غزل
20.08.2014 01:01زه درسره یم بیله ما ځه بې یاره مه ځه
کوڅې نیولي رقیبانو بې رویباره مه ځه
پر زړه مي بد شګون را اوري بیا دی نه وینمه
شپه ده تو پان دی توند باران دی تر سهاره مه ځه
ته دي خپل اور تازه کوه زه به وزر سوځوم
یوازي ستا لمبه مي ویني بې نګاره مه ځه
ما له اوله ستا د میني لیونتوب منلی
پریږده چي زما جنون یاغي سي ته تر داره مه ځه
زه له خالپوڅو تر لحده یم خزان وهلی
ستا دي قسم په خپل ښایست وي نوبهاره مه ځه
ګوندی یوه شیبه زه هم خوب ته در ولویږمه
زما د زخمي زخمي یادونو له مزاره مه ځه
ما چي په ویښه د خپل کلي لمبې ولیدلې
زما د یوې شپې د جوړ کړي خوب له ښاره مه ځه
ما د بلبلو په ځالیو کي زاغان ولیدل
دا یو ګړی مي د خیالونو له ګلزاره مه ځه
ما جهاني له خپل خالقه سره رنځ منلی
درده زارۍ درته کومه له پرهاره مه ځه
۲۰۱۴ د آګست پنځه لسمه ویرجینیا