د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قلم ویر افغان ته!

محمد رفیع حسن زی 27.07.2014 06:46

قلم ویر افغان ته
قلم وایي: له کوم وخت څخه چی الله ج پر ما باندې قسم یاد کړی او ما په لوح محفوظ کې د انسان تقدیر لیکلی دی د هغه دم نه تر دی دمه د ځمکی پر مخ د افغان انسان په څیر لالهنده انسان ندی لیدلی او د دی اصلی عامل زه يم ځکه چې دغه بد بخته انسان له ما څخه په تیښته کې دی زما په اهمیت ندې پوه شوی که هر څومره ورته ژاړم،داد او فریاد کوم چې ما په لاس کې پورته کړه د ټوپک ماشی نه د لاس واخله ځان مه وژنه بل ورور دی هم مه وژنه ځکه چې هر ورځ ستا خاوره کې د مړو شمیر او ساندی لیکم د ماتمونو اوازونه اورم چی مور بوره شویده، پیغله کونډه شویده، خور بی وروره شویده، ځوان شهید شویدی، ماشوم یتیم شویدی،پلار بی زویه شویدی،ته خوانسان یی،اشرف الخلوقات یی،تاته رب د ملایکو مقام درکړی اخر ولی ته خپل صورت په خپله وژني اخر ولی ته خپل ځان او نورو ته په قهراوغوسه یی د ځان او نړی نه خفه یی په هیڅ ځای کې دی سکون او ارام نشته ، ای د ژوند څخه خواشینی بد بخت افغانا؛ راځه دغه خفګان دی پریږده زما ملګری او همدم شه ستا کامیابی زما په ملګرتیا او د کتاب په ملګرتیا کې ده له تا څخه د نړی ستر قدرت جوړیدل زما په څنګ کې دی. ای د خوشحالو نه لری افغانا،ما وپیژنه،په لاس کی می ټینګ ونیسه خپل تقدیر دی په خپل لاس ولیکه ته خو د توری،میدان اوسنګرقهرمان یی،راځه اوس دا دود تیر شوی دی د علم،کتاب او قلم قهرمان شه د توري پر ځای د قلم پورته کړه او سنګر د ښوونځی کړه چې دا د اوسنی عصر غوښتنه ده،ستا او ستا د راتلونکي نسل هیلي راسره تړلي دي زما په ارزښت پوه شه يوازی مې مه پریږده ستا د ژوند کامیابی زما په مښوکه کی ده زما زړګی چودلی دی سر زر می د خولی بهیږي دغه زر می د هیواد سوکالی او ابادی لپاره استعمال کړه خپل ځان او ګلزار افغانستان جوړ کړه.