د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرزا خان انصاري

عبدالباري جهاني 10.10.2014 23:12

                           ومیرزا یې د باور ناوکی ورکړل
                      هیڅ گزار یې  خطا نه ځی له هدفه

میرزا خان انصاري   د پښتو ژبی د کلاسیک ادب، په تېره بیا د روښانی تحریک،  ادبی کاروان سالار وو. میرزا خان انصاري د نورالدین زوی  او د روښاني طریقې د موسس  پیر روښان یا بایزید روښان  لمسی دی. د زېږېدو نېټه یې معلومه نه ده خو  په یو زر څلوېښت هجری   قمری۱۶۳۰ میلادي کال کی  په دکن کی په یوه جنگ کی وژل سوی دی. میرزا خان انصاری، د ځوانۍ په لومړنیو کلونو کی ، د پیر روښان د یوه بل  لمسي احداد ، چی په خپل وخت کی د روښانی تحریک مشر وو،ډېر کلک ملگری وو. خو وروسته یې  له احداد سره اختلاف پیدا سو ؛  د مغولو د پاچا  نورالدین جهانگیر خدمت یې غوره کړ او دهغه  تر وفات وروسته یې  د هغه د زوی شاه جهان په پوځ کی  عالی منصب درلود. او بالاخره په دکن کي د مغولي پوځونو او ځایی پاچاهانو او امیرانو ترمنځ د جنګونو په ترڅ کي ووژل سو. مشهور مستشرق  مېجر راورټی  د پښتو ادب په باب یوه کتاب  سلیکشن فرام دی پوییټری آف د افغانز  کی لیکی چی  هغه میرزا خان چی د مغولو خدمت یې کاوه هغه بل سړی دی. او دغه میرزا خان چی د پښتو په ژبه کی یې دېوان ترتیب کړی دی، بل څوک دی. راورټی وایی دغه میرزا چی  دېوان یې تریب کړی دی کوم وخت دمغول اورنگزېب  په زمانه کی   د سوات او باجوړ په علاقه کی  وفات سوی دی. داچی  راورټی به  دغه اطلاعات له کومه کړی وی سړی څه نه سی ویلای ، خو  دونه ویلای سی چی  د هغه دغه اطلاعات  چندانی حقیقت نه لری .  او د میرزا خان انصاری  د مرید دولت لواڼی  شعرونه او دغه راز د حالنامې  بیان، چی د روښاني تحریک په باب تر اوسه پوری تر ټولو مستند اود  باور وړ کتاب دی،  د دې خبری شاهدی ورکوی چی  میرزا خان انصاری یو سړی دی، او هغه  دغه میرزا خان دی چی  د دکن د دولت اباد په جنگونو کی د شاه جهان  پاچا په زمانه کی  وژل سوی دی.
زموږ د دې مدعا شاهد د میرزا خان د یوه مخلص او د پښتو ژبي د شاعر دولت لواڼي هغه شعر دی چي د پیر روښان د کورنی په باره کي یې لیکلی او د میرزا خان د مړیني یادونه یې پکښي کړې ده او وايي:
میرزا خان د نورالدین صفت به څو کړم
میا روښان د علم ښاروو دی یې در وو
د هادي په زړه چي پټ وو په ډیر کاله
د میرزا خوله د هغه علم مظهر وو
هیڅ افغان ده غوندي شعر کړی نه دی
دی په خپل زمان تر هر شاعر بهتر وو
په دنیا یې محبت تکبر نه کړ
په ظاهر سپینه جامه کښي قلندر وو
د دکن په جنګ شهید شو خوشنود اوسه
په تاریخ د زر څلویښت د ده ګذر وو
د دولت لواڼي دا شعر د میرزا خان د وفات او د پيښي په باب شک نه پریږدی؛ دا چي پخپله میرزا خان انصاري د همدغه کال د دکن د یوه جنګ په باره کي یو نظم لیکلی دی، سړي ته سوال پیدا کیږي چي میرزا خان څرنګه د دکن د هغه جنګ په باره کي چي باید پکښي وژل سوی وي نظم ولیکی، او د هغو ظلمونو او ناروا یادونه یې وکړه چي په هغه جنګ یا جنګونو کي تير سوي دي.
په تاریخ د زر څلویښت وایم دا خبر
چي لیده شو پر دکن ګجرات جبر
په خپل عمر چي خبر په نیک و بد شوم
په دا دود مي قتل نه لید په ډبر
مسلمان کافران ګډ سره پراته دي
چي یې ستر نه په اور شي نه په قبر
یو عجب د وینو تږې زمانه ده
د رحمت په اوښکو نه وژړل ابر
په ضرور ضرور پریشان شو له وطنه
د ځینو ځینو شو تلف تمام ټبر
حیرانان زهیران پاته پخپل ځای شول
ظالمان ورته په قهر لکه ببر
د دې دور زورور هسي دلیر شو
چي د ظلم نوک وهي لکه هژبر
اې میرزا له هسي قومه پناه غواړه
چي په ژبه مسلمان وي په خوله ګبر
د دکن په جنګونو کي د میرزا خان د وژل کیدلو په باره کي د دولت لواڼي شعر په دې برخه کي هیڅ شک نه پریږدي؛ البته مغول امپراطور شاه جهان، چي د ده د پاچهی په دریم کال باید میرزا خان وژل سوی وي، په دکن کي ډیر زیات جنګونه کړي دي. او کیدای سي چي میرزا خان انصاري د ۱۰۴۰ کال په سر کي نه بلکه په پای کي، چي د ۱۶۳۱ میلادي کال سره سر خوري، د دغو جنګونو په باره کي د نظم لیکلو څخه وروسته، وژل سوی وي. حالنامه هم د میرزا خان د وژل کیدلو کال ۱۰۴۰ ښیی او وايي چي خان عالي شان رشیدخان او میرزا خان د دکن د صوبې په بیجاپور کي وه چي ناڅاپه د دښمن دوولسو زرو عسکرو حمله ورباندي وکړه. د میرزا خان او رشید خان سره یوازي درې سوه تنه ملګري وه. په هغه جنګ کي میرزا خان او د هغه زوی عبدالحکیم شهیدان سول او رشید خان، د میرزا خان په مشوره او ټینګار، د جنګ له میدان څخه ځان په تیښته خلاص کړ. د حالنامې په حواله، په هغه جنګ کي د رشید خان ورور میاداد هم وژل سوی دي.
د دکن په دریو سیمو کي، په هغه وخت کي دریو واکمنانو قدرت درلود، چي شاه جهان یو په یو ټولو ته ماتي ورکړې، او د دې جنګونو په ترڅ کي، چي ټول د مسلمانو پاچاهانو سره وه، ډیري زیاتي ویني توی سوې او دې جنګونو د شاه جهان د زوی محی الدین محمد اورنګزیب په زمانه کي هم دوام وکړ او د مغولو د مقتدر دولت د کمزوره کیدلو یو علت په دغو جنګونو کي هغه درانه لګښتونه وه چي هم یې د ډهلي د حکومت خزانې تشي کړې، هم یې په دکن کي په زرهاوو بیګناه مسلمانان او هندوان قتل کړل او هم یې د دکن اقتصاد له رکود سره مخامخ کړ.

              د میرزا خان د سیاسی  جبهې تغیر او د روښاني احداد  څخه بېلېدلو او  د مغول پاچا جهانگیر سره دهغه یو ځای کېدلو یې پر روښاني عقایدو باندی کومه اغېزه نه ده کړې . تر مرگه پوری روښاني طریقې، پیر کامل، طریقت ، اود  یقین حاصلولو مفکورې ته وفادار پاته سو، او  د عمر تر پایه پوری یې د شعر  مهم مضمون  دغه مفاهیم وه.
زه چی ډېره ډېره مینه په گلزار کړم
په هر رنگ کی ننداره د خپل دلدار کړم
که طالب په اندېښنو کی تفکر دی
زه بې اوس د محبت په ږغ بیدار کړم
یو زمان به فراغت پرې باندی نه وی
که زه ځان ورته په خپل دستور سینگار کړم
په هر لور به لا علاج را پسی گرځي
چی د خوږ زړگوټي مینه یې مهار کړم
که مجاز د حقیقت له مخه واخلم
دا اور پښتي  به تر خپلي ډېوې جار کړم
او  باطن به  په ظاهر کی ور څرگند شي
چی صورت یې خانقا زړه یې بازار کړم
په هر لور چی د معنی  په سترگو گوري
ور څرگند به  په هر څه کی خپل دیدار کړم
هر عارف چی د صورت له خویه ووزي
ترو بې زه د مسکینانو په قطار کړم
د میرزا خبری ږمنځی د معنی دي
چی غنچه ملوکي زلفی پې تار تار کړم
میرزا خان انصاری د تصوف پرله پېچلې مفکوره په ډېرو ساده  او سپینو کلماتو پښتو ادب ته معرفی کړې ده .  او سړی ویلای سی چی داسی شاعران به  چندانی نه وی تېر سوی  چی د تصوف په باره کي یې د ده په څېر سپینی خبري کړي وی او  ځان یې د هری بلا خولې ته سپر کړی وي. دې خبری ته هغه پخپله هم متوجه دی.  او وایی  چی   د حجاب خبری باید لوڅی ونه کړي.  میرزا خان په یوه غزل کی  د وحدت الشهود په باب ږغېږی، مگر کله کله سړی له ورایه ورباندی پوهېږی چی نظم یې  د وحدت الوجود خواته  میلان پیدا کوی.  او دا میلان هم، د خپل کلام له طبیعت سره سم، په ډېره ساده ژبه  راوړي.
دا کلام د حقیقت په ژبه وایم
لکه ذات په هر صفت کی خپسر ستایم
یک تنها لکه الف یمه بې ټکي
په یوه وجود محیط د کل اشیا یم
له هر چا سره په علم په هستی کی
یو په یو ور رسېدلی سرترپایم
مدام یو د یوه وجده تماشا کړم
تل ترتله بې شریکه بې همتا یم
که زما یگانگۍ وته نظر کړې
په وحدت کی دویی نشته یک تنها یم
په ریښتوني دین به نن ووځی پوځونه
په دغه معنی اقرار په اذا جا یم
د کثرت په عددونو می ځان پټ کړ
اوس گهی گهی دغه شم گهی دا یم
په یقین یقین نیژدې په گومان لیری
په دیدن له دواړو کونو ماورا یم
په دا بزرگ نامه مي څوک بللای نه شی
زه مدام  له هره اسمه مسمی یم
حیاتی می تل تر تله برقرار ده
په توحید کی فنا شوی له  فنا یم
د اثبات قدم می پاس په نفی کښېښود
او د ذات زوال می نشته تل بقا یم
و عارف  ته څړه مخ یم په هر لوری
د دوبین پر مخ گومان زه یې تر شا یم
لکه کب دی له اوبو اوبه له کبه
دغه هسی رسېدلی و هرچا یم
ناتمام مشرک له ځانه په عذاب دی
د انسان کامل  دزړه په مدعا یم
زما ذات په دواړکونو نه ځایېږی
په  قفس کی ویېدلی د میرزا یم
               د پښتو ژبی خوږ ژبي شاعر پیرمحمد  کاکړ، چی د پښتو ژبی د شاعرانو په لړ کی یې د خوشحال خان، رحمن بابا او حمید ماشوخېل  صفتونه کړي دی، نو د میرزا خان په باب وایی.
د میرزا کلام به جوړوو  مگر درېغه
په وحشی الفاظو ده کړ ویران شعر
دغه راز شمس الدین کاکړ هم د پښتو ژبي د نورو شاعرانو د ستایلو په ترڅ کي، سره له هغه چي د میرزا خان انصاري صفت کوي، د هغه په شعر کي بې معنی الفاظو ته ګوته نیسی.
د فقیر میرزا په شعر کي ویل نسته
بل به نه وي هسي شان دوکان د شعر
په ردیف کي برابر دی ولي دریغه
بې معنی الفاظ یې کړل عنان د شعر
      او کله چی  سړی د میرزا خان انصاری هغه دېوان چی د کابل پښتو ټولني  په کال دیارلس سوه څلور پنځوس هجري شمسي کی چاپ کړی دی، وگوري  نو د ځینو غزلونو  په ترڅ کی د قافیو نیمگړتیاوي ویني او په ځینو  غزلونو کی  د سېلابونو کمی او زیاتی ویني.  او سړی ویلای سی چی پیر محمد کاکړ او شمس الدین کاکړ ښایی  په دغه برخه کی په حقه وو.  د مثال په توگه
 په تاریخ د زر څلوېښتم وایم دا خبر
چی لیده شو په دکن گجرات جبر
مسلمان  کافران گډ سره پراته دي
چی یې ستر نه په  اور شي نه په قبر
په  ضرور په ضرور پرېشان شو له وطنه
د ځینو ځینو شو  تلف تمام ټبر
موږ گورو چی په دې نظم کی د  خبر، جبر، قبر او بیا وروسته د ټبر کلمات راغلی دی.  چی هم د قافیې له مخی سم نه دی، او هم  په لوستلو کی  داسی سکته گی راولی چی  د دونه لوی شاعر څخه  یې  انتظارنه ایستل کېږی. یا د مثال په توگه په دې غزل کی  د سېلابونو ډېره عجیبه غلطي لیده کېږی.
دغه گل چی دنېستیه په وجود شو
بنفشه یې په قدم کی په سجود شو
د کامل پیاله به نوش کړې
 که دی فهم  پر نغمه د نی و عود شو
وفایی  د جهان گوره
 چی په سو  خالی له عاده   له سمود شو
گل چی راغی هسی درومی
لکه عمر یې د باد په  دود معدود شو
یا د مثال په توگه د میرزا خان په یوه بله غزل کی  چی   د مسکینه، دوبینه، دینه، رنگینه، او امینه په  قافیه لیکل سوې ده یو ځای گورو چی .
 د بې فهمه سړی هسی رنگ سزا ده
چی  دزړه تخته یې توره  سترگی سپینه
د آشنا له سادگیه  نا آشنا شو
د کثرت جامې یې واغوستې رنگینه
چی تمام وجود یې عین کسی نه شی
د د ې یار مخ به په کومو سترگو وینه
 په داسی حال کی چی په دې غزل کی باید سترګي سپینی ، جامې یې واغوستې رنگینی او په کومو سترګو وینی راغلي وای. البته په دې  غزل کی ښایی میرزا د قافیې  له مخی ځان مجبور گڼلی وي او گرامر یې د مفهوم قربانی کړی وي خو د مفرد پر ځای د جمع او د جمع پر ځای د مفرد کارول ډیره زیاته بیخوندي راولي.
میرزا خان انصاري په ځینو ځایونو کي د غزل او نظم طبیعي رواني پریږدي او یا توجه نه ورته کوي. سړی نه سي ویلای چي د هغه د دیوان په نقلولو کي به کاتبانو دومره زیاتي غلطی کړي وي او که د خوشحال خان خټک دا خبره ریشتیا او د کاڼي کرښه وي چي وايي د پښتو شعر له ده څخه مخکي نه قافیه او نه نظم درلود او دا دی وو چي پښتو شعر ته یې رنګ او ښایست ورکړ، او د پښتو نظم یې د سیالانو سیال کړ. که د میرزا دې غزل ته یو څه په انصاف وګورو نو وینو چي، چنداني څه،  چي هیڅ رواني نه لري. که څه هم چي د غزل لیکلو یو شرط رواني ده. غزل که هر څومره ښایسته ولیکل سي، خو چي رواني ونه لري ژوند نه سي کولای او د ښو غزلو په کتار کي خو له سره راځي نه.
کل عالم و شاه وته محتاج
یو دیدن د عارف د خاطر راج
روځ یې نوراني په خپل جمال کړه
شپه یې هم د دوو زلفو دواج
قسمت یې په ازل جلا جلا کړ
هر چا په هوس ونیو خپل خراج

په ځینو نورو ځایونو کی چي سړی د ده د  دېوان د یوې او یا بلی   قلمی نسخې ترمنځ د مفهوم  او کلماتو توپیرته گوری نو  بیا داسی فکر کوی چی په ځینو ځایونو کی  ځینی کلمات او الفاظ  د کاتبانو د بې سوادی له امله  غلط نقل  سوي دی.  او په ځینو ځایونو کی بیا  ښکاره لاس وهنه پکښی سوې ده .  او څرنگه چی د  پښتو ټولنی  چاپ یو انتقادی  متن دی ؛ او په حاشیو کي ځای پر ځای د بیلو بیلوقلمي او چاپي نسخومثالونه ورکړل سوي دي ،  نو سړی تر یوه ځایه پوری   ښه قضاوت ورباندی کولای سی.  مثلا  د دېوان د یوې غزلی مقطع یې داسی ده.
پاک روښان لکه چی دی هسی به تل وی
او میرزا په  ارواح ځوان په صورت زوړ شو
د کتاب په حاشیه کی راغلي دی چی  د کندهار او په قلمی نسخه کی  د روښان پر ځای الله دی. یعنی
 پاک الله  لکه چی دی هسی به تل وی
او میرزا په ارواح ځوان په صورت زوړ شو
د دې خبری معنی دا ده چی  یا خو میرزا  پاک روښان لیکلی او د کندهار او بلي قلمی نسخې ، چی د پښتو ټولنی په چاپ کی استفاده ورڅخه سوې ده، کاتبانو د روښان کلمه اړولې ده.  ځکه چی د پاک لفظ  ریشتیا هم یوازی  د الله تعالی سره راځی.  او یا به ده پاک الله لیکلی وی، او کوم کاتب چی هغه  به هم د روښانی طریقې  پیرووی، دغه کلمه په لوی لاس اړولې وي او د الله پر ځای یې روښان کارولی دی. په یوه بله غزل کی هم عین  لاس وهنه  سته.
په کوم کوم علاج  به زړه ځینی ساته شی
چی دیدن یې د نظر  لینده کمن دی لکه شمع
دا فقیر میرزا ثنا  د میا روښان کا
 چی دانش یې د کل علم سربلند دی لکه شمع
بیا هم په ځینو نسخو کی   دا فقیر میرزا ثنا د پاک الله کا، لیکل سوی دی. په همدې غزل کي د سیلابونو د انډول له پلوه ډیر لوی نقص موجود دی او د روانی له مخي ډیره بیخونده غزل ده. په غزل کي ښي لورته دوولس سیلابه او کیڼ لوري ته شپاړس سیلابونه راغلي دي، چي په هیڅ توګه روایت نه لري. که د میراز خان نور غزلونه، چي هم په اتو هم په دوولسو او هم په شپاړسو سیلابونو کي لیکل سوي دي د روانی او ښایست له مخي وکتل سي نو سړي ته دا سوال نه پیدا کیږي چي میرزا به ګوندي د سیلابونو په سم استعمال نه پوهیدی. او که سړی بیا هم پړه پر کاتبانو اچوي نو کاتبان داسي نه سي کولای چي د یوه غزل ټول یا ډیرزیات شپاړس سیلابونه دي دوولس ولیکي. دلته یوازي دونه ویلای سو چي امکان لري چي دا به د میرزا خان د زلمیتوب غزل وي. خو چي د غزل صوفیانه طرحي او فکر ته وګورو نو ویلای سو چي دا د زلمیتوب فکر نه، بلکه نه د پاخه عمر خبري دي.
 له باقي سرایه لیږدي پر باقي ملي     ۱۲ سیلابه
له نقصانه په کمال پوري بند دی لکه شمعه     ۱۵ سیلابه
دا د فقر جامه سکښتې په فقیر ده       ۱۲
چي تمام بدن یې سر وتیغ ته چند دی لکه شمعه     ۱۶
موتوا قبل ان تموتوا پرې پوهیږي               ۱۲
چي څکلی یې د مرګ د پیالې خوند دی لکه شمعه           ۱۶
عاشقان لکع پتنګ باندي پریوزي         ۱۲
چي دا هسي تجله مخ یې کمند دی لکه شمعه        ۱۶
په کوم کوم علاج به زړه ځیني ساته شي          ۱۲
چي دیدن یې د نظر لینده کمند دی لکه شمعه         ۱۶
دا فقیر میرزا ثنا د میا روښان کا              ۱۲
چي دانش یې د کل علم سر بلند دی لکه شمعه             ۱۶
دغه راز د میرزا یوه بله غزل، چي د احداد روښاني په ویر کي یې لیکلې ده، دونه بې نظمه او بې خونده ده چي سړی یې بیخي د میرزا خان انصاري کلام بللای نه سي. ځکه چي د احداد د وژل کیدلو په وخت کي پخپله میرزا، چي د مغول جهانګیر منصبدار وو، د پاخه عمر څښتن وو او ډیر ژر پخپله د دکن په جنګونو کي ووژل سو. نو دلته سړی یوازي یوه خبره کولای سي او هغه دا چي ځینی غزلونه ښايي اصلا نورو کسانو، چي د سم شعر لیکلو قدرت به یې هم نه درلود، د میرزا خان په دیوان کي اضافه کړي وي. ځکه یو څوک چي د میرزا خان په قدرت او زور غزل لیکلای سي او د میرزا خان په څیر د یوې پخې عقیدې څښتن وي هغه دغه ډول خامه، بې ترتیبه او بیخونده غزل لیکلای نه سي. د بلي خوا موږ ګورو چي په دې غزل کي میرزا خان ځان دونه  ملامتوي چي خپل ځان د هندوانو له کتاره شمیري؛ او په داسي حال کي چي پخپله د مغول جهانګیر منصبدار دی، د مغولو په مقابل کي د پښتنو د ښورښونو او هنګامې یادونه کوي او احداد، چي د مغولو سره په جنګ کي وژل سوی دی، شهید بولي. نو زه، یقین ته په نیژدې ګومان، ویلای سم چي دا غزل به د روښاني تحریک کوم بل مخلص د میرزا په دیوان کي اضافه کړې وي.
د فلک له چپ رفتاره
چي تر غوږ مي تیروي د غم کوکاره
ما چي په حضور ډیره ښیوه کړه
اوس حساب شوم د هندوانو له کتاره
د روښان د کور سرور وې
د افغان د سر دستاره
اول مي نه پیژاندې ځکه بیل شوم
د وحدت له نوبهاره
بقایت د شهادت دي مبارک شه
چي دا هسي سربازي دي کړه اختیاره
تا چي له فاني سرایه کوچ کړ
په ما دي رڼا ورځ کړه شب تاره
په مغول به پښتانه په هنګامه وي
څه شوې څه شوې د قادر ښایسته پلاره
د میرزا د زړه ارمان شوه
د احداد غني بادشاه د مخ ننداره
یوه خبره چي دلته سوال پیدا کوي هغه د مغولو د کلمې یو ډول مبهم استعمال دی.( په مغول به پښتانه په هنګامه وي) چنداني مفهوم نه لري، او سړی یې له سره په معنی نه پوهیږي. له بلي خوا پخپله میرزا خان د مغول جهانګیر منصبدار دی او د هغه لپاره د مغولوالي او پښتونوالي موضوع چنداني مطرح نه ده، او که ورته مطرح وي نو د مصلحت په اساس یې چنداني یادولای نه سي. او حتی که جهانګیر امر ورته کړی وای نو د روښانیانو او احداد  په جنګ به هم ورغلی وای. او بله خبره د احداد د پاچاهی ده. میرزا خان کوم احساساتي زلمی نه دی چي احداد ته غني بادشاه ووايي. لومړی خو غني بادشاه معمولا د خدای تعالی ج لپاره راځي او دوهم دا چي احداد هیڅ وخت د پاچهی دعوه نه وه کړې چي میرزا یې غني بادشاه وبولي. ځکه نو زه وایم چي، احتمال لري، دا غزل به کوم بل چا لیکلې وي او د میرزا خان په دیوان کي به یې درج کړې وي.
         میرزا خان انصاري د فارسي نظم سره، چي د ده په وخت کي یې د زلمیتوب دوره، سوونه کلونه مخکي، تیره کړې او د پاخه عمر دوران یې وو، د پښتو ژبي د نورو شاعرانو او پوهانو په څیر، ښه بلد وو. طبیعي خبره ده چي د فارسي په نظم کي به یې د شعر ټول صنایع لوستي او تر نظر تیري کړي وي او که نور هیڅ نه وي نو د سیلاب او قافیې له سم استعمال خو به یې ښه بلدیت درلود. کله چي د فارسي شعر ، او په تیره بیا د حافظ شیرازي له شعر سره، چي د روانی له مخي یې ساری کم دی، د هغه ښانايي ته ګوري نو په یقین سره ویلای سي چي، که نور هیڅ نه وي، نو په نظم کي به د سیلاب او قافیې له سم کارولوسره ښه بلد وو.میرزا خان د فارسي ژبي د مشهور شاعر حافظ شیرازي له کلام سره دونه علاقه مند دی چي د هغه د یوې غزلي څو بیتونه یې کټ مټ را اخیستي او ترجمه کړي دي.

نفس باد صبا مشک فشان خواهد شد
عالم پیر دګر باره جوان خواهد شد
ارغوان جام عقیقي بسمن خواهد داد
چشم نرګس به شقایق نګران خواهد شد
این تطاول که کشید از غم هجران بلبل
تا سرا پرده ګل نعره زنان خواهد شد
ای دل ار عشرت امروز به فردا فګني
مایه نقد بقا را که ضمان خواهد شد
ماه شعبان منه از دست قدح کاین خورشید
از نظر تا شب عید رمضان خواهد شد
ګل عزیزست غنیمت شمریدش صحبت
که به باغ آمد ازین راه روان خواهد شد
حافظ از بهر تو آمد سوی اقلیم وجود
قدمي نه بوداعش که روان خواهد شد

موږ به د میراز خان انصاري د یوه صوفیانه غزل ځیني بیتونه دلته راوړو چي تقریبا ټکي په ټکي د حافظ شیرازي د پورتني غزل ترجمه ده او سړی په دې  یقین پیدا کوي چي میرزا د لویو شاعرانو د کلام او عقایدو سره ښه بلد وو او د نظم قوانین به یې حتما ښه زده کړي وه.او په دې غزل کي ګورو چي د میرزا خان انصاري د نظم رواني له حافظ شیرازي نه کمه نه ده.
باد به بوی د دغه زړه وړي لون لون
هغه زوړ عالم به سر له سره ځوان شي
ارغوان به عقیق جام و سمن ورکا
چي نرګس و شقایق و ته حیران شي
پر بلبل چي د هجران غمونه تیر شي
په دیدن به د ګلونو پر فغان شي
د دې نن ورځي امید په ګانده مه کړه
بیا د تیر ساعت څوک څرنګه ضمان شي
په شعبان کښي ته پیاله له لاسه مه ږده
بیا وعده به یې تر عید د رمضان شي
هر یو ګل چي پر دا لار راغی و باغ ته
دغه هسي به پر بله لار روان شي
دا میرزا په جهان ستا په رضا راغی
په رخصت به دي له دې سرایه روان شي
 موږ  د میرزا خان انصاری د دېوان ټول انتقادی  متن دلته نه سو راوړلای.  په دې  دېوان کی د ځینو اشعارو مفهوم  په بشپړ ډول اړول سوی وی.  او ځینی  کلمات په دریو  څلورو نسخو کی  په بېلو بېلو شکلونو راغلي وی.  چی کله کله خو یې ټول شکلونه بې خونده وی.  او سړی نه پوهېږی چی پیر محمد کاکړ او شمس الدین کاکړ ته  به کومه نسخه لاسته ورغلې وی، چی د پښتو ژبی  د دونه سترشاعر  په برخه کی  یې دغه راز قضاوت کړی دی چی  د ده  د شعر الفاظ وحشی او بې معنی بولی. البته  یو بل احتمال هم له نظره  نه سو غورځولای . او هغه دا چی پیر محمد کاکړ او شمس الدین کاکړ ښایی د دینی عالمانو په حيث  د میرزا  خان د روښانی مفکورې  او د هغه د تصوف  له عقیدې سره  مخالف وی. او شمس الدین کاکړ خو په خپلو ډیرو غزلونو کي ځانته ملا وايي. او کله چی د وحشی او بې معنی الفاظو نوم اخلی  نو مطلب به یې  ښایی  دغه د روښاني عقیدې   مفاهیم وی ، چی میرزا په خپلو تقریبا ټولو  غزلو کی کار ورڅخه اخیستی دی، او که یې د قافیې او سیلابونو په برخه کي دغه کمزوری لیدلي وي نو بیا خو حق په جانب دي.
        د میرزا خان په دېوان کی  ځینی داسی بیتونه هم راغلي دي چی  د ټولو  قلمی نسخو اتفاق ورباندی موجود دی خو هلته  د قافیې ډېري نیمگړتیاوی لیده کېږی.  او سړی کله کله دې احتمالي نتیجې ته رسوی چی د پښتو غزل لکه چی د میرزا خان انصاری  تر زمانې پوری لا پوخوالی ته نه وه رسېدلې.  مثلا په یوه غزل کی موږ گورو چی   میرزا خان  دور، طور، متصور، تهور، بالفور، چور  او دغه راز نور کلمات، چی د قافیې له مخی چندانی  سر نه سره خوری،  په یوه ردیف کی راوستي دي. او په بل غزل کي بیا گورو چی  د ډېره، تېره، مېره، هېره، دلیره، شمشېره، او منیره کلمات  په یوه ردیف کی راوړي اود میرزا خان د غنی مفاهیمو د افادې شرنگ او آهنگ یې خراب او بدرنگه کړی دی. البته دا باید زیاته کړو چی دغه راز کلمات  د میرزا په دېوان کی دونه زیات نه دي چی   د هغه د دېوان ارزښت ته دی تاوان ورسوی. او موږ دا خبره بیا هم کولای سو چی  میرزا خان د پښتو ژبی  له لومړنیو شاعرانو څخه دی چی  د خوږو غزلو او قصیدو  یو داسی بشپړ دېوان یې را پرې ایښی دی چی  هر غزل او هر کلام یې  د هغه د صوفیانه  افکارو ښکارندوی دی. او  د همدغو افکارو د افادې په منظور یې  لیکلي دی.  
که یو ځل  د خدایی عشقه همخانه شې
یو په یو به له عالمه بېگانه شې
له هستیه به نیستیه لره ورشې
په دانېست به له کل هسته یگانه شې
د تهمت  غشي به واړه پر تا اوري
تروبه ته د  خاص وعامه  نښانه شې
د زړه حال به له نا اهلو خلکو واخلې
همېشه به لکه گنج په ویرانه شې
دغه خپله وداني به ویرانه کې
بیا به تل د کل ویرانو ودانه شې
که دي ځان په دا سوزانه لمبه کښېښو
په دا درد به جان گدازه پروانه شې
یو شراب حقیقی به دي تر خولې شي
تل به مست  له دغه مسته مستانه شې
په هیڅ دود به د دوه کونو پروانه کړې
که توانگرد  قناعت په خزانه شې
ته باران به د رحمت پرعالم اورې
هم به تخم پر جهان دانه دانه شې
د دې حال  اهل به ستا له  حاله وایی
په ریشتیا به د ریښتینو افسانه شې
په ویل به  وویونکو ادب ورکړې
تروبه زېب د واړو چنگ او ترانه شې
که گویا دی د گویا په ثنا کښېوزی
د میرزا په دود به یاد په زمانه شې
 په دې پورتنی غزل کي یوازي د مضمون غنا طرح نه ده بلکه د میرزا خان د ځینو غزلونو په خلاف، چي موږ یې مثالونه راوړل، د سیلاب او قافیې له مخي هیڅ ډول نیمګړتیا نه لري، او خپله بشپړه رواني یې ساتلې ده. میرزا خان انصاري د حقیقت پیدا کولو پر لار سفر کوی.  مگر وايي چي  پر دې لاره سخت نابلده دی. او هیڅ منزل ته نه سی رسېدلای. دغه وخت دی  چی  پیر کامل را پیدا کېږی. دی له لاسه نیسي، او د حقیقت سر منزل ته یې رسوي. دلته میرزا له گومانه پاکېږي،او یقین حاصلوي. نه یوازی حقیقت ته رسېږي، بلکه دومره زور پکښی پیدا کېږي چی  په یوه نفس د دنیا له یوه سره تر بله  سفر کوي، او نور نو پخپله هم د دې  اهل دی چی نورو ته  د حقیقت لاری ور وښیی.
زه هر څو چی د عادت په رسم تللم
د تحقیق تر فهم نه ورسېدلم
یو می سخت پر نالیدلې لار سفر کړ
امانت می سرباری و پر ځان ظلم
رهنمای له یوه لوری را پیدا سو
دې دلسوز په ناپوهی وپوهولم
د گومان له علتونو یې فارغ کړم
د یقین په پرهېزونو یې ساتلم
د معنی قوت می هسی  مدد بیا موند
په یوه نفس کی قاف تر قافه ځغلم
دا وینا د حقیقت په ژبه وایم
اوس یې زه پر خلکو ږدم هم یې اخلم
و میرزا وته می درست  د حاله ووې
چی په کوم پټي زرغون شوم چا کرلم
         میرزا خان انصاری یوه ټوټه عشق گرځېدلی دی .نه پوهېږی چی د زړه مینه یې له چا سره زیاته ده. ځکه چی دی د کایناتو په هره  ذره کی  د خپل یار مخ وینی. او هره ذره یې د یارد مخ  آیینه ده.  میرزا پر خپل یارمین دی.  د ده د وجود هره ذره د خپل یار  د مینی ذکر کوی. بالاخره د خپل وجود په هره ذره کی  هم خپل یار وینی.  او کله چی خبره دې ځای ته رسېږی،  نو میرزا خپل ځان  د حیرت په مقام کی وینی، او گوری چی د یار محبت بیرته د ده وجود ته را گرځېدلی دی.
له دې خپله حاله څه وایم و چاته
 چی د زړه مینه د چا ده پر چا زیاته
دا زما محبت واړه پر خپل یار شو
اوس د یار محبت وجارووت وماته
له دې خپلی رضا  هسی رنگ فاني شوم
چی نفی معنی می راوړه تر اثباته
کل ذرې می ونظر ته آیینې شوې
په هر څه کی    یو اشنا وینم مخ راته
مهتر خضر و ما هسی اوبه راکړې
د سکندر ملکونه وینم بې مرآته
چی گومان د کوه طور په لمبه وسو
ارني ناره یې اورم و موسی ته
دا بې مثله زړه می جام لکه د جم  شو
پکښی وینم اوه مځکی سماواته
د گومان دویي می لیري کړه له میانه
له فاني منزله راغلم و بقا ته
دا صفات می د صفاتو آیینه شوه
او د ذات اصل می ورغی تر ذاته
پر مسکین د مستحق حکم نه ویني
دا فقیر میرزا یې خلاص کړ له ذکواته
        میرزا خان انصاري پر خپل خراب زړه باندی د خپل یار د مینی داغ لري. په همدغه داغ  بسیا دی، او نور نه غواړي چی  د بل چا منت یوسي.  د هغه یا ر یو دی، د هغه مینه یوه ده، د هغه جانان یو دی  او لېمه یې هم  د جانان د یادونو داغ تور کړي دي. دی د فراق له حاله همېشه په بڼو  د اوښکو بارونه وړي ، مگر څوک په د ې نه پوهېږی چی  دا بار څومره دروند دی.  او د یوه سړي د پاره یې  همېشگی تحمل  څومره گران دی. د ده د پاره خپله مینه  د مچیو کور گرځېدلی دی، چی د شاتو سره لشې  هم لری.  خو میرزا خان له دې حاله شکایت نه کوی، او وایی  چی  د هوس سره غم  هم باید  ملگری وی او د مینی  په لاره  کی د دواړو  مستحق دی. موږ بیا هم ګورو چي په دې غزل کي د نظم ټول قوانین رعایت سوي دي او د مخکني غزل په څیر یې رواني ساتلې ده.
چی د یار د مینی خوږ په خراب زړه وړم
بېهوده به د نور چا منت په څه وړم
خپل اشنا د یادو داغ را باندی کښېښود
د دې داغ نخښه یې عین په لېمه وړم
دواړه کسي می له دغه سیاهي روغ دي
اوس یې ځکه په سیاهي پسی لیده وړم
دې یوه کتو له هر  لوری پیل راووړ
دا د جنگ ناوکي ډوب په لړمانه وړم
د فراق له حاله هیڅ ویلای نه شم
مدام اوښی آوېزانی په باڼه وړم
ناز پرور له هسی حاله خبر  نه دی
د هجران دغه درانه بارونه زه وړم
یخ صورت می دم تر دمه ویلي کېږی
په علاج  یې گهي اور  گهي اوبه وړم
محبت مي  په مثال زنبور خانه شوه
چی خواږه یې پرې کوم په ځان لاشه وړم
غم ښادی د عاشقانو همخانه وي
چی هوس یې قبلوم اندوه یې ښه وړم
لکه روح می د خپل یار په هوا والووت
دا خسته صورت به هم پسی هاله وړم
په میرزا د محبت لمبې چوپېر شوې
په دغه آتش به ډېراومه پاخه وړم
        میرزا  خان انصاری یوازی صوفی شاعر نه دی. هغه د ښکلا، هغه  د حسن ، هغه د زلفو او ښایست هر اړخ ته متوجه دی. کله یې چی زړه د زاهد  او ناصح  له نصیحته مستغني کېږی ، نو د هغه د سرکښی  د مخنیوی چاره یوازی او  یوازی  د زلفو ځنځیر بولي. یعنی په اصطلاح اورپه اور وژني. میرزا عاشقی خپله ازلي برخه  بولی. ده په ازل کی د وفا او مینی  وعده کړې ده او  بیانو شکایت  مکر او تزویر ورته ښکاری. دی د خلکو ملامتی خپله ازلی برخه بولی، او په دې قانع دی چی د ازل برخه او وېش  په بله نه کېږی.
 
ستا د ډېری مینی زه به څه تدبیر کړم
تر تا څو به د داهسی غم شبگیر کړم
نن می زړه له نصیحته مستغني شو
مگر بند یې ستا د زلفو په ځنځیر کړم
داستا زلفو می دا جمع زړه پرېشان کړ
څه مجال دی چی یې یو په یو تقریر کړم
د هجران غم چی پر ما باندی تېرېږي
 په یوه نامه محال چی یې تحریر کړم
که می زده وای چی په دا به وصال مومم
دین دنیا به باندی وبازم توپیر کړم
چی دا زه یې له میثاقه عاشق راغلم
اوس به څه لره زه مکر او تزویر کړم
له اوله ملامت د میرزا  بخره
د ازل قسمت به څرنگه تغیر کړم

 که د میرزا خان انصاري په دیوان کي ښایستو او رنګینو ترکیبونو او کلماتو ته وګورو. که د هغه په شعر کي د روښاني تصوف نسبتا ساده افادې ته یو نظر وکړو او که د هغه په دیوان کي د نظم پر قانون او چوکاټ باندي بشپړو برابرو نظمونو او شعرونو ته وګورو نو ویلای سو چي د هغه په دیوان کي غلطی او بې نظمی د ګوتو په شمیر دي او د پیرمحمد کاکړ او شمس الدین کاکړ په اصطلاح وحشي او بې معنی کلمات او الفاظ یې د دیوان ارزښت په هیڅ توګه نه سي کمولای. میرزا خان انصاري د پښتو ژبي د شعر له بنسټ ایښودونکو څخه دی او موږ یې د شعر د تللو او ارزولو په وخت کي د کلام د نیمګړتیاوو پر ځای، چي ښایی راز راز عوامل ولري، کمال ته ځکه توجه کوو چي د کمال شعرونه یې په سل ګونو او نیمګړي شعرونه یې په لس ګونو هم نه دي. بده به نه وي چي د بحث د ختم په توګه د هغه یو بل روان او صوفیانه غزل، چي د خپل سکونت د مقام یادونه پکښي کوي، راوړو.
هر بنده چي د رحمت په نامه یاد کړم
په دا رحم یې بهتر تر کل عباد کړم
په ازل چي ميکرم پرې باندي وکه
تر ابده وفايي پخپل میعاد کړم
زما یاد به یې څراغ د معرفت شي
او یقین به یې اساس لکه عماد کړم
غافلان له هسي حاله خبر نه دي
چي په زړه د ذاکرانو اعتقاد کړم
د اندو نخښه به ځای پرې باندي نه کا
هغه زړه چي په دا خپله خوښی ښاد کړم
چي هر یو به په کرده سزا بیا مومي
له نیکانو سره ښه په خلکو داد کړم
چي اختیار مي تن په تن باندي ویشلی
د هر چا پخپله مینه استعداد کړم
عرش الله د مومن زړه په دا معنی دی
چي خپل مهرو محبت باندي بنیاد کړم
هر مسکین چي د صورت تر خوښی تیر شي
دا زما رضا به واړه د ده مراد کړم
جدايي پیوند زما په نظر نشته
ترو له چا سره آشتي له چا جهاد کړم
چي طالب تر سکونته پوري راغی
د شاګرد په خوله خبري د استاد کړم
که د رسم حجاب لیري کړم له میانه
د میرزا په دود به څو بندي ازاد کړم.