د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوسف هېواددوست

04.01.2016 11:37    |   یوسف هېواددوست د ماشوم ادبیات

،او په ژمي کې نږدې و چې له ولږې مړ شي .کله چې پسرلی راورسېد موږک وپتیله چې دا ځل نو د خپل ژمي لپاره یوڅه خواړه سپما او زېرمه کړي .په همدې اند له خپلې جونګړې د باندې راووت او خپل وچ ډاګ پټي ته یې وکتل .فکر یې وکړ ،ښه فکر یې وکړ او څرنګه چې ټېپر یا شلغم یې ډېر خوښېدل ، نو دې پایلې ته ورسېد چې ټېپر یا شلغم وکري .پټی یې ښه ښایسته پر بل مخ راواړوو او د ټېپرو یا شلغم تخم یې پکې

29.12.2015 11:24    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ټینګ حلبي سرتېری

یوه ورځ له ورځو ، پنځه ویشت حلبي سرتیري ول چې کېدای شو ورته ، وروڼه وویل شي ،ځکه ټول له یوې پخوانۍ څمڅۍ څخه جوړ شوي ول .ډول او څېرې یې داسې وې چې ټولو وسله پر اوږو درلوده ،مخامخ یې کتل او رسمي سره او شنه کالي یې ډېر ښایسته ول.یوه ورځ هغه وخت چې د هغې قطعۍ سر پورته شو چې دوي په کې ول ،لومړنۍ خبره یې چې واورېده دا ، وه چې : (( حلبي سرتېری !)).دا د هغه کوچني هلک غږ و چې له خوښۍ نه یې خپل دواړه لاسونه سره پړقول ، ځکه دا

24.12.2015 12:53    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ، او هغه کار او ښار پرېښود

(( ستا له لاسه ما خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړه ...)) ، جمال د دې خبرې په کولو سره د بي بي ګلې بغارې او رمباړې پورته کړې : (( کومه کورنۍ ...په دې کورنۍ راټوله وه ...ما یې د جوړ او ناجوړ پوښتنه کړې ...زه خدای ووهلمه چې ددې کور ناوې شومه ...دوي څه بې عزته خلک دي ...دوي خپل لیدلي و او د نورو نه ...ما سره ځان وهي ! له خپل یو تار وېښته سره بې دا ټوله کورنۍ دې برابره نه کړم ...ته هم هماغسې ترنګړ یې لکه خپله کورنۍ دې ... نور ، نو ما ته داسې خبرې و نه کړې ... پوه شوې ؟ )).احمد په پوره حوصلې سره د بي بي ګلې دا او دې ته ورته نورې خبرې ، هره ورځ اورېدلې ...او پرته له دې

15.12.2015 11:20    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ،‌ د هومر په قبر ګل

د ختیځ شعرونه له سورګل سره د بلبل د مینې ، له انګازو ډک دي .په چوپتیا کې ، له رڼو ستورو سره ، په روښانه شپو کې ، کوچنۍ مرغۍ دغه شان خپلې مینه ناکې سندرې، ګل ته وایي . د( ازمیر) ښار ته نږدې ،تر لوړو چنارو لاندې سوداګرو خپل له بار څخه ډک اوښان وچلول او ستړو اوښانو ، همدا چې دغې سپېڅلې ناپېژانده خاوره کې خپل ګامونه کېښودل ، خپلې اوږدې غاړې یې په غرور سره لوړې ونیولې .دلته ما ، د غوړېدلو سرو ګلانو بوټي ولیدل .ساراني کوترو په هسک کې د ونو د ښاخونو تر مینځ الوتنه کوله او وزرونه یې د لمر تر وړانګو لاندې لکه مرغلرو ځلېدل . د دغه ګل بوټي ، یو ګل له هغه بل

07.12.2015 11:08    |   یوسف هېواددوست پتنګ

پتنګ د یوې مینې په لټه کې و، او طبیعی ده چې یو کوچني ګل پسې ګرځېده ، ځکه نو باید پر ټولو ګلانو ګرځېدلای وای.هر ګل لکه د نه کوژده شوې ځوانې نجلۍ په شان د څانګو پر سر غلی او دروند ناست و .ګلان ډېر ول چې دی یې وټاکي ، خو پتنګ نه غوښتل ټاکنه یې له ځانه سره سرخوږی ولري ،له همدې امله خو د مارګریت ګل پر خوا وروالوت ، هغه ګل چې کولای شي د راتلونکې وړاندوینه وکړي .ځوان مینان د هغه په وسیله ،فال ګوري او هغه د خپلو ګلپاڼو په دانه دانه کېدو هغوي ته ځواب ورکوي .

16.10.2015 10:09    |   یوسف هېواددوست د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغانفلم د پخوانیو کارکوونکو لومړنۍ نړېواله غونډه وشوه

بې له شکه ټولو هېوادوالو ته په ښه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې د راډیو او ورپسې د افغانفلم او بیا د تلویزیون د جوړېدو او له دې لارې د خلکو د خبرتیا او پوهاوۍ لپاره نږدې یوه پېړۍ وړاندې لومړني ګامونه واخیستل شول او د هېواد د ژورنالیزم ـ هنر او ادبیاتو دغې پیاوړې څانګې په خپله غېږ کې یو شمېر پیاوړي ژورنالیستان ،پروګرام جوړونکي ( پرودیسران ـ ډایرکټران )، هنرمندان، نطاقان ، انانسران ، ممثلین ،لیکوالان ،فلم جوړونکي ،سناریستان ،کمره مینان ، لایټمینان ،د آواز د برخې کارکونکي ،د سیارو واحدونو تخنیکران ، د ستدیوګانو تخنیکران ، مبصرین ، مفسرین ،مستند جوړونکي، مدیران ،د چارو متخصصین ، د اداري برخې کارکونکي او نور راټول او په ښه توګه وروزل ، خو له بده مرغه هېڅکله هم د اطلاعاتو او کلتور

17.01.2015 17:44    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه نوی کور

مینا خپل مخ ته لاسونه وروړل .پر مخ ، شونډو او پوزې یې د وینو تودوخه احساس کړه .دا لومړی ځل نه دی چې جانان په هغې لاس پورته کوي .دا دولس کاله کیږي چې دلته او هلته په دغه ډول ځوریږي .هره ورځ وهل ـ ټکول .د چا خبره یوه ورځ یې هم ښادي ګۍ و نه کړه .مینا هغه ناوې وه چې له واده نه یې وروسته په دا دومره کلونو کې د مېړه په کور کې هغه نادودې ولیدې چې هیڅ ساری یې نه درلود ، او د مېړه د زورـ زیاتي او تاوتریخوالي له امله یې د بدن ټول غړي شنه اوښتي و .دلته چې د اروپا دې هېواد ته راغله ، هغې داسې ګمان درلود او اوریدلي و چې دا خو لکه زموږ په شان وروسته پاتې هېواد

10.01.2015 16:53    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه د خدای رضا

چې په حال راغلم نو دواړه ورېرونه مې ، زما خوا ته ولاړ ول .انارګلې په غېږ کې نیولی وم او تسل یې راکاوه (( ورور جانه یو ته را پاتې یې ،که په تا څه وشي نو موږ به څه کوو .د خدای رضا به وه ، دوعا ورته کوه نور نو څه مو له لاسه کیږي ؟...)) .په ما کې دومره شیمه نه وه چې ځان د انارګلې له غېږې پورته کړم .ورېرو مې سوق سوق ژړل او دواړو زما دمور او پلار پر قبرونو ځان اچولی و (( تاسو خو سر راپورته کړئ ګل کاکا مې راغلی ...تاسو څومره ډېر یادوو ،موږ نه ویل چې یوه ورځ به راشي؟ ...تاسو خو وګورئ ...کاکا مې راغلی ...تاسو ته راغلی نیا جانې ...بابا جانه هماغه ستاسو

12.12.2014 22:10    |   یوسف هېواددوست میراث لنډه کیسه

د دې لیک په لوستلو سره معلم یارګل ته خپل وړکتوب وریاد شو .د خپل ځوی د لیک پر کرښو کې یې سترګې ډوبې شوې .شېبه ډېر په پاڼه کې ورک و .د وړکتوب هغه بېر یې ترسترګو شو چط پلار به یې ورته ناست و او ده ته به یې ویل : ولیکه ، بیا یې

09.12.2014 11:01    |   یوسف هېواددوست د توت ونه; لنډه کیسه

هغه به هره ورځ همدا یوه خبره کوله ، په تکرار تکرار به یې ږیل : د توت ونه ، ناځوانو ، غلو ... د توت ونه ...د توت ونه . ما په دې خبره ډېر فکر کاوه ، ما لا څه چې تولو کلیوالو په لومړیو څو ورځو کې ،همدې سوچونو بسې اخیستي ول چې جانو ، رک ـ روغ ځوان ولې داسې یو دم لیونی شو او داسې اپلتې وایي ؟ ولې بې ربطه خبرې کوي ؟ولې تل د خبلې کلا ، هیڅ هم نه وایي ...یوازې همدا دتوت ونه او د ناځوانو ، اصطلاح یادوي ؟اخر ولې /ده ولې خپل اعصاب له لاسه ورکړي ؟ دی خو د کلي ډېر مټور ، ګلالی ، لمونځ ګذاره او مخ ماتی ځوان و ، او اوس ...دا څه موده کیږي چې په مخ خیرن ، په سر

22.10.2014 09:02    |   یوسف هېواددوست ادبي ټوټې خپلواکي

دلته یو ستر قفس دی . داسې یو قفس چې په ستروالي او اوږدوالي یې پوهېدل ګران دي . که دا کوچنی وي او که غټ زه په کې د بدمرغۍ احساس نه کوم.خواړه رارسیږي ، جشنونه لمناځم ، کار کوم او له امله یې پیسې هم ګټم .زه هر څه کولای شم او هر هغه څه چې زړه ته مې کیږي هغه ترسره کوم .په دغه قفس کې هر چا ځانته یو ځای پرانیستی .توکي یې راټول کړي او لاملونه یې موندلي او له هر هغه حه نه چې لري یې ، په ښه توګه ساتنه کوي .ان په دغه قفس کې کېدای شي انسان مین( عاشق ) شي او ټولنیز ژوند ولري .هر څه شته ، هر څه ښه او پر خپل خای دي ، یوازې یو څه نشته او هغه خپلواکي ده . ۲۰۰۴

13.09.2014 13:15    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ملي بیرغ

دا يې څو یم ځل دی چې د هغه د ښوونځي ښوونکي او مشران ما ورغواړي او اوس نو د نورو سوچونو سره دا هم راپه غاړه شوه چې یوه نوې او سمه لاره باید پیدا کړم ...کنه نو په دواړو برخو کې تاوان کوم ...هم مې اولاد له لاسه ورکوم او هم افغانیت . په لومړي ځل یې چې وروغوښتم ، هم یې ښوونکي او هم د ښوونځي آمر دا راته په ګوته کړه چې ( ستا ځوی توریالی ښه حاضري لري ، ښه فکر او ښه استعداد لري خو موږ فکر کوو چې هغه کومه رواني ستونزه لري او موږ ته ډېر ناارامه ښکاري . ځکه په ټولګي کې ډېر ځله په فکر او سوچ کې ډوب وي ، په لاس خبرې کوي ، له ځان سره څه وایي او

27.07.2014 13:16    |   یوسف هېواددوست د آلمان د معاصرو ادبیاتو ځانګړنې د (۴۷ ډله ) څوک ول؟

تر هغه وخته چې له دویمې نړېوالې جګړې څخه د راپیدا شوي ټپ ( زخم ) څخه وینه راځي ، نو جګړه به لا هم دوام ولري ( هانریشل بل ) له دویمې نړېوالې جګ

14.07.2014 11:04    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه له اروپا نه ښېرا

غټې غټې اوښکې یې پر اننګو روانې وې ، خدای شته ډېر وارخطا شوم چې بیا څه پېښه شوې ؟ په کراره مې له ځایه پورته شوم او خوا ته یې ورنږدې شم . لاس مې ورته ونیواو لکه چې پلار له خپل اولاد سره خبرې کوي ، په نرمه لهجه مې ورته وویل :( کوربان دې شم ، ولې ژاړې ؟ څه خبره ده ؟ لکه چې سر دردي دې زیاته شوې ؟) هغې په داسې حال کې چې د زړه د پاسه ، یوه ترخه موسکا پر شونډو وکړه راته وویل :( نه ، ښه یمه ، هېڅ خبره نه ده . ).په زړه کې مې تېر شول چې

30.06.2014 17:28    |   یوسف هېواددوست دوه وروڼه لنډه کیسه

له ځانه سره یې اپلتې ویلې ، زه هم نه پوهیږم چې په دغه ځوان څه شوي ؟ څه پېښ شوي چې کله ساعتونه ساعتونه چوپه خوله ناست وي ، یوازې یوې نقطې ته ګوري او له هماغې خوا سترګې نه اړوي .باور وکړۍ ان د سترګو رپ هم نه وهي ، او کله بیا شور ماشور کوي .منډې وهي ، انګړ ته وځي ، ځان وهي ، خپل ويښتان شکوي ، ځان شوکارې کوي او لکه دا یو نیم بل عصبي ناروغان په دوه ـ دوه نه دریږي .په خبرو یې څوک نه پوهیږي ، له ځان سره لګیا وي او هغه څه وایي چې دا نور

27.06.2014 10:28    |   یوسف هېواددوست اندېښنې

زما د زړه سره زما د سترګو توره ! غني بابا ما چې کله تا ته رایه اچوله ستا سره ددغې مینې : پر سر مې چا تاریخ ته و

22.06.2014 09:45    |   یوسف هېواددوست له ډنمارک څخه یاددښت

په دې ورځو کې پاکستان سامراج دغه د ښکېلاک بچي د سترې پښتونخوا په تېره بیا د وزیرستان او د پښتنو د اوسېدو په یو زیات شمېر نورو سیمو کې د تروریزم سره د مبارزې ترنامه لاندې د بېګناه پښتنو پر کورونو سور اور بل کړی .پنجابیانو دا کار په خپل سر او پرته له چې افغانستان او نړېوال ځواکونو او د ملګرو ملتو ادارې سره تفاهم او مشوره وکړي دغه یرغل او لوټ راپیل کړی او دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او پنجابیان پخپله د تروریزم عاملین او روزنکي دي .دوي په افغانستان کې د ملي او دموکراتیکو بدلونونو او د یو باثباته ملي دولت د مخنیوۍ او ناکامولو لپاره خپله سیمه او د پښتونخوا

16.06.2014 10:20    |   یوسف هېواددوست کوم ډول کتابونه تاسو تر خپلې اغېزې لاندې راوړي ؟

څه موده مخکې د ۲۰۱۴ ز کال د لومړي فصل په پای کې د امریکې په لاس انجلس کې د کتاب یو ستر نندارتون جوړ شوی و .په دغه نندارتون کې څه د پاسه ۲۰۰ نومیالیو کتاب لیکونکو ګډون درلود .د دغه نندارتون د کار په ترڅ کې له ۲۰ تنو لیکوالو څخه پوښتنه شوې چې (( کوم ډول کتابونه تاسو تر خپلې اغېزې لاندې راوړي ؟ )) چې د هغوی د ګروهو (عقایدو ) پښتو ژباړه دلته (لاس انجلیز تایم)څخه تاسو ته وړاندې کوم : ۱ ـ کم نان ـ امریکایي رومان لیکونکی او د ( اټکل )د ( دښتې ساتونکی

17.05.2014 13:19    |   یوسف هېواددوست انځور

ستړی وم ، آن له لاسه مې نه کېده چې د نن ورځې د اخیستل شویو انځورونو بیا کتنه وکړم .کریستین په ها بله کوټه کې په خپل کټ کې اوږود پروت و، او ورو ـ ورو له کوم چا سره په ټیلفون کې غږېده .لږه شېبه وروسته د هوټل خدمتګار راغی او راته یې وویل چې د هوتل خاوند درسره کار لري . باور وکړۍ چې د جېګېدو نه وم ، خو مجبور وم چې ورشم اوواورم چې د هوټل خاوند راته څه وایي ؟. په همدې شېبه کې کریستین غږ وکړ چې : وا هلکه لږ ژر راشه زه ستاسو د خلکو په ژبه نه پوهیږم ، دا د هوټل کارکوونکی څه راته وایي ، خو زه نه پوهیږم چې را نه څه غواړي ؟ ورجګ شوم ، او لږ په منډه ورغلم ، ک

15.02.2014 22:05    |   یوسف هېواددوست بالونه دې چېرې ایښي ؟ یوه لنډه کیسه

الوتونکې وویل :زه د، ونو او آدمیانو توپیر په ښه توګه کولای شم، خو کله په الوتونکو او انسانانو کې راڅخه تېروتنه وشي. انسان وخندل او دا یې نظر ته یوه ستره تېروتنه راغله . الوتونکې وویل : رښتیا ولې دې بال وهل پرې ایښي ؟

26.01.2014 23:33    |   یوسف هېواددوست د حامد کرزي د شرطونو نه منل څه معنی لري ؟

د وروستۍ مشورتي جرګې له وروستۍ ورځې چې هلته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له امریکې سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو سر غړونه وکړه او په څرګنده یې د ملت د استازو مخکې جهادي مشر جناب صبغت الله مجددي ته وویل چې امریکایان دې لومړی افغانانو ته امنیت تضمین کړي ، او د هغوي پر کورونو یرغل او د افغانانو د وژلو لړۍ دې ودروي ، بیا به زه دا تړون ورسره لاسلیک کړم ، له هماغې ورځې ترننه ډېر پرديپاله او لنډ فکره په اصطلاح کارپوهان ، مشران پروفیسران او چارواکي په پرله پسې توګه پر حامد کرزي دا پړه اچوي چې دی د امریکا پر

09.12.2013 16:03    |   محمد یوسف هېواددوست یو یاد ، یو ویاړ

دښمنانو دا او دې ته ورته نور ټول مدني امکانات له پښتنو اخیستي او هغوي یې په یو خواره ـ واره قام وېشلي .کنه نو دا فرهنګ پاله ولس څنګه ممکنه ده چې له اسلام نه مخکې یو کتاب هم و نه لري ؟زموږ ټول کتابونه او لاسي صنایع او تاریخي آثار یې له بیخ او بنیاده ورک کړي چې ددې لرغوني قام تاریخي هویت له پوښتنو سره مخامخ کړي او پرې نږدي چې دغه په هنر او ادبیاتو مین ولس او دغه د سندرو او غزلو خوږه ژبه ( پښتو ) د سیمې او نړۍ له نورو قامونو او ژبو سره سیاله شي .

09.11.2013 16:22    |   محمد یوسف هېواددوست د منلی چیخوف ژوند د ورستیو شېبو کیسه

(( وروسته بیا یې ګیلاس د چیخوف په ورغووي ولګوو او صبر یې وکړ چې د چیخوف ګوتې د ګیلاس نه راتاو شي ، یو بل ته یې وکتل .چیخوف،اولګې او ډاکټر شوارېر ګیلاسونه سره وجنګول ، د شعار شعار څه اړتیا نه وه ،او معلومه وه چې د څه شي د سلامتۍ لپاره یې څښو ؟ د مرګ د سلامتۍ لپاره ! چیخوف خپل ټول ځواک راټول کړ او ویې ویل : ډېر وخت کېده چې شامپاین مې نه وو څښلي .ګیلاس یې شونډو ته ور وړ او ویې څښل .یو دوه دقیقې وروسته اولګې ، ګیلاس د هغه له لاسه واخیست او د کټ خوا ته میز پرسر یې کېښود .هغه وخت نو ،چیخوف په ډډه پرېووت ،سترګې یې وتړلې او یو اسویلی یې وویست .یوه دقیقه وروسته چیخوف نور ساه و نه وېسته .(انتون چخوف ـ د ریموند کارور لیکنه)

03.11.2013 14:38    |   محمد یوسف هېواددوست خپلواکي یوه ادبي ټوټه

دومره دې غمونو راپېچلی ووم دومره د دې غرو او رغو لارو ستړی کړی ووم دومره دې ناخوالو کړولی ووم دومره دې تورو ورېځو ړوند کړی ووم

30.10.2013 18:44    |   محمد یوسف هېواددوست د وروستیو نورو پینځه زره افغانانو د عام قتل د فاتحې نیولو وړاندیز

هماغه شان چې ټول هېواد وال خبر دي څه موده وړاندې په ۱۳۵۷ ـ۱۳۵۸ کلونو کې د پنځه زره افغانانو د وژنو غمجن لیست په رسنیو کې خپور او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان اسلامي دولت ، مجاهدینو او خلکو د خپلو دغو عزیزانو فاتحې واخیستې . ( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي )