د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه وروڼه لنډه کیسه

یوسف هېواددوست 30.06.2014 19:28

( دا کیسه    ښیي چې دواړو کمونیزم او کپتالیزم له یوې خوا خپل ولسونه غولولي او له بلې خوا هغوي په ګډه زموږ وروڼه وژلي )
د کیسې پیل :
له ځانه سره یې اپلتې ویلې ، زه هم نه پوهیږم  چې په دغه ځوان څه شوي ؟ څه پېښ شوي چې کله ساعتونه ساعتونه  چوپه خوله ناست  وي ، یوازې یوې نقطې ته ګوري او له هماغې خوا سترګې نه اړوي .باور وکړۍ ان د سترګو رپ هم نه وهي ، او کله بیا شور ماشور کوي .منډې وهي ، انګړ ته وځي ، ځان وهي ، خپل ويښتان شکوي ، ځان شوکارې کوي او لکه دا یو نیم بل عصبي ناروغان په دوه ـ دوه نه دریږي .په خبرو یې څوک نه پوهیږي ، له ځان سره لګیا وي او هغه څه وایي چې دا نور پرې نه پوهیږي ، خو له لږ ځیر نه وروسته  متوجه شوم چې دا سړی داسې کوم څه وایي چې ما ته آشنا نومونه او خبرې دي .رښتیا  دا خبره مې هېره شوه  چې تاسو  ته ووایم چې زه هم دا څه موده کیږي چې دې  هېواد ته مهاجر شوی یم ، او لکه دا نور افغانان چې له کور او وطنه راکوچېدلي ، زه هم  دا دی بې وطنه شوی یم او دلته له خپلې مېرمنې ، بچیانو او زړې مور سره ژوند کوم .سره له دې چې شپه او ورځ موږ ټول په تېره بیا مور مې پنځه وخته لمانځه کې شکرونه باسو چې د وطن له ها خونړیو جګړو مو سر په امان کې پاتې شوی ، خو بیا هم ادې مې وخت نا وخت خپګان کوي او په زړه ناروغه راته ښکاري .زموږ لپاره  هسې په خوله خاندي  ، خو ما څو ځلي لیدلي  چې په خپلې خونې کې یې  له سترګو د بې وسۍ مړې ـ مړې اوښکې رابهېد لې او کله له خپلو لمسیانو او یا له ځانه سره لګیا وي د خپل تېر ژوند  د خوږو خاطراتو  یادونه  او کیسې کوي.ادې مې د کلي د یو روحاني سړي لور ده او خدایبښلی پلارمې په غزني کې له یو سوداګر  سره ډېر کلونه  په یو نس مړۍ مزدور و ، او بیا یې  د غزني د ناوې د ولسوالۍ په کومه محلي اداره کې د پیاده په توګه  وظیفه موندلې وه  .په هغه وخت کې روسانو زموږ پر خاوره قبضه لګولې وه  او بلار مې له نا معلومې خوا د هاوان پر هغې مرمۍ شهید شو چې د دوي د کار پر ودانۍ  ولګېده .الله تعالی دې ستاسو له ټولو مړو سره وبښي.مور به مې کله کیسه کوله چې (( غریبي وه ،  په نس ماړه نه و ،خو بیا مو هم د خدای شکرونه وېستل چې هوساینه وه ، کراری وه ، دا ګوند او ګوند بازي  او دا تربګنۍ نه وې .په هغو وختونو کې ډېرې پېرزوینې وې .یو له بل جارېدل و ، داسې نه وه چې دا وروڼه یو بل ووژني ...)) .
زما دې هم  فکر اور واخلي خبره را نه ، بلې خوا ته لاړه ...خبره دا ده چې زه هم لکه دا نور  پای وازان ، دلته دې روغتون کې  د خپلې مور عیادت او پوښتنې ته راغلی یم .دلته مې ادې بستري ده  او ډاکټرانو  ویلي چې د هغې رواني او عصبي ناروغي لږه  زیاته شوې او دلته روغتون کې څه موده تر څارنې لاندې وي .
هوکې ! نوځکه خو دلته دا ځوان مې هم ولید او دا څو ورځې چې زه دلته راځم  دا ځوان ګورم چې کله آرامه وي او کله زاړي ، ځان وهي او نارې ـ سورې یې له خولې راوځي ، کله بیا زاړي ، او ځان له داګه ډاګه وهي .نن یې په چیغو کې  متوجه شوم چې کله (( ګزني ـ ګزنی )) وایي او کله بیا د (( مروند ـ مروند )) نوم اخلي... سرا او ځان شکوي او چیغې وهي  چې (( ما مړ کړئ ...ما مړ کړئ ... ، ما ډېر وژلي ....ښې ډزې مې پرې کړي ... ما یې ورور وژلی ، ما یې کور سیځلی ... زه (( پاول )) یم ...تاسو ما پېژنئ که نه ؟  زه ( ګزني ) کې ووم  زه هلته ووم ، ( اوګانیستان ) کې  ...هو زه یې هلته لېږلی ووم ،او ګانیستان پېژنئ ؟زه هلته تللی ووم ، زه هلته ووم ، زه هم هلته تللی ووم ...)) . خدای شته هک پک پاتې  شوم او دا فکر مې وکړ چې  یاره دا نومونه خو ما ته آشنا دي . دا سړی   (( اوګانیستان )) چې یادوي دا خو زموږ ( افغانستان ) دی  ، او (( ګزني )) ، دا خو زموږ د ( غزني ) ولایت ښیي  او دا (( مروند)) دا خو لکه چې د کوم چا نوم دی چې ( مړوند ) دی  .هو دا د کوم چا نوم دی  چې د افغانستان د غزني په ولایت کې اوسېده   او( مړوند ) یې نوم و ..سل په سلو کې  متیقن شوم چې دا مړوند زما وطندار  او دا وطن زما ګران افغانستان او دا ولایت زما د خوږ افغانستان  و غزني ولایت دی  او پوه شوم چې دا ناروغه سړی  زما وطن یادوي او زما خلک .هحه مې وکړه چې  د دوي په ژبه چې لږه لږه مې زده کړې وه  له دغه ناروغ ځوان سره خبرې وکړم ، خو لکه چې زما له څېرې وېرېده او که څه ؟ ما لا لاس نه و ، وروړی  چې زما لاس یې پورې وهه او په داسې حال کې چې د نه نه نه نه نه  چیغې یې وهلې د روغتون په اوږده دالېز کې یې وړاندې رانه منډه کړه  او لکه د کوندې ځوي د سریال  (( شادګل )) ټوپونه یې وهل  او د سترګو په رپ کې زما له نظره ورک شو .
زه په منډه منډه  د هغې نړسې خوا ته ورغلم چې څو شطبې مخکې یې هڅه کوله  دا ناروغ ارامه کړي .دنړسې رنګ الوتی و ، ساه یې بنده ـ بنده  کېده او په نیولي غږ یې راته وویل : پاول  د افغانستان  په غزني کې یو افغان چې د (( طالب )) ګومان یې پرې کړی و ، وژلی او دطرش کاله مخکې د هغه یو بل پولندي کمونست وطندار  په هماغه غزني کې د همدغه افغان  یو بل ورور  وېلی و ... پای .
د ډنمارک د ګلوستوغوب ښار
۱۵/۱۲/۲۰۱۱