د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه د خدای رضا

یوسف هېواددوست 10.01.2015 17:53

چې په حال راغلم  نو دواړه ورېرونه مې ، زما خوا ته ولاړ ول .انارګلې په غېږ کې نیولی  وم او تسل یې راکاوه (( ورور جانه یو ته را پاتې یې ،که په تا څه وشي نو موږ به څه کوو .د خدای رضا به وه  ، دوعا ورته کوه  نور نو څه مو له لاسه کیږي ؟...)) .په ما کې دومره شیمه نه وه چې  ځان د انارګلې  له غېږې پورته کړم .ورېرو مې  سوق سوق ژړل او دواړو زما دمور او پلار پر قبرونو ځان اچولی و (( تاسو خو سر راپورته کړئ ګل کاکا مې راغلی ...تاسو څومره ډېر یادوو ،موږ  نه ویل چې یوه ورځ به راشي؟ ...تاسو خو وګورئ ...کاکا مې راغلی  ...تاسو ته راغلی  نیا جانې ...بابا جانه هماغه ستاسو خبره شوه چې : ځوی به مې راشي خو موږ به نه یو ...)).ددغو ساندو په اورېدو سره  مې لا د زړه قوت کمزوری کېده .لږه شېبه وروسته  مې پام شو چې زه نباید د خپلې کونډې وریندارې او دې دوو  تنکي ځلمو ورېرونو د  لا ځورېدو لاامل و ګرځم ، په سختۍ مې ځان د انارګلې له غېږې  لرې کړ  او په داسې حال کې چې ما د خپل په خاورو لړلي مخ څخه  خپلې اوښکې پاکولې ، چنارګل او سورګل دواړو زما له کالیو  خاورې څڼډلې .پښو مې د تګ ملګرتیا نه کوله .لکه د سینما پرده  زما د مور او پلار  ، د دواړو څېرې مې ذهن ته راغلې .ټول ژوند مې یوه شېبه کې له مخې تېر شو : زه چې کوچنی وم  ، زه چې تنکی څلمی وم  ، زه چې ځوان شوم .د هرې شېبې یادونه مې په ذهن کې راژوندي شول .د مور جانې مهربانه څېره  ، د پلار جان له خندا څخه ډکه خوله او نارینه څېره ، هر څه مې ذهن ته راغلل .ژوند هم داسې ده لکه سینما .نه پوهیږم ولې مې ښوونځي ته د خپل تګ لومړۍ ورځ راپه یاده شوه : هغه شپه ما خوب و نه کړ  ،له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاېدلم او نه  خوب راته .سبا ښوونځي ته تلم ، د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته .سهار وخته مې بوبو جانې  له لاسه نیولی  او ژر ژر یې  زما مخ او لاسونه پرېمینځل  .نوې دریشي یې چې پلار مې راته د ښار له لیلامي  سرای څخه اخیستې وه ، راواغوستله .سپین یخن قاق مې و، هماغه چې قندهاري دوکاندار  څخه مې پلار وروسته له ډېرو چنو په دولس روپی اخیستی و .بوبو جانې مې راته د همدغه یخنقاق توکمې ټولې په خپل لاس وتړلې .پلار مې چې له ډېر ګرانښت به موږ ورته اغا جان  ویل ، زما جرابې راپه پښو کړې.او راته یې وویل ورشه ځوانه بوټونه دې نو خپله پښو کړه .ژر مې مور غږ کړ صبر بچیه ...کوربان دې شمه ، صدقه دې له ښایسته قوارې شمه  ، اوس به دې ګل لالا درته په پښو کړي .ګل لالا مې چې ښوونځي  ته د تګ لپاره لا له مخکې چمتو شوی و ، زموږ مشر ورور و .هغه په شپږم ټولګي کې و او د هغوي ښوونځی زموږ له  ښوونځي لږ لرې و ، خو لاره مو یوه وه .ګل لالا مې رانږدې شو چې د بوټونو په پښو کولو کې راسره مرسته وکړي ، خو اغا جان مې غږ کړ : نه ..نه پرېږده چې داکار خپله زړور جان وکړي .تاسو پرېږدئ چې هغه یې خپله زده کړي چې بوټونه څنګه په پښو  کیږي ؟ دا ضرور ده ، دا ضرور ده .ما هم غږ کړ  : دا ضرور ده ، یو ناڅاپه  انارګلې مخ راواړوو ...وۍ خدایه په ده باندې څه وشول ، ورور جانه څه شی ضرور دي  ؟ وا ... وروره دا ته څه وایې ؟هغې ژړل ، ورېرونو مې هم لکه چې بغارې وهي ، زه په خپلو سلګیو راپه حال شوم  او پام مې شو چې  دلته  د مور او پلار له قبرونو سره  په خاورو لړلی پروت یم . ژر مې غږ کړ ، نه نه ...هیڅ هم نه دي شوي ، هسې اغا مې او بوبو مې راپه یاد شول ...د هغوی یوه خبره مې راپه یاده شوه ، یوه خاطره په ذهن کې وګرځېده  .ما غوښتل  راپورته شم ، خو پام مې شو چې چنارګل لاس را اوږد کړ :کاکا راځه راپورته شه د  ، نیا جانې له قبر نه راپورته شه ...خدای دې جنتونه ورکړي  .سورګل پسې غږ کړ : الله دې دواړه وبښي ،ما او وریندارې مې هم لاسونه پورته کړل او ومو ویل آمین ، ستا له مرحوم پلار سره ، له ټولو خپلوانو او جمیع مسلمانانو سره .ټولو وویل : آمین . بیا وروسته انارګلې په یو جام کې له هغې کوزړۍ اوبه واچولې چې له کوره یې له ځانه سره راوړې وې او ما ته یې راکړې چې دغه اوبه د خپلې ارواښادې مور او خپل ارواښاد پلار پر قبرونو وشیندم .د هغوي قبرونه تازه ول .ما لا اوبه ټولې نه وې شیندلې چې انارګلې راغږ کړ :ورور جانه  لږ ژر شئ ...چې ځو.ناوخته ده ...بیا به راشو ...دا خو د دوي کور شو ...نور به د دوي پوښتنه همدلته کوو . راځئ چې لاړ شو هلته به خلک را روان یې ختم او خیرات دی ، کلا  ته به کلیوال راځي  ...هلته ټول راټول شوي .زه همدا پرون راغلم .دا لس کاله  له کوره اوهېواده وتلی وم  ، وتلی څه چې وېستل شوی وم ، وتلو ته اړ کړای شوی وم .په هغه کال  چې نوی پسرلی شوی و ، کراره کراري وه ، یو دم د دولت یو شمېر کسانو له ځینو مخالفو تنظیمونو سره لاس یو کړ او   ښار ته د غلو ډلې راننوتلې .داسې حال شو چې هرې خوا د خلکو فریادونه ول .غلا ، لوټ ، تالان ، بې ناموسي ،چور او چپاول او هرې خوا ته  وینې او ډزې .ښار د اوسېدو نه و .وطن ټولو ته لکه سور اور او دوزخ داسې شو .هرې خوا ډزې ، ښار وران شو ، هر کور کې مړي ، د خلکو مال او شتمني لوټ شو او له ښاریانو د سرو کافرو نادودې هېرې شوې .ښه مې په یاد دي چې ما مې مور او پلار ، دوه کونډې وریندارګانې ، او درې څلور ورېرونه  قانع کړل چې له ښاره ووځي او لاړ شي پېښور ته .پلار مې راسره نه منله  .هغه به ویل : بچیه  ! چېرته لاړ شو ؟نه پیسې لرو ، او نه په پېښور کې کوم خپل او خپلوان .آخر دلته مې د سلو کالو کور دی ، د پلار نیکه کور .دا چا ته پرېږدم ، له دې تور سرو او وړو ماشومانو سره د چا په کور ورننوځو ؟ .هغوي نه تلل او همدا یې ویل : دا مو وطن دی ...که مرو ، نو همدلته به مرو .خو دویمه ورځ  چې زموږ د کور شا او خوا برخو کې راکتونه او د هاوان ګولې ولګېدې او زموږ کور هم د تنظیمونو د متقابلو ډزو په ترڅ کې د توپ څو ګولې وخوړلې ، نو تول په منډه ، پښې لوڅي ، برته له دې چې له ځان سره څه واخلو له کوره وتښتېدو .نه پوهیېدو چېرې ولاړ شو ؟په لاره کې په سلګونو نورې کورنۍ هم لکه زموږ په شان  چا یوګیلن تېل ، چا یو بنډ اوړه یا جوار او ان ځینو ماشومانو خو یو د غوړیو وړوکی ټیم له ځان سره  دې خوا او ها خوا منډې وهلې ،نیم کسان پورته تلل او څه کسان ښکته خوا مندې وهلې .له هرې خوا مرمۍ راتلې  .که د چا د کورنۍ کوم څوک به  په مرمۍ او یا د توپ د ګولیو په جرو ولګېدل  ، نو دا نور به وړاندې په منډه کې ول  او ډېر لرې به متوجه شول چې  له دوی نه خو یو ، یا څو تنه ورسره نشته او شاته چېرته به پاتې شوي او یا به یې غوښې  په ونو ځوړندې وي .وېرونکې  شپې او ورځې وي .د ډار ، وحشت ، لوټ او تالان شپې ـ ورځې وې .د ښار هره برخه نا آرامه وه ، ډزو یوه شېبه هم کرار نه درلود .شپه او ورځ ډزې وې .په هغه ورځ مو د خپل ماما د لور  کره  لاړو .هغوي هم چې د ښار په بله څنډه کې اوسېدل ، په ناکرارۍ کې ژوند درلود .ما او پلار مې پرېکړه وکړه چې یو موټر پیدا کړو  چې زموږ کورنۍ تر پېښوره ورسوي .د ښار د موټرو هډې ته ورغلو .په لاره کې کې ډېرې ډزې وې .ښار د وسله والو مخالفو ډلو ترمینځ وېشل شوی و .یوه برخه د ( چهارخانه دستمال لرونکو ) په لاس کې وه ، بله برخه د ( پاچه کشالو او ګلیمجمانو ) په لاس کې وه ، بله خوا بیا د ( پکول لرونکو ږیرورو ) لاسته ولېدلې وه او همداسې یوه بله خوا د ( پیت پزو ) لاسته ولېدلې وه .هر چا په موټر تلاشي کول .دولتي موټر به یې ځانته راستنول او د شخصي موټرو د سپرلیو ټول شته به یې ورځنې واخیستل . ما ته داسې ښکارېده چې یو پلان شوی کار روان دی او ښار له  روڼ اندو ، مامورینو ، دولتي افسرانو او سوداګرو خالي کوي ، او ورسره جوخت  وظیفه لري چې دولت لوټ کړي .په همدې چرتونو کې د موټرو تر اډې په ډېرې سختۍ لاړو .په اډه کې مو یو موټر پیدا کړ  او سره جوړ راغلو چې سبا سهار وختي به زموږ په پته همدا موټر راځي  او بیا له خیره سره د پېښور پر خوا رهي کیږو .له اډې نه تر کور پورې ، زموږ دا یقین نه و چې ژوندي به لاړ شو  ځکه دزې بیخي زیاتې وې .تر کوره چې راتلو په لاره کې مو ډېر مړي او بې شمېرې ټپیان او  لالهانده کډې ولیدې  چې په لیدو یې د انسان د بدن وېښته نیغ دریږي .داسې وحشت په خدای که  یهودانو به په جرمني کې نه وي لیدلی .همدا چې کور ته ورسېدو  نو زما د ماما  لور او بچیانو یې ډېر شکرونه ووېستل  چې موږ بېرته سلامت او ژوندي ورغلو . د هغوي درې کوټې وي او موږ ټول ټال  دیارلس کسه  ور مېلمانه شوي و .زموږ خو اته کسان ول ، خو پنځه کسان له یوې بلې کورنۍ څخه چې هغوي هم زموږ خپلوان ول ، د دوي کور ته پناه راوړې وه . د دوي کور د ښار په هغه برخه کې وه چې هلته زیاتره همدا  ( چهارخانه دستمال لرونکي ) ټوپکیان اوسېدل او هلته نسبتا آرامي وه .شپه مو تر سهاره په ناستې تېره کړه .سهار وختي د وعدې سره سم موټر راغلی او زموږ کورنۍ ټوله پېښور ته مهاجره  شوه .زه ورسره لاړم نه ، ځکه ما غوښتل د کور برخلیک مالوم کړم .دا زما د پلار نیکه د سلو کالو ډک کور هماغسې له دوي نه پاتې شو .کله چې زموږ کورنۍ لاړه ، یو څو ساعته وروسته زه او زما مېرمنه  یو ځای په ډېر ډار او ترس زموږ د کور پر خوا ور روان شوو.هلته مو څه کالي راټول کړل  او په یو موټر کې مې د ماما د لور کور ته ولېږل .دغه کالي وروسته ما د خپل پلار  په پته پېښور ته ورولېږل .هغوی ما ته ویلي و چې دوي د بسم الله کاکا کورته ورځي ، نو ما هم کالي د بسم الله کاکا په پته د خپل  ماما د ځوي په لاس ورولېږل .بسم الله کاکا زموږ د کلي مخور مشر و چې د جهاد په وخت کې دی هم پېښور ته تللی و .د کور پاتې کالي مو بلې ورځې ته پرېښودل ، خو په دریمه ورځ چې زه او زما د ماما دوه ځامن  ورغلو ، چا د کور قلفونه مات کړي ول  او ټول پاتې کالي یې لوټ کړي ول .ما د خپل کور د حویلۍ له  څاه   د وینو ډنډ ولید چې ښایي د کوم مړي او یا کوم زخمي  وینې به وې ، د باندې نانوای چې په بابه پنجشیري مشهور و راته وویل : پرون دلته  راکټونه ولکېدل او له هغو کسانو څخه چې دلته نانوایي  سره ډوډۍ  اخیستلو ته راغلي و څو تنه شهیدان او بېشمېره کسان ټپیان شول .په دې ډله کې  یو تپي اوبه غوښتې . ستاسو د کور دروازه خلاصه وه او څو تنو په منډه همدغه ټپي ستاسو حویلۍ ته یووړ او هلته یې پرې مینځه او اوبه یې ورکړې ، خو خوارکی  وروسته له څو شېبو مړ شو .زه د نانوای بابه سره په خبرو لګیا وم چې سراجي ، زما د بل  ماما ځوی راباندې غږ کړ :لالا راځه چې ځو ...کور کې خو څه نه دي پاتې ، ښه ده چې تاسو دې کور کې نه وئ ...کنه نو اوس به ټول د غم په تغر ناست و .ځه چې ځو ...وضع په ایتبار کې نه ده .ما هم ورسره ومنله .حیران شوم چې دا هر څه ولې ؟ او د څه لپاره ؟ څادر مې اوږو ته واچوه او کله چې د ښار خوا ته تللم ، نو کتل مې چې څو کسه وسله وال  له موټر نه راکوز شول  او زموږ د کور ، د نانوایي  او نورو دوکانونو په دروازو یې یو شمېر عکسونه  سریښ کړل .موږ هم لکه دا نور په منډه منډه ورغلو چې دا اعلانونه وګورو..د دغه عکسونو خاوند ما و نه پېژند.له یو تن همدغو ټوپکیانو مې پوښتنه وکړه  چې دا انځور د چا دی ؟ هغه راته له یوې مانا داره خندا سره وویل : ای عکس  آمر صیب است ...فامیدي  یا نې ؟آمر صیب .ما ورته وویل : امر صیب کیست ؟ هغه په قهرجنه لهجه راته وویل : آمر صیب را نمي شناسي کسی که شما را از مرګ و بی عزتي خلاص کد ...آمر صیب ږدا خبره یې وکړه او لاړ چې آمر صیب پاتې عکسونه په دا نورو دوکانونو ونښلوي.ستانه ګل زما د ماما بل  ځوی له لاسه راکش کړم او په قهرجنه لهجه یې راته وویل : راځه لالا ، ستا سر هم د قورمې بوی کوي  ، ځه چې ځو ، عجیبه سړی یې ، ستا یې څه چې  دا د چا عکسونه دي ،په خپل ژوند دې بس راغلی یې که څنګه ؟ستا له لاسه موږ هم بې واده ،  ها بلې دنیا ته ولیږي ... ځه مخکې شه چې ځو .له دې خبرو سره لږ سره موسکي هم شوږ او ورسره جوخت بې له دې چې څنډ وکړو  ، روان شوو او د ډزو په دوړو او د راکټونو په شڼه هار کې مو ځان کور ته ورساوه .کور ته په ور رسېدو ، نازنینه راته په قار شوه چې په زړو او له لاسه تللیو کالیو ځان وژنم که څنګه ؟ زما او د نازنینې له واده اته کاله تېر شوي و ، او موږ هغه وخت درې بچیان درلودل .د همدې شپې په یوې ناوخته شېبه کې نازنینې راته وویل : ګوره ! مور او پلار سره خو لاړې نه ...کور خو وران شو ، اوس نو څه کوې ؟ ما ورته وویل : خدای مهربانه دی چې دا جګړه ودریږي . نازنینه په خندا شوه : ساده فکر کوې ، ساده . دا اوږده خبره ده  ...شل تنظیمه راغلي ، شل لارې لري  او شل رقمه دښمني او ځان غوښتنې.دوي یو د بل سیالان دي .تر شا یې اوربلوونکي دي  چې یوه ستره لوبه به پیل کړي .لوبه لا نده پیل شوې.دا جګړه به کلونه کلونه دوام وکړي ږما ورته وویل : لږ په کراره غږیږه ، هسې هم د ماما په کور ، بار یو .زه خپله هم حیران یم  چې څه وکړم .ستا مقصد څه دی چې څه وکړو ؟ هغې راته په ژاولنه خوله لکه چې زارۍ کوي وویل : ګوره ! خدای روی ته وګوره یا ځه چې پېښور ته لاړ شو او یا  کومه بله چاره وکړه .د ښار ټول خلک ووتل ، ډېر مړه شول ، روغتونونه له زخمیانو ډک دي ، ښار وران شو ، ښار شړ دی  او ته دلته ناست یې لا د کرارۍ تمه لرې ؟ ټوله شپه مې د نازنینې په خبرو فکر کاوه .سهار وختي مې ځان د ګلپاڼې کره ور ورسوه .ګلپاڼه زما د ترور لور ده. مېړه یې له ما نه یو څه پوروړی و ، ورغلم چې که أ‎پور مې راکړي .خدای دې ورسره ښه وکړي  زما پور څه چې  یو څه یې نورې هم راکړې او همدا چې وپوهېدل چې موږ مزارشریف ته ځو ، نو خدای شته ډېر خوښ شول .هغه د برق د سیمانو کار و بار کاوه  او په دې ورځو کې یې بازار ښه تود و ، ځکه هر وسله وال به د برېښنا مزي ، د ټیلفونونو لینونه او داسې نور مزي له هرې خوا راوړل او په دوپ به یې په ارزانه بیه خرڅول او دوي به بیا پاکستان ته وړل .خیر ، موږ هم د مزار خوا ته روان شو  د مزار په لاره کې یو ځای موټر ودرېد او  اړ شوو چې شپه همالته تېره کړو .سبا ، وخته موټر روان شو او ما د خپل ګران هېواد د دې برخې هره دره ، هر تنګی ، له لرې او نږدې ښکارېدونکي شنه کلي او هره بانډه چې د همدې لارې په اوږدو کې به  راڅرګندېدل ، لیدل ښکلا یې زړه وړونکې وه .له طبیعي شتمنیو ډکه ،ښېرازه  او شینه  خاوره ږدا زما خاوره وه چې اوس پرې سور اور بل دی .د تاشقران په سیمه کې به هم د سړک دواړو غاړو ته ځینو کسانو به د خرڅلاو لپاره یو څه په لاسونو کې نیولي ول چې که ګوندې سپرلۍ یې ورحخه واخلي .یو ځای ډریور ، موټر ودروو، او موږ یو څه تازه انځران واخیستل .ډېر خوندور ول .کله چې موټر روان شو ، لږ وړاندې کوم چا غږ وکړ : دا جګړې او دا اورونه چا بل کړل ؟ او دا به ترکله خلک وژني ؟ .زموږ له څوکۍ نه لږ وړاندې یو سپین ږیری ناست و ، ما ته داسې ښکاره شو چې د پخواني دولت کوم مامور به و ، ، هغه مخ ورواړوه او په داسې حال کې چې یخې شړومبې یې څښلې  ورته وویل : دا جګړې د تیلو او ګازو جګړې دي  او د دې لارې جګړه مار او مظلومان مالوم نه دي .دا جګړي لکه سترې او بې پایه  لوبې دي .په دې خبرې سره په موټر کې چوپتیا شوه ، فکر کوم چې څوک یې په مانا و نه پوهېدل .زموږ موټر چې یو زوړ کاماز و ، موږ یې په سیټ کې ناست و او پاتې ډېرې نورې سپرلۍ یې شاته  باډۍ کې  ول ، او د علي (ع) د زیارت پر لوري یې خپله لاره وهله او مزار ته د رسېدو لپاره یې  د سړک زړه ورڅیرې کاوه .اوږده لاره وه ،په ترڅ کې یې ما نورې کږې ـ وږې لارې هم ولیدې چې له غرونو راجاپېره او په تپو ورباندې او د خوړونو ، ویالو ، پلونو  او دښتو له څنګه به هرې خواته غزېدلې وې .دا لارې ما ته لکه ماران ښکارېدلې .نه یې سر مالوم و ، نه یې پای .نړۍ ټوله دې مارانو نیولې .په همدې لارو د مرګ کاروانونه ځي او راځي .په موټر کې چوپتیا وه .زیاتره کابلیان ول چې له جګړې شمال خوا ته تښتېدل او چېرته یې پناه غوښتله .دوه ساعته وروسته موږ مزارشریف ته ورسېدو او دا به مو تقدیر و چې له هغه ځایه  حیرتانو ، بیا تاجیکستان ، بیا روسیې او دا دی اوس په اروپا کې اوسیږو .په دې ټولو لارو او په دې ټولو هېوادو کې زموږ د ژوند یوه شېبه هم د خوښۍ شېبه نه وه او نه به وي .هره شېبه به مو تېر ژوند لکه سینما تر سترګو تېرېده .باور وکړۍ یوه شېبه مو هم سترګې بې اوښکو نه دي .هر چیرې به چې لاړو په ښارونو او بازارونو کې مو مزدوري کوله  چې که ګوندې د عزت  یوه مړۍ وچه ډوډۍ پیدا کړو .دشپې به چې ستړي له کوره راغلو نو د کورنۍ د عکسونو البوم به مو مخې ته پروت و ږما او نازنینې به د خپلو میندو او پلرونو عکسونه لیدل  او زړه به مو حول وکړ  چې همدا اوس ورشو ، وزرونه  پیدا کړو ، د هوا مارغه شو او په منډه منډه  د خپل مور او پلار دیدنونه  وکړو ، خو دا هسې یوه هیله وه او هیله پاتې شوه  .دا کار ناشونی و ، ځکه نه موږ مارغان و  چې والوزو او نه مو پاسپورت او کوم سند درلود چې چېرته په پور او قرض  پرې ویزه  او ټکټونه واخلو او خپل هېواد ته لاړ شو . نازنینې به راته ویل : خیر ! خدای خو لوی ذات دی ، یوه ورځ به بېرته خپل ټاټوبي ته لاړ شو .کلونه تېر شول  او موږ هم د بې قانونه مهاجرو په توګه  د خوارۍ شپې او ورځې ، دلته او هلته تېرولې .پروسږکال خبر شو چې د نازنینې مور او پلار دواړه وفات شوي او سږ کال دا دی زما د مور او پلار جنازې هم تورو خاورو ته لاړې .موږ خپل پلرونه او خپلې میندې ونه لیدلې .دا داغ مو د تل لپاره په زړه کې پاتې شو .د تېر ژوند  دغه ټولې خاطرې لکه د سینما فلم زر ژر  زما له ذهن څخه تېرېدې ، خو د انارګلې  دې غږ  زما خیالونه بیخي نور کړل چې : ورور جانه ! دوي دې خدای وبښي ږدوي خو عمر وکړ او په عزت سره خاورو ته وسپارل شول  ، ما ته نه ګورې چې په ځوانه ځوانۍ کې کونډه شوم.ورور دې خدای وبښه ، هماغه وخت دې سرخوړلو له ځان سره یو وړ ، خدای خبر چې چېرته او د کومو مارغانو خوراک به شوی وي .د انارګلې دې خبرو زما پام بلې خوا کړ .د ځوان ورور مرګ ، نا معلومه مرګ .لاره رانه ورکه شوه  نور مې څه نه دي په یاد .د کلا خوا ته روان وم خو په ځان نه پوهېدم .کلا ته په ورنږدې کېدو پرته له دې چې پوهېدلی یم ، د کلا مخې ته د توت د هې ونې پر ځای ولاړ وم چې  زما د کوچنیتوب نښه وه خو اوس دې ظالمانو هغه هم اره کړې  وه.په کلا کې ډطر خلک ول ، زیاتره یې ما پېژندل ، خو داسې ځوانان مې هم ولیدل چې ما و نه پېژندل .هغه وخت ماشومان ول او اوس چې زه بېرته راغلی یم ، دوی ځوانان شوي .ټوله مینه کوله او هر چا په غېږ کې نیولم او تسلیت یې راکاوه .لږه شېبې وروسته زما د ترور لوره راغله او غلی یې په غوږ کې راته وویل : ورور جانه د خدای رضا به وه ، خدای دې هغوي وبښي .ژر دې خیر او خیرات خلاص کړه او زر په خیر او عافیت سره  ځه لاړ شه چې هلته دې ښځه او واړه واړه سوسه ګړي درته منتظر دي ...چې په تا څه و نه شي ...
پای
۲۰۰۴ل کال
دسرطان ۲۶
د کابل د حسینخېلو کلی