د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله د ټیم د ناکامی علتونه

حضرت سهاک 09.07.2014 20:52

1 د اصلاحاتو او همپالنی د ټیم نا متجانس ترکیب چی په هغه کی د محقق د وحدت شیعه او ایران پلوی ټیم اکثریت برخه شامله ده او همدارنګه د اسلامی حزب یوه کوچنی له اساسی بدنی نه بیله شوی ډله او د استاد سیاف اتحاد اسلامی ډله چی هریویی بیل بیل مرامونه او اهداف لری . دا نامتجانس ترکیب د دوی د پیروانو لپاره د منلو نه ده نو ځکه دوی کمی رایی تر لاسه کړی.
2 که څه هم دوی ټول ځانو ته د مجاهدینو خطاب کوی خو د اسلام دین له مهم رکن نه چی سنت دی او په هغه کی استخاره هم راځی . د دی ډلی مشر استخاره له فان بینی سره تشبیه کړه او په هغو کسانو چی د حضرت محمدص په سنتو ټینګه عقیده لری ، دا عمل د منلو اوبخښلو نه وو.
3 تر ډیره د دوی پخوانی د اویایمو کلنو د واکداری بدی خاطری چی پورته یاد شوی ډلی پکی بوختی وی او دوی د کابل ښار په کنډوالو بدل کړ. په زرګونه بیګناه انسانان یی ووژل، اونور یی مهاجرت ته مجبوره کړل او په هغوی چی د مهاجرت توان یی نه درلود چپه میچنی وګرځولی، د خلکو حیثیت او ناموس باندی یی تعرض وکړ. دا ټول د ولس له یاده نه وو وتلی نو ځکه خلکو د ده مخالف ټیم ته رایه ورکړه .
4 د ښاغلی عبدالله دوهم مرستیال د انتخاباتو د کمپاین پر مهال د مخالف ټیم مشر ته سپکی سپوری وویلی او دوی ټولو بازاری او د کوڅی خبری کولی چی پدی ترتیب سره دوی خپل محبوبیت له لاسه ورکړ .
5 د یوه منظم اقتصادی پلان نه درلودل او خصوصا د ښاغلی عبدالله نه حاضریدل اقتصادی مناظری ته دا ثابته کړه چی د دوی ټیم یواځی قدرت غواړی او ولس ته روښانه راتلونکی نشی وړاندی کولی چی پدی برخه کی د هغه مخالف ټیم تر دوی ډیر عملی پروګرامونه لری.
6 د ښاغلی عبدالله د ټیم ویندویانو تل خشن برخورد درلود . دوی د منطق پرځالی له تشنج نه کار اخیست ، مقابل لوری ته یی سپکی سپوری ویلی اوښاغلی رحیمی خویی د افغانستان له تاریخ نه هم منکر شو چی دا نظریات د افغانستان ټولو خلکو ته د منلو نه وو.
7 د دوی په ټیم کی د اثرلرونکو پښتنو او یا هغه حزبونه چی دپښتنو په منطقو کی زیات محبوبیت لری نه شتون او همدارنګی په پښتو ژبه کمپاین ونه شو. ښاغلی محمد خان هیڅکله ولس ته له نژدی ځان ونه رساوو او ښاغلی ګل آغا شیرزی نه هم دا تمه نه کیده نو ځکه د پښتنو په سیمه کی دوی ته لږ رایی ورکړی شوی.
8 د اصلاحاتو او همګرایی ټیم روښانه کورنی او خارجی سیاست نه لری . ولس فکر کوی چی دوی به له ایران او روس او پاکستان سره ډیر نژدی وی چی هغوی دریواړو له افغانانو سره په دغو دریو وروستیو لسیزو کی افغانانو ته ښی خاطری نه دی پریښی .
9 د اصلاحاتو او همپالنی ټیم د روښانه سولی په باب هم یو واضیح تصویر نه لری او کله کله به یی د اسلامی حزب او طالبانو ډلو ته اخطارونه هم ورکول. د دوی ویندویانو خو لا طالبان او اسلامی حزب متهم کړ چی د تحول او تداوم ټیم ته یی رایه ورکړی. نو څوک چی دومره له سوله سره دښمنی ولری ، آیا ولس به پر دوی څنګه اعتماد وکړی.
10 د مشهورو جنګ سالارانو او اقتصادی مافیا شتون د دی ټیم په ترکیب کی بل عامل و چی ولس په دوی کم اعتماد وکړی.
11 د انتخاباتو په کمیسیون کی د دوی پلوی غړیو دوی ته کاذب بریالیتوب لپاره معلومات ورکول او له بلی خوا د هغو کاندیدانو اصلی موثر ځواک چی په لومړی دور کی هریویی د پښتنو سیمو رایی سره تیتی کړی وی بیرته د احمدزی د ټیم په لور راتاوشول او قاطع اکثریت یی د تحول اوتداوم ټیم ته رایی واچولی.
12 پاته د نه وی چی د تحصیل او تجربی له لحاظه هم ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله چی د سترګو په رشته کی د طب ډاکتر دی او رسمی دندی یی د ملی دفاع وزارت د ویندوی او د ښاغلی کرزی په وخت کی پنځه کاله د باندینیو چارو وزیر په توګه دنده تر سره کړی ده چی یو ځانګړی او مسلکی وزارت دی او دخپلی دندی په وخت یی یواځی خپلی ډلی اود ولایت وګړو ته امتیازات ورکړی دی چی پدی حساب سره د وزارت له نورو مامورینو سره یی د مور او میری چلند کړی دی. اما د هغه رقیب ښاغلی داکتر محمد اشرف غنی احمدزی د اقتصاد ، سیاست او حقوقو په رشته کی تحصیل کړی او د نړیوال بانک له خوا په مختلفو هیوادونو کی او هم د هیواد په دننه کی په مختلفو ساحوکی دندی تر سره کړی دی چی په هره برخه کی یی ځانګړی مهارت ښودلی دی. پدی اساس د مسلک له مخی ښاغلی عبدالله عبدالله له خپلی اصلی رشتی ډیر لری د هیواد دزعامت او مشرتابه لپاره مناسب شخص نه دی .
13 هغه سیاسی اپوزیسونونه چی ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله ترواوسه جوړ کړی دی ، تل موقتی او له تغییر یا ماتی سره مخامخ وو . حتی د ده خپل نژدی ملګری لکه احمد ضیا مسعود هم تری واوښتل او له مخالف رقیب ټیم سره يوځای شول. له بلی خوا دوی یواځی د جمعیت د ګوند د مشرتابه ترسیوری لاندی د ټول هیواد مشری غوښتله اما د اوسنیو شرایطو په نظر کی نیولو سره یو تنظیم یا حزب د هیواد د مشرتوب لپاره کافی نه وو.
14 که څه هم ښاغلی عبدالله د دولت د مشرتابه په لیکو کی د بانفوذو اشخاصو په موجودیت او په امنیتی ارګانونو کی د خپلو پلویانو له خوا ډیری رایی ترلاسه کړی او په ځینو مواردو کی یی خلک مجبور کړل چی دوی ته رایه ورکړی اما دوی نشو کولای چی سل په سلو کی خلک کنترول کړی چی رایه ورکونکی چاته رایه ورکړه اواکثرو مواردو کی رایه ورکوونکو د دوی د ټیم ډوډۍ ، پیسو او نورو مالی او ترانسپورتی امکاناتو نه ګټه وکړه اما د خلکو د زړونو لاس ته راوستل آسانه کار نه دی.
15 د انتخاباتو او د شکایاتو له کمیسونونو سره پریکړه او د هغو فیصلو ته نه منتظر کیدل پدی حساسو شرایطو کی ممکن په ځان د نه باور نښی دی چی له دی امله د همپالنی ټیم نه غواړی د دولت قوانینو ته درناوی وکړی او یواځی بهانی لټوی چی غواړی د نظامی کودتا او یا د ترور او وحشت په فضا کی ځان واک ته ورسوی. د هیواد تجزیه یا موازی حکومت جوړول د دی ټیم ستره سیاسی تیروتنه ده چی د سیاسی انتحار سره برابره ده.
دوی ادعا کوی چی د هیواد په جنوبی سیمو کی د امنیت د نشتوالی له امله خلکو رایه نه ده ورکړی. ممکن ځینو خلکو د دښمن د تهدید له ډاره رایه نه وی ورکړی اما دا په دی معنی نه ده چی دوی د هیواد د مشرتابه د غوروای په برخه کی بی تفاوته دی او یا نه غوښتل چی یو کاندید ته رایه ورکړی. رایه د دوی مسلم حق دی اوکه چا له ډاره رایه نه وی ورکړی د هغوی د مرګ او نابودی حکم نه کوی. دا د ولس ګناه نه بلکه د دولت ګناه ده چی لاتر اوسه یی هلته شرایط نه دی مساعد کړی. هغوی باید محکوم نه شی . د هرچا چی یوه رایه زیاته وی هغه ته درناوی وشی او نوری بهانی چی خلک مړه دی ، یا مهاجر دی یا ښځی رایی نه ورکوی اونور ټول باید بیځایه مطرح نه شی . د افغانستا ټولو خلکو ته احترام وشی .
د هیواد ولسمشر ته د افغانستان ټول کسان که هغوی رایه ورکړی یا یی مخالف ته رایه ورکړی او یا یی هیڅ نه وی ورکړی ،یوشان دی . هیله ده داسی شرایط برابر شی چی بل ځل د هری انتخاباتی حوزی امنیت تامین ، د رایه ورکوونکو تعداد معلوم او هر څوک یواځی د خپلی تذکری په ښودلو سره لاړ شی بیله دی چی ګوته یی رنګ شی ، خپله رایه استعمال او خپل د خوښی وړ زعیم وټاکی.