د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد رفیع حسن زی

10.04.2016 10:08    |   محمد رفیع حسن زی د حسابونو سپیځلتون( تصفیه ځای) Clearing House

د سوداګریزو حسابونو سپیځلتون(کلیرنګ هاوس) هغه اداره ده چې په هغې کې د سوداګریزو بانکونو استازي په معلوم وخت کی سره یو ځای کیږي د چکونو د تبادلی حساب ترسره کوي.دغه شعبه په عمومی ډول د یو هیواد مرکزي بانک پوری تړاو لري چې په افغانستان کی دا چاري د افغانستان بانک پر مخ بیایی.

29.06.2015 09:30    |   محمد رفیع حسن زی مرکزي بانک تاریخچه

د مینځنیو پیړیو د مینځه تللو سره، د رسانس دوری رامینځ ته کیدو سره او د کلیسا ضیعف کیدو سره بانکداری صنعت د یهودیانو د ولکی څخه خلاص په اروپا کی په یو خاص بڼه رامینځ ته شو.ویل کیږي چی لومړنی مدرن بانک کیدای شی چی د فرانسی بانک وي چی ۱۷۱۶ میلادي کال کی د دولتی جواز ترلاسه کولو سره د خصوصي بانک په ډول جوړ شو،دغه بانک خلکو څخه امانتونه اخستل،پورونه یی ورکول او بانکنوټونه خپرول،د فرانسی بانک په ۱۷۱۸ میلادي کال کی دولت د سهم لرونکو ټول سهام واخستل په مکمل ډول د فرانسی بانک په دولتي بانک باندی تبدیل شو.

15.02.2015 22:29    |   محمد رفیع حسن زی هیله

د یونان په افسانو کې راځي چې د پاندورا (Pandora) په نامه یوه ښځه وه ، خدای هغه ته یو داسې صندوقچه ورکړی وه چې پکې ټول بلاګانی،مصیبتونه،غمونه او نفرت بندول،پاندورا یو ورځ د خپل کنجکاوي له وجهی صندوقچه خلاصه کړه،ټول بلاګانی، مصیبتونه او غمونه بیرون شول او تر ابده انسان سره مل شول کله چې پاندورا خپل اشتباه ته زیر شوه بغیر د امیده نور هیڅ څه نه کېدل چې دا ټول بیرته راشي او صندوقچه کې بند شي.خو زما په خیال لکه چې دا صندوقچه یی د افغانستان په خاوره کې خلاصه کړی ځکه چې ټول غمونه،مصیبتونه او بلاګانی پدې خاوره کې دي او افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.خیر دا خو یوه افسانه ده اوس راځو د موضوع اصلي اړخ ته چې هغه امید او هیله ده.

08.12.2014 10:10    |   محمد رفیع حسن زی افغانه ویښ شه

قلمه پـاڅیږه غــزل پریــږده عرفـان ولیـکه د یارد سرو شونډو شراب پریږده بیان ولیکه د لهو لب خبـري پریـږده خــپل هویت ثابت کــړه دنیا د پریږده قضاوت د خپل نښان ولیکه نفاق نور پریږده اتفاق سره جوړیږي ملت دا غلامي خدمت د پریږده د خپل ځان ولیکه سیلاب د سرو وینو بهیږي ودریدل نلری دومره خو پریږده په لحد راته افغان ولیکه قسمته پریږده حسن زی نن بدلیدل غواړی دا د زړه دردونه ېی پریږده نن درمان ولیکه

20.11.2014 09:53    |   محمد رفیع حسن زی بانکداری لنډه تاریخچه

د بانک ابتداء په هکله کوم دقیق معلومات لاتراوسه پوری ترلاسه شوی نه دي چې د بانک شروع کیدو ټاکلي نیټه را څرګنده کړي ولی د ځینو اثارو له مخی داسی را څرګندیږي چې(۲۱۰۰ق م) مخکې له میلاد په بابل کې حمورابی بادشاهی درلوده،د ټولنی نظم او بهتروالي لپاره قوانین رامینځ ته کړل،د حمورابي قانون د تاریخ له نظره لومړنی قانون دی چې د پور او سود موضوع بیانوي. بابل ښار کې سوداګری خونې او بانکونه موجودول چې سوداګرو او بزګرو ته پور ورکوو چې د ربح(سود) اندازه یې له ٪۱۲ فیصده څخه تر ٪۲۳ فیصدو پوری رسیده.

09.09.2014 16:19    |   محمد رفیع حسن زی مخبنا یا بیخبنا

په جریان د دیارلس کالو کی لنډ مهال او موقتي پروژی عملي شول د عادي وګرو لپاره پکی د کار زمینه په موقت ډول برابره شوه،په دغه مخبنائي پروژو باندی دومره زیات لګښت حساب شو،چی وروسته پاتی هیواد کی په دغه کچه لګښت هیڅ د انسان په تصور کی هم نه راځي،د دغه پروژو طرحه او وړاندی کوونکي بهرني،غیر مسلکي وګړي وه چی تش د متخصیص په نامه به یی لوړ امتیاز ترلاسه کولو ولی موثریت د پروژو یی هیڅ په سترګو نه لیدل کیده چی د عادی افغانانو په ژوند کی بنسټیز بدلون راوړي او که راوړی هم دی په هیڅ کی حسابیږي

02.09.2014 12:35    |   محمد رفیع حسن زی د اقتصاد پلار آدم سمیت

ادم سمیت د اقتصاد د علم بنسټ ایښودونکی او د اقتصاد پلار لقب یې ګټلی دی د پیدایښت نیټه یې په دقیق ډول څرګنده نده ولی ځینی اثاردده د پیدایښت نیټه په دی ډول بیانوي،چی د سکاټلینډ په کرکالډی (Kirkcaldy) ښار کی په 05/06/1723 م کال کې زیږیدلی دی. لومړنی زده کړی د بورغ ښوونځي کې د ریاضیات،لاتین او تاریخ لیکنی په برخه کې ترسره کړي او وروسته بیا ګلاسګو (Glasgow) پوهنتون کې داخل شو،فلسفه یې زده کړه کله چې څوارلس کلنی ته ورسید په کال 1740 م کې د انګلستان مشهور پوهنتون اکسفورډ(Oxford University) ته لار پیدا کړه.

04.08.2014 20:05    |   محمد رفیع حسن زی په افغا نستا ن کی د بانکوالی تاریخ او شته خنډونه

افغانستان یو اسلامی هیواد دی چی سود یا ربا کول پیسو له طریقه پیسو سره حرام او د اسلامي شریعت خلاف گڼل کیږي نو په همدی سبب د شلمي پیړي تر لومړنی پوري هیڅ رسمي بانک په افغانستان کی وجود نه درلود او شاهي مال په شاهي خزانو کی ساتل کیده،خلکو به خپله پانګه پخپله ساتله او ځینو ښارونو کی به د اعتمادوړ کورنیو له خوا امانت خانی جوړیدی بغیرله سود او گټی د خلکو امانت ساتنه یی کوله،

27.07.2014 06:46    |   محمد رفیع حسن زی د قلم ویر افغان ته!

که چیری مو دغه لیکنه د نشرولو وړ وه نو مهربانی وکړی د نشر څخه وروسته په پورتنی بریښنالیک ما خبر کړی ترڅو په راتلونکی کی نور هم لیکنیي در واستوم.