د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه نوی کور

یوسف هېواددوست 17.01.2015 17:44

مینا خپل مخ ته لاسونه وروړل .پر مخ ، شونډو او پوزې یې د وینو تودوخه احساس کړه  .دا لومړی ځل  نه دی چې جانان په هغې لاس پورته کوي .دا دولس کاله کیږي چې دلته او هلته   په دغه ډول ځوریږي .هره ورځ وهل ـ ټکول .د چا خبره یوه ورځ یې هم ښادي ګۍ و نه کړه .مینا هغه ناوې وه چې  له واده نه یې وروسته  په دا دومره کلونو کې د مېړه په کور کې هغه نادودې ولیدې چې هیڅ ساری یې نه درلود ، او د مېړه د زورـ زیاتي او تاوتریخوالي له امله یې  د بدن ټول غړي شنه اوښتي و .دلته چې د اروپا دې هېواد ته راغله ، هغې داسې ګمان درلود او اوریدلي و چې  دا خو لکه زموږ په شان وروسته پاتې هېواد نه دی ، دلته به نور د تورګل له وهلو ـ ټکولو خلاصه شي .دا یوه بله نړۍ ده .ښځو ته درناوی کیږي .وهل ـ ټکول او زور ـ زیاتی خو له شرمه ډک عمل دی . خو د مینا غریبې  دا ټولې هیلې په اوبو لاهو شوې . تور ګل هماغه د وطن تورګل و.هېڅ بدل نه شو او دا پنځه کاله یې چې دلته تېر شول د چا خبره ،سړی نه شو .نن یې  په دې خبره ښه وډبوله چې ولې یې د  ښاروالۍ له مامور سره ومنله چې د دې هېواد د ژبې زده کړې کورس ته به ځي ؟ په دا دومره موده کې مینا ته اجازه نه وه چې دژبې  د زده کړې ښوونځي ته لاړه شي ، او یا چېرته ځانته کار پیدا کړي .هر مازیګر به چې تورګل راغی نو د مینا د وهلو ـ ټکولو لپاره به یې یوه پلمه جوړوله .څو ورځې مخکې د ښاروالۍ ماموره چې  دلته افغانان ورته مشاوره وایي او هر مهاجر ترڅو چې  د دې ځای له ژبې ، کلتور  ، ورځني ژوند ، دود او دستور او نورو خبرو سره آشنا کیږي ، نو  دغه مشاور  ورسره  د بلدتیا په همدغو دریو کلونو کې مرسته کوي ،هغه د دوي کور ته راغلې وه .له هغې سره یو ژباړن هم راغلی و . ژباړن مینا ته د مشاورې دا خبره کړې وه چې  که د ژبې د زده کړې ښوونځي ته لاړه نه شي ، نور نو دولت دوي ته میاشتینۍ پیسې نه ورکوي .مینا خوارکۍ  حیرانه وه چې  څه وکړي؟کورنی اقتصاد یې ورځ تر بلې ویجاړېده ځکه  چارواکو د دوی له میاشتنیو پیسو هره میاشت  یوه برخه کموله  او د نوی قانون له مخې هر  مهاجر ، نر وي که ښځه ، باید ژبه زده کړي او له هغې وروسته ځانته کار ومومي .نور نو دولت دوي ته وړیا پیسې نه ورکوي . مینا خپلې مشاورې ته چې ډېره زړه سواندې   مېرمنه وه  په ژړا کې وویل : زه نشم ... زه نشم ... زه ناروغه یمه ... ما خپل هېواد کې هم  ښوونځی ندی  لوستلی  ، دا ما ته ډېره سخته ده . ما شوم هم راپه غاړی دی ، زه ښوونځي ته نشم تلای .خو مشاورې ورته وویل : که ناروغه یې لاړه شه ډاکټر ته  .هغه به دې وګوري  او که خدای مکړه کومه سخته ناروغي وي نو  هم به دې علاج وکړي او هم به یې موږ ته ولیکي چې   دا مېرمنه د ناروغۍ له کبله ښوونځي ته نشي تلی ... خو له دې ها خوا، دا ستا دنده ده  چې د ژبې ښوونځي ته  هره اوونۍ درې ورځې لاړه شي او ژبه زده کړې .دا دوه پاتې ورځې هم باید  چېرته د عملي کارزمینه  درته برابره کړو لکه پراکتیک . مینا غریبې نشو کولای ورته ووایي چې  هغه یې مېړه نه پرېږدي  او په نه خبره یې هره ورځ ډبوي.مشاوره چې روانه شوه  نو په تلو تلو کې یې د ګوتې په ښورولو سره ورته وویل چې : له خپل مېړه سره وغږیږه  ، دوه ورځې وروسته زه راځمه  او له ځان سره دې وړمه  او هلته د ژبې ښوونځي ته به دې ور وپېژنمه .مینا همدا خبره کټ ـ مټ تورګل ته وکړه  ، خو تورګل هماغه تور زړی ګل و ، په هماغه خره سپور و  او د چا خبره د هغه چرګ یوه پښه درلوده .د مینا لا خبره نه وه خلاصه چې د سوکانو او لغتو ګوزارونه یې پرې پیل کړل : (( ته اوس دومره شوې چې زما په غیاب کې فیصلې هم کوې ...زموږ په کورنیو کې ښځو درس مرس ندی ویلی .زه دا شرم نشم منلای چې دلته او وطن کې به ټول راته وایي : ښځه یې مکتبۍ شوه، ځي له سره او شنو کافرو سره درسونه وایي ...)) .مینا سره له دې چې پوهېده که یوه خبره ورغبرګه کړي نو په څپېړو او سوکانو به یې  مخ  لکه بام داسې وروپټسوي، خو سل زړونه یې یو کړل  او په داسې حال کې چې د غږ په تون او لهجه  کې یې ډار او وېره له ورایه اورېدل کېده ورته وویل (( نو څه وکړمه ، له دې کار نه خوچاره نه لرمه .))دا خبره نه وه لکه بم چې په تورګل بده ولګېده او لا خبره نه وه خلاصه چې هغه  مینا ته یوه کلکه او ښه  کره کي څپېړه ورکړه چې سم دستي راولوېده او له پوزې او خولې یې وینې جاري شوې: (( ته زما ښځه یې ، ته مسلمانه یې ، مګر زه مړ شوی یم چې ته له کافرو سره ښوونځي ته ځې ؟ )).دا خبره لا نه وه تمامه چې خپل یو نیم کلن ځوی یې هم په لغته ووهه او هلته لرې یې غوزار کړ .د ماشوم ژړا ډېره ځورونکې وه ، ها خوا د مینا ټوله لمنه له وینو سره شوي وه او کله چې د خپلې پوزې څخه یې له وینو ډک لاس لرې کړ نو  د هغې له خولې بې اختیاره دا  خبره راووتله چې : (( خدای دې لاسونه او پښې ماتې کړه .ماشوم ولې وهې ...هغه څه ګناه لري ؟ )) .مینا د خپلوښېراوو  په مینځ کې پر خپل  ماشوم ځان وغوړاوو چې له نور وهلو یې وساتي او ماشوم یې له خپلې غېږې سره سم ټینګ ونیوه او ورسره جوخت د پخلنځي خواته یې منډه کړه .تورګل هم ورپسې ورغی او لږه شېبه وروسته له پخلنځي نه د مور او ماشوم د بغارو  اوله درده ډکو نارو  انګازې وختلې ، تا به ویل ځمکه او اسمان رانړیږي .دهغې  له درده ډکو نارو کې دا خبره  سمه اورېدل کېده چې ویل یې : (( خدای دې جزا درکړي ...ظالمه چې دومره غیرتي وې ، نو ولې دې دلته راوستلمه .د همدې کافرو ډوډۍ او پیسې خورې  ، خو په درس او سبق شرمیږې ؟تا خپله هم دلته ټول عمر همداسې تور تېر کړ .نن دې اخره ورځ ده...څومره چې دې دا نامسلمانه لاسونو کې قوت شته ما پرې ووهه...سبا به درسره ګورم .موږ هم خدای لرو )) . او پرون خبر شوم چې د تورګل کورته پولیس ورغلي  او د خپلې مېرمنې او ماشوم د وهلو ـ ټکولو په جرم یې  زندان ته اچولی  او مینا ته یې د هغه له ماشوم سره یوځای  د هغوي د غوښتنې سره سم  نوی او جلا کور ورکړی ... نوی کور ... جلا ژوند .
 
د ۲۰۰۱ز کال د اپریل ۲۹
د ډنمارک د هونډیسټیډ ښار