د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیموکراتیک بنسټونه یا انفرادي کسان (کوم یو مهم دي)؟

عبدالصمد عطايي 17.06.2014 12:17

د ولسمشری په لمړي او دویم پړاو ټولټاکنو کې، د افغانستان عامو خلکو او رای ورکوونکو ډیر زیات مسولانه عمل کړی او پر تیرو ناهیلیو او ګواښونو برسیره له خپلو کورونو را ووتل تر څو د خپل هیواد د دیموکراتیکو پروسو او دیموکراتیکو بنسټونو په ځواکمن کولو کې خپل مسولست ادا کړي.

مګر په ډیري خواشینی سره باید وویل شي چې د دوی ځینې مشران او د دوی د امنیتي ځواکونو ځینې غړي، ندي توانیدلي ترڅو د خپلو عامو خلکو له ښو عملونو سره برابر ګامونه کښیږدي.

دا چې ولي ځینې مشران، د حکومت ځینې چارواکي، ځینې زورواکي او د امنیتي ځواکونو ځینې قوماندنان، چې تر زده کړې یې رتبې ډیري اوچتې دي داسي عمل کوي، اوس ټول افغانان پدې پوهیږي او اړینه نده ترڅو دا خبري نور تکرار شي، ځکه چې اوس افغانان داسي یوه ولسمشر ته سترګي په لار دي چې د افغانستان هر وګړي ته له خپلې زده کړې سره سمه رتبه په اوږو ورته ونښلوي.

په دیموکراتیکو هیوادونو کې او هغو هیوادونه کې چې غواړي خپلو دیموکراتیکو پروسو او دیموکراتیو بنسټونو ته پراختیا ورکړي، پدغو هیوادونو کې امنیتي ځواکونه هیڅ حق نلري ترڅو د ټولټاکنو په پروسې کې لاسوهنه وکړي، ځکه چې قانون دا حق نه ورکوي.

امنیتي ځواکونه یووازې دا مکلفیت لري ترڅو د ټولټاکنو په وخت کې د ټولټاکنو د پروسې او رای ورکوونکو لپاره آسانتیاوې برابر کړي او دا حق خو هیڅ نلري ترڅو د ټولټاکنو د پروسې او د ټولټاکنو د کارکوونکو د اعتبار په اړه پوښتني وکړي، ځکه چې یو امنیتي چارواکی پدې اړه پوره معلومات نلري.

د تولټاکنو د کارکوونکو او د پروسې د اعتبار په اړه د پوښتنو لپاره مناسب بنسټونه لکه د ټولټاکنو د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون او بیا وروسته د هیواد عدلي او قضايي بنسټونه شتون لري.

عبدالله عبدالله او د ده د استازو لپاره به دا یوه ډیره ښه مشوره وي ترڅو د دیموکراتیکو پروسو او دیموکراتیکو بنسټونو په پراختیا کې مرسته وکړي، ځکه چې دیموکراتیکي پروسې او دیموکراتیک بنسټونه به په راتلونکي که هم شتون ولري، مګر کاندیدان او انفرادي کسان راځي او ځي.