د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حسابونو سپیځلتون( تصفیه ځای) Clearing House

محمد رفیع حسن زی 10.04.2016 13:08

د حسابونو سپیځلتون( تصفیه ځای)
Clearing House
د سوداګریزو حسابونو سپیځلتون(کلیرنګ هاوس) هغه اداره ده چې په هغې کې د سوداګریزو بانکونو استازي په معلوم وخت کی سره یو ځای کیږي د چکونو د تبادلی حساب ترسره کوي.دغه شعبه په عمومی ډول د یو هیواد مرکزي بانک پوری تړاو لري چې په افغانستان کی دا چاري د افغانستان بانک پر مخ بیایی.

د حسابونو تصفیه کولو طریقه (Working of the Clearing House)
د سوداګریزو بانکونو استازي په ورځ کې دو ځلې په مرکزي بانک کې سره راټولیږي یو ځل د سهار په وخت کې سره یو ځای کیږي چک، درافت او داسې نور شیان چې د حسابونو سپیځلتون ((Clearing House مربوط وي راکړه ورکړه کوي دغه استازي بیرته خپلو بانکونو ته ځي. هغه چکونه چی هر اړخیز د اعتبار وړ دي د چک مطابق خپل مشتری حساب جمع یا تفریق(دبت یا کریدت) کوي او که چیرې په چک کې کوم مشکل وي مسترد کیږي. بعد له ماسپخین هغه چکونه چی مسترد شویدی بیرته بانک استازی لخوا د حسابونو سپیځلتون ته وړل کیږي چی د کوم بانک استازی لخوا راوړل شوی بیرته ورکول کیږي د حساب تصفیی په موجودیت کی نغده راکړی ورکړی ته اړتیا نشته ځکه چی مرکزی بانک د ټولو سوداګریزو بانکونو پانګه له ځان سره لری چې پدی سره ادا‌ءکیدونکې رقم او ترلاسه کیدونکې رقم د جمع او تفریق(دبت او کریدت) له طریقه د مرکزي بانک په واسطه د سوداګریزو بانکونو حسابونو ته لیږدول کیږي.

په افغانستان کی د حسابونو تصفیی کی دری کرنسی افغانی،امریکایی ډالر(Dollar) او ایرو(Euro) پکار وړل کیږي او همدارنګه که د یو لیکل شوی چک مقدار د (2,000,000) دوه میلون افغانیو څخه زیات وي د افغانستان بانک دا توصیه کوی چی دا معامله باید د افغانستان تادیاتو سیستم (Afghanistan Clearing Settlement system) له طریقه سوداګریز بانکونه په خپلو مینځو کی ترسره کړي د حسابونو تصفیه ځای ته د نه راوړي.

د مثال په ډول دغه دوه بانکونه د افغانستان نړیوال بانک (AIB) او نوی کابل بانک په نظر کې نیسو. د سمیري شیټ(SUMMARY SHEET) مطابق د افغانستان نړیوال بانک (3) دری میلونه افغانې باید نوی کابل بانک ته اداء کړي او همدارنګه د نوی کابل بانک څخه باید (5)پنځه میلونه افغانې ترلاسه کړي چې پدې کار سره (3)دری میلونه افغانې د یو بل سره برابرشول پاتې(2) دوه میلونه افغانیو چک نوی کابل بانک د افغانستان نړیوال بانک په نوم د افغانستان بانک ته صادروی، د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د نوی کابل بانک بانکي حساب دبت (DEBIT) او د افغانستان نړیوال بانک بانکي حساب ته کریدت ورکوي پدی ترتیب سره د سوداګریز بانکونو د چکونو تصفیی معاملی سرته رسیږي.