د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

عبدالباري جهاني 08.01.2015 19:37

جانان ته تر منزله رسیدل خو تکل غواړي
په پښو کي د سکروټو زولنې چلول غواړي
پانوسه چي لښکر د پتنګانو دي هیر نه سي
لمبه دي په وزر کي تر سیني رسول غواړي
رقیبه د جانان د کور اورونه درته ګوري
مغروره ککرۍ دي پر لمبو رغړیدل غواړي
چي یو افغان را پاته یو کونړ یوه جاله وي
ناولي به په کومه خوله ستا ټیک او اوربل غواړي
پر هره لویشت اکبر او اڅګري سنګر نیولی
زامن د فرنګیانو څنګه ښکلی کابل غواړي
« د تورو په میدان کي به سوداوي د سرونو»
خټک به له اورنګه د سرو وینو بدل غواړي
مختوري به یادیږي په سندرو کي د نجونو
پر قبر د نا مردو چي جنډۍ رپول غواړي
پیړۍ به یې سولیږي د نسلونو پر قبرونو
په کور د احمدشاه کي چي د غرونو ویشل غواړي
هر توری رنګومه د رنځور زړګي په وینو
آمو ته قصیده لیکم ارغند مي غزل غواړي
پر څوکو د چړو وم  جهاني ورته راغلی
خبر سوم بیرته ستون سوم پر سجده پریوتل غواړي
ویرجینیا  د ډ سمبر اتمه    ۲۰۱۵