د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانان د يوې ښې راتلونكې لياقت لري!

عبدالصمد عطايي 13.05.2009 13:47

ډيرى افغانان د هغه نوماند او راتلونكي ولسمشر په تمه دي چې دوى ته د دوستى لاس وړاندي كړي، او له دې ستونزمن اوسنې حالت نه دوى تير كړي. په خپل سر ميدان ته راغلي مشرانو پر افغانانو ډير كړاونه تير كړي دي.

ددې اوسنې حكومت له اوو كلونو بې كفايتى وروسته، افغانان اوس نه پوهيږي چې راتلونكي ټولټاكنې د څه لپاره تر سره كيږي، او د ولسمشرى لپاره د ۴۴ نوماندو په اړه هم شكمن دي. ډيرى افغانان په دې آند دي چې دوى به بيا د يوه كس (راتلونكې ولسمشر) او دهغه د خپلې خوښې د حكومت د كسانو له خوا د راتلونكو نورو پنځو كلونو لپاره د دربدرى په يوه بل اوږده چكر يووړل شي.

كيداى شي چې ټول افغانان به په دې نه پوهيږي، مگر هغه افغانان چې د افغانستان او د افغانانو په دردونو پريښانه دي، په دې پوهيږي چې داكتر صاحب اشرف غني احمدزى، د افغانستان او د افغانانو په اړه ښه نيت لري او احمدزى صاحب كولاى شي چې افغانستان له دې اوسنې ستونزمن حالت نه وباسي. اړينه خبره داده چې څنگه دا پيام ټولو افغانانو ته ورسول شي؟

او تر ټولو اړينه خبره هم داده چې ټول افغانان په يوه آواز د دې اوسنې حكومت په نيمگړتياوو (بې كفايتى او پراخ اداري فساد) خپل آواز هرچيرته پورته كړي. دې اوسنې حكومت او هغه كسان چې ددې حكومت تر شا وو په اوو كلونو كې افغانانو ته خپل دريځ معلوم كړى، او دا به ښه كار نه وي چې دې كسانو ته پنځه كاله نور هم وخت وركړ شي چې بيا افغانان وكړوي.

اوس هغه وخت رارسيدلى چې ددې اوسنې حكومت تر شا كسان افغانان يووازې پريږدي تر څو د دوى په خوښه له ټاكل شوي راتلونكې ولسمشر او د هغه له حكومت سره يوځاى كار وكړي او افغانستان له دربدرى وژغوري.

افغانان صبرناك او با همته خلك دي، مگر او بد بختانه په دې نږدې كلونو كې د افغانانو په خپله ميدان ته راغلي مشرانو په دې امتحان كې تر خپلو خلكو ډيره ټيټه نمره وړي ده.

افغانان د نويو څيرو او د نوي حكومت په تمه دي!