د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آلمان د معاصرو ادبیاتو ځانګړنې د (۴۷ ډله ) څوک ول؟

یوسف هېواددوست 27.07.2014 12:16

د یوسف هېواددوست ژباړه

تر هغه وخته  چې له دویمې نړېوالې جګړې څخه د راپیدا شوي ټپ ( زخم ) څخه وینه راځي ، نو جګړه به لا هم دوام ولري  ( هانریشل بل )
له  دویمې نړېوالې جګړې دوه کاله وروسته په ۱۹۴۷ ز کال کې په  آلمان کې  یوه دله جوړه شوه چې د (۴۷ ډلې ) په نوم یادېدله .هغوي د پاخه عمر فرهنګپال ول چې غوښتل یې ځوانان لارښوونه کړي ، او سم یې لارښوونه کړي ( نه لکه زموږ د هېواد بانډ بازي ـ ژباړونکی  ) . د دې ډلې د لارښوونکو  یوه ځانګړنه دا وه چې حیرانونکی انتخاب به یې کاوه .دوي له ۱۹۵۷ ز کال څخه وروسته یوه جایزه وټاکله .د ددوي د تشخیص  ځواک ډېر حیرانونکی و ، هغه داسې چې دوي دغې جایزې او ایواډ  ته داسې کسان  په نښه کول چې هغوي به وروسته د آلمان او د سیمې په ادبیاتو کې   وتلي  کسان شول .(( اینګه بورګ باخمن )) چې اوس ټول په یوه خوله وایي :هغه له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د آلمان د ادبیاتو ترټولو ستره ښځینه  الماني شاعره ده ، کله چې د دې ډلې جایزه یې واخیسته ، هیچا نه پېژندله ، که څه هم ځيني ورځپاڼو او مجلو د هغې ځیني شعرونه هم خپاره کړي و ، خو هغه یوازې هغه وخت نومیالۍ شوه چې د دغې ډلې جایزه یې ترلاسه کړه .(( ګونتر ګراس )) چې اصلا د خپل ( حلبي ډول ) په نامه  شهرت لري ، د ( ۴۷ ډلې ) په یوه غونډه کې د همدغه اثر ( حلبي ډول ) یوه برخه ولوستله او په دې توګه یې جایزه وګټله .په همدې توګه (( هانریش بل )) هم خپله لومړنۍ جایزه د همدغې ( ۴۷ ډلې ) څخه ترلاسه کړه . له دغې جایزې هغه دمخه  چا نه پېژاند  ، خو له جایزې وروسته  نومیالی شو .
دلته موخه دا ده چې څرګنده کړو دغه ډله څه تصادفي او بې ګټې او ګوندي ماره ډله نه وه .هغوي ډېرو لږو کسانو ته جایزې ورکولې ، خو هر چا ته یې چې جایزه ورکړې ، هغوي ډېر شهرت موندلی . هغوي له ۲۷ کلنو تر ۴۰ کلنو لیکوالو او شاعرانو ته دا جایزې ورکولې .دغه ډله په فلسفي  اړخ کې یعنې د فلسفي بنسټ له مخې د ( فرانګفورت ) د ښوونځي لارویان ول .د دغې فلسفې دوه بر خې دوي راخپلې کړې وې .یوه یې دا وه چې موږ ورته ( د ګټې اخیستنې اصل ) وایو او دویم هغه یې د ( له ځان څخه د پردي کېدو اصل ) دی چې په ښاري مدرنه ژوند کې  انسان ته ورپېښیږي  چې ددغه شان  اندېښنو بېلګه موږ د چارلي چاپلین  په ( نوی پیر،،عصر ،، ) فلم کې ګورو چې کارګر هلته خپله په یو ماشین بدلیږي .
له ( ځان څخه پردی کېدل ) د یو اصل په توګه د لومړي ځل لپاره د ( هیګل ) لخوا  څرګند شو .دا بل اصل چې موږ ورته ( د ګټې اخیستنې ) اصل وایو ، هغه داسې دی چې انسان په مدرنه ژوند کې باید ددغه اصل په خدمت او چوپړ کې وي .په دې معنی چې انسان ژوند کوي د کار لپاره او نه دا چې کار کوي د ژوند کولو  لپاره .په ډېرو فلمونو ، لنډو کیسو ،  ناولونو او داستانونو کې به تاسو لیدلي او لوستلي وي چې د بېلګې په توګه ټول هغه کسان چې په یو رواني روغتون کې بستر دي ، هغوي ټول لیونیان نه دي .دوي هغه کسان دي چې نه غواړي د ( ګټې اخیتنې )  یا  په بله وینا ( له دوي څخه د ګټې اخیتنې ) د سیستم په چوپړ کې وي ، نو ځکه ړخو یا دوي ته لیونیان وایي  او یا د ټولنې ضد او منفي کسان .
له جګړې وروسته د آلمان د ادبیاتو بله ځانګړنه رادیکالیزم و .دغه رادیکالیزم  د دې لاامل شو چې محافظه کاران د دغه شان ادبیاتو خوا ته لاړ نه شي هغوي دغه ډول ادبیاتو ته په بابېزه کتل ، دویم لاس او بېکاره  یې ګڼل .پر رادیکالیزم د آلمان یو شمېر سیاستپوهانو او چارواکو هم اغېزه وکړه او داسې شوه چې  دغه چارواکي لکه ( آدنایر ،ویلي برانت ، هلموت کول او ډېر نور  پر رادیکالیزم اغېزمن  شول.له جګړې وروسته  دموکرات مسیحي ګوند  د ( کنراد ادنایر ) په مشرۍ  د سیاسي کادرونو په ستونزه اخته شو .ټول یا چپیان ول او یا د پخواني نازیستانو غړي ،آدنایر د دې دواړو ترمینځ ښه وګنله چې د هغو پخوانیو کادرونو پر خوا ورشي چې دومره مشهور او بربنډ نه ول .هغه وغوښتل سوسیال دموکراتان هم ګوښې ته کړي .دوي په ټولنه کې داسې تبلیغ کاوه چې هیڅوک حق نه لري( کیڼ لاسی )و اوسي، او ان دا چې باید دموکرات هم نه وي .سیاستمداران باید زموږ د ګوند غړي وي ( دموکرات مسیحي ) .او په دې توګه ګورو چې  سیاستوالو پر ادبیاتو اغېزه وکړه ، خو د ویلي برانت  په اړه داسې نه وه .دا ادبیات ول چې پر ویلي برانت یې اغېزه وکړه .هغه له ( هانریش بل ) او (ګونترګراس ) سره نږدې اړیکې درلودې .تر هغې وروسته  هم د ( بادر ـ ماینهوف )د محکمې  او یا د ( برلین د دیوال )  د جوړولو مسُلې  هم لیکوالان  دې ته اړ کړل چې  ددغه شان پېښو او  د آلمان د روح د ټوټې کولو اصلي عاملین د  مسیحي دمکرات ګوند سیستم  وګڼي او د دغه شان پېښو پر وړاندې د آلمان ادبیاتو انسان خوښونې بڼه غوره کړه . ..