د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانه ویښ شه

محمد رفیع حسن زی 08.12.2014 12:10

قلمه پـاڅیږه غــزل پریــږده عرفـان ولیـکه

د یارد سرو شونډو شراب پریږده بیان ولیکه

د لهو لب خبـري پریـږده خــپل هویت ثابت کــړه

دنیا د پریږده قضاوت د خپل نښان ولیکه

نفاق نور پریږده اتفاق سره جوړیږي ملت

دا غلامي خدمت د پریږده د خپل ځان ولیکه

سیلاب د سرو وینو بهیږي ودریدل نلری

دومره خو پریږده په لحد راته افغان ولیکه

قسمته پریږده حسن زی نن بدلیدل غواړی

دا د زړه دردونه ېی پریږده نن درمان ولیکه