د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه

عبدالباري جهاني 20.12.2014 13:24

پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای. خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو.کله چي د نظم خبره رامنځته کوو،  نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.
قافیه:Rhyme
قافیه په لغت کي وروسته او د غاړي پای یا ورپسي تلونکي ته وایی او د نظم په اصطلاح هغه توري دي چي د یوه بیت په پای کي راوړل کیږي او د هر یوه بیت د پای توری یا توري د مخکني او وروستني بیت یا بیتونو سره د آواز او تورو له مخي یو شان وي. لکه نګار، قرار، بیمار، آبشار، خدمتګار او یا زرین، غمګین، ماپښین، لونګین او دغه راز نور کلمات چي هم یې وروستی توری سره مشترک او هم د آهنګ  hormony, melodyاو آواز له مخي سره یو شان دي.  د آهنګ او اواز خبره ځکه کوو چي د نګار، مقرر، غفور او سپور ټول کلمات  د  « ر» په توري ختمیږي مګر په نظم کي یې ځکه نه سو قافیه کولای چي دا ټول توري جلا جلا آهنګونه   melodies, tunesلري.
        په منظومو شعرونو کي قافیه تر هر څه مهمه ده. د قافیې غلطي او یا د قافیې نسته والی تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اوریدونکي توجه جلبوي. د قافیې غلطي پر غوږونو باندي ډیره بده پریوزي. اوریدونکی دې ته نه ګوري چي شاعر په خپل نظم کي څه ویل غواړي بلکه سمدستي په دې عقیده کیږي چي شاعر د نظم په جوړولو نه پوهیږي، او چي څه غواړي هغه په نظم، یا قانوني او دقیق نظم نه سي افاده کولای. بهتره به دا وای چي خپل مطلب یې په نثر افاده کړی وای. په دې توګه موږ ګورو چي یوازي د کلماتو د وروستي توري سره زموږ د قافیې د ترتیب کار پای ته نه رسیږي بلکه د قافیې د وروستي توري، چي روي ورته ویل کیږي، څخه مخکي تورو ته باید توجه وسي.
         پښتانه شاعران کله کله، په غزل کي د یوې قافیې پر ځای له دوو قافیو څخه کار اخلي، چي ذوقافیتین یې بولي. په کلاسیکو غزلونو کي، ذوقافیتین، زما چنداني په سترګه سوی نه دی او په نوي غزل کي هم دغه راز قافیې جوړول د ګوتو په شمیر دي. دوې قافیې د غزل له شرنګ سره چنداني مرسته نه کوي او داسي ښکاري لکه شاعرانو چي یوازي د خپلي طبع د آزمییلو په مقصد لیکلي او پر ځان باندي یې د یوې بلي قافیې بار تحمیل کړی او ځانته یې په زور مشکل ایجاد کړی وي.
د سرې لمبې له ژبي یې رازونه رسوا نه دي
د شمعي له مذهب سره ګلونه آشنا نه دي
چي ګرځي له کچکول سره پر ښار د ګناهکارو
زاهده په خلوت کي دي سوالونه ریشتیا نه دي
چي هره شپه د نوي صنم لور ته قبله اوړي
یارانو په دې ښار کي مو لمونځونه روا نه دي
تر څو به دي په کاڼو له ناکامه ماتومه
تندیه په اورغوي کي فالونه پخلا نه دي
راځه جهاني مات کو د غزل په خُم کي غشي
پر زړو د غمازانو دي وارونه رسا نه دي.
په دې غزل کي موږ ګورو چي لومړی خو له دوو قافیو، رازونه رسوا، ګلونه   آشنا، سوالونه  ریشتیا او نورو څخه کار اخیستل سوی او له بلي خوا د غزل لومړۍ قافیه ټوله په دریو سیلابونو او دوهمه قافیه په دوو سیلابونو کي راغلې ده چي، د مناسبو کلماتو په پیدا کولو کي یې، د شاعر تکلیف نور هم زیات کړی دی. په دوو قافیو کي د غزل لیکل د غزل پر شرنګ باندي تقریبا د هیڅ په اندازه اغیزه لري. ښایی دغه علت وي چي د پښتو ژبي پخوانیو شاعرانو، چي د غزل لیکلو ته یې تر هر څه زیاته توجه کړې ده، د ذوقافیتین د لیکلو تکلیف نه دی ګاللی. احمد وصال، چي یوځوان او زحمت کښ شاعر دی، په دوو قافیو کي خورا زیاتي او په دریو قافیو کي هم غزلي لیکلي دي. دی وایی چي په دریو قافیو کي د غزل لیکل هیڅ تکلیف نه ورکوي، او د یوې قافیې د لرونکي غزل په څیر یې لیکل ورته اسان دي.
ټوله سودا وم ستا دیدن کي تا سم نه کتله
وچه صحرا وم په چمن کي تا سم نه کتله
د هوښ له برمه د ښکلاوو نندارې اخیستی
هیښه دنیا وم انجمن کي تا سم نه کتله
کله د ګل کله اغزیو په کاله کښیوتم
ګوره د چا وم په ګلشن کي تا سم نه کتله
له کوه طورمي تر عرشه و مقام ته ګوره
ابلیسه دا وم هغه تن کي تا سم نه کتله
لاري کوڅې په زور نیولي وې رنګینو فتنو
ځکه رسوا وم په وطن کي تا سم نه کتله
سلګۍ یې ووهلې ساه یې خته ستا په طلب
تللې مسکا وم په کفن کي تا سم نه کتله
وصاله! نه خیژي له حسنه د امید لاسونه
ستړې نوا وم په هر فن کي تا سم نه کتله
 که څه هم چي د دې غزل یوازي مطلع درې قافیې لري او ورپسې مصرعي ټولي ذوقافیتین دي ځکه چي« تا سم نه کتله» د غزل ردیف دی او په قافیه کي نه راځي.  خو زه بیا هم یقین لرم چي په دې غزل به یې د څلورو پنځو غزلو د لیکلو په اندازه زحمت ایستلی او د ګوتو په شمیر کسانو توجه به ور اوښتې او د ده کمال ته به یې شاباسی ویلی وي. که موږ علیحده خپلو لوستونکو  ته ونه وایو چي دا او یا هغه غزل ذوقافیتین ده نو ښايي هغه بیخي متوجه هم نه سي . اصلي خبره چي لوستونکي او اوریدونکي یې له شاعر څخه غواړي هغه د غزل او، په عمومي صورت، شعر پیغام دی. لوستونکی غواړي پوه سي چي شاعر څه غواړي، وروسته د کلماتو او ترکیبونو د ښایست خبره راځي او بیا نو د شعر صنعت ته توجه ور اوړي او هغه به هم موږ په لومړي سر کي د لوستونکي توجه ورته را اړوو. ګواکي د غزل په لیکلو کي تر دوو او دریو قافیو، د یوې بهتري او شرنګولي قافیې ټاکل او رعایتول، او د ښې طرحي او له وخت او شرایطو سره سم د ښو او ضروري موضوعاتو انتخاب تر هر څه مهم او بهتر دي.
له جهانه هسي رنګ دی یاران تللي          ته به وایې چه هرګز نه وو راغلي
نښانې یې په جهان کښي موندی نه شي        هسي ورک شول د هجران سپرو نتلي
د بریښنا غوندي ښکاره شول بیا فنا شول      په ځیر ځیر مو ورته هیڅ نه وو کتلي
نه مو سترګي په لیدو سره مړې کړې           نه مو وو په ډکه خوله وبله خندلي
نه مو زړونه ځبله تش کړل په خبرو           نه مو پټ رازونه وو ځبله ښیلي
چه ناګاهه بیلتون مخ  ورته ښکاره کړ           له موږ بیل شول په ارمان ټټر داغلي
عبدالقادر خان خټک
څه مزري کړل زمانې د تماشو                ننوزي یې په غار ګیدړ پشو
بې انصافه زمانې د ګل په پاڼو                څرنګ و اورول کاڼي په رشو
چي پخپلي ناترسیه فلک راشي             ولي کاڼي په پجه کي د شیشو
هغه سر کا زمانې  د سپو د لوبو             چي یې نه واهه مزري پل په ورشو
حمیدماشوخیل
چي په خندا ورته د خوږ زړه پرهارونه نه شي
چري دي هم ستا د ښایست غوټۍ ګلونه نه شي
راشه مظلوم زړه مي په یو نظر یوه لمبه کړه
چي په ظالم زړګي دي پاته ارمانونه نه شي
وړې مي د روح جنازه چیرته د خندا په اوږو
په وینو سره دي ترې شینکي شینکي خالونه نه شي
ویده دنیا اې د سایل قلمه مه لړزوه
د فریادي اوښکو مات ستوري تندرونه نه شي
رحمت شاه سایل
ما خپلي اوښکي له هیڅ اوره سپمولي نه دي
دا راته مه وایه چي تا پر ما ژړلي نه دي
ما چي به دیري تویولې ستا نرۍ غاړي ته
تا هغه اوښکي تر دا اوسه لا پييلي نه دي
لمره ناځوانه زموږ خو پرخه زړونه تا ویلي کړل
په زړونو بار ګلانو زړونه رژولي نه دي
د وخت پیغلوټي یې هارونه څنګه غاړو ته کړي
په وینو سره  غمیان چي تا ورته منیځلي نه دي
هارون حکیمي
ځوان شاعر احمد وصال او ډاکټر بشیر تايي په پښتو غزل کي خاص ابتکار کړی دی. وصال د څه کم اویا غزلو یوه مجموعه په غیر منقوط یا بې ټکو شکل ترتیب کړې ده چي نه په پښتو ادب کي سابقه لري او نه دونه آسانه کار دی چي څوک به یې تعقیب کړي او د ده په څیر به یو بل اثر رامنځته کړي. غیر  منقوط صنعت په پښتو ژبه کي سابقه لري او دا د احمد وصال ابتکار نه دی خو په غیر منقوط شکل یوه بشپړه مجموعه ترتیبول د غیر  ممکن تر پولي ګران کار دی. وصال یوازي غیر منقوط شعر نه دی لیکلی بلکه د غزل او شعر ټول ښایست یې د خپل وس سره سم ساتلی دی. مګر یوه خبره باید هیره نه کړو چي د وصال په غیر منقوط غزلو کي بیځایه تکراري کلمات ډیر زیات لیده کیږي. د دې علت دا دی چي هغه د خپلو غزلو په غیر منقوط  یا بې ټکو کولو سره ځان له ډیرو زیاتو ښکلیو، ټکي لرونکو، کلماتو څخه په لوی لاس محروم کړی دی. ښايی د هغه د غزلو ځیني لوستونکي د ده دغي خواری او زیار ته متوجه نه سي او سمدستي یې دغي نیمګړتیا ته ګوته ونیسي. په داسي حال کي چی وصال ته، د دغه راز بې ټکو غزلو د لیکلو په وخت کي، بله لاره پاته نه وه. لوستونکي، په تیره بیا منقدین، پر لیکوال او شاعر باندي رحم نه لري او تر ښیګڼي یې منفي او کمزوري اړخ ته زیات متوجه کیږي. او مهمه خبره  هر وخت دا ده چي لوستونکی تل له شاعر او لیکوال څخه دا پوښتنه کوي چي هغه په شعر کي څه ورکړي او څه یې ویلی دي او وروسته نو د هغه د کلام او لیکني د څرنګه والي په باب ږغیږي.
سهاره دا موسم او دا هوا د کوم محل ده
سهاره له سروره آواره ساده کوګل ده
سهاره د کاکل کړه که لومه ده ول ول
سهاره ولولو لره کړۍ وا د کاکل ده
ځه درومه د هوا او د هوس د اسرو دوره
ځه درومه دا اسره د هوس ځوړه له اول ده
د مهر ځولۍ کله د ملالو آهو مرد  وه
د مهر وړه ساه ساده ډاګو لره ململ ده
هوا د ګلدرو له سره هسکه که سهاره
هوا د ګلدرو د سر د مهر سره مل ده
له ډاره کله هسکه اراده ځوړه وه ګله
له روده وسوسه کله ولاړه د ساحل ده
له لمره او له واورو د موسکاوو رسوم ګوره
له لمره او له واورو وسوسه مدام د ګل ده
ارامه واړه ورځ دُر او ګوهر لره دوده کړم
ارامه هر مصرع د هر سرود د کاکل ول ده
اهداء ده د وصال ډالۍ د لوړ احساس وګړو
اهداء د وصال ګورۍ د احساسه سره مل ده.
واړوه را واړوه:
راځه واړوه راواړوه کړۍ د کاکل ول ول
سوالګرو کوګلو لره رسۍ د کاکل ول ول
هم لمر دی هم طلوع ده هم ځلا د سهارو ده
عالمه هسکه ګورۍ دا کُرسۍ د کاکل ول ول
که لوړه ده که ځوړه لو دعوه ده د اداوو
ملګرو هره لور والو مکۍ د کاکل ول ول
و سد لره هوس لره موسم موسم هوا ده
راځه ګرځه را ګرځوه ډالۍ د کاکل ول ول
مدام همراه د ګلو او سرو مُلو سره ګوره
رسوا رسوا سُرور لره ځولۍ د کاکل ول ول
همدردو همصداوو د سُرور کاسه کۍ لوړه
له حاله آواره کړمه ډولۍ د کاکل ول ول
هم کور د سوکالۍ دی هم کهول د سمسور عمر
وسوو حوصلو لره ځالۍ د کاکل ول ول
وصاله ورو ورو ځه د ارادو امسا که کلکه
له سره لاره ورکه کړه ګرمۍ د کاکل ول ول.
ډاکټر بشیر تايي یو بل ډول ابتکار کړی دی، او هغه دا چي د څه باندي یو سل او پنځوسو غزلو یوه مجموعه یې توله په پنځو پنځو بیتونو کي ترتیب کړې او د هري غزلي د سر له پنځو تورو څخه یې زبیده جوړیږي. داسي ښکاري چي زبیده د شاعر د لومړۍ ځوانۍ محبوبه وه او د هغې وصال یې په نصیب نه سو نو د هغې له درده یې شاعری ته مخه کړې او خپله ټوله شاعري یې د هغې میني او نامه ته وقف کړې ده. دا کار هم اسانه نه دی او په تیره بیا چي خبره یې د یوه بشپړ دیوان یا مجموعې ترتیبولو ته ورسیږي. بشیر تايی هم د خپل وس سره کوښښ کړی دی چي د خپل هوډ د پوره کولو ترڅنګ د غزل ښکلا وساتي او حتی د هري غزلي لپا ره بیل بیل مضامین انتخاب کړي، خو دونه ویلای سو چي که وصال او تايی خپل ځانونه په وچ زور په غیر منقوط او د پنځو بیتونو په غزل کي د زبیدې د نوم به راوړلو محدود کړي نه وی غزلي به یې تر دې ډیري ښکلي او د مضامینو له پلوه ډیري غني وای. که موږ لوستونکی له لومړي سره متوجه نه کړو چي دی په هره غزل کي د ربیدې له نوم سره مخامخ کیږي نو هغه به هیڅ وخت د تايي کمال ته متوجه نه سيو ګواکي د ښاغلي تايي ټول زیار او زحمت د ذکر او ریاضت په شکل پاتیږي.
زیبا یار چی په رنجو کړه چشمان تور
سترګو تور ولیدی ټوله جهان تور
بلي شمعي چی محفل کي یې رڼا کړې
پتنګان یو په بل وسوله په اور
یوه تللې بلا نه وي بله راسي
د جهان بلاوي تاو دي زما تر کور
د آسمان خړي اوریځ په شان دي توی سي
زاهدان چي را کوي د عشق پیغور
همیشه تايي چي ګل مخي ته شین وو
ښه چي ښاخه سره وسو خار په اور
«««««««««««
زه چي یار وته کاته کړم یار و ماته
هغه دم مي د هجران روژه سي ماته
بار بار ډک خُمونه تش کړمه د میو
ولی هیڅ مي د عشق تنده نه کا ماته
یار مي ویښ نه کړې ساقي د ناز له خوبه
لږ په ورو قدم را اخله د خُم خواته
د زرګر په سره کوره چي ویلي نه سي
کله هغه والي ځي غوږ د لیلا ته
هله نن دي د تايي د رنځ پرسان کړه
د رنځورو طاقت کله سي سباته
««««««««««
زلفو ول چي دي په مخ نسیم هوا کړه
و بوسې تې ستا د لبو لار پیدا کړه
بیا به مور کړې نه پوهیږم په چا بوره
چي منګول دي واړه پوري په حنا کړه
یو غزله په غزل کي غزل خوان سه
نن ساقي له خُمه ډکه پیاله راکړه
دا د عشق خطبه چي پورته له منبر سوه
په ګرمي یې محراب تل قبلې ته شا کړه
هلته قبر د تايي کاڼو کي جوړ که
په پاسته قالین یې ته دلته پاتا کړه
 روي:   د قافیې وروستي توري ته روي ویل کیږي. روي له روا څخه راغلی او په لغت کي هغه رسۍ یا تناو دی چي د اوښ بار په تړل کیږي. د نظم د قافیې په برخه کي دا مفهوم ځکه غوره سوی دی چي په دغه توري سره د نظم بیت پای ته رسیږي. لکه په زیار، وقار، شمار کي د « ر»  توری روي دی. د روي د توري د ټاکلو په وخت کي باید زاید توري له روي څخه لیري کړو لکه « ونه» په غرونه، کتابونه، کساتونه او نور کي. « ان» لکه په نوکران، پاچاهان، مالداران او نور کي. او کله چي د قافیې خبره منځته راځي نو بیا د روي څخه مخکي توري ته رجوع کیږي او د هغه په واسطه قافیه ټاکله کیږي. مثلا موږ ولیدل چي د بیمار او قرار سره ولي د غفور او سپور توري په یوه قافیه کي نه سي راوړل کیدلای. دا ځکه چي د بیمار په توري کي د روي څخه مخکي الف او د غفور په توري کي معروف واو او د سپور په توري کي د روي څخه مخکي مجهول واو راغلی دی.
هیڅ مي نه کړه په دا عمر کي حاصل       هسي پاتې شوم مردود و نا قابل
د دنیا په پلیتی مي ځان پلیت کړ             حیف دی دا چي نه عالم شوم نه عامل
توره ږیره مي شوه سپینه زه حیران یم          چي رحمان لا نه بالغ شوم نه عاقل
 په دې بیتونو کي ل د روي توری دی او په هغه سره قافیه تړله سوې ده.‍ د روي څخه مخکي ټول توري له زیر سره راغلي دي. ځکه نو که د دې تورو پر ځای او یا د نظم په یوه بیت کي بلبل، ویل او کاکل راسي د نظم قافیې ته تاوان رسیږي.
        د رحمن بابا او د پښتو ژبي د ډیرو شاعرانو په غزلو کي موږ ګورو چي په ځینو ځایونو کي   روي نه وي رعایت سوی، او یوازي قافیې ته توجه سوې وي. چي دا کار د فارسي ژبي په شعرونو کي چنداني نه په سترګه کیږي. البته د دې خبري معنی دا نه ده چي د رحمن بابا او خوشحال خان یا ځینو نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو غزلونه او شعرونه د روي یا قافیې له مخي ناقص دي، بلکه د پښتو ژبي په غزلونو او نظمونو کي دغه راز  قافیو جوړولو ته جواز ورکړه سوی دی، چي دغه جواز په فارسي کي چنداني وجود نه لري، او د ژبي د جوړښت له امله ځکه منل کیدلای نه سي چي امکان یې موجود نه دی.
چیرته د یار شونډی چیرته غم د دل و جان  ( ن ) روي
چیرته کټي لال او چیرته لعل د بدخشان (ن) روي
لږ تفاوت نه دی د رندۍ د زاهدی
چیرته ځلمي جونه چیرته کونډي یتیمان (م) روي،  او ان زاید یا زاید توري دي
زار شه د هوا و حرص خیال تر قناعته
چیرته ملک د مصر چیرته ده د غلامان( م) روي دی،  او ان بیا هم زاید توري دي
دغه راز د رحمن بابا  په یوه بل غزل کي
خان سلطان د دې جهان          آخر درومي خوار حیران
د قضا په ځېل تړلی              په مثال د بندیوان
درمانده ورته ولاړ وي         وزیران او وکیلان
هیڅ دارو یې کړلای نه شي     کوز کوز ګوري حکیمان
چي یې روح له تنه بېل شي      نور پرې ژاړي فرزندان
په میندو یې دعوې کاندي         هم دوستان هم دښمنان
بندیوان ، چي د روي توری یې  ي، او وان یې زاید دی. وکیلان، چي د ر وي توری یې ل او ان یې زاید دی،حکیمان، چي د روي توری یې   م  او ان یې زاید یا الحاقیه دی، فرزندان، چي د روي توری یې د،  او ان یې الحاقیه دی، دښمنان، چي د روي توری یې  ن او ان یې الحاقیه دی او دغه راز نور کلمات راغلي او جایز بلل سوي دي.
     خوشحال خان خټک د پښتو په کلاسیک ادب کي تر ټولو شاعرانو زیاته او ښایسته شاعري کړې ده او د خپلي ټولي شاعرۍ په جریان کي د قافیې او  روي موضوع ته ښه ځیر او په ښه توګه یې رعایت کړې ده.
لیوني شول پښتانه په منصبونو              خدایه ما ژغورې له هسي غضبونو
پښتانه لره لوی عیب دی که یې ګورې       چي نازیږي د مغول په لقبونو
د خوشحال خټک په دې ټوله غزل کي  ب  د روي توری دی. مکتب، مشرب، ذهب، سبب، قصب او نور کلمات یې په خورا احتیاط کارولي دي او د قافیې له جایزي اسانتیا څخه یې ګټه نه ده اخیستې. البته د
یا په زړه کښي مهر ځای وی د بتا نو        یا یې ورکړی صبوري و عاشقانو
یا حیران عاشق په مرګ ومړای چي خلاص شوای    یا یې هومره جور مه وای د چشمانو
چي ظاهر باطن یې دواړه سره جوړ وي         څه عجب خاصه مشرب دی د رندانو
د خپل یار په بدو خاندم هوسیږم              چیرته زړه نه شي راښه د رقیبانو
په دې غزل کي د بتانو د روي توری ت  او د عاشقانو د روي   توری  ق، چشمانو، د روي توری م، رندانو، د روي توری  د، رقیبانو د روي توری  ب  او دغه راز نور کلمات راغلي دي، او د پښتو په پخواني او اوسني نظم کي یې استعمال جایز ګڼل سوی دی خو د خوشحال خان په دیوان کي دغه راز قافیې بیخي د ګوتو په شمیر دي. البته د دې معنی بیا هم دا نه ده چي موږ د خوشحال خان پورتنۍ قافیې ته د انتقاد ګوته نیسو بلکه په پښتو نظم کي د دغه راز قافیو انتخاب  هم پخوا او هم اوس جایز دی. البته خوشحال خان خټک له دې جواز څخه، چي پر غوږونو په هیڅ توګه بد نه لګیږی، ډیره نادره استفاده کړې ده.
 موږ کولای سو چي د پښتو په نظم کي غرونه، کتابونه، قلمونه او رنګونه، چي د روي توري یې، په ترتیب سره، ر،ب، م، او ګ دی، په یوه غزل یا یوه قصیده کي سره قافیه کړو. خو په فارسي کي کوه ها، کتاب ها، قلم ها او رنګ ها له سره قافیه کیدلای نه سي ځکه چي د روي توري یې، هه، ب، م، او ګ په قافیه کي نه سي راوړل کیدلای.
    که څه هم چي د پښتو ژبي پخوانیو شاعرانو، په تیره بیا خوشحال خان خټک، د روي د توري د استعمال په برخه کي له بشپړ احتیاط څخه کار اخیستی دی، خو کله کله یې د روي د توري پروا ځکه نه ده ساتلې  چي قافیې ته تاوان نه دی رسیدلی. د پښتو ژبي په زاړه او نوي غزل کي، د روي د توري له دې جواز څخه تقریبا ټولو شاعرانو کار اخیستی دی.
ستا له غمه شورش هسي را پیښیږي      چي پخپله مي دستار پر سر خلاصیږي
کې نظر د شاپیری وسي و مخ ته           تر ښیښې یې د فلک ناره تیریږي
بې له تا هسي ضعیف یم ګلرخساره        پر حباب باندي که پښه ږدم نه ماتیږي
حنان بارکزی
په دې غزل کي د روي توری ښ، ص، ر، ت، ن، ړ او نور راغلي دي او « یږي» د روي سره زاید توري دي. په پښتو کي دغه ډول قافیه او روي راتللای سي او بشپړ جواز لري خو په فارسي نظمونو کي یې نه جواز او نه امکان سته. د دې علت دا دی چي په فارسي  کي د استمرار حالت له اسم سره نه یو ځای کیږي بلکه د میشود، میکند او میشوند په ډول د ردیف ځای نیسي. طبیعي خبره ده چي باید په اسمونو او فعلونو کي، چي د قافیې د پاره کارول کیږي، د روي توری په نظر کي ونیول سي.
زما سترګي یې د خیال مهمانخانه ده          که یې خیال پکښی مهمان شي عجب نه دی
چي په نیک حسن مطبوع شي له ازله       که تابع یې دلبران شي عجب نه دی
د عاشق و حیرانۍ ته چي ګورې        که ژړوني پرې مرغان شي عجب نه دی
یار چه دا رنګه الطاف کاندي پوهیږم           که سیه رویه رقیبان شي عجب نه دی
یونس
موږ ګورو چي په مهمان کي د روي توری  ن  په دلبران کي د روي  توری ر، په مرغان کي غ، او په رقیبان کي د ب توری دی. خو کله چي مرغه، رقیب او دلبر د جمع حالت غوره کړی دی، نظم قافیې ته برابر سوی دی. په فارسي کي د جمع حالت په قافیه کي نه داخلیږي بلکه ردیف ته ځي. رقیب، مرغ او دلبر په هیڅ توګه په یوه قافیه کي نه سي راوړل کیدلای.
    ردیف:
ردیف هغه توری یا توري او کلمات دي چي د قافیې څخه وروسته راځي، او د غزل او قصیدې تر پایه پوري تکراریږي. د تورو او سیلابونو اندازه یې چنداني محدوده نه وي. کیدلای سي له یوه سیلابه تر شپږو او زیاتو سیلابونو پوري ورسیږی.
تل د اوښو په اوبو کي لره تر مخ
په دغو اوبو کي لید شي د دلبر مخ
د یوسف د مخ ډیوه شوه هاله بله
چي یې سور کړ په څپیړو برادر مخ
د حمید بوالهوسي نا کسي نه ده
لټوي په خپله ورکه پسي هر مخ
له قافیې څخه وروسته په ټول غزل کي د « مخ» توری ردیف دی.
پوښتني ته مي خپله سوې ساه تله او راتله
هغه هم لکه ویره په اکراه تله او راتله
د خوب په لار یې هم حسن بندیز اوس لګولی
پخوا به مي خوبونو ته ګاه ګاه تله او راتله
هر خاپی یې د پلونو یوه غزل شوه  «پسرلیه»
د شعر ملکه مي څه دل خواه تله او راتله
محمد صدیق پسرلی
تله او راتله په  غزل کي د قافیې له تورو ساه، اکراه، ګاه ګاه، دلخواه څخه وروسته راغلی او د ردیف کار ورکوي.
د اوږدو ردیفونو کارول زیاتره په نویو غزلونو کي رواج سوي دي. شاعران کوښښ کوي چي د اوږدو ردیفونو په کارولو سره د غزلو شرنګ زیات کړي، او هره شیبه د خپلو لوستونکو او اوریدونکو پام د خپل غزل موضوع ته را وګرځوي.
راځه چي نن دي پر هجران باندي غزل ولیکم
يو څه پر تا یو څه پر ځان باندي غزل ولیکم
د خپلو هیلو له لحد سره مي ونڅیږم
د خپل جنون پر نیستان باندي غزل ولیکم
د خیال په کور کي مي تیشه د آذر ورنګوم
په خپل تندي کي پر جانان باندي غزل ولیکم
جهاني ځمه له قلم څخه کسات اخلمه
په زړه ظالم پر شنه اسمان باندي غزل ولیکم
موږ وینو چي په دې غزل کي له قافیې څخه وروسته ردیف په اوه سیلابه کي راغلی دی، او د قافیې له توري څخه وروسته  د « باندي غزل ولیکم » ردیف د دې لپاره تکرار سوی دی چی شاعر غواړي د خپلو اوریدونکو او لوستونکو توجه د خپل غزل موضوع ته واړوي.
چي غونچه وي غوړېدلې هومره ښه ده          یار تر خوله خبر ایستلې هومره ښه ده
معامله د عشق سړی له پردې باسي             چي په زړه کي وي ساتلې هومره ښه ده
د مخ حسن دي د خط په راتلو زیات سو         صحیفه چي وي لیکلې هومره ښه ده
توري زلفي سراسر مضمون د کفر              دا نامه چي وي پېچلې هومره ښه ده
حنان بارکرزی
یاروې لیری سه له ما ماوې پر سترګو        مه راځه زما پر خوا ما وې پر سترګو
ما وې تاته به قریب په کوم سبب سم            ده وې ترک کړه ماسوی ما وې پر سترګو
ما وې ستا وصل په څه میسر کیږي           ده وې وښنده دنیا ما وې پر سترګو
ما وې نه لرم دنیا فقیر مفلس یم               ده وې سر په عوض را ما وې پر سترګو
ما وې سر به زه زر ځله تر تا جار کړم       ده وې خوښ په دا سودا ما وې پر سترګو
شمس الدین کاکړ
د کندهار یو مشهور شاعر عبدالسلام، چي په کندهار کي د ډیر شهرت او محبوبیت له امله عبدالسلام بابا بلل کیږي، دومره د خپل یوه غزل د ردیف د شرنګ تر اغیزې لاندي راغلی دی چی د غزل په ځینو بیتونو کي قافیه ورڅخه ورکه سوې ده او یایې ری نه دی پکښي وهلی. د دې غزل د ردیف شرنګ په ریشتیا هم دومره زیات دی چي په کندهار کي څه باندي پنځوس کاله هنرمندانو له سازونو سره ویلې او تقریبا هیڅوک یې دې نقیصې ته متوجه سوي نه دي. موږ ته د ملا عبدالسلام د کلام هر ډول نمونې راپاته دي. هغه هم ښایسته نظم لیکلی او هم یې د نظم ټول قوانین په پام کي نیولي دي؛ او سړی دا نه سي ویلای چي هغه به د قافیې او ردیف په توپیر نه پوهیدی. بلکه په دې برخه کي به زموږ هغه خبره سمه وي چي ملاعبدالسلام د خپل کلام د ردیف د شرنګ تر اغیزې لاندي راغلی او قافیه ورڅخه پاته سوې ده.
دا امکان نسته چي پر دې بازار به بیا راځم
که دي په سپینه خولګۍ موړ کړم سبا بیا راځم
په قمار خانه کي د عشق زړه مي بایللی پر تا
عقل مي ولاړی چي پر هوښ به کله بیا راځم
خپل و پردی مي نه پریږدي ولي سهار و ماښام
لکه یتیم سهار شړلی ماښام بیا راځم
موږ ګورو چي د غزل ردیف بیا راځم دی. او د ردیف څخه مخکي په ترتیب سره،به، سبا، کله او ماښام د قافیې د تورو پر ځای راغلي دي، چي سړی یې د دونه یوه لوی شاعر څخه هیڅ انتظار نه سي لرلای. البته، کله چي دا غزل د موسیقۍ غیږي ته ورغلې ده نو د بیا راځم ردیف دونه په مستي ویل سوی دی او د رباب او طبلې له آواز او شرنګ سره یې  دونه ښکلی اړخ لګولی دی چي تقریبا هیڅوک یې د قافیې نقص ته متوجه سوي نه دي. دا غزل په اوو بیتونو کي لیکل سوې ده او په باقي پاته څلورو بیتونو کي یې، په بشپړه توګه، قافیه رعایت سوې ده. د دې خبري څخه مو مطلب دا دی چی په غزل او قصیده کي یوازي په ردیف ګوزاره نه کیږي بلکه اصلي توجه باید د قافیې تورو ته واړوله سي. وروسته نو دا د شاعر اختیار دی چي څه ډول او په څه اندازه ردیف ور ته ټاکي.
سيلاب Syllable هجا:
     هغه توری یا توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. کیدلای سي چي سیلاب یو توری وي. کیدلای سي دوه توري وي لکه تا، ما، دی، او. درې توري وي لکه مور، خور، شور، پور، واټ، شین او کیدلای سي څلور توري وي لکه پلار، پراخ، سریښ، شلنډ، او نور. له یوه او دوو تورو څخه جوړ سوي سیلابونه لنډ او له دریو او څلورو تورو څخه جوړ سوي سیلابونه زیاتره اوږده وي. خو که سیلاب اوږد هم وي په نظم کي بیا هم د یوه واحد په سترګه ورته کتل کیږي او د نظم په تول کي چنداني توپیر نه راولي. ټول نظمونه له بیتونو څخه جوړ دي او هجاوي د بیتونو دواړو خواوته، چي موږ یې نیم بیتی یا مصراع بولو، زیاتره په مساوي توګه ور لویږي او د نظم انډول برابریږي.
له هغه چي پو هیدلی په ښه بد یم     ۱۲ سیلابه
رسیدلی د پنځه پنځوس تر حد یم     ۱۲ سیلابه
ماشوخیل
زه له خپله بخته چا و ته فریاد کړم       ۱۲ سیلابه
چي پرون یې را ته مخ وو نن یې شا کړه       ۱۲ سیلابه
خوشحال خان
 سیلاب د نظم کاڼی بلل سوی دی. ګواکي نظمونه د سیلابونو په واسطه تلل کیږي او د نظم، په تیره بیا پښتو نظم، منقدینو داسي انګیرلې ده چي که چیري په یوه نظم یا نظمونو کي د سیلابونو شمیر کم او زیات وي نو په نظم کي سکته ګي او بیخوندي راځي. خو په پښتو نظم کي د هغو بیتونو شمیر زرهاوو ته رسیږي چي د یوه سیلاب توپیر یې منلی دی او په نظم کي هیڅ ډول سکته نه احساسیږي. اوس نو دلته سوال پیدا کیږي، چي که خبره دا سي وي نو بیا د سیلاب اهمیت په څه کي دی او څرنګه یې موږ د نظم کاڼی بللای سو. خو توجه باید دې خبري ته وسي چي د سیلاب دغه کمبود د نظم په کوم ځای کي راغلی دی. کله کله د یوه سیلاب یا حتی نیمي هجا توپیر په یوه نظم کي ډیره لویه بیخوندي راوستلای سي، خو کله کله د یوه بشپړ نظم په هر بیت کي د یوه سیلاب زیاتوالي او کموالي ته د چا توجه قدر هم نه اوړي. په پښتو نظمونو کي د سیلاب دغه راز کموالی معمولا د غزلونو او نظمونو په مطلع او وروسته د نظم تر پایه پوري په دوهمه مصرع کي راځي. که د سیلاب دغه زیاتوالی او کموالی د مصرع یا نیم بیتي د وروستي توري پر ځای د نظم په منځ کي راسي ښایی نظم بیخونده کړي.
البته پښتو نظم یوازي د یوه سېلاب د زیاتوالي او کموالي په برخه کي خاص قواعد لري.
لومړی: پښتو نظم، په تیره بیا غزل، مثنوي او قصیده یوازي د یوه سیلاب زیاتوالی او کموالی مني. که یې شمېر له یوه سیلاب څخه زیات سي په نظم کي بیخوندي او سکته ګي را ځي. په فارسي نظمونو کي دغه قاعده نسته او کله کله حتي تر څلورو سیلابونو پوري کموالی او زیاتوالی مني؛ خو په نظم کي سکته ګي او بیخوندي نه احساسیږي. موږ به یې وروسته مثالونه ورکړو.
دوهم: د پښتو غزل او قصیدو په مطلع کي هیڅ وخت په سېلاب کي کموالی او زیاتوالی نسته بلکه دواړه نیم بیتي مساوي سېلابونه لري. په داسي حال کي چي د فارسي نظم په ځينو غزلونو کي په مطلع کي، حتی، درې سیلابونه کموالی او زیاتوالی وینو، چي وروسته به په مثالونو کي اشاره ورته وکړو.
د ریم: د یوه سیلاب زیاتوالی هر وخت د مطلع څخه وروسته په لومړیو مصراعو، یا د ښی خوا په مصراعو کي، راځي. دا سي هیڅ وحت نه پیښیږي چي د نظم د کیڼي خواپه مصراع کي د یوه سیلاب زیاتوالی راسي. فارسي نظم دغه قاعده نه ده منلې او کیدلای سي چي د نظم په دواړو خواوو کي د یوه یا زیاتو سیلابونو کموالی او زیاتوالی ووینو، چي مثالونه به یې وروسته ورکړو. اوس به د پښتو ژبي د هغو نظمونو مثالونه راوړو چي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی پکښي راغلی دی.
چي مي وکی ستا د عشق په کار آغاز          ۱۱ سیلابه
سختي چاري سوې را پیښي راز په راز     ۱۱ سیلابه
هیڅ خبر نه وم د هجر له ماتمه        ۱۲ سیلابه
چي غمونه زیات و کم لري دراز      ۱۱ سیلابه
ملا عبدالسلام
صبوري کاندي سړی آتش نفس       ۱۱ سیلابه
بدخواهان یې شي د اور په لمبه خس        ۱۱ سیلابه
د مظلوم د آزار غشی رسا لګي              ۱۲ سیلابه
هیڅ ګوزار یې  خطا نه درومي عبس       ۱۱  سیلابه
ماشوخیل
که دي تخت په هوا درومي چي مین یې        ۱۲ سیلابه
بندیوان یې کم قوته نه یې خلاص           ۱۱ سیلابه
لا دي زړه په ښکلیو نښتی دی  حمیده       ۱۲  سیلابه
چي د خلقو له تهمته نه یې خلاص          ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
آب و تاب زما د داغ    ۷ سیلابه  
  کوز کړ نمر څخه دماغ   ۷ سیلایه
ستا د مخ له خجالته    ۸ سیلابه
مخ دیوال ته ونیو باغ    ۷   سیلابه
وچ کوګل لانده لیمه دي  ۸ سیلابه
د غمونو باغ و راغ     ۷   سیلابه
ماشوخیل
که درلودی دلبرانو څه انصاف  ۱۱  سیلابه
نشته ما غوندي په مینه کي څوک صاف     ۱۱  سیلابه
که شانه غوندي مي زړه شګاف شګاف شه    ۱۲  سیلابه
ځای یې نه مومم د زلفو په شګاف         ۱۱ سیلابه
هسي بد ایسي خوبان په رقیبانو       ۱۲ سیلابه
لکه واخلي سګ بازي په لاس اشراف      ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
  دغه راز په هغو دوو نورو شعرونو کي چي د یوه د ردیف وروستی توری ساکن  کاف او د بل د قافیې وروستی توری یا  روي هم ساکن کاف دی. په لومړي شعر کي سیلابونه بشپړ او په دوهم کي یو سیلاب کمبود دی.
څو ایرې نه شي په مینه د حبیب څوک    ۱۲    سیلابه
تور به نه کا په بل شان مخ د رقیب څوک  ۱۲ سیلابه
کله شي له لیونیو روغي چاري      ۱۲    سیلابه
عاشقان څوک، ادبونه د ادیب څوک    ۱۲    سیلابه
ماشوخیل
د دوهم شعر مثال:
چي له غمه دي د ورځو خښوم په سینه نوک    ۱۵   سیلابه
هر پرهر د نوک هلال شي په سینه زما ملوک    ۱۵  سیلابه
هر چه خوب لکه غنچه کا په طلب د ګلندامو     ۱۶   سیلابه
په پیغور د هغو سترګي شبنم وکاږي په نوک     ۱۵   سیلابه
ماشوخیل
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده   ۱۲ سیلابه
اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان ۱۱ سیلابه
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي     ۱۲ سیلابه
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان    ۱۱ سیلابه
موږ له دغه شعر څخه وروسته د خوشحال خان په دیوان کي د ساکن  نون په قافیه درې نور غزلونه لرو چي د ټولو مقطع او د غزلونو دوهمه مصرع یوولس سیلابه او له مطلع څخه روسته  لومړۍ مصرعی یا نیم بیتي یې دوولس سیلابونه لري. دغه راز د ساکن نون په قافیه یوبل غزل:
چي ترس یې د زړه نه وي نه عمل لري د نیکو  ۱۵   سیلابه
په دايې نظر مه کړه چي په یاد لولي قرآن       ۱۴   سیلابه
چه خدای یې په لار نه کا په ویل به په لار نه شي    ۱۵ سیلابه
که پاڅوې له ګوره و هغه و ته لقمان                 ۱۴ سیلابه
خوشحال خان
و ګفتار و ته یې مه غړوه سترګي   ۱۲   سیلابه
په کرده په عمل ګوره کس ناکس    ۱۱   سیلابه
دوه سړي په باغ کي ګډ شي یو، ګل ګوري     ۱۲  سیلابه
دویم ګرځي په طلب د خارو خس         ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
دانشمند په خوارۍ خوار جاهل کامران دی  ۱۲ سیلابه
د سړي طالع په کار دی نه هنر             ۱۱ سیلابه
چه د زرکو ښکار په غره کښي پیدا کیږي        ۱۲ سیلابه
باز په داسبب نیولی دی لوی غر         ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
خبر د هغو تللیو بیا په بیارته چا را نه وړو      ۱۵ سیلابه
له حاله له احواله یې هر څو که څوک پوښتم    ۱۴ سیلابه
دلې چي څوک لیده شي نن یې شپه په دا بانډه کښي     ۱۵  سیلابه
آخر یې له دې ځایه وار په وار واته ګڼم       ۱۴ سیلابه
خوشحال خان
چي غاښونه دي همیش په خندا سپین وي      ۱۲ سیلابه
زمانه به دي خوله ماته که په سوک       ۱۱ سیلابه
ته به څرنګ د روټۍ په چا خیر وکړې     ۱۲ سیلابه
چي محکم دي زړه تړلی دی په ټوک      ۱۱ سیلابه
د رحمن بابا په لاندني  حمد کي د غزل مطلع په یوولس سیلابه پیل کیږي او نور نو تر پایه پوري د غزل ښی خوا ته دوولس او کیڼي ته یوولس سیلابه راځي.
ګوره هسي کردګار دی رب زما    ۱۱  سیلابه
چي صاحب د کل اختیار دی رب زما   ۱۱ سیلابه
همګي بزرګواران چي څوک یې وايي    ۱۲ سیلابه
تر همه وو بزرګوار دی رب زما              ۱۱ سیلابه
په بل غزل کي، چي هغه هم په زما ختمیږي مطلع دیارلس او د غزل ټول د ښي خوا مصرعي څوارلس سیلابونه لري.
سل ځله که وخوري ناصحان ځیګر زما    ۱۳ سیلابه
بېل به ځبله نه کا در دستا او سر زما             ۱۳ سیلابه
صبر ستا په عشق کي دا خبره څوک او زه څوک                 ۱۴ سیلابه
نشته ددې چاري توان یو موی قدر زما                      ۱۳ سیلابه
رحمن بابا
غم د دلبرانو وي ژوندون د عاشقانو              ۱۴  سیلابه
زړه مي سمندر شه سره لمبه وطن زما             ۱۳ سیلابه
زه چي کله ځیر شم د خوبانو و رخسار ته           ۱۴ سیلابه
پاتو شي تصویر غوندي بې روحه تن زما         ۱۳ سیلابه
معزالله خان
د معزالله خان مومند په یوه بل غزل کي چي د پورتني غزل په څیر د زما په ردیف پای ته رسیږي او د « ز» توری یې د پورتني غزل په شکل پیښ لري، مګر سیلابونه یې په ټولو نیم بیتیو کي یو شان  او بشپړ دي. په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي د هغه په اتو نورو هغو غزلونو کي چي د  زما  په ردیف پای ته رسیږي او د ز توری یې پیښ لري، او په عین شکل حرکت کوي، د ټولو په مطلع او دوهمه مصراع کي تر پایه پوري یو سیلاب کم دی. ګواکي د سیلاب د دغه راز کمبود د علت د تشخیصولو لپاره د خاصي قاعدې ایښودل هم ګران کار دی.
رنګ شه زیړ تر زر زما اوښي دُر ګوهر زما   ۱۴  سیلابه
کبر کا د لبر زما ناخلي مال و سر زما            ۱۴ سیلابه
صبر مي له زړه نه ځي نور مي له لیمه نه ځي    ۱۴   سیلابه
ولي بیا له څه نه ځي دا ښکلی دلبر زما         ۱۴ سیلابه
د عبدالقادر خان خټک په هغو دوو غزلونو کي چي قافیه یې په الف پای ته رسیږي، د یوه په مطلع او لومړیو یا د ښی خوا په مصراعو کي یو سیلاب کم او په بل کي ټول سیلابونه پوره دي. او بیا هم سړی د سیلاب د کمبود د علت په تشخیصولو کي له ستونزي سره مخامخ کیږي.  البته دواړه غزلونه دومره روان دي چي زه ګومان کوم پخپله عبدالقادر خان به هم د یوه سیلاب کموالي ته متوجه سوی نه وي.
څو قطرې ځموږ په یاد په مځکه توی کړه    ۱۲ سیلابه
چي په بزم د عشرت اخلې صهبا      ۱۱ سیلابه
ستا د زلفو بوی نسیم په چمن راووړ     ۱۲ سیلابه
له مستۍ شو د غنچې قمیص قبا         ۱۱ سیلابه
چي یې یار له غیږي ځي د مرګ ساعت وي    ۱۲  سیلابه
دریغه مه وای د وصال د شپې سبا       ۱۱ سیلابه
په بل غزل کي:
سرو لبانو یې قیمت د لعلو کم کړ            ۱۲ سیلابه
سپینو غاښو یې بې آب کړ ګوهر هم لا    ۱۲ سیلابه
نه یواځي په صورت جدایی خوار کړم     ۱۲ سیلابه
په دا اور دننه سوځي ځګر هم لا               ۱۲ سیلابه
په لمانځه کښي د یار ورځي را په یاد شوې    ۱۲ سیلابه
د زړه آه مي محراب وسو منبر هم لا         ۱۲ سیلابه
د ځينو پوهانو  په نظر په نظمونو کي پټي هجاوي سته چي د عروضو پوهانو هغو ته مقیدي یا مکتومي هجاوي ویلي دي. دوی وايي دغه هجاوي کله کله د محاسب له نظره هم ځان پټ کړي او په حساب کي یوه یا دوې هجاوي لږ وښيي. دی د قاري عبدالله خان ملک الشعراء د یوې لیکني په استناد وايي چي هغه د هیچ کلمه د عروضو له مخي دوه هجایي بللې ده او وايي چي په هیچ کي یوه مکتومه یا پټه هجا هم سته.
دوی وايي چي مي وکی ستا د عشق په کار آغاز، یوولس سیلابه شمیرل سوې ده او سبب یې دا دی چی د آغاز د کلمې د پای توري مقیده هجا پر هیڅ بلل سوې ده. په داسي حال کي چي په دغه ساکنه (ز) کي یوه پټه هجا سته چي د مصراع تول دوولس هجايي کوي. او دغه علت دی چي دغه يه ظاهره یوولس هجايي مصراع له بلي دوولس هجايي مصراع سره هیڅ مشکل نه ایجادوي. بل مثال د ښه یار دیدن وي تل. ښکاره خوا دا مصراع اووه سیلابه ده خو د تل (لام) یوه مکتومه هجا لري چي اته سیلابه راځي.
په داسي حال کي چي د سیلاب یا هجا دا تعریف چي وايی هغه توری یا توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. نو د هیچ د کلمې سره خو د سړي خوله یو ځل خوځیږي، او بل داسي څه هم نه پکښي معلومیږي چي سړی یې توری وبولي. دغه راز د آغاز له کلمې سره خوله دوه ځله او د تل له کلمې سره خوله یو ځل خوځیږي. په دې حساب باید موږ د عروضو د شاګردانو د پوهولو او د هغوی د قناعت حاصلولو په منظور د سیلاب لپاره یو بل تعریف پیدا کړو. ځکه چي، زما په نظر، که د تل په کلمه کي د لام توری هر څونه وغزوو هغه دوه سیلابه کولای نه سو، بلکه هسي به مو ځان ستړی کړی او د عروضو او سیلاب له شاګردانو څخه به مو روښانه لاره ورکه کړې وي. کله چي نه توری وي او نه خوله ورسره وخوځیږي نو دلته به د سیلاب حساب پر څشي وسي. او که، د یوه محال فرض په حیث، دا ومنو چي په نظم کي یوه یا دوې پټي هجاوي راتللای سي؛ د هغو فارسي نظمونو سره به څه کوو چي هلته غزل په مطلع کي د دوو سیلابونو او دریو سیلابونو توپیر لیده کیږي او چي نور هم مخ ته ولاړ سو نو د مطلع سره د څلورو سیلابونو زیاتی لیده کیږي. د حافظ شیرازي د دې غزل مثال مو ښايي وروسته هم ورکړی وي خو دلته یې د دوو بیتونو راوړل بیځایه نه بولم.
دوش بامن ګفت پیر کاردان تیز هوش  ۱۱  سیلابه
وزشما پنهان نه شاید کرد سر میفروش    ۱۴ سیلابه
بادل خونین لب خندان بیاور همچو جام       ۱۵ سیلابه
نې ګرت زخمې رسد آیي چو چنګ اندر خروش    ۱۵ سیلابه
اوس به سړی، هغه هم د قاري عبدالله خان په احترام، یوه هجا مکتومه وبولي، خیر دی دوې هجاوي به مکتومي وشمیري. خو که خبره دریو او څلورو هجاوو یا سیلابونو ته رسیږي نو سړی به د عروضو او سیلاب شاګردانو ته څرنګه قناعت ورکوي؛ ځکه چي موږ ورته ویلي دي چي سیلاب یو یا څو توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. نو دلته خو شاګرد نه توری ویني او نه  د ده خوله ورسره وخوځیدل، هغه به پټ سیلاب یا هجا چیري ویني. زما په ګومان پخواني سپین ږیري، چي ادبي خدمتونه یې باید وستایل سي، د سیلاب او هجا د تقدس تر اغیزې لاندي راغلي ول. دوی فکر کاوه چي د سیلاب له رعایت کولو پرته نظم نیمګړی دی. او کله چي یې ولیدل چي داسي په زرهاوو نظمونه سته چي د سیلابونو ډیر زیات توپير پکښی لیده کیږي نو تر خپلي خبري تیریدلای نه سوای او د مکتومي یا پټي هجا طرح یې کړې ده. موږ به د حافظ شیرازي په پورتني غزل کي د مطلع په لومړی مصراع کي څلور پټ سلابونه له کومه پیدا کوو چي د لاندیني بیت د دواړو مصراعو سره یې انډول برابر سي.
د حمید ماشوخیل په دې غزل کي چي د مطلع دواړه مصراعوي یې له یوولسو سیلابونو څخه جوړي سوي دي:
څه زمري کړل زمانې د تماشو               ۱۱ سیلابه
ننوزي یې په غار ګیدړ پیشو                  ۱۱ سیلابه
بې انصافه زمانې د ګل په پاڼو                   ۱۲ سیلابه
څرنګ و اورول کاڼي په رشو                 ۱۱ سیلابه
هغه سر کا زمانې د سپو د لوبو                  ۱۲ سیلابه
چي يې نه واهه زمري پل په اورشو                ۱۱ سیلابه
څه نقص موجود دی چي موږ وایو هغه یوه پټه هجا لري، چي موږ یې نه وینو او په خوله کي یې نه حسوو. که موږ یوازي د حمید ماشوخیل د یادي سوي غزلي مطلع مخي ته کښیږدو، چي په دواړو مصراعو کي یوولس سیلابه راغلي دي نو بیا خو د مقیدي  یا مکتومي هجا سوال ، له سره، نه پیدا کیږي؛ ځکه چي د سیلابونو له مخي انډول په هر حساب برابر دی. په دې او د زرهاوو نورو غزلو په مطلع او د کیڼي خوا په مصراعو کي د مکتومي هجا  سوال هغه وخت پیدا سي چي د قاري عبدالله په څیر مشران د یوه زیات سیلاب له ستونزي سره مخامخ سي. د ماشوخیل د دې غزل ټولي د ښي خوا مصراعوي دوولس سیلابه دي او کیڼي خواته یوولس سیلابه راغلي دي. که ماشوخیل د خپل دغه غزل ښی خواته هم یوولس سیلابه راوړي وای نو بیا خو په مطلع کي د مکتومي یا مقیدي هجا سوال نه پیدا کیدی. او که د حافظ شیرازي غزل ته وګورو نو بیا خو وظیفه ډیره ګرانیږي؛ ځکه چي موږ به په مطلع کي لومړی، په لومړی مصراع کي په دریو پټو یا مکتومو هجاوو پسي ګرځو، چي دا پخپله ستونزمن او حتی غیر ممکن کار دی.ځکه چي د مطلع لومړی مصراع یوولس سیلابه او دوهمه مصراع څوارلس سیلابه ده. خو وروسته چي په همدغه غزل کي خبره پنځه لسو سیلابونو ته رسیږي نو بیا به له سره  د مطلع په لومړی مصراع کي په څلورو پټو هجاوو پسي ګرځو چي د ادب، په تیره بیا عروضو او سیلاب، د شاګردانو لپاره به یې درک د غیرممکن تر سرحده پوري ګران وي. زما په عقیده، څرنګه چي په ټولو پورتنیو مثالونو کي د سیلاب کمبود د نظمونو په رواني کي تغیر نه دی راوستلی نو د سیلاب د کمبود او زیاتوالي په صورت کي د روان شعر لیکل ځکه ممکن دي چي موږ یې عملا په زرهاوو مثالونه لرو. یوازینی خبره د چوکاټونو او د عروضو د مقدساتو ده چي ځیني زاړه استادان ورڅخه تیریدلای نه سوای او باید چي یو نوم او یو دلیل یې ورته پیدا کړی وای.
د مکتومي یا مقیدي هجا د اختراع لپاره د ځینو مشرانو نظر دا دی چي وايي دا چي موږ له دوولس سیلابي مصراع څخه وروسته یوولس سیلابي مصراع لولو او هیڅ سکته ګي نه پکښي احساسوو دلیل یې دا دی چي په دوهمه مصراع کي یوه پټه هجا پرته ده چي د نظم ټوله رواني یې ساتلې ده، کنه نو موږ به هیڅ وخت د سیلاب د زیاتوالي او کمبود په صورت کي دغه ډول نظمونه په بشپړه رواني لوستلي یا ویلي نه وای. زما په عقیده دغه استادان  د فارسي غزلو د دوو، دریو او څلورو سیلابونو توپیر ته متوجه سوي نه ول او که یې چیري د فارسي په نظمونو کي د سیلابونو دومره لوی توپیر لیدلی وای نو د مکتومي یا مقیدي هجا د اختراع کولو په باره کی به یې له سره فکر کړی نه وای.
سیلابونه د پښتو په رباعیاتو یا څلوریځو کي:
رباعیات یا څلوریځي د پښتو او فارسي په منظوم کلام کي یو بل خوږ صنف دی . په دې صنف کي بشپړ مطلب یوازي په دوو بیتونو کي افاده کیږي؛  ځیني ادب پوهان یې دوه بیتی هم بولي او که یې د بیتونو شمیر ته وګورو نو دغه نوم ورته ښه دی. د پښتو په رباعیاتو کي هم کله کله د یوه او کله خو حتي د دوو سیلابونو توپیر لیده کیږي؛ چي البته د دوو سیلابونو توپیر ډیر استثنایی حالت لري. مګر په لوستلو کي چنداني سکته ګي او بیخوندي نه راولي. د پښتو رباعیات د پښتو ژبي د غزل او قصیدي په خلاف، چي یوازي د یوه سیلاب توپیر مني او هغه هم په مطلع کي نه مني د سیلابونو په زیاتوالي او کموالي کي چنداني خاصه قاعده نه تعقیبوي. سیلاب د پښتو څلوریځي یا دوه بیتی په هر ځای کي زیاتیدلای او کمیدلای سي. او دغه راز مثالونه د خوشحال خان خټک په رباعیاتو کي ډیر زیات لیده کیږي. د پښتو ژبي په شاعرانو کي ارزاني خویشکي اوخوشحال خان خټک تر ټولو زیات رباعیات ویلي دي. د کاظم خان شیدا له ښکلا او رنګینیو څخه مالامال، څه باندي دوه سوه پنځوس رباعیات راپاته دي او بیا نو قلندر د میرا په مینه او هجران کي د رباعیاتو په قالب کي ډیري سوځنده چیغي وهلي دي. دولت لواڼی هم د پښتو په رباعیاتو کي برخه لري او خپل رباعیات یې د اتو او دوولسو سیلابونو په قالب کي ځای کړي دي. دغه راز عبدالقادر خان خټک او تقریبا ټولو شاعرانو، لږ یا ډیر، په دغه برخه کي خپله طبع آزمییلې ده، خو ارزاني خویشکي خپل، څه باندي دوه زره، رباعیات ټول د اتو سیلابونو په قالب کي ویلي دي. البته ارزاني خویشکي خپل ټول غزلونه او په عمومي صورت خپل ټول کلام د اتو سیلابونو په قالب کي ځای کړی دی ؛ او دغه علت دی چي کلام او رباعیات یې، د شعر د آهنګ له مخي، چنداني پر غوږونو ښه نه لګیږي او یو ډول یکنواخت ښکاري. ښایی له ارزاني خویشکي سره د خپل کلام د آهنګ یا پر غوږونو د ښه لګیدلو چنداني غم  نه وو، ځکه چي د هغه ټول کلام یا نصیحت او یا د روښاني تصوف په رڼا کي د خپل محبوب تلاښ دی. هغه غواړي خپلو اوریدونکو ته خپل پیغام ورسوي؛ په ساده ژبه یې ورسوي ، نو ځکه یې نه د تلمیحاتو او شاعرانه رنګینیو خیال ساتلی دی او نه یې په بیلو بیلو بحرونو او سیلابونو کي د کلام اوډلو او تنظیمولو ته ډیره توجه کړې ده. خوشحال خان خټک خپل رباعیات، چي د هغه د نور ټول کلام په څیر، هم د شکل او هم د مضمون له مخي رنګین دي، د لسو، یوولسو او کله هم د دوولسو سیلابونو په قالب کي ویلي دي. او دغه راز یې په ځینو رباعیاتو کي له لسو او یوولسو او یوولسو او دوولسو سیلابونو د کارولو څخه هم مخ نه دی اړولی. څرنګه چي دلته  موږ یوازي په رباعیاتو کي پر سیلاب ږغیږو او د رباعیاتو له متن سره چنداني کار  نه لرو  نو لومړی به د ارزاني خویشکي د رباعیاتو یو څو نمونې، چي د سیلاب له پلوه چنداني کمی او زیاتی نه لري، راوړو، که څه هم چي د ارزاني په اته سیلابي رباعیاتو کي هم کله نا کله د یوه سیلاب کمی او زیاتوالی لیده کیږي.بیا به د خوشحال خان خټک یو څو رباعیات او ورپسې به د قلندر یو څو سوځنده رباعیات، چي کله کله د دوو سیلابونو توپیر پکښي لیده کیږي وګورو:
هم له عوده هم له چنګه      ۸ سیلابه
هم له حجه هم له ګنګه               ۸ سیلابه
کل ثنا کا صفتونه               ۸ سیلابه
له بې مثله له بې رنګه              ۸ سیلابه
هم له دفه له ربابه               ۸ سیلابه
هم له کفه هم له آبه                 ۸ سیلابه
په دا هر آواز ثنا شي           ۸ سیلابه
له دې بې مثله دریابه           ۸ سیلابه
ارزاني خویشکی
نه سرداري ورکا نه زرداري ورکا         ۱۲ سیلابه
نه لوی ملکونه اوبه جاري ورکا              ۱۱ سیلابه
چي له ازله خدای څوک نمنځلي وي       ۱۱ سیلابه
هغو سړیو ته خدای هوښیاري ورکا           ۱۲ سیلابه
خوشحال خان
وګړي واړه کارونه خپل کا  ۱۰ سیلابه
مردان هغه دي چي کار د بل کا       ۱۰ سیلابه
څوک چي آرام ګټي د نیکو نام ګټي          ۱۲ سیلابه
د خوږو زړونو دارو به تل کا          ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
پوري په خونه د ایمل خان شو            ۱۰ سیلابه
په سول د خوني خان خانان شو           ۱۰ سیلابه
دا اور که ونه مړ دا یم نارې وهم           ۱۲ سیلابه
په وار وار پوري په درست افغان شو          ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
را پاتې یو نه شو دوولس مي ترونه وو   ۱۲ سیلابه
ولاړل فنا شول چه اولسونه وو          ۱۱ سیلابه
څه بادشاهان ولاړل څه څه خانان ولاړل       ۱۲ سیلابه
چي په دربار یې ولاړ زرګونه وو                ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
تیرا مي ولیده راغلم تر سواته              ۱۱ سیلابه
پښتون مي ولید دا لوی لوی ذاته     ۱۰ سیلابه
عقل همت مي د چا ونه لیده         ۱۱ سیلابه
په بیرته راغلم ناست یم ملا ماته           ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
دا منصبونه دا انعامونه             ۱۰ سیلابه
واړه زندۍ دي واړه دامونه        ۱۰ سیلابه
پښتون مغل به سره دوستان نه شي       ۱۰ سیلابه
خوشحال یې مه وینه دا اکرامونه              ۱۱ سیلابه
حوشحال خان
هندو چه بت وته هسي نسکور دی           ۱۱ سیلابه
مومن مخ ایښی د کعبې په لور دی            ۱۱ سیلابه
دا دواړه توکه رسم و عادت دی            ۱۰ سیلابه
اوده عالمه مطلب څه نور دی               ۱۰ سیلابه
خوشحال خان
وفا دي نشته جفا دي سوی یم           ۱۱ سیلابه
زه سمندر یم هجران داغلی یم                 ۱۱ سیلابه
زه قلندر دي په هجران وسوم                 ۱۰ سیلابه
بې رحمي مه کړه درله راغلی یم               ۱۱ سیلابه
قلندر
چا چي جامونه د میني څښي دي             ۱۱ سیلابه
ننګ و ناموس یې دواړه پر ایښي دي              ۱۱ سیلابه
که هند له تللی اشنا مي راشي                      ۱۰ سیلابه
څو صدقې مي په زړه کي ایښي دي                 ۱۱ سیلابه
قلندر
 که نورڅه نه دي چي مریی ستا نومم          ۱۱ سیلابه
بس دی و ماته چیري چي تا مومم           ۱۱     سیلابه
ته به زما غوندي مریونه ډیر مومې           ۱۲     سیلابه
کله به تا غوندي څښتن زه بیا مومم            ۱۲     سیلابه
عبدالقادر خان خټک
که هر څو خوږ یم درد من په زړه یم          ۱۰    سیلابه
قوت مي لږ دی د جواب نه یم                  ۱۰ سیلابه
چي یار مي وپوښتي وایه څه حال لرې         ۱۲   سیلابه
ځواب یې ورکړم وایم چي ښه یم               ۱۰     سیلابه
عبدالقادر خان خټک
سیلاب د فارسي ژبي په نظمونو کي:
        ما د پښتو داسي غزل، قصیده یا قطعه نه ده لوستې چي د نظم په مطلع کي د سیلابونو توپیرموجود وي او نه مي داسي غزل ، قصیده او قطعه په سترګه سوې ده  چي د یوه او بل نیم بیتي ترمنځ دوه سیلابه او یا حتی درې سیلابه زیات و کم وي او که چیري په پورتنیو صنفونو کي د نیم بیتیو ترمنځ د دوو یا زیاتو سیلابونو توپیر راغلی وي نو حتما به په نظم کي هم یوه بیخونده سکته ورسره ملګرې وي. البته د دریو سیلابونو خبره خو بیخي مطرح نه ده. خو د فارسي ژبي د ډیرو لویو شاعرانو په شعرونو کي دا درې واړه حالتونه لیدل کیدلای سي او موږ ګورو چي بیا هم په نظم کي هیڅ ډول سکته نه احساسیږي. د حافظ شیرازي د دیوان لومړی غزل، چي د یزید بن معاویه د هغه غزل چي وایی:
ان المسموم ما عندي بتریاق ولا راقي  ۱۶ سیلابه
ادر کاساً و ناولها الا یا ایهالساقي        ۱۶ سیلابه
په مطلع پیل کیږي، شپاړس او پنځه لس سیلابونه لري. د دوهم بیت دواړه مصرع یې شپاړس سیلابونه لري او د دریم بیت لومړۍ مصرع پنځه لس او دوهمه یې څوارلس سیلابه ده، چي د مخکني بیت څخه دوه سیلابونه کم لري.
الا یا ایهاالساقي ادر کاساً و ناولها  
که عشق اسان نمود اوّل ولې افتاد مشکلها
اـ لا- یا – ای-یُ-هس- سا- قی - ا- در- کا- ساً- و- نا- ول- ها   ۱۶ سیلابه
که- عشق- آ- سان- ن- مود- او- وّل- و- لې- اُف- تاد- مش- کل- ها     ۱۵ سیلابه
ببوی نافهء کآخر صبا زان طره بکشاید   ۱۶ سیلابه
زتاب جعد مشکینش چه خون افتاد در دلها  ۱۶ سیلابه
مرا در منزل جانان چه امن عیش چون هر دم      ۱۵ سیلابه
جرس فریاد میدارد که بربندید محملها                ۱۴ سیلابه
د حافظ شیرازي د لاندي غزل د مطلع لومړۍ مصرع دوولس او دوهمه یې څوارلس سیلابونه لري، چي د پښتو په نظم کي یې هیڅ مثال نه لیده کیږي؛ خو موږ ګورو چي په مطلع کي د سیلابونو دغه راز زیاتوالی هیڅ ډول بیخوندي نه راولي.
خوشست خلوت اګر یار یار من باشد       
نه من بسوزم و او شمع انجمن باشد
خو- شست – خل- وت- ا- ګر- یار- یا- ر- من- با- شد    ۱۲ سیلابه
نه- من- ب- سو- زم- و- او- شم- ع- ان- ج- من- با- شد    ۱۴ سیلابه
من آن نګین سلیمان به هیچ نستانم       ۱۳ سیلابه
که ګاه ګاه برودست اهرمن باشد         ۱۲ سیلابه
بیان شوق چه حاجت که سوز آتش دل      ۱۴ سیلابه
توان شناخت ز سوزی که در سخن باشد     ۱۳ سیلابه
 د حافظ شیرازي، چي د فارسي په ادب کي، د پښتو ژبي د رحمن بابا په څير، په رواني او سلاست کي ډیر زیات شهرت لري، د یوه بل غزل په مطلع کي هم د دوو سیلابونو توپیر لیده کیږي. او په وروسته بیتونو او مقطع کي د دوو سیلابونو توپیر وینو، چي له مخکنیو مصراعو سره حتی درې سیلابه توپیر لري، خو د غزل په رواني او جوش کي هیڅ ډول بیخوندي او سکته ګي نه احساسیږي.
سحر ز هاتف غیبم رسید مژده بګوش      ۱۴ سیلابه
که دور شاه شجاعست می دلیر بنوش     ۱۲ سیلابه
بصوت چنګ بګوییم آن حکایتها     ۱۲  سیلابه
که از نهفتن آن دیګ سینه میزد جوش     ۱۴  سیلابه
رموز مصلحت ملک خسروان دانند       ۱۳ سیلابه
ګدای ګوشه نشیني تو حافظا مخروش     ۱۵ سیلابه
موږ ګورو چي د مقطع وروستۍ مصراع یا نیم بیتی د مطلع له دوهمي مصراع سره درې سیلابه توپیر لري. د حافظ شیرازي هغه غزل د سیلاب د اصولو او مطالعې له مخي ډیره په زړه پوري ده چي په مطلع کي د دریو سیلابونو توپیر لري او په وروسته کي یې، حتی، دوه بیتونه د مطلع له لومړۍ مصرع سره څلور سیلابه توپیر لري.
دوش با من ګفت پیر کاردان تیز هوش          ۱۱ سیلابه
دوش- با- من- ګفت- پی- ر- کار- دا- ن – تیز- هوش
کزشما پنهان نشاید داشت راز می فروش            ۱۴ سیلابه
کز- ش- ما- پن- هان- ن- شا- ید- داشت - را- ز – می- ف- روش
ګفت آسان ګیر بر خود کارها کز روی طبع             ۱۲ سیلابه
سخت میګیرد جهان بر مردمان سخت کوش            ۱۳ سیلابه
با دل خونین لب خندان بیاور همچو جام                 ۱۵  سیلابه
نې ګرت زخمې رسد آیی چو چنګ اندر خروش            ۱۵ سیلابه
تا نګردي آشنا زین پرده رمزې نشنوي                    ۱۵ سیلابه
ګوش نا محرم نباشد جای پیغام سروش                     ۱۵  سیلابه
د حافظ شیرازي په یوه بل غزل کي هم په مطلع کي د سیلاب توپیر وینو او هم په وروسته کي د مطلع له دوهمي مصرع سره درې سیلابه توپیر وینو. خو د سیلابونو دغه راز لوی توپیر د غزل روانۍ ته هیڅ تاوان نه دی رسولی.
دیدار شد میسر و بوس و کنار هم   ۱۲   سیلابه
از بخت شکر دارم و از روز ګار هم   ۱۱  سیلابه
زاهد برو که طالع اګر طالع منست      ۱۴ سیلابه
جامم بدست باشد و زلف نګار هم        ۱۲ سیلابه
ما عیب کس بمستي و رندي نمیکنیم      ۱۴   سیلابه
لعل بتان خوشست و می خوشګوار هم    ۱۳ سیلابه
 د عصمت بخارایی د یوه ډیر مشهور غزل په مطلع کي د دوو سیلابونو توپیر وینو او کله چي غزل دوام کوي نو د مطلع له دوهمي مصرع سره د سیلابونو د توپیر خبره ، بیاهم، دریو ته رسیږي.
سرخوش از کوی خرابات ګذر کردم دوش   ۱۳ سیلابه
به طلبګاري ترسا بچه باده فروش            ۱۵ سیلابه
سر- خوش- از- کو-ی- خ- را- بات- ګ- ذر- کر- دم- دوش   ۱۳
به-ط- لب- ګا- ری-ی- تر- سا- ب- چه-ی- با- ده- ف- روش   ۱۵
پیشم آمد به سر کوچه پری رخساری              ۱۴     سیلابه
کافري عشوه ګری زلف چو زنار بدوش            ۱۳ سیلابه
ګفتم این کوی چه کوی است و ترا خانه کجاست     ۱۴  سیلابه
ای مه نو خم ابروی ترا حلقه بګوش                ۱۵ سیلابه
این نه کعبه است که بې پاو سر آیی به طواف    ۱۴  سیلابه
وین نه مسجد که در او بې ادب آیی به خروش   ۱۵  سیلابه
این خرابات مغان است در او رندانند         ۱۳   سیلابه
از دم روز ازل تا به قیامت مدهوش             ۱۴  سیلابه
ګفت تسبیح به خاک افګن و زنار ببند             ۱۲ سیلابه
سنګ بر شیشه تقوا زن و پیمانه بنوش          ۱۴ سیلابه
بعد ازآن پیش من آ تا به تو ګویم رمزې       ۱۴ سیلابه
ره این است اګر بر سخنم داري ګوش               ۱۲ سیلابه
دغه راز د نظامي ګنجوي د یوه مشهور غزل ، چي په هغه وخت کي یې ځینو شاعرانو جوابونه لا هم ورته لیکلي دي، په مطلع کي دوه سیلابونه توپیر وینو او د غزل د یوه بیت د دوهمي مصرع او د مطلع د لومړنۍ مصرع ترمنځ درې سیلابه توپیر موجود دی. وروسته خبره په یوه بیت کي، د مصراعو ترمنځ، د څلورو سیلابونو توپیر ته رسیږي.
دوش رفتم به خرابات مرا راه نبود    ۱۲ سیلابه
دوش- رف- تم- به- خ- را- بات- م- را- راه- ن- بود   ۱۲
می زدم ناله و فریاد کس از من نشنود      ۱۴ سیلابه
 می- ز- دم- نا- له- و- فر- یاد- کس- از- من- ن- ش- نود ۱۴
پاسی از شب که بشد بیشترک یا کمتر           ۱۳ سیلابه
رندي از غرفه برون کرد سر و ورخ بنمود          ۱۴ سیلابه
ګفت خیر است در این وقت کرا می خواهي        ۱۱ سیلابه
بی محل آمدنت بر در ما بهر چه بود                 ۱۵ سیلابه
سرو زر هیچ ندارند در این بقعه محل           ۱۳ سیلابه
سود شان جمله زیانست و زیانش همه سود         ۱۵ سیلابه
هر چه در جمله آفاق در اینجا حاضر                          ۱۳ سیلابه
مومن و ارمني و ګبرو نصارا و یهود                     ۱۵  سیلابه
سر کویش عرفاتست و مقامش کعبه                    ۱۴   سیلابه
دوستان همچو خلیلند و رقیبان نمرود                   ۱۳   سیلابه
د مولنا جلال الدین رومي د یوې غزلي په مطلع کي د یوه سیلاب توپیر موجود دی، خو په وروسته بیتونو کي له مطلع سره توپیر کله یو او کله دوه سیلابه دی، البته بیا هم د غزل په شرنګ او رواني کي هیڅ توپیر نه لیده کیږي.
باده نمی بایدم فارغم از دُرد و صاف          ۱۴ سیلابه
تشنهء خون خودم آمد وقت مصاف         ۱۳  سیلابه
برکش شمشیر تیز خون حسودان بریز      ۱۳  سیلابه
تا سر بې تن کند ګرد تن خود طواف       ۱۴ سیلابه
کوه کن از کلّه ها بحر کن از خون ما       ۱۲ سیلابه
تا بخورد خاک و ریګ جرعهء خون از ګزاف  ۱۴   سیلابه
در دل آتش روم لقمه اتش شوم            ۱۴ سیلابه
جان چو کبریت را برچه بریدند ناف     ۱۲    سیلابه
      دغه راز د میرزا عبالقادر بیدل، سعدي، جامي، انوري، صایب تبریزي او د فارسي ژبي د نورو شاعرانو په زرهاوو غزلونو کي د سیلابونو دونه زیاته بې انډولي لیده کیږي، چي د پښتو ژبي د غزلونو او قصیدو سره بیخي مقایسه کیدلای نه سي. موږ ښایی د فارسي نظم په اړه دغه راز په زرګونو مثالونه ولرو، خو څرنګه چي دا لیکنه، زیاتره، د پښتو ژبي د نظم په باره کي ده نو د فارسي ژبي د نظمونو د زیاتو مثالونو راوړلو څخه تیریږو.
       د پښتو ژبي په غزلونو او قصیدو کي تر یوه سیلاب زیاته بې انډولي نه سته او نه یې امکان موجود دی. که چیري د پښتو په دغه صنف کي دوه سیلابه یا کم او یا زیات سي حتما سکته ګي راولي، او دغه علت دی چي زموږ ټولو شاعرانو ځانونه ور څخه ژغورلي دي. مګر موږ په خپلو پورتنیو مثالونو کي ولیدل چي د فارسي ژبي په نظم کي د دوو یا دریو او حتی څلورو  سیلابونو په کمولو او زیاتولو سره هیڅ بې نظمي نه ده راغلې، او د نظم او غزلي روانۍ ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدلی. که څوک حتما د دې پورتنیو غزلونو او نظمونو د سیلابونو شمیرلو ته ملا ونه تړي نو په تش اوریدلو سره يې ښایی کموالي او زیاتوالي ته په هیڅ توګه متوجه نه سي، او پر غوږونو یې بد و نه لګیږي.
      اوس نو که خبره دا سي وي بیا د سیلاب وظیفه څشي ده. موږ هر وخت اوریدلي دي چي سیلاب د نظم کاڼی دی. موږ د غزلونو او نظمونو دواړي خواوي د سیلابونو په تول تلو او بې انډولۍ ته یې متوجه کیږو. دا خبره ښایی د پښتو نظمونو په برخه کي صدق وکړي ځکه چي دې ژبي یوازي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی منلی دی. مګر د فارسي ژبي نظمونو تر دریو،او حتی تر څلورو،  سیلابونو پوري توپیر منلی او رواني یې ساتلې ده. نو ګواکي په نظم کي، په تیره بیا د فارسي ژبي په نظم کي، د سیلاب شمیر هغومره مهم نه دی لکه د سیلاب یا هجا پر ځای کارول چي اهمیت لري. د فارسي ژبي د لویو شاعرانو د نظمونو د څو پورتنیو مثالونو څخه څرګندیږي چي که د سیلاب او هجا شمیر زیات او کم وي مګر پر ځای کارول سوي وي، د نظم روانۍ ته تاوان نه رسیږي خو که سیلابونه په شمیر پوره او انډول یې برابر هم وي او پر ځای کارول سوي نه وي، د شعر روانۍ ته تاوان رسیږي او پر غوږونو ښه نه لګیږي، او اصلا د شعر خوند نه کوي.
لنډۍ:
 د پښتو ژبي په فوکلوري نظمونو کي یوازي لنډۍ دي چي د سیلاب په برخه کي هیڅ ډول کموالی او زیاتوالی نه مني. لومړۍ برخه یې باید حتما نهه سیلابه او دوهمه برخه یې باید هرو مرو دیارلس سیلابه وي. که داسي نه وي نو په هغي لنډۍ کي د اصیلي لنډۍ خوند نه پاته کیږي. د بلي خوا، که هر څو یوه لنډۍ  د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړه سوې وي خو چي د« نه» او «مه» په تورو پای ته رسیدلې نه وي هغه ته نه لنډۍ ویل کیږي او نه د لنډۍ خوند کوي.
زما د کټ بازوي دي مات کړ         راغلی مه وای د بانډې کناټوره
دا لنډۍ د سیلابونو له مخي پر قانون برابره ده مګر د لنډۍ د پای توري، چي باید «نه »او «مه» وای، نه لري اوپه « ره» ختمیږي نو ځکه یې  موږ ناقصه لنډۍ بللای سو؛ او چي د چا غوږونه لږ او ډیر د لنډیو له وزن او قانون سره آشنا وي پر غوږونو یې ښه نه لګیږي. دغه راز ځیني لنډۍ، چي مثالونه به یې ډیر کم وي، د سیلابونو له مخي د لنډیو د عمومي فارمول سره برابري نه دي او د لومړي ځل اوریدلو سره یې سړی د سیلابونو نقص ته متوجه کیږي او پر غوږونو ښه نه لګیږي.
یا به ارمان درپسي وکړم  ۹ سیلابه       یا به په چیغو راپسي وژاړې مینه   ۱۴ سیلابه
په سر سالو امیل په غاړه       ۹        په بام ولاړه آزاروې د خلکو زړونه  ۱۴ سیلابه
دا خوله به خاوري درله درکړم   ۹       تا به سختي کي راته خور ویلي وونه    ۱۳
ما درته خور ویلي نه وو           دادا دي ناست وو له اور بوزه یې وشرمیدمه  ۱۵ سیلابه
البته دغه راز لنډۍ، چي یا ښایی د لویه سره غلطې او خرابي جوړي سوي او یا وروسته بیځایه تغیرات پکښي راغلي وي، د نورو، پر قانون برابرو، لنډیو تر څنګ په فوکلور کي ژوندۍ نه پاتیږي او یوازي په لیکلو پاڼو کي له یوه ځایه بل ځای ته سفر کوي. په عمومي صورت، لکه چي مخکي مو اشاره ورته وکړه یوازي هغه لنډۍ  اوږد ژوند لري چي له هره پلوه د لنډیو پر قوانینو او د اولسي ادب پر روحیه برابري وي.
تر دا بوړي توپک دي جار سم             پر اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه
دا پیغلتوب مي په غم زوړ کې           خیالي ځوانان راباندي مري خونکاره شومه
سپیني سپوږمۍ ته به خوله درکم           د قلا سیوري ته مي مه بیایه ډارنه
مسافري دي روزي مه سه                زه دي ملاله خوله ویده پرې ایښې یمه
زیارت و تاته نه رسیږي                 تر تا دمخه ما پر ایښې دي لاسونه
زما جانان دي دوري بند کی           تر زنګانه سې د اټک روده ظالمه
تر دیوالی دوې ګوتي سر لوړ که          د زني خال به دي دیوالی ورژوینه
زیارت کوم نه را رسیږي                 خدایه که ګډ کې دا د خارو زیارتونه
لنډۍ، د اتڼ نارې او بابولاله( چي وروسته به بحث ورباندي وکړو) ښایی د پښتنو د کلتور او عنعناتو، د هغوی د ټولني او د هغوی د خپلو خصوصیاتو تر ټولو ښه او لرغوني ښکارندوی وي. که د پښتو نظم نورو شکلونو لکه غزل، رباعي، قصیدې او مثنوي، په یوه او بل رنګ، د ګاونډیو نظمونو تر اغیزې لاندي وده کړې وي، نو دا په پوره جرأت سره ویلای سو چي لنډۍ او بابولاله تقریباً د هیڅ کلتور تر اغیزې لاندي نه دي راغلې او د شکل او مضمون له پلوه یې  بشپړه مستقله وده کړې ده. د یوې لنډۍ په همدغو نهو او دیارلسو سیلابونو کي هدف او موضوع، په مستقله توګه، داسي افاده کیږي چي د بلي لنډۍ سره تړلو ته چنداني ضرورت نه پاتیږي.  لنډۍ د موضوعاتو له پلوه دونه غني ده چي د جنګونو له تودو سنګرونو څخه نیولې، تر مړاني او نامردۍ، د میني تر راز و نیاز، د ښکلا تر ستایلو، د خیالي ګودرونو سره د پیغلو تر پیزوانونو او پایزیبونو، تربورګلویو او تقریبا ټولو اجتماعي او اخلاقي موضوعاتو پوري پکښي نغښتي دي. زموږ په ګاونډیو کلتورونو کي د سیلابونو په دغه ترکیب او نظم او د موضوعاتو په دغه غنا او ښکلا د فوکلوري نظمونو مثال نه لیده کیږي.
ټوټې ټوټې په تورو راسې          چی پرهارونه دي ګنډم خوله درکومه
ستا دي قسم په ذوالجلال وي         یو یار دي زه یم نور دي څو نیولي دینه
د ګودر هر بوټی دارو دی            پرې لګیدلي دي د پیغلو پلوونه
سرله کتابه که راپورته               په سترګو ړوند سې پر کتاب در وختمه
ورځه ورځه تر دکن تیر سې          زه چي پر مخ زلفي لرم بل به یارکمه
ځیني لنډۍ، کله کله، د شکل له مخي چنداني ښایست نه لري خو د خپل تاریخي ارزښت له مخي هم په ساتلو او هم په اوریدلو ارزي. په نولمسه پیړۍ کي،هغه وخت چي انګریزانو د لرو پښتنو پر کلیو او بانډو باندي ناتار جوړ کړی وو، پښتنو ډیري زیاتي لنډۍ ویلي دي او ډیري زیاتي یې ښایی پاته سوي هم وي. له هغې جملې څخه دا لنډۍ، چي د پښتنو او انګریزانو تر منځ د جګړو ښکارندوی ده، د شکل له مخي چنداني ښایسته نه ده خو تاریخي ارښت یې ډیر زیات دی.
مخ دي سنګر غاښ دي رایفل دی       دا شینکی خال دي کمیشنر حکم کوینه
             دغه راز دا خبره زما په عقیده د تاءمل وړ ده چي وایی اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي او جوړي کړي دي. زه فکر کوم چي د پښتنو مخ پوټو، له معاشرې څخه لیري ساتليو سويو او بیسوادو ښځو، په دې ښایست، د نظمونو د لیکلو توان نه درلود. دا لنډۍ، زیاتره، پخپله نارینه وو لیکلي او ویلي او ښځو ته یې منسوبي کړي دي. اولسي شاعرانو دا غوره بللې ده چي خپل جنګي میړونه د ښایستو پیغلانو په واسطه جنګ ته وهڅوي، او بیا نو وعده ورکړي چي که په جنګ کي ټپي سو نو، پر هغه باندي مینه او د هغه په نامه ناسته ښایسته پیغله، به د هر پرهار د ګنډلو سره یو ځل خوله ورکوي. او که چیري شهید سو نو دا به خپل سور شال د هغه پر زیارت وغوړوي او که یې چیري په جنګ کي بې ایماني وکړه او پر شا راغی نو هغه ښایسته پیغله به چي د ده په تمه ناسته ده په همزولو کي څوړي سترګي ګرځي. نارینه شاعرانو د میني په برخه کي خپل د زړه بړاس ایستلی او ښځو ته منسوبول یې غوره بللي دي. وروسته داسي فکر سوی دی چي دا لنډۍ په حقیقت کي هم ښځو ویلي دي. البته احتمال لري چي ښځو هم د لنډیو د جوړولو په برخه کي یو څه ونډه اخیستې وي، خو زه فکر نه کوم چي د پښتني ماحول شرمیندوکو، حیاناکو، او له تقریبا ټولو اجتماعي حقوقو څخه محرومو ښځو دي د لنډیو په ژبه د میني د اظهارولو زړه کړی وي. هغه پیغلاني به چي حتی نن ورځ د یوه مشروع میړه د انتخابولو حق نه ورکول کیږي او که چیري د پلار او مشرانو د اجازې او خوښي پرته ځانته د ژوند ملګری انتخاب کړي د وژل کیدلو له خطر سره مخامخ کیږي، هغوی به، دوه درې او حتی څلور سوه کاله مخکي، څرنګه په دومره ښایستو کلماتو د خپلي سوځنده میني د اظهارولو جرأت کړی وي. په هغه اندازه چي د پښتنو په تاریخ کي ښځینه شاعراني د ګوتو په شمیر دي، په هغه اندازه يې د لنډیو شاعري هم کمه ده او که یې چیري لنډۍ جوړي کړي وي هم به د ګوتو په شمیر وي.
 دغه راز ګودرونه د ښایستو نجونو او زلمیانو تر منځ د پټو دیدنونو او عاشقانه لیدنو ډیر مهم مرکزونه معرفي سوي دي. څیړونکو، په تیره بیا لویدیځو څیړونکو، دا خبره دونه جدی نیولې ده چي فکر کوي ګودرونه د ځوانو زلمیانو او ښایستو پیغلو ترمنځ د ملاقاتانو او پټو لیدنو او میني کولو ځای وو.
که دیدن کړې ګودر ته راسه          زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه
په ګودر راغلې برابره                یا خولګی راکه یا منګی در ماتومه
ګودر ته ځم راپسي راشه           ما په منګي کي پراټې راوړي دینه
ګودر د بري چینې خوند کا         غماز ولاړ وي زه ترې ښکته لاړه شمه
ګودر دي ټول عمر آباد وي           چي په بهانه یې د یار وکړم دیدنونه
      خو په حقیقت کي په ګودر کي د ښایستو پیغلو سره لیدل او مینه کول له امکانه لیري خبره ده او په واقعیت کي یوازي هغه زلمي د نجونو ګودر ته ورتللای سي چي له ژونده ماړه وي؛ کنه نو په واقعیت کي هیڅوک د ګودر نیژدې علاقې ته سترګي اړولای نه سي. ګودرونه یوازي په نجونو اړه لري او نارینه شاعرانو د خوبونو او خیالونو په دنیا کي له هغوی سره، په ګودرونو کي، د میني داستانونه پیل کړي او لنډۍ یې ورته ویلي دي. ګواکي هغسي چي په ګودرونو کي د ښایستو پیغلو او مستو زلمیانو ترمنځ د میني راز و نیاز خیالي دی هغسي د ښایستو پیغلو له خولو څخه د لنډیو نقلول د نارینه شاعرانو د خیالونو ایجاد دی.
        لنډۍ د پښتنو اصیل فوکلوري میراث دی، او ښایی ډیرو پخوا زمانو ته منسوبي وي. دا چي سر یې څومره پخوانیو زمانو ته رسیږي، موږ ځکه څه نه سو ویلای چي په لنډیو کي د پخوانیو زمانو کومي ټاکلي پیښي یا پیښو ته مشخصه اشاره نه ده سوې چي موږ د هغې په اساس د یوې یا څو لنډیو تاریخي قدامت وټاکلای سو. او نه د لنډیو په شکل او کلماتو کي داسي ټاکلي توپیرونه موجود دي چي موږ د هغو توپیرونو په اساس ځیني خاصي لنډۍ ځینو خاصو زمانو ته منسوبي کړو. البته دا چي موږ په دغه، یا دغه ته په نیژدې، وزن د پښتنو پر شاوخوا باندي پرتو کلتوري حوزو کي فوکلوري شعرونه نه لرو، او په دغه وزن فوکلوري شعرونه یوازي د پښتنو مال دی، نو ویلای سو چي پښتنو به له خپل دغه فوکلوري صنف سره ډیره پخوانۍ اشنایی درلودلې وي. او په دغه قالب کي به یې له جنګ څخه نیولې، تر میني پوري د هر څه اظهار کړی وي. ځکه هغه چاربیتي او فوکلوري سندري چي د تاریخي پیښو یادونه پکښی سوې ده ښایی ایله دوې پیړۍ عمر ولري او تر دغه دمخه موږ د پښتنو د فوکلوري نظمونو څرک نه لرو. نو د فوکلور په برخه کي بیرته موږ او لنډۍ سره پاتیږو.
   محترم حبیب الله رفیع د ځوان ژور نالیسټ او شاعر محمد هارون حکیمي سره په خپله یوه مرکه کي ویلي دي چي لنډۍ له څلور نیم زرو څخه تر پنځو زرو کالو پوري عمر لري. البته د دونه یوې لویی ادعا د اثبات لپاره موږ یوازي پر تاریخي اټکلونو او قیاسونو باندي تکیه نه سو کولای، بلکه ډیرو اسنادو او شواهدو او د لنډیو ډیر زیات شمیر مثالونوته ضرورت لرو. له دومره پخوانیو زمانو څخه تر اوسه پوري د پښتنو د ژوند په هره  برخه کي دومره ژور تغیرات راغلي دي چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لا ورباندي لیکل کیدلای سي. په دې پنځه زره کلونو کي پښتنو زر ځله داخلي او خارجي جنګونه کړي دي. د هستوګني ځایونه، ښارونه او سیمي یې  بدلي کړي دي، مذهبونه یې بدل کړي دي او د ژوند داسي ساحه یې نسته چي په هغې کي دي ژور او د پام وړ تغیرات راغلي نه وي. دا امکان نه لري چي دومره لویو او ژورو تحولاتو دي د پښتنو په اصیل فوکلور کي انعکاس نه وای کړی. خو که موږ په زرهاوو لنډۍ تر نطر تیري کړو نو موږ به د شکل له مخي هیڅ تغیر پکښی ونه وینو او د متن له مخي به له ډیر لږ تغیر سره مخامخ سو. د دې خبري معنی به داوي چي له دوو دریو سوو کالو څخه مخکي ټولي لنډۍ ټولي هیري سوي او د وروستیو پیړیو لنډۍ په میراث راپاته دي. د دې خبري احتمال ډیر کم دی او که داسي پیښه سوې وي نو بیا موږ په کوم استناد د لنډیو د پنځه زره کلن عمر ادعا کولای سو. زه دا نه وایم چي لنډۍ به زیات عمر نه لري خو کله چي موږ د کلونو، او دومره زیاتو کلونو، خبره کوو نو باید چي لږترلږه شل او حتی سل یا څو سوه مثالونه خو ولرو.
 د مومن خان او شیرینو او ملا عباس او ګل بشرې یا طالب جان په هغو نکلونو کي چي په کندهار کي ترتیب سوي او مشهور فوکلوریسټ محمد ګل نوري د ملي هینداري په کتاب کي قید کړي دي، ټولي نارې د لنډیو پر وزم راغلي دي. دا نکلونه پخپله څومره پخواني دي، سړی یې په دقیق صورت د زمانې په باره کي څه نه سي ویلای. د مومن خان نکل د مغولو زمانې ته منسوب دی. په دې حساب باید دا نکل لږ ترلږه څلور پنځه سوه کاله عمر ولري. خو کله چي په دغه نکل کي د ښامار افسانې ته ګورو، چي د پښتنو په ټولو فوکلوري نکلونو کي یوازي د مومن خان په نکل کي تبارز کوي، نو ویلای سو چي دا نکل، تر هغه چي موږ یې اټکل کوو، ښایی ډیر لرغونی وي؛ او یا نکل موجود وي او د ښامار افسانه وروسته ورباندي زیاته سوې وي. د ښامار افسانه د اروپایی فوکلور څخه راغلې ده. په اروپاکي د دې افسانې په لس هاوو او یا ښایی په سل هاوو شکلونه موجود وي، او په اروپایی فوکلور کي یې عمر تر زرو کالو زیات دی. البته دا نه سو ویلای چي د لنډیو پر وزم نارې به دغه نکل ته کله ور لویدلي یا ور اچول سوي وي. خو دونه په جرأت سره ویلای سو چي دا دواړه نکلونه به، د نارو لپاره، د لنډۍ د وزن د انتخابولو په دلیل، تر نورو هغو نکلونو ډیر زاړه وي چي د نارو لپاره یې بیل بیل وزمونه ټاکلي او په وروسته کي نکلچیانو دونه زیات او بیخونده تغیرات پکښي راوستلي دي چي د نظمونو حیثیت یې له لاسه ورکړی دی.
    د مومن خان نکل ته منسوبي لنډۍ زیاتره خپل فوکلوري رنګ لري. په لره پښتونخوا کي د مومن خان شیرینۍ په قیصه کی، چي جمال شاعر د سنګر منظومه کړې ده، د نکل په بیلو بیلو برخو کي څو لنډۍ راغلي دي، چي پخپله د جمال شاعري معلومیږی. خو د تعجب خبره دا ده چي په دوو کلتوري حوزو کي، چي له یوې بلي څخه یې ډیره زیاته فاصله درلوده، څرنګه یوه نکل ته د نارو پر ځای لنډۍ انتخاب سوي دي. دا مثال په نورو هغو نکلونو کي چي په دواړو کلتوري حوزو کي رواج لري چنداي  نسته.
په ملي هینداره کي د طالب جان نکل ته منسوبي لنډۍ، په تیره بیا هغه لنډۍ چي طالب جان او ګل بشرې یوه بل ته په لیکونو کي لیږلي دي، د مومن خان د نکل په خلاف، ساختګي او وروسته جوړی سوي ښکاري. ځیني خو یې هیڅ فوکلوري خوند نه لري او یوازي شکل یې د لنډیو دی.
جانان به لیري له ما نه ځي               که یې د زړه ولې زما له باغه وینه
زړه مي د تورو وینو ډک دی              که غرغړې کم ملک به ټول په وینو کمه
سترګي مي زړه ته ور نیژدې که          چي پکښي ووینې د سرو وینو ډنډونه
مخ دي فقط شکل رابع دی                 په نتیجه مي زړګی دړي وړي سونه
په تصور کي مي زړه شین دی               څو د تصدیق مقام راځي خاوري به یمه
 البته د دې معنی دا نه ده چي د طالب جان نکل ته ټولي او یا ډیري زیاتي لنډۍ به د وروستیو نکلچیانو ایجاد وي، بلکه ډیري زیاتي نارې یې فوکلوري رنګ لري او، په سیمه کي، د دې نکل له شهرت څخه ښکاري چي ډیرو پخوا زمانو ته به منسوب وي او د زمانو په اوږدو کي به یې هم په نکل او هم په نارو کي تغیرات راغلي وي.
    که د طالب جان په نکل کي، په وروسته کي، جوړي سوي لنډۍ ډیري راغلي دي نو داسي لنډۍ هم پکښی سته چي هغه، د دې نکل څخه په مستقله توګه، په تقریبا ټولو پښتني سیمو کي شهرت لري او نکلچیانو وروسته پر دغه نکل باندي زیاتي کړي دي. او یا احتمال لري چي د ډیري لرغوني زمانې څخه د دې نکل سره ملګري سوي وي. او وروسته یې د همدغه نکل له لاري په اولس کي رواج موندلی وي.
ګل د ګلاب بوی د سنځلي           سیوری د ولي خوب د پیغلي پر ورنونه
په ګل ګلاب دي وویشتمه            تر لاس دي جار سم دښمنانو ولیدمه
 د طالب جان نکل د پيښور په فرهنګي سیمه کي یا نه دی لیکل سوی او یا ما نه دی لیدلی. او تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم دا نکل یوازي د افغانستان د کندهار په کلتوري حوزه کي شهرت او اوریدونکي لري . مشهور مستشرق جیمز ډارمسټټر په خپل مشهور کتاب، د پښتونخوا د شعر هارو بهار کي، چي ډیر فوکلوري نظمونه یې د پیښور په شاوخوا علاقه  او د کابل د بیلو بیلو وختونو په تاریخي پیښو پوري اړه لري، د مصرعها تر عنوان لاندي په راوړو لنډیو کي ، دوې لنډۍ لري، چي د پښتنو په تقریبا ټولو سیمو کي مشهوري دي، او هغه دواړي لنډۍ د طالب جان په نکل کي راغلي دي.
سلام علیک زه درنه ولاړم          بیا به دیدن په آخرت سره کوونه
په تور لحد کي به نارې کړم         زه له دنیا نه ارماني راغلی یمه
        په دې دواړو، یوه له بلي نسبتا لیري پرتو، کلتوري حوزو کي د دې لنډیو په تقریبا عین شکل موجودیت، د دې لنډیو د لرغونتوب یو لوی دلیل دی. البته موږ بیا هم یوازي د لنډیو د لرغونتوب حکم کولای سو او په دقیق صورت، حتی، دا هم نه سو ویلای چي دا دوې او هغه مخکي یادي سوي دوې لنډۍ به لرغوني وي او که به د طالب جان نکل. او که به نکل او لنډۍ دواړه په یوه وخت کي منځته راغلي او د نکلچیانو خولو ته ورغلي وي.
        موږ، له دغو دوو فوکلوري نکلونو او د لیمبو لال د نکل څخه پرته، په نورو نکلونو کي، د نارو پر وزم، چنداني د لنډیو مثالونه نه لرو. خو په دونه زړو نکلونو کي د لنډیو پر وزم د نکلونو د نارو وجود، او له یوه بل څخه د لیري پرتو ښارونو ترمنځ د سفر کولو په ترڅ کي د شکل ساتل، پخپله د دې خبري ثبوت دی چي لنډیو به د پښتنو په حجرو او ټولنه کي ډیر زیات وخت تیر کړی وي، چي وروسته یې فوکلوري نکلونو ته لاره کړې ده؛ او په دوو بیلو پښتني کلتوري حوزو کي، چي په جلا جلا لهحو خبري پکښي کیږي، عین لنډۍ وینو.
       د طالب جان په نکل کي د اټک د رود یادونه سوې ده. پخپله د اټک د قلا د جوړیدلو څخه څه باندي څلور نیمي پیړۍ تیري سوي دي. دا چي په وروسته کي ټول اباسیند د اټک په نوم یاد سوی او هغه سیند ته اټک ویل سوی دی او دا نوم دونه مشهور سوی دی چي د پښتنو لنډیو او نکلونو ته یې لاره پیدا کړې ده نو دا نکل به تر درې سوه کلونو زیات عمر نه لري. خو د دې خبري احتمال ډیر زیات دی چي دا نکل به ډیر پخوا جوړ سوی او خوله پر خوله سوی وي او وروسته به د اټک رود ورباندي زیات سوی وي. موږ په هرصورت ویلای سو چي دا نکلونه او ورسره ملګري لنډۍ که د ډیر وخت نه وي نو لږ ترلږه پنځه شپږ پیړۍ عمر خو لري.
د نویو لنډیو ایجادول یا جوړول:
   د پښتني فوکلور ځیني خواخوږي او منقدین د نویو لنډیو د جوړیدلو سره سخت مخالفت کوي او د ګناه کبیره په سترګه ورته ګوري. دوی فکر کوي چي د نویو لنډیو په جوړیدلو سره اصلي لنډیو ته تاوان رسیږي او یو وخت به یې له خلکو څخه حساب ورک وي چي کومو لنډیو ته اصلي او کومو ته نقلي ووایی. خو زه په دې عقیده یم چي لنډۍ د اولس مال دی، او اولس ایجاد کړي او غوره کړي دي. اولس نن هم ژوندی دی، او سبا به هم ژوندی وي. که یې پرون په لنډیو کي د خپلو زلمیو د مړاني ستاینه کوله. که یې د خپلو ښایستو پیغلوټو ښکلا او پیزوانونه ستایل، او که یې پرون پر ګودرونو باندي د ښکلیو نجونو سره د خیالي میني اظهار په لنډیو کي کاوه، نن هم هغه میړونه دي، هغه ښکلي او ساده پیغلي دي او لا اوس هم ګودرونه پاته دي او لا سبا ښایی د ګودرونو ځای د پوهنتونونو انګړونه ونیسي؛ او زلمي د پوهنتونونو او کالیجونو کي د لوڅ مخو، فیشني او تعلیم یافته نجونو د ښکلا ستاینه وکړي؛ او ګودر خپل مفهوم له لاسه ورکړي.  پښتنو ښایی په دې څو پیړیو کي په سل هاوو زره لنډه ۍ ویلي وي خو د هغو لنډیو شمیر چي په ریشتیا هم د لنډیو خوند کوي او د لنډیو سوز او ښایست پکښي پروت دی ښایی تر دوه درې سوه وانه وړي. په داسي حال کي چي یوازي سلما شاهین د روهي سندرو په دوه ټوکه کتاب کي د زیات و کم اته لس زره پنځه سوه لنډیو په شاوخوا کي راغونډي کړي دي. زه یقین لرم چي د دې لنډیو څخه به څه باندي اته لس زره په کتابونو کي قید پاته وي او یوازي درې څلور سوه به یې فوکلوري ارزښت ولري او اولس به یې خپل مال وګڼي. او که ټولي هغه لنډۍ چي نورو فوکلوریسټانو به راټولي کړي وي وشمیرو خبره ښایی سلو زرو ته ورسیږي، خو ډیري لږي به یې د اولس انتخاب وي او ډیر لږي به یې د فوکلوري ارزښت د پیدا کولو او تر ډیره وخته د ژوندي پاته کیدلو وړتیا ولري.
  زما په فکر له دې ناحیې څخه هیڅ انديښنه په کار نه ده. پریږده چي نوي زلمي او زاړه شاعران او شاعراني( چي پخوا مو یا نه درلودلې او یا د ګوتو په شمیر وې) د لنډیو د جوړلو او لیکلو په برخه کي خپله طبع و آزمیې. پریږدۍ چي وروستیو غمیزو او پیښو ته په لنډیو کي انعکاس ورکړي او سبا نیو نسلونو ته یې د تاریخي میراث په توګه ورسوي. هغه پیښي چي په نویو لنډیو کي به راځي او یا به یې یادونه سوې وي، په پخوا زمانو کي یې چا تصور نه سو کولای. موږ نه د فوکلور د ځای پر ځای درولو د قوماندې ورکولو صلاحیت او نه یې توان لرو. دا کار په هیڅ کلتوري حوزه کي سابقه نه لري او په پښتني ټولنه کي هم نه عملي او نه علمي دی. په نویو لنډیو کي به ټانک او راکټ راسي، کابل به سوځي، د خلقیانو او پرچمیانو پلچرخي او پولي ګون به راسي، د مجاهدینو ناتار او تیری به وژاړو، ځانمرګي به حملې کوي، زموږ سرتوري به په بیګانه کمپونو کي کړیږي. دا هغه پېښي دي چي څلوېښت کاله مخکي یې چا تصور قدر نه سو کولای . که په دې اړه لنډۍ ونه لیکلي سي نو موږ به د لنډیو په دې ښایسته فوکلوري قالب کي خپلو راتلونکو نسلونو ته د دغو تاریخي پیښو او واقعیتونو په باب څه پریږدو؟ په دې اړه به په زرهاوو لنډۍ لیکلي سوي وي او نوري به هم ولیکلي سي خو بیا هم ښایی یوازي څو سوه لنډۍ اولسي او فوکلوري ارزښت پیدا کړي او له خلکو سره پاته سي؛ او لا ښایی د ګوتو په شمیر لنډۍ د فوکلور خزانې ته وسپارلي سي، او باقي پاته پخپله په ارشیفونو او کتابونو کي ځای ونیسي؛ او خلک به یې حافظې ته د سپارلو زحمت پر ځان ونه مني.
       ځیني څیړونکي بیا په دې عقیده دي چي اوس هم شاعران کولای سي چي لنډۍ جوړي کړي او ویې لیکي، خو په دې شرط چي لنډۍ به په خپلو نومونو نه ثبتوي. د دې عقیدې او نظر اساس هغه غلط فهمي ده چي ګواکي د لنډیو ارزښت په دې کي دی چي شاعران او ویونکي یې څرګند نه دي. په داسي حال کي چي د داسي په زرګونو لنډیو ویونکي څرګند نه دي چي دومره له هنري ارزښت څخه بې برخي دي چي نه پر کاغذ باندي په لیکلو او نه ذهن ته په سپارلو ارزي. دا چي زړې لنډۍ موږ ته سینه پر سینه را رسیدلي دي، علت یې دا دی چي زموږ اولسونو سواد نه درلود؛ لنډۍ یې لیکلای نه سوای او چا په خپلو نومونو د لنډیو د ثبتولو کمال  نه درلود. ځکه نو لنډۍ نه لیکل سوي وې او نه یې شاعران څرګند وه. خو که چیري یو شاعر د سل ګونو او زرګونو ښو لنډیو د لیکلو استعداد ولري، موږ څرنګه هغه په خپل کلام او کمال د فخر کولو له حق څخه محرومولای سو؟ پخوا چي لنډۍ لیکلي سوې نه وې خو چا لیکلای نه سوای؛ اوس چي یې لیکلای سي پریږدی چي په خپلونومونو یې ثبت کړي او د رقابت په میدان کي ښې، ښکلي او غښتلي لنډۍ ایجاد سي. یعني د لنډیو د اصیل والي او سوچه والي اساس دا نه دی چي لیکل سوي نه دي او اولسونو سینه پر سینه نقل کړي دي بلکه خبره د لنډیو په ښایست، موضوع، متانت او تاثیر کي ده. که یوه لنډۍ ښایسته، سوچه او متینه وي؛ که یې شاعر معلوم وي او که نه وي اولسونه به یې حتما خوښوي، سینو ته به یې سپاري، له یوې حوزې څخه به یې بلي ته نقلوي او خپل ګډ مال به یې بولي او د شاعر له مړیني څخه سل کلونه وروسته به له اولس سره اوسیږي.
  د لنډیو طبقاتي ارزونه:
 که څه هم چي په دې باره کی بخث موږ له موضوع څخه لیري کوي، خو څرنګه چي ځینو مهمو لیکوالانو د دې ښایسته فوکلوري ژانر طبقاتي ارزونه کړې او د راتلونکو ځوانو نسلونو توجه، په دغه برخه کي، یوې بلي خواته اړوي نو مجبور یو چي یوه یاودونه قدر یې وکړو. زما د استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي په یوه ناچاپ سوي ټایپي اثر، د پښتو ادبیاتو د تاریخ یوه تیوریکه طرح، کي مي ولیدل چي د پښتو لنډیو په موضوع کي یې د مشهور شاعر سلیمان لایق ستاینه له دې کبله کړې وه چي د پښتني فوکلور دې ژانر ته یې طبقاتي کتنه کړې وه.
پر افغانستان باندي د مارکسیزم لینیزم د بیګانه ایډیالوژۍ د یرغل سره سم، دې مفکورې ته ټولو معتقدو منورینو او څیړونکو کوښښ وکړ چي خپل تاریخ او کلتور ته نوې کتنه وکړي. د دې نوي کتني تر ټولو غوره او مترقي لار د هري پدیدې د څیړلو لپاره طباقتي عینکي وې. څرنګه چي افغانستان د دوی په نظر یوه طبقاتي ټولنه وه او هر حرکت او تحول یې د طبقاتي تضادونو د کشمکش محصول وو نو فکلوري نظمونه او لنډۍ، چي د اولس د ادبیاتو یوه ښکلې برخه وه، له دې کشمکش څخه لیري نه سوای پاته کیدلای. د لنډیو لپاره هم باید یو طبقاتي چوکاټ جوړ سوی وای او ښه خبر خو لا دا وه چي دغه راز تحلیلونه، د وخت له تقاضا سره سم، مترقي او انقلابي هم ګڼل کیدل. ما پخپله د سلیمان لایق لیکنه نه ده کتلې خو د مرحوم محمدالدین ژواک هغه کتاب مي کتلی دی چي د فوکلور پر سندریز اړخ یې لیکلی او د لنډیو په برخه کي یې د سلیمان لایق د طبقاتي تحلیل ستاینه کړې، او د هغه په پیروي، د خپل کتاب د څلورم فصل لوګري سندریز مکتب په یوه ځای کي لیکي« په طبقاتي تولنه کي هره طبقه لنډیو ته خپل اجتماعي رنګ او عطر ورکوي او د خپلو ارمانونو، عواطفو او ذوقونو غوښتني ورلیږدوي. د لنډیو فورم او لفظي جوړښت د ساز د سامان مثال لري. هر څوک خپلي نغمې او غاړي پکي ږغوي. هره اجتماعي طبقه او قشر خپل ارمان پکي بیانوي. لنډۍ د پښتني ټولني طبقاتي تنوع روښانه او بې ریا څرګندوي او بې له دې نه چي د طبقاتي تضاد بربنډولو د توضیح او تصنیف دنده په غاړه واخلي او یا په دې باره کي درس ورکړي لکه ړوند بلبل چغیږي او له هغو ماغزو او زړونو څخه چي څه راوزي د همغو د اجتماعي شعور میلوډي ږغوي... لنډۍ د چیني رڼي اوبه دي چي توري او سپیني شګي بې توپیره د هغوی په تل کي خپلي اصلي رنګینی ښيي، د هغي اجتماعي طبقې کرکټر څرګندوي  کوم چي د دغي طبقې له روحي، سیاسي او اخلاقي ترسباتو څخه ترکیب سوې ده. او دا ځکه چي ټولنه د لنډیو یوه اساسي سرچینه ده او دغه سرچینه له ظالمو او مظلومو، استثمارګرو او استثماریدونکو، له حاکمو او محکومو پرګنو څخه را بهیږي او د ژواند په دایمي خوځیدو کي د متضادو طبقاتو د آوازونو یو جبري ترکیب بشپړوي. او یوه ورځ به نهايي پای، یعني د انسان د آزادی پولي ته رسیږي او نوی شکل او د بې طبقې ټولني ارمان به بیان کړي. یا داچي خپل ځای به بل هنري چوکاټ ته پریږدي چي هغه به د لنډیو هنري رسالت د نوي زمان لپاره په غاړه واخلي او د نوي انسان ژبه به شي... په هغو لنډیو کي چي لا تر اوسه د خلکو له پرګنو څخه را ټولي شوي او خپرې شوي دي داسي لنډی ډیري دي چي مخامخ د بزګرانو د طرز فکر، ارمانونو، ژوند او فرهنګ ترجماني کوي او هغه ساده معصومه او ریښتیني ښکلا غبرګوي چي د دې طبقې د ژو ند له چینو څخه را خوټیږي. ښکلا د زیارایستونکو په نظر له کار او زیار او بدني روغتیا سره د میني لرلو بیانونکې ده، او په لاندنیو لنډیو کي دغه ښکلا دومره بربنډه شوې چي په بل هیڅ راز شعر کي ساری نه لري.
پاچايي تخت مي په کار نه دی ««««« جانان به لو کا زه به وږي ټولومه
جغ په اوږه چوکه په لاس کي «««««  زه د بیلتون یوي تړم اغزي کرمه
چي لو او لور شي خواري زور شي «««««  په بخملي ګوتو به وږي ټولومه
د پسرلي لوونه ګډ شول  ««««««« نجلۍ په سرو منګولو وږي ټولوینه
یار مي د سرو غنمو لو کا «««««  سپینه خولګی سبا ناری ورته وروړمه
یار مي د ډاګ ګرمیو وسو «««««    زه به د سپیني خولې شبنم پر اورومه
مرحوم ژواک د دې لنډیو څخه داسي نتیجه اخلي چي په دې لنډیو کي د زیارایستونکي انسان ( بزګر) د ښکلا پیژندني د سلیقې او ذوق لوری له ورایه ښوول سوی دی.
زما په عقیده، لومړی خو د دې لنډیو د ښکلا د ارزوني په برخه کي له ډیري مبالغې څخه کار اخیستل سوی دی. په دې لنډیو کي داسي فوق العاده ښکلا نسته چي هغه دي په بل هیڅ ډول شعر کي ساری ونه لري. زه به د سپیني خولې شبنم پر اورومه او یا سپینه خولګی سبا ناری ورته وړمه ، چنداني خاصه ښکلا نه لري او که دا ارزونه ومنو هم د پښتنو د ژوند، چي تقریبا ټول له کرني سره اړه لري، یو اړخ تمثیلوي او له استثمار او استثماریدونکو سر چنداني اړه نه لري. موږ به په لنډیو کي طبقاتي تضاد هغه وخت لیدلی وای چي د لیکوال په اصطلاح له استثمارونکي طبقې یعني فیوډال څخه ضمني شکایت پکښي سوی وای او یا هغه چا ته ښرا سوې او یا حق ورڅخه غوښتل سوی وای چي دوی یې دغه خواریو ته مجبور کړي دي. په داسي حال کي چي د مارکسیزم د فلسفې او اقتصاد یو موسس فریدریک انګلز د استعمار در آسیا په نوم د مارکس او انګلس د مضامینو په مجموعه کي د افغانستان د تاریخ په باب یوه لنډ مضمون کي لیکي چي پښتانه یوازي د جنګ او زراعت سره مینه لري او نورو ټولو کارونو ته په سپکه سترګه ګوري. که په ځیر ورته وکتل سي نو په دې لنډیو کي د انګلس نظر له ورایه څرګند دی او د زراعت سره د پښتنې نجلی دایمي رابطه ښيي. زموږ مارکسیسټانو ته دا معلومه نه وه چي د افغانستان په تاریخ کي د طبقاتي تضاد او مخالفت یکي یو مثال نه دی لیده سوی. ځکه چي د پښتنو ټولنه د قبایلو یوه مجموعه وه او تاریخ یې د طبقاتو تر منځ د شخړو او لانجو پر ځای د قبایلو د اختلافاتو او دښمنیو او ورور وژنو یو اوږد او نه ختمیدونکی داستان دی. لنډۍ، چي ښايي په سلو کي اتیا د ښځو له خولې نقل سوي وي، د میني، جنګ او په اجتماعي ژوند پوري مربوطو پیښو بیان دی او په هیڅ توګه له طبقاتي ظلم او ستم سره، چي زموږ مارکسیسټ لیکوالان یې ادعا کوي اړه نه لري. البته څرنګه چي مارکسیسټانو هري اجتماعي پدیدې ته طبقاتي عینکي ایښي وې او ځانونو ته یې په وچ زور طبقاتي دیوان او ویرونکي څېرې جوړي کړي وې او هر شته من او بډای ته یې د دښمن په سترګه کتل او انقلاب یې هم د همدغي خیالي او بیځایه ویري قرباني سو نو د پښتنو سپیڅلی فوکلور او ښایستې لنډۍ هم له دې بدرنګه داغ څخه بیغمه نه سوای پاته کیدلای.
ما د سلیمان لایق له خوا د خواري کښانو او د هغوی په مقابل کي د مستبدینو اواستثمارونکو طبقاتو په باب انتخاب کړي لنډۍ نه دي لیدلي خو مرحوم ژواک، چي د سلیمان لایق د مفکورې ټینګ ملګری او د هغه له لوري یې د لنډیو د طبقاتي ارزوني ستاینه کړې ده، په دې باب د خپلي ادعا د اثبات لپاره یو څو نور مثالونه ورکوي او وايي چي سربیره پردې ډول لنډیو چي مخامخ د بزګرانو د ژوند او کار او زیار سره خپله رابطه ښکاره کوي داسي لنډۍ هم سته چي پورتني متداول کلمات او افزار نه استعمالوي مګر د استثمار شویو بزګرانو د ژوند او ارمانونو د څیرې نور مشخص اړخونه بیانوي.
ولي به نه ژاړم عالمه «««««««  په سره غرمه کي جانان کډي باروینه
هلکه ستا د زړه له پاره  ««««    تلي مي سوزي په غرمو ولاړه یمه
یوواري توره لونګی وکړه ««««««« بیا که شړی په سر کوې یاره دي یمه
بروزي ډیري راته راوړه  ««««««««  د بیلتانه ځمکه مي ډډي سولوینه
په کشمالو کي ورته پټ شوم  «««««««  نجلۍ د غواوو غوبنه ده را به شینه
په سپیرو بد مه وایه موري ««««««««  سپیرې دي خاوري چي ګلونه شنه کوینه
پسرلی ښه باران یې بد دی ««««««   نجلۍ واښه کړي تور اوربل یې لند وینه
په دې پورتنیو لنډیو کي به د غریبی بیان سوی وي، مګر د غریبی بیان له چا سره طبقاتي دښمني نه افاده کوي. پښتانه اکثریت غریب خلک ول او اوس هم زیاتره غریب دي خو غریبي خامخا طبقاتي تضاد نه سي افاده کولای. طبقاتي تضاد په دښمنی، مخالفت او عملي اقدام افاده کیږي. طبقاتي تضاد یوازي د غریبۍ او بدحالۍ څخه په شکایت نه افاده کیږي بلکه د خپل ژوندانه د نه  زغمل کیدونکو شرایطو علت ته اشاره پکښي سوې وي. که موږ د پښتنو فوکلوري نکلونو ته یو نظر واچوو، چي مسایل یو څه په تفصیل کي پکښي بیان سوي دي نو د خپلو مارکسیسټانو د نظر له عکس سره مخامخ کیږو. د طالب جان او ګل بشرې په نکل کي یو پاچا د خپلي لور د خوښي او غوښتني سره سم راضي کیږي چی خپله ګرانه او ښکلې لور یوه طالب ته، چي نه یې مور او نه یې پلار معلوم دي، واده کړي. په دې نکل کي نه یوازي طبقاتي تضاد له منځه تللی دی بلکه د میړه په انتخابولو کي د پیغلي حق ته په درنه سترګه کتل سوي دي. ظریف خان، چي د خپل قام او سیمي یو ځوان خان او ملک دی، د مابۍ  په څیر یوې غریبي او یتیمي نجلۍ سره واده کوي او تر مرګه یوه بل ته وفادار پاتیږي. د یو سفزیو یو غښتلی خان آدم خان خپله ښایسته او ګرانه خور نازو خپل مريي بلو ته ورکوي. خو کله چي د قطب خان او آدم خان د یارانې سوال رامنځته کیږي نو آدم خان خپله خور قطب خان ته واده کوي او له بلو سره ژمنه کوي چي هغه ته به بله ښایسته نجلۍ ور وغواړي. کله چي قطب خان او نازو دواړه د بلو د شیطانت قرباني کیږي، آدم خان بلو ته هیڅ نه وايي او تر ګناه یې په پټو سترګو تیریږي.  که بادار، له بزګر سره نه بلکه د خپل مريي سره د خپلي خور د واده کولو ژمنه کوي دلته به نو موږ د طبقاتي تضاد څرک چیري لګوو؟ نه یوازي طبقاتي تضاد او د طبقو ترمنځ  سرحد نسته بلکه د طبقاتو ترمنځ بشپړه دوستي او خپلوي وینو.
د موسی جان او ولي جان په نکل کي سهیلی، چي پاچا دی او څلویښت ښځي لري، د ولي جان په څير یوه غریب سړي د مځکي د لاندي کولو په بدل کي خپله ښایسته میرمن له لاسه ورکوي او پرته له دې چي د خپلي ښځي د تښول کیدلو او خپل رقیب ولي جان ته د سزا ورکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي د یوه بیچاره سړي په څیر له خپل سرنوشت سره جوړه کوي. په پای کي د خپلو ظلمونو سزا ویني او د ولي جان د کهاله د ښځو په لاس وژل کیږي. د علیبیګ او شاپاڼی په نکل کي، چي معصوم خان د یوه غریب سړي ناموس ته سترګي خړي کړي دي په سزا رسیږي او د ښځي په لاس وژل کیږي.
که موږ په خپلو فوکلوري نکلونو کي د طبقاتي تضاد د یوې پیښي څرک لیدلی وای نو زه یقین لرم چي زموږ په ښایستو لنډیو کي به یې حتما انعکاس کړی وای. کنه نو دا یوازي زموږ د ځینو منورینو د مارکسیسټي تبي هذیان او پرتي دي چي زه یقین لرم هغوی به هم اوس له هغي تبي څخه روغ  سوي وي، پرتي به نه وايي او په هغه نظر به نه وي.
د پښتنو په ټول تاریخ کي د طبقاتي تضاد، طبقاتي اختلاف او دښمنی او طبقاتي قیام یکي یو مثال نه لرو. علت یې دا دی چي پښتانه په خپل ټول تاریخ کي، او حتی تر نني ورځي پوري، د خپل قام سره اوسیدلي او د قومي خانانو او مشرانو تر سیوري لاندي یې ژوند کړی دی. خان او ملک د هغوی د سر، مال او ناموس ساتندویان دي. پښتانه که دښمني لري نو هغه یې معمولا له خپلو تربرونو سره وي. تربور که غریب وي او که خان وي تر بور دی.( تربورته بې وروره مه سې او ورور ته بې زویه مه سې ) متل څخه ښکاري چي د تربور څخه وروسته، د پښتانه ورپسې دښمن او یا احتمالي او فرضي دښمن د هغه خپل ورور دی او دی یې په مقابل کي د زوی درلودلو غوښتنه لري. د داسي یوې ټولني په فوکلور کي چي په خپل ټول تاریخ کي د طبقاتي مبارزې یو مثال هم ونه لري، د طبقاتي تضاد او توپیر څرک پیدا کول غیر ممکن دی او یوازي د کاغذ پر مخ میندل کیدلای سي. په فوکلوري سندرو کي هغه څه انعکاس کوي چي په ټولنه کي موجود وي، او چي په ټولنه کي کوم شی موجود نه وي نو په فوکلور کي به څرنګه انعکاس وکړي؟
نارې یا غاړي:
نارې، چي کاکړۍ غاړي هم ورته ویل کیږي، د پښتني فوکلوري نظمونو یو بل صنف دی، چي زیاتره د کاکړستان له سیمي څخه نیولې د افغانستان تر جنوب لویدیځو سیمو پوري رواج لري. مضمون یې د لنډیو په څير غني دی او هر څه ته ځای پکښي ورکول سوی دی. نارې زیاتره له شپاړسو او پنځه لسوسیلابونو څخه جوړي سوي او اکثري محلي پیښي پکښی خوندي سوي وي. د برټانوي هند څخه د پښتنو سیمي ته د اورګاډي له راتګ سره  پښتنو، د کاروبار او خوارۍ غریبۍ لپاره، د هند او پنجاب نسبتا لیري سیمو ته سفرونه پیل کړل. پښتنو میرمنو، چي تر دغه وخته یې د خپلو میړونو او د کورنۍ د نورو نارینه وو اوږدې مسافرۍ چنداني نه وې لیدلي، د اورګاډي په مقابل کي عکس العمل وښود، او په سل ګونو نارو کي یې د اورګاډي او پردیسۍ یادونه کړې ده، چي خاص زماني شرایط پکښي خوندي سوي دي. دکوټي د زلزلې په باره کي، په چمن کي د انګریزي پوځ د یوه پښتانه سپاهي، شیرجان، د یاغي کیدلو په باب، د هزاره ګانو سره د لنډو او مولاداد د جنګونو په باره کي او نورو محلي پیښو په باب په زړه پوري عکس العملونه او احساسات پکښي خوندي سوي دي.
    نارې هم د جوړښت له مخي تر لنډیو اسانه او هم د ښایست له مخي لنډیو ته نه سي رسیدلای. کله کله داسي ښکاري لکه د لنډیو په جوړولو کي چي لوستو او نالوستو شاعرانو برخه اخیستې وي، او نارې زیاتره نالوستو نارینه وو او ښځو سمدستي جوړي کړي وي. دغه علت دی چي کله کله یې قافیې ته چنداني توجه نه وي سوې، خو څرنګه چي اوریدونکي او تکرارونکي یې هم د کلیو ساده نارینه او ښځینه وي نو د ه د قافیې دغه راز نیمګړتیاوو ته یې څوک چنداني متوجه سوي نه وي.
چي سایکل وهې په دوړه                 مور دي نه سي پر تا بوره
د ګاډۍ پیچونه لوړ دي                  ګله مړه دي زورور دي
یوه سره ده یوه بوره                     پر کاذب راځي اوبو له
د خاصې پر توګ در ټول که      ستا په غیږ کي ځای را جوړکه
ږیره وخورې دا ببره                بوره تا وبیروله
دوړه د بوره په مقابل کي، لوړ دي د زورور دي په مقابل کي، بوره د اوبو له په مقابل کي ټول که د جوړ که په مقابل کي، ببره د وبیروله په مقابل کي راغلي دي. خو څرنګه چي د ساده زلمیانو په مجلسونو کي د نارو په شرنګ کي چنداني بیخوندي نه راځي نو څوک یې د قافیې نقص ته متوجه سوي هم نه دي. له بلي خوا، د زرهاوو او ښايي لس هاوو زرو نارو په منځ کي د هغو نارو شمیر تر لس هاوو وانه وړي چي دغه راز نواقص ولري نو ځکه چا د تحقیق په وخت کي چنداني په توجه نه دي ارزولي.
  نارې هم له شپاړسو سیلابونو څخه جوړي سوي، یعني دواړو خواته اته اته سیلابه لري او هم له پنځه لسو سیلابونو څخه جوړي دي چي ښي خواته یې اووه اوکیڼي خواته یې اته سیلابونه وي .
ګاډۍ مه لره چیغکی    ۷ سیلابه                 تر تا پردیس دی زما لالی  ۸ سیلابه
سترګي مه راته وهه    ۷ سیلابه                مور مي ښکاره ولاړه ده     ۸ سیلابه
د بوټو تڼۍ تړې         ۷  سیلابه               ګله پر کمه راڅه ځې        ۸ سیلابه
د بوټو تڼې تړم       ۷ سیلابه                 د شالمار میلې ته ځم           ۸ سیلابه
شل یې مړه کړه شل ټپیان   ۷ سیلابه       جاغور لا ډک راوی شیرجان     ۸ سیلابه
و پانسۍ تې خیژاوی      ۷ سیلابه         شیرجان سګریټ ولګاوی        ۸ سیلابه
میمه ګوري تر کړکۍ      ۷ سیلابه          شیرجان تیرې ولي ګولۍ     ۸ سیلابه
سپینه خوله لکه د ورۍ       ۷ سیلابه             تر پلو ګوري شین خالۍ      ۸ سیلابه
کوټي خود به نړیدې        ۷ سیلابه               په تا کي څه نخرې کیدې      ۸ سیلابه
ګله مه کوه دیغت        ۷ سیلابه                 پر مړو تل ورځي زحمت         ۸ سیلابه
د ګاډۍ پر اربو         ۷ سیلابه               کالي دي باد وهي ژړو           ۸ سیلابه
البته دا هغه نارې دي چي زه یې له خپلي حافظې څخه لیکم. زما سره د نارو په اړه کتاب او مواد نسته. کنه نو ښایی د هغو نارو شمیر هم سل ګونو ته ورسیږي چي له اوو او تو سیلابونو څخه جوړي سوي وي. داسي ښکاري چي د هغو نارو شمیر به زیات وي چي دواړه خواوو ته اته سیلابونه لري. کنه دواړه ډولونه پر غوږونو باندي یو شان لګیږي او که څوک یې سیلابونه ونه شمیري نو فکر نه کوي چي په انډول کي به یې توپیر موجود وي. د لاندنیو نارو، چي دواړو خواوو ته اته اته سیلابه راغلي دي، په لوستلو کي، د پورتنیو نارو په څير،څوک نه ټکنی کیږي، او په رواني کي یې، له پورتنیو ناروڅخه، هیڅ ډول توپير نه ویني.
سپینه خوله دي غونډه منډه    ۸ سیلابه          بوري رب دي که را کونډه      ۸ سیلابه
سترګي توري کې نو راسې                     موږ خواران له کارو باسې
سترګي توري که دا غټي                       نن دي یار راځي له کوټي
یوه سره ده یوه بله                              زړونه کاږي له کوګله
ږیره وخورې دا ببره                           بوره تا وبیروله
د ګیزو په تورو غرو کي                   لنډو ناست دی په خزو کي
د ګیزو ناوه اوږده ده                       لنډو مه بیایه غرمه ده
د محبس سپیني هینداري                  لنډو ماتي کړې پر لاري
د محبس په دروازو کي                    لنډو ناست بیړۍ په پښو کي
د ګیزو علاقه داره                            لنډو پریږده زما د پاره
د موټر په سر کي سپور دی               خط وهي هغه زما ورور دی
د ګاډۍ پیچونه تا دي                      ګله مړه دي بې وفا دي
د کابل پوهنتون استاد پوهنوال اسمعیل یون د پښتو شعر هندسي جوړښت په کتاب کي، د سیلابونو د شمیر او توپیر له مخي، څلور ډوله نارې معرفي کوي. دوه ډولونه یې موږ مخکي معرفي کړل خو دی وایی چي یو ډول نارې اته او بله نهه سیلابه لري. دی یو مثال ورکوي چي ښایی دغه یکي یو مثال به یې تر غوږ سوی او یا به یې سم اوریدلی نه وي:
شین خالۍ نجوني لا ښې دي (۸)            په لاره ځي له خندا شنې دي (۹)
که د دې نارې سیلابونه وشمیرل سي نو ریشتیا چي هم اته او نهه سیلابه جوړوي. خو لومړی د کاکړستان او د افغانستان د جنوب لویدیځ خلک هیڅ وخت  په لاره ځي نه وایی بلکه پر لارځي وایی او بل که چیري په لوی لاس د لار څخه وروسته د ها  توری ورزیات کړو نو په ناره کي په لوی لاس سکته ګي راولو او ناره له کاره غورځوو. اصلي شکل یې دا سي دی.چي دواړو خواوو ته اته اته سیلابونه دي.
شین خالۍ نجوني لا ښې دي         پر لار ځي له خندا شنې دي
زه ګومان کوم چي ښاغلي اسماعیل یون به په خپل ټول عمر کي دغه یوه، د  ده په اند، نهه سیلابي ناره اوریدلې وي او که یې بله ناره اوریدلې او مثال یې ورکړي نو هغه به هم د همدې نارې په څیر غلطه او د تامل وړ وي.
پوهنوال اسماعیل یون وایی داسي نارې هم سته چي دواړو خواووته یې اووه اووه سیلابه راغلي وي.
د بوټو تڼۍ تړم                         د شاکار میلې ته ځم
که ناره لکه څرنګه چي ده هغسي ولولو نو په ریشتیا چي دواړو خواو ته اووه اووه سیلابه راغلي دي. خو که په همدغه شکل ولوستل سي په ناره کي سکته ګي راځي. په داسي حال کي چي ما د سیمي د یوه اوسیدونکي او د نارو د اوریدونکي په حیث هیڅ وخت په نارو کي استثنایی سکته ګي نه ده تر غوږ سوې. د بلي خوا په هغه سیمه کي چي دا ناره جوړه سوې یا ویل سوې ده هلته د شاکار، یا شاکمار په نوم میله د سره نسته. بلکه هغه د ارغنداب په تاریخي سیمه کي د شالمار په نوم ډیري پخوانۍ پسرلنۍ میلې دي، چي د ډیرو لیري لیري ځایونو څخه به نارینه ورته ورتلل او کله کله به یې پوره څلویښت شپې او ورځي د ارغنداب په باغونو او د ارغنداب د سیند په شاوخوا کي تیرولې.  او ناره داسي ده:
د بوټو تڼۍ تړې                   ګله پر کمه راڅه ځې
د بوټو تڼۍ تړم                   د شالمار مېلې ته ځم
په دې توګه موږ ګورو چي د نارې یوه خوا اوه سیلابه او بله یې اته سیلابه کیږي. او په  نارو کي ، د سیلابونو د شمیر له مخي، یوازي دغه دوه ډوله موجودي دي. که موږ چیري غواړو دا خبره ثابته کړو چي په نارو کي اووه اووه سیلابه یا اته او نهه سیلابه نارې هم سته نو د خپلي ادعا د ثبوت لپاره باید د یوه مثال په راوړلو بسیا نه سو، او لږ ترلږه شپږ اووه مثالونه ورکړو، تر څو لوستونکو ته یو څه وښیو او په نوي تصنیف یې قانع کړو.
د مثال په توګه، موږ یوه ناره لرو چي یوه خوا یې شپږ او بله یې اته سیلابه ده، مګر دا یوازي یوه ناره ده او یا ښایی په دغه ډول د ګوتو په شمیر څو نوري نارې هم وي نو موږ یې د فارمول په حیث نه سو راوړلای. او د دوو یا دریو مثالونو په راوړلو سره د نارو پر دوو ډولونو باندي چي یا یې دواړي خواوي اته اته سیلابه او یا یې یوه خوا اوه اوبله خوا یې اته سیلابه ده دریم ډول هم ور زیات کړو.
ستړې وم هوسا سوم  ۶ سیلابه          ګله جار دي تر خندا سم   ۸ سیلابه
ما په دغه ډول بله هیڅ ناره نه ده اوریدلې. او زه ګومان نه کوم چي په دغه وزن به نوري نارې، او یا ډیري نوري نارې، موجودي وي. ځکه چي د کاکړي غاړو د ترتیبونکو توجه یې نه ده ور اړولې.  یوه ناره چي ما له ډیري پخوا اورېدلې او ښايی بل هیڅ مثال ونه لري هغه له ټولو نورو نارو څخه د سیلابونو د ترکیب له مخي توپیر لري . ښی خواته یې پنځه سیلابونه او کیڼي خواته یې اته سیلابونه دي.
زما بوري تکي سپیني ۸ سیلابه                جلبۍ غواړې که ستني   ۸ سیلابه
ستني څه کوم        ۵ سیلابه            جلبۍ ستا په غیږ کي خورم      ۸ سیلابه
په زړه پوري خبره دا ده چي د همدغي شپږ او اته سیلابي نارې د لوستلو او ویلو او حتی پنځه او اته سیلابي نارې دویلو په وخت کي سړی چنداني له سکتې او بې خوندۍ سره نه مخامخ کیږي؛ ما ښايي په خپله لومړۍ ځواني کي، د همزولو په منځ کي، دغه دواړي نارې تر سل ځله زیاتي تکرار کړي وي خود سیلابونو تو پیر ته یې ایله په دې وروستیو کي متوجه سوم. په داسي حال کي چي په هغه لومړۍ ځواني کي هم په سیلاب او قافیه پوهیدلم. خو سره له دغه هم موږ د همدغو دوو نارو د اوریدلو یا لوستلو له مخي دا قاعده نه سو ایښودلای چي کاکړي غاړي اوه او اته ، اته او اته او شپږ او اته او یا پنځه او اته  سیلابه دي. کله چي موږ په دغه شکل ګڼ شمیر نارې ونه لرو نو د سیلابونو د شمیر له مخي یې د نارو فارمول یا ټاکلي چوکاټ ته نه سو اچولای. او د اوس لپاره به دا منو چي نارې اووه او اته او اته او اته سیلابه بڼه لري.
   په هرصورت، نارې یا غاړي د پښتني فوکلور ډیر سپیڅلی شکل دی، چي هم د نظم له مخي ډیر اسانه او هم د ښکلا له مخي دونه ساده دي چي جوړول یې د ډیرو نالوستو نارینه وو او حتی په کورونو کي اوسیدونکو نالوستو ښځو په وس پوره دي. څرنګه چي له یوې خوا یې نظم ډیر ساده دی او له بلي خوا یې تاریخي او محلي پیښي، د ساده او سپیڅلي میني اظهار او له ټولني سره تړلي ښې او بدي په ډیره ساده ژبه بیان کړي دي نو حافظې ته سپارل یې هم اسانه دي. ما په لومړۍ ځواني کي خپل داسي همزولي پیژندل چي په سل ګونو نارې به یې په یاد وې؛ او د بوري، شین خالۍ، لنډو او مولاداد، شیرجان، اورګاډي او شالمار د میلو په اړه ویل سویو نارو کي به یې مسابقې کولې.
د کندهار درې مسرییز نظمونه:
د کندهار په ښار او شاوخوا سیمو کي ځیني درې مسرییز نظمونه سته چي په نورو پښتني کلتوري حوزو کي یې چنداني مثال نه لیده کیږي او یوازي د دغي کلتوري حوزې مال دی. دا نظمونه د جاپان د هایکو په ډول د دریو مسریو څخه جوړ دي، البته جاپان د هایکو یوازي یو شکل لري؛ په داسي حال کي چي د کندهار د کلتوري حوزې درې مسرییز نظمونه، بیل بیل ډولونه او د ویل کیدلو بیل ځایونه او مراسم لري. بابولاله، د اتڼ نارې، نشرحې او د پښتنو د ځینو فوکلوري نکلونو ناري د درې مسرییزو نظمونو په چوکاټ کي ویل سوي او سینه پر سینه نقل سوي دي؛ او په دې توګه د دې کلتوري حوزې منظوم فوکلور له نورو پښتني کلتوري حوزو څخه بیلیږي.
بابولاله:
بابولاله، د اتڼ نارې، نشرحې( نشرې) او د پښتنو د ځینو فوکلوري نکلونو نارې د پښتو ژبي د ټولو نظمونو سره ځکه توپیر لري چي په دریو مصرعو( میسریو) کي ویل کیږي. په داسي حال کي چي د نظم طبیعي شکل، بیت، یا دوه بیتي او یا د بیتونو او قافیې دوام وي. د بابولالي، د اتڼ د نارو، نشرحو او د ځینو فوکلوریکو نکلونو د نارو تر منځ دغه ورته والي او په دریو میسریو کي جوړښت څخه سړی اټکل کولای سي چي دا ټول نظمونه په یوه سیمه، چي هغه هم باید کندهار وي ځکه اړه لري چي د پښتنو په نورو کلتوري حوزو کي درې میسرییز نظمونه نه لیده کیږي.
بابولاله تقر یبا کټ مټ د جاپان د هایکو په شکل په دریو میسریو کي ویل کیږي، چي زیاتره وختونه یې درې واړه میسری اته سیلابونه لري او ډیر لږ داسي پیښیږي چي دوهمه میسری اوه سیلابونه ولري، خو چی سړی یې سیلابونه ونه شمیري نو کومي سکته ګی ته نه متوجه کیږي؛ او اصلاً سکته ګي لري هم نه.
د بابولالي او نورو فوکلوري سندرو، نارو او لنډیو ترمنځ، د شکل د توپیر ترڅنګ، په مضمون کي هم یو عمده توپیر موجود دی؛ بابولاله یوازي د واده په مراسمو کي ویله کیږي او ټولي نارې یې هم یوازي د واده مراسمو ته ځانګړي سوي وي. په دې نارو یا میسریو کي د زوم صفتونه کیږي، د زوم د ښې ځوانی او ناوي ته د ښو قیمتي ګاڼو د ورکولو خبري کیږي او کله کله، چي د واده مراسم د زوم د خوا پر مزاج برابر نه وي، او د ناوي خوا څه بې غوري کړې وي، خویښانو یا د ناوي خواته یو نیم پیغور هم ورکول کیږي. په زړه پوري خبره لا داده چي په داسي حال کي چي د بابولالي میسری یوازي ښځي وايي، او نارینه سازیان او هنرمندان د بابولالي له ویلو سره تقریباهیڅ اړه نه لري، مګر بیا هم تقریبا ټولي میسری د زوم د ستایلو لپاره وقف سوي وي او کله کله یوه نیمه میسری د ناوي د ستایلو او یا د هغي د زړه د پورته کولو لپاره، چي نور نو د خپل پلار د کور څخه ځي، وايي.
۱ - ناوي ځه په مخ دي ښه سه ( ۸  سیلابه)
چي ستا په سر کي درد سي ( ۷ سیلابه)
نیلی آس دي صدقه سه       ( ۸ ) سیلابه
۲- ناوې ټیټه ولاړیږي        ( ۸ ) سیلابه
زما جان امیل ورکړی   ( اته سیلابه)
په لمن کې نه ځاییږي    ( ۸ سیلابه)
۳-  اوښ ولاړ زنګون تړلی  ( ۸ سیلابه)
تر هغوی به یې خلاص نه کو  ( ۸ سیلابه)
زما جان نه دی راغلی         ( ۸  سیلابه)
۴- د دالان مخ مو واښه دی       ( ۸ سیلابه)
داسي زوم مو دروستلی       ( ۸ سیلابه)
د کهاله رنګ مو په ښه دی    ( ۸ سیلابه)
۵- نا وي پښه اخله سپریږه      ( ۸ سیلابه)
زما جان درته ولاړ دی      ( ۸ سیلابه)
په ځواني یې هوسیږه    ( ۸ سیلابه)
۶- د سهار خونه توده ده     (۸)
زما جان ځینی راوزي (۸)
په ښي لاس کې وظیفه ده ( ۸)
۷- وروره لاس که په کڅوړه   (۸)
دا اصیل غمي را باسه     (۸)
خور دي ځي د پلار له کوره   ( ۸)
۸- وروره راسه لار یې باسه     ( ۸)
که لار در څخه نسته        (۷)
د هوسۍ په ښکر یې باسه ( ۸)
۹- ناوي څه شمشادي درخته  (۸)
زما جان تر لاندي ناست دی (۸)
پاچهي کوي بې تخته       (۸)
بابولاله، که څه هم د خوښۍ د شپې لپاره وقف ده، خو په یو ډول نرم او حزین وزم ویل کيږي. ښایی مطلب به یې دا وي چي که دا شپه د زوم او د هغه د کورنۍ لپاره د خوشالی شپه او موقع ده خو د ناوي او د هغې د کورنی لپاره، چي د تل لپاره د خپلي لور اختیار له لاسه ورکوي، د تل لپاره ورڅخه پردیسه کیږي او نور به د میړه په کور کي هستیږي او دا لا هم معلومه نه ده چي ژوند به یې نیکمرغه سي او که به د خواښي، یوڼو او نا بلده نوي محیط له نویو ستونزو سره مخامخ کیږي.
په مقابل کي کیسۍ ورو، ښارورا، خور ښادي او د زوم له خوا د ناوي کورته د ورتلونکو ښځو یا ورا  له خوا میسری په یو ډول چټک آهنګ ویل کیږي. خو د دې میسریو جوړښت له بابولالي سره چنداني توپیر نه لري؛ په حقیقت کي هغه د بابولالي نارې دي چي په کیسی ورو کي هم ویل کیدلای سي. دا هم په دریو میسریو کي ویل کیږي او مضمون یې ټول د واده له مراسمو سره تړلی دی. په دغو میسریو کي کله کله خویښان یوه بل ته پیغورونه هم ورکوي. د ناوي کورته د زوم له خوا ورغلي کسان د خوشالی ډزي کوي او کله چي یا ډزي نه وي او یا تر معمول حالت لږي وي نو د ناوي خوا د زوم خواته داسي پیغور ورکوي.
۱- ورا دي راغله ټک یې نسته  ( ۸)
د توپک دارو به درکړو   ( ۸)
د ویشتو سړی یې نسته  ( ۸ )
۲- ورا راځي پر له پنډیږي  ( ۸)
د کیمخا کمیس یې راووړ( ۸)
اوس پر ناوي نه جوړیږي  ( ۸ )
۳- خور سهار دی زموږ تلوار دی  (۸)
ناوکۍ مو په لاس راکی  (۸)
زموږ کور پر شاه بازار دی  (۸)
۴- آسو وویشنل په زوره    (۸)
جلوونه را طلب کی   (۸)
زموږ د خیښي د لوی کوره    ( ۸)
۵- ناوي سیوری دي په بر دی   ( ۸)
په رنګ خو ښایسته یې      ( ۷ )
په عمل دي خدای خبر دی  ( ۸)
۶- خیښي نوی سر اودلی (۸)
زما جان مو داسي جوړ کی (۸)
لکه لمر پر غرو ختلی  (۸)
۷- خیښان وزي ننوزي   (۸)
سراو پښې یې باندي کړي   (۸)
تر کولک یې دود راوزي   (۸)
۸- ناوې نه ژاړي ګیله کي    (۸)
خپل خسر به يې ناز واخلي   (۸)
په جوپان کي بې سپره کي  (۸)
۹- خور خدای ښه وو ښه یې وکړه  (۸)
زما جان د پاسه راغی      (۸)
زما د جان کوزده مو وکړه  (۸)
۱۰- ناوی هی که بیا زګیروی که  (۸)
دا همزولي درته ناست دي  (۸)
د همزولو زړه نری که     (۸)
۱۱- تر بالښت لاندي انار دی  (۸)
داسي زوم مو دروستلی   (۸)
شاغاسي د کندهار دی  (۸)
۱۲- پرکور دوه زرغونه شاله  (۸)
زما جان ورته ولاړ دی  (۸)
لاس یې نه ورځي د خیاله  (۸)
۱۳- د کلا کونه درزیږي  (۸)
دا کلا موګرمه نه ده  (۸)
زما د جان ناوې تیریږي  (۸)
۱۴- ناوي ژاړه شرم نسته  (۸)
موږ ټوله سر خپل یو (۷)
بیګانه را پکښي نسته (۸)
۱۵- خور ښادي ده غم یې مه کې (۸)
خور ښادي زما د جان ده (۸)
خدای په توره خوا یې مه کې (۸)
۱۶- خور سیرلی پر منا وخوت  (۸)
موږ له خدای څخه راضي یو  (۸)
چي مو لاس د خیښي وخوت    ( ۸)
۱۷- خیښي مه وهه رمباړي (۸)
که ته وهې رمباړي   (۷)
موږ ښندلي دي کلداري  (۸)
۱۸- زرغونه سې ناوکیه (۸)
د اوو زامنو مور سې (۸)
چي ولاړه کي کیږدیه (۸)
د اتڼ نارې:
د اتڼ نارې هم د بابولالي په څیر له دریو مسریو څخه جوړي دي؛ نه یوازي دا چي، د بابولالي په څیر ټولي نارې یوې خاصي موضوع ته وقف نه دي په سیلابونو کي ډیر زیات توپیر سره لري.د اتڼ د نارو لومړی او دریمه مسری یوولس سیلابونه او دوهمه مسری یې اووه سیلابه لري. که څه هم چي دغه راز نارې زیاتره د اتڼ لپاره وقف سوي وي خو په چاپیریال ، ټولنه او په ژوند پوري نورو تړلو موضوعاتو په اړه ځیني نور مسایل هم پکښي نغاړل سوي وي. دغه راز کله کله د څلورو میسریو څخه هم جوړي وي.
۱- اتڼ مي د سپیروان نجوني کوینه (۱۱)
خورک یې سپین کشمش دي  (۷)
سهار یې د غونډۍ شمال وهینه   (۱۱)
۲- اتڼ مي د بوري نجوني کوینه ( ۱۱)
پر ملا کږې وږې سي  (۷)
شهباز یې د نامه غوټۍ وهینه  (۱۱)
۳- را ګډه سوه د غوړ موزي عورته( ۱۱)
اتڼ یې ګرم نه کی(۷)
د نجونو په ټول کښیوته ناحقه (۱۱)
۴- واوړه نجلۍ واوړه (۶ سیلابه)
نجلۍ په کټوري کي اوبه راوړه  (۱۱)
اوبه د خاشو ډکي  (۷)
نجلیه پر یاري دي خاوري واوړه (۱۱)
۵- پر پله باندي د دوو زمریانو پل دی  (۱۱)
دا یو مي احمد جان دی (۷)   فرضي نوم
دا بل مي شاه محمود ورسره مل دی (۱۱)
۶- کلاته چي پر سر دي پالیزونه  ( ۱۱)
د نورو پالیز لاښ سو (۷)
د چټي پالیز اوس کوي ګلونه (۱۱)
۷- کمره میږ ولاړه پر ډبره (۱۱)
ولاړه سه خوله راکه (۷)
نامینده سې د لوی باري له دره (۱۱)
۸- سپیر کونډه پر شا تله پر مخ را لغښته (۱۱)
داغه مي لالی جان دی (۷)
یوه ناوې یې وه بله یې غوښته (۱۱)
۹- وای سترګي دي کړې توري (۷)
باڼو دي د پردیسو لاري ګوري (۱۱)                
چي خدای پر تا مین کړم  (۷)
تر تا لا ښایستې پر دنیا نوري  (۱۱)
۱۰- زما چټي چي په پښو دي کړې چوټي  (۱۱)     
زاړه دي لیوني کړل  (۷)
ځوانان خواران دي وایستل د ګټي  (۱۱)
۱۱- بابکه په څه ناز دي لویولم  (۱۱)
د ژرګو اور دي بل کړ (۷)
بابکه پر لمبو دي کړولم  (۱۱)
۱۲- دا پورته پنجوايي کښته سپیروان دی (۱۱)
ځوانان د ګرمۍ مړه سول  (۷)
پر شا لیلا د زلفو سایه وان دی  (۱۱)
۱۳- په څو به د غرمې تنور تودیږي (۱۱)
لیلا ورته ولاړه( ۷)
پر مخ یې رنګارنګ خولې بهیږې (۱۱)
۱۴- تر پاڼ لاندي مي سترګي تورولې (۱۱)
چي پاڼ راباندي راغی (۷)
منګولي مي په یار ولګولې (۱۱)
۱۵- تر څو چي د غرمې تنور تودیږي  (۱۱)
مستانه پر ولاړه  (۷)
لالی مي ورته ګرځي خوشالیږي  (۱۱)
۱۶ـ تر دې لا  د بوري مځکه پسته ده  (۱۱)
مستانه پر بیده ده  ( ۷)
تر ټول بدن یې غاړه ښایسته ده  (۱۱)
۱۷ـ خولګۍ دي د انار تر ګل نازکه  (۱۱)
و ماته دي را نه کړه  (۷)
سبا به یې چینجیان وخوري یا مځکه (۱۱)
۱۸-  د چیټ کمیس مي غاړه خوږوینه (۱۱)
زرغون مشدی راوړه (۷)
زرغون مشدی غاړي خوښوینه (۱۱)
۱۹- راځۍ چي نن د کونډي میلمانه سو (۱۱)
د کونډي یوه لور ده  (۷)
لالیه په دیدن به یې ماړه سو (۱۱)
۲۰- شاباز مي د ججري وهل کیږي (۱۱)
چي زما د غمبر ږغ سو (۷)
ځوانان لکه کوتري را ټولیږي ( ۱۱)
۲۱-  کمیس مي تر لمني ګلاګل دی  (۱۱)
د خیال کمیس مي دا دی (۷)
اورونه لګوي هغه لا بل دی  (۱۱)
۲۲-  لوی ټک دي د زاړه پر زړګي وسي (۱۱)
چي پیغله نجلۍ غواړي ( ۷)
پر کور دې د مردکو باران وسي (۱۱)
۲۳ – مستاني لونګۍ غوټه پر سر کښیږده (۱۱)
راځه په اتڼ کښیوزه  (۷)
مستاني د دنیا کارونه پریږده (۱۱)
۲۴-  دا دواړه لاس را واچوه پر غاړه (۱۱)
دوستان به وایي شاباس (۷)
دښمن به وايی تو لعنت پر دواړه  (۱۱)
۲۵- په دې لویه سپوږمیه (۷)
لویه خدایه ستن مي ورکه ده نریه (۱۲)
که ستن مي را پیدا کړې (۷)
خالونه یې وهم د عاشقیه (۱۱)
۲۶- په دې وچه ویاله کي (۷)
لالیه موزي وویشتم له مځکي (۱۱)
داسي ټک یې راکی (۶)
لالیه تر قیامته مي په زړه کي (۱۱)
۲۷- تر دې نجلۍ مکاره بله نسته (۱۱)
د رود پر هغه غاړه (۷)
لستوڼی ښوروي لاس پکښي نسته (۱۱)
۲۸- د سهار سترګه رڼا ده (۸)
سپوږمی ورته ولاړه وارخطا ده ( ۱۱)
تر تا جارسم لالیه (۷)
پر نیمو شپو دي څه وړه خندا ده (۱۱)
نشره:
د پښتنو په کهاله کي د نارینه ماشوم زیږیدل خاصه خوشحالي لري. په کندهار کي د نارینه ماشوم د زیږیدلو سره، د نورو ټولو نورو مراسمو ترڅنګ، د یو ډول منظومو دعاوو یا نشرو ویل دي چي د ماشوم د زیږیدلو په اوومه ورځ ترسره کیږي. په دې ورځ یو ملا راځي، د کور په غولي کي په لوړ آواز او خاص وزم نشره وايي او یوه لویه ډله ماشومان له هر بند څخه وروسته آمین وايي. نشرو، چی معمولا له اوه سیلابي او کله کله اته سیلابي نظم څخه جوړي وي، په لومړي سر کي د فوکلوري نظمونو شکل درلود او سینه پر سینه نقلیدلې، خو وروسته شاعرانو هغه د قلم په قید کي را وستلې او د خپلي خوښي سره سم یې موضوعات، چي زیاتره مذهبي رنګ لري، پکښي زیات کړل. ملا جانان زیات و کم لس نشرې جوړي کړې او ځینو نورو شاعرانو هم د خپل وس سره سم د نشرو جوړولو ته مخه کړه. حمد، نعت، د څلورو یارانو صفتونه، د آخرت کیسې او داسي نور مذهبي موضوعات یې پکښي زیات کړل. مهمه خبره دا ده چي د نشرو درې مسرییز شکل ته یې چنداني تغیر ورنه کړ، خو ځینو شاعرانو، چي ښايي د دې په زړه پوري فوکلوري نظم په اولسي او فوکلوري ارزښت به نه پوهیدل، د نشرو په منظوم شکل کي هم له خپلي خوښي سره سم تغیرات راوستل. البته نشره تر اوسه پوري، په عمومي صورت، په خپل درې مسرییز شکل پاته ده. د نشرې د هرو دریو میسریو څخه وروسته ملا ځیني توري وايي او د هغو تورو څخه وروسته ماشومان په یوه سلا آمین وايي. دا توري، سبحان من یراني، حافظ مي سې الهي، خالق یې لایزاله، آمین کی مومنانو، سبحان الله دي نوم دی، د ماشومانو له خوا د آمین له ویلو څخه مخکي ویل کیږي . نشره په وروسته کي د واده په لومړۍ شپه هم رواج سوه؛ د واده ښځي سهار وختي د زوم او ناوي د خوب د کوټې مخي ته دریږي او به لوړ آواز نشره وايي. زوم، چي تیره شپه ناوخته د خوب کوټې ته تللی او غواړي د خپلي ناوي سره تر ناوخته پاته سي، د کوټې دروازې ته را وزي او د نشرې ښځو تهو د خپل وس سره سم، یوه اندازه پیسې ورکوي او ځان د هغوی له شره خلاصوي.
نشره هم په نورو پښتني کلتوري حوزو کي رواج نه لري او په تیره بیا دغه ډول درې میسرییز نظم خو بیخي نه پیژني.
ملا بهاءالدین ذاکر خپله نشره په حمد او نعت پیل کوي او په پای کي د زوی پر پلار ږغ کوي چي د معمول سره سم د طالبانو او ملایانو اجوره ورکړي او زړونه یې خوشاله کړي.
د زوی پلاره نامداره                         لونګۍ راوړه تیاره
ښه نوې پلو داره                           خالق یې لایزاله
په جیب ووهه لاسه                        صدیان ځیني راباسه
پر څه کوې وسواسه                       خالق یې لایزاله
راغلي طالبان یو                            د بل ولات مرغان یو
نه ناست نه پر چا ګران یو                  خالق یې لایزاله
موږ ټول یو پوروړي                        پایڅې مو خاشو وړي
که راکړې څه خوشمړي                      خالق یې لا یزاله
راواړوه لوټونه                                 یو ناست خالي لاسونه
ولاړ مو آوازونه                              خالق یې لایزاله
سید محمد رسول فریادي خپله نشره، د معمول سره سم، په حمد او نعت پیل کوي او وروسته نو د هلک پر پلار باندي، چي له خوښیه په جامو کي نه ځاییږي، ږغ کوي چي اوس نو د ملایانو او طالبانو د خوشالولو او د هغوی د ګیډو او جیبونو د غم خوړلو وخت دی.
خبره واوره خانه                        روپۍ راوړه بیشانه
راضي کړه ملایانه                     موږ و بخښې الهي
له ډیره خوشحالیه                                   نن ټول وهي ټالیه
ځای نسته پر غالیه                              موږ وبخښې الهي
سړیه دومره وکړه                                 د ملا طبیعت ښه کړه
ور ګرم جیب د ده کړه                            موږ وبخښې الهي
راغلي ملایان دي                             سپین ږیري او ځوانان دي
خوشحاله طالبان دي                             موږ وبخښې الهي
ملا عبدالسلام یوه له تر ټولو اوږده نشره جوړه کړې ده چي تقریبا ۱۷۰ بنده  کیږي. هغه په خپله اوږده نشرح کي له حمد، نعت او څلورو یارانو د صفتونو څخه وروسته د یوسف علیه السلام ټوله کیسه نظم کړي ده. د نورو ملایانو په خلاف یې د پیسو او شیرینی غوښتنه نه ده کړې او په همدې کیسه او پای کي په یوه لنډه دعا یې پای ته رسولې ده. دغه راز په نشره کي ځیني ظرافتونه هم کیږي، چي د کور مشر باید په پراخه حوصله غوږ ورته ونیسي. که څه هم چي دا ډول ظریفي نشرحې چنداني رواج نه لري؛ او بد لګیدل یې بیخي طبیعي خبره ده. دا ډول نشرې د هغو کسانو د غندلو لپاره، چي ډیر کنجوس وي او ملایانو ته یې ډیر لږ څه ورکړي وي، جوړي سوي دي خو چنداني ویل کیږي نه.
په دې سرای کي یو کارګه دی                     د دې هلک نیکه دی
تر سرې غرمې بیده دی                          سبحان من یراني
په دې سرای کي یو بلا ده                         د دې هلک انا ده
غړکه یې تر ملا ده                               سبحان من یراني
په دې سرای کي یو پیشي ده                   د دې هلک مامي ده
په غاړه یې کلیي ده                           سبحان من یراني
وڅکي راغلې ټنډي                             ملایانو وکړې پلنډي
په موږ وهي ملنډي                            سبحان من یراني
دا زوی دي سه در غټه                     چي شپږ لویشتي یې څټه
او هیڅ یې نه وي ګټه                          سبحان من یراني
دا زوی دي اژدهار وي                         خوراک یې یو تاغار وي
چي ستا د اوږو بار وي                         سبحان من یراني
خدای درکړی عجب شی دی                   انسان غوندي غمی دی
نه خرس نه ګیله ګی دی                          سبحان من یراني
په دې توګه موږ ګورو چي د نشرو درې مسرییز شکل او د نشرحې رسم او رواج فوکلوریک او اولسي بڼه لري خو هغه نشرې چي شاعرانو د خپل ذوق سره سمي جوړي کړي او د قلم په قید کي یې راوستلي دي فوکلوریک ارزښت نه لري. څه چي په دې بحث کي، د نشرحې په اړه ډیر مهم دی، هغه بیا هم د نشرحې درې میسرییز شکل دی ، چي دغه ډول نظم یوازي د کندهار په کلتوري حوزه پوري اړه لري.
مرحوم اکاډیمسین محمد انور نومیالی، د نشرې په باره کي، په هغه مضمون کي چي زموږ سره یې ټایپي نسخه موجوده ده، او نه پوهیږم چي خپور سوی به وي کنه، لیکي چي ماته دا نه ده معلومه چي د نشرې لغت کندهار ته له کومه ځایه راغلی دی. دی وايی د نشرې بیتونه د قافیې په حساب، نه د مثنوي په ډول او نه هم د مربع په بڼه بلکه د مثلث شکل یې درلودی. ښاغلي نومیالي پخپله هم په ماسکو کي د مهاجرت په وخت کي د یوه افغان د زوی د زیږیدني په مناسبت ترتیب سوي میلمستیا لپاره یوه نشره لیکلې ده، چي یوه برخه یې را اخلو.
آ د نوي نسل ګله                             تل روښان اوسې تر تله
زموږ قیصې واوره پخپله                    خدای دي لوی لره هلکه
اې د نوي پیړۍ ځوانه                         په ځوانۍ مه سې ستومانه
څو ودانه کړې زموږ ورانه                    خدای دي لوی لره هلکه
وطن ډک په مرداریو                           ولس ګیر دی په خواریو
اثر نسته د زاریو                                   خدای دي لوی لره هلکه
پر مردارو موږ جنګیږو                            پر ناحقه موږ خښمیږو
نیژدې نه سوو لیري کیږو                         خدای دي لوی لره هلکه
سر مو وړی جهالت دی                            ژوند مو ټول منافقت دی
زموږ قبله خپل منفعت دی                           خدای دي لوی لره هلکه
په ماسکو کي که دوه پک یو                         پر یوه لار سره ورک یو
یو د بل په سپکو سپک یو                               خدای دي لوی لره هلکه
هر شعار مو د بل چا دی                             د امي که د ملا دی
ظلم زموږ په کور بلا دی                          خدای دي لوی لره هلکه
که په آه که په ناله یو                               موږ د بل په حواله یو
د پردو د لاس آله یو                              خداي دي لوی لره هلکه

مصراع( میسرۍ) او سیلابونه په فوکلوری( اولسي) نکلونو کي:
د کندهار د اولسي نکلونو ، چي مرحوم محمد ګل نوري د «ملي هینداره» په نوم کتاب  کي را غونډ کړي دي، زیاتره نارې له دریو میسریو څخه جوړي دي. دا پخپله د بابولالي او د اتڼ له نارو او نشرحو سره څرګند ورته والی دی او سړی په یقین سره ویلای سي چي دا نکلونه، د بابولالي او د اتڼ د نارو په څير، د کندهار په کلتوري حوزه کي منځته راغلي، وده یې کړې، نارې ورته جوړی سوي او له کلونو او عمرونو سینه پر سینه نقلیدلو څخه وروسته یې تغیرات لیدلي دي. د دې تغیراتو په سلسله کي یې کله کله نارو داسي تغیر کړی دی چي د نکلونو له اصلي نارو سره ډیر زیات توپیر لري او بیخي د پیژندلو وتلي وي.
په دې سلسله کي نکلونه د غیر مسلکي او غیر ماهرو نکلچیانو خولو ته لویږي. نظمونه، چي په یاد ساتل یې بشپړ مهارت غواړي، بې نظمه سي او ځیني نکلچیان، چي ښایی شعري طبع هم ولري د هیرو سویو نارو پر ځای خپل نظمونه ور واچوي او د نارو اصلي بڼه ورکه سي. په ملی هینداره کي د طالب جان یا ملا عباس او ګل بشرې د نکل ، د مومن خان او شیرینو د نکل او لیمبو لال د نکل نارې د لنډیو په شکل دي، ځیني نور واړه نکلونه بیل رنګ لري او د ملي هینداري د اوو نکلونو نارې د دریو مصرعو څخه جوړي سوي دي. د نارو د ترتیب د دغه ورته والي په اساس موږ ویلای سو چي دا نکلونه به د کندهار په کلتوري حوزه پوري اړه ولري. او سرچینه به یې د هغي سیمي څخه اخیستې وي؛ او که داسي نه وي نو لږ ترلږه نظمونه او نارې یې یوازي د هغي سیمي ایجاد دی.
مرحوم عبدالرؤف بینوا، د ادبي فنون په کتاب کي، د نکلونو د نارو په باب لیکي چي د نکلونو نارې کوم ټاکلی سیلاب نه لري. دا نارې  دعربي اشعارو په څیر په کوم بحر کي مقیدي نه دي بلکي د اروپایي ازادو شعرونو په شان ویلي شوي دي، لکه د فتح خان په نکل کي دا ناره چي رابیا د فتح خان محبوبي د جنګ په وخت کي د ده پر کرنګ آس باندي کړې ده.
د فتح کرنګه نال به دي زرین کړم
که دي دا وار فتح راوړو خپل امیل به ستا د غاړي لونګین کړم
مرحوم بینوا لیکي چي لومړۍ مصراع ۱۲ سیلابه او دوهمه مصراع ۲۰ سیلابه ده. د دې افسانې ټولي نارې همدا سیلابونه لري.
لومړی خوا د ناره دوولس او شل سیلابه نه بلکه پر دریو برخو ویشل کیږي:
د فتح کرنګه نال به دي زرین کړم        ۱۲ سیلابه
که دي دا وار فتح راوړ                   ۸ سیلابه
خپل امیل به ستا د غاړي لونګین کړم            ۱۲ سیلابه
او دوهم دا چي دا نارې، چي موږ به یې وروسته مثالونه راوړو، د اروپایی ازادو نظمونو په څیر بې قافیې نه دي، بلکه همدغه پورتنی ناره خپله ځانګړې قافیه لري. په دې باره کي موږ د فتح خان بړیڅي د نکل او نورو فوکلوري نکلونو ګڼ شمیر مثالونه وروسته ورکوو.
دریم دا چي د فتح خان د نکل او نورو نکلونو نارې، حتما، یو شان سیلابونه نه لري بلکه، څرنګه چي خلکو جوړي کړي دي، په بیلو بیلو نارو کي د یوه او دوو او یا کله څو سیلابونو توپیر لیده کیږي. مهمه دا ده چي دغه نارې د دریو مسرییزو نظمونو په شکل ویل سوي دي او زموږ د بحث موضوع همدغه ده.
د فتح خان بړیڅي د نکل نارې:
د فتح خان بړیڅي نکل،  د ملي هینداري د اولسي نکلونو د کتاب په قول، د بست له پاچا اسلم خان سره د خپل زوی فتح خان د مرور کیدلو، د خپلو نهه پنځوسو بړیڅو ځوانانو او خپلي میرمني رابیا سره هندوستان ته د روانیدلو، په هغه سیمه کي د مغول پاچا شمس الدین سره د جنګیدلو او ټولو بړیڅو د وژل کیدلو داستان دی.د نکل اصلي نارې په دریو مسریو کي ویل سوي دي، او وروسته په نارو کي ډیر زیات او زیاتره خراب او بیځایه تغیرات راغلي دي.
۱- که دوې دي کلا بست دروازې دوې دي (۱۱سیلابه )
پر یوه یې فتح وزي              (۸سیلابه )
پر دا بله یې د مور سوي نارې دي ( ۱۲ سیلابه )
۲- که اور ګډ کې د بړیڅو په سپین ږیرو  (۱۲ سیلابه )
مرور یې پخلا نه کړل                    (۸ سیلابه)
لا د لاسه ور ښيي یاغي ملکونه       (۱۲ سیلابه )
۳- فتح بریت دي د سرو زرو په شپیلۍ کي  (۱۲)
فتح ته د مرګي نه وې          (۸)
ته لایق وې د ډهلي د پاچهیه    (۱۲)
۴- که ځوړاندي د کرنګ ورځي ځوړاندي    (۱۲)
فتح چي ځي د هند و لورته      (۹)
دغه ګل رابیا مي ځي د تا د وړاندي    (۱۲)
۵- څه کي څه کي دا هوډي فتح خان څه کي   (۱۲)
نیمه شپه یې نغارې وډنګولې     ( ۱۲)
لویه خدایه خان پر کوم لوري واته کي  ( ۱۲)
۶- که بلبلي رابیا ژړي بلبلي   ( ۱۱)
فتح چي ځي د هند ولورته  ( ۹)
په جلو یې لګوه دواړه منګولي  (۱۲)
موږ ګورو چي په دوهمه او دریمه ناره کي قافیه، چي ښايي په لومړي سر کي به موجوده وه، بیخي له منځه تللې ده او په ځینو نورو نارو کي د دریو میسریو شکل بیخي تغیر کړی او په ځینو کي د قافیې درک هم  نسته.
۱- لاس یې وتړی ځوانانو نوکرانو
فتح خان د پاچاهانو ګناه کار دی
۲- اوس به جوړکم د مغولو د سر څلي
چي تړلی یې فتح خان نازک لاسونه
۳-  زموږ مرګ په سپینو تورو ( ۸ سیلابه)
لویه خدایه اسلم خان بابا مي ولي نا خبر دی ( ۱۶ سیلابه)
۴- که پاخه سوه کندهار انار پاخه سوه                 ۱۲        سیلابه
اسلم خان بابا دې خوري پر موږ ترخه سوه             ۱۲ سیلابه
د موسي جان او ولي جان، جلات خان او شمایلي، خیشکیار او شاتریني، قطب خان او نازو، دلي او شهو او علیبیګ او شا پاڼی د نکلونو نارې هم په دریو میسریو کي او تقریبا د فتح خان د نکل پر وزم ویل سوي دي. البته لکه مخکي چي مو وویل د دې نکلونو د نارو اصلي شکل د دریو منظومو میسریو ترتیب دی او وروسته نکلچیانو کله کله داسي تغیرات پکښي راوستلي دي چي نارې یې له هره اړخه له پیژندګلوی ایستلي دي. مګر په دې ټولو نکلونو کي د کندهار د کلتوري حوزې خاص درې میسرییز شکل پر خپل حال پاته دی. سړی په زغرده دا ویلای سي چي دا ټول نکلونه یا په دغه کلتوري حوزه کي زیږیدلي او یا په وروسته کي په دغه حوزه کي نارې ورته جوړي سوي دي؛ خو د نارو د خاص درې میسرییز جوړښت په برخه کي یې، چي باید د دغي خاصي کلتوري حوزې وي، هیڅ شک نه سي کیدلای.
د موسی جان او ولیجان د نکل نارې:
د موسی جان او ولیجان نکل، هم له اولس سره د یوه ظالم خان او قومي مشر د بیحده ظلم کولو، هم د دوو ځوانانو تر منځ د ریښتوني یارانې، هم د دوو مینانو د سوځنده میني او هم د ظالم خان څخه د هغه د بدیو او ظلمونو د کسات اخیستلو یو خوږ داستان دی، چي لکه مخکي چي مو وویل د نکل نارې یې زیاتره د فتح خان بړیڅي د نکل په څير درې میسرییزي دي او تقریبا کټ مټ د فتح خان د درې میسرییزو نارو په شکل ترتیب سوي دي.
۱- موسی جانه چي په پښو دي کج موزې دي (۱۲ سیلابه)
د دښمن خواړه ونه خورې (۸ سیلابه )
وا په خولو مو د ایام فرضي روژې دي (۱۲ سیلابه )
۲- موسی جانه دا پر سر دي لونګۍ توره (۱۲)
چي د ورور  په خوله دي نه کړه (۸)
په تمام ترین دي ولیدم سرتوره (۱۲)
۳ـ که لولیه د فیروز لوري لولیه (۱۲)
چي دننه سې ژړا کې (۸)
چي را ووزې سترګي توري کې نر یه (۱۲)
۴- میرولیه پر سر سمه کړه بګړیه (۱۲)
یو مي ساری سهیل واخله (۸)
موسی جان لره بل راوړه ګل مکیه (۱۲)
۵-  بابا پلاره دا وصیت به دي خوار نه کم (۱۲)
یو به دي ساری سهیل واخلم (۹)
بابا پلاره بل به هډو ساری وکم (۱۲)
۶- بوډوګیه زما دي داسي پلار وژلی (۱۲)
تر هغو به دي پرې نه ږدم (۸)
څو پر باندي دي جوړ نه کمه څلی (۱۲)
۷- موسی جانه چي پر سر دي لونګی توره (۱۲)
موسي پښه اخله سپریږه (۸)
اوس د ګور د مړو پریږده مجلسونه (۱۲)
د موسی جان او ولي جان په نکل کي د مسخ سویو نارو شمیر ډیر زیات نه دی او دوه درې مثالونه یې ذکروو.
ولي جانه سر راپورته کړه د خابه
خبره نه یم چي زهر چا درکړي دینه
بي بي جاني ولي ژړ د مرکو دی
ګلمکیه موسی ستا د غیږي وړ دی
ولیجانه دا دښځو په قول نه سې
ولیجانه ژر را ووزه د کړوسو به مو پیغور سي
د جلات خان او شمایلي د نکل نارې:
د جلات خان او شمایلي نکل، چي اصلي سرچینه یې اروپا بلله کیږي او ویل کیږي چي زیات وکم سل شکلونه یې موجود دي. د خونکار په نوم یوه ظالم پاچا داستان دی چي د خپلي لور د ورکولو او ودوولو لپاره یې غیر ممکن شرطونه ایښي دي. هر څوک چي د پاچا د لور شمایلي غوښتنه وکړي او دا شرطونه پوره نه کړي سر یې پرې کیږي. د دې نکل نارې هم  هم د فتح خان بړیڅي په شکل په دریو میسریو کي ویل سوي دي؛ او سړی یې بیا هم، په دغه اساس، د کندهار د کلتوري حوزې تولید بللای سي.
۱- یو که کښته د بابا شینکیه کښته  (۱۲)
پر جلات مي سلام وایه     (۸)
چیري نوم د خونکار اورې ځیني تښته   (۱۲)
۲ـ که ببر دی شاه فقیر سر مي ببر دی    (۱۲)
یوه مسته دعا راکه    (۸)
چي پخوا مي شمایلي سخت سفر دی    (۱۲)
۳ـ  شاه زمریه چي پر تور ځنګله دي کور دی   (۱۲)
دا تارو دي ماته راوړی  (۸)
شاه زمریه د تارو پخلنګ په اور دی  (۱۲)
۴- یو که توره ملا میرو له رنګه توره    ( ۱۲)
ګل غوټۍ دي ماته راکړه    (۸)
ګل غوټۍ ده زما په دین و دنیا خوره   (۱۲)
۵ـ که کرار دی نن زما زړه نا کرار دی   (۱۲)
تاسي کښینی سهیلیو   (۸)
چي پر مخ مي د خوني زمري پر هار دی   (۱۲)
د خویشکیار او شاتریني د نکل نارې:
  د خویشکیار او شاتریني نکل، چي د کندهار د ارغنداب د خویشکو قام او سیمي ته منسوب دی. د وروڼو ترمنځ د اختلاف او دایمي مرورتیا او له آدم خان سره د خویشکیار د تل پاتي ریښتوني ملګرتوب، د خویشکیار او شاتریني تر منځ د غیبي میني د پیدا کیدلو او خویشکیار د بیحده زیاتي مړاني داستان دی. د دې نکل نارې  هم په دریو میسریو کي او هم تقریبا کټ مټ د فتح خان بړیڅي پر ډول او وزم ترتیب سوي دي او ځکه یې نو د کندهار د کلتوري حوزې تولید بللای سو، او یا یې حتی خاص د هغي سیمي بللای سو.
۱ـ  خویشکیاره چي بوډۍ ته وایې موري  ( ۱۱)
که کرم په ما خبر سو         (۸)
خویشکیاره زما خونجاړي به څوک ګوري ( ۱۱)
۲ـ خویشکیار په کلیو ځي کچکول بانه کي  (۱۱)
شاتریني که خوله ورکړه (۸)
خویشکیار به دا کچکول دانه دانه کي  (۱۱)
۳ـ  خویشکیاره ته چي زما په غیږ کي ریږدې (۱۱)
که لښکر د کرم راغی (۸)
خویشکیاره ته به ترپلې ما به پریږدې  (۱۱)
۴ـ  اې ښه ځوانه دا د خول سر خو دي تور دی  (۱۲)
مخ در ګرځوه اې ځوانه      (۸)
چي کرم ستاسي میړه دی لا کمزور دی   (۱۲)
۵ـ  شاتریني د خاصې تر پلو ګوره  (۱۲)
د کرم واری دي تیر سو     ( ۸)
شاتریني د خپل یار واری دي ګوره   (۱۲)
د قطب خان او نازو د نکل نارې:
د قطب خان او نازو نکل، چي په ملي هینداره کي له کندهار څخه پیل کیږي او د پیښور په چاپ کي له سوات څخه پیل کیږي او په هغه سیمه کی پای ته رسیږي، د قطب خان او آدم خان تر منځ د ملګرتوب، د آد م خان د خور نازو او قطب خان د سوځنده او ناکامي میني داستان دی.دا نکل هم د دریو میسریو، او د فتح خان بړیڅي د نارو پر وزم نارې لري.
۱ ـ که سانډو دی ستا په غیږ کي پروت سانډو دی (۱۲)
تې را وباسه میدان ته (۸)
نازو ګلي ایمان نه لري هندو دی  (۱۲)
۲ – که سانډو دی دا بلو مریی سانډو دی  (۱۲)
زما په غیږ کي زمری پروت دی ( ۸)
دا بلو مي ایمان نه لري هندو دی  (۱۲)
۳-  ادې موري پر ما څه د غم اور بل دی  (۱۲)
دا نور خلک بیده دي (۷)
پر ما د بلوګي مريي غوبل دی  (۱۱)
۴-  په شیدو مي لویولې په مسرو مي اوبولې (۱۶)
ته را ووزه بلو مړ که (۸)
پر نیمو شپو د نجونو څه  غواړي دروهلی  (۱۳)
۵-  ښه کالي د ښو ځوانانو اغوستن دی (۱۲)
زه به ولي بلو وژنم (۸)
بلو خان مي د دې ګرد کاله څښتن دی (۱۲)
د دلي او شهو د نکل نارې:
د دلي او شهو نکل ، چي د ملي هینداري په قول، له کندهار څخه پیل کیږي، هم د دریو میسریو جوړښت او تقریبا کټ مټ د فتح خان د نارو وزم لري. که نکل د هر ځای وي، خو نارې یې د کندهار د دریو میسرییزو نظمونو پر طرز جوړي سوي دي، چي په نورو پښتني کلتوري حوزو کي نه لیده کیږي.
۱-  شهو ناسته وه د ګل سره خوشحاله (۱۲)
دا د ګل مجلس دي اور سو (۸)
د دلي په غم به ناسته وي ملاله (۱۱)
۲- که غوړیږي د سهار ګلان غوړیږي (۱۲)
که اوس یار درسره نسته (۸)
هغه هم پر تا مین تاته رسیږي (۱۲)
۳- که وروره اې زما مینه وروره (۱۲)
که چا داسي پیغور درکی  (۸)
ورته وایه شهو نه وه زما د موره (۱۲)
۴- کښتی وانه کښتی سمه پر ګودر باسه (۱۳)
دا دلاس باهو مي ستا دی (۸)
کښتی وانه چپ نظر د منځه باسه (۱۲)
۵- که زوره د اکبر پاچا له زوره (۱۲)
سالو مي ستا سپاهیانو یووی (۹)
په دربار کي دي ولاړه یم سرتوره ( ۱۲)
۶ـ که زوره د اکبر پاچا د زوره  (۱۲)
دلی وژني په پیلانو (۸)
 دا پیلان مي د مولا په تبه مړه کې ( ۱۲)
د علیبیګ او شاپاڼۍ د نکل نارې:
د علیبیګ او شاپاڼي نکل، چي د ملي هینداري په قول، د ښادي او بیبو د نکل په څیر بکوا ته منسوب دی او له هغه ځایه سرچینه اخلي. د یوه نسبتا غریب سړي ناموس ته د یوه ظالم خان د سترګو د خړولو او په خپلي سزا د رسیدلو داستان دی. دا هم په دریو میسریو کي نارې لري او تقریبا ټولي نارې یې د فتح خان د دریو میسرییزو نارو پر وزم ترتیب سوي دي.
۱-  معصوم خانه که ته نل زه دي پیروتې (۱۲)
که ته نل زه دي پیروتې (۸)
معصوم خانه زه نیزه یم درته نجتې (۱۲)
۲- معصوم خانه غاښ دي سپین تر مرغلري (۱۲)
کلا بیخ لره را درومه (۸)
په ورو ورو به سره کړو د ناز خبري (۱۲)
۳ـ  شاه ملنګه چي پر سر دي ګدړیه (۱۲)
که به ناز د پاڼو اخلې  (۸)
علیبیګ لره به یوسې زما چټیه (۱۲)
۴-  شاه فقیره چي پر سر دي ګودړیه (۱۲)
ما په خدای قسم درکړی (۸)
چي بي بي شا پاڼو مړه وه که ژوندیه (۱۲)
د ښادي او بیبو د نکل نارې:
د ښادي او بیبو نکل، چی د دوو ناکامو مینانو د سوځنده میني داستان دی، د بکوا څخه پیل کیږي او په دلارام کي د دواړو مینانو د ژوند له ختمیدلو سره پای ته رسیږي. د دې نکل د نارو اصلي شکل هم درې میسرییز دی خو د کندهار د کلتوري حوزې د کلیو او ښارونو تر منځ یې دونه سفرونه کړي او د نکلچیانو تر منځ دونه زیات سینه پر سینه  او خوله پر خوله سوی دی چي پخپله په نکل کي ښایې چنداني تغیر نه وي راغلی خو په نارو کي یې دونه زیات تغیرات راغلي دي چي بیخی یې د هرډول نظم حیثیت له لاسه ورکړی دی او حتی یو ځل خو یې بیخي د نارې ځای لنډۍ ته ورکړی دی. د دې نکل نارې د نورو یادوو سویو نکلونو په خلاف د فتح خان بړیڅي د نکل پر وزم نه دي ترتیب سوي دي خو اصلي نارې یې بیا هم درې میسرییز شکل لري.
۱-  د بیبو د اریانیه د کرې کښ د خوشالیه (۱۶)
که به ناز د بیبو اخلې (۸)
په دنیا کي کرې کښ مه کړې د روزیه (۱۲)
۲-  کاروانونه د بکوا پر دښت تیریږي ( ۱۲)
ښادي جان ورسره نسته (۸)
په دا نور کاروان مي مینه نه ماتیږي (۱۲)
۳-  که په ورو ځي بیبو جانه په څه ناز په کرشمو ځي( ۱۶)
د یوه ښادي دپاره (۸)
بخملي ګوتي سیځي پر چلم اور ږدي (۱۲)
۴- ښادي جان را ګرځوم نه پاته کیږي (۱۲)
سپینه خولګی که ورکومه (۹)
ښايسته ښادي هم نه راضي کیږي(۱۲)
۵- پر بام ولاړي نجوني چي کاغذ په ګوتو نغاړي( ۱۵)
زړه مي یو دی بیبو وړی (۸)
دا بالا نجوني مي څه له ښادي غواړي (۱۲)
نور نو د دې نکل په نارو کي داسي بیخونده تغیرات راغلي دي چي نارې تقریبا هیڅ ډول وزم ته نه جوړیږي او نکلچیان به یې د نارو په وخت کي ښایی له ډیرو سختو ستونزو سره مخامخ کړي وي. د مثال په توګه:
۶- کاغذه ورسه پر بیبو مي سلام وایه، په صورت روغ یم په زړه بیمار یم
بیبو ستا د بې نیازیه
دا ژړی ښادي بندي د اصفهان دی
او یوه ناره خو د نکل د ټولو نارو په خلاف د لنډۍ پر وزم پکښي راغلې ده.
نن مي د یار پر لور سفر دی
خدایه که لنډ کې د بکوا اوږده مزلونه
دې لنډۍ حتما د پښتنو په سیمو کي د هغي مشهوري لنډۍ څخه الهام اخیستی او حتی په بشپړه توګه یې، په لږ تغیر، نقل کړې ده چي وايي:
نن مي د یار پر لور سفر دی
خدای خو دي لنډ کي دا د مځکي تناوونه.
د ظریف خان او مابۍ د نکل نارې:
د ظریف خان او مابۍ نکل د پښتنو په منځ کی د تربور ګلوی او د تربور او د هغه له کشرانو او میرمني سره بې دلیله دښمنی او ظلم کولو، او په ضمن کي د ملي هینداري د نکلونو د تقریبا ټول معمول سره سم، د ښځي د نهایت پاکی او د میړه سره د وفاداری داستان دی. داسي ښکاري چي دا نکل د زمان په اوږدو کي، چي ښایی ډیر پخوانی نکل وي، د کندهار د کلتوري حوزې د سیمي په کلیو او ښارونو کي ډیر زیات سفرونه کړي او په تیره بیا د بیسوادو او غیر مسلکي نکلچیانو خولو ته لویدلی وي؛ په نارو کي یې، چي له لویه سره په درې میسرییز شکل ویل سوي او ډیر دردونکی وزم لري، ډیر بیخونده تغیرات راغلي دي؛ کله کله خو وزن بیخي له منځه تللی او کله کله درې میسرییز شکل پاته سوی او دوه بیتي ورڅخه جوړ سوي دي چي د نکل د نارو له وزم سره اړخ نه لګوي. خو د نکل د ډیرو زیاتو نارو څخه اټکل کولای سو چي اصلي شکل یې درې میسرییز وو، یعني د کندهار د فوکلوري سندرو شکل دی.
۱-  که ګل کي په هندوستان کي پسرلی ګل کي (۱۳سیلابه )
دا هم د رب رضا ده ( ۷ سیلابه)
چي ورور یې ناست وي وریندارې بل کي ( ۱۰ سیلابه )
۲ـ ظریف مرغه سو پر الواته سو (۱۰)
مابیه راسه دام ورته کښیږده (۱۰)
کې بندوې وار دي داغه سو(۱۰)
۳- یو تاچي پنډ کی پر ما دي غم کی(۱۰)
ظریفه ته چي اوس خپه نه سې( ۱۰)
اوښکي مي راغلې درته مي څنګ کی (۱۰)
۴- اوښانو وخوری دا اوږدي غاړي دا لوی ورنونه (۱۵)
پرون لا دا مال ظریف دلې وو(۱۰)
نن خو مو تیر کی تر ولاتونه (۱۰)
۵-   که تاکه تاکه لال بیګه تاکه (۱۰)
که مي دا ستا ننګه ونه کړه (۹)
پر مايې سپینه مابۍ طلاقه (۱۰)
۶- که نری دی د مسافرو زړګی نری دی(۱۴)
که دي د دې واري کاکو پریښود (۱۰)
بیا کاکو ستا د درګاه سپی دی (۱۰)
۷ـ که کلک دی د مسافرو زړګی کلک دی (۱۲)
په خدای که کاکا پریږدم (۷)
تر غوږو مي د لال بیګ د سیخو شرک دی (۱۲)
د ظریف خان او مابۍ په نکل کي ځیني داسي نارې هم سته چي د دریو میسریو پر ځای په دوو لنډو بیتونو کي ویل سوي دي، ښايي دا نارې په وروسته کي نکلچیانو ور اچولي او د نکل اصلي نارو ته یې، چي درې مسرییز شکل لري، تغیر ورکړی وي.
۸-  که توره توره ساوڼه توره (۱۰)
راغلی مه وای د هند له لوره (۱۰)
اول مي هیله امید پر خدای وه( ۱۰)
اوس را وخته د هره لوره (۱۰)
۹-  که توره توره خدریه توره(۱۰)
یو شل پنځه ویشت کاله وګوره (۱۰)
که دا ورک ظریف رانه غی (۸)
بیا په حلاله نکاح می بوله (۱۰)
۱۰-   زده زده یم خلکو زده یم (۱۰)
سینه کبابه پر اور پرته یم (۱۰)
که په ظریف پسي مړه نه سوم (۱۰)
ټګه مي بولی حرامزاده یم (۱۰)
    د کندهار په کلتوري حوزه کي، د مرحوم محمد ګل نوري څخه پرته، بل چا د فوکلوري نکلونو دې ارزښتمندي خزانې ته توجه ده نه کړې؛ چي موږ د دې نکلونو نور شکلونه او احتمالا ورسره د نارو نور شکلونه په لاس کي لرلای. ملي هینداره د اولسي نکلونو یوازینی کتاب وو چي په کورونو کي پیدا کیدی، نو ځکه موږ په دغو نکلونو کي په راغلو نارو بسیا کیږو.
     کندهار ته د لویو فوکلوري نکلونو منسوبیدل او په اوو نکلونو او د اتڼ او بابولالي په نارو کي درې مسرییز نظمونه، چي په بله هیڅ پښتني کلتوري حوزه کي یې مثال نه لرو، د کندهار د کلتوري وجود پر قدامت باندي شاهدي ورکوي او موږ ته دا ښيي چي د دې سیمي پښتانه، تر هغه چي اټکل یې کیږي، ډیر پخوا دلته اوسیدلي دي. زما په عقیده د ادم خان او درخانۍ له نکل څخه پرته، چي په هره کلتوري حوزه او یا حتی په ټاکلې کلتوري حوزه کي، نکلچیانو، شاعرانو، او په تیره بیا ربابیانو او سندرغاړو د خپلي خوښي سره سم تغیرات پکښي راوستلي دي، په هیڅ سیمه کي دونه پراخ فوکلوري نکلونه نسته چي یوازي دي د یوې خاصي کلتوري سیمي پښتنو ته منسوب وي او له ځان سره دي داسي خاص درې مسرییز نظمونه ولري چي پښتونخوا کي په بله هیڅ کلتوري حوزه کي نه وي.
  مرحوم محمد ابراهیم عطايي، چي د پښتنو پر فوکلور باندي یې ډیري ګټوري څیړني کړي دي، د فتح خان بړیڅي نکل د سیستان د شمس الدین سیاس زمانې، شپږمي هجري قمري پیړی، ته منسوبوي. که څه هم چي دا خبره یې د تامل وړ ده ځکه چي شمس الدین سیاس هیح وخت د هندوستان خواته نه دی تللی او هغه ته هیڅ تاریخي متن مغول نه دی ویلی.
 زما په عقیده د فتح خان بړیڅي نکل د هرات د شمس الدین کرت زمانې ته منسوبولای سو. او شمس الدین کرت په دغه سیمه کي چي په هغه وخت کي هندوستان ورته ویل کیدی، څو ځله له پښتنو سره مخامخ سوی او خونړي جنګونه یې پکښي کړي دي. او ضمنا هغه ته په تاریخنامه هرات کي ځکه مغول ویل سوی دی چي د تبریز د مغولي دربار یا ایلخانیانو نوکر وو، او د هغوی لپاره یې هرات او شاوخوا قلمرو اداره کاوه.
   په دې حساب د فتح حان د نکل سابقه دیارلسمي میلادي پیړی ته رسیږي، چي په هیڅ پښتني سیمه کي په دغه سابقه د فوکلوري، په تیره بیا پښتني فوکلوري، نکل مثال نه لرو. څرنګه چۍ بل هیڅ قام داسي نکلونه  او فوکلوري سندري نه لري چي په هغو کي دي په ټاکلې توګه د کندهار د شاوخوا، بکوا، دلارام، کوټي، کندهار، چارسو، ارغنداو او نورو سیمو نومونه یاد سوي وي نو سړی په پوړه زړه ویلای سي چي د دې سیمي بومي او اصلي اوسیدونکي همدغه پښتانه دي چي دلته له پیړیو اوسیدلي او فوکلوري نکلونه يې ایجاد کړي او هغو ته یې خپل نومونه، بړیڅ، ترین، خویشکي او نور ورکړي دي. په دې نکلونو کي مو د درې مسرییزو نارو پر نظمونو باندي ځکه زیات تینګار وکړ چي دغه ډول نظمونه یوازي د کندهار په کلتوري حوزه پوري اړه لري او خکه نو د هغوی د اوسیدني خبره د پیړیو تر پوړیو اړوي.
سیلاب او قافیه په نویو او آزادو شعرونو کي:
نوي شعرونه د شکل او مضمون له مخي له زړو شعرونو او نظمونو سره، چي حتماً غزل، مثنوي، قصیده، مخمس... وي تو پیر لري. البته ټول ازاد شعرونه په نویو شعرونو کي راځي، خو ټول نوي شعرونه حتماً آزاد نه وي. د نویو شعرونو د قافیو په انتخاب کي شاعران آزاد لاس لري. کولای سي دوه بیتونه، درې بیتونه او یا چي هر څو بیتونه او مسرۍ یې زړه وغواړي پر یوه قافیه ولیکي او د خپلي خوښی سره سم  د شعر په منځ کۍ قافیې ته تغیر ورکړي. خو نوي شعرونه، چي وروسته به یې یو یا دوه مثالونه ورکړو، هم سیلاب او هم قافیه رعایتوي؛ د کلاسیکو شعرونو سره یې توپیر  دا دی چي حتماً په یوه خاص قالب کي نه اچول کیږي. د مثال په توګه د بیګناه زنداني په نوم شعر را اخلو او ګورو چي شعر ټول د یوولسو سیلابونو په چوکاټ کي لیکل سوی دی او په لومړي سر کي په هرو دووبیتونو کي قافیه اوړي او وروسته څلور بیتونه بل ډول قافیه لري. خو شعر نه د یوولسو سیلابونو له قالب څخه وزي او نه د قافیې رعایت پریږدي. شاعر کولای سي چي له دوو بیتونو څحخه وروسته په دریو بیتونو او یا د خپلي خوښي سره سم په څلورو بیتونو کي قافیې ته تغیر ورکړي، خو د بیتونو په منځ کي به قافیه حتما رعایتوي او د ټاکلو سیلابونو له چوکاټ څخه به نه وزي. که څه هم چي شاعر کولای سي د خپلي خوښي سره سم حتی د سیلابونو چوکاټ ته هم تغیر ورکړي، خو په دې شرط چي په شعر کی سکته ګي را نه سي.
بیګناه زنداني
وایه د خپل ښکلي آواز په ګناه
دلته راغلي زنداني مرغکۍ
له خپله سېله له همزولو څخه
را بیلي سوي بیاباني مرغکۍ
ته به له چا څخه پوښتنه کوې
چي تا ته کوم قانون سزا درکړې
ته یې په کومه ګناه ونیولې
دا یې د کوم عمل جزا درکړې
دا چي په ټاکنده غرمه کي دلته
واړه قفس کي زنداني یې مرغۍ
ستونی دي وچ دی لالهانده ګرځې
لا لټوې د خپلو تللیو ټولۍ
له خوار قسمته درته ورسېدې
د ژوند تر پایه په قفس کي بیړۍ
ته به له چا څخه پوښتنه کوې
د دې ظالمي بې انصافي نړۍ
درته یادیږي تر قفسه پوري؟
د لنډي ژوند د حوادثو لړۍ
حنګه په دام کي د ښکاري پریوتې
خوني منګول ته د زمري پریوتې
جهاني
یا د خان عبدالغني خان د کاروان په نوم یو نظم را اخلو:
کاروان
ژوند او قرار اور او به دي
نه به یو ځای شي نه یو ځاي کیږي
تیاره او نور، یو له بله جوړ دي
داسي به تیره شي، دا چي تیریږي
لکه د سیند، د ژوند هم لاره ده
کله په غره کښي، کله میدان کښي
بنده عجب، عجب پیدا دی
کور یې په خاورو کښي، ځای یې اسمان کښي
جانانه ماته ، یې کړه را پورته
د اوښکو ډکي، دا سترګي توري
د ماښام لړي تیاري کړه هیري
واوره دلبره اوس قیصې نوري
ګوره دا سپینه سپوږمۍ روښانه
دا موږ ته خاندي دا موږ ته وايي
ویې ساعات ځواني ده اې عاشقانو
کوی هغه چي ځواني کي ښايي
جامونه ډک کړی زړونه مستانه
کاروان روان دی جرس ږغیږي
شونډو له شونډي د میني یوسی!
سبا راتلونکی دی، مجلس خوریږي.
افضل شوق خپل یو نوی شعر په یوه جلا انداز کي لیکلی دی، او په لومړي سر کي داسي ښکاري چي په شعر کي له سره قافیه نسته، خو وروسته معلومیږي چي هغه د خپلي خوښي سره د قافیې یو جلا طرز انتخاب کړی دی.
څه سوه پښتو...!
څه سوه پښتو؟ غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو توره توپک او چي وفا یادیده
هغه پښتو ښیګڼه پت او چي حیا یا دیده
څه سوه پښتو؟ غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو چي معنوي توګه وه ژواک او ژوندون
هغه پښتو چي خال او خط وو د ځلاند سباوون
څه سوه پښتو؟ غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو چي ږغیده به تناګانو غوندي
هغه پښتو چي پړکیده به بریښنا ګانو غوندي
څه سوه پښتو غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو چي وه تور سرو ته پیزوان او والۍ
هغه پښتو چي وه ځوانانو ته سدرۍ او خولۍ
څه سوه پښتو غواړم جواب د دنګو غرو زامنو!
    آزاد شعرونه، لکه د نامه څخه چی یې معلومیږي، د قافیې او سیلاب له قیده ازاد دي؛ خو د قافیه لرونکو نظمونو په څیر خپله رواني لري. همدغه رواني ده چي ازاد شعرونه له نثرونو څخه بیلوي. ځیني کسان د آزادو شعرونو په لوستلو کي ټکني کیږي؛ د کلام رواني نه سي ساتلای، نو فکر کوي چی د ازاد شعر او نثر هیڅ توپیر نسته. موږ به د مثال په توګه د رحمت شاه سایل د یوه آزاد شعر یوه برخه ر واخلو.
خوب
نن مي خبر نه یم چي څو کاله پس
یو خوب په داسي حال کي اولیدو چي
هډو را ویښ یې کړمه ویښ کښیناستم
بیا شپه د نیمي نه هم واوړیدله
سترګي مي ډیري پټي پټي کړلې
خو دوباره را له بیا خوب رانغی
ما وې په ډیره موده پس به نن غزل ولیکم
په ما هم دغه وخت آمد شوی وو
قلم کاغذ ته مي کړو لاس رنړا مي بله کړله
د یو غزل مطلع کښي ونښتمه
مطلع وه داسي چي هغه لیونی
لکه مرغی ښاخ په ښاخ ګرځي او ګور ګوري کوي
ځان سره مشق د یوې میني د سندري کوي
د ښاخ په ښاخ د ګرځیدو دغه منظر او ټکی
که مي هر څو خوښ وو
خو ما ویل چي زه فنکار یم کمره مین خو نه یم
چي هو بهو داسي تصویر واخلم
چي د ګورګورو غوندي ټال د وني
ته څوک جینی او خیژي
دغه  راز د اسحق ننګیال، چي په ازاد شعر لیکلو کي یې خاص مهارت درلود، دا شعر چي د مینه  په نوم یې لیکلی دی، د مثال په ډول راوړو او ګورو چي، که چیري سم  او روان ولوستل سي، نو د یوه منظوم کلام په څیر شرنګ او آهنګ لري.
مینه
نیمه شپه ده، نیمه شپه ده
د سپوږمۍ څانګو ته ناست یم
يو څو سیوري راته ناڅي
لکه ډمي عرباني
د جنت پیالي یې راوړې
څه وریښمیني پرښتې دي
رانه اخلي تاج د عقل
د جنون جوغه یې راکړه
اوس د زړه پر پاڼو لیکم
ستا د دوه سترګو غزلي
لکه خدای چي مینه لیک کړه
دا د حورو په لاسونو
البته په دې ازاد شعر کي یو نقص له ورایه لیده کیږي او هغه دا چي ټول د اتو سیلابونو په قید کي لیکل سوی دی. په کار خو دا وه چي دې شعر قافیه لرلای. ځکه چي دغه ډول شعرونه زیاتره د آزاد شعر خوند، نه بلکه د منظوم کلام مزه کوي. د اسحق ننګیال شعر هم د رحمت شاه سایل د پورته ذکر سوي شعر په څیر روان دی، خو د رحمت شاه سایل شعر د سیلابونو په قید کي نه دی لیکل سوی او هره مصراع یې جلا جلا او په بیل آهنګ لوستله کیږي. دلته به د اسحق ننګیال د آزاد شعر یو بل مثال هم ورکړو چي د سیلاب په قید کي نه وي راغلی.
د میلاد په شپو کي
اې د دې شنه اسمان په غیږه کي خوب وړي سپوږمۍ
اې په دې شپو کي د پردیسو د سفر ډیوې
اې د ګلونو او د پیغلو پیغلو وینو پري
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چي د کړیکو او تیارو نښه شوم
او د ساړه ژمي خوني او ګناهکار ابلیس
زما د ګلانو او نرګسو باغ کي اور وکاره!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چي محل مي له کارغانو ډک شو
او په ویالو کي د هیلیو بچي وسوځیدل
او زموږ د کلي میندي
د میلاد شپو کي« بې لاسو او پښو بچیان زیږوي»؟!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چي مي ټول کلی چاړه چاړه دی؟
خلک په نوکو او برچو د یو بل سترګي باسي
او د مالت نجوني مي
په خپلو تورو تورو څوڼو کي ځوزان ټک وهي؟
آه
آه نازولي سپوږمۍ
آه د رڼا موري!
د مرغلرو امېل
د پسرلي په یوه  ښکلي سهار
چي غوړیدلې وي پر مځکه د مستیو لمن
چي له خزانه بیخبره بلبل
زموږ د کړکۍ مخي ته
په نازولو په نازکو په بیصبره پنجو
د سرو غوتیو ګریوانونه څیري
د پسرلي په یوه ښکلي سهار
چي شیخ پرې ایښې وي د ذکر کیسه
چي د زاهد پر شونډو ګرځي د خیام ترانې
په مرغلینو څاڅکو
پرخي پریولي وي غاټول او ګلاب
زه به راځم او ستا په غاړه کي به هار اچوم
هغه چي ډیر دي خوښ وو
هغه چي تل دي غوښتی
ستا د خوبونو او خیالونو امیل
پر سپین باړخو به دي را توی سي له خوښیه اوښکي
دانه دانه به رغړي
غیږ به دې وغوړیږي
ما به در بولې څنګ ته
خوښي او ویره به دي پاڅي له خوبجنو سترګو
خوښي د سپینو مرغلرو د هار
او خوښي زما د لیدو
بېره مرموزه بېره
د بېلتانه خبري
 د جدايي اندیښنه
غیږ به دې وغوړیږي
ما به در بولې څنګ ته
خو زه به لیري یمه
د تندر ږغ به دي را ویښه کي له خوبه څخه
او زما پر قبر به باران اوریږي.
جهاني
د ځوان شاعر هارون حکیمي دا آزاد شعر بالکل د منظوم شعر رواني لري، او د نوي شعر له معمول سره سم یې نوې او نسبتا زړه راکښونکې موضوع ورته انتخاب کړې ده.
ژوند:
د خپل ستړي ژوند کیسه چي مي کوله
د رختي وژړل
کنډوري یې را توی کړې
غرونو وژړل
چيني یې کړې بهاندي
د نازک زړه څښتن ګل سو
زهره چاودی
د اسمان چوپتیا حواسو کړله ماته
 الهام په پسته ژبه یې ویل چي
د آرام په هیله خوځه
تحرک او تلاښ ژوندی دی
ژوند تلاښ او تحریک دی.
سپین شعر، د نوي منظوم او آزاد شعر په خلاف، نه سیلاب او قافیه لري او نه د آزاد شعر په څیر رواني لري. دا ډول شعرونه یوازي د خپلي موضوع په زور پايي. د دې ډول شعرونو لپاره ډیره قوي او زړه را کښونکې موضوع په کار وي. دا سي موضوع باید ورته انتخاب سي چي لوستونکی نه د قافیې د شرنګ په غم کي سي او نه د سیلابونو او روانی انديښنه ورته پیدا وي. په حقیقت کي لکه د آزاد شعر لیکل چي د منظوم شعر تر لیکلو زور غواړي، دغه راز د سپین شعر لیکل، که زور نه غواړي نو د لوستونکي د توجه جلبول یې ډیر مهارت او کمال غواړي. زموږ معاصرو شاعرانو په دې برخه کي یو څه قلمونه ځغلولي دي، خو د آزادو شعرونو په اندازه یې نه دي لیکلي. سپین شعر، نن سبا، په ایران کي ډیر رواج موندلی دی او دغه راز زموږ په دري ادب کي هم ډیرو زیاتو شاعرانو خپلي طبعي پکښي آزمییلي دي. دلته به په پښتو کي د ډاکټر اکبر اکبر د یوه سپین شعر مثال ورکړو. ګوندي لوستونکي د آزاد او سپین شعر توپیر ته متوجه سي.
مرګ پالونکی امن
دا زما په هیواد
دا زما د رګونو د ساه په څرک
د مرګي د تیارو د اخېم پښي
دا د زور د پاسوال
د څړۍ کمال
چي د دار د رسو د ټال تر وېخ
د مړه مات امن
کافوري کفن
د بلا سکوت- د دلۍ ځڼو
په کږو وږو تنستو تړي
«««««««««««««
او چي د خدای د پیرزو
په اسرو پايي
د پامیر د څوکو په سر ښايي
د شهید له وینو خړوبه شي
نن هغه بوټي د شړتیا نوکر
د شیطان په بیت
د مرګي په زیږو تنستو تړي
«««««««««««««««
د  اسرو په پنجره کي
د ګیر طوطي
د وینا او پیښو
وړه تنګه خوله
د سره زور پاسوال
د شیطان په کمال
د فریبو او دروغو په شنه بڼ کي
په یو څو دانو د پیستو تړي.
دغه راز د اسحق ننګیال یو سپین شعر، چی دی یې منثور شعر بولي، را اخلو او له ورایه به د آزاد او سپین شعر په توپیر پوه سو. دلته بیا هم نه د سیلاب، نه د قافیې او نه د آزاد شعر په څیر د روانی درک سته. لوستونکی باید خپله ټوله توجه د شعر مفهوم  او مضمون ته واړوي او بیا نو دغه پارچه د شعر په حیث قبوله کړي.
برخه
هغه ورځ مي چي غوښتل
کمڅۍ یې ورته له ګلونو ډکي کړم
د دښتو او بڼونو ګلان
سیلیو یووړل
او نن چي، ګلان بیا را وغوړیدل
هغه نشته
««««««««««
هوکې!
زموږ برخه همداسي ده
تیر کال مو چي ویالې
له اوبو ډکي وې
زموږ د کلي ژرنده ورانه وه
او اوس چي
د کلي ژرنده بیا ودانه ده
په ویالو کي اوبه نشته.