د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې پنځه میلیونه وږي له غزې سره پنځه لکه مرسته

پوهندوی آصف بهاند 18.07.2014 12:12

هغه څه چې د اسراییلو له جوړیدو نه تر نن پورې شوي دي او کیږي کړي، ټولې نړۍ ته لکه لمر داسې ښکاره دي او نن دا دی هغه ناروا خپل معراج ته رسیدلې ده. پر فلسطنیانو باندې دا بشري غمیزه تپل شوې او باید هر با درده انسان ورباندې غمجن وي، خو نن دا دی زما په خپل کور، کلي او وطن کې یو نه، دوه نه درې نه،بلکې په سلګونو اوزرګونو داسې غمونه پراته دي چې که ټول عمر ورته دریابونه، دریابونه اوښکې تويې کړو، تمام به نه شي، مداوا به نه شي.
 زموږ د وطن له دومره غمونو او دردونو سره سره، هر افغان باید له فلسطینیانو سره په ورپښ غم او درد کې ځان شریک وګڼي، خو دا غمشریکي دا مانا نه لري چې زما اولاد، زما سپین ږیری پلار، زما نا توانه ماشوم، زما خور، مور، کلیوال او وطندار ټپي پراته وي او زه خپل لاس لرلي مرهم ور وړم د بل چا په زخمونو باندې یې کیږدم.
 د غزې د خلکو غم ولې د غزې ګاونډیان او د غزه والو د تره زامن نه خوري چې د سر والانو په افغانستان کې په خیټه ورته درد دی. له خپلو زخمونو نه یې لکه سیل داسې وینې بهیږي، خو دی مرهم او پټۍ غزې ته ور زغلوي.
عربي شته منو هیوادونو د افغانستان د جګړې د تازه ساتلو له پاره پطرول او ګوګړ رالیږل، زموږ د وطن د نا روا جګړې له پاره یې «بندر بن سلطان» ته دنده وسپارله چې د عربستان له ذخیرو نه دومره تیل ور وشیندي چې لمبې یې آسمانو ته وخیژي. په میلیاردونو ډالر یې زموږ د هیواد د سوځولو له پاره مصرف کړل او اوس یې هم مصرفوي، د هغو پیسو که یوه سلنه د غزې  مصیبت ځپلو ته ور ولیږي، ډیره به ښه وي.
دغه د فلسطینیانو تربرونه مخکې له دې چې غزه والو ته دغسې غمیزې ور پيښې شي، ولې له خپل سیاسي اقتصادي ځواک نه په استفادې سره یې د مخنیوي له پاره څه نه کوي؟ نور که هیڅ نه وي په سیمه او جهان باندې دې له خپل سیاسي موثریت نه په استفادې سره د دې نا روا پرضد خپل غږ اوچت کړي. دوی په رڼو ورته ګوري، خو غلي ناست دي او ...
مګر له یوې سوې سوخته، په جګړې الیل شوې سیمې نه، له افغانستان نه د افغانانو ستوني ورته څیرې شول. زموږ سر والان او ښاروالان په خپل کور کې لږ غمونه لري چې له ځانونو نه «حسن غم کش» جوړ کړی او نورو ته مرستې ورلیږي.
په خپل کور کې یې «شنه سپۍ» لنګه ده، اوه سري ښاماران یې زیږولي، هره ورځ د افغانستان په نامه یوه سپین ږیري بوډا ته خوله ور اچوي، ټول وطن تهدیدوي د ټول وطن دتیرولو او سوځولو ګواښونه کوي، خو دوی یې په فکر کې  نه دي، غزې ته مرستې ورلیږي.
د خپلو وژل شوو هیواد والو بهول شوې وینې یې تر ځنګنو ور پورته شوي دي، دوی وايی خیر دی، اختر نږدې دی، پښې به مو په نکریزو شي، خو غزې ته پنځه لکه ډالر له ملي بودجیې نه حواله کوي.
 د افغانستان سروالان او ښاروالان دې له غزې سره مرسته نه کوي، د بدخشان د طبیعي پیښو د غمیزې له قربانیانوسره دې مرسته وکړي، د پکتیا په وینولړو هغو انسانانو سره دې مرسته وکړي چې خپل په وینولژند عزیزان یې لکه په داش کې خښتې، څنګ په څنګ خاورو ته وسپارل او اوس یې بچو ته او یادونو ته له سترګونه نه اوښکې نه، بلکې وینې تویوي.
د افغانستان سروالان او ښاروالان دې له هغې غزې سره مرسته نه کوي چې غزه والو د ګدايي په پیسو ځان ته په علمي معیارونو برابر ښار چې هر څه لري جوړ کړی دی، زموږ د وطن پلازمینه کابل، له میلیاردونوډالرو مرستې سره سره یو کانالیزاسیون نه لري.
ډکو او رڼو میتیازو، د ځان مینځلو او کالیو مینځلو له اوبو سره د کابل په سرکونو او کوڅو کې داسې نه تجزیه کیدونکی کیمیاوي ترکیب جوړ کړی دی چې اوس د دنیا کیمیا پوهان ورته لاس تر زنې دي. غزې سره دې د مرستې پر ځای دغه ککړتیا تر ټاکلي ځای پورې ورسوي.
پیشکه چې حیوان دی، خپل مرداری خاورو کې پټوي، خو زموږ سر والان او ښار والان تر اوسه پورې په دې کار نه دي توانیدلي چې د خپلې پلازمینې د مرداريو د ایستلو له پاره یوه مناسبه لار وباسي، خو غزې سره پنځه لکه ډالره مرسته کوي .
ښاغلیو سر والانو!
لطفاً غزې ته مرسته مه لیږئ، د ارګ په پنځوس مترۍ کې افغان میرمن خپل تي خوری ماشوم  د لارویانو د زړه سوي د جلبولو په خاطر، د مخدراتو په زور ویده کوي، د هغو په باب فکر وکړئ، نه د غزې د اوسیدونکو په باب.
هر کله مو چې د خپل کور د غوجل غميو کار برابر کړ، ویرونه مو ورک کړل او د خلکو په خوله کې مو خندا ولیده، بیا د نړۍ د نورو دردیدلو او مظلومانو د اوښکو پاکولو تکل وکړئ.
 افغانستان کې هر مشر چې راشي هغه څه نه کوي چې باید ویې کړي، بلکې هغه څه کوي چې باید ویې نه کړي.
زموږ د سر والانو د چپنو تر څنډو لاندې  څه روان دي هغه ته یې پام نه دی، خو غزې ته مرستې ورلیږي.
سر وال صاحب هره ورځ لا هر ساعت د خپلو وژل شوو هیواد والو، وژل کیدل په کلکو الفاظو غندي، چې اوس به د دې تقیح نامې د کلیاتو د پاڼو شمیر لس ګونو زرو ته رسیدلی وي، بس تقبیح ده او غندنه، په عملي ډول هیڅ نه کوي، خو غزې ته پنځه لکه ډالره منظوروي.
کلونه پخوا استاد ګل پا چا الفت « د زیارت ډیوې» نومي نثر کې ویلي وو:
«... څوک چې په ثواب پسې ګرځیدل، ټولو د زیارت ډیوې ولګولې، د خوارانو، غریبانو له حاله نا خبره وو.
هو! د غریبانو په کورونو کې تیاره وه، ځکه چا نه لیدل.
دوی باندې یوازې د خدای نظر و او بس.
  د دوی ډیوې دې خدای ولګوي، موږ به د زیارت ډیوې بلوو.»
دلته افغانستان کې هم تیاره ده، هیڅ څوک په وینو لیت پیت خلک نه ویني چې مرسته ورسره وکړي یا ماتم ورته اعلان کړي.
موږ به د غزه والو ویر او وینو ته ژاړو او ډالرونه به ورلیږو، دمړو او ټپي افغانانو دې خدای مدد ګار شي.