپل زوی فتح خان سره یو ځای ، چی افضل خان وایی په هرڅه کی تر دریا خان بهتروو، د خپلو تربرونو د لاسه قتل سو. ۴۳  تاریخ مرصع ص ۲۹۸
د دې قبیلوی جنگونو او تربور گلویو غم لړلی داستان دونه اوږد دی چی په مثالونو یې زرگونه پاڼی تورېدلای سی. او خوشحال خان په داسی عصر کی ژوند کاوه چی پښتنو کور په کور او قبیله په قبیله هډونه سره مات کړی ول. د هغه پر چیغو او نصیحتونو باندی څوک غوږ نیولو ته وزگار نه وه.

څوک دي لاپي د خپلویه راته نه کا
چی په حال د نیکو بدو ښه خبر یم
زیست روزگار مي له دې خلکو سره نه شی
زه خوشحال د واړو خلکو مرور یم

د پښتنو ترمنځ قومي اختلافات او خپل منځي تلفات

 د پردیو لښکرو او حملو ښايي هیڅ وخت دونه پښتنانه نه وي قتل کړي لکه هغوی چي د خپلو قبیلو په منځ کي د تربور ګلویو او د لویو او وړو قبیلو ترمنځ په دښمنیو کي قتل سوي دي. پښتانه، د تاریخ په اوږدو کي، هروخت د رقیبو امپراطوریو ترمنځ واقع سوي دي او دغه حالت قبایلو ته، چي له مودو یې راز راز دښمنی سره درلودلي دي، دا زمینه برابره کړې ده چي د یوه او بل قدرت په ګټه او طرفداري ودریږي او د خپلي رقیبې قبیلې او یا قبایلو څخه کسات واخلي. پښتنو په دغه راز دښمنیو کي د ډهلي او اګرې سلطنتونه او قدرتونه، د بیګانه غیر پښتنو لپاره، له لاسه ورکړي دي.
سلطان ابراهیم لودي، چي یو غښتلی جنرال او پاچا وو، پر خپلو لودیانو باندي بدګومانه سو او ډیر مهم خانان یې په ډیر بیرحمانه ډول ووژل. د سلطان بهلول او سلطان سکندر لودي مشهور او غښتلي جنرال تاتار خان لودي زوی دولت خان یې، چي دا وخت د لاهور حکمران وو، خپل حضور ته وباله. هغه د خپل سر له ویري خپل زوی دلاور خان ور واستاوه.  کله چي دلاور خان د سلطان ابراهییم لودي دربار ته ورغی او د خپل پلار ناجوړي یې پلمه کړه نو سلطان ابراهیم د هغو خانانو مړي ور وښودل چي په دیوال کي یې ژوندي ښخ کړي او ګچ کړي ول. سلطان ابراهیم د تاتار خان زوی ته وویل چي
هر څوک چي زما له امر څخه سر وغړوي حال به یې تر دغه بدتر وي.
کله چي دولت خان لودي له دې حاله خبر سو نو مجبور سو چي له بابر سره تماسونه ټینګ کړي او هغه ته پر هند او د سلطان ابراهیم پر پوځ او تخت باندي د حملې کولو بلنه ورکړي او د مرستو ژمنه ورسره وکړي.
بابر له دلاور خان څخه پوښتنه وکړه چي تاسي دیرش کاله د سلطان ابراهیم نمک خوړلی او شل کاله کیږي چي د پنجاب اختیار او قدرت مو په لاس کي دی، اوس څرنګه د خپل پاچا سره مخالفت کوی. دلاور خان هغه ته وویل چي سلطان ابراهیم خپل وفادار جنرالان او د خپل قوم خانان او مشران په ناحقه وژني او موږ پرته له دغه، چي ستا سره ملګری سو، بله لاره نه لرو.
بابر چي دا حالت له خدایه غوښت، او د کلونو راهیسي یې د هند د فتح کولو خوبونه لیدل، سمدستي پر هندوستان باندي لښکرکښي وکړې او سلطان ابراهیم لودي، بالاخره د پاني پټ په میدان کي، له هغه سره په جګړه کي ووژل سو او د هغه له وژل کیدلو سره  په هند کي د پښتنو څه باندي اویا کلن سلطنت سقوط وکړ.( ۴۴ تاریخ شاهي ص ص۸۷ـ ۸۹)
دغه راز د سوري شیرشاه زوی اسلام شاه، د خپل پلار د دوو لویو جنرالانو خواص خان او عیسی خان د بې وفايي په خاطر، چي د ده د ورور عادل شاه په طرفداري جنګیدلي ول، د پلار پر ټولو جنرالانو او خانان بد ګومان سو او په لږ وخت کي یې د خپلي قبیلې لوی مشران او جنرالان، جلال خان سور، او خپل وراره په خپل لاس ووژل. قطب خان سور، برمزید خان سور، کمال خان سور، زین خان نیازي ، سعید خان نیازي او شمس خان نیازي یې د تریاکو په خوړلو مجبور کړل او وې وژل او ځینی نور خانان او مشران یې د پیلانو په پښو کي پایمال کړل. په دې توګه یې په هند کي د پښتنو د دوهم سلطنت پايي، چي شیرشاه سوري په یو عالم خواریو، له مغولو څخه ترلاسه کړی وو، په لوی لاس ولړزولې. ۴۵  هغه کتاب ص ص ۲۴۰-۲۴۱
دغه راز د اته لسمي پیړی په دوهمه لسیزه کي شاه محمود هوتک د ایران د اصفهان  تخت او تاج د لاسه کړ. څه موده وروسته شاه اشرف، چي ښايي د پښتنو د تاریخ یو له ترټولو تکړه جنرالانو او ډیپلوماټانو څخه وو، د نادر افشار د قوي او په ښو وسلو سمبالو پوځونو سره مخامخ سو. دا وخت د هرات ابدالیان هم په خپلو کي په جنګونو لګیا ول او هم یې د ایران پر خاوره، په تیره بیا مشهد باندي، خپلي حملې کولې. د غلجیانو سره یې ډیري سختي دښمنی درلودلې او شاه اشرف له هغوی څخه د مرستي انتظار نه سو درلودلای. په کندهار کي هوتک شاه حسین، چي د خپل ورور شاه محمود د وژل کیدلو له امله یې د شاه اشرف سره  دښمني درلوده، له هغه سره نه یوازي مرستي کولو ته حاضر نه وو، د هغه وینو ته تږی ناست وو. د نادر افشار په مقابل کي د پښتنو درې لوی قوتونه درې او څلور ټوټې سول او بری د نادر شاه په برخه سو.
 راورټي لیکي چي په ۱۷۳۱ کال کي نادرشاه د مشهد څخه د هرات پر لور وخوځیدی څو د غلجیو او ابدالیانو د اختلاف څخه په ګټي اخیستلو سره دواړو ته ماته ورکړي او په دې هدف کي بریالی هم سو. راورټي لیکي چي که دې دواړو لویو قبیلو اتحاد سره کړی وای او په ګډه یې یو منظم قوت جوړ کړی وای نو ښايی د نادرشاه سره د هغوی د جنګونو نتیجه به بل راز وای    ۴۶  نوټس     ص   ۶۱۰
دغه راز ساپیو د نادرشاه د لښکرو په مقابل کي پوره شپږ میاشتي مقاومت وکړ. کله به یې د هغه پر لښکرو باندي د شپې حملې کولې او کله به یې مخامخ  جګړه ورسره کوله. خو نه د نورو پښتنو قبایلو له خوا مرسته ورسره وسوه او نه د ډهلي دربار هغوی ته عسکر او وسلې ولیږلې. ساپیانو په یوازي سره د نادر افشار له لښکرو سره د مقاومت توان نه درلوی. بالاخره ساپیو له جنګ څخه لاس واخیست؛ نادرشاه ته تسلیم سول او هغه د ساپیو څو منه سترګي وکښلې او د هند پر لور یې حرکت ته دوام ورکړ. ۴۷  ( نوټس ص ۱۰۶ )
کله چي نادر افشار د ډهلي له فتح څخه ستون سو او فکر یې کاوه چي نور نو هر څه تر کنټرول لاندي دي، د یوسفزیو قوم د محمد علي خان، محبت خان، عصمت الله خان او سردار خان په مشری له هغه سره پوره دوه کاله وجنګیدی. په دې جنګونو کي موږ د نورو قومونو نومونه نه وینو او داسي ښکاري چي نورو قومونو، په تیره بیا د غرنیو سیمو اوسیدونکو پښتنو له هغوی سره هیڅ مرسته نه وي کړې. په دې جنګونو کي د نورو قبایلو د برخي نه اخیستلو اصلي علت هم ښايي هغه جنګونه وي چي د یوسفزیو غښتلي او پراخي قبیلې د نورو پښتني قبایلو او قومونو سره کړي او هغوی یې له یوسفزیو سره دښمنان کړي ول. یو ځل خو پر یوسفزیو باندي د نادر افشار د یوې ناڅاپي حملې په نتیجه کي شل زره یوسفزي قتل عام سول. ۴۸  عالم آرا ص ص ۱۰۱۱ـ۱۰۱۶
 
هغسي چي د بابر په زمانه کي پښتانه بې اتفاقه ول، هغسي چي یې د نادر افشار په مقابل کي اتحاد ونه وکړ او غلجي او دراني دواړه په خپلو کي د دښمنیو قرباني سول دغه راز خوشحال خان ته هم، د غلجیو او درانیو په څیر، د خپل قام او نورو قبایلو سره دښمني ور تر غاړي وه.

دیرش کلونه وشول چي مي پلار دی شهید شوی
مړ کړ یوسفزیو ما هم اور کړه باندي سمه
نور پښتانه دیر دي خو یو زه پکي توره یم
واخلم، ورکړم، بند کړمو پریږدمو ووژنم تر دمه
ډیرو اولسونو غلیمي راسره وکړه
سر یې راته کوز کړ هاله خلاص شول له ماتمه

او کله چي د بنګښو په مقابل کي د ګنبت د جنګ د ماتي څخه وروسته د ډوډې په جنګ کي بیرته له بنګښو څخه کسات اخلي او داسي ښکاري چي د نورو ولجو تر څنګ  یې د بنګښو څخه نجوني هم اولجه کړی دي. په دې جنګ کي به، لکه خوشحال خان خټک چي پخپله اعتراف کوي، زیات تیری او تجاوز سوی وي. طبیعي خبره ده چي بنګښ به هم، چي تر خټکو یې زور او نفوس زیات وو، د کسات اخیستلو  او فرصت پیدا کولو په انتظار کښینستلي وي. دغه ډول دښمنیو تر نسلونو پوري دوام کاوه، او زیاتره وختونه به یې د قبایلو ترمنځ د یووالي مخه نیوله. خوشحال خان د دې جنګ په باب وايي

په دا جنګ کي ولجې وشولې بې شماره
د ښو جونو د آسونو د انعام  
توري زغري که لیندۍ وې که درستې وې
په وسلو سره معمور شو هر کدام
شپږ اووه زره خټک وو په دا جنګ کي
په اولجه سره خوشنود شو هر کدام
د دې جنګ نارې به درومي په ملکونو
پرې خوښیږي به همه پښتون په نام
چی د دې سوبي اواز وشي په هند کي
بیا به ږغ شي د بادشاه په خاص و عام
چي په نام پښتون غوڅیږي پرې خوښیږي
اورنګ زیب هسي بادشاه دی د اسلام

افضل خان په تاریخ مرصع کي د خټکو او یوسفزیو او دغه راز له نورو قومونو سره د خټکو د بدیو او دښمنیو په باب په تفصیل ږغیدلی دی. دی وايي چي ملک اک مرحوم دوه درې ځله په افریدیو وزغست. بیا عداوت او دښمني د یوسفزیو په میراث و خان علیین مکان ته پاته شوه.  اول جنګ دا وو چي یوسفزي یې له مصری کوټه جلا وطن کړل. ښه ښه سرداران د یوسفزیو مړه شول. یحیی حان ملک مامو مړکړ او کله چي شهباز خان پښه په رکاب کي کړه نو د یوسفزیو خوب آرام ورک شه. ۴۹    تاریخ مرصع ص ۲۶۸
د خټکو او یوسفزیو په یوه بل جنګ کي د یوسفزیو دوه سوه تنه ووژل سول. افضل خان وايي دوی لره خوږیدل ضرور وو. چي راغلل د موږ څه ضرور وو. پس د یوسفزیو له تللو دوباره خبر راغی چی بادشاه یوسفزي بیا خان ته ورکړل. ۵۰  هغه کتاب ص ۲۸۸
دا چی د مغولو پاچایوسفزي د خوشحال خان پر ذمه سپارلي دي، طبیعي خبره ده چي د دواړو پښتنو قبایلو ترمنځ یې موجوده دښمني یو په لسه زیاته کړې ده. افضل خان لیکي چي د خوشحال خان او امازیو او کمال زیو په یوه جنګ کي درې سوه یوسفزي قتل سول او د اټک له قلا سره یې د هغوی کله منار جوړ کړ. ۵۱   هغه کتاب ص ۲۸۹
افضل خان لیکي چي خوشحال خان خټک د خپلو سړیو سره د ښکار په بهانه ووت او ناڅاپه یې د یوسفزیو په یوه کلي اور پوري کړ. خپلو سړیو ته یې حکم کړی وو چي سپیو سړی هر څه چي په مخه درځي صرفه مه پرې کوی. په دې جنګ کي چا په نر، ښځي او هلک هیڅ صرفه ونه کړه. د دوی په غولي یې د وینو رود روان کړ. د سپیو د سړیو ویني ګډي بهیدلې. درې نور کلي یې هم وسوځول او نمازدیګر را جاووت. ۵۲هغه کتاب ص ۲۷۱
افضل خان د خوشحال خان د بیاض په حواله لیکي چي  د ۱۶۵۹ کال د مارچ په یویشتمه د یوسفزیو او خټکو په بل جنګ کي د یوسفزیو د مشر باکو خان وروڼه ووژل سول او د لښکرو نغارې او نښانونه یې د خوشحال خان د عسکرو لاسته ورغلل.۵۳هغه کتاب  هغه مخ
افضل خان لیکي چي بل جنګ په ۱۶۶۲ کال کي د یوسفزیو د همسایه ګوجرانو او خوشحال خان ترمنځ وسو او ډیر زیات ګوجران پکښي ووژل سول. دی وايی نور واړه جنګونه ډیر سوي دي حساب یې نشته. ۵۴ هغه کتاب   ۲۹۰
کله چي د افضل خان څخه د جنګونو حساب ورک دی؛ او په دې کي شک نسته چي په هر جنګ کي به د دواړو خواو څخه لږ او ډیر کسان وژل سوي وي نو د دې معنی دا ده چي د خټکو او یوسفزیو ترمنځ چنداني روغه نه ده سوې او د هډونو ماتیدلو بیا هم تر ډیره وخته پوري دوام کړی دی. په تاریخ مرصع کي، د دې لویو او وړو جنګونو په ترڅ کي، د لس هاوو کلیو د سوځیدلو بیان سوی دی. د کلیو او مال سوځولو او د قامونو د سرسړیو وژل کیدلو هر وخت د پښتنو قومونو ترمنځ د دښمنی اور تازه ساتلی وو.
که د مغولو او پښتنو ترمنځ جنګونو ته یو عمومي نظر واچوو نو دا خبره څرګندیږي چي دا جنګونه زیاتره د یوسفزیو او مغولو ترمنځ دي. د خټکو او اپریدیو په شمول، د پښتنو نورو قومونو، په بیلو بیلو وختونو کي، یا د ځانونو د ساتني او یا د یوې بلي قبیلې او یا په خپله قبیله کي د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره له مغولو سره روغه جوړه کړې ده؛ او بالمقابل یوسفزي د مختلفو علتونو له مخي د مغولو سره جنګیدلي دي.
د یوسفزیو او مغولو ترمنځ دښمني او بدبیني ژوري او پخوانی تاریخي ریښې لري. کله چي میرزا ابو سعید کورګاني خپل زوی میرزا الغ بیګ ته کابل وسپاره نو هغه سره له دې چي یوسفزیو پښتنو ډیر ښه ورسره کړي وه او په حقیقت کي د کابل تخت هغوی ورته نیولی وو، له یوسفزیو سره ډیره نامردي وکړه او په یوه ورځ یې د هغوی اووه سوه مشران قتل عام کړل او باقي پاته قوم یې د کابل د سیمي او شاوخوا څخه په وتلو مجبور کړل. یوسفزي لومړی د پیښور شاوخوا علاقو ته ولاړل او وروسته یې سوات ونیوی. ډاکټر بیلیو لیکي چي یوسفزي له کندهار څخه کابل ته هغه وخت، چي د شاه رخ میرزا زوی الغ بیګ میرزا په کابل کي حکمران وو وکوچیدل. شاه رخ میرزا د ګوډ تیمور زوی وو.  بیلیو لیکي چي د بابر په زمانه کي، چي په ۱۵۰۴ کال کي د لومړي ځل لپاره کابل ته ورسیدی، د پیښور ټوله علاقه پښتنو نیولې وه او څوارلس کاله وروسته چي هغه د دوهم ځل لپاره کابل ته راغی نو یوسفزیو خپل اقتدار په سوات کي ټینګ کړی وو.   ۵۵  جنرل رپوټ ان یوسفزی   ص  ۶۴
البته دغه الغ بیګ چي یوسفزي یې قتل عام او د کابل  څخه په وتلو ېی مجبور کړل، د شاه رخ میرزا زوی نه بلکه د سلطان ابو سعید کورګاني زوی دی، چي د ۱۴۶۰ څخه تر ۱۵۰۷ پوري د کابل او غزني کي حکمران وو. د شاه رخ میرزا زوی الغ بیګ میرزا، چي په علم نجوم کي یې شهرت درلود له ۱۴۰۹ څخه تر ۱۴۴۸ پوري په سمرقند کي واکمن وو.   ۵۶   تاریخ افغانستان درعصر کورګانیان هند  ص ۲۲
که څه هم چي تواریخ حافظ رحمت خاني وايي چي یوسفزیو د الغ بیګ په زمانه کي په کابل او شاوخوا سیمو کي ډیر زیات قدرت پیدا کړ او پر خلکو به یې ظلمونه کول او د میرزا الغ بیګ په حکومت او اداره کی یې ری نه واهه، او الغ بیګ ير هغوی باندي حملې کولو ته مجبور سو.  ۵۷  تواریخ  خافظ رحمت خاني   ص ۸-۹  مګر پر یوسفزیو باندي په لښکر کشي کي ګګیاڼي د الغ بیګ میرزا ملګري ول او الغ میرزا، د ګګیاڼیو په شیطانت، د یوسفزیو مشران وبلل او اووه سوه تنه یې قتل عام کړل. الغ بیګ میرزا حتی نه غوښتل چي د یوسفزیو سره هډ مات کړي او له ګوګیاڼیو څخه یې وغوښتل چي د یوسفزیو سرونه ووهي. ګګیاڼي مشران هم حاضر سول او د یوسفزیو د مشرانو سرونه یې پرې کړل.  ۵۸   هغه کتاب  ص ۲۰  که د کتاب په حواله، د یوسفزیو د هوښیار مشر ملک احمد تدبیر نه وای ښايی چي د دې دوو لویوقومونو، چي دواړه  له یوه ښاخ څخه ول، دښمني او ترپګني تر ډیرو نسلونو پوري روانه وای.
  د الغ بیګ میرزا د وفات سره سم د هغه کوچنی زوی میرزا عبدالرزاق د کابل پر تخت کښیناست. لږ وروسته د امیرذوالنون ارغون کشر زوی محمد مقیم میرزا، چي د ګرمسیر حکمران وو، پر کابل باندي حمله وکړه. عبدالرزاق لغمان ته وتښتیدی او کابل د محمد مقیم لاسته ورغی. په ۱۵۰۸ کي بابر ظهیرالدین محمد بابر پر کابل باندي حمله وکړه؛ محمد مقیم میرزا په کابل کي محاصره سو. د ښار خلکو، چي د مقیم میرزا له خودسریو څخه په عذاب ول، بابر ته د ښار دروازې پرانیستلې او کابل د بابر لاسته ورغی.
بابر په کابل کي په خزانه کي پیسې نه درلودلې، خکه چي هغه د میرزا الغ بیګ د وفات څخه وروسته ګډوډیو کي چور سوي وې، نو د یوه داړه مار په شکل یې د پښتنو د کلیو چورول او سړي وژلو ته لاس واچاوه. هغه د کوهاټ، هنګو، بنګښو او بنو پر ښارونو او کلیو باندي حملې پیل کړې. غوايي، پسونه، غلې دانې او چي هر څه یې لاسته ورتلل هغه یې چورول. هغو کسانو چي د بابر د منظمو پوځونو او توپخانې په مقابل کي یې د مقاومت توان نه درلود هغه به تسلیم سول او چي نه تسلیمیدل بایر د هغوی د قتل عام امر کاوه او د مړو د سرونو څخه یې کله منار جوړاوه.   ۵۹ بابرنامه ص ۲۳۲
بابر په کوهاټ کي د کله منار له جوړلو څخه وروسته بل کله منار په هنګو کي جوړ کړ. بابروايي چي زموږ سړیو د سلو یا دوو سوو افغانانونه سرونه پرې کړل او کله منار یې جوړ کړ.  بابر له دغه ځایه څخه پر بنو باندي حمله وکړه. خپل زوی جهانګیر میرزا یې پر هغه سیمه باندي د حملې دپاره واستاوه. جهانګیر میرزا بنو ته د رسیدلو سره سم عام قتل پیل کړ؛ ډیر زیات سرونه یې راوړل او له هغه څخه یې کله منار جوړ کړ. ۶۰    هغه کتاب ۲۳۳   بایر له دې حملو څخه وروسته پر غلجیو باندي حمله وکړه. دی وايی چي په دغه حمله کي موږ ته تر بل هر ځای ډیر پسونه په لاس راغلل. دی وايي زموږ پوځیانو هر هغه سړی چي به مخي ته ورغی واژه. بابر د خپل عادت سره سم، چي ښايی د خپله نیکه ګوډ تیمور څخه یې په میراث وړی وو، دلته هم د غلجیو د میړونو کله منار جوړ کړ. ۶۱ هغه کتاب ۳۲۴
پښتانه د یوه بل له احواله بیخبره وه. که یې اتفاق سره کړی وای، نو ښايي چي نه بابر دونه اسانه فتوحات کړي وای او نه پښتنو دونه تلفات لیدلي وای. دا وخت په آګره کي د پښتنو د تاریخ تر ټولو ستر واکمن سلطان سکندر لودي پر تخت ناست وو. هغه د دې پر ځای چي په روه کي د پښتنو په احوال او پر هغوی باندي د ظلمونو څخه ځان خبر کړي په هند کي په فتوحاتو او اصلاحاتو لګیاوو. د هرات څخه تر کابل او بدخشان او ماورألنهر پوري سیمي د تیموریانو په لاس کي وې. د خیبر څخه کښته علاقې پښتانه تقریبا ازاد ول، خو هیڅ، لوی او منلی، مشر یې نه درلود او د زورورو د آسونو تر پښو لاندي پایمال ول؛ او که به خارجي دښمن نه وو، په داخلي جنګونو او تربور ګلیو کي وژل کیدل.
بابر وروسته مخ پر باجوړ ونیوی. باجوړیو تر دغه وخته توپک نه وه لیدلي او په ډیره بې پروايي یې د بابر د عسکرو په مقابل کي مقاومت پیل کړ. خو وروسته یې ولیدل چي د بابر د توپکو او توپونو په مقابل کي مقاومت کول ناممکن دي، نو زیاتره یې تسلیم سول. د بابر عسکرو درې زره باجوړي قتل عام کړل. په لارو کوڅو کي مړي پراته ول او سړی مجبور وو چي په مړو کي وخیژي او تیر سي. بابر د باجوړیو د مشرانو او وژل سویو کسانو سرونه کابل، بدخشان، بلخ، کندوز او نورو ځایونو ته ولیږل او به هر ځای کی یې کله منارونه جوړ کړل. د سوات د یوسفزیو هوښیار مشر ملک شاه منصور په دغه وخت کي د بابر په لښکرو کي حاضر وو او د هغه ټول ظلمونه او قتل عامونه یې د سر په سترګو ولیدل. ۶۲   هغه کتاب  ص ۳۷۱-۳۷۰
 بابر د باجوړ له فتحه کولو څخه وروسته سوات ته روان سو. د سوات سطان اویس په ځان کي د مقاومت توان نه لیدی او بابر پر هغه باندي څلور زره باره وریجي حواله کړې، او هغه ته یې وظیفه  ورکړه چي دا باج به پخپله ټولوي. بابر وايی پر دې یاغي غرنیو خلکو باندي هیڅ وخت چا دونه دروند بار نه وو ایښی. دې خلکو دا باج نه سوای پوره کولای او ژوند یې تباه سو. ۶۳  هغه کتاب ص  ۳۷۴
داسي ښکاري چي بابر هم نه غوښتل له یوسفزیو سره جګړه وکړي او یا د ملک شاه منصور هوښیاری کار ورکړی وو چي بابر د هغوی سره د دایمي روغي جوړي لپاره د ملک شاه منصور څخه وغوښتل چي خپله لور بي بي مبارکه هغه ته په نکاح ورکړي. ۶۴ هغه کتاب ص ۳۷۵
بابر پر یوسفزیو باندي حمله ونه کړه او کابل ته روان سو. ملک شاه منصور د یوسفزیو له پنځو شپږو مشرانو سره کابل ته ورغی. بابر هغوی ټول ونازول، خلعتونه یې ورکړل او هغوی ته یې وویل چي په سوات کي به تر ابوهی له پاسه مځکو سره غرض نه کوي او کښته مځکي په دوی اړه لري. دغه راز یې ورته وویل چي هغه پښتانه چي د باجوړ په شاوخوا کي مځکي کري باید چي له کاله شپږ زره خرواره وریجي کابل ته ولیږي. ۶۵ تاریخ مرصع  ص ۲۴۵    د تاریخ مرصع له متن څخه سړی ویلای سي چي باجوړ په هغه وخت کي ډیره آباده زراعتي مځکه وه، چي یوازي پر پښتنو باندي دونه دروند باج ایښودل سوی دی او بابر باید د باجوړ د چور او تالان څخه ډیري زیاتي او قیمتي اولجې ترلاسه کړي وي.
 د پښتنو لویو او وړو قبیلو په دغه وخت کي هډونه سره مات کړي وه او د بابر د تاړاکونو او حملو په مقابل کي یې ګډ دریځ نه سو غوره کولای. یوسفزیو پر هغو دلزاکو باندي چي له کابل څخه یې پیښور ته د مهاجر کیدلو او دربدر کیدلو په وخت کي دوآبه او باجوړ ورکړي وه ځکه حملې وکړې چي دلزاکو له هغوی سره بدي را واخیسته. که څه هم چي بیلیو دلزاک پښتانه نه بولي او وايی چي هغوی د یوسفزیوسره د مخامخ کیدلو په وخت کي بُت پرستان او شرابخواره ول، او ښايی چي په دغو سیمو کي د بوداییانو سره اړه ولري       ۶۶  جنرل رپوت یوسفزی   ص ۶۵             خو له دلزاکو سره د ملک احمد په جنګونو کي هغوی ته د پښتنو خطاب سوی او ملک احمد اوشیخ ملي د یوسفزیو له لښکرو څخه غوښتي دي چي د دلزاکو غلامان بندیان له ځانونو سره وساتی او هغه چي آزاد دي هغوی خوشي کړی ځکه چي بیا پوښتانه دي.  ۶۷      تواریخ حافظ رحمت خاني ص ۱۳۸   دغه راز کله چي خان کجو په همدغه جنګ کي د دلزاکو مشر بايي خان، چي مخکي خان کجو د هغه لور ورڅخه غوښتې وه او ده نه وه ورکړې، تعقیبوي او هغه خواست ورته کوي چي نور مه راپسي راځی او هغه لور مي چي تا راڅخه غوښتې وه تاته په حلاله نکاح درکړې ده. خان کجو خپلو ملګرو ته وايی چي نور یې بس کړی هغه چي شوي دي هغه وشول را وګرځی غرض مه په کوی چي بیا پوښتانه دي.    ۶۸      هغه کتاب   ص ۱۴۰
دغه راز مومندو او خلیلو په پیښور کي د دلزاکو د لاسه کار روزګار نه سو کولای او د هغوی د لاسه یې خپل تجارتي مالونه کابل ته نه سو وړلای؛ د کابل مغول حکمران میرزا کامران څخه یې مرسته وغوښته. هغه هم د دوی عرض ته غوږ ونیوی او پخپله له پوځونو سره د مومندو او خلیلو په ملاتړ پیښور ته روان سو. په هغو جنګونو کي دلزاکو ته دونه تلفات ورسیدل چي پیښور د تل لپاره ورڅخه پاته سو؛ له اباسین څخه پوري وتل او د بهزاده او مانګړاو له دلزاکو سر ه یې هستوګنه غوره کړه. ۶۹  هغه   کتاب   ص ۱۵۰
د شیخ تیپور په جنګ کي، چي د خان کجو او نورو خښي قبیلو او د خلیلو، مومندو او داوود زیو د غوریه خیل قبایلو ترمنځ وسو او له خان کجو سره دونه پوځونه ملګری ول چي مثال یې په ټول افغانستان کي نه وو لیده سوی، د خلیلو او غوریه خیلو لښکرو ته دونه تلفات ورسیدل چي د قیامت ورځ ورباندي راغله. د غوریه خیلو لښکری یې تر پیښور پوري تعقیب کړې او په لار کی چي یې څوک په مخه ورتلل هغه یې قتلول. او پوځونه تر پیښوره، تر سربنده، تر شیرکړهی، تر چهل ګزی، تر ټوپه او تر جمروده ولاړل؛ هر چیري چي د خلیلو، مهمندو او داوود زیو کلي وه، ټول یې تاخت و تاراج کړل. د قتل، د اُسرت د اولجو هیچا صرفه ونه کړه، درست خښي پرې معمور شول. یوه تن قصه کوله چي زه له خپل پلار سره په دغه جنګ کي ملګری وم او یوازي موږ دوولس غلامان، څو د رخت بارونه او ډیر مال او څاروي تر لاسه کړل؛ نور نو هر چاته په غه اندازه مالونه ورسیدل.  ۷۰     هغه کتاب   ص ۱۸۲
 دې ورور وژنو په نسلونو سابقه درلوده او نسلونه نور یې دوام وکړ. په پښتنو کي داسي قبیله پاته نه وه چی له بلي قبیلې سره یې دښمني نه درلوده او داسي پښتون چندانی نه وو چي د خپل تربور له ویري یې د شپې خوب پر ځان حرام کړی نه وو. یوسفزي د خان کجو تر رهبری لاندي ورځ په ورځ قوي کیدل او په پښتني قبایلو کي چا پر هغوی باندي د تېري کولو جرأت نه سو کولای. دې حالت د جلال الدین اکبر د پاچهی تر نیمايی کلونو پوري، چي څه باندي نیمه پیړۍ کیږي، دوام وکړ.
په کال ۱۵۸۰ کي د اکبر یو لوی او زړه ور جنرال زین خان کوکه د یوسفزیو سره په جګړو بوخت سو. کله چي یې زور ونه رسیدی نو له ډهلي څخه یې د نورو لښکرو او پوځي مرستو غوښتنه وکړه. جلال الدین اکبر، د هغه سره د مرستي لپاره، سعید خان کهکړ، راجه بیربل، شیخ فیضي، فتح الله خان شیرازي، تالش بیګ، صلح عاقل او نور زیات پوځونه ورولیږل. وروسته یې حکیم ابوالفتح هم ورپسي روان کړ. کله چي دا پوخي قوتونه د پښتنو سیمو ته ورسیدل نو به چور او تالان یې لاس پوري کړ. کله چي د مغولو قوتونه د کړاکړ غاښي ته ورسیدل یوه سړي راجا بیربل ته وویل چي پښتانه نن شپه پر تاسي باندي د شبخون خیال لري. د کړاکړ غاښی درې څلور کروهه دی؛ که راجا له دغه غاښي څخه نن شپه تیر شي نو د پښتنو له شبخون څخه به وژغورل سي. راجه بیربل د زین خان له سلا مشورې پرته خپلي قواوي د کړاکړ پر غاښي ور رهي کړې. د لاري نیمايي ته، چي یوازي د یوه آس د تیریدلو لاره وه، ورسیدی چي پښتنو د غشیو، ډبرو او توپکو د مرمیو باران ورباندي جوړ کړ. د بیربل ټول پوځ په هغه غاښي کي تباه سو. راجا بیربل، راجه دهرم چند، خواجه عرب، ملاشیرین شاعر او نور ډیر نامتو کسان او افسران په هغه جنګ کي تلف سول؛ داسي اټکل کیږي چي د مغولو څه باندي اته زره پوځ په هغه جنګ کي تباه سو. ۷۱   تاریخ مرصع  ص  ۲۴۸
اکبر د یوسفزیو د ځپلو لپاره د راجه ټوډر مل تر مشری لاندي یو عظیم پوځ واستاوه. هغه د یوسفزیو په سیمه کي څو قلاوي جوړي کړې او د یوسفزیو ډیرکلي یې لوت او تاراج کړل، مګر یوسفزي دونه غښتلي سوي ول چي په دې حملو يې چاره نه کیده.
په همدغو ورځو کي د د اوزبکو د سلطان عبدالله خان یو هیات له کابله د خیبر پر لاره ډهلي ته روان وو چي په خیبر کي د جلال الدین روښاني د سختو حملو سره مخامخ سو. که څه هم چي دواړو خواوو ته درانه تلفات ورسیدل خو د مغولو پوځیانو ایله مات و ګوډ ځانونه ډهلي ته ورسول. ۷۲    هغه کتاب  ۲۴۹  ص   
جلال الدین اکبر د یوسفزیو او نورو پښتني قبایلو څخه د لارو د ساتلو چاري د خټکو مشهور سردار ملک اکوړي ته وسپارلې. اکبر غوښتل چي هم تجارتي لاري په خټکو وساتي او هم په دې توګه د پښتنو ترمنخ یو لوی درز منځته راوړي؛ مګر یوسفزي دونه لوی قوت وو چي یوازي خټکو څه چي د ډیرو زیاتو قبیلو ایتلاف یې مخه نه سوای نیولای. د اکبر، جهانګیر، شاه جهان او اورنګزیب په وختونو کي د پښتنو د اوسیدني سیمي د څه باندي یوسل او شلو کالو لپاره ناکراري وې. په دې دومره اوږده موده کي، چي ټول تقریبا د وینو تویېدلو او ورور وژنو اوږد داستان دی، د خیبر او تیراه اوسیدونکي پښتانه کله په خپلو کي په جنګونو کي لګیاوه او کله د روښانیانو تر بیرغ لاندي د مغولو سره جنګیدل. یوسفزي د روښانیانو او د هغوی د ملاتړ کونکو قبایلو سره جنګیدل، له مغولو سره یې جلا جګړې وې او له خټکو سره یې د پیړیو راهیسي هډونه مات کړي وه. د خوشحال خان خټک او اورنګزیب ترمنځ دښمنی او د خوشحال خان په خپل کور کي د اختلاف اور بلیدلو سیمه نوره هم ناکراره کړه، او د پښتنو ترمنځ د یووالي راوستلو آرزو او تلاښ داسي ناممکن کار سو چي تر نني ورځي پوري یې امکان نه دی پیدا کړی. خوشحال خان خټک د پښتنو دې لوی عیب ته متوجه وو. هغه چي هر څومره د پښتنو رمنځ د اتفاق راوستلو چیغي وکړې ځای یې ونه نیوی.

نه زما د هنر شته څوک طلبګار
نه زما دی د دې ملک هنر په کار
په یوه ژبه ویل سره پښتو کړو
ولي هیڅ ځبله نه شوو خبردار
«««««««««««««««۸
بله هیڅ لیدله نشي په دا منځ کښي
یا مغل له منځه ورک یا پښتون خوار
که ګردش د اسمان  دادی چي لیده شي
که د خدای رضا په دا وي راغی وار
په داهسي وخت چي وخت د نام و ننګ دی
دا بې ننګخ پښتانه کا څه رفتار
پښتانه که نور څه فکر کا ناپوه دي
بیله توري خلاصی نشته په بل کار
تر مغولو پښتانه به توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وی څه هوښیار
اولسونه چی سند وبله وکا
پادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
که نفاق که اتفاق که جهل پوهه
د هر چ د خدای په لاس ده هره چار
افریدي مهمند شینواري ګوره څه کا
د مغولو لښکر پروت پر ننګرهار
همیشه به په جهان کي ژوندون نه وي
د خوشحال خټک به پاته شي یادګار
لکه څرنګه چي خوشحال خان خټک وايي، اسمان ښایی د پښتنو په باب دغه فیصله کړې وه چي تر قیامته به یې اتفاق نه په نصیب کیږي او د همدغي بې اتفاقی په اثر به تل د دښمنانو تر توري لاندي وي. د خوشحال خان پر چیغو، پر شعرونو او پر نصیحتونو چا غوږ ونه نیوی، او یا یې نیولای نه سوای. د پښتنو د تاریخ دغه تر ټولو هوښیار مشر بالاخره حتی د خپلو نیکونو په ټاټوبي کی، چی ده سخته مینه ورسره درلوده، د وروستي نفس د ایستلو فرصت پیدا نه کړ.

د خوشحال خټک خوښي نه سی بې سرایه
په هر چا باندی یې خپل وطن کشمیر کړ

خوشحال خان د اته اویا کالو په عمر د اپرېدیو په سیمه کی وفات سو او خپلو ماشومانو او دوستانو ته یې ، چی په دغه وخت کی ورسره پاته وه ، وصیت وکړ چی هغه په داسی ځای کی ښخ کړي چی د مغولو د آسونو سیوری ورباندی ونه لوېږی. او دوی باید دده قبر په داسی ځای کی جوړ کړي چی مغول یې پیدا نه کړي او بې احترامي ورته ونه کړی. ۴۴
خوشحال خټک په حق سره د خپل وخت او زمان تر ټولو هوښیار پښتون وو او په جرأت سره ویلای سو چی د پښتنو په ټول تاریخ کی یې تر نن ورځی ساری نه دی لیده سوی. خو افسوس چی بخت له ده سره یاري ونه کړه. پښتنو هیڅ وخت د مشر په حيث ونه مانه او دا د زمان د واقعیت حکم وو. خوشحال خان دا حکم بدلولای نه سو، کنه نو هغه تېره توره چی له ده سره وه د هیچا تر ملا نه وه. هغه سترگي چی ده درلودلې د هیچا په سر کی نه غړېدې، هغه قلم چی له ده سره وو د پښتنو په تاریخ کی هیچا نه وو چلولی ، هغه ژبه چی له ده سره وه خدای بل پښتون ته نه وه ورکړې او تر نن پوری یې خالی ځای چا نه دی ډک کړی.

لا تراوسه یې ماغزه په قرار نه دي
چا چی زما سره وهلی سر په سنگ دی
لا په خوب کی په لړزه پرېوزي له کټه
چی د چا تر غوږو زما د توري شرنگ دی
د گینډیو په ځیگر کی یې گولۍ دي
چی لیدلی چا زما د ښکار تفنگ دی
که په دا دور می گورې هغه زه یم
چی مي داغ پر خاطر ایښی د اورنگ دی
درست جهان می و مغول وته خیبر کړ
ځای په ځای یې پښتانه وته قلنگ دی
ځینی څه لویی دعودې لرم په زړه کی
ولی څه کړم چی پښتون واړه بې ننگ دی
خو طالع را سره هسی مدد نه کا
گڼه تېر می له فریده نه فرهنگ دی

البته خوشحال خټک نه وایی چی په زړه کي څه لویی دعوې لري. یوازي د فرید مثال ورکول د دې معنی نه لري چی هغه به ګوندي د پښتنو د پاچهی جوړولو او د پخواني برم د بیرته را ژوندي کولو پلان درلود او که یی درلود نو په هغه کی بری ور په برخه سوی نه دی. پښتانه چی د سلطان بهلول، سلطان سکندر، سلطان ابراهیم، شیرشاه سوري او اسلام شاه سوري د پاره جنګیدل نو هغوی خو منظم دولتونه او حکومتونه او پلانونه درلودل، هغوی خو خزانې درلودلې، هغوی پوځونه او منصبونه درلودل، هغوی فتوحات کول او غنیمتونه یی په لاس راوړل، بالاخره هغوی د هندو راجاګانو او پاچاهانو سره غزاوي کولې او معبدونه یی سوځول. له خوشحال خان سره هغه زور نه وو او یوازي په تشو چیغو هغه نه سو کولای چی پښتانه تر یوه بیرغ لاندي راټول کړي. له هر پښتون سره دا سوال وو چی اتحاد د څشي لپاره. هغه ولي ځان د خوشحال خان او یا بل چا لپاره ووژني او د وخت د یوه مسلمان پاچا په مقابل کی توره را وباسي. د خوشحال خان سره لږ ترلږه خپله قبیله ملګرې نه وه. پښتنو په یوه لویه سیمه کي ژوند کاوه، مګر کوم خاص قلمرو او هیواد یې، چي تر یوه قانون او بیرغ لاندي وي او یو پاچا او منلی مشر دي ولري، موجود نه وو. د پښتنو پاچاهانو که په هند کي پاچهی کړي وې، نو هغه قدرتونه یې هم د وخت د واکمنانو د جاګیرونو او د هغو جاګیرونو په زور د جوړو کړو پوځونو په برکت تر لاسه کړي وه. په حقیقت کي پښتانه هم د ترکانو او مغولو په څير د ډهلي او اګرې په ښارونو او د دکن او بنګال په سیمو کي بیګانه وه. پښتنو که په هند کي قدرت درلود نو هغه واکمني یې پخپله پر پښتنو نه بلکه پر یوه بیګانه سیمه او هیوادونو باندي وه؛ او د خپل قام سره یې، د هغوی په خپله سیمه کي تقریبا هیڅ تماس نه درلود. د خوشحال خان خټک اجتماعي دریځ د هغو پښتنو واکمنانو سره چي د ترکانو او سیدانو د حکومتونو په دننه کي یې د جاګیرونو او پوځونو په زور له هغوی څخه قدرتونه ترلاسه کړي ول، ډیر توپیر درلود.
  د خوشحال خان په زمانه کي او له هغه څخه مخکي او وروسته، له هرات څخه تر کندهار او قلات پوري پراخه سیمه د صفوي پاچاهانو تر لاس لاندي وه. کابل، جلال اباد، غزنی او شاوخوا سیمي په ډهلي کي د مغولو تر واک لاندي وې. د خیبر څخه کښته د پیښور صوبه او نیژدې سیمي په نامه د ډهلي تر کنټرول لاندي خو تل ناکراري وي. او د سوات او باجوړ سیمي هر وخت یاغي وې او پاچاهان مجبور ول چي یا په هغو سیمو کي اوسیدونکي پښتانه د توري او پوځونو په زور ایل کړي او یا حتي د خپلو تجارتي او پوځي کاروانونو د تیریدلو لپاره هغوی ته باج ورکړي. په دې حالاتو کي به خوشحال خان، پرته له دې چي د یوه یاغي قومي خان په څیر ژوند وکړي، بل څه تر لاسه کړي وای؟
د خوشال خټک فرهنګي اهمیت:

یوه خبره چی زموږ باید هر وخت په یاد وي هغه دا ده چی د خوشحال خان په باب چی تراوسه پوری هر څه لیکنی سوي دي، او چی د هغه د ژوند او آثارو په باب هرڅه کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ سوي دي نو په اکثرو لیکنو کی د مغولو سره د هغه د مبارزې روحیې ته زیاته توجه سوې ده. په داسی حال کی چی د مغولو سره د هغه دښمني او تر هغه مخکي دوستي دواړي د خاصو اجتماعي او تاریخی شرایطو محصول وې. خوشحال خان که په ژوند کی ښه کړي دي او که یې بد کړي دي هغه یې د زمان د شرایطو او حالاتو په حکم کړي دي. که د هغه پر ځای بل خان او قومی مشر وای هغه به ده ته ورته کارونه کړي وای او د خوشحال خان په څيرتاریخ به یې درلودلای. هغه توره چی د خوشحال خان سره وه هغه د یحیی خان، شهباز خان ، دریا خان ، باکو خان او بل هر قومی خان سره وه . ځینی به تر ده په مېړانه او زړه ورتوب کی کم ول، خو ځینی به حتی تر ده هم زړه ور ول. خو هغه قلم چی له ده سره وو هغه نه د پښتنو په تاریخ کی تر ده د مخه چا درلودلی دی او نه تر ده وروسته تر نن ورځي پوری چا ځغلولی دی. هغه د پښتو ژبي شعر ته هغه څه ورکړل چی نه چا پخوا ورکړي وه او نه بیا چا تراوسه پوري ورکړي دي.

په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه می مه غواړه مثال
بندوبست د پښتو شعر ما پیدا کړ
گڼړه شعر د پښتو وو غیر سال
نه یې وزن نه تقطیع نه یې عروض وو
دوه مصرع یې د خفیف بحر دوه طال
د غزل یې نه مطلع نه یې مقطع وه
نه صفت نه یې تشبیه نه یې مثال
مگر زه یې چی گویا په شاعري کړم
پښتانه یې پوهول ایزد تعال
که له هجوي له غندني درته وایم
فردوسی می په دا کار کی نه دی سیال
فردوسی لري څو بیته له محموده
زه لرم د اورنگزیب د ذم جوال

البته په دې قصیده کي خان یو څه تیری کړی دی. له ده څخه مخکي په پښتو ژبه کي شاعران تیر سوي دي؛ او ده ته یې پښتو شعرونه په میراث پرې ایښي دی ، که څه هم چي په دې کي هیڅ شک نسته چي یو هم د ده سیال نه وو. که د خوشحال خټک څخه مخکي د پښتو ادب او شعرته  په کمی او کیفی لحاظ وگورو نو د هغه د دې خبری صحت ورڅخه ثابتېږی . د خوشحال خان څخه مخکی روښاني ادبیاتو د پښتو ژبي شعر ته د مضمون او معنی په لحاظ دونه څه ورکړل چی دا ژبه یې د سیالانو سره سیاله کړه، مگر هغه خوند او ښایست چی د خوشحال خان په کلام کی پروت دی هغه تر ده دمخه د هیڅ پخواني شاعر په کلام کی نه لیده کېږی. که د اشرف خان، رحمن بابا، حمید ماشوخېل او عبدالقادر خان شعرونه ښایسته دي نو د ښایستو ترکیبونو ، استعاراتو او تشبیهاتو لومړنۍ خښتي یې خوشال خان ورته ایښي دي.
په پښتو ژبه چی ما علم بلند کړ
د خبرو ملک می فتح په سمند کړ
یو په حال او په ماضی کی هسی نه وو
چی ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ
د میرزا دیوان می ومانډه په گوډي
مسخره می ارزاني خیشکی زمند کړ
که دولت وو که واصل وو که دا نور وو
په خبرو می د هر یوه ریشخند کړ
یا دا چی:
په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کی
پښتو ویل مي عین تر فارسي دی رسولي
له چا نه په پښتو کی ما مېزان لیدلی نه دی
میرزا په دا زبان کی ویل کړي دي تللي 
مخزن مي د اخوند چی تمامی په نظر کښېووت
په ده کی نه عروض شته نه یې بحر ما میندلي

خوشحال خان په خپلو حماسو کی د توري داسی شرنګ لري چی نه تر ده مخکي او نه تر ده وروسته د چا تر غوږونو رسیدلی دی. د خوشحال د حماسې کمال په دې کی دی چی څه باندي درې پیړۍ وروسته اوس هم هغسی خوند لري او زه یقین لرم چی تر څو پښتانه وي دا خوند به یی همداسي پاته وي.

لکه باز په یوه غره نظر په بل کا
بیا زما نطر د سوات په کوهستان شي
د مغول منصب می پرېښو هسي خوښ یم
لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پیدا هسي افغان شي
که مي چیري ننیګالي په لاسو کښیوزي
پرې به لیری دا زما د زړه ارمان شي
و مغول وته به هسي کار ښکاره کړم
چي راضي را څخه روح د فرید خان شي
په جهان د ننګیالي دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
د بازونو د کارګانو مصاف وینم
تر دا منځ به یی د وینو رود روان شي
عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو
تار به تار به آواره واړه کارګان شي
چی و کار ته یی حیران دي دا خو لږ دي
دیر عالم به وخوشحال وته حیران شي
د مزریو مړنتوب په لښکر نه وي
مټ یی هر کله یوازي په خپل ځان شي
ازادي تر بادشاهیه لا تیری کا
چی د بل تر حکم لاندي شي زندان شي

البته د دې خبري کول یو څه ګران کار دی چی د خوشحال خټک د غزل مستي په نورو پښتو غزلونو کی نسته. د پښتو ژبه رحمن بابا، حمید ماشوخیل، قلندر او عبدالقادر خان لري خو دا خبره په پوره زړه ورتوب کولای سو چی د خوشحال خټک مستي، لکه څرنګه چی دی یی پخپله هم ادعا کوي، له ده نه مخکی په پښتو ژبه کی نه وه. خو دا خبره ورسره زیاتولای سو چی که له ده څخه وروسته پښتو غزل لیکل سوې ده نو په خوږ والي او مستي کی به یی ایله سیالي ورسره کړې وي او تر ده به یی بهتره نه وي لیکلې. د ده په غزل کی د خانی غرور، د کلام ښایست، د کلماتو متناسب ترکیب او مستي ټول یو ځای سوي دي او دا ټول شیان یوازي د ده په کلام کی وینو.

چي می خپل مین نیولی تر آغوش دی
د جهان هوس مي واړه فراموش دی
ساقي زه څه هوښیار نه یم باده راکړه
لیونتوب د لیونیو پرده پوش دی
چي پرون یی اهانت د میخورو کړ
نن هغه د میو ډک سبو په دوش دی
ساقي ترس د محتسب د درې نشته
چي بابا یی د مجلس سره مینوش دی
هدایه وقایه څه لولې وماته
چی زما د نای و نی په آواز ګوش دی
دا ګلګون شراب د کومي میخانې دي
چی صوفي یی په جرعه سره مدهوش دی
د شرابو مناهي مګر په داشوه
چی هر کښلی په لبانو می فروش دی
بیا به دا ګلونه نه وي میخوري کړه
د بلبلو په آواز کی دا سروش دی
چی په ډیر ارمان د یار له مخه بېل شو
د خوشحال په بخره هر کله خروش دی
د خانۍ هغه غرور چی د خوشحال په مینه کی نغښتی دی، د پښتو په ټول شعر کی بې مثاله دی. دا یوازي خوشحال دی چی خپلي میني ته وایی چی د ده په مینه دي فخر وکړي. دا یوازي هغه دی چی دونه مست یی پر پالنګ باندي ور خیژي چي بل څوک د ځان سیال نه بولي. او چي په لیونۍ مینه کی سر ښندي نو د خانی غرور یی دونه مست دی چی د خپل قاتل د قصاص غم یی هم خوړلی دی.

که زه نه وی تا به ځان لره بلل څوک
په پالنګ به دي دا هسي در ختل څوک
واړه عشق دی چی یی سر راته ګیا کړ
ګڼه زه په ځان مین د سر ښندل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وی
یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
د دې میو پیالې ډیرو دي اخیستي
ولي ما غوندي به نه وي لایعقل څوک
ته پخپله راته ووایې چي وایه
ګڼه زه د مینی راز ښکاره کول څوک
ته می وژنه د قصاص انديښنه مه کړه
د خپل خون په تور به ونیسم یو بل څوک
ښه خو دا چي د چا نوم پکي یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک
تا پخپله سپینه خوله خوشحال ته ورکړه
ګڼه دی دا هسی شونډی کښلول څوک

خوشحال خان ښایی د پښتنو په تاریخ کی تر ټولو لوستی پښتون وو. هغه د فرهنگ او لوست په قدر پوهېدی ځکه وایی چی له فرید نه مي فرهنگ تېر دی. د هغه د لوست او مطالعې اندازه او ژور فهم د هغه د کلیاتو، په تیره بیا دستارنامې، څخه ښکاري. په دستارنامه کی هغه داسي کتابونو ته حواله ورکوي چی ښایی نادرو پښتنو به یی نوم اورېدلی وو، لوست خو یی بیخي هاخواته پریږده. هغه د پښتو ژبي او فرهنگ ته یوازي بې شمېره اشعار او نثرونه پرې نه ښودل بلکه د پښتو ژبي ته یې داسی کورنۍ پرېښوده او داسی ادبي مکتب یې ورکړ چی ټول د خوشحال خان په شان یوه بافرهنگه پلار د زیار او زحمت محصول وو. سړی په جرأت سره ویلای سي چی که په پښتو ژبه کی بل هر لوی شاعر موجود نه وای او یا له خپل دیوان او اشعارو سره زموږ څخه ورک سوی وای نو ځای به یی بل غټ شاعر نیولی وای او د پښتو په ادب او د ادب په تاریخ کی به یی چنداني خلا محسوسه سوې نه وای. خو که خوشحال خان خټک نه وای نو د پښتنو د تاریخ یو ځلانده فصل به نه وای. موږ به د خټکو د ادبي مکتب څخه محروم وای. موږ به عبدالقادر خان، اشرف خان هجري، سکندر خان ، افضل خان او کاظم خان شیدا او په لس هاوو نور لوی شاعران نه در لودلای. زما په عقیده د خوشحال خان خټک د شخصیت دغه برخه تر بل هر اړخ درنه ده او دغه خدمت یې تر څه قېمتي دي. قوم په ژبه ژوندی وي او سړی ویلای سی چی دده اشعارو او د ده ادبي مکتب د دې ژبي ژوند دایمی کړی دی. پښتنو د تورو او میدانونو سړي او غښتلي جنرالان ډیر درلودلي دي. هغوی خپل نومونه د تاریخ پاڼو ته سپارلي او تللي دي. خو خوشحال خان د خپلي تېرې توري تر څنګ، چی ښایی په چلولو کی به یی تر بل هیڅ مشر پاته نه وو، د قلم تېره ژبه درلوده او سړی په حقه ویلای سي چی د قلم ژبه یی تر توري تېره، موثره او ګتوره وه. هغه د خپل قلم په زور خپل نوم ژبي ته ورکړ او چی تر څو پوري پښتانه او پښتو ژبه ژوندی وي هغه به سم ورسره ژوندی وي.

17. توزوک جهانگیری لومړی ټوک ص ۳۲۱

جهانګیر په خپلو خاطراتو کی لیکي چی په هغه ورځ چی ما الله داد خان افغان ته مرصع خنجر ورکړ په هماغه ورځ خبر را ورسیدی چی قدم اپریدی چی موږ ته وفادار وو او د خیبر د درې ساتنه ورسپارله سوې وه یاغی سوی دی. خپل سړي یی لیږلي او پر حکومتی تاڼو یی حملې کړي دي او ډیر مالونه یی لوت کړي او ډیر سړي یی وژلي دي. د دغه لیوني افغان د شرمونکي عمل سره جوخت د کابل په غرنیو سیمو کي نوي بلواوي جوړي سوې. کله چی دغه رپوټونه را ورسیدل نو ما سمدستي د قدم ورور او د قدم زوی جلال، چي په دربار کی حاضر وه، ونیول او د ګوالیار قلا ته مي بنیدان واستول.

22. هغه کتاب ص ٢٧١- ٢٦٩
محمد حیات حان په حیات افغاني کي لیکي «چي ملک اکوړي له اکبر پاچا سره تر نوکر کیدلو وروسته یوڅلویښت کاله حکمراني وکړه؛ تر څو په پای کي د بولاق د ښاخ خلکو نوموړی په پیرسباک کي، چي اکوړې او نوشهره ترمنځ موقعیت لري، وواژه. د اکوړي ترمړیني وروسته د هغه مشر زوی یحیی خان د خپل ملک مشر شو، چي د ده په وخت کي د یوسفزیو مندړو او خټکو ترمنځ کلکه دښمني پېښه شوه. یحیی خان تر یو شپیتو کالو حکمرانی وروسته د خپل زوی عالم خان سره ووژل شو؛ او د ده ځای د نوموړي بل زوی شهباز خان ونیوی... په پای کي دی هم، تر یو دیرش کاله حکمرانی وروسته، د یوسفزیو د کمال زیو په سیمه کي ووژل شو... خوشحال خان په خټکو باندي پنځوس کاله حکمراني وکړه. .. اورنګزیب د خپلي واکمنی په دوره کي له ده ناراشه سو او دی یې ونیوه او شپږ کاله یې بندي کړ...» حیات افغاني پښتو ۳۳۶-۳۳۷ مخونه
کله چي دا کلونه سره جمع کړو نو ۱۸۳ کلونه ورڅخه جوړیږي، خو د اکبر د پاچاهی له پیل ۱۵۵۵ څخه د اورنګزیب تر مړیني ۱۷۰۷ پوري ټول کلونه ۱۵۲ کیږي. په داسي حال کي چي ملک اکوړی په ۱۵۸۰ کالو یعني د اکبر د پاچاهی په پنځه ویشتم کال کي د اټک د پله  او لاري د ساتلو لپاره اکبر پاچا مقرر کړ او له اټک څخه تر نوښاره پوري مځکي یې په جاګیر کي ورکړې؛ او خوشحال خټک هم د اورنګزیب د پاچاهی په اووم کال ۱۶۶۳ کي بندي سو. یعني د خټکو خاني د اکبر پاچا د قدرت په نیمايي کي پیل او د اورنګزیب د پاچاهی په پیل کي ختمه سوې ده، چي ټول ټال یې ۶۹ کاله خاني کړې ده.
خوشحال خان خټک په خپل بیاض کي، چي افضل خان په تاریخ مرصع کي نقل کړی دی لیکي چي د ده پلار، نیکه او ور نیکه ټول په پنځوس کلنی کي شهیدان سوي دي، او څرنګه چي دی هم په پنځوس کلنی کي سخت ناروغ وو نو ده فکر وکړ چي د خپلو نیکونو په څیر يې په پنځوس کلني کي اجل راغلی دی. تاریخ مرصع ۲۷۴ مخ
نو کله چي ملک اکوړی، او یحیی خان او شهباز خان درې واړه په پنځوس کلني کي مړه وي نو نه د ملک اکوړي له ژوند سره یو څلویښت کاله مشرتوب او نه د یحیی خان له پنخوس کاله ژوند سره یوشپیته کاله خاني جوړیږی.
34. حیات افغاني ص ۲۱۲
میجر راورټي لیکي«  زه باید ووایم چي د محمد حیات خان دا ټولي خبري پخپله د خوشحال خان له لیکني او یاداښتونو سره ، چي په یقین سره د زیات باور وړ دي.سر نه خوري. دا چي پاچا دي یو څوک پر خپل آس سپور کړي، دا عادت او رسم د مغولو په پاچهي سسټم کي له سره نه وو؛ او د هند د پاچاهانو په تاریخ کي داسي پېښه له سره منځته راغلې نه ده او په هیڅ تاریخي متن کي نسته»نوټس آن بلوچستان
محمد حیات خان، د خپل تاریخ په همدغه مخ کي، د خوشحال خان د کورنې په باره کي نور هم داسي معلومات ورکوي چي نه له تاریخ مرصع، نه د خوشځال خان له کلیاتو او نه له نورو تاریخي متونو سره سر خوري. د مثال په توګه دی وايی چي کله خوشحال خان د اورنګزیب له بنده څخه خوشي او خپل تاټوبي ته ستون سو نو ل خانۍ څخه یې لاس واخیست او د خپل مشر زوی اشرف خان په ګټه یې استعفی وکړه. دې کار د خوشحال خان بل زوی بهرام خان په غوسه کړ او د خپل پلار او ورور په مقابل کی یې توري ته لاس کړ. اشرف خان د کاکاصاحب زوی شجاع الدین، چي د بهرام خان طرفداري یې کوله، بندي کړ. دې کار اورنګزیب په غوسه کړ او په عوض کي یې اشرف خان بندي کړ؛ او هغه هلته د ناامیدی او خواریو له لاسه خپل ځان وواژه. خوشحال خان، د اشرف خان پر ځای، د خټکو خاني د هغه زوی افضل خان ته ورکړه مګر د بهرام پرله پسې مخالفتونو او حملو خوشحال خان ارامي او کراري ته پرې نه ښود او هغه هم په زاړه عمر کي بالاخره وفات سو.
په داسي حال کي چي لومړی خو د اشرف خان د ځان وژني په باره کي هیڅ تاریخي متن څه نه دي ویلي او برعکس د اشرف خان هغه کلام او خواږه شعرونه موږ ته را پاته دي چي په هند کي یې لیکلي او تر پښتونخوا را رسیدلي دي او د دې شاهدي ورکوي چي دا شعرونه باید په ډیرو کلونو کي لیکل سوي وي. د بلي خوا د محمد حیات خان له متن څخه داسي ښکاري چي اشرف خان د پلار په ژوند کي وفات سوی او هغه د خانی مقام د هغه زوی افضل خان ته ورکړی دی. دا خبره صحیح ده چي خوشحال خان له اشرف خان څخه خوابدی وو او د خانی بګړۍ یې د افضل خان پر سر کښیښوده، مګر د تاریخي مرصع متن موږ ته دا وايي چي دا کار یې د اشرف خان په ژوند کي کړی دی. او د بلي خوا د اشرف خان هغه شعر موجود دی چي د خوشحال خان په مرثیه کي یې ویلی دی. خوشحال خان له اشرف خان څخه تقریبا لس کاله مخکي وفات سوی دی. اشرف خان په دکن کي د خپل پلار د وفات د خبر له اوریدو سره یوه مرثیه ولیکله چي یو څو بیتونه یې
را اخلو:
مسافر شه هغه شیر د جبالونو
چي زهره ځیني اوبه د اورنګ شاه ده
نه یې ځویه پرې حاضر نه برادر وه
ساه یې قبضه له غمونو په صحرا ده
نه یې مخ په سترګو ولیده د خپلو
نه یې کړې چا په رنځ کي دلاسا ده
د جبال غرڅه یې ژاړي په زاریو
د سړیو باندي های نه یې صدا ده
مرور له خلقو لاړ دی را به نه شي
ستا په باب یې دعا کړې د بدا ده
له حیا به تن د خان خوړلای نه شي
په دا خوی که هر څو مزکه بې حیا ده
42. تاریخ مرصع ص ٢٩٨
راورټي خو لیکي چي په هغه جنګ کي د محمد امین خان د څلویښتو زرو تنو څخه یوازي محمد امین خان او د هغه پنخه تنه ملګري ژوندي پاته سول. خوشحال خان او د افغانانو ځیني هغه خانان چي د مغولو منصبونه یې درلودل په دغه جنګ کي له محمدامین خان سره ملګري ول.   نوټس آن بلوچستان ص ۸۹۹
43. اکبر سید ص ٧٢
44. تاریخ مرصع ص ٥٠٣
45. سیلیکشن راورټی ص ١۴٦

Bibliography

1. کنبو، محمد صالح . عمل صالح موسوم به شاه جهان نامه جلد اول طبع دوم لاهور ١٩٧٦
2. خټک افضل خان. تاریخ مرصع. یونیورسیټی بک ایجنسی لومړی چاپ ١٩٧٥
3. مخلص، علی محمد. حالنامه. کابل ټایپی نسخه ١٩٨٥
4. ارمغان خوشال . مقدمه د میاسید رسول رسا. پیښور
5. د خوشحال کلیات
. 6پیر معظم شاه، تواریخ حافظ رحمت خاني. پښتو اکیډیمي پیښور یونیورسیټي  ۱۹۷۱
 . 7 محمد حیات خان. حیات افغاني. پښتو دانش خپرندویه ټولنه  دوهم چاپ ۲۰۰۷
 . 8حبیبي، عبدالحی. تاریخ افغانستان در عصر ګورګانیان هند. علامه رشاد خپرندویه تولنه  ۲۰۱۰
  . 9یادګار، احمد. تاریخ شاهي معروف به تاریخ سلاطین افاغنه. کلکته ۱۹۳۹
Babur Nama . of Zahiruddin Babur.Translated by Annete S. Beveridge. Lohore 1987.10

11. Eliot Sir H.M and prof J ohn Dowson. The History of India as Told by its own Historians.
12. Majumdar,R.C. General Editor. The Maghul Empire Bombay 1984
13. Tuzuk i J ahangiri or Memoirs of J ahangir. Translated be Alexander Rogers .Third edition 1978
14. Mohammad Hayat Khan . Hayat i Afghani. Lahore 1874
15. Caroe, Sir Olaf. The Pathans. Oxford 1958 reprinted 1969
16. Raverty, H.G. Selections from the Poetry of the Afghans Reprinted Peshawar 1981
17. Raverty, H.G. Notes on Afghanistan and Baluchistan
18. Majumdar, R.C. An Advanced History of India. Fourth Edition 1995
19. Akbar,S.Ahamad. Pakhtun Economy and Society. London 1980
20. Bellew.H.W . An Inquiry into the Ethnogrphy of Afghanistan
21     Bellew.H.W. A General Report on the Yusafzais